غوره ویناوی او خبری @ghowarakhabri_imran Channel on Telegram

غوره ویناوی او خبری

@ghowarakhabri_imran


ښـــــه راغـــــلاســـــت👋
✧دلته به تاسو ته★
✧غوره مطلبونه★
✧غوره ویناوی★
✧اســــــــلامی★
✧غوره خبری★
✧نشرکیږی★
چینل سبسکرایب کړی
☜رابطه @imranhashmi1
@imranhashmi_shچینل
@Lemar_shچینل

غوره ویناوی او خبری (Pashto)

د هغه چینل څخه د غوره ویناوی او خبریوالو. دا چینل د اسلامي څخه غوره خبرونه او ویناويونه په خپله پروفايل کې پیش کولای شوې دی. دغه چینل د ننشر کولو لپاره د مخکي غوره مطلبونو نشر وکړوی او دغه سره رابطه ورکړلای شي. اگر تاسو د هغه خبرونو او ویناويونو سره د سوداګرې ارتباط راکړلای شي، په غوره ویناوی او خبری چینل کې سبسکرایب کړئ. د رابطه دواتر په @imranhashmi1 کې ورسټه شي. او دوي ـ @imranhashmi_sh او @Lemar_sh چینلونو په غوره ویناوی او خبري چینل کې ورته اوسي.

غوره ویناوی او خبری

22 Apr, 15:30


The account of the user that owns this channel has been inactive for the last 5 months. If it remains inactive in the next 17 days, that account will self-destruct and this channel may no longer have an owner.

غوره ویناوی او خبری

15 Feb, 15:15


T.me/HashmiLibrary

غوره ویناوی او خبری

15 Feb, 12:24


دثواب_په_نیت_یی_درسره_شیر_کړۍ
د یوه صحـابي ځینې پوښتنې سـتر پیغمـبر ﷺ څنګه جواب کـړې؟

۱- اې پيغمبره ﷺ! په کوم شي ګناه بخښل کيږي؟
رسوالله ﷺ:په اوښکو، عاجزۍ او ناروغۍ سره.

۲- زه غواړم چې ستر عالم سم، څه وکړم؟
رسوالله ﷺ:تقوی' غوره کړه، عالم انسان به سې.

۳- غواړم چې شتمن سم، څه وکړم؟
رسوالله ﷺ:قناعت کوه، مالدار به سې.

۴- غواړم چې یو نېک انسان اوسم؟
رسوالله ﷺ:خلکو ته ګټه رسوه.

۵- غواړم چې عادل انسان سم؟
رسوالله ﷺ:کوم څه چې ځانته خوښوې، هغه نورو ته هم خوښوه.

۶- غواړم چې د اللهﷻ په دربار کې ځانګړی مقام ولرم؟
رسوالله ﷺ:ډېر ذکر کوه.

۷- غواړمه احسان کوونکی واوسم؟
رسوالله ﷺ:اللهﷻ ته داسې عبادت کوه، ګويا ته هغه وينې يا داسې چې هغه تا ويني.

۸- غواړم چې ايمان مې پوره اوسي، څه باید وکړم؟
رسوالله ﷺ:ښه اخلاق ولره.

۹- غواړم چې د اللهﷻ تابع داره انسان سم؟
رسوالله ﷺ:فرايض په کلکه سره ونيسه(مه يې قضا کوه).

۱۰- غواړم چې په قيامت کې په نور(رڼا) سره پاڅېږم؟
رسوالله ﷺ:پر خلکو له ظلمه ځان وساته.

۱۱- غواړم چې اللهﷻ په ما رحم وکړي؟
رسوالله ﷺ:ته پر نورو خلکو رحم کوه.

۱۲- په ګناهونو کې کمی غواړم؟
رسوالله ﷺ:په کثرت سره اِستغفار کوه.

۱۳- غواړم چې د ښه عزت څښتن سم؟
رسوالله ﷺ:خلکو ته لاس نیول پرېږده(سوال، خیرات، او طامع مه کېږه).

۱۴- څنګه مې روزي پراخه کړم؟
رسوالله ﷺ:تل په اوداسه ګرځه.

۱۵- کوم شی د دوزخ اور سړوي؟
رسوالله ﷺ:روژه نيول.

۱۶- کوم څيز د الله ﷻ غصه کموي؟
رسوالله ﷺ:په پټه صدقه او صله رحمي.

۱۷- تر ټولو غټ بد کار کوم دی؟
رسوالله ﷺ:ناسمه رویه او بد اخلاقي.

