خوارج څوک دي؟ @ehdvdh Channel on Telegram

خوارج څوک دي؟

@ehdvdh


موږ سره اوسي
تر څو درته د نن عصر خوارجو اصلي څهره بربنډه کړو
له ملتیا مو نړۍ مننه
لینک درسره شیر کړئ
جزاك اللهُ‎ خیراً کثراً

خوارج څوک دي؟ (Pashto)

خوارج څوک دي؟ یوه تلویزیونی چینل ده که د خوارجو حقه او مسلکي نوموړیو ته د نوم کولو لپاره استازې او شناسای وکړل شوی دی. د خوارجو په دې چینډل کې داخل شئ او د نن عصر خوارجو په اصلی او نړۍ بربنډونو کې پیل کړئ. هغه لوبو کومې مالوماتو په لینک کې ملګري او د پورته ځایونو ته رسېده کړي. دا یو د په ملتیا کې مخه د چینډل کې په لوبو کې داخل شوئ. تاسو کولای شئ د خوارجو په اصله او مسلکي بارنې کې د پېلولو په روزنه کې ځان شئ او د چینل په سره ورسره کړئ. جزاک الله خیراً کثراً

خوارج څوک دي؟

12 Feb, 16:56


‏ داعشي خوارجو په کندوز کي د تېرې ورځې د برید مسوولیت منلی او زیاته کړې يې ده چې موخه یې د اسلامي امارت سرتېري وو.
‏د کندز امنیه قومندانۍ بیا خبر ورکړی و چې په دغه برید کې د ملکیانو په ګډون ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

دغه دي د خلافت جوړوونکي ټول عمر یې جهاد له مسلمانانو سره وکړ.

خوارج څوک دي؟

12 Feb, 16:43


#خوارج
د وخت خوارج د دې دور د تورتم فتنه ده، د چا زهرجن خنجر چې تل د اسلام د مؤمنو رجالو، علمـاوو، بې ګناه وګړو او د دې اُمت د محـــسنینو په پاکــو وجودونو کې ښخ شوی دي، دوی د هغه چا لارویان دي چا چې د رسول ﷺ په لا مثــــاله عدالت نیوکه وکړه.

خوارج څوک دي؟

12 Feb, 10:00


*له پاکستان سره د څو لسیزې دښمنۍ شعارونه او نننۍ ملګرتیا*

هندوکش غږ
د  هندوکش غږ د هغه خبرونو په دوام چې لا وړاندې خپاره شوي او د پاکستان د آی‌ ایس آی له مشر سره یې د جمهوریت د تښتېدلو مشرانو له پټو لیدنو پرده پورته کړې وه، بېلابیلې سرچینې او د سرپرست حکومت مخالفو رسنیو هم دا منلې چې یادو مخالفینو د دویم ځل لپاره په ترکیه کې د آی‌ ايس‌ آی له مشر سره لیدنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې دغه تښتېدلي رهبران د جمهوري نظام تر سقوط وړاندې، آی‌ ایس‌ آی د افغانستان لومړی نمبر دښمن باله او طالبان یې له دې ادارې سره په همکارۍ تورنول. دوی به ټولو ته ویل چې آی‌ ایس‌ آی د طالبانو ملاتړ کوي او د پردې تر شا یې ټولې چارې کنټرولوي.
خو د وخت په تیرېدو څرګنده شوه، هغوی چې یو ورځ یې په همدې نوم پر سرپرست حکومت تخریباوه او د پاکستان له آی‌ ایس‌ آی سره یې تړلی باله، په خپله یې له دې جاسوسي ادارې سره پټې اړیکې درلودې. په خپلو مخالفینو یې د دې تورونو لګول له واقعیت څخه لیرې وو او تنها د رواني جګړې بڼه یې درلوده.
هغه حقایق چې په دې وروستیو کې بربنډ شوي، په ښکاره توګه څرګندوي چې د پرځېدلي جمهوریت مشرانو د افغانستان ګټو او خلکو ته هېڅ راز ژمنتیا نه درلوده. د خپلو مخالفینو په وړاندې یې چې هره خبره کول، تنها د خپل قدرت او موقف د ساتلو لپاره وه.
هغه ناستې، پاستې چې په دې وروستیو کې په تاجکستان او ترکیه کې له آی‌ ایس‌ آی سره شوې دي، په بشپړ ډول د افغانستان د نا امنۍ، بې‌ ثباتۍ، د آی‌ ایس‌ آی د ګټو او د ډیورند کرښې په رسمیت پېژندلو په موخه ترسره شوې دي. دا ټول نه تنها د افغانستان له خلکو سره خیانت او د ملي ګټو خلاف ګڼل کېږي، بلکې د پرمختګ او پانګونې د مخنیوي، د آسیا په سطحه د یوه اقتصادي او ترانزیټي ستراتیژیک هېواد په توګه د افغانستان بدلون په برخه کې هم خورا منفي اغېز لري.
که څه هم دا معامله‌ کوونکي هېڅکله د هوښیارو او هېواد پالو افغانانو په وړاندې نشي بریالي کېدای، خو د هغه کسانو له خوا چې څو لسیزې یې د دې ملت برخلیک په لاس کې و، د دې کار اراده او د افغانستان له پخواني دښمن سره یې لاس یو کول، د افغانستان د ځورېدلي ولس په زړه باندې نوی زخم جوړ کړ. خلک پوښتي چې ولې د دوی برخلیک څو لسیزې د داسې خاینانو او هېواد پلورونکو په لاس کې و چې له واک څخه تر لېرې کېدو وروسته چمتو دي دا خاوره وپلوري او د افغانستان د دښمنانو ګټې په دې توګه خوندي کړي.
خو یو څه چې د ډاډ او خوښۍ لامل شوي، د افغانستان د خلکو ویښتیا او د دې ډول خاینانو اصلي څېرې پېژندل دي. دا ځل هغه کسان هم چې تر دې دمه یې د تعصب پردې پر سترګو خورې وې، وتوانېدل د دې خاینانو اصلي څېرې وویني او وپېژني.
یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

خوارج څوک دي؟

11 Feb, 12:56


خ.....ط...ا....ب تقبله الله😢

خوارج څوک دي؟

08 Feb, 17:57


‏⁧ #داعش_د_علماوو_په_اند ⁩ (۱)

‏شیخ ابو قتاده فلسطیني وایي:‏⁦

خوارج څوک دي؟

08 Feb, 17:56


المرصاد یې نشروي

خوارج څوک دي؟

08 Feb, 04:55


النبوي اداره یې وړاندي کوي

داعش ددي عصر سترو ظالمانو ته د شعر په ژبه
کسر!

