MaHer-مـاهـر @maaher786 Channel on Telegram

MaHer-مـاهـر

@maaher786


زموږ خدمات په لاندو برخو کې دي
①کتابونه
②پروګرامونه
③ډیزاین عکسونه
④لوګو زده کړه
⑤ټوکې ټکالي
⑥ویډیو ایډیټینګ
⑦جالب معلومات
⑧غوره ویناوې
⑨اسلامې معلومات
دلته هم راشئ👇
https://t.me/best7650000
زما وټساف نمبر👇
0775216545
زما روشن نمبر👇
0729696593

MaHer-مـاهـر (Pashto)

د مـاهـر ټلیگرام چینل چې د مختلفو خدماتو په لاندو برخو کې فعالیت کوي. دا چینل په کتابونو، پروګرامونو، ډیزاین عکسونو، لوګو زده کولو، ټوکې ټکالی، ویډیو ایډیټینګ، جالب معلوماتو، غوره ویناوي او اسلامي معلوماتو کړې دی. خصوصی ټولنه وړاندې وکړې او د دلته لپاره لینک او وټساف نمبر د کارولو لپاره داخل شئ. تاسو می توانید لینکونو ته د دلته هم راشئ. د ټلیگرام چینل وکړو په اړه معلوماتو تر مختلف خدماتو ته د لاسرسی او معلومات لپاره خپله روزنه شوئ.

MaHer-مـاهـر

10 Jan, 06:42


د جمعې مبارکه ورځ ده درود شریف حتمن ووایاست!
════════════════════════
اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِید
════════════════════════

MaHer-مـاهـر

10 Jan, 03:36


د ايټاليا د مافیا تر ټولو مشهوره وينا!
که د غريبو لپاره ډوډۍ نه وي
نو د شتمنو لپاره به امنیت نه وي.

MaHer-مـاهـر

10 Jan, 03:36


کاش هر سړی لږ ډم وای!
يوه غمجن ته به يې د خوښۍ ساز غږاوه. د جشن په شېبو کې به يې د ترنګ او شرنګ محفلونه جوړول. خپله چوپتيا به يې د موسيقي په نغمو ماتوله. د دوست او دښمن لپاره به يې د زړه په تارونو کې فرق نه و. «هر څوک دې شي بې زوره بې ازاره لکه ډم» مصداق به و.

کاش هر سړی لږ ماشوم وای!
په خاورين کورګي به خوښ و. حافظه به يې د څو شېبو وه. غوسه او کرکه به يې په پلاستيکي ګړنجووني ماتېدله. خوله به يې تل خندانه وه. په ژړا کې به يې معصوميت و. شوخي به يې وه، مستي يې وه، يوه وړه غوندې هستي به يې وه او همدې هستي کې به يې ټوله خوشالي وه.

کاش هر سړی لږ طبيب وای!
په دردونو به پوهېده. يوازې د ځان نه، د نورو درد به يې هم احساساوه. د ټپونو ګنډل به يې زده و. مرهم به ور معلوم و. په درملو به خبر و. د «غوږ نيونې په تراپي» کې به ماهر و. له ضرري شيانو به يې ملګري ګرځول. ښو شيانو ته به يې هڅول. د زړه د ضربانونو کتلو اله به ورسره وه او د روغو او ناروغو زړونو درزا به يې ارزوله.

کاش هر سړی لږ شاګرد وای!
پوهېدو ته به لېواله و. په پوهې به ميين و يانې فيلسوف به و. په خپلې ناپوهې به پوه و. خپله ناپوهي به يې منله. د بل پوهه به يې منله. څو شېبې به يې کتابونو سره مجلس و. عالمانو سره به يې ناسته وه. د حضرت علي غوندې به د يوې کلمې د استاد غلام و.

کاش هر سړی لږ ښځه وای!
په زړه کې به يې د مور عاطفه وه. د خور لورېينه به ورسره وه، مهربانه به و. د مېرمنې ملګرتيا او وفا به په‌کې وه. د ځينو خبرو پټول به يې زده و. نازونه او عشوې به يې زغملی شوی. د بې وفايي او بې اعتنايي او تنهايي له عذابه به وېرېده. د اوښکو په ارزښت به خبر و. د بندو مکتبونو او پوهنتونونو غم او خفګان به يې احساسولی.

کاش هر سړی لږ شاعر وای!
د لفظونو په نزاکتونو به خبر و. د الفاظو په استعمال کې به دقيق و. لفظونه به يې شرنګولی شوی. د خبرو اغېز به يې درک کولی شوی. د کنايو له زوره به خبر و. له کنايو ويلو به يې ډډه وه. د خبرو اصول به يې دا و، د زړه خبره، د زړه له لارې، د زړه لپاره. خبرې به يې له زړه وې او زړونو ته به يې لاره وه.

رحمت شاه فراز

MaHer-مـاهـر

10 Jan, 03:36


هیڅکله داسې فکر مه کوه، چې تاسره ولاړ خلک به ټول ستا همفکره وي.

MaHer-مـاهـر

07 Jan, 11:02


صبر او زغم د پیاوړو خلکو عادت او تګلاره ده. د هغو کسانو چې له کړاوونو سره په نه ماتېدونکې اراده او پراخ تندي مخامخ کېږي. که بالفرض د ستونزو او کړاوونو پر مهال صبر ونه کړو، نو څه به کوو؟ ایا له صبر پرته بله غوره لاره درته معلوم ده؟ ایا له زغم پرته بله توښه پیژنې؟ مړي راژوندي کولای شي؟ مات زړه جوړولای شي؟ او....؟ مخکینیو خلکو به په هغه ډګر کې له یو بل سره سیالۍ کولې چې هلته به مصیبتونه او کړاوونه وو. هر کله به چې له یوې ستونزې خلاص شول، له بلې سره به لاس او ګرېوان وو. خو د دوی ډال زغم او صبر و او پر الله(ج) باندې د باور او اعتماد زغرې به یې اغوستې وې.
کتاب: مه خپه کیږه!
لیکوال:اسامه ګنجي
ژباړن:عبدالله ابراهیمي

MaHer-مـاهـر

07 Jan, 11:02


څومره ځوانان پېژنئ چې هدف ته له رسېدو مخکې پرې ژوند وروستی شوی او هره ورځ یې په دې باور ژوند کړی چې زه سبا به یو څه وکړم او هغه سبا پرې نه دی راغلی؟
حسن بصری رحمه الله تعالی وایي:(الانسان بضعة ایام،کلما انقضی یوما انقضی بضع منه) یعنې انسان د ورځو یوه ټولګه ده، د هرې ورځې په تېرېدو د انسان یوه برخه کمېږي.
زموږ د ستونزو یو لوی لامل کسالت یا ټنبلی ده. همدا ټنبلی انسان بېوزله کوي او راتلونکی یې بربادوی.
ته باید د خپلې کورنۍ، اولادونو، مور پلار او نورو خپلوانو لپاره وخت بېل کړې. د عبادت لپاره باید وخت بېل کړې، د مطالعې، چکر، خیر ښیګڼې او ملګرو لپاره وخت خانګری او منظم کړې.
ټنبلي انسان او په ټوله کې ملتونه ناکاموي. نو ځکه ته باید سهار وختي راپاڅېږې، عبادت وکړې، علمي کارونه وکړې اود روزي ګټلو لپاره ووځې. ته حرکت وکړه الله تعالی برکت کوي ان شاءالله.
کتاب(د سکون ښار)
لیکوال:عبیدالله حسام

MaHer-مـاهـر

06 Jan, 02:21


#_ګمراهي_!

د ابي سعید الخزاز څخه نقل دی وايي چي ما ابليس (شیطان) علیه لعنة په خوب کي ولیدئ چي زما څخه ډېر ليري تېرېدئ. ما ور ناري کړل چي ای ابليسه! ولي داسي ليري ليري تېرېږې؟ ده په جواب کي را ږغ کړل چي هغه څه چي زه خلک پکښې ګمراهان کوم هغه تاسو پر ايښي دی نو زما حاجت په تاسو کي نسته. ما ورته وویل چي هغه کوم شی دی؟ ده راته وویل چي هغه دنیا ده (چي په انسان د دیني احکامو څخه لیري کړي)...!
او بیا يې راته وویل چي په تاسو کي د دنیا څخه ماسېوا یو بل شی هم سته چي زه مو پکښي ګمراهان کوم. ما ورته وویل چي هغه څه شي دئ؟ ده وویل چي هغه د لغړزونو هلکانو او جاهلو فاسقانو سره ناسته او ولاړه ده...!
اوس وخت کې دا مرض بيخي زيات ده... که غواړي حکومت، نظام، ولس او ځانونه هلاک نکړي نو له دغو شیانو څخه فاصله واخلي کني په اللّٰه ج قسم د لوط عليه السلام د قوم څخه به په بتر عذاب کې داخل شي...

MaHer-مـاهـر

06 Jan, 02:21


*خر : هغه چاته ویل کیږی :*
*چی د عقل په ځای له زور کار اخلی.*

*ګیدړ : هغه چاته ویل کیږی :*
*چی پر کمزورو ظلم او زیاتی کوی.*

*سپی : هغه چاته ویل کیږی :*
*چی د هر چا په شخصیت کار لری.*

*زمری : هغه چاته ویل کیږی :*
*چـــی د ظالــمانو کــکـری ماتوی.

MaHer-مـاهـر

05 Jan, 06:52


د آیفون ۱۳ پرو مکس څخه تر آیفون ۱۶ پرو مکس پورې، د کیمرې په برخه کې د پام وړ پرمختګونه سوي دي. دلته د هر ماډل مهمې ځانګړتیاوې وړاندې سوي دي:

آیفون ۱۳ پرو مکس:

• درې ګونی ۱۲ میګاپېکسله کیمره سیسټم (الټرا واید، واید، ټېلېفوتو)
‏ • ۳x اپټیکل زوم
• نایټ موډ، ډیپ فیوژن، سمارټ HDR ۴
• پرو ریس ویډیو ثبتول تر ۴K HDR پورې

آیفون ۱۴ پرو مکس:

• ۴۸ میګاپېکسله اصلي کیمره
• پرمختللی الټرا واید او ټېلېفوتو لینزونه
‏ • ۳x اپټیکل زوم
• نایټ موډ، ډیپ فیوژن، سمارټ HDR ۴
• پرو ریس ویډیو ثبتول تر ۴K HDR پورې

آیفون ۱۵ پرو مکس:

• ۴۸ میګاپېکسله اصلي کیمره
• پرمختللی الټرا واید او ټېلېفوتو لینزونه
‏ • ۵x اپټیکل زوم
• نایټ موډ، ډیپ فیوژن، سمارټ HDR ۵
• پرو ریس ویډیو ثبتول تر ۴K HDR پورې

آیفون ۱۶ پرو مکس:

• ۴۸ میګاپېکسله اصلي کیمره
• پرمختللی الټرا واید او ټېلېفوتو لینزونه
‏ • ۱۰x اپټیکل زوم
• نایټ موډ، ډیپ فیوژن، سمارټ HDR ۶
• پرو ریس ویډیو ثبتول تر ۸K HDR پورې

په ټوله کې، د آیفون ۱۳ پرو مکس څخه تر آیفون ۱۶ پرو مکس پورې، د کیمرې په برخه کې د اصلي لینز د میګاپېکسلو زیاتوالی، د اپټیکل زوم زیاتوالی، او د HDR ټکنالوژۍ پرمختګونه لیدل کېږي.