۱۸- تر ټولو ستره نیکي څه ده؟
رسوالله ﷺ:نېک اخلاق، عاجزي، په غم صبر او رضا بالقضی'.

۱۹- غواړم چې زما ستر او پرده وسي؟
رسوالله ﷺ:ته د نورو خلکو پرده کوه.

۲۰- له رسوايي او شرمندګۍ څخه خلاصېدل غواړم؟
رسوالله ﷺ: له زنا څخه ځان ساته.

۲۱- څه وکړم چې دعاوې مې قبولې سي؟
رسوالله ﷺ: حرام مه خوره.

۲۲- د الله ﷻ له قهر څخه د ځان ساتل غواړم؟
رسوالله ﷺ:په خلکو باندې غصه مه کوه.

۲۳- غواړم چې په الله ﷻ او رسول الله ﷺ یې ګران سم؟
رسوالله ﷺ:کوم څه چې الله ﷻ او پيغمبر ﷺ ته یې ګران دي، هغه خپل محبوب جوړ کړه.

۲۴- غواړم چې د قیامت پر ورځ الله ﷻ ته پاکيزه ور مخکې سم؟
رسوالله ﷺ: له جنابت وروسته سم دستي غُسل کوه.

@ghowarakhabri_imran

غوره ویناوی او خبری

09 Feb, 05:10


*حـــــیض او نـــــــفاس*


*حيض :*
ښځو ته چه هر مياشت کومه وينه راځي هغې ته حيض وايي . دحيض وينه ناپاکه ده که جامه تويې شی هغه به مينځل کيږي .

*نفاس :*
داولاد پيداکيدو نه پس چه کومه وينه دښځې نه ځي هغې ته نفاس وايي .

*دحيض اونفاس مسائل :*

۱- دحيض موده کمه دری ورځې او زياته لس ورځې ده .
که له دريو ورځو کم او له لسو ورځو زياته شوه نو هغه استحاضه (دحيض پشان مرض دی ) وایي .

۲- دنفاس دکمې مودی حد نشته زياته موده يې څلويشت ورځې ده ،که له څلويښتو ورځو مخکې وينه بنده شوه فوراً به غسل کوي اوکه تر څلويښتو ورځو زياته شوه نو هغه مرض دی .

۳- دحيض په موده کې سره ،زيړه ،شنه او خاورينه هر رنګ وينه راغله داټول قسمونه دحيض وينه بلل کيږي .

۴- دحيض او نفاس په دوران کې له ښځې سره يوځای کيدل حرام دی ځکه حيض په مانا دی ګنده ګی يا زخم دی چه پر دغه ورځو کې ښځه په عادتي شکل د رحم ناپاکه وينې غورځوي چې درد او تکليف هم ورسره وي ،نوپدې وخت کې يوځای کيدل دنر لپاره د سختو مرضو سبب ګرځي او دښځې لپاره هم سخت تاوان رسوي .

همدارنګه نفاس او دولادت نه ورسته ناپاکې وينې جريان لري اودغه وخت هم ښځې سخت مرګونې دردونه تيرکړې وي چې يوځای کيدل دنر او ښځې لپاره سخت تاوان رسوي .

*الهی لارښوونه :*

وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُواْ النِّسَآءَ فِی الْمَحِيضِ وَلاَ تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّى’يَطْهُرْنَ فَإِذَا تَطَهَّرْنَ فَأْتُوهُنَّ ( البقره 222 ).

(( پوښتنه کوی له تا څخه (ای محمده ﷺ ) دحيض دحکم نه ، ووايه دوی ته چې دا يوه ګندګي ده ، په حيض کې له ښځو لرې اوسئ ترڅو چې پاکې نشي مه ورنږيدې کيږئ ، کله چې ښې پاکې شي بيا ورسره يوځای شئ )).

نور نو يو ځای ورسره آرام کول ، ډوډی خوړل او نور ټول رواه دي ،داسې نه لکه د جاهليت دوران چې له ښځې څخه د حيض او ولادت په دوران کې کرکه وشي،بلکی د احترام په سترګه ورته وکتل شي چې د خدای ﷻ د يوه بشر د تولد لپاره يې سختې قربانۍ ورکړې دي اوهمدارنګه حيض هم د اولاد لپاره د رحم دتصفيې مخکنی تياری وي .

۵- عموماٌ دنهو کلو نه مخکې وينه نه راځي که راشي نو هغه حيض نه بلکې مرض دی .

