Abdul Ghaffar Jubair @jubair999 Channel on Telegram

Abdul Ghaffar Jubair

@jubair999


د عبدالغفار جبير رسمي کانال

د عبدالغفار جبير رسمي کانال (Pashto)

د عبدالغفار جبير رسمي کانال یک کانال تلگرام رسمی است که توسط آقای عبدالغفار جبیر اداره می شود. این کانال برای ارتباط با طرفداران و دوستداران خود ایجاد شده است تا آخرین اخبار، مطالب و دیگر محتویات مرتبط با آقای جبیر را به آنها ارائه دهد. آقای عبدالغفار جبیر یک شخصیت معروف و تاثیرگذار در جامعه است که با تلاش های خود در حوزه های مختلف، توانسته است علاقه مندان زیادی به خود جذب کند. در این کانال، شما می توانید اطلاعات مفید، تحلیل ها، نقدها و دیدگاه های آقای جبیر را بررسی کنید. اگر شما هم طرفدار و هوادار آقای عبدالغفار جبیر هستید، بهترین راه برای برقراری ارتباط با او و اطلاع یافتن از آخرین اخبار و تحولات، عضویت در این کانال تلگرام است. پس حتما از این فرصت استفاده کنید و به کانال رسمی عبدالغفار جبیر بپیوندید.

Abdul Ghaffar Jubair

22 Aug, 01:04


زما دا 5 نایاب او دوه نور کتابونه په کندهار کي دلته سته
عبد الغفار جبیر
زما هغه کتابونه چي وختي چاپ سویدی او هر ځای نه پیداکیږی اوس کولای سئ چي په کندهار کي یې پیدا کړئ، لاندي کتابونه :
١- بایبل پیژندنه. (د اوسني تورات، انجیل او زبور په هکله معلوماتي کتاب دی)
٢- رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند. (د سیرت کتاب،د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت، ارهاصات، معجزې او د غیر مسلمانانو په اند)
٣- سوال ځواب. (د غیر مسلمانانو د شبهاتو رد)
٤- اسلام او نوي ساینسي څېړنې دوهم ټوک.
٥- اسلام او نوي ساینسي څېړنې دریم ټوک.
٦ - ښکلي ځوابونه .
٧- منظومه مناظره
درک: پوهه خپرندویه ټولنه ارګ بازار کندهار، د اړیکو شماره :
+93 70 037 4524
میر احمد جان

Abdul Ghaffar Jubair

21 Aug, 00:39


سوال: کله چي چرګ حلال سو بیا  ګرمي اوبه پر اچوو چي تر څو یې بڼکې اسانه لیري سي، ایا دا په شریعت کي څنګه دی؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
دلته درې صورته دي:
۱: که چیري چرګ تر حلالېدو وروسته په جوش اوبو کي تر ډیرې مودې پورې کښېښودل سي، او چرګ څیري سوی نه وي دغه مردار دی، دا ځکه چي ددغه جوش اوبو له کبله نجاست و ټوله بدن ته داخلیږي، چي ټوله چرګ نجس وګرځېدئ.
لکه:
و کذا دجاجة ملقاة حالة غلی الماء للنتف قبل شقها
ددغه عبارت لاندي علامه ابن عابدین رحمة الله علیه لیکي:
قال فی الفتح: انها لاتطهرابداً
(رد المحتار لابن عابدین ج۱ ص ۳۳۴)
۲: دا هغه صورت دی چي چرګ حلال سي، او څیري نسي، خو ګرمي اوبه ددې لپاره پر واچول سي چي بڼکې یې ایسته سي، دا حلال دی، یو دغه اوبه جوش نه دي، او بل دغه وخت دومرې نه دی چي مسفوحه وینه او یا نور نجاست و ټوله بدن ته داخل سي.
۳: هغه صورت دی چي چرګ حلال سي، مسفوحه وینه یې پرېولل سي، او نس یې څیري سي، هغه فضله مواد او نجاست یې ایسته سی، که دغه بیا په جوش اوبو او یا ګرمو اوبو کي کښېښول سی دا هم پر وا نکوي.
(فقهی مقالات ۴: ۲۷۸/ لیکوال: شیخ الاسلام محمد تقی عثمانی صاحب)

Abdul Ghaffar Jubair

20 Aug, 15:16


ان شاءالله د مسیحیت په هکله دغه معلوماتي کتاب به ډېر ژر په دری ژبه سره و ژباړل سي او په کابل کي به چاپ سي. ان شاءالله.
که تاسو ئې پښتو لوستی وي څومري درته جالب وو ؟؟!!!
خپل علمي نظرونه لطفا راته پرېږدئ .