Tesla Mobile ټیسلا موبایل

MaHer-مـاهـر

04 Jan, 10:50


مجازي نړۍ په هوښیارۍ سره وکاروئ.
یو چا لیکلي و....
دلته يو څوک ده.
ډېر وخت نه يی څارم ، اول کې ډيره درنه او ښه راله فيسبوک ته ښه پوسټونه يې هم کول
ښه په حيا کې ګرځېده ؟
بيا يې لږ وخت وروسته د لاس او پښو انځورونه سټوري کول.
بیا به یې د ټول ځان انځورونه سټوري کول مخ به یی پټ و، اوس یی ټيک ټاک هم پسې جوړ که.
اوس مې یې سټوري کته دا ځل یې پکې مخ هم ښکاره کړی و لږ.
خلک يې تشويقوي
نږدې ورځو کې به پخه ټيک ټاکره شي
هغه پخواني اخلاق دروندوالی پکې بيخي شته نه
نور هرڅه يې خپل کار دی، څه کوي يا نه هر چا خپل شخصيت او کارونه
نو خبر مې دا کوله د مجازي نړۍ شهرت ،پيسې
خرابو خلکو ملګرتيا
څه څه کانې کوي؟
ډېر یې بېلارې کړل
خو چې هر څه وي
انسان بايد حد او اصول هير نه کي.
ځکه دا خلک چې نن تا تشويقوي، حيا هرڅه يی درنه واخېستل سبا همدوی بېرته په تا لعنت وايي

کاپی

MaHer-مـاهـر

04 Jan, 10:50


له هغه کس څخه ټولې اړیکې وشکوئ، چې تاسو پرې ډير باور درلود، خو هغه په تاسو باور ونکړ. ځکه بې باوره خلک هر یو له خپلې هندارې ګوري.

MaHer-مـاهـر

04 Jan, 02:54


په یو کتاب کې مې لوستي وه:
موسمونه تيريږي او په خپل وخت بيرته راګرځي، خو د انسان په ژوند کې پسرلی بیا نه راځي. ځواني فقط يو ځل راځي.

MaHer-مـاهـر

04 Jan, 02:54


کتاب : د ځان جوړونی هنر
لیکوال: ډاکټر نارمن ونسنت پیلي
ژباړن:ډاکټر اسدالله خان امرخېل
The Art of Living_ د ځان جوړولو هنر

ډاکټر نارمن ونسنت پيلي په خپل مشهور کتاب "د ځان جوړولو هنر" کې موږ ته ښيي چې څنګه کولی شو،خپل ذهن او احساساتو په همغږۍ سره کار وکړو ترڅو په ژوند کې بریالیتوب ترلاسه کړو. 🌱 هغه وايي: هره لویه لاسته راوړنه د زړه او ذهن د همغږۍ له لارې ترلاسه کیږي.
دا کتاب موږ ته د مثبت فکرۍ، باور، او ارادې ځواک ته اشاره کوي،چې څنګه کولی شو؛د خپل ژوند د اهدافو په لور ګامونه پورته کړو.

#مثبت_فکر #ځان_پرمختګ #د_خپل_ځان_جوړول #د_ځان_جوړولو_هنر

MaHer-مـاهـر

04 Jan, 02:11


پاملرنه

که انټرنټ ته لاس رسی لرئ, وخت مه ضایع کوئ. MindLuster.com ویب سایټ ته لاړ شئ او د خپلې خوښې کورس چې په پای کې سند هم درکوي پیل کړئ. دا ویب سایټ له ۳۰۰ زره څخه زیاتو برخو کې برنامې لري.

طیب سکون

MaHer-مـاهـر

04 Jan, 02:11


د 2025 کال لپاره 15 اوصول:

1. له فحاشيو څخه ځان وساته او له هر هغه څه څخه ډډه وکړه چې تا ورته هڅوي.
2. په اونۍ کې درې یا څلور ورځې تمرین کوه.
3. هره ورځ د ځان پرمختګ یا د تاریخ کتاب لس پاڼې ولوله.
4. غوصه ستا دښمنه ده، هغه کنټرول کړه مخکې له دې چې هغه تا کنټرول کړي.
5. تل هڅه وکړه چې اتيا سلنه وخت پاک او منظم واوسې.
6. د يو چا د خوشحاله کولو لپاره له ځانه مسخره مه جوړوه، په ځانګړې توګه د ښځو لپاره.
7. کار د تفریح نه مخکې دی؛ هغه څه ترسره کړه چې ډېر اړین دي.
8. سېګرټ څکول تا زیانمنوي؛ له دې عادت څخه ډډه وکړه.
9. بخښنه وکړه، خو زده شوی درس هیڅکله مه هېره.
10. هدف او موخه ولره او سخته مبارزه ورته وکړه.
11. د ځان بې عزتي په هيڅ قیمت او هیڅکله مه زغمه.
11. له خپل مالي حالت سره لوبې مه کوه يعنې اصراف.
13. هغه مینه چې په پیسو پېل شوې، په پیسو به تل پاتې کېږي؛ له دې عمله ډډه وکړه.
14. د "ریښتیني سړي" په نوم ځان مه پېژنه، دا یو خیالي مفهوم دی؛ ته یا لوړ ارزښت لرې یا یې نه لرې.!
15. له ځانه د دفاع کولو هنر زده کړه.

MaHer-مـاهـر

04 Jan, 02:11


خارج ته د راتګ می پینځه میاشتی کیدی ، د شپی لخوا می یو کمپنئ کی کار کوو ،
یو شپه می د نایټ کلپ مخی ته یو هلک والید
په پښتو ژبه یی په ژړا کی ویل (، قسم که مو وابښم)
ډیر می ځان سره وا ویل چی پربږده یی لویه اروپا ده کوم، افغان به یی نو ته څه کوی ،
وجدان می ملامته کړم نیمایی لاری را وا ګرځیدم ،
هلک څنګ ته وادریدم د شرابو ډیر تیز بوی تری تلو ، زما د خبرو ځواب یی نه راکوو ، نیم ساعت
زاریو ورسته راسره اطاق ته روان شو ،
رسیدو سره ویده شو ،
سهار یی کیسه دا پیل کړه ( ۱۲ کلن وم ، لیلا زموږ کلی ته کډه راوړه ، په لومړی ځل لیدو سره می خواس د لاسه ورکړل دا چی زه د ۵ خویندو یو رور وم خویندو ته می وا ویل هغوی هم ديری حوشخاله وی ، ډیر خلک خبر شو زه هم د مکتب نه فارغ شوم ، لیلا مور یوه ورځ لیلا سره والیدم ، په سبا یی موږ کره راغله ، زما مور ته وا ویل چی هلک او جلئ یو بل ښه خوښ دی که ستاسو خوښه وی مخکی لدی چی بدنامی جوړیږی دا رشته به واکړو مور ډیره حوشحاله هغه ورځ پلار مو چرته تلی وو ، مور چی می کله پلار ته دا خبره واکړه ، پلار سخت غصه شو ، زه هغه کم اصله خلک خپل کور ته نه راوده کوم ، مور زما سخته بی عزته کړه ، مور می ورته په سرو سترګو ژړا ، خو هغه نر پښتون نه منله ، زما هم وضعیت خراب وو ، ځکه چی لیلا مور د کوره باندی نه پریښوده ،
پلار می یوه ورځ ډير حوشحاله راغی د حجری نه ویل یی د اقا لور می درته واکړه ،راتلونکی میاشت به درته انشاالله دی کور کی ناسته وی ، سترګی می توری شوی په ځان نه وم پوی چی خبر شوم کلنیک کی پروت وم ، پلار می مخته ناست ما تری مخ واړو ، خبری می ورسره بندی کړی ، ورځ تر بلی خرابیدم ، واده می هم واشو ، خو لیلا می هیڅ وا نه لیده ، پلار چې حالت والید نو ، پوه شو چی لیلا بغیر ژوند ورته سخت دی ، لیلا پلار ته په مرکه ورغی چی زما ځوی ته لیلا په بن راکړه ، هغه ورته صاف وا وایل چی مړه به یی کړم خو تاته به یی درنکړم ،
کلی کی می ژوند لکه د تنور داسی تیروو ،
لیلا دی کډه بار کړه ، ځو ورځی ورسته خبر شوم
چی حاجی اشرف ته یی دریمی ښځی ورکړی ،
زه خارج ته راروان شوم ما ویل داسی نه چی د لاسه می کوم غلط کار واشی ، دلته اروپا ته را ورسیدم هر څه می لګ لګ د یاده وتل ، چی کلی یو ملګری می زنګ واکړ ، بی غیرته کم اصله …… څه چی ویل وا وی ویل ، بیا داسی وا ویل چی خاجی اشرف په لومړئ شپه لیلا طلاقه کړی وه چی ته مرداره یی ، هغه چی کلع پلار کره راغله ، پلار یی
۱۱ ډزه ویشتلی وه ، ویل یی چی زه کم اصله جلئ کور کی نه پریږدم ،
زه نه وم پوه چی څنګه می ټول دستمال په اوښکو لوند کړی ،
هلک ویل د دی هر څه مسول زه یم ، زه به هيڅ کله ځان وا نه بښم
( ما ویل یوه ښځه کونډه شوه ، یوه جلئ ځوانی مرګه شوه ، یوه ښځه بوره شوه ، پینځه خویندی بی روره شوی ، دوه کورنئ تباه شوی ،
( د یو پښتون پلار د ضد د وجی )
بله ورځ هغمغسی د سرک په غاړه په نشه کی غرق پروت وو ،

MaHer-مـاهـر

04 Jan, 02:11


که مو د کورنۍ ،دوستانو او یا ملګرو شخصي عکسونه، او ویډیوګانې انټرنیټ ته راوزي، یا مو لوڅ عکسونه چې په پوټوشاپ یا نورو ډیپ فیک ټکنالوژي جوړ شوي وي ستاسو شخصیت ته زیان رسوي او په انټرنیټ کې خپریږي، او یا د ویډیو کال په وخت کې ستاسو سکرین ریکارډیږي او وروسته د ټکنالوژي په مرسته جعلي ايډیټ په کې کېږي.او یا دیته ورته نور کارونه درسره کېږي، د دې ستونزې د حل لپاره موږ په ټکنالوژۍ کې مختلیفې مناسبې حل لاري لرو، چې د هغوئ له جملې څخه یو د Stopncii په نوم اداره ده چې دفیسبوک کمپنۍ او انګلیستان دولت لخوا په ګډه رامنځ ته شوی، تاسو د یادې ادارې ویب سايټ ته ځئ او هلته خپل ویډیو یا تصویر اپلوډ کوئ او خپله قضیه هلته ورسره لیکئ، له هغه وروسته دوئ ستاسو ویډیو او یا تصویر ته مشخص کوډ ورکوي، له هغه وروسته چې کله په انټرنیټ کې خصوصا په سوشل میډیا کې لکه فیسبوک، وټساپ یا مسینجر څوک دا ویډیو یا تصویر خپروي یا یې کوم بل کس ته لېږي په اتومات ډول له منځه ځې ، ځکه دا دوئ لپاره د سایبري جرم یوه قضیه ده او دوئ یې نور په انټرنیټ کې نه پریږدي.