۶- دحيض او نفاس په حالت کې ذکر او دعا کولی شي .

۷- دحيض او نفاس په دوران کې لمونځ ،روژه او دقرآنکريم تلاوت کول منع دي ، ورسته به د پاکې په حالت کې د روژی قضايي راوړی د لمانځه قضايي نشته .

۸- داستحاضه يا مرض په حالت کې لمونځ ،روژه او دقرآنکريم تلاوت شته ،دهر لمانځه لپاره به ځانګړی اودس کوي .

@ghowarakhabri_imran

غوره ویناوی او خبری

05 Feb, 11:37


نبی کریم (ص)فرمایلی دی

له بد گمانی څخه ځان وساتی

ځکه بد گمانی ڋیری دروغ خبری دی

دنورو دعیبونو لټون مه کوی 🚸🚸

دیوبل جاسوسی مه کوی 🚷🚷

یو بل سره کینه حسد مه کوی

اویوبل سره دوښمنی مه کوی 🔺🔺

صحیصح البخاری 📚📚


@ghowarakhabri_imran

غوره ویناوی او خبری

16 Jan, 02:38


رسولﷺ فارمائي:

که په تاسی کې څلور ځانګڔتیاوې موجود وي
نو ددنیا نور څه نه درسخه پاتیږې...

1۔۔۔ریښتیا خبرې کول؛
2۔۔۔۔دأمانت ساتنه کول؛
3۔۔۔۔۔ښه خوي لرل؛
4۔۔۔۔ دنمک عفت ساتل؛
@ghowarakhabri_imran

غوره ویناوی او خبری

15 Jan, 13:22


#د باچاخان ويناوې

اولنۍ مدرسه:
۱ــ د مور غیږ د انسان اوله او ډېره مهمه مدرسه ده. (۱۷ مخ)

د بدۍ وس:
۲ ــ خدای (ج) دې پښتون ته د بدۍ وس نه ورکوي او چې وس ومومي، لکه د لړم د بچو خپله مور خوري. (۲۵ مخ)

بهادران:
۳ ــ رښتیا خبره دا ده، چې ظالمان بهادران نه وي ،ډېر بزدله او بیمانه وي ، بهادر سړی هېچیرې په چا ظلم نه کوي. (۲۶ مخ)

اجتماعي ژوند فکر:
۴ ــ په پښتنو کې ډېر لوی لوی پاچاهان او مشران پیدا شوي دي او تېر شوي، خو هیچا په پښتنو کې اجتماعي ژوند او د اجتماعي ژوند فکر نه دی پيدا کړی، اولنی تحریک د خدایي خدمتګار تحریک دی، چې اجتماعي ژوند او فکر یې په کې پیدا کړو . (۲۷ مخ)

د پښتنون راویښول:
۵ ــ پښتون یو ژوندی قوم دی، د قومیت او قربانۍ ماره په کې شته، خو راویښول غواړي.(۶۳ مخ)

بې عمله دعا:
۶ ــ بې عمله دعا د خدای ج په نزد نه قبلیږي. (۶۴ مخ)

لوړوالی او ټیټوالی:
۷ ــ پستي او بلندي په عمل ده، که د چا عمل پست وي ، هغه نر وي که ښځه په کار دی ، چې پست وګڼل شي او د چا عمل چې وچت وي ، نر وي که ښځه په کار دی ، چې په درانه نظر ورته وکتل شي.(۷۵مخ)

د قوم ژوندي کېدل:
۸ ــ پښتون ژوندی قوم دی ، خو چې د ژوندي کولو خلک په کې پیدا شي، تر څو چې د یو قام کې د ژوندي کولو لپاره خلک پیدا نه شي، هغه قوم ژوندی کیدی نه شي.(۸۵ مخ)

د پښتو ژبې ګناه:
۹ ــ د هرې ژبې ویونکي خپلې ژبې ته ترقي ورکړې ده، پښتنو چې خپلې ژبې ترقي نه ده ورکړې ، دې کې د پښتو ژبې څه ګناه ده؟ دا خو زما او ستا ګناه ده. (۷۸مخ)

په ډلو کې اختلاف:
۱۰ ــ چې په ډلو کې اختلاف پیدا شي ، که ډېر ښه او زورور خلک وي هم بې کاره شي او دهغوې طاقت د یو بل په غورځولو کې صرف شي. (۱۷۳ مخ)

خود غرضي(ځان ځاني):
۱۱ ــ په خدمت کې اختلاف نه راځي ، اختلاف د خود غرضۍ نه پیدا کیږي.

