ستا ملګري خو ماته هيڅ ګټه ونه رسوله!
فضل بن ربيع ويلي دي: أمير المؤمنين هارون رشيد د حج لپاره راغلی و, زما کور ته راغی, په ډيره تيزۍ ورته را ووتم, ماول ای امير المؤمنينه کاش حال دي راکړی وای زه به درغلی وم.
ول په ذهن کې مې څه راوګرزيده يوڅوک راته په نښه کړه چې پوښتنه ورنه وکړم.
ماول دلته سفيان بن عيينه شته.
ول ځه چې ورشو, هلته لاړو دروازه مو وټکوله ول څوک ياست?
ماول د امير المؤمنين هرکلی وکړه.
هغه په ډيري تيزۍ را ووت ول ای امير المؤمنينه کاش حال دي راکړی وای زه به درغلی وم.
امير المؤمنين وويل: د څه لپاره چې راغلي يو په هغه باندي پيل وکړه - اللهﷻ دي رحم درباندي وکړي. بيا يې يو ساعت خبري سره وکړي, وروسته امیر المؤمنین ورته وويل قرضونه درباندي شته؟ ول هو, امير ماته وويل د ده قرضونه ادا کړه. موږ چې راووتو امير المؤمنين راته وويل: ستا ملګري خو ماته هيڅ ګټه ونه رسوله, کوم بل سړی راته وګوره.
ما وويل: دلته عبد الرزاق بن همام شته. ول ځه چې ورشو. هلته چې ورغلو دروازه مو وټکوله په ډيرې تيزۍ راووت ول څوک ياست? ماول د امير المؤمنين هرکلی وکړه. ول ای امير المؤمنينه کاش حال دي راکړی وای زه به درغلی وم. امير المؤمنين ورته وويل: د څه لپاره چې راغلي يو په هغه به پيل وکړو, بيا يو ساعت سره وغږيدو وروسته يې ورته وويل : پورونه خو به نه وي درباندي؟ عبد الرزاق وويل پورونه راباندي شته. امير ماته وويل د ده پورونه ادا کړه, کله چې راووتو ماته يې وويل ستا ملګري خو ماته هيڅ ګټه ونه رسوله, کوم بل سړی راته وګوره.
ما وويل: دلته فضيل بن عياض شته, هلته چې ورغلو، هغه په لمانځه ولاړ و د قران کریم يو ايت يې تلاوت کول بيا بيا يې تکرارول, امير المؤمنين راته وويل دروازه ور وټکوه, ول څوک ياست؟ ماول د امير المؤمنين هرکلی وکړه. ول زما او د امير المؤمنين يې سره څه؟ ماول سبحان الله ايا اطاعت درباندي لازم نه دی. بيا راغی، دروازه يې پرانيسته او بيا پورته کوټې ته وخوت چراغ يې مړ کو او په يو کونج کې کښېناست. موږ ورپسي ورغلو لاسونه مو يوه بله خوا څپول چې د امير المؤمنين لاس د هغه سره ونښت, فضيل وويل: وای څومره عجيب پوست لاس دی که سبا د اللهﷻ له عذابه خلاصون ومومي. ما په زړه کې وويل دا سړی به ورسره په ډير پاک او پرهيزګار زړه خبري وکړي. هارون ورته وويل : د څه لپاره چې راغلي يو د هغه په اړه بحث وکړه - اللهﷻ دي رحم درباندي وکړي.
فضيل وويل: عمر بن عبد العزيز ته چې کله د خلافت واګې په لاس کې ورکړل شوې نو سالم بن عبد الله او محمد بن کعب القرظي او رجاء بن حيوة يې راوغوښتو ورته يې وويل: بې شکه زه د دغې بلا (ازمايښت) په ګېر کې راغلی يم نو ماته مشورې راکړئ. يعني عمر خلافت ته د ازمايښت او بلا په سترګه کتل خو ته او ستا ملګري ورته د نعمت په سترګه ګورئ! بيا سالم بن عبدالله, عمر ته وويل: ته که د اللهﷻ له عذابه خلاصون غواړې نو له دنيا نه روژه ونيسه او روژه ماتی دي بايد مرګ وي, محمد بن کعب ورته وويل : که د اللهﷻ له عذابه خلاصون غواړې نو مشر مومن بايد تاته د پلار حيثيت ولري, ځوان يې د ورور حيثيت درته ولري او کشر يې د زوی حيثيت درته ولري نو د پلار احترام کوه, د ورور اکرام کوه, په اولاد باندي مهربان اوسه; رجاء بن حيوة ورته وويل : که غواړې سبا د اللهﷻ له عذابه خلاص يې نو د مسلمانانو لپاره هغه څه خوښوه چې د ځان لپاره يې خوښوې, او هغه څه ورته بد ګڼه چې د ځان لپاره يې بد ګڼې; بيا فضيل هارون ته متوجه شو ول زه بيا تاته وايم چې په تا باندي سخت وېرېږم له هغې ورځي نه چې قدمونه پکې ښوهېږي, اللهﷻ دي په تا رحم وکړي, ايا له تا سره دغسي خلک شته، يا داسي خلک چې دغسي مشورې درکړي؟! په دې سره هارون رشید دومره وژړل چې بي هوښي ورباندي راغله, ما ورته وويل : په امير المؤمنين باندي يوڅه نرمي کوه, هغه راته وويل : ای د ربيع زويه ته او ستا ملګري يې وژنئ او زه ورباندي نرمي کوم. بيا امير المؤمنين را بيدار شو، فضيل ته يې وويل: نوري خبري هم راته وکړه- اللهﷻ دي په تا ورحميږي. فضيل وويل: ای امير المؤمنينه ماته خبر رسيدلی چې د عمر بن العزيز د يو عامل نه شکايت ورته ورسيد, نو عمر خپل عامل ته وليکل: ای وروره تاته د جهنميانو اوږده بې خوبي دريادوم, سره له هلته ابدي اوسيدلو, د اللهﷻ له حضوره د داسي تللو نه ساته چې هغه دي وروستی ملاقات او د اميدونو پرېکړون وي. کله چې عامل هغه مکتوب ولوست نو فوراً يې سفر پيل کړ او د عمر بن عبدالعزيز حضور ته حاضر شو, عمر ورته وويل : ولي راغلې؟ عامل وويل: زما زړه دي په خپل مکتوب سره له دندې ګوښه کړ, له اللهﷻ سره تر ملاقات پوري نه غواړم چې بيا دندې ته ورګرزم. هارون رشید بيا ښه ډير وژړل, وروسته يې ورته وويل: څه نوري خبري هم راته وکړه - اللهﷻ دي په تا رحم وکړي.