د یاد ویب سايټ لینک لاندي کلیک کړئ

https://stopncii.org/

Aziz Rahman Jalalzai

MaHer-مـاهـر

03 Jan, 13:55


ارزښت لرل ډېر اهم دي، چېرې چې نه وو، لاره بدله کړئ!

#هڅونه

MaHer-مـاهـر

03 Jan, 10:14


غم او خپګان انسان له کاره غورځوي، همت له منځه وړي، انسان کمزوری کوي او دا هغه ناروغي ده چې د انسان ژوند فلج کوي.

غم او خپګان دې پرمختګ ته نه پرېږدي، په داسې حال کې چې هېڅ ګټه نه لري، شیطان ته دا خوند ورکوي چې یو بنده غمجن او اندېښمن کړي او له کاره یې وباسي.

📚مه خپه کېږه الله له موږ سره دی

MaHer-مـاهـر

27 Dec, 11:08


د پلار د وفات وروسته یی زوی خپله مور د زړو روزنتون ته بوتلله.
په هفتو او میاشتو کی به یی یو ځل ورته پوښتنه کوله یوه ورځ ورته د زړو روزنتون څخه زنګ راغی چی مور مو ناروغه ده او یو ځل تاسو راشئ، چی کله یی زوی روزنتون ته ورغی نو په خبرو کی یی مور ورته کړه چی زویه یو څو خبری درته کوم دا ځان سره نوټ که زوی یی وویل ووایه،
مور یی وویل زویه زه به نن یم سبا به نه یم خو ته یو کار وکه په سړه هوا کی د روزنتون اتاقونو ته کړکۍ ولګوه ځکه دلته هوا ډیره سړه وی او د زغملو نه وی او په ګرمۍ کی د یخو اوبو انتظام هم وکړه ځکه چی په ګرمۍ کی د ګرمو اوبو څښل تنده هم نشی ماتولی او د ګرمو اوبو څښل ډیر مشکل وی پدغه وخت کی زوی خپل مور ته وویل ته دومره وخت دلته اوسیدلی تر اوسه خو تا داسی هیڅ شکایت ونکړ اوس دی دا خبره څنګه وکړه دلته یی مور ورته کړه چی زویه ما خو دا هر څه وزغمل خو زه نه غواړم چی کله تا خپل بچیان دلته واچوی نو ته د دغو ستونزو سره مخامخ شي ځکه ما ته ډیر نازولی لوی کړی یی او ته به دا هر څه ونشي زغملی.
ومن الله توفیق
څه درس مو تری واخیست....
#درس #نصیحت

MaHer-مـاهـر

27 Dec, 11:02


هیڅ هم د پخوا په شان نه دي، نه هغه سکون،...
نه هغه اړیکه، نه هغه ملګرتیا، نه هغه وخت، نه هغه خندا💔

MaHer-مـاهـر

27 Dec, 03:30


بِسْـــــــــــــــــــــــمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ
اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ❤️

جمعه مبارک او سهار مو نېکمرغه ❤️🥰

MaHer-مـاهـر

27 Dec, 03:30


بسم الله الرحمن الرحیم
زه چې کله د معاصرو عشقبازیو ، جنسي تمايلاتو ، جنسي غریزې پارونکي ادبیات، بې لاری کوونکي ناولونه او دغه ډول عقیم مخلوق ګورم نو یقیني شم امت د بربادۍ پر لور ډېر په تیزۍ سره روان دی ، ځکه همدغه د لوستنې عرف جوړ شوې او لا یې د تقویې په پار هڅي کیږی..
لیکوالان دې مهار شي...
#نقل

MaHer-مـاهـر

26 Dec, 22:27


انتظار کوي یو نوی رنګ ته ناست دی،
یو سړی دې له تر آوسه زنګ ته ناست دی،

پښیمان دې په خپل کړي محبت کړم،
حق د چا کیده او څوک دې څنګ ته ناست دی،



🤍🖇🦋

MaHer-مـاهـر

26 Dec, 22:27


نرمي او جوړجاړې وکړه، ځکه ژوند لنډ دی، ورځې په منډه تېرېږي او ژر ده چې موږ او تاسې، ټول د ستر الله تعالی په وړاندې ودرېږو، او د خپلو کړو وړو حساب ورکړو. نو پام چې الله ته په داسې حال کې ورنشې چې د هغه له بنده ګانو سره دې اړیکې پرې کړې وي. دښمني دې ورسره وي او حقوق یې دې تر پښو لاندې کړې وي.

📚د بریا تمځای

MaHer-مـاهـر

26 Dec, 22:27


هندی ليکوال مهاتريا را پۀ خپل کتاب کې ليکي: "دا فرق نه کوي چې تۀ دې د ټولو پوښتنو ځوابونه ولرې، خو دا مهمه ده چې تۀ پوښتنه پۀ سم ډول ترسره کړې!"

MaHer-مـاهـر

26 Dec, 22:27


زما خوږې! پوهېږم دې ورځو کې څه در باندې تېریږي. زه ستا د مشکلاتو او ستونز په وړاندې خپله بې کفایتي او ناتواني منم، نه خو د تسلي در کولو وړ یم او نه هم تا له دې ستونزو را باسلی شم.
زما خوږې ما وبښه.
زه واقعاً ستا د مشکلاتو په وړاندې بې وسه او بې کفایته یم، هيڅ لاره نه راته ښکاري، هيڅ داسې الفاظ خولې ته نه راځي چې ستا د تسلئ وړ وګرځئ، زه پوهېږم چې په تشو الفاظو د چا څه نه کیږي، اه، زه سخت بې کفایته یم.
عجبه حالت خو داد چې نه تسلي در کولی شم، نه دې لاس نیوی کولی شم او نه دې د مشکلاتو په وړاندې بې تفاوته کیدلی شم، دا حال مې سخت خفه کوي.
کاش یا مې څه درته کولی شوئ یا بې تفاوته کیدلی شوی. سخت درته خفه یم…
ترجمه

MaHer-مـاهـر

26 Dec, 22:27


فلیسوف سقراط وایي: کله چي زه ځوان وم وختي پاڅیدل مي نه خوښیده خو مور مي بیا زما له دي چلنده کرکه کوله ځکه هغي غوښته چي زه انجنر سم، نو مور مي زما ښونکي ته ورغلي وو او هغه یي راضي کړي وو چي ماته د وختي پاڅیدو د ګټو په اړه یوه کیسه وکړي،
استاد ماته وویل: زه غواړم تاسو ته یوه کیسه وکړم د وختي پاڅیدو په اړه،
سقراط: مهرباني
استاد: دوه مرغي وي یوه يي وختي پاڅیدلي وو حشرات یي وخوړه دوهمه چي ناوخته پاڅیدل د خورک له پار یي هیڅ پیدا نه کړه .
ښوونکي له سقراطه پوښتنه وکړه.
له کیسي دي څه زده کړه؟
سقراط وویل: هغه حشرات چي وختي پاڅیږي مرغۍ یي خوري .

MaHer-مـاهـر

25 Dec, 09:43


موږ چې ماشومان وو، که به مو د آسمان په لوري چپه پراته بوټان وليدل نو په وېرې سره به مو منډه کړه ترڅو يې سم کړو...
او که به مو د ډوډۍ يوه ټوټه پر ځمکه پراته وليده، نو ژر به مو پورته کړه او يو لوړ ځای ته به مو يوړه او بيا به مو د‌ الله تعالی دربار ته د بښنې او درناوي (مچکې) يوه اشاره وړاندې کړه..

څومره معصومې او پاکې ارواوې مو په دې لار کې له لاسه ورکړې؟
جبران خليل جبران
ژباړه

MaHer-مـاهـر

25 Dec, 09:43


د ماښام لمونځ مې د هدیرې تر څنګ وکړ. تر لمانځه وروسته، قرار قرار تیاره خپره شوه او هوا سړه کېده. ما چې کله شاوخوا په هدیرې نظر تېر کړ، دلته علماء کرام، د پوهنتون استادان، قومندانان، ستر اتلان، قومي مشران، ځوانان، سپین ږیري، ښځې او ماشومان... دفن وو، خو ډېره خاموشي او چوپه چوپتیا خوره وه، چا سره د شپې د ښه خوراک، څښاک، پوښاک او پستې بسترې غم نه وو. څوک د ګرمې بخارۍ، ګرمې کمپلې او برق په تلاش کې نه وو، څوک د اولاد په غم کې نه وو، څوک د امنيت په تلاش کې نه وو.
زه د هدیرې د خاموشې خولې نصیحت ته غوږ وم. هدیرې راته د حال په ژبه ویل؛ یوه شپه به داسې هم راځي، چې ته به هم زموږ ميلمه شې او ستا شپه به د دوی د شپې په څېر شي.😭😢

دلته د یو ځوان د قبر په لوحه دا نصیحت هم لیکل شوی وو؛
ای زما قبر ته ولاړ انسانه! زما پر حالت تعجب مه کوه، پرون زه هم ستا په شان د یو بل قبر سر ته ولاړ وم، خو نن زه پخپل قبر کې یم، سبا به ته هم زما په شان یې او ستا قبر ته بل ځوان ولاړ وي. همدا اوس له ژوند څخه استفاده وکړه، او له پوره امادګۍ سره راشه!

ای الله! ای د ځمکو آسمانونو، د دنیا او آخرت مالکه!
موږ ته د آخرت سخت سفر آسانه کړه، موږ ډېر ګناهګار یو، پر موږ باندې رحم وکړه او موږ ته بښنه وکړه.😭😭 آمین

د ثواب او صدقه جاریه په نیت یې نورو ملګرو سره شریک کړئ.

MaHer-مـاهـر

25 Dec, 09:43


یوه شپه په خپله بستره ڪې ارامه ویده شوم ناڅاپه مې سترګې خلاصې شوې ګورم
چې سر ته مې ملڪ الموت ولاړ دی په ډیر ډار مې ورڅخه وپوښتل چې دلته څه کوې
ملڪ الموت راته وویل ستا د مور ساه اخېستلو ته راغلی یم بې اختیار مې د سترګو څخه اوښڪې توی شوې ورته ومې ویل راځه چې نن یوه سودا وڪړو
زما د مور په بدل ڪې زما څخه ساه واخلۀ ما خپله ژوند مورڪۍ ته بخښلی!
ملڪ الموت په خندا شو وویل
راغلی وم چې ستا ساه واخلم خو مـور دې ستا نه مخڪې سودا راسره وکړه.