(۱۷۳ مخ) د ښو او بدو فرق:
۱۲ ــ دا نن چې پښتانه په بدو لارو روان دي ، د دې وجه دا ده ، چې موږ د ښو او بدو فرق نه کوو او نه څوک شته ، چې د ښو او بدو په فرق مو پوهـ کړي. (۱۹۹ مخ)

خپل خیال پسې تګ:
۱۳ ــ موږ همیشه په خپل خیال پسې ځو او د بل فکر نه کوو ، دا یو لوی کمی دی. (۲۱۴ مخ)

د بل د کمزوریو راښکل:
۱۴ ــ زموږ په خلکو کې دا یو کمی دی ، چې موږ همیشه د بل د کمزوریو او عیبونو د راوښکلو او لټولو په فکر او غم کې یو او خپلو کمزوریو او عیبونو ته فکر نه کوو او په دې وجه خو موږ نن په دنیا کې برباد او نیستمند یو. (۲۲۰ مخ )

بل ته ګوته نیول:
۱۵ ــ په ځای د دې چې موږ بل ته ګوته ونیسو ځان ته ګوته نیول پکار دي او د نورو د اصلاح نه ړومبی د ځان اصلاح فرض ده. ( ۲۲۰ مخ )

زیات بې فایدې بحث:
۱۶ ـــ چې کوم ځای انصاف نه وي او نه څه قاعده او قانون وي، هغه سره زیات بحث کول څه فایده مند نه وي . (۲۴۰ مخ )

خپل عزت په لاس کې اخیستل:
۱۷ ـــ د هر سړي خپل عزت پخپل لاس کې دی او که هر سړی خپل خواهشات او ضروریات قابو ، نو همیشه به په ارام ، خوشاله او عزتمند وي. (۲۹۷ مخ)

د خپلې ژبې پرېښودل:
۱۸ ــ پښتنو کې دا ډېره لویه کمزورتیا ده، چې چېرته لاړ شي او چا سره واده وکړي، نو هغه خپله ژبه ترې پاتې شي. (۲۹۸ مخ)

د پښتون وژنه:
۱۹ ــ اې پښتنو وروڼو! یو کافر خپل کافر ورور نه وژني ، تاسو چې ځان مسلمانان وایې ، بیا ولې یو پښتون بل پښتون وژنې. (۳۱۴ مخ)

@ghowarakhabri_imran

غوره ویناوی او خبری

07 Jan, 11:47


۱: اې خلکو الله(ج) چې ستاسې له پاره اور تیار کړی دی، پورته شئ هغه اور د لمونځ په واسطه مړکړئ.
۲: د عقل مند پېژندنه کم ویل دي.
۳: فقیر ته صدقه په ډېر ادب او عاجزۍ سره ورکوه، ځکه چې فقیر ته په عاجزۍ صدقه ورکول د قبلیدو نښه ده.
۴: د مصیبت بنسټ مباحثه ده.
۵: اوښکې توی کړه په هغه ورځ چې تیره شوه او هيڅ نیکي دې پکې ونکړه.
۶: میوه لرونکې ونه مه وهئ( پرې کوئ).
۷: علم پرته د عمل څخه بیکاره ده او بې علمه عمل هم بیکاره دی.
۸: ښځې د سرو زرو سوروالی او د زعفرانو زیړوالي هلاکې کړې.
۹: ماته دا غوره وه چې زه د یو مومن بنده د سینې ویښته وای.
۱۰: پرهیز کوئ چې ګټه رسوي او عمل کوئ چې عمل قبلیږي.
۱۱: په زړه اکثره آفتونه د سترګو له لارې راځي.
۱۲: اې خلکو! د الله(ج) له ویرې څخه وژاړئ کنه، نو هغه ورځ هم راتلونې ده.
۱۳: له بدو خلکو سره د کېناستلو څخه یواځې کېناستل غوره دي.
۱۴: د الله (ج) په کارونوکې خبرې مه کوئ، کنه نو الله به ستاسې په کارونو کې کار ولري.
۱۵: اخلاق دا دي چې د اعمالو بدله وانه خیستل شي.
۱۶: انسان ضعیف دی، تعجب دی، بیا هم چې د الله(ج) د طاقت نافرماني کوي.
۱۷: د کفارو سره جهاد کوچنی جهاد دی، د نفس سره جهاد لوی(اکبر) جهاد دی.
۱۸: ځواني او حقیقي سخاوت دادی چې د بل چا تکلیف په خپله غاړه واخلي.
۱۹: کوم ځناور چې مړشي یا کومه ونه چې ووهل شي، لامل یې دا وي چې د الله(ج) تسبیح یې پرېښې وي.
۲۰: په چا چې نصیحت تاثیر ونکړي، په دې پوه شه چې زړه یې د ایمان څخه خالي شوی دی.
۲۱: د ژوند دوران څه عجیبه امر دی، مګر د دې څخه غفلت عجب تر دی.
۲۲: د ګیلو او شکایتونو څخه ژبه په امن کړه، راحت به درته پیداشي.
۲۳: عدل او انصاف د هرڅه نه غوره دی.
۲۴: ما په نوي کفن کې مه خښوئ، زما څخه زیات حق د هغه چا دی، چې ژوندی وي او په تن لوڅ وي.
۲۵: د مومن له پاره دومره علم کافي دی چې د الله(ج) څخه وډار شي.
۲۶: د پیغمبر انو میراث علم دی او دفرعون او قارون میراث مال.
۲۷: چا کې چې د ژړیدو وس نه وي، نو په ژړیدونکي د رحم وکړي.
۲۸: په خبروکې اختصار (لنډوالی) کوه همدومره چې واوریدل شي، په اوږدو خبروکې د سړي نه موضوع ضایع کېږي.
۲۹ : ژوند ساده او مختصر تیرول پکاردي، کنه نو دقیامت ورځ به سخته وي.
۳۰: په کوم قوم کې چې بې حیایي خپره شي، نو د الله(ج) په هغه قوم عذاب رالیږي.

