پریشانی خاطری می د لیکلو کله دی
آشنا به د شرابو کیفیت ور څخه اخلی
که نه دا توری وینی می د څښلو کله دی
د زړه هره تڼـاکه می دفتـر دی د دردونو
دا سوی سـوی پاڼی د لوستلو کله دی
حیران یمه کمینه زه دی خپلی حوصلی ته
د یار دومره ناخوالی د زغملو کله دی
✍شهزاده بی اعصاب