نه دي کفارو سره جنګ شته نه جګړه داعشه
د مسلمان سره دي هرځای وي کینه داعشه

ترانه ویونکی: انس هاشمي آغا
شاعر: احسان الله احسان

#النبوي_دترانو_سترمرکز

خوارج څوک دي؟

06 Feb, 15:40


معلومات، عجايب، او نور په دي چاینل کي
خپریږي.

@EliasHabibi تبادله لپاره
https://t.me/Do_you_Know9

خوارج څوک دي؟

06 Feb, 14:36


https://t.me/hiydhvdtc

خوارج څوک دي؟

06 Feb, 14:36


جهـاد پاکستان!
https://t.me/zsaguijnbvfyo
https://t.me/zsaguijnbvfyo
د تحریک طالبان پاکستان (TTP) سرتېرو پر پاکستاني پوځیانو د خونړي بریدونو ویډیوګانې، عکسونه او خبرونه په دې چېنل کې کتلی شۍ.

د تحريک طالبان پاکستان چينل👇
د عمري ميډيا 👇
د جهادي پاکستان👇
https://t.me/zsaguijnbvfyo
https://t.me/zsaguijnbvfyo
https://t.me/zsaguijnbvfyo

خوارج څوک دي؟

06 Feb, 13:58


د هیواد په شمال کې د فتنګرو پر ضد بریمن عملیات

المرصاد

د لوی الله جل جلاله په نصرت، د فتنګرو هغه شبکه چې په بلوچستان کې یې د داعش خراسان څانګې په مستقیمه لارښوونه د هیواد په شمال شرق کې یو لړ تخریبي کړنې ترسره کولې، د اسلامي امارت د ځانګړو مجاهدو ځواکونو د بریمنو عملیاتو په پایله کې وځپل شوه او ټول غړي یې ونیول شول.

المرصاد له خپلو کره سرچینو څخه معلومات ترلاسه کړي چې له تېرو دریو ورځو را پدېخوا د هیواد په شمال کې ددې شبکې پر ضد په تخار، کندز، بغلان او سمنګان ولایتونو کې پراخ عملیات ترسره شوي.
په دې عملیاتو کې د دې شبکې ټول غړي نیول شوي دي. وسلې، مرمۍ، لاسي بمونه او چاودېدونکي توکي ترې د ځانګړو مجاهدو ځواکونو لاسته ورغلي دي.

د دې شبکې وروستۍ برید د تخار ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې په یوه چینایي وګړي برید وو چې چینایي تبعه پکې ووژل شو. له دې مخکې دې شبکې د بغلان ولایت نهرین ولسوالۍ اړوند یوه مسجد کې په ذکر کوونکو برید ترسره کړی وو او له لسو زیاتو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.

همدغه راز یې د بغلان ولایت په ځینو نورو سیمو کې دیني علماء کرام او مخور شخصیتونه په نښه کړي وو او په شهادت یې رسولي وو. د یادې شبکې ټولو غړو په خپلو جرمونو اعتراف کړی.

د یادونې وړ ده چې ددې شبکې فعالیت د بلوچستان په ایالت کې د داعش خراسان څانګې او د دوی تر شا د ځینو استخباراتي جهتونو د هغې ستراتیژۍ یوه برخه وه چې غوښتل یې د افغانستان په شمال کې ځیني پېښې ترسره کړي، د امنیتي وضعیت په اړه تشویشونه را وټوکوي او ګاونډیو هیوادونو ته هم تشویشونه ایجاد کړي.
پاتې دې نه وي چې د بلوچستان په ایالت کې د فتنګرو د خراسان د څانګې مرکزونه او د تربیت کمپونه وجود لري او هلته د ګڼو اروپایي او آسیاسي هېوادونو اتباع روزل کېږي او که چېرې یې مخه ونه نیول شي نو داسې احتمال شته چې په یو شمېر نورو هیوادونو کې هم خطرناک بریدونه ترسره کړي.

همدغه راز د لوی الله په نصرت، د افغانستان اسلامي امارت د ځانګړو مجاهدو ځواکونو په عملیاتو کې د هغه مسلح جنایي بانډ ګڼ غړي نیول شوي چې د تخار په ولایت کې په اختطاف او په ځینو صرافانو او زرګرانو باندې په بریدونو کې ښکېل وو. یو زرګر، یو صراف او د یو مختطف یو ماشوم ورور یې په شهادت رسولي وو.

د المرصاد د سرچینو له مخې د دوی تر شا هم ځینو پټو جهتونو او کړیو لاس درلود او غوښتل یې چې امنیتي وضعیت ناآرامه او د پرمختیایي او اقتصادي پروژو په اړه تشویشونه ایجاد کړي. ددې جنایي بانډ غړو هم پخپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

دې دواړو بانډونو د یو لړ نورو تخریبي کړنو پلانونه هم درلودل چې الحمدلله، د دوی په ځپل کېدو ددې پلان شوو تخریبي کړنو مخه ونیول شوه.