غوره ویناوی او خبری

01 Jan, 04:41


د حضرت عثمان غني (رض) ويناوې


۱: تعجب په هغه چا چې حساب حق ګڼي او بیاهم مال جمع کوي.
۲: ګناه په یوه نه په یوه ډول زړه ناارامه کوي.
۳: د ټولو نه لوی خطا کار هغه دی چې خلکو ته د بدیو خبرې کوي.
۴: چپوالی د غصې له پاره غوره علاج دی.
۵: تعجب دی په هغه چاچې په دوزخ ایمان لري او بیاهم ګناه کوي او شیطان دښمن ګڼي خو بیا هم د هغه اطاعت کوي.
۶: ځیني وخت مجرم بښل د مجرم د لا خطرناک کېدو لامل ګرځي.
۷: د چا څخه تمه مه کوه مګر د یو الله (ج) څخه د چا څخه ډار مه کوه ، مګر د خپلې ګناه څخه.
۸: د تورې ګزار بدن ټپي کوي او د بدې خبرې ګزار روح ټپي کوي.
۹: زه د اسلام د قبلونکو څخه ترټولو کوچنی شخص یم.
۱۰: هر هغه کار دنیا ده چې موخه پکې اخرت نه وي.
۱۱: د جهالت په دور کې او د اسلام په وخت کې ما هيڅ کله غلا نه ده کړې.
۱۲: تعجب دی په هغه چاچې مرګ حق ګڼي او بیا هم خاندي.
۱۳: زه هیڅ کله په سندرو کې نه یم شریک شوی.
۱۴: خلک ستا د عیبونو جاسوسان دي.
۱۵: زه د جهالت په دورکې او د اسلام په دور کې په زنا نه یم مرتکب شوی.
۱۶: اې انسانه ! ته الله (ج) د ځان له پاره پیدا کړی یې او ته غواړې چې د نورو شي.
۱۷: ما هيڅ کله د خرابیو او بدیو غوښتنه نه ده کړې.
۱۸: بې ځایه دی هغه مال چې په نیکو کارونوکې ونه کارول شي.
۱۹: تعجب په هغه چا چې الله(ج) حق ګڼي او بیا هم د نورو عبادت کوي او باور پرې کوي.
۲۰: داسې خبرې مه کوه چې د اوریدونکې د سویې لوړ وي.
۲۱: ما کله هم عبث او خوشې خبرې نه دي کړې.
۲۲: د الله (ج) سره مینه کوونکی یوازیبتوب نه دی کړی.
۲۳: بیکاره دی هغه اوږد عمر چې د اخرت له پاره پکې توخه برابره شي.
۲۴: که تاسې ګناه کوئ، نو په داسې ځای کې یې وکړئ چې الله (ج) تاسې ونه ګوري.
۲۵: ځناور خپل مالک پېژنې، خو ډېر داسې انسانان شته چې خپل رب نه پېژني.
۲۶: څوک چې د بنده حق ونه پېژني د الله (ج) حق نشي پېژندلی.
۲۷: خپل پنډ په چا مه ور اچوه، که لږ وي او که ډېر.
۲۸: اې انسانه! که ته د الله (ج) لويي نه بیانوې نو د هغه پیدا کړي څیزونه مه استعمالوه.
۲۹: تعجب دی په هغه چا چې تقدیر حق ګڼي او بیا هم د راتلونکي شي غم کوي.

