BBC pashto بي بي سي پښتو @all_the_singers Channel on Telegram

BBC pashto بي بي سي پښتو

@all_the_singers


تازه خبرونه سپورت تلویزیون راډیو او نور ډیر څه. بي بي سي ښوونکي او ساتیرۍ ته خبر ورکوي - تاسو هرچیرې چې یاست ستاسو عمر

Breaking News Sport TV Radio and a whole lot more. The BBC informs educates and entertains - wherever you are whatever your age

BBC pashto بي بي سي پښتو (Pashto)

د بریتانوی بریڭا (BBC) پښتو ټولنه یوه خبرې او ستنځې رسنیو ټولګړناچی، په کلکه کې د بریتانوی بریڭا د پښتو ټولنې د هر کلی په حساب کې پېژندلای شی. دا پښتو ټولنه د بریتانوی بریڭا د ځانګړي خپرونه او خېبرې يوه سره همدارنځی وپرانسر چې د کار کې وړي دي او د قومي او نړى مسايلو د افغانستان او پاکستان په خبرو او ستونزو کې د آخري او وروستي راپورونو په سره خبرې رسري. د بریتانوی بریڭا پښتو ټولنه په پاسه یو مو ځانګړي وروستي خبرونو، افغانستان او پاکستان په خپرونه او دخپل په خپرونه کې د خبري او اړيكو راپورونو کې د رسنيو په سره، د زراتوپر د خپرونو تازه خبرونو، د افغانستان، پاکستان او جهاني خبرونه او د په پښتو ژبو تر ژبو د ژورنليزم په سره. د بریتانوی بریڭا پښتو ټولنه د پښتو ټولنه هغوی مستقل ټولنه بدل کړي او افغانستان او پاکستان په خبرې راوله ځانګړي تحلیل او خبرې راوله کې یو زده کولو اړخیز وکړي.

BBC pashto بي بي سي پښتو

10 Aug, 08:39


‏سیګار ویلي د ولسمشر غني له تګ سره ارګ کې شاوخوا پنځه میلیون ډالر پاتې شوي او د دولت نورو ادارو کې لسګونه میلیونه ډالره ورک دي. سیګار د ښاغلي غني‌ د ملي امنیت سلاکار د مرستیال رفیع فاضل لخوا هم د دې ادارې میاشتنۍ بودیجې (۲۴۰ زره ډالر) د لېږد خبره کړې.

https://t.co/uw0Wo9cSA4‎

BBC pashto بي بي سي پښتو

10 Aug, 08:38


‏د اوکرایین د ولسمشر دا څرګندونې ښکاروي چې‌ هغه اوس پر دې باور دی چې هېواد یې باید د روانې جګړې تر پای وړاندې کریمیا بېرته ونیسي. هغه مخکې ویلي و چې هېواد یې په دې شرط د سولې منلو ته چمتو دی چې روسي ځواکونه د فبرورۍ د ۲۴مې له یرغل وړاندې سیمو ته ستانه شي.


https://t.co/OeSLYpyiiB‎

BBC pashto بي بي سي پښتو

10 Aug, 08:38


‏اېلان مسک چې د نړۍ تر ټولو شتمن کس دی ویلي، د برېښنايي موټرو د ټېسلا شرکت دا ونډې یې ځکه پلورلې چې که په ۴۴ میلیارد ډالرو د ټویټر پلورلو ته اړ شي‌ نو دغو پیسو ته به اړتیا ولري.‌

https://t.co/r4Yx6aPCmP‎

BBC pashto بي بي سي پښتو

10 Aug, 03:02


‏جنرال پاتریوس یادونه کوي چې په لومړي سر کې افغانستان ته د امریکايي ځواکونو له تلو وروسته هم امریکايي چارواکو هلته د یوه پیاوړي پوځي مرکز له چمتو کولو ډډه وکړه.

https://t.co/5yqxnrI7c4‎

BBC pashto بي بي سي پښتو

10 Aug, 03:02


‏د ملګرو ملتونو د پراختیا ادارې یا (UNDP) ویلي، په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه ۹۰ سلنې ته لوړه شوې او د سړي سر کلنی عاید له ۱۵۰۰ امریکايي ډالرو ۳۵۰ ته رالوېدلی دی.