MaHer-مـاهـر

23 Dec, 12:54


دا عکس رانږدی کړه ترڅو هغه کس درته معلوم سې چي تاسره په سخته، غم، خوشحالی او خفګان کي شريک وي.

MaHer-مـاهـر

23 Dec, 12:54


انسانانو څومره تغير کړی!.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
محمد بن ابراهيم رحمه الله ویلي: چي علامة أبوبکر النحوي رحمه الله به ټول وخت مطالعه کاوه؛ حتٰی پر لارې به روان وو هم به یې کتاب لوستی؛ ډیر ځله به په نالۍ / چرۍ یا کډي کي ولوېدی.

او اوس بیا اکثر انسانان ډیر وخت ټلیفون ته ناست وي او حتٰی پر لاري یې هم ګوري؛ چې له کبله یې کډیانو ته لوېدلي او یا د بل شي سره ټکر شوي.
(المنتقٰی صـ۲۲)🥀🫀

MaHer-مـاهـر

23 Dec, 10:35


دا خاموشي د برداشت وړ نه ده قربان دې شمه
یا ښې کیسې وکه یا هله ژر شه جنګ وکه

غمه له زنې نه د نیسمه بدرنګ دې کړمه
مړه ځواني مې ده له ما څخه لږ څنګ وکه
ش:رؤڼک
#ژوند
#فعال

MaHer-مـاهـر

23 Dec, 10:35


صحابه کرامو (رض) چې کله الله(ج) وپيژاند او مینه یې ورسره پیدا شو؛ نو د هغوی لپاره د لمانځه فرض کېدل په ښکاره ډول یوه فریضه، خو په حقیقت کې د محبوب الله(ج) له لوري خپل حبیب ته له محبوب سره د اړیکې نیولو او مناجات یوه ډالۍ وه.
کتاب(لمونځ رانه پاتې شو)
لیکوال: اسلام جمال
ژباړن: مفتي رفیع الله نعماني

MaHer-مـاهـر

22 Dec, 12:12


کاکا ! زما مور ناروغه ده، د هغې لپاره درمل اخیستل دي.
له ما څخه لږه برفی واخلئ، نا؟"
"اوکے زویه، دا ټول په څو پیسو راکوې؟"
"یو سلو پنځوس روپۍ کی... او ما ته به پنځه ویشت روپۍ پاتې شي."
"هره ورځ څلور پنځه پلیټې خرڅوم."
"دا له کومه ځایه راوړي؟"
"هغه خواږو جوړونکي کاکا نه."
"زویه، ته ښوونځي ته نه ځې؟"
"کله چې پلار مې وو، هغه وخت به تللم، اوس نو لوی شوی یم، نو ځکه نه ځم."
"ته اوس ډېر کوچنی یې، چا درته ویلي چې لوی شوی یې؟"
"مور مې وایي، اوس لوی شوی یې ځکه رابي او عاشي له ما کوچنۍ دي."
"زویه، رابي او عاشي څوک دي؟"
"زما خویندې دي، نا."
"ښه، دا ستا په شونډو څه شوي دي؟ لږ وینه تري روانه ده."
" کاکا ! هغه هلته (لاس ښیي) یو څو هلکان ولاړ وو، له ما نه یې د برفي یوه پلیټه واخیسته، پیسې یې هم را نه کړل. کله مې چې پیسې وغوښتې، نو هغو زه وواهلم ."
"ښه، کاکا! برفی واخلئ، نا..."
"زویه، دومره یخ دی، ځه چې زه تاته بند بوټونه واخلم."
"نه! مور مې وایي له چا څه شی مه اخله. هغې ویلي، د جمعې په ورځ به يه درته رانيسم."
"کاکا ، دا موبایل کې څه کوې؟ زما ویډیو مه جوړوه. ما ته ښه نه ښکاري، زما مخ خیرن شوی دي ، چي په صابون باندې یې ووینځم، بیا ویډیو جوړوه."
"ښه، کاکا ! برفي واخله مننه ..."
د دې کور مشر ته دوه لاسي سلام،
او د ټولنې بدبویه څېرې ته يو درنه څپیړه!

MaHer-مـاهـر

22 Dec, 10:16


زه له هغو کسانو سره ناست یم چې د دنیا ډېر حلال او حرام خوندونه یې څکلي او بیا یې ترې توبه ایستلې ده ما د توبې ایستلو علت ترې پوښتلی؛ نو هغوی ویلي دي: موږ د الله (ج) په نږدې والي کې داسې خوند موندلی چې هیڅ خوند نه شي ورسره برابرېدلی. که د برلاسي الله(ج) په قوت سره ډاډه شوې؛ نو داسې احساس به وکړې لکه د ټولې دنیا مالک چې ته وې .
کتاب(لمونځ رانه پاتې شو)

MaHer-مـاهـر

22 Dec, 09:22


❞څومره اسانه دي د صبر خبرې کول، کله چې ستونزه ستا خپله ستونزه نه وي.❝  

• انسان چې څومره هوښياريږي، همدومره یوازې کیږي.

• دې ته دې باید پام وي، چې هېڅوک دې هم له نشتون څخه نه مري یوازې به یو ساعت ناوخته ویده شي.🫥

❞ډېرې خبرې او ډېر وضاحت/سپیناوی کله نا کله د انسانانو د نږدې کېدو پر ځای د لېرې کېدو لامل کېږي.❝

• ځوان پیدا شوی د سختیو لپاره دی، ځکه خو په کور که کښیناستل له ښځو سره خوند کوي.

• هېڅکله د چا په زړۀ کې په زور ځان ته ځای مه پیدا کوه، ځکه اضافه شیان خلک اکثره په کثافاتو کې اچوي.

❞حسد او بغض د تاریخ تېریدلو وخت نه لري که په ښي لاس چاته زیان ورسوې په چپ لاس
به عکس العمل ووینې.❝

#فیلسوف
#روانشناسی

MaHer-مـاهـر

07 Dec, 01:32


ځینې ملګري مه ملامته کوئ، ځکه چې غربت د انسان پر ژوند ژور اغېز کوي. غربت یوازې د انسان اقتصادي حالت نه خرابوي، بلکې مینه، ملګرتیا او دوستي هم کمزورې کوي. داسې وختونه راځي چې غربت د اړیکو ریښې لړزوي، او که څوک د غربت په سختو څپو کې وي، نو د نورو لپاره وخت او پاملرنه موندل ورته ګران شي.

دا تجربه موږ ته زده کوي چې د ملګرو کمزورتیا او د اړیکو ساړه والی یوازې د هغوی خپل انتخاب نه وي. کېدای شي د هغوی د ژوند کړاوونه او ستونزې وي چې هغوی یې د نورو له خوا ورک کړي وي. نو، ملګري مو مه قضاوتوئ، د هغوی حالاتو ته غوږ ونیسئ او درک یې کړئ، ځکه چې مینه او همدردي هر زخم ته شفا ورکوي.

دغه تجربه موږ ته وایي چې رښتیني دوستي په زغم او درک ولاړه ده. تر هغه ځایه چې مو وس کېږي، د خپلو ملګرو لاسنیوی وکړئ او هغوی ته یادونه وکړئ چې تاسو د هر حالت ملګري یاست.*

MaHer-مـاهـر

07 Dec, 01:32


په يو کلي کې، يو مشهور عادل قاضي و چې د انصاف په کولو يې نوم ګټلی و. يوه ورځ، دوه وروڼه د زمکې د ملکيت په اړه قاضي ته راغلل. دواړو ادعا وکړه چې زمکه د دوی ده.
مشر ورور وويل:
"قاضي صيب، دا زمکه زما پلار په مړينې کې ما ته را کړې ده، او زه يې اصلي مالک يم."

خو کشر ورور وويل:
"قاضي صيب، دا زمکه پلار موږ دواړو ته پرېښودې وه، خو مشر ورور هڅه کوي چې زما برخه غصب کړي."

قاضي دواړو ته په غور وکتل او د شخړې د حل په فکر کې شو.
دواړه وروڼه قسمونه وخوړل او په زوره زوره یی چغي وهلي. قاضي په خپل هوښیارۍ يوه تګلاره جوړه کړه او وروڼو ته يې وويل:
"ښه، که تاسو دواړه خپل حق ثابتول غواړئ، نو هر يو باید ځمکه په دری برخو وویشی دوه برخی دی خپله واخلی او یو برخه دی ښاروالي ته ور کړی"

مشر ورور په بېړه مخکې شو او ويې ويل:
"قاضي صيب، زه چمتو يم چې زمکه وويشم او خپله برخه واخلم."
خو کشر ورور شېبه غلی پاتې شو او وروسته يې وويل:
"قاضي صيب، که زمکه وېشل کېږي، زه نه غواړم چې دا زمکه زيانمنه شي. د مشر ورور پر ما حق دي، نو زه خپله برخه پرېږدم."

قاضي په دې ځوابونو ډېر فکر وکړ. هغه ته ښکاره شوه چې اصلي مالک څوک دی. قاضي په جدي ډول وويل:
"مشر ورور د زمکې د حرص ښکار دی، خو کشر ورور د زمکې او کورنۍ د ساتنې لپاره خپله برخه پرېښودله. دا ښکاره کوي چې کشر ورور هم مالک دی، ځکه چې هغه د زمکې ارزښت په زړه کې لري، نه په ظاهري شتمني کې."

قاضي پرېکړه وکړه چې زمکه دی کشر ورور سره برابره وویشل شی او مشر ورور ته يې خبرداری ورکړ چې د حرص له امله به د عدالت په وړاندې هېڅکله بریالی نه وي.

د دې پرېکړې سره د ښار خلکو دا زده کړه وکړه چې عدالت يواځې په صداقت او نيت پورې تړلی دی، نه په زوره او چل ول.

MaHer-مـاهـر

07 Dec, 01:32


له مرګه مخکې د يوې بلوچې نجلۍ وروستۍ لیک

د قبیلې مشرانو په متفقه ډول پریکړه کړې ده چې سبا به زه د کلي په منځ کې د کاڼو په ویشتلو (سنگسار) سره وژل کیږم. تر دا چې دا لیک تا ته رسیږي، زه به وژل شوې یم. د شپې وروستی پړاو دی، څراغ بل دی، وخت په چټکۍ سره تېرېږي. ما ستا راکړل شوی لباس اغوستی دی، په کوم چې ګلدوزي شوې سره ګلان وو، خو په دې تياره کې هغه‌ ګلان تور ښکاري. زما له مرګ وروسته مه ژاړه، ځکه ژړا د کمزورو خلکو نښه ده، ته خو پیاوړی یې، زما ویاړ یې.