Abdul Ghaffar Jubair

20 Aug, 00:36


ایا د شُکر  سجده سته؟
سوال: کله چي زما یو کار الله جل جلاله تر سره کړي زه کله د شُکر سجده د لمانځه وروسته کوم او کله هم د شُکر لپاره لمونځ کوم، ددې شرعي حکم څه دی؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
د شُکر سجده فی نفسه جائز ده، بلکي مفتی به قول دادی چي مستحب ده، خو د لمانځه وروسته متصل کول یې ښه کار نه دی او مکروه ده، ځکه خلک د ناپوهۍ له کبله داسي فکر کوي چي دا سنت یا واجب ده، فقهاء ددې مسئلې صراحت کړیدی، چي که چاته الله رب العزت یو نعمت ورکړي د شُکر لپاره سجده کولای سي، په دې کي هیڅ مشکل نسته، خو ښه طریقه یې داده چي کله الله جل جلاله یو انسان ته نعمت ورکړي په هغه وخت کي دي اودس تازه کړي دوه رکعته لمونځ دي وکړي او دالله شُکر دي اداء کړي؛ کله چي مکه فتح سول نو رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه رکعته لمونځ وکړ.
و سجدة الشکر: مستحبة به یفتی، لکنها تکره بعد الصلاة لان الجهلة یعتقدونها  سنة او واجبة، و کل مباح یؤدی الیه فمکروه... (قوله به یفتی) هو قولهما.  و اما عند الامام فنقل عنه فی المحیط انه قال لا اراها واجبة ؛ لانها لو وجبت  لوجب فی کل لحظة؛ لان نعم الله تعالی علی عبده متواترة، و فیه تکلیف ما لا یطاق و نقل فی الذخیرة عن محمد عنه انه کان لا یراها شیئاً، و تکلم المتقدمون فی معناه، فقیل: لا یراها سنة، و قیل شکراً تاماً؛ لان تمامه بصلاة رکعتین کما فعل علیه الصلاة والسلام یوم الفتح.  الخ (الدر المختار وحاشیة ابن عابدین (رم المحتار) ۲/ ۵۹۷، ط: زکریا)
(دارالافتاء دارالعلوم دیوبند: Fatwa: 460- 470=sn/ 6/1440 )

Abdul Ghaffar Jubair

19 Aug, 00:17


د جادو او سحر قرآني علاج
دکتورس نسيمه ـ کاناډا
سوال: په ما جادو او سحر سویدی، زه په ځان پوهېږم، اثرات یې راباندي ښکاره سویدي، ددې علاج څه شی دی؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
د ابن ابی سلیم رحمة الله علیه څخه روایت دی چي لاندي مبارک ایاتونه پر ځان یا اوبو باندي پوه کړل ان شآء الله ، الله به شفاء درکړي.
دغه لاندي مبارک ایاتو (۱۱) ورځې سل سل ځلي وایه بیا یې پر ټول بدن باندي پوه کړه، او همدارنګه  اوبه په دم کړه او وې څیښه.
وَيُحِقُّ اللَّهُ الْحَقَّ بِكَلِمٰتِهِۦ وَلَوْ كَرِهَ الْمُجْرِمُونَ (سورت یونس: ۸۲)
فَوَقَعَ الْحَقُّ وَبَطَلَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (سورت الاعراف: ۱۱۸)
قلنا لا تخف انک انت الاعلی وَأَلْقِ مَا فِى يَمِينِكَ تَلْقَفْ مَا صَنَعُوٓا ۖ إِنَّمَا صَنَعُوا كَيْدُ سٰحِرٍ ۖ وَلَا يُفْلِحُ السَّاحِرُ حَيْثُ أَتٰى (سورة طه:۶۸، ۶۹)
(تفسیر ابن کثیر، تفسیر ګلدسته ج۳: ص: ۲۸۳) (ایک هزار انمول موتی ج: ۴: ص: ۳۹)
بل قرآني علاج یې دادی کله نبي کریم صلی الله علیه وسلم چي شفاء پیدا کړه، د قرآنکریم اخري دوه سورته (سورت فلق او سورت الناس) هر سهار (۱۱) ځلي دواړه او هر ماښام (۱۱) ځلي دواړه وایاست، پر ماشومانو یې هم پوه کوئ ان شاء الله د جادو او سحر اثر به ختم سي.
(ایک هزار انمول موتی ج: ۵: ص: ۳۹۱)

Abdul Ghaffar Jubair

18 Aug, 17:58


تاسي کولاى سٸ چي زموږ د وټساپ او تليګرام د رسمي کانالو څخه استفاده وکړٸ، زموږ ټولې علمي ليکنې پکښې خپريږي .
د وټساپ د یوه ګروپ لنک:
https://chat.whatsapp.com/H9PixXAjo7v9gN8QUQ0lM1
د تليګرام لنک :
https://t.me/ajafghan

1,415

subscribers

4,225

photos

62

videos