د ۲۰۲۱ کال د اوښتون او ورپسې بدلونونو او محدودیتونو له امله ډیری طبي کدرونو یا هیواد پریښود یا د روغتیا له عامه سکتور څخه ووتل.
په نړۍ کۍ د نورو ناورینونو له امله افغانستان ورو ورو د تمویل کوونکو د اولویتونو له لیست څخه وځي، ځکه خو هره ورځ د تمویل کوونکو له لوري ملاتړ کیدونکي روغتونونه د عامې روغتیا وزارت ته سپارل کیږي. وزارت اوسمهال د ټولو روغتونو د تمویل وس نه لري.
د ښځو پرمخ پوهنتونونه لادمخه تړل شوي ول خو دا چې روغتیایي سکتور په ښکاره د ښځو پر کار او تعلیم له بندیزونو څخه استثنا و، دوه کلنو طبي انسټيټونو کې نجونو ته د درس اجازه وه چیرته چې هغوی د نرس او قابله کیدو لپاره زده کړې کولې.
پرون راهیسې خبر دی چې د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویلي چې نجونې نور یادو انسټیټونو ته د زده کړو لپاره نشي تللی او په وینا یې دا نهايي پریکړه ده. زما د معلوماتو له مخې نن سهار نجونې د طبي زده کړو له انسټیټونو بیرته کورونو ته لیږل شوي او یاده پریکړه عملي شوې ده.
اوس نو تاسو ووایئ چې د روغتیایي نظام دې حالت ته په کتو دا پریکړه څومره پرځای او د لومړیتوبونو له مخې ده؟
استاد مدثر اسلامی
🔰انجمن محصلین طب پوهنتون هرات (هُمسا)
🔸 instagram.com/humsa_af
🔹 t.me/humsa_af
🔸 fb.me/humsa.af
🔹 twitter.com/humsa_af
🔸 https://whatsapp.com/channel/0029VaDSmaAA2pLG1hy2Qo1G