غوره ویناوی او خبری

28 Dec, 16:42


*دبریالیو خلکو شل ځانګړتیاوی*

*بریالي خلک؛ په خدای(ج) باور لري،  خپل ټول کارونو په توکل پیلوي.*

*بریالي خلک؛ لوی هدفونه لري او تر  لاسه کولو لپاره یې پوره هڅه کوي.*

*بریالي خلک؛ ټینګه اراده لري، څه چې  ووایي په عملي کولو کې ستونزه نه لري.*

*بریالي خلک؛ پر نورو نیوکې نه کوي او  نه د نورو له نیوکو ویریږي.*

*بریالي خلک؛ څه چې لري پر هغه د خدای(ج) شکر آدا کوي، څه چې نه لري  نو د شکایت پرځای هڅه کوي چې لاس ته یې راوړي.*

*بریالي خلک؛ له خلکو سره د ښېګڼې په بدل د مننې تمه نه لري، بدل یې یوازې له خدای(ج) نه غواړي.*

*بریالي خلک؛ پدې باور لري چې په  تیاره پسې رڼا، په ناروغۍ پسې روغتیا، په لوږه پسې مړښت او په ستړیا پسې هوساینه او په ماتې پسې بریا ده.*

*بریالي خلک؛ په تېر فکر نه کوي، په نن  کې ژوند کوي او راتلونکې ته هیله من وي.*

*بریالي خلک؛ شتمنۍ او شهرت نه  خوښوي یوازې دا خوښوي چې د خلکو په خدمت کې وي.*

*بریالي خلک؛ پدې باور لري چې په دې  نړۍ کې یو ځل ژوند کوو نو له ژوند نه پوره خوند اخلي تل هڅه کوي چې د ژوند هر شېبه په خوښۍ تېره کړي.*

*بریالي خلک؛ تل بښنه کوي په زړه کې  کینې او نفرت  ته ځای نه ورکوي.*

*بریالي خلک؛ که هرڅومره خفه هم وي  خو پر شونډو یې مسکا وي.*

*بریالي خلک؛ له ماتې نه وریږي، دوي  باوري دي چې بریا د ماتو پرستنو ولاړه ده.*

*بریالي خلک؛ تر ډېرې راکړې په ډېره  ورکړه خوښ وي.*

*بریالي خلک؛ د «ناممکن» کلمه نه  پېژني، تل دا وايي «دا کار کیږي».*

*بریالي خلک؛  لږ فکر او ډېر کار کوي.*

*بریالي خلک؛ لږ خبرې کوي، ډېر غوږ نیسي.*

*بریالي خلک؛ هر ډول (مثبت او منفي) بدلون ته تیار وي.*

*بریالي خلک؛ کله چې کار پیلوئ نو د شک دروازې تړي.*

*بریالي خلک؛ چې له نورو سره ښه کوي هغه هېروي خو چې کله ورسره نور ښه وکړي نو هغه یې د تل لپاره په یاد وي.*

