دازموینو ملی اداره - NExA - اداره ملی امتحانات

@nexagovafg105


په افغانستان کې د ټولو ټولیزو ازموینو په اړه د معلوماتو د وړاندې کول/ارایهٔ معلومات تمام امتحانات جمعی در افغانستان

دازموینو ملی اداره - NExA - اداره ملی امتحانات

11 Mar, 11:43


ازموینو ملي ادارې تېره ورځ د اسلامي تعلیماتو معینیت اړوند د طلبای کرامو د خامسه(دولسم) اسنادو تثبیت ازموینه واخیسته.
په دغو ازموینو کې شاوخوا یوولس سوه تنو ګډون درلود. د طلبای کرامو د خامسه درجې تثبت ازموینه، چې د بګرامیو ولسوالۍ اړوند امام ابوحنیفه مدرسه کې تنظیم شوې و، طلباوو ته د ازموینې د نظم په تړاو لازم امکانات رامنځته شوي وو.
د ازموینې صندقونه د ازموینو ملي ادارې د پوښتنو بانک رئیس عرفان الله عباد، د ازموینو انسجام آمر مدیرجان کوټوال او د پوهنې وزارت د استعدادونو د ارزونې رییس عبدالولي سداد له لورې پرانیستل شول.
په پیل کې د ازموینو ملي ادارې مسؤولینو ګډونوالو ته د ازموینې په تړاو هر اړخیز معلومات ورکړل او یاده پروسه یې د هېواد علماو لپاره یو ارزښتمن ګام وباله او همدارنګه د علمي سویې د تثبیت په برخه کې یې د ازموینو ملي ادارې د مهمې ونډې په تړاو خبرې وکړې.
د اسلامي تعلیماتو د استعدادونو ارزونې رئیس مفتي عبدالولي سداد هم د ازموینې د شفافیت په تړاو ګډونوالو ته ډاډ ورکړ او په دې برخه کې یې د ازموینو ملي ادارې فعالیتونه وستایل.
د ازموینو ملي ادارې مسؤولینو د هڅو په ترڅ کې د ازموینې محلونه په خورا منظم ډول تنظیم شوي وو، ګډونوال په خپلو محلونو کې د حاضرۍ له مخې تنظیم شول، د ازموینې په پیل کې علمای کرامو ته د استادانو او مسؤولینو له لورې د ازموینې تخنیکي پروسې په ډېرې اسانۍ سره تشریح شوې، هر ګډونوال ته د خپلې ای ډي نمبر سره سمه د پوښتنو کتابچه او ځواب پاڼه ورکړل شوه او د پوښتنو د حل لپاره ګډونوالو ته مناسب وخت چې درې ساعته ټاکل شوی وو، ورکړل شو. همدارنګه د ازموینو ملي ادارې مشرتابه په حکم سره متخصص دیني علمای کرام د ممتحنینو په توګه ټاکل شوي وو، څو د پوښتنو د ابهام په صورت کې د ګډونوالو ستونزې حل کړي.
د ازموینو ملي ادارې مشر شیخ الحاج عبدالباقي حقاني د لارښوونو په رڼا کې، چې د علمای کرامو د ازموینو د نظم او هغوی ته د لازمو اسانتیاو برابرولو په تړاو یې ددې ادارې مسؤولینو ته کړي، یاده ازموینه او همدارنګه مخکینۍ ازموینې، چې د ازموینو ملي ادارې له لورې اخیستل شوي، له هرډول ستونزو پاکې وې او ګډونوال ورڅخه خوښ وو.
یاده ازموینه همدارنګه د اسلامي تعلیماتو معین مولوي کرامت الله آخندزاده او د ازموینو ملي ادارې مرستیال شیخ رحیم الله حق ـ اني له خوا وڅارل شوه او ګډونوالو ته یې د شفافیت ډاډ ورکړ.
یاده ازموینه چې په خورا منظم ډول او پرته له هر ډول تقلب څخه پای ته ورسېده له امله یې ګډونوال خوښ وو او د ازموینو ملي ادارې له مسؤولینو، استادانو او کارکوونکو له هڅو او همکاریو یې مننه وکړه.
دوشنبه ۱۴۰۲ کب ۲۱

دازموینو ملی اداره - NExA - اداره ملی امتحانات

11 Mar, 11:42


د افغانستان طبي شورا د فعالیت جواز او د پولیسو لوی اکاډمۍ ازموینو لپاره متخب ګډونوال کولی شي خپله شهرت په لینک کې وګوري.
........
اشتراک کننده گان متخب برای امتحانات جواز فعالیت شورای طبی افغانستان و اکادمی پولیس ملی می توانند شهرت خویش را در لینک مشاهده نماید.

https://nexa.gov.af/ps/exit_exam_and_academy_police

دازموینو ملی اداره - NExA - اداره ملی امتحانات

11 Mar, 11:41


ازموینو ملي ادارې رهبري شورا ناسته کې د دې ادارې مشر الحاج شیخ عبدالباقي حقاني د تېرې ورځې د علماو د خامسې علمي درجې تثبیت او مالیې وزارت اړوند مسلکي بستونو باندې د ګمارنې ازموینو په اړه د مسوولینو راپورونه واورېدل.
یاده ناسته د قران عظیم الشان په مبارکو ایاتونو سره پیل شوه. له تلاوت څخه وروسته ټولو مسؤولینو د ازموینې اړوند خپل راپورونه په منظم ډول شریک کړل او د اخیستل شویو ازموینو د څرنګوالي په تړاو یې معلومات وړاندې کړل.
شیخ عبدالباقي حقاني د راپورونو په اورېدو سره ټولو مسؤولینو سره خپلې ګټورې مشورې او لارښوونې شریکې کړې او له هغوي يې غوښتنه وکړه، چې د روژې مبارکې میاشتې په خاطر خپلې چارې د تېر په څېر په ښه شکل سره تنظیم کړي.
همدارنګه د راتلونکو ازموینو (پولیسو اکاډمۍ لویې قومندانۍ او افغانستان طبي شورا د ډاکترانو د فعالیت د جواز NMLE) لپاره چې ټاکل شوې، د کب په ۲۵مه نېټه به واخیستل شي، پر چمتوالي خبرې وشوې.
یکشنبه ۱۴۰۲ کب ۲۱