څومره د خوبونو سفر مې وکړه چې تا ته ورسیږم، ستا پښې هم تڼاکې وې، خو کله چې ستا لاسونه زما لاسونو ته ورسېدل، نو داسې راښکاره شوه چې ساه هم شکل لري، درد هم يوه کورنۍ ده. مرګ کومه خاصه خبره نه ده، ځکه هر څوک مري، خو مړينې نه مخکې ژوند کولو ته پلان جوړول مهم دی. زموږ د ژوند کولو هڅه ناکامه وه، ځکه خلک د ژوندۍ روحونو سره مینه نه لري، خلک منافقو، بزدل او خالي خلکو ته د ژوند کولو اجازه ورکوي. زما جرم دا دی چې زه ښځه یم او ستا جرم دا دی چې ته د نارینه په توګه ما سره مینه کوې.

پنل، که ته ژوندی پاتې شوې، خلکو ته د مینې درس ورکړه، ورته وایه چې مینه پښې نه لري، خو تګ ښيي. وخت د مینه کوونکو تر منځ مداخله نه کوي. موسمونه په دې هڅه کې دي چې د مینه کوونکو لپاره خپل هوا نذرانه کړي، ګلان د خوشحالۍ په وجه سره کیږي، لارې د استقبال لپاره پاڼې خوروي.

پنل، ته به وګورې نفرت به دا نړۍ لاهو کړي، خو په نړۍ کې وروستی پاتې شوی کس به هم د مینې کیسه کوي. زه له تا نه جلا کېږم نه، ځکه مینه کوونکي هیڅکله هم نه بيلېږي، له مړينې وروسته به هم زه ستا انتظار کوم. ځان ته پام کوه، تور لباس په تا ښايسته ښکاري، هماغه اغونده. او هو، دا لیونتوب کم کړه، ځکه شاعري ستا د وس کار نده. شپه پای ته رسېدونکې ده، ورځ به راخیژي او د مینې رڼا به هر ځای خپره شي.

#ژباړه

MaHer-مـاهـر

07 Dec, 01:32


*د ټلیفون فسادونه:*

پوه سه! ځیني خلګ مړه سول او نور نسي کولای چي خپل ټلیفون او د ميډيا حسابونه/ اکونټونه پاک کړي او د دوی خواخوږي خلګ هم د دوی د جاري ګناهونو د پاکولو څخه عاجزه دي؛ نو دا ډېر قیمتي فرصت دی چي ته اوس هم کولای سې چي خپل حساب / اکونټ په خپله پاک کړې. او هر هغه څه چي الله تعالی په ناراضه کیږي لکه: (ناروا تصویرونه، فحش ویډیوګاني، موسیقي او داسي نور...) پاک کړه! ان شاء الله، الله ﷻ به په دنیا او آخرت کي د دې ډېر غوره بدیل درکړي، تر شا د خیر کارونه او ښېګڼي پرېږده چي ستا لپاره د خیر شاهدي ورکړي، نه داسي شیان چي ستا پر ضد شاهدي ورکړي.

MaHer-مـاهـر

07 Dec, 01:32


د اناثو د طبي انسټیټیوټونو( Institutes) بندؤل د ملت پۀ حق کې ظلم بولم اؤ د اسلامي امـــ ار.ت لپاره پۀ کې ښکاره زیان لیدل کیږي.
که ټولنیزې رسنۍ ته سر ور ښکاره کړل شي نو هغه ټامیانو، ملت فروشانو اؤ د غربي استعمار تر سیورې لاندې روزل شؤیو کسانو اړؤنده موضوع ته پوره زور اؤ شور ورکړی دی؛ د دوی هدف د ملت درد، د نجونو د حقوقو پایمال، خلک پۀ تیارو کې پاتې کېدل نۀ دي؛ بلکې دوی د یادې موضوع څخه د حکومت اؤ خلکو تر منځ د کرکې، نفرت اؤ فاصلې ایجادؤل دي تر څو د اسلامي ام.ا.رت اؤ خلکو ترمنځ ستونزې رامنځته اؤ دوی پۀ سیمه کې د یو بل ناورین پر مټ خپلو شومو اهدافو ته ورسیږي، نو اسلامي امــ.ا رت ته پۀ کار دي چې لۀ داسې کارونو ځان ؤساتي چې دوشمن هېوادونو اؤ د بربنډې ډېموکراسۍ خرڅ شؤیو شاګردانو ته پۀ کې د انتقاد زمینه برابره شي.
د هغوافغانانو پۀ درد بیخي دردمن یم چې واقعاً یې د اناثو پر تعلیم زړه بدیږي اؤ یا یې د یاد فرمان پۀ صادرېدو ملالې لوڼه، خوېندې لۀ تعلیم بې برخې شو‌ې اؤ شؤي دي.
د هغو ګلالیو خؤیندو پۀ درد مې زړۀ ارې ارې دی چې د بشپړ اسلامي اؤ افغاني حجاب باوجود یې زده کړې نیمګړي اؤ د روښانه راتلونکي هیلې یې مړاوي شؤي ښکاري.
زۀ بیا هم وایم چې اسلامې ام.ا.رت دې دوښمنانو اؤ وطن ورانونکو کړیو ته د انتقاد زمینه سازي نۀ کوي.
د افغانستان اسلامي اما.ر.ت د زیاتو قربانیو وروسته پۀ لاس راغلی نو باید داسې پرېکړې اؤ کارونه ؤ نه شي چې بیا د شلو کالو قربانۍ پۀ اوبو لاهو اؤ د خلکو اؤ حکومت ترمنځ درز پیدا شي.
موږ پۀ طبي برخه کې د میرمنو خداماتو ته اړتیا لرو چې پرته لۀ طبي زده کړو یاد خدامات عرضه کؤل ناممکن دي.
د افغانستان اسلامي ا.ما.رت څخه هیله کوو چې د اناثو د طبي ادارو پر بندیز دې نظر ثاني ؤکړي.
عنان

MaHer-مـاهـر

07 Dec, 01:32


* *د نفس د اصلاح لپاره څلور ۴ اصول .. !*

* *1 ● مُشــارطـه !*
* *د خپل ځان سره شرط ولګوه چي ګناه به نڪوم.*

* *2 ● مُــراقـــبه !*
* *آیا ګناه خو به مي نن نه یي ڪړې؟*

* *3 ● مُحــاســبه !*
* *له خپل ځان سره حساب وڪړه، چي څومره ګناهونه مي ڪړي، او څومره نیڪۍ.*

* *4 ● مُـوأخــذه!*
* *ڪه نفس مو په ورځ ڪي ڪومه نافرماني ڪړې وي ، هغه ته سزا ورڪړه، او سزا دا ده چي پـر هغه باندي د عبادت بوج واچوه*

MaHer-مـاهـر

07 Dec, 01:31


*رسول الله ﷺ فرمایلي دي:*
*کوم خوراک او جامې چې تاسې یې کوئ ښځو ته یې هم وکړئ، هغوي به نه وهئ او نه به ورته کنځل کوئ.*
*(سنن ابیِ داود ۲۱۴۴)*

MaHer-مـاهـر

06 Dec, 02:21


حسیب ځواک او رحمت الله نوروز تر منځ تود بحث چې ډېر جالب دی😲

MaHer-مـاهـر

05 Dec, 03:27


ګرانو دوستانو په دي ویډیو کې ډېر لوي درس ، عبرت ، او نصیحت پروت دي . ډېر په آرامه او ویډیو پوره وګورئ .

خپلو ټولو دوستانو سره نشر کئ .

MaHer-مـاهـر

05 Dec, 03:19


ډېر لږ خلک تر تا لوړ او ښه ژوندي لري ، خو په زرګونو خلک تـر تا کښته ، خراب ژوند لري چي د یو وخت ډوډۍ ور ورسیږي . ځـان خوشبخت ګڼي . په ځان رحـم وکړه ته د نــړئ تـر ټولو غوره انـسان یي ، هره ستونره حل لاره لري

MaHer-مـاهـر

05 Dec, 03:18


👈 که خوشحاله ژوند غواړۍ دا لس ⑩ کارونه وکړئ !

① سهار وختي پاسېږئ ! له اللهﷻ څخه بښنه وغواړئ .
الصّٰبِرِينَ وَالصّٰدِقِينَ وَالْقٰنِتِينَ وَالْمُنفِقِينَ وَالْمُسْتَغْفِرِينَ بِالْأَسْحَارِ. (ال عمران:١٧)
ژباړه : دا خلك صابران دي . رښتيني دي ، امر منونكي او مال ښندونكي دي او د شپې په وروستیو شېبو کې له الله څخه د بښنې دُعاګانې غواړي .

② د الله ﷻ په قدرتونو فکر وکړئ !
وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْض (ال عمران:١٩١) .
ژباړه : او د ځمکې او آسمانونو په پیدایښت کې فکر کوئ .

③ له نیکانو خلکو سره ملګري شئ !
وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُم بِالْغَدٰوةِ وَالْعَشِىِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُۥ ۖ وَلَا تَعْدُ عَيْنَاكَ عَنْهُمْ تُرِيدُ زِينَةَ الْحَيٰوةِ الدُّنْيَا ۖ وَلَا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُۥ عَن ذِكْرِنَا وَاتَّبَعَ هَوٰىهُ وَكَانَ أَمْرُهُۥ فُرُطًا .
ژباړه : او خپل زړه د هغو خلكو په ملګرتيا ډاډه کړه، چي د خپل روزونكي، پالونکي، واكوال د خوښې غوښتونكي، سهار او ماښام هغه ته بلنه وركوي. او له هغو څخه هیڅكله سترګي مه اړوه. ايا ته د دنيا ښکلا خوښوې؟ - د يو داسي چا اطاعت مكوه چي د هغه زړه موږ له خپل ياد څخه غافل کړيدى او د خپل نفس پيروي يې غوره کړېده او کړنلاره يې په افراط او تفريط باندي ولاړه ده. (الكهف٢٨) .

④ ذکر کوئ !
يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا اذْكُرُوا اللَّهَ ذِكْرًا كَثِيرًا (الأحزاب :٤١)
ژباړه : اې مومنانو ! د اللهﷻ ذکر ډېر ډېر کوئ .

⑤ په خشوع او عاجزۍ سره لمونځ کوئ !
‌قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُون، َالَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ. (المؤمنون:۱-۲) .
ژباړه : په باوري ډول مؤمنانو برى موندلی دی ، هغه کسان چې په خپلو لمونځونو کې عاجزي کوونکي دي .

⑥ په اللهﷻ توکل وکړئ !
وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ وَكَفٰى بِاللَّهِ وَكِيلًا (النِّسَاء:۸۱‌) .

ژباړه : او پر الله ﷻ توكل وکړه ، او اللهﷻ د ساتونكي په توګه كافي دي .

⑦ په سخته ګرمۍ کې روژې ونیسئ !
"يدع طعامه و شرابه و شهوته من اجلي"
ژباړه : دوئ خپل خوراک څښاک او شهوت زما له کبله پریږدې .

⑧ په پټه صدقه وکړئ !
"حتى لا تعلم شماله ما تنفق يمينه" .
ژباړه : تر دې چې چپه لاس پوه نه شي ، چې راسته لاس څه ورکړل .

