د کندهار هوایي لواء تخنیکي پرسونل له لورې یوه MI -17 ډوله هلیکوپتر ترمیم شوه
١٤٤٦ه.ق د شعبان المعظم ١٩مه
د کندهار د هوایي لواء، هوایي تخنیک د تکړه انجينرانو له لورې یو بال MI-17 هلیکوپتر چې له فعالیته لویدلې او د ډیپو کولو امر یې شوی وو، د یادې لواء د ساتنې او پالنې ګروپ د هوایي تخنیک د مجربو انجينرانو د پرلپسې هڅو وروسته بیرته ترمیم او په بریالۍ توګه یې الوتنه تر سره کړه.
د کندهار هوایي لواء قوماندان، ملا محمد عیسی "یاسین" د هوایي تخنیک د انجينرانو څخه د مننې تر څنګ د هغوی هڅې وستایلې او په دې برخه کې یې د لا زیار ایستلو هیله څرګنده کړه.
د یادونې وړ ده چې د نوموړې لواء له لوري تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر چورلکې ترمیم او د استفادې وړ ګرځیدلي دي.
ــــــــــــــــــ ترمیم و پرواز یک بال هلیکوپتر MI-17 توسط پرسونل تخنیکی لوای هوای قندهار
۱۹ شعبان المعظم ۱۴۴۶ ه.ق
یک بال هلیکوپتر نوع MI-17 که در لوای هوایی قندهار از قبل، از فعالیت باز مانده و امر دیپوی آن صادر شده بود؛ با تلاش های فروان گروپ های حفظ ومراقبت، تخنیکران و انجینران مجرب لواء مذکور مجددا ترمیم و موفقانه به پرواز در آورده شد.
ملا محمد عیسی "یاسین"، قوماندان لوای هوایی قندهار، ضمن قدردانی از انجینران بخش تخنیک هوایی، تلاشهای آنان را ستود و ابراز امیدواری کرد که در این زمینه تلاش های بیشتری صورت گیرد.
قابل یادآوری است که پیش از این نیز، تعداد زیادی از هلیکوپتر ها توسط منسوبین این لواء ترمیم و آماده استفاده شدند.