خوارج څوک دي؟

03 Feb, 17:39


#جزیرة_العرب

د انصار الشریعة له لوري نشر شوې تازه ویډیو
القاعدة الجهاد في جزیرة العرب

خوارج څوک دي؟

02 Feb, 17:29


د مرحوم امیرالمؤمنین د فکر او عقیدی ملګري.🥰🫀

خوارج څوک دي؟

28 Jan, 15:41


څه لامل و، چې د طالـ.ـبانو حرکت د امریکا په سترګو او د امریکا په وینا ترهـ.ـګر حرکت په یو داسې حرکت بدل کړ، چې د سولې تړون ورسره لاسلیک شو؟ د دې لامل نه دموکراسي وه، نه انساني حقوق و، نه له فکر او ایډیالوژۍ څخه تیرېدل و، نه سوله اییزه لاره وه؛ بلکې د حق د خاوندانو په لاس کې وسله او جهـ.ـاد کول وو، همدا یو درس دی ای عربو!... چېرې وو هغه د آلوتکو جالۍ او ډله ډله آلوتکې؟ چیرې وو هغه اټومي وسلې؟ چېرې وو هغه جنګي کښتۍ او د اوبو لاندې بېړۍ؟ چېرې وو بالاستیک توغندي؟ چېرې وو فضایي دفاعي سیستم؟ چېرې وو امریکایي استخبارات؟ چېرې وو د امریکا متحد هېوادونه؟ چېرې وو د میلیاردونو بودیجې؟ چېرې وو د قوتونو توازن؟ دا ډول شرطونه، ناسته او عاجزي چې ډېر ورسره ودرېدل خو طالـ.ـبان ورسره ونه درېدل
د کتاب له متن څخه
دلته یې ترلاسه کولائ شئ

خوارج څوک دي؟

27 Jan, 11:19


غزه او ملا ماتی قلم

ليک: قاري عبدالستار سعيد

وياند: حيدري طالب الأفغاني

نشر: فکري اعداد خپرنيون

لينک: https://t.me/ehdvdh

خوارج څوک دي؟

25 Jan, 18:50


د ما خفي اعظم په خپرونه کې د عصر د سړي شهید ابو ابراهيم یحیی السنوار تقبله الله ویډیو د جنګ له ډګره.

خوارج څوک دي؟

22 Jan, 12:52


شیخ اسـ.ـامـ.ـه بن لـ.ـادن رحمه الله

خوارج څوک دي؟

22 Jan, 10:49


د خوارجو نښي

لومړی برخه

په نبوي احاديثو کي د خوارجو نښي او صفات

وياند: حيدري طالب
نشر: فکري اعداد خپرنيون

لينک https://t.me/ehdvdh

خوارج څوک دي؟

21 Jan, 15:59


‏د پاکستان یو عالم دین مفتي عبدالوکیل مولانا فضل الرحمن ته په یو اعتراض کې وايي په افغانستان کي جهاد، په کشمیر کې جهاد او په پاکستان کې سیاست دا فلسفه له کم ځای نه راغله؟!

خوارج څوک دي؟

20 Jan, 18:32


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ تبادله والا را شې 👇
#نوټ ممبر تر 1000 لږ نه وي باید
@JAheb313

خوارج څوک دي؟

19 Jan, 11:17


*‏غزه او ملا ماتی قلم*
قاري عبدالستار سعيد

د واتساپ په سټېټس مې د غزې اړوند یو انځور لګولی دی. یو ملګري مسیج کړی وایي ستا لیکنې ته هم په تمه یو.
خو چېرې دی هغه قلم چې د دغه ۱۵ میاشتنۍ ماجرا د ترسيم او تحرير ځواک ورسره وي؟ چېرې دي هغه الفاظ چې دغه مظلوميت تعبیر او تفسير کړای شي؟ چېرې دي هغه کلمات چې د حماس د حماسې تر درانه پیټې لاندې يې شاتير تات او مات نه شي.
باور وکړئ، دغې حماسې، دغه مظلومیت او دغه ثبات ته له سړو اوښکو پرته د بل غبرګون تومنه په ځان کې نه وينم. نن که محمود درویش او جرجي زیدان هم راپاڅي، نن که نسیم حجازي هم راژوندی شي، قلم به يې د غزې د ماجرا په وړاندې ګونګ او بې وسه وي.
د غزې د تېرو ۱۵ میاشتو هر واقعیت تر تعبیر او تفسیر لوړ دی. نه د حماس هغه بریښناییز تهاجم د کلماتو په دودیزو چوکاټونو کې ځاییږي چې له ځمکې، هوا او سمندره په محصوره غزه کې يې څرنګه د دومره ستر برید بیلابیل تأمینات بشپړ کړي وو چې د صهیونزم د دفاعي ځواک په اړه یې د درست جهان د فکري خونو ارزونې غلطې ثابتې کړې.
نه د کوچنۍ غزې په وړاندې د غربي کبر د صف بندۍ، الوتک وړونکو بیړیو حرکت او صهیوني پوځ د سخت ترین ظلم، وحشت او بې رحمۍ لپاره الفاظ شته، چې حتی روغتونونو يې په بیلډزورو هوار او له خیمو جوړ کمپونه یې په وروستي ماډل بمونو ریز مریز کړل.
نه د اهل غزه د متانت، صبر او استقامت کوم تعبیر کیدای شي، چې په پنځلس میاشتنې محشر کې یې آخ قدرې شکوه هم پورته نه شوه. له هر بمبار وروسته به یې چې د خپلو ماشومنو ټوټې راټولولې لاسونه یې نه لړزېدل او نه یې د ترجیع له کلماتو ورتېر کومه شکایت په خوله راته.
د حماس د مجاهدينو خو پوښتنه مه کوه، چې یو ځل بیا یې د اسلام او محمدي امت میړنی او نه ماتیدونکی تشخص معاصر بشریت ته په اثبات ورسوه.
په همدې سلسله کې د هغې بې ننګۍ او بې حسۍ هم تعبیر نه شي کیدای چې د نړۍ یو شمېر اسلامي واکمنو د غزې په وړاندې د رسمي سیاست په حیث غوره کړې. د غزې محشر ټوله نړۍ وښوروله، حتی په کفري نړۍ کې یې بشري وجدانونه ولړزول. خو دوی ها د چا خبره( بجنبد کوه، نجنبد شادولا) د غزې په غمیزو يې داسې ځانونه کاڼه او ړانده کړل چې تر ابده به د تاریخ په تندي داغ وي.