دازموینو ملی اداره - NExA - اداره ملی امتحانات

11 Mar, 11:02


د علمای کرامو د خامسه علمي درجې تثبیت ازموینې څخه د ګډونوالو خوښي

دازموینو ملی اداره - NExA - اداره ملی امتحانات

11 Feb, 12:52


د اطلاعات اوکلتور وزارت د توريزم او هوټل دارۍ انسټيټيوټ د بريالي شويو نوماندانو د پايلو اعلان!
نوټ: ټول بريالي شوي کانديدان کولای شي، چې د دلوې مياشتې له ۲۵ مې نېټې څخه د حوت تر ۱۵ نېټې پورې ياد انسټيټيوټ ته د نوملیکنې په موخه مراجعه وکړي.
د انسټيټيوټ موقعيت په لاندې لينک کې کتلی شئ:
https://maps.app.goo.gl/UTV7Aq2MPMDx5yc56

دازموینو ملی اداره - NExA - اداره ملی امتحانات

07 Feb, 07:50


ازموينو ملي ادارې مشر بلخ ولايت ته په سفر تللی، څو د خامسې او مافوق الثانويه درجو  ازموينې صحنو څخه له نږدې ليدنه او څارنه وکړي.
نوموړی به په دغه سفر کې د بلخ ولايت له يو شمېر مسؤولينو سره د ازموينې د نظم، امنيت، صحت او نورو مهمو موضوعاتو په تړاو لیدنې ولري.

دازموینو ملی اداره - NExA - اداره ملی امتحانات

06 Feb, 05:44


https://twitter.com/nexagovaf/status/1754502209213972714?t=fcnJVOfkBOSYCqh_UPk2jw&s=19

دازموینو ملی اداره - NExA - اداره ملی امتحانات

28 Sep, 10:47


د کابل ابو علي ابن سینا طبي علومو پوهنتون کمیونټي کالج او پوهاند غضنفر انسټیټوټونو ازموینو پایلې!
نتایج امتحانات کمیونتی کالج پوهنتون علوم طبی کابل (ابو علی ابن سینا) و انستیتوت های پوهاند غضنفر!
https://nexa.gov.af/ps/ghazanfar-KMU-community-results

دازموینو ملی اداره - NExA - اداره ملی امتحانات

22 Sep, 03:58


د طبي اکمال تخصص خالي بستونه
هغه ډاکټران چې د عامې روغتیا وزارت په ۱۴۰۰ کال اکمال تخصص ازموینه کې د کامیابی نمرې ترلاسه او تر اوسه بستونو ته نه وي معرفي شوي، کولای شي د خپل ډسپلین سره سم لاندې بستونو لپاره په مل لینک کې د تلې میاشتې ۳ یمې نېټې پورې نوملیکنه وکړي.

بست های خالی اکمال تخصص طبی
آنعده داکتران که در امتحان اکمال تخصص سال ۱۴۰۰ نمره کامیابی اخذ و تا حال به بست معرفی نشده باشند، میتوانند مطابق دسپلین خود جهت شمول در بستهای ذیل الی تاریخ ۳ میزان سال روان در فورم ضمیمه ثبت نام نمایند.
https://forms.gle/sBehPbDaZyiS8ZTE9

دازموینو ملی اداره - NExA - اداره ملی امتحانات

19 Sep, 17:22


د کابل پوهنتون، د کابل طبي علومو (ابو علی ابن سینا) پوهنتون او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ماسټرۍ برنامو ازموینې د پایلو اعلان!
اعلان نتایج برنامه های امتحان ماستری پوهنتون کابل، پوهنتون علوم طبی کابل (ابو علی ابن سینا) و پوهنتون تعلیم و تربیه کابل!
https://nexa.gov.af/ps/KU-KEU-Ms-Results

دازموینو ملی اداره - NExA - اداره ملی امتحانات

19 Sep, 17:05


https://twitter.com/TurabIrfan63/status/1704121483453251639?t=MENrAkEO05PpUcoPXDBspg&s=19

دازموینو ملی اداره - NExA - اداره ملی امتحانات

05 Sep, 17:48


د ۱۴۰۲ کال عمومي کانکور او دیني مدارسو هغه داوطلبان، چې په کانکور ازموینه کې خصوصي پوهنتونونو او لوړو زدکړو مؤسسو ته واجد شرایط اعلان شوي، کولای شي په لاندې لینک کې د دویم ظرفیت خالي سیټونو لپاره تر راتلونکې یکشنبې ورځې، چې د وږي میاشتې له ۱۹ مې نېټې سره برابره ده، نوملیکنه وکړي.
د یادو خالي سيټونو کوډ رشتې هم د لاندې لینک څخه تر لاسه کولای شئ.
https://nexa.gov.af/ps/second-capacity-and-codes

دازموینو ملی اداره - NExA - اداره ملی امتحانات

04 Sep, 07:28


ازموینو ملي ادارې تخنیکي ټیم د پایلو د اعلان چمتو کولو په حال کې!

4,402

subscribers

133

photos

4

videos