https://t.co/XvAy3H4arD‎

BBC pashto بي بي سي پښتو

10 Aug, 03:01


‏د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي، حکومت یې په افغانستان کې پر لږکیو د بریدونو ډېر عاملان نیولي او په دې برخه کې هڅې روانې ساتي.

https://t.co/aBlyDw4APm‎

BBC pashto بي بي سي پښتو

10 Aug, 03:01


‏د افغانستان پر بیارغاونې د څار لپاره د امریکا ادارې په خپل نوي رپوټ کې ویلي په بېړني ډول چورلکو کې له راګ وتلو سره د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني کسانو دا هڅه کړې چې له ځانه سره میلیونونه ډالر ولېږدوي خو نه دي توانیدلي.

https://t.co/WxXJmgHk3T‎

BBC pashto بي بي سي پښتو

10 Aug, 03:00


‏شمېرې ښيي چې په تېر یوه کال کې نژدې ۵۰ سلنه ‍‍‍رسنۍ تړل شوې دي او له ۱۲ زرو رسنیزو کارکوونکو ۷ زرو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي. د دې ستر لامل اقتصادي ستونزې یادې شوې دي.
https://t.co/B6gA29iCa5‎

BBC pashto بي بي سي پښتو

09 Aug, 19:31


د رسمي خبرونه تلویزیون چينلانو 👇 د ټیلیګرام چينلونه درسره جواین کړئ او له خپلو دوستانو سره یې شریک کړئ

https://t.me/KabulNewstv1

ملي راډيو تلويزيون Rta pashto↓

https://t.me/SDTAKk

شمشاد نیوز↓
https://t.me/Shamshad_TV1

بي بي سي پښتو BBC pashto ↓

https://t.me/All_the_singers

(ﺫبـــيح الله مجاهد Zabihullah)↓

https://t.me/rtapashto2

احمد الله وسیق (Ahmadullah wasiq)↓

https://t.me/WasiqAhmadullah

نن ټکي آسيا nunn asia↓

https://t.me/nunn_asia_1

کابل نيوﺯ Kabul New‌‌↓

https://t.me/KabulNewstv1

آريانا نيوﺯ Ariana News↓

https://t.me/KhoshnaseebOficial

طلوع نیوز ToloNews↓

https://t.me/Msamadsamim78

آمريکا غږ آشنا VOA Pashto ↓

https://t.me/VOA_Pashto

يک نيوﺯ 1TV News AF. ↓

https://t.me/asmatullahjahadmal1

ستره محکمه Supreme Court of ↓

https://t.me/SupremeCourtAfg

ارگ– ARG↓

https://t.me/Mevlevimashal1

فاتح ځواک–Fatih Zwak↓

https://t.me/WliZmanRza1

د استخباراتو لوي رياست–GDI↓

https://t.me/GDI1415

مولوې محمد ېعقوب مجاهد رسمي پاڼه↓

https://t.me/MolanaSobhaniAgha1

BBC pashto بي بي سي پښتو

09 Aug, 15:39


‏ځینو دغو افغانانو ته ویل شوي چې د روان کال د اګست میاشتې تر پایه یا د سپتمبر لومړیو کې به امریکا ته ولېږدول شي.


https://t.co/Hjk0saHkxj‎

BBC pashto بي بي سي پښتو

09 Aug, 15:39


‏له دې مخکې د طالبانو لوړو زدکړو وزارت د روانۍ میاشتې په لومړیو کې وویل، سږ کال نه شي کولی په ټاکلې نېټه پوهنتونونو ته د داخلې یا کانکور ازموينه واخلي.


https://t.co/i7SNSE8UZV‎

BBC pashto بي بي سي پښتو

09 Aug, 15:38


‏د دې لوبو لپاره د افغانستان په لوبډله کې د راشد خان او محمد نبي په څېر تجربه کاره ستوري شته، خو ترڅنګ یې یو شمېر ځوانو لوبغاړو ته هم لوبډله کې ځای ورکړل شوی دی.

https://t.co/mhJYtVJhzb‎

BBC pashto بي بي سي پښتو

09 Aug, 15:38


‏د سوات د مټې سیمې پولیس وايي، هغه امنیتي سرتېري چې پرون دوشنبه ځايي طالبانو نیولي وو، د ځايي جرګې په غوښتنه خوشي شوي دي.