موږ دلته وڅاری.
https://t.me/ehdvdh

خوارج څوک دي؟

19 Jan, 11:12


https://almirsaad.com/%d8%af-%d8%ae%d9%88%d8%a7%d8%b1%d8%ac%d9%88-%d9%be%d9%8a%da%98%d9%86%d8%af%d9%86%d9%87-%d9%84%d9%88%d9%85%da%93%db%8d-%d8%a8%d8%b1%d8%ae%d9%87/


*د خوارجو پيژندنه!*
*لومړۍ برخه*
*راشد شفيق*

خوارج یوه اعتقادي ډله ده چې په تاریخ کې د یوې تاوتریخوالي غوښتونکي ډلې په توګه پېژندل شوې ده، دغه ډله د اسلامي دولت په تاریخ کې له ډېرو شخړو او پېښو سره تړلې ده، چې لا هم په اوسني عصر کې د هغوی ناسم افکار شتون لري، نني داعشیان د پرون خوارج دي.

د "خروج" او "خوارجو" تعریف

۱:- امام شافعي رحمه الله فرمايي:
خوارج هغه کسان دي چې د مسلمانانو او د علماؤ د اجماع پر ځای د قرآن او سنت څخه بې‌دلیله افراطي تفسیر کوي او د دې لارې د اسلامي امت وحدت ته زیان رسوي.

۲:-علامه ابوالحسن اشعري رحمه الله:
خوارج هغه کسان دي چې د ګناه یا خطا له امله مسلمانان کافران ګڼي او په دې باور دي چې د مسلمان حاکمانو پر وړاندې خروج او قیام په هغه صورت کې واجب دی که چیرې په دوی کې خطا وویني.

۳:- مورخ او مفسر عالم ابن اثير رحمه الله:
په خپل کتاب «الکامل فی التاریخ» کې خوارج داسې ډله معرفي کوي چې د خپلو افراطي تفسیرونو پر بنسټ یې پر مسلمانانو د کفر حکم کړی او د اسلامي حکومتونو پر وړاندې یې قیامونه کړي.

۴:- شهرستاني په خپل کتاب الملل والنحل کې د خوارجو یو سیاسي تعریف وړاندې کړی چې په دې کې یې خروج د هر هغه چا لپاره کارولی چې د هغه امام پر وړاندې ودرېږي چې د امت په شرعي ډول د هغه په امامت باندې اتفاق شوی وي.

نوموړی وايي: "هر څوک چې د حق امام پر وړاندې ودرېږي، هغه به خارجي بلل کېږي، که دا خروج د خلفای راشدینو په وخت کې وي یا د هغوی نه وروسته د تابعینو په زمانه کې."

د دې ترڅنګ، نورو علماؤ هم دا خبره زیاته کړې چې هر څوک چې د خوارجو په نظریاتو کې شریک وي یا د هغوی اعمال وکړي، هغه ته به خارجي ویل کېږي. لکه:
۱:- د تحکیم (د شخړو د حل لپاره د منځګړیتوب) انکار
۲:- د کبائرو (لویو ګناهونو) ترسره کوونکي کافر ګڼل
۳:- د ظالمو واکمنانو پر وړاندې د پاڅون نظریه
۴:- د دې عقیده چې د لویو ګناهونو ترسره کوونکي به په دوزخ کې تل پاتې وي.

د خوارجو نومونه او لقبونه:
د خوارجو لپاره په تاریخي او اعتقادي منابعو کې بېلابېل نومونه ذکر شوي دي، ځینې له دې نومونو سره هغوی موافق دي او ځینې یې نه مني، د دغو نومونو له جملې څخه یو مشهور نوم "خوارج" دی، د دې نومونو کارونه د خوارجو د فکرونو او اعمالو سره تړاو لري چې د تاریخ په اوږدو کې د اسلامي امت په سیاسي او اعتقادي ژوند کې لویه اغېزه لرلې ده.

۱:- خوارج
دا د دوی تر ټولو مشهور او ډېر کارېدونکی نوم دی، چې د مقالاتو او د تاریخي لیکوالانو په وینا راغلی دی او نور نومونه یې د دې نوم په پرتله نږدې ورک ښکاري، دا هغه نوم دی چې د دوی ټولو فرقو ته شامل دی او داسې ښکاري چې دا نوم هم د ستایلو او هم د بدو ویلو احتمال لري.

که چېرته د "خوارج" نوم له دې مبارک آیت څخه اخیستل شوی وي:
"وَمَن يَخْرُجْ مِن بَيْتِهِ مُهَاجِرًا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ يُدْرِكْهُ الْمَوْتُ فَقَدْ وَقَعَ أَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ"
(النساء: ۱۰۰)
نو دا نوم د ستاینې لپاره دی، دا نوم د دوی له نظره د همدې معنی له مخې غوره شوی او دوی ځانونه د همدې معنی په اساس خوارج بللي دي، لکه څنګه چې به یې خبرې وروسته ذکر شي.

خو که دا نوم د امامانو، خلکو، دین یا د علي بن ابي طالب رضي الله عنه په خلاف د خروج په معنی واخېستل شي، نو بې شکه دا د دوی لپاره د سپکاوي نوم دی او دا نوم به د دوی مخالفینو ورکړی وي، دا معنی د ډېرو علماؤ او د ډلو د لیکوالانو له نظره د دوی لپاره مناسب دی؛ البته، خوارج د دې معنی مخالفت کړی، ځکه دوی دا حق ګڼي چې د دوی خروج پر امامانو یا خلکو د دوی په نظر سم و.

ټول د فرقو تاریخ لیکونکي پر دې نوم (خوارج) د دوی د یادولو لپاره متفق دي، په "فتح الباري" کې بېلابېل روایتونه راغلي چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د خوارجو په اړه نقل شوي دي.

د بزار په یوه روایت کې چې د شعبي له لارې د مسروق په نقل له عایشې رضی الله عنها څخه شوی، وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم د خوارجو ذکر وکړ او وې ویل:
"هُم شِرَارُ أُمَّتِي، يَقتُلُهُم خِيَارُ أُمَّتِي."
(هغوی زما د امت بدترین کسان دي، هغوی به زما د امت غوره کسان ووژني).
ابن جوزي له عبدالله بن ابی اوفی رضي الله عنه نقلوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
"الخوارج كلاب النار."
(خوارج د دوزخ سپي دي).