⑨ له مسلمان ورور څخه تکلیف لرې کړئ !
"من فرج عن مسلم كربة من كرب الدنيا فرج الله عنه كربة من كرب يوم القيامة" .
ژباړه : څوک چې یو مسلمان ورور د دنیا په تکلیفونو کې له یوه تکلیف څخه خلاص کړي ، الله ﷻ به يې د قیامت پـه تکلیفونو کې له یوه تکلیف څخه وژغوري .

⑩ په فاني دنیا ناز مکوئ !
وَالْآخِرَةُ خَيْرٌ وَأَبْقَى (الأعلى:١٧)
ژباړه : او آخرت غوره او ډير پاتیدونکې دی .

📢 که مو لیکنه لوستلی وي ، لائیک Like او نشر Share کئ . مننه

MaHer-مـاهـر

04 Dec, 08:15


آیا نه شرمیږې...!

MaHer-مـاهـر

04 Dec, 01:27


څارګر دوه ځله مري ( جاسوسي ناول) pdf
لیکوال: امیر عشیري
ژباړن: جبار فراز
ژبه: پښتو
پاسوړد :Aryan
د پښتو PDF کتابونو لپاره موږ درسره وڅارئ!

MaHer-مـاهـر

04 Dec, 01:26


کتاب: وطنه ستا لېونی !(دهاشم لوگري دژوند تېرې هېرې نوې زړې )pdf
لیکوال: محمدالله همیم
ژبه: پښتو
پاسوړد :Aryan
د پښتو PDF کتابونو لپاره موږ درسره وڅارئ!

MaHer-مـاهـر

03 Dec, 02:07


لۀ مرګه دمخه يې لۀ زاړۀ بکسه يو ساعت راوويست، زوی ته يې ورکړ، وېل يې دا ساعت ۲۰۰ کاله پخوانی دی، ماته مې نيکه راکړی، تر دې دمخه چې تاته يې درکړم غواړم چې دا زرګرۍ ته يوسې او وپوښتې چې پۀ څو يې درنه اخلي؟
هلک همداسې وکړل او پلار ته يې وويل چې پۀ ۱۵۰ ډالر يې غوښت. پلار يې وويل اوس يې يو کباړي ته يوسه او وپوښته چې پۀ څو يې درنه اخلي؟
کباړي ترې پۀ ۱ ډالر وغوښت. پلار يې ووېل اوس يې موزيم ته يوسه چې پۀ څو يې درنه اخلي؟
موزيم والا ترې دا انتيک ساعت پۀ پينځۀ سوه زره (۵۰۰۰۰۰) ډالر وغوښت.
پلار يې ووېل: غوښتل مې پوه شې چې سهي ځای کې تاته ستا اصلي ارزښت درکول کېږي، غلط ځای کې خلکو کې دا وړتيا نۀ وي چې ستا ارزښت وپېژني، هلته مۀ ناهيلی کېږه.

ژباړه

MaHer-مـاهـر

03 Dec, 02:07


تاسو ته وایم…!
وخت مه ضایع کوئ،
هر څه په وخت کوئ، د وخت په ارزښت پوه شئ، د وخت پوښتنه به هم درنه کیږي، وخت ډیر لنډ دی څوک چې وای وخت ډیر دی هغوی ناپوه دي.
که محصلین یا زده کوونکي یئ ښه خواري کوئ، ښه زحمت ګالئ، د مور او پلار درته سترګې دي، هغوی درباندې ویاړي، درباندې حساب کوي، کور ګاونډ ته وايي زوی مې داسې تکړه دی، هغسې دی. ښه د زړه له اخلاصه کوشش کوئ.
هر څه ته وخت وټاکئ، درس، کتاب، کتابچې، ملګرو، فیسبوک، تفریح، ناستې ولاړې هر څه ته.
د نن درس په هیڅ صورت سبا ته مه پرېږدئ، حتمن یې تکراروئ که ناوخته هم شي، یو ټاکلی دریځ وټاکئ، یو ځل چې زده کوونکی د درس دنیا ته ننوت بیا خپله درس سره عیاریږي.
زما د افغانستان فرد فرد ته دعا ده، خدای دې فرد فرد د افغانستان لپاره هم وځلوي!
دا زما درسي میز دی.

MaHer-مـاهـر

03 Dec, 02:07


يو وخت به راشي چې ته به پوه شې، چې اوس ستا عمر اووه ويشت کاله شوی او لا پرون ته يوازې اوولس کلن وې. ته به ونه شې کولای دا فکر ته راولې، چې دا لس کاله څنګه تېر شول او ژوند څنګه په تېر او راتلونکي تقسيم شو. د ځوانۍ غوسه به ورو ورو کمه شي، څه به هم بدل نه شي؛ خو چې کله د موبایل په کمره اخيستل شوې زاړه انځورونه او خړپړ ويډیوګانې وګورې، نو ټول به درته بدل ښکاره شي.
د ګلانو خوشبو به تا ته د ماشوم والي او هغو ملګرو يادونه درکړي چې اوس ورسره خبرې هم نه کيږي. د خوښې ځايونه به د چا سره بیا د کتلو لامل نشي او د مور سوځېدلې ډوډۍ به ستا لپاره تر ټولو غوره خواړه شي. تېرې خبرې به در په ياد شي، ټول به ستا په وړاندې ودرېږي خو لمسولی به يې نه شې. په ټول کور کې چې شور او ځوږ وي او ته په خپل کوټه کې ځان بند کړې، پوه شه چې وخت تېر شوی دی.

#ژباړه

MaHer-مـاهـر

03 Dec, 02:07


د ځمکې د فضا طبقې چېرته چې اکسیجن پای ته رسېږي او خلا پیل کېږي، په لاندې ډول دي:
ټروپوسفیر (Troposphere):دغه د ځمکې تر ټولو نږدې طبقه ده، چې له ځمکې سطحې څخه تر 8-15 کیلومتره پورې غځېږي. په دې طبقه کې اکسیجن او د ژوند لپاره اړین عناصر ډېر دي.
سټراټوسفیر (Stratosphere):دا طبقه د ټروپوسفیر نه پورته ده او له 15 څخه تر 50 کیلومتره پورې اوږده ده. دلته اوزون طبقه موجوده ده، چې د لمر زیانمن وړانګې جذبوي.
میسوسفیر (Mesosphere):له 50 تر 85 کیلومتره پورې غځېدلې ده. په دې طبقه کې هوا ډېره نرۍ کېږي، خو لا هم لږ اکسیجن شتون لري.
تېرمو سفیر (Thermosphere):له 85 څخه تر 600 کیلومتره پورې اوږده ده. دلته اکسیجن نږدې ختمېږي، او د خلا ځانګړتیاوې څرګندېږي.
ایګزو سفیر (Exosphere):دا د ځمکې د فضا وروستۍ طبقه ده، چې له 600 کیلومتره پورته تر 10,000 کیلومتره پورې اوږده ده. په دې طبقه کې هوا نږدې شتون نه لري، او خلا دلته پیل کېږي.
د خلا کرښه عموماً د "کارمن کرښه" (Kármán Line) په نوم یادیږي، چې شاوخوا 100 کیلومتره لوړوالی لري.
Mohammad Omer

MaHer-مـاهـر

03 Dec, 02:07


دا ولولۍ حتمن مرسته درسره کولای شي:
د مطالعې ځای (مطالعه کولو لپاره ځانګړی چاپېریال) باید داسې جوړ شي چې ذهن ته آرامتیا ورکړي او د تمرکز لپاره مناسب وي. دلته ځینې مهم ټکي دي چې د مطالعې ځای په جوړولو کې مرسته کوي:
روښانتیا او رڼا
• د مطالعې ځای باید ښه طبیعي یا مصنوعي رڼا ولري. د کړکۍ تر څنګ مطالعه کول د طبیعي رڼا له امله غوره دی. که مصنوعي رڼا کاروئ، د سترګو آرامتیا لپاره نرم او مستقیم څراغ غوره کړئ.
آرام او خاموش چاپېریال
• داسې ځای وټاکئ چې د شور او ګډوډۍ څخه لرې وي. یو خاموش چاپېریال د تمرکز زیاتولو کې مرسته کوي.
د منظم ځای جوړول
• مطالعه کولو ځای باید پاک او منظم وي. ټول اړین مواد لکه کتابونه، نوټ بوکونه، قلمونه، او نور په لاسرس کې وي ترڅو د مطالعې پر مهال وقفه رامنځته نشي.
آرامه څوکۍ او میز
• د بدن د راحت لپاره د یوه آرامه څوکۍ او مناسب میز لرل اړین دي. ناسم وضعیت د اوږدې مطالعې پر مهال ستونزې رامنځته کوي.
له ګډوډو عناصرو څخه مخنیوی
• د موبایل یا نورو برښنايي وسیلو کارونه چې حواس مختل کوي، باید محدود شي. یوازې د مطالعې اړوند وسیلې وکاروئ.
د مطالعې لپاره ځانګړی ځای
• یو ځانګړی ځای چې یوازې د مطالعې لپاره ځانګړی شوی وي، د ذهن تمرکز زیاتوي، ځکه چې مغز دا ځای یوازې د مطالعې سره تړلی ګڼي.
مناسبه هوا او د حرارت درجه
• د مطالعې ځای هوا باید تازه وي. یو ښه چاپېریال د ذهني او فزیکي آرامتیا لپاره اړین دی.
د الهام او خوښۍ عناصر
• ځینې خلک خوښوي چې د مطالعې ځای ته الهامي عناصرو لکه ګلان، انځورونه، یا کتابونو ښکلي پوښونه اضافه کړي چې مثبت احساس ورکوي.
د اوبو یا چای شتون
• د مطالعې په اوږدو کې یو ګیلاس اوبه یا چای کولی شي ذهن تازه او ځواکمن وساتي.
د وخت پلانونه
• د مطالعې لپاره مهالویش جوړ کړئ او د دې وخت په جریان کې په ټاکلي ځای کې اوسېدل عادت کړئ.
یو مناسب مطالعې ځای کولی شي ستاسو د لوستلو وړتیا او د زده کړې مؤثریت په پراخه توګه ښه کړي.

MaHer-مـاهـر

03 Dec, 02:07


په مينه کې ښکېل ځوانه! دا ومنه چې هیڅ یوه جلۍ هم له یوه غریب هلک سره واده څه چه اړیکو ټینګولو ته هم زړه نه ښه کوي؛ که ته سخت کار وکړې یو ځای ته ځان ورسوې، نو باور ولره اوس خو ته منډې پسې وهې خو د کامیابی په وخت که به دوی درپسې وي. زه دا نه وایم چې ته اړیکې یو مخ له منځه یوسه؛ نه، حدود وټاکه؛ باید د هیڅ جلی د نازونو ښکار نشی، باید هیڅکله دې له خپل هدف څخه شاته نه کړي!
اوسني نوي فيصده ځوانان چه زه یې وینم له ځانه به یی مجنون جوړ کړی وي او داسې حرکات به کوي چې ته به وایې کیدای شي اوس یی ساه ووځي، درس تری پاتی وي، کورنۍ سره یې اړیکې ناسمې وي، خړ مردار خور مخ به یې نیولی وي، ځینې خو ان نشو ته هم مخه کوي، خو نه دا ټول بې هوده او د بې تعلیمه خلکو کارونه دي، ته کوشش وکړه چې خپلې اړیکې او ژوند دې تر نورو جلا او مستقل وي؛ که چیری ته اوس هم په مجازی مینه او اړیکو باور لرې، نو باور وکه ته لا عقلي بلوغ ته نه یې رسېدلی.
ک.🥀

MaHer-مـاهـر

03 Dec, 02:07


"زه ښه یم" دا خبره خو یوازې پردیو ته ویل کېږي،
خو چې خبره د خپلو عزیزانو شي، نو هغوی ته ځان غېږ ورکوي او ورسره ژاړي.