https://t.co/MizAtso8Ar‎

BBC pashto بي بي سي پښتو

09 Aug, 03:46


‏مسکو او واشنګټن د "نیو سټارټ" په نوم د وسلو کنټرول تړون له مخې اجازه لري چې د یو بل ستراتېژیکې وسلې وڅاري او په دې توګه یې له نه پراخېدو ډاډمن شي.‌

https://t.co/tNEFLps59O‎

BBC pashto بي بي سي پښتو

09 Aug, 03:46


‏د قانون پلي کوونکو ادارو لخوا د ډونلډ ټرمپ تفتیش کې دا ډراماتیک زیاتوالی داسې مهال راځي چې هغه د ۲۰۲۴ کال ولسمشرۍ ټاکنو ته د دریم ځلي احتمالي نوماندۍ چمتووالی نیسي.

https://t.co/rszF91GsIB‎

BBC pashto بي بي سي پښتو

09 Aug, 03:46


‏بېلابېلو څېړنو ښودلې تر پنځه کلنۍ موده کې چې ماشوم له کومو پړاونو تېرېږي اغېز یې د کلونو لپاره دوام کوي. د همدې لپاره متخصصان په دې موده کې د ماشوم ودې لپاره د خوړو پر اهمیت ټینګار کوي.

https://t.co/qNGgqqNRUN‎

BBC pashto بي بي سي پښتو

09 Aug, 03:45


‏د بهرنیو مرستو درېدو، پر بانکونو بندیزونو او د افغانستان د شتمنۍ کنګلول پر دغه اقتصادي کړکېچ څه اغېز کړی او د عامو خلکو ژوند یې له څه ډول کړاو سره مخ کړی؟ پر افغانستان د طالبانو د واک د یو کلنۍ په مناسبت د رپوټونو په لړۍ کې مو همدې ته کتنه کړې ده.

https://t.co/XGuzVYvFhU‎

BBC pashto بي بي سي پښتو

08 Aug, 18:49


د رسمي خبرونه تلویزیون چينلانو 👇 د ټیلیګرام چينلونه درسره جواین کړئ او له خپلو دوستانو سره یې شریک کړئ

https://t.me/asmatullahjahadmal1

ملي راډيو تلويزيون Rta pashto↓

https://t.me/SDTAKk

شمشاد نیوز↓
https://t.me/Shamshad_TV1

بي بي سي پښتو BBC pashto ↓

https://t.me/All_the_singers

(ﺫبـــيح الله مجاهد Zabihullah)↓

https://t.me/rtapashto2

احمد الله وسیق (Ahmadullah wasiq)↓

https://t.me/WasiqAhmadullah

نن ټکي آسيا nunn asia↓

https://t.me/nunn_asia_1

کابل نيوﺯ Kabul New‌‌↓

https://t.me/KabulNewstv1

آريانا نيوﺯ Ariana News↓

https://t.me/KhoshnaseebOficial

طلوع نیوز ToloNews↓

https://t.me/Msamadsamim78

آمريکا غږ VOA Pashto ↓

https://t.me/VOA_Pashto

يک نيوﺯ 1TV News AF. ↓

https://t.me/asmatullahjahadmal1

BBC pashto بي بي سي پښتو

08 Aug, 04:59


‏ولې پاکستان تر اوسه د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی؟ د کابل او اسلام اباد اړیکې اوس څنګه دي؟ د پاکستان حکومت، پاکستانۍ روحاني ډلې او د پاکستاني طالبانو مشران په افغانستان کې له طالب مشرانو سره څومره نژدې اړیکې لري او څومره سیاسي نفوذ پکې لري؟

https://t.co/KNoVw4QtfY‎

BBC pashto بي بي سي پښتو

08 Aug, 04:59


‏نن دوشنبه د محرم لسمه یا د عاشورا ورځ ده. یوناما او د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بېنېټ غوښتنه کړې چې پر دې ورځ دې افغانستان کې د شعیه ګانو عاشورا مراسمو لپاره امنیت لا ډېر پیاوړی شي. ‌

https://t.co/5Zi7qhlpvu‎

2,286

subscribers

3

photos

3

videos