خوارج څوک دي؟

16 Jan, 16:11


د خدای رحمت دِي وي،
په هغو خلکو،
څوک چې په پاک نبي ﷺ درودونه وایي

صلی الله علیه واله وسلم❤️

خوارج څوک دي؟

16 Jan, 10:47


خوارج څوک دي ؟

د خوارجو لغوي او اصطلاحي تعريف

وياند: حيدري طالب

نشر: فکري اعداد


https://t.me/HABIBI700000

خوارج څوک دي؟

13 Jan, 03:12


https://almirsaad.com/%d8%b3%d9%88%d8%b1%db%8c%db%90-%da%a9%db%90-%d9%be%d8%b1-%d8%b2%db%8c%d8%a7%d8%b1%d8%aa-%d8%a8%d8%b1%db%8c%d8%af-%d9%be%d9%84%d8%a7%d9%86%d9%88%d9%88%d9%86%da%a9%d9%8a-%d8%af%d8%a7%d8%b9%d8%b4%db%8c/

سوریې کې پر زیارت برید پلانوونکي داعشیان ونیول شول

د سوریې د نوي تشکیل شوي حکومت د کورنیو چارو وزارت په دمشق کې پر یوه زیارت د داعشیانو د برید د پلان شنډولو خبر ورکړی دی.
د سوریې دولتي اژانس د مسؤلینو له قوله لیکلي چې د استخباراتو عمومي ادارې له اړوندو جهتونو سره په همغږۍ د پلازمېنې دمشق په څنډو کې د داعشیانو پر یوه پټنځای عملیات ترسره کړي، چې په نتیجه کې یې څلور له داعش سره تړاو درلودونکي کسان نیول شوي دي.
په خبر کې ویل شوي چې نیول شویو کسانو غوښتل په دمشق کې د سیده زینب په نوم زیارت باندې برید ترسره کړي او د دې کار ترسره کولو لپاره یې چاودېدونکي توکي او نور وسائل هم چمتو کړي وو. د دمشق په څنډه کې پروت د سیدة زینب زیارت د اهل تشیع په نزد ډېر محترم دی، امامي شیعه ګان په دې باور دي چې دلته د حضرت علي کرم الله وجهه لور، زینب رضي الله عنها، دفن شوې ده.
داعشي خوارجو تېره میاشت د سوریې د مجاهدینو تر بریالي کېدو وروسته ګواښ کړی و چې د نوي جوړېدونکي حکومت پر ضد به خپله جګړه روانه ساتي. له وروستي شنډ شوي پلانه ښکاري چې دا فتنه ګرده ډله کوښښ کوي چې په سوریه کې د تازه سوړ شوي جنګ اور بیا بل کړي او د شام مبارکه خاوره د تل لپاره د جګړې ډګر وګرځوي
.

خوارج څوک دي؟

13 Jan, 03:09


https://almirsaad.com/%d8%af-%d8%a7%d8%b3%d9%84%d8%a7%d9%85%d9%8a-%d8%a7%d9%85%d8%a7%d8%b1%d8%aa-%d8%af-%d9%85%d8%ad%d8%a7%da%a9%d9%85%d9%88-%d8%af-%d9%be%d8%b1%db%90%da%a9%da%93%d9%88-%d9%85%d8%b9%db%8c%d8%a7%d8%b1-3/


*د اسلامي امارت د محاکمو د پرېکړو معیار!*
*دویمه او وروستۍ برخه*
*أبو عمر حقاني*

په تېره لیکنه د اسلامي امارت د محاکمو او شرعي احکامو د پرېکړې یو معیار چې قرآنکریم و، په پوره وضاحت سره مو ولوستی، اوس غواړم، چې پاتې معیارونو تشرېح کړم:

۲:- نبوي احادیث:
که چیرې د اسلامي امارت د محاکمو قضائي غړي محاکمو ته د راجع شوو دوسیو حکم په قرآنکریم کې پیدا نه کړي، نو دغه موضوعات بیا د نبوي ارشاداتو (احادیثو) په رڼا کې څېړي او د صحیح (قوي) احادیثو له مخې یې په اړه پرېکړې صادروي.

د بېلګې په توګه؛ د حد سرقې بیان شته، چې د غله او غلې لاس دې پرې کړل شي، خو تفصیل یې نشته، چې په څومره مال به د غل/غلې لاس پرې کېږي، چې یاد تفصیل په حدیث شریف کې ذکر شوی دی.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث خپله شرعي حجت دی، ځکه هر لفظ چې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم له خولې راوتلی، هغه په الهي وحیې ولاړ دی او الله تعالی یې په اړه وائي: «وَمَا يَنطِقُ عَنِ ٱلۡهَوَىٰٓ(۵) إِنۡ هُوَ إِلَّا وَحۡيࣱ يُوحَىٰ »[سورت النجم:۴]
ژباړه: دغه (محمد صلی الله علیه وسلم) له خپل نفسي خواهش څخه خبرې نه کوي او دا (قرآن) خو یوه وحیې ده، چې پر هغه نازلېږي.

همدارنګه د ام سلمې رضي الله عنها په یو روایت کې راځي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه دوو تنو ته چې د خپل هغه میراث په دعوه کې راغلي وه، کوم چې د ځينې څېزونو نښې یې ختمې شوي وې، وویل: دا ښکاره خبره ده، د کوم څه په اړه چې په ما څه نه وي نازل شوي، په هغه مورد کې زه په خپله رأیه پرېکړه کوم. [رواه ابو داؤد]


۳:- اجماع :
اجماع هم د اسلامي امارت د محاکمو د پرېکړو اصل دی، کله چې یوه موضوع د محاکمو لخوا دقیقه وڅېړل شي او د هغه په اړه قرآنکریم یا نبوي احادیثو کې حکم پیدا نه کړل شي، نو د محاکمو مسؤولین دغه مسایل د اجماع په توسط حلوي، اجماع عبارت دی: د اسلامي د امت د علماوو په یوه مسئله باندې اتفاق او راټولیدل. که څه هم دا پخپل ذات کې پراخ او اوږد بحث دی چې دا ځای یې نه دی.