"ما هېڅکله د خپلو وېرې او درد اوښکو د وچولو لپاره د چا مرسته نه ده غوښتې،
او نه مې څوک د سکون لپاره له خوبه را ویښ کړی چې په غېږ کې یې ځان آرام ومومم.
ما د خپل ژوند تر ټولو بد ترینې شېبې یوازې تېري کړي دي."

ماهر

MaHer-مـاهـر

03 Dec, 02:07


کله چې ته د ۲۱ نه تر ۲۵ کلنۍ عمر ته ورسیږې، نو درته به معلومه شي چې:
ولې څوک خپلې زده کړې پرېږدي، ولې څوک چوپ پاتې کېږي؟
ولې څوک خپله مینه او خوبونه پرېږدي.
کله چې ته د کورنۍ لپاره بار شې، نو به درته معلومه شي
چې ولې څوک بدلون کوي.

MaHer-مـاهـر

02 Dec, 01:43


د کابل د يو کتاب پلورنځي د فېسبوک پاڼه مې فالو کړې، هر ځل چې سر ورښکاره کوم نيم ويلي کېږم، متضاد کيفيتونه تجربه کوم او رقم رقم فکرونه مې سر ته راځي.
چرته مې لوستي وو چې څوک کتاب لولي وسه يې نلري او څوک چې يې وسه لري وخت ورته نلري، د پروفېسر اروين ډ يالوم د (درمان شوپنهاور) کتاب د يو کرکټر يوه خبره مې هر وخت زړۀ کې ګرځي چې عملي يې کړم، هغه دا چې داسې يو دنده پيدا کړم چې پۀ پېسو يې محض زۀ موړ پاتې شم او نور ټول وخت کتابتون کې تېر کړم، خو خدای خبر ولې دا جرت نشم کولای؟
پاڼې ته مې مسج وکړ چې د داستايوفسکي د کتابونو د دغه بنډل قيمت څو دی؟ وېل ۷۵۰۰ ؋. يو خبره راياده شوه، پريزاد ډرامه کې چې هر ځل احمد علي د انتيک سامانونو د يو دوکان مخ ته تېرېږي د يوې پيانو مخ ته درېږي او څو دقيقې ورګوري، يو ورځ ترې دوکاندار پوښتي چې څۀ کيسه ده؟ وايي دا پيانو مې خوښه ده، قيمت يې څو دی؟ پوهېږي چې د اخيستلو وسه يې نلري، دکاندار ته وايي چې يوه ورځ به زۀ وسه پيدا کوم او راځم به ورپسې، ډېر کلونه وروسته يو پېسه دار انسان همدې دوکان ته ننوځي او د همغه پيانو پوښتنه وکړي، دوکاندار وايي خدای خبر چې هغه به اوس چرته وي؟ احمد علي پيسې ورکوي او ترې روانېږي، دوکاندار ترې پوښتنه کوي دا د چيش لپاره؟ احمد علي وايي چې شايد راتلونکي کې بيا ستا دوکان ته هغسې پيانو راشي او زما غوندې يو کس يې خوښه کړي خو پيسې ورسره نۀ وي، هغه پيانو همغه کس ته ورکړه، دا پيسې د همغې لپاره.
بېګا فېلسوف ملت ولي الله باندې شپږ لکه ډالر مصرف کړل، څومره ډېر دغسې کارونه پرې کېدل.😕

MaHer-مـاهـر

02 Dec, 01:43


لۀ مرګه دمخه يې لۀ زاړۀ بکسه يو ساعت راوويست، زوی ته يې ورکړ، وېل يې دا ساعت ۲۰۰ کاله پخوانی دی، ماته مې نيکه راکړی، تر دې دمخه چې تاته يې درکړم غواړم چې دا زرګرۍ ته يوسې او وپوښتې چې پۀ څو يې درنه اخلي؟
هلک همداسې وکړل او پلار ته يې وويل چې پۀ ۱۵۰ ډالر يې غوښت. پلار يې وويل اوس يې يو کباړي ته يوسه او وپوښته چې پۀ څو يې درنه اخلي؟
کباړي ترې پۀ ۱ ډالر وغوښت. پلار يې ووېل اوس يې موزيم ته يوسه چې پۀ څو يې درنه اخلي؟
موزيم والا ترې دا انتيک ساعت پۀ پينځۀ سوه زره (۵۰۰۰۰۰) ډالر وغوښت.
پلار يې ووېل: غوښتل مې پوه شې چې سهي ځای کې تاته ستا اصلي ارزښت درکول کېږي، غلط ځای کې خلکو کې دا وړتيا نۀ وي چې ستا ارزښت وپېژني، هلته مۀ ناهيلی کېږه.

ژباړه

MaHer-مـاهـر

02 Dec, 01:43


د متلونو ژباړه

په ۲۰۱۹ شاوخوا وختونو کې ما د هېواد د يوه مشهور ټلويزون لپاره د سريالونو سکرپټونه پښتو ژبې ته ترجمه کول. د سکرپټ په ژباړه کې مو د نورو ټکو په خوا کې بايد دې ته هم پام کړی وای، چې په ژباړه کې د کلمو شمېر له اصل نه متن نه وا نه وړي‌. مثلا د هندي ژبې پنځه سوه کلمې بايد په پښتو کې هم شاوخوا پنځه سوه شي، نه ډېرې کمې او نه ډېرې زياتې. د دې وجه دا ده، چې که کلمې زياتې شي، نو د سريال د کرکټر له خبرو سره به دوبله څرنګه همغږې کوو؟ په سريال کې خو د کرکټر خبرې نه شو ډېرولی يا کمولی، موږ به خپله ژباړه ورسره برابروو.

خو پوښتنه دا ده، چې ايا دغه ډول محدوديت د کتابونو د ژباړې په برخه کې هم لرو؟ زما په فکر، دغه محدوديت بايد د هدفي ژبې (يانې پښتو) تر طبيعي ژبني جوړښت پورې ومنو. مثلا يوه انګريزي جمله په طبيعي پښتو کې څومره کلمې غواړي؟

د ژباړې په برخه کې يوه مسئله د متلونو ژباړه هم ده. يو عمومي فکر دا دی، چې د انګريزي ژبې متل ته بايد په پښتو ژبه کې هم متل ولټوو. يا په بله وينا، متل دې په متل وژباړل شي. خو دا فکر دوه ستونزې زېږوي. يوه دا ده، چې په دې سره د ژباړونکو کار سختوو او سره له دې چې يوه نيم متل ته به پښتو معادل ولرو، زياتره متلونه داسې وي، چې په پښتو کې يو مشهور متل ورته لټول د غره کيندل وي. مشهور مې په دې وويل، چې نامشهور متل که په پښتو کې هم وي، بايد تشريح شي، چې څه معنا لري او ولې راوړل شوی دی.

بله خبره دا ده، چې په اصلي ژبه کې ممکن متل له نور متن سره لفظي مناسبت ولري. مثلا داسې مناسبت لکه په (the tyre that never tires) جمله کې يې چې د tyre اسم له tire فعل سره لري. دغه ډول مناسبت په هدفي ژبه کې ډېر کله ممکن نه وي او که‌ په زوره يې کوو، ممکن ټول متن ورسره ژوبل کړو. يا مثلا (easy come, easy go) ته ممکن (پلار کټلې زوی ته اسانه) په يو نيم ځای کې وليکو، خو انګرېز ليکوال چې عموما يو ډول متل په بېلا بېلو کې زمينو کاروي، هر ځای يې پورتنی پښتو معادل نه شو راوړلی.

د متلونو په ژباړه کې دې زما په نظر تر ډېره هڅه وشي، چې د متل مفهومي ژباړه له نور متن سره همغږې وژباړو او ان دا يادونه به هم ډېره ضرور نه وي، چې په پلانکۍ ژبه کې يو متل دی، ځکه په دې ډول د متن تسلسل او رواني زيان ويني او کوم هدف نه ترسروي. بله وجه يې دا ده، چې په اصلي ژبه کې خو هغه جمله يو متل وه، خو موږ يې چې مفهومي ژباړه وکړه، نو بيا متل نه پاتې کېږي او چې متل نه دی، نو يادونې ته به يې ضرورت هم نه وي.

زه پوهېږم چې دا پورتنۍ خبرې ډېرې په دليل ولاړې خبرې نه دي او تر ډېره زما ذاتي فکرونه دي، خو يو اساس لري. هغه دا چې ما دا خبرې پر هغو ژباړو له غور کولو وروسته کړې دي، چې له ختيځو ژبو نه انګريزي ژبو ته شوې دي. په دې ژباړو کې ما کله نه دي ليدلي، چې د پښتو يا اردو متل لپاره دې انګرېز ژباړن په انګريزي متل پسې ګرځېدلی وي، بلکې ژباړن د متل مفهوم په خپله ژبه کې ليکي.

پر دې خبرو نور غور هم کوو!

رحمت شاه فراز

MaHer-مـاهـر

02 Dec, 01:43


يو وخت به راشي چې ته به پوه شې، چې اوس ستا عمر اووه ويشت کاله شوی او لا پرون ته يوازې اوولس کلن وې. ته به ونه شې کولای دا فکر ته راولې، چې دا لس کاله څنګه تېر شول او ژوند څنګه په تېر او راتلونکي تقسيم شو. د ځوانۍ غوسه به ورو ورو کمه شي، څه به هم بدل نه شي؛ خو چې کله د موبایل په کمره اخيستل شوې زاړه انځورونه او خړپړ ويډیوګانې وګورې، نو ټول به درته بدل ښکاره شي.
د ګلانو خوشبو به تا ته د ماشوم والي او هغو ملګرو يادونه درکړي چې اوس ورسره خبرې هم نه کيږي. د خوښې ځايونه به د چا سره بیا د کتلو لامل نشي او د مور سوځېدلې ډوډۍ به ستا لپاره تر ټولو غوره خواړه شي. تېرې خبرې به در په ياد شي، ټول به ستا په وړاندې ودرېږي خو لمسولی به يې نه شې. په ټول کور کې چې شور او ځوږ وي او ته په خپل کوټه کې ځان بند کړې، پوه شه چې وخت تېر شوی دی.

