د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې ښاغلي عثماني د یادو شرکتونو له مسولینو سره په لیدنه کې افغانستان ته د تولید ټکنالوژۍ د لېږدبرخه کې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې.
د یاد وزارت په وینا؛ دې لیدنه کې د یادو شرکتونو مسولینو د ټکنالوژۍ د لېږد، د مسلکي کارکوونکو د روزنې او افغانستان ته د اړینو کرنیزو تجهیزاتو د رالیږد برخه کې همکارۍ ته چمتووالی ښودلی دی.
#مليتلویزیون