له دې جملې څخه د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه حدیث دی، فرمايي: چاته چې کومه پرېکړه راشي، نو هغه دې د قرآنکریم په رڼا کي پرېکړه ورته وکړي، که چېرې داسې پرېکړه وه چې په قرآنکریم کې موجوده نه وه، نو په هغه څه دې پرېکړه وکړي کوم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په کړې ده، که بیا هم چېرې داسې پرېکړه راشي، چې نه په قرآنکریم کې موجوده وه او نه رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه په اړه کومه پرېکړه کړې وه، نو په هغه څه دې پرېکړه وکړي، کوم چې اسلافو ویلي وي.

که چېرې داسې پرېکړه راشي، چي نه په قرآنکریم کې موجوده وي، نه رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه اړه پرېکړه کړي وي او نه هم د اسلافو پرېکړه شتون ولري، نو خپل په اجتهاد دې پرېکړه وکړي او که چیرې یې کومه نېکه رأیه ورسره نه وه، نو بیا دې وضاحت ورکړي او دې کې دي شرم نه کوي. [رواه الحاکم في المستدرک]

۴:- قیاس:
د اسلامي امارت په قضائیه قوه کې د پرېکړو څلورم اصل او معیار هغه قیاس دی، چې د اسلامي شریعت کې د احکامو د حجت لپاره د قرآن، حدیث او اجماع وروسته بل اصل چې احکام پرې بناء کېږي، هغه قیاس ګنل کېږي.

قیاس په لغت کې اندازه کولو ته وائي او په اصطلاح کې د حکم لپاره فرع د علت په لرلو سره پر اصل قياسولو ته قیاس ویل کېږي.

د قیاس د حجیت د اثبات لپاره په قرآن کریم او نبوي احادیثو کې بېلګې شته دي، چې دغه دوه آیتونو واضح د قیاس په حجیت باندي دلالت کوونکي دي:
‌‎إنَّ مَثَلَ عِيسَى عِنْدَ اللَّهِ كَمَثَلِ آدَمَ خَلَقَهُ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ قَالَ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ. (الایة)
‌‎ولو ردوه إلى الرسول وإلى أولي الأمر منهم لعلمه الذين يستنبطونه منهم. (الایة)

د معاذ بن جبل رضي الله عنه حدیث دی، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یمن ته د ده د لېږلو هوډ وکړ، نو ورته ویې ویل: کله چې څه پرېکړه درته راشي څنګه پرېکړه به کوې؟ هغه وويل: د الله په کتاب به پرېکړه کوم.
-که د الله تعالی په کتاب کې پيدا نه شي؟ هغه وويل: د رسول الله په سنتو پرېکړه کوم.
بيا يې ورته وويل:که دواړو کې یې پيدا نه کړې؟ هغه وويل: په خپله رايه اجتهاد کوم. بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه په سينه وواهه او ويې ويل: ثناء هغه ذات لره ده چې د خپل رسول استازي ته يې د هغه څه توفيق ورکړ په څه چې د الله رسول راضي دی. [سنن ابو داؤد]

نو په لنډه توګه ویلی شو، چې د اسلامي امارت د محاکمو د پرېکړو معیار هغه څه دي، کوم چې د شرعي احکامو د اثبات لپاره ټاکل شوي دي او د حنفي فقهې په معتبرو کتابونو کې متفق علیها ګڼل شوي وي.

خوارج څوک دي؟

13 Jan, 03:08


https://almirsaad.com/%d8%af-%d8%a7%d8%b3%d9%84%d8%a7%d9%85%d9%8a-%d8%a7%d9%85%d8%a7%d8%b1%d8%aa-%d8%af-%d9%85%d8%ad%d8%a7%da%a9%d9%85%d9%88-%d8%af-%d9%be%d8%b1%db%90%da%a9%da%93%d9%88-%d9%85%d8%b9%db%8c%d8%a7%d8%b1/


*د اسلامي امارت د محاکمو د پرېکړو معیار!*
*لومړۍ برخه*
*أبو عمر حقاني*

د افغانستان اسلامي امارت له نوم سره ټول اشنا یو چې دا یو بشپړ اسلامي نظام دی او هڅه کوي، چې په خپل قلمرو کې د قرآني او نبوي ارشاداتو او حنفي فقهې د اصولو په رڼا کې داسې اسلامي نظام تطبیق کړي، چې ټول ژوندي موجودات په ځانګړې توګه انسانان په کې خپل شرعي حقونه خوندي او مصؤن وګڼي.

الحمدلله تر ډېره حده په دې کار توانېدلی او دا دویم ځل دی چې افغانستان کې داسې عدالت تأمینوي چې افغانان دغه دورې له عمري عدالت سره تشبېه کوي.

دا هم ټولو ته واضح او روښانه ده چې د عدالت تأمینول او حق، حقدار ته سپارل د اسلامي نظام د قضاء برخې یا ارګان وجیبه ده، چې اسلامي امارت کې قضاء د هغه حیثیت ته په کتو بشپړه خپلواکه او هر قاضي او د محکمې غړی د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا مکلف شوی چې هېڅ مستقیم یا غیر مستقیم فشار ته به غاړه نه ږدي؛ بلکې په پوره جرئت به د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې پرېکړې کوي.

پوښتنه داده چې د اسلامي امارت د محاکمو د پرېکړو معیار څه شي دی؟

ډاډه یم چې د پورته څو کرښو تر لوستلو وروسته به ته (د دې لیکنې لوستونکی) دغه سوال سم ځواب کړې، ځکه پوهېږې چې د عمري عدالت تأمین یوازې او یوازې هغه مهال شونی او ممکن دی، چې قضائیه قوه یا محاکم د خپلو پرېکړو معیار اسلامي شریعت وګرځوي، خو د دې خبرې د لا ښه وضاحت لپاره زه غواړم د اسلامي امارت د محاکمو د پرېکړو معیارونه هغه دي، کوم چې د اهل السنت والجماعت علماوو پرې اتفاق کړی دی، په شماره وار ډول یاد کړم:

۱:- قرآنکریم:
د اسلامي امارت د محاکمو اصول قاضي، مفتي او د محاکمو نور قضائي غړي په دې مجبوروي چې محاکمو ته راجع شوي موضوعات وګوري چې آیا د حل او فصل په برخه کې یې د قرآنکریم څرګند حکم موجود دی او کنه؟ که د موضوع اړوند قرآنکریم کې حکم راغلی وي، نو قضائي غړي به یاده موضوع د قرآنکریم د همغه حکم په اساس فیصله کوي.