#ژباړه

MaHer-مـاهـر

02 Dec, 00:59


وخت او قسمت کله نا کله ناروا ډېره کړي
د بُرجلونو هلک ګرځي په دارونو باندې

ملا منصور منلی

🥲

MaHer-مـاهـر

02 Dec, 00:59


ګټور تجارت

یوه ورځ دبغداد دښار تجار بهلول ولید او پوښتنه یی ورنه وکړه:ګرانه بهلوله! څه شی واخلم چی ډیره ګټه پکی وکړم؟
بهلول: اوسپنه او پنبه واخله.
تجار اوسپنه او پنبه واخیسته او دڅو ورځو وروسته یی ډیره ګټه لاسته راوړه.
تجار دویم ځل بیا راغی او بهلول ته یی وویل: لیونیه!څه شی واخلم چی ډیره ګټه پکی وکړم؟
بهلول وویل: پیاز او هندواڼی.
تجار پیاز او هندواڼی واخیستی او دڅو وروځو وروسته یی ټولی هنواڼی او پیاز ګنده شو ،تجار مجبور شو او ټول مال یی په سیند کی واچوه،ډیر تاوان ورته ورسید.
تجار فورأ بهلول ته ولاړ او ویی ویل: ای بهلوله!څه ډول وشوره دی راکړی وه؟
بهلول وویل: اول ځل دی دهوښیارانو په ډول راسره مشوره کړی وه او ما هم عاقلانه مشوره درکړه. دویم ځل دی ماته دلیونی خطاب وکړ ماهم دلیونیانو په ډول مشوره درکړه.
پای

MaHer-مـاهـر

01 Dec, 03:23


د تعليم يافته خلکو د ارزونې څخه وېره
د اردو ژبه څخه پښتو ته ژباړه
نصيراحمد څپاند
په ستاسو شاوخوا کې موجود هغه لوستي خلک چې له فکر او قلم سره تړاو لري، د علم او پوهې څخه برخمن دي، او له کتاب او لیکوالۍ سره اړیکې لري، بیا هم ولې د خپلو افکارو د عامولو جرئت نه کوي؟ ولې د خپلې رایې وړاندې کولو کې ځان بې‌نقابه کېدو په خطر کې احساسوي؟ هغه ولې خپل ذهن کې پراته فکرونه د احتمالي انتقاد وېرې له امله پټ ساتي؟ دا د ډیپلوم لرونکي خلک ولې پر خپل شتون باور نه لري؟ دوی ته ولې د خپلو وړتیاوو احساس نه کېږي؟ او دا لوستي خلک، چې د خپل نوم سره دمخه او وروسته ستاینومونه لري، بیا هم ولې د تخلیق څخه بې‌برخې دي؟
د دغو کمیو، کمزوریو او ناتوانۍ یو لوی لامل د پوهانو په منځ کې د وېرې یو ځانګړی ډول دی، چې دوی د خپلې مسلکي حیثیت د زیانمنېدو وېره لري. دوی په دوامداره توګه دې ته اندېښمن وي چې د دوی نظریات به تر نیوکې لاندې راشي یا به رد شي. راز د راز ساتلو لپاره د مذهبي لبادې اغوستل هم عام دی. زموږ په ټولنه کې د ژبې ستونزه هم شته. د ډېرو لپاره د خپلې مورنۍ ژبې یا یوې بلې ژبې بشپړ مهارت نه درلودل د دې سبب کېږي چې ډېر لوستي خلک د خپل فکر د څرګندولو څخه ډډه وکړي. دوی په ډله‌ییزو بحثونو کې چوپ پاتې کېږي، د لیکلو څخه ځان ساتي، او په پایله کې دا اندېښنه دوی چوپتیا او ګوښه‌والی ته اړ کوي، چې د ځان‌باور او ځان‌واکۍ کمښت یې ریښه ده. په دوی باندې دا خبره سخته ده چې "خلک به څه وايي؟"
تر دې علاوه، دوی خپلې ناتوانۍ او وړتیا نه پټولو لپاره غیر ضروري غوسه څرګندوي. د انتقاد یا پوښتنې کولو ځوانان بې‌ادبه بولي او د خپل تقدس د ساتلو لپاره له هرې ممکنې وسیلې څخه کار اخلي. دوی د خپلو ملګرو او شاګردانو د پرمختګ ویره لري، چې که دوی تر دوی مخکې شي، نو دوی به خپل علمي حیثیت له لاسه ورکړي.
دې ته په کتو، داسې پلمې جوړوي چې تاسو حیران کړئ. د فکري وېره لرونکي کسان کله هم خپله ناتواني او نیمګړتیا نه مني، حال دا چې خپله تېروتنه او کمزوري منل او د سمون اراده کول د کامیابۍ نیمه برخه ده.
په دې پرمختللي او چټک پرمختګ لرونکي ساینس او ټکنالوژۍ دور کې اړینه ده چې تاسو دا فکري وېره ومنئ او د دې رواني حالت سره د مبارزې لپاره خپله چوپتیا ماته کړئ. د علم او تجربې د نیمګړتیاوو په منلو سره، د آزادې نیوکې، بحث او تخلیقي فکر د ودې لپاره کار کول ستاسو ملي مسوولیت دی.
پایند خان خروټی
کریټیکل ډسکشن ګروپ، کویټه

MaHer-مـاهـر

01 Dec, 03:23


وفادار ملګری څوک دی؟
وفادار ملګری هغه څوک دی چې په هر حالت کې درسره ولاړ وي، خوشحالي وي که غم. هیڅکله دې یوازې نه پرېږدي.

ته څنګه پوهېدلای شې چې ستا ملګری وفادار دی؟

1. ستا رازونه خوندي ساتي - هیڅکله دې باور نه ماتوي.

2. په صداقت مشوره درکوي - هروخت حقیقت درته وایي، حتا که هغه سخت هم وي.

3. ستا بریا غواړي - ستا بریاوو ته له زړه خوشحالېږي.

4. ستا لپاره وخت لري - که هر څومره بوخت هم وي، درسره د اړیکو ارزښت ساتي.

5. هیڅکله دې شاته خبرې نه کوي - تل په مخامخ درسره ریښتینې خبرې کوي.

6. د سختیو په وخت کې ملاتړ کوي - خپل ارزښت هغه وخت ښيي کله چې ټولې نورې لارې بندې شي.

نو وفادار ملګری د ژوند هغه خزانه ده چې ارزښت یې تر سرو زرو ډېر دی. که داسې یو ملګری لرئ، حتماً قدر یې وکړئ.

🙇لیکونکی بخت الله ارمان✍️

MaHer-مـاهـر

01 Dec, 03:23


انسان وویل: کاش زه پرښته وای! پرښتې وویل: کاش زه انسان وای! له دواړو پوښتنه وشوه چې ولې؟ انسان وویل: که زه پرښته وای، نو له ګناهونو به پاک وم. پرښتې وویل: که زه انسان وای، نو د محمد ﷺ امتي به وم.🕋
راځئ چې اوس ټـول یـوځـل ﺩروﺩ شـریـف په ستــرلارښــود😘
🌹۔﷽ـ🌹
حضرت 🌹םבםב#ﷺصَـلَّﷺوَسَـــــلَّـمْﷺ🌙
بـانـدې ووایـو

MaHer-مـاهـر

30 Nov, 06:43


پهٔ هر څهٔ ګران ومه چې تا راته دعا کوله
د هر څهٔ بدي شم چې تا راته ښېرې کړې دي

دا زهٔ چې اوس هم پهٔ زما او پهٔ مکان کې نهٔ یم
د وخت همزولي یو بوډا راته ښېرې کړې دي
⭐️🌙
#سعود

MaHer-مـاهـر

30 Nov, 06:18


امريکايي مشهور ممثل ريچارډ ګيري وايي، ما چې کله نيويارک کې په ټايم اوټ آف ماينډ فلم کې د سوالګر رول اداء کولو د دومره شهرت باوجود ماته د هيچا پام نه وو د عکاسۍ کيمرې هم ورکې وی، ما وليدل چې خلکو ماته په سپک نظر کتل، پرته له يوې فرانسوۍ سياحې چې ماته يي لږه ډوډۍ او پيزار راکړه چې زه به يي هيڅ هيره نکړم. دا وخت زه پوه شوم چې سوالګر څه معنی؟!
نوموړی وايي له دې صحنې وروسته چې هر سوالګر ماسره مخامخ شو ما ورته خوراک او سل ډالر ورکړل چې دوي به د ډيرې خوشحالۍ څخه ژړل.
ک.🍁

MaHer-مـاهـر

30 Nov, 06:18


د ارواپوهنې له کتابونو څخه (۳۰) غوره ویناوې

۱. هڅه وکړه، چې هوښیار واوسې، ځکه چانس ډېر کرار ور ټکوي.
۲. ددې انتظار مه کوه چې پیسې دې تاته نیکمرغي راولي.
۳. تر څو چې دې یوه ښه دنده نه وې پیدا کړي، نو اوسنۍ دنده له لاسه مه ورکوه.
۴. کوښښ وکړه چې د ځمکې د مخ تر ټولو بااحساسه او ګټور انسان واوسې.
۵. هیڅکله چاته ما وایه: چې غمجن او خفه یې.
۶. پوه شه! هغه خبرونه چې ته یې اورې، ټوله درست نه دي.
۷. کله چې له اولاد سره لوبې کوئ، کوښښ وکړئ چې دوی ګټونکي شي.
۸. د غوسې په وخت کې په هیڅ کار لاس مه پورې کوه.
۹. تل د زده کولو په حال کې واوسه.
۱۰. په هغه څه چې ته پوهیږې، نورو ته یې ورزده کړه.
۱۱. د سبا لپاره پلان جوړ کړه.
۱۲. “ستاسو څخه مننه” له جملې څخه استفاده کوه.
۱۳. احمقانه رفتار مه کوه.
۱۴. نوي ملګري پیدا کړه، خو زاړه ملګري مه هیروه.
۱۵. تل خپل ساعت پنځه دقېقې مخکې کړه.
۱۶. خپلو اولادونو ته ووایاست، چې تاسو ډېر تکړه او هوښیار یاست.
۱۷. د بدو خلکو څخه لرې اوسه.
۱۸. د تل لپاره خوښ واوسه، حتی د ناراحتۍ په وخت کې.
۱۹. تل په ښکاره خوښ او ښایسته جامې اغونده.
۲۰. هیڅکله د خپل غذایي رژیم په اړه له چا سره مه غږېږه.
۲۱. خپلې خطاوې قبولې کړه.
۲۲. راز لرونکی واوسه.
۲۳. د چا سره په زړه کې کینه مه کوه.
۲۴. کله چې بریالی شې په ځان تکبر مه کوه.
۲۵. هیڅ وخت په خپل رقیب باور مه کوه.
۲۶. ژوند سخت مه ارزوه.
۲۷. تل پر خپل قول وفادار پاتې شه.
۲۸. مهربانه واوسه، تر هغه اندازې چې لازم وي.
۲۹. د خپلې میرمنې تر ټولو ښه ملګری واوسه.
۳۰. خپل اولادونو ته د پیسو په ورکړه، کې بخیلتوب مه کوه.
کاپی.

2,045

subscribers

3,344

photos

133

videos