دغه مداح چې د ایران د رژیم په نزد ځانګړی ځای لري او تل د ایران د رهبر علي خامنهاي له ملاتړ او ستایلو برخمن دی، د مداحۍ له تریبیون څخه د اهل سنتو او د اسلام د پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) د اصحابو سپکاوی کوي. سره له دې، د ایران حکومت هېڅکله له داسې کسانو او څرګندونو سره مقابله نه کوي، بلکې هغوی ته مالي او سیاسي ملاتړ ورکوي.
دغه کړنې د ایران د رژیم ریښتینی څېره ښکاره کوي؛ رژیم چې د تاریخ په اوږدو کې تل د اهل سنتو له مذهب او د هغوی له حکومتونو سره دښمنۍ درلودلې او اهل سنت یې خپل اصلي دښمن ګڼلی دی.
نو هېڅکله باید له ایران څخه د خیر هیله ونه کړو.
https://t.me/Faryabi1/2409