د بېلګې په ډول: قرآنکریم کې د ډېری لویو جرایمو (قتل، زنا، غلا، قذف او ...) په اړه صرېح او روښانه احکام شته، دغه موضوعات د اسلامي امارت محاکمو ته تر راجع کېدو وروسته د قرآنکریم د حکم مطابق فیصله کېږي.

څرنګه چې الله تعالی قرآنکریم وضع کوونکی، حاکم او د ټولو مخلوقاتو پالونکی دی، نو ځکه د پرېکړې ټول واک ورسره دی، الله تعالی فرمایي:« ألا له الخلق والأمر»[سورت الأعراف:۵۴]
ژباړه: خبردار اوسئ، د هماغه ذات هستونه ده او د هماغه حکومت دی.

همدارنګه بې له الله عزوجل څخه پرته بل چاته پرېکړې کول نه ښايي، الله جل جلاله فرمايي:«إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ»[سورت الانعام:۵۷]
ژباړه: د حکم او پرېکړې اختیار یوازې الله تعالی لره دی.

پر ټولو خلکو لازمه ده، چې د الله تعالی د حکمونو پیروي به کوي او امرونه به یې مني، ځکه الله تعالی د خپلو بنده ګانو په مصحلتونو، د هغوی د کمزوریو په ځایونو خبر دی او دوی به هېڅکله بې لاسنیوي پرېنښودل شي.

نو د قانون او قضاء لپاره اصلي مأخذ او سرچینه هغه د الله تعالی احکامات دي او څرنګه چې پیغمبران د حکمونو د رسونې په خاطر د څښتن او بندګانو ترمنځ واسطه دي، نو د دوی خبره هم دین کې حجت هم دلیل دی.

قدرمنو لوستونکو! د اسلامي امارت د قضائیه قوې د پرېکړې کولو درې نور مأخذونه او معیارونه به راتلونکې دویمه برخه کې درته تشرېح کړو.

خوارج څوک دي؟

12 Jan, 09:21


محمد رحیم الافغاني د لوی ملا صاحب خاص محافظ، او د شهید سعید شیخ اسامه رحمه الله ترجمان پاتې شوی، په ٢٠٠٧ کال کې د پاکستاني استخباراتو لخوا ونیول شو، او امریکایانو ته حواله شو، د امریکایی استخباراتو تر یو کلن تحقیق وروسته ګوانتانامو ته انتقال کړ، تازه په ‏تازه یې د تبادلې خبرې رواني دي،
د الله په فضل او کرم سره به راخلاص شي.

خوارج څوک دي؟

09 Jan, 07:09


ترلاسه شوي غنائم

#د_القا_ع_دې_تنظ_یم_په_غربي_افريقا_کې
#جماعة_نص_رة_الإس_لام_والمسلمين

خوارج څوک دي؟

09 Jan, 07:09


غنائم

#د_القا_ع_دې_تنظ_یم_په_غربي_افريقا_کې
#جماعة_نص_رة_الإس_لام_والمسلمين

خوارج څوک دي؟

09 Jan, 07:08


د الله د مرسته او توفیق په مرسته، د ۷ رجب ۱۴۴۶ هـ ق مطابق ۷ جنوري ۲۰۲۵ م، زموږ مجاهدین وکولی شول چې د ودالا ولایت په "جیغا رینو" سیمه کې دوه خوارج ووژني او یو یې ژوندی ونیسي. همدارنګه، درې کلاشینکوف، درې موټرسایکلونه او نور سامانونه ترلاسه کړل.
الله اکبر والعزة لله

#د_القا_ع_دې_تنظ_یم_په_غربي_افريقا_کې
#جماعة_نص_رة_الإس_لام_والمسلمين

خوارج څوک دي؟

08 Jan, 15:20


فاضلانو ته

سپینه بګړۍ سپین دستارونه فاضلانو ته
استاد په مینه ور په سر کړه شاګردانو ته

شولو همزولو کې ممتاز هسکه غړۍ روان دې
ویـاړ افتخار شـول والـدیـنو مـهـربانو ته

اخلي رخصت ځې له مشفیقو استاذانو څخه
غــاړي وځـي خــوږو ملـګــرو او یـارانو ته

د دین ډيوي دې او څهري یې منوري بریښې
څــه عـجـیـبـه عـلـم کـوي ځـې سـبـقـانو ته

زمــوږ د اسـلافو مبارکو پـر قـدم روان دې
شـم لاروی حـقـمـل بـه وه رسم خوبانو ته

✍🏻جلال الدین حقمل
0793048066واټساپ

خوارج څوک دي؟

08 Jan, 10:49


https://almirsaad.com/%d8%af%d8%a7%d8%b9%d8%b4-%d8%af-%d8%a7%d8%b3%d8%aa%d8%ae%d8%a8%d8%a7%d8%b1%d8%a7%d8%aa%d9%8a-%d8%b3%d8%a7%d8%b2%d9%85%d8%a7%d9%86%d9%88%d9%86%d9%88-%d8%a7%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d8%b2%d9%8a/


داعش د استخباراتي سازمانونو استازي
راشد شفیق

د تېرو څو کلونو راهيسې د اسلامي امت يوه لويه ننګونه د ځوان نسل فکري انحراف دی، چې د اسلامي خلافت يا داعش تر نامه لاندې ترسره کېږي، په حقيقت کې، د اسلامي امت د حوادثو او بحرانونو زياتوالی د دې لامل شو چې استخباراتي ادارو خپلې شومې موخې يو په بل پسې د مسلمانانو د ديني ارزښتونو پر وړاندې عملي کړي.

د خپلو روزل شویو خلګو په وسيله د مسلمه امت ځوانان د اسلامي خلافت (داعش) تر چتر لاندې تېرباسي، دغه کسان د خپلې افراطي مفکورې له مخې د انسانيت او اسلاميت حقونه تر پښو لاندې کوي، پر مقدسو مذهبي ځایونو بريد او د امت مسلمه د زړورو وګړو شهادت یې خپل کار ګرځولی دی.