@imranhashmi1

غوره ویناوی او خبری

28 Dec, 07:22


دلقمان حکیم نصحتونه

۱:- لږي خبري کوه.
۲:- د دوستانو احترام کوه.
۳:- د نن کار سبا ته مه پرېږده.
۴:- په هېڅ کار کې عجله مه کوه.
۵:- په لاره تللو کې درميانه اوسېږه.
۶:- مصرف دي له پيداوار نه کم ساته.
۷:- ويل شوي خبره بار بار مه تکراروه.
۸:- له مور او پلار سره نيک چلند کوه.
۹:- لمونځ هغه قسم چې ښايې اداء کړه.
۱۰:- له بدانو او جاهلو سره بنډار مه کوه.
۱۱:- د مور او پلار وجود غنميت وشمېره.
۱۲:- ښوونکې د مور او پلار په څير وگڼه.
۱۳:- د نورو مال او مقام ته طمعه مه کوه.
۱۴:- له خپلوانو سره خپلوي مه پري کوه.
۱۵:- د ولاړو خلکو په حضور کې مه کېنه.
۱۶:- له مشرانو سره اوږدې خبرې مه کوه.
۱۷:- د نورو نيک کار په خپل ځانه مه تپه.
۱۸:- ادب او عاجزي هېڅ کله هم مه هيروه.
۱۹:- هېڅوک د چا په مخکې مه رسوا کوه.
۲۰:- د زنانه يې خوي او لباس نه ډډه وکړه.
۲۱:- په ټولو کارونو کې ميانه حاله و اوسه.
۲۲:- د نورو کومک او ياري ته مه منتظرېږه.
۲۳:- په کاروبار او نيک کار کې جدي اوسه.
۲۴:- تيره شوي دعوه او دشمني مه تازه کوه.
۲۵:- اولاد ته دي اسلام او دينداري ور وښايه.
۲۶:- د نورو نصيحتونه او مشوري مه هيروه.
۲۷:- په بدکارۍ کې له چاسره لاس مه يو کوه.
۲۸:- خپل رازونه دي فقط له ځانه سره وساته.
۲۹:- له نورو سره په کبر او غرور رفتار مه کوه.
۳۰:- د ځلميتوب ورځي دي ، غنيمت وشمېره.
۳۱:- د مشرانو احترام او په کشرانو نرمي کوه.
۳۲:- له نيکو او ايماندارو خلکو سره مشوره کوه.
۳۳:- د خبرو په وخت کې د نورو خبري مه پري کوه.
۳۴:- هېڅ کار مخکې له مکمل پلان لرلو نه مه کوه.
۳۵:-محتاجان له خپل مال او دارايي نه مه محروموه.
۳۶:- عمر د عبادت او بنده گي لپاره غنيمت وشمېره.
۳۷:- د خلکو په اصلاح کې يوه زره سستي هم مه کوه.
۳۸:- د ښځي او اولاد د بي ځايه غوښتنو پيروي مه کوه.
۳۹:- له عالمانو او هوښيارو خلکو سره تعلقات وساته.
۴۰:- پوه شه چې هېڅ شي له الله جل جلاله نه پټ نه دي.
۴۱:- هغه څه چې الله جل جلاله درکړي ، پري خوښ اوسه.
۴۲:- هر څومره چې کولای شي ، ميلمه سره مهربانه اوسه.
۴۳:- په لږ ويلو، لږ خوړلو او لږ ويده کېدلو ځان عادت کړه.
۴۴:- هېڅوک او يا هېڅ شي له الله جل جلاله سره مه شريکوه.
۴۵:- له بدکارو نه هېڅ وخت د نيکۍ او ځوانۍ طمعه مه کوه.
۴۶:- په نورو باندې مه په غصه کېږه او ورسره په نرمۍ خبري کوه.
۴۷:- له الله جل جلاله سره صادق او له خلکو سره په انصاف چلېږه.
۴۸:- په هغه څه چې نورو ته يي نصيحت کوي خپله پري زر عمل کوه.
۴۹:- هغه دوست ته دوست ووايه چې په سختۍ کې در په کار شوي وي.
۵۰:- عمر او روزي په حساب او کتاب ده ، نو له هېڅ چانه مه ډارېږه او مه تري طمع کوه
@imranhashmi1

غوره ویناوی او خبری

27 Dec, 02:56


که ته د خپل ملګري لیدو ته ځې نو پیوندي جامې واغونده، شکېدلې او زړې څپلکې په پښو کړه هیلې کمې کړه او خېټه مه ډکوه.
@imranhashmi1

غوره ویناوی او خبری

27 Dec, 02:56


ډېره هوښیاري په اصل کې بد ګماني ده.
@imranhashmi1

غوره ویناوی او خبری

27 Dec, 02:56


سترګې د شیطان جال دی.
@imranhashmi1

غوره ویناوی او خبری

27 Dec, 02:56


که ځان سردار جوړول غواړې نو د بدۍ په مقابل کې هم نیکي کوه.
@imranhashmi1

غوره ویناوی او خبری

27 Dec, 02:56


هيڅ څوک کم مه بوله.
@imranhashmi1

غوره ویناوی او خبری

25 Dec, 10:53


یو چا ډېر ښکلي کرښې لیکلي حتما یې ولولئ :

ولې خفه یې ؟ 🌱

👈 ﮐﻪ ﺗﻪ ﻏﺮﯾﺐ يې ، خلک ﻗﺮﺿﺪﺍﺭ ﺩي .
👈 ﮐﻪ ﺗﻪ ﻣﻮټر ﻧﻪ ﻟﺮﯤ ، ﺧﻠﮏ پښې نه لري .
👈 ﮐﻪ ﺗﻪ له ﻣﺼﯿﺒﺘﻮﻧﻮ څخه ﺳﺮ ټکوې ، ﺧﻠﮏ ﻟﻪ ﻛﻠﻮﻧﻮ راهيسې د ناروغۍ په بستر ﭘﺮﺍﺗﻪ دي .
👈 ﮐﻪ ﺳﺘﺎ څه ﻣﺎلي ﺗﺎﻭﺍﻥ ﺷﻮﯼ وي ، ﺩ ﺧﻠﮑﻮ ډﯾﺮ ځاني ﺍﻭ ﻣﺎلي ﺗﺎﻭﺍﻧﻮﻧﻪ ﺷﻮي دي ، حتی د ځینو کارخانې په اور سوځېدلي او خپل ژوند یې پکې له لاسه ورکړی دی .

* صبر وکړه او له الله تعالى څخه په لمانځه سره مرسته وغواړه ؛ ځکه الله تعالى د قرآنکریم د (سُوۡرَةُ البَقَرَة) په (۱۵۳) نمبر آیت کې فرمایلي :

-«يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا اسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلٰوةِ ۚ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصّٰبِرِينَ»

#ژباړه__

اې مؤمنانو ! په صبر او لمانځه سره مرسته وغواړئ ، الله د صبر لرونكو ملګرى دى .

* ﻧﻮ ﻣﻪ ﺧﻔﻪ ﮐﯿږﻩ !

👈 ﺗﻪ ﻣﺴﻠﻤﺎﻥ یې ، ته ﭘﻪ ﺍﻟﻠﻪ ﺍﻭ ﺩ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺭﺳﻮﻻﻧﻮ ، ﮐﺘﺎﺑﻮﻧﻮ ، ﻣﻼيکو ، ﺗﻘﺪﯾﺮ ﺍﻭ ﺩ ﺁﺧﺮﺕ ﭘﻪ ﻭﺭځ ﺍﯾﻤﺎﻥ ﻟﺮﯤ ، شکر وباسه !

* ﺩﺍﺳﯥ ﺧﻠﮏ ﺷﺘﻪ چې ، ﺩﻏﻪ هیڅ ﻫﻢ ﻧﻪ مني .

👈 ﻣﻪ ﺧﻔﻪ ﮐﯿږﻩ !

* ﮐﻪ ګناه ﺩﺭﻧﻪ ﻭﺷﻮﻩ ، ﺗﻮﺑﻪ وباسه ؛ ځکه الله تعالى له توبه کوونکو سره مینه کوي لکه څنګه یې چې ، د قرآنكريم د (سُوۡرَةُ البَقَرَة) په (۲۲۲) نمبر آیت کې فرمایلي :

-«إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ التَّوّٰبِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِين‌ْ .

#ژباړه___

-د الله هغه خلك خوښیږي ، چې له بدۍ څخه لاس واخلي او سپېڅلتيا غوره کړي .

👈 ولې خفه یې؟

* خفګان ماغزه خرابوي ، ﺍﻭ ﻟﻪ سترګو څخه ﺧﻮﺑﻮﻧﻪ وړي ، په ورځني ژوند کې سستي راولي ، ﺍﻭ ﺩ ﮊﻭﻧﺪ انځور خرابوي !

👈 مه خفه کیږه !

* یوه ورځ به دې ناروغي ښه شي ، ګناه به دې وبښل شي ، قرض به دې خلاص شي ، بندیان به دې په کور شي او غریب به مالداره شي .

👈 مه خفه کیږه !

* تورې شپې سبا کیږي ، طوفانونه دریږي او همداسې به ستا د ژوند ترخې شېبې په خوشحالۍ او راحت بدلې شي . إن شاءالله .

👈 دا معلومات له خپلو ملګرو سره شریک کړئ .

@imranhashmi1

غوره ویناوی او خبری

24 Dec, 07:14


ترټولو لوی خیانت د قوم سره غداري ده
@imranhashmi1

غوره ویناوی او خبری

24 Dec, 07:14


د هر چا د ایمان معلومات د هغه وعدو څخه کېږي.
@imranhashmi1

غوره ویناوی او خبری

24 Dec, 07:14


د فاسق بدي بیانول غیبت دی.
بې عقلي ډېره غریبي ده.
د انسان ترټولو لوی دښمن د هغه خېټه ده.
@imranhashmi1