داعش ځان د اسلام استازي ګڼي، خو په حقیقت کي يې کړنې د اسلام د زغم او عدالت سره په ټکر کې دي، ځکه اسلام د انساني حقوقو او کرامت د ساتني ضمانت کوي، لکه څرنګه چي الله جل جلاله په قرآن کريم کې فرمايي: ولقدکرمنا بنی آدم (بېشکه موږ د آدم اولاد ته درنښت ور کړی دی).

کله چې نبي کريم علیه الصلاة والسلام په مدينه کې اسلامي نظام جوړ کړ، نو دا نظام يې د انساني کرامت د ساتنې پر اساس جوړ کړ، دغه انساني کرامت پرته له دې چې د دين او مذهب توپير وکړي، هر انسان ته ځانګړی شوی دی.

حتی اسلام د جنګ په ميدان کې داسې قوانين وضع کړي، چې د انساني کرامت ساتنه یقیني کوي، خو بالعکس؛ داعش بې ګناه انسانان وژني، اسيران تعذيبوي او خپل وګړي د اسلامي نظام پر وړاندې جګړې ته هڅوي.

لکه څرنګه چې د مصيبتونو طوفاني پیښې له ډېره وخته په هېواد کې په چټکۍ سره تېرېدې او دا سيمه همېشه د استعماري ځواکونو د يرغلونو ښکار وه، هغه مهال چې زموږ ګران هېواد د امريکا او ناټو د ښکېلاک تر ناولو قدمونو لاندې و او راتلونکی يې له يو شمېر نامعلومو ستونزو سره مخ و، په دغه وخت کې استخباراتي ادارو د اسلامي خلافت (داعش) په نوم جوړه شوې ډله په افغانستان کې فعاله کړه، تر څو له دې لارې هغه افغانان چې په ظاهره بې وزله ښکاري، د خپلو شومو موخو ښکار کړي.

خو لله الحمد د الله عزوجل په فضل او د افغانانو زړورو د قربانيو په برکت، د دوی شومې موخې يو په بل پسې ناکامې شوې، دوی ونه توانېدل چې په افغانستان کې خپلې شومې موخې ترسره کړي.

اوس د اسلامي امت ځوانان د دين د احکامو فلسفې ته په پاملرنه او د اسلامي نظام د پراخو اړخونو په ژوره څېړنه دې حقيقت ته رسېدلي، چې داعش د زمانې خوارج دي او په عين حال کې د استخباراتي ادارو استازي دي؛ داعش هغه ډله ده چې د اسلامي نظام سره په کلکه مخالفت لري، دوی د خپل تکفيري او افراطي فکر په وسيله، د بېلابېلو ظالمانه طريقو له لارې غواړي د اسلام سپېڅلې څهره په نړۍ کې منفوره وښيي.

اوس چې زموږ په اسلامي هېواد کې د شهيدانو د ارمانونو بېړۍ د بریا ساحل ته رسېدلې، چې دا هماغه سرتاسري سوله او د شريعت محمدي نفاذ دی، نو لازمه ده چې د غربيانو د نورو شومو موخو د ختمولو لپاره علماء، پوهان او فرهنګي شخصيتونه هاند او کوښښ وکړي چې د ځوانانو په عامه پوهاوي او دین و هیواد ته په خدمت کې فعاله ونډه واخلي.

دوی بايد د تېر تاريخ څخه عبرت واخلي او پرې نه ږدي چې د اسلامي امت ځوانان د استعماري ډلو ښکار شي او د دوی اسلامي او شرعي وجيبه ده چې د پرديو مغرضانه هڅې مخکي تر پلې کيدو شنډې کړي، همدارنګه نړيواله اسلامي ټولنه بايد د داعش پر ضد یوه واحده ستراتیژي غوره کړي، يوازې دې په نظامي عملياتو اکتفا نه کوي، بلکې د داعش په وړاندې دې فکري مبارزه هم وکړي.

خوارج څوک دي؟

03 Jan, 12:14


په اوسنیو حالاتو کې د تحریک طالبان پاکستان ټولو مجاهدینو ته مهم پیغام

لکه څنګه چې ټولو مجاهدینو ته معلومه ده، د الله تعالی د مرستې او نصرت په برکت او د مجاهدینو د استقامت له امله دښمن له بېلابېلو سیمو په تېښته دی. په دې مناسبت ځینې وختونه د مجاهدینو ویډیوګانې هم خپرېږي. په دې اړه ټولو مجاهدینو ته لارښوونه کېږي چې موږ په خوښۍ او غم دواړو کې د شریعت احکامو پابند یو.

نو له دې امله په هر ډول خوښیو کې، په ځانګړي ډول د پوستونو او سیمو د فتحه کولو پر مهال هغه "اتڼ" چې د ځینو پښتنو په ټولنو کې د خوښۍ په وخت کې رواج لري، ځان وساتئ.

په داسې موقعو کې عاجزي او انکسار غوره کړئ، د الله تعالی په وړاندې سجده وکړئ، او له غرور، کبر، ریا او نورو غیر شرعي کارونو څخه ډډه وکړئ، ځکه چې دا د مجاهدینو له شان سره مناسب نه دي. د نبي کریم صلی الله علیه وسلم سنتونه خپل کړئ او له الله تعالی څخه لا نور مرسته او نصرت وغواړئ.

جزاکم الله خیراً

محمد خراسانی
ویاند: تحریک طالبان پاکستان

03/ رجب المرجب/1446هـ ق
03/ جنوري/2025م

#ټي_ټي_پي
#عمر_میډیا
#محمد_خراساني

خوارج څوک دي؟

03 Jan, 07:48


https://almirsaad.com/%d8%af%d8%a7%d8%b9%d8%b4%d8%9b-%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%af-%da%a9%d9%85%d8%b2%d9%88%d8%b1%d9%8a-%da%a9%d9%88%d9%84%d9%88-%d8%af%d8%b3%db%8c%d8%b3%d9%87/


*داعش؛ د افغانستان د کمزوري کولو دسیسه*
*احمدالله مهاجر*

له څو کلونو راهیسې افغانستان د داسې ډلې د ظهور شاهد دی چې د اسلام په نامه د وحشتناکو جنایتونو مرتکب شوې ده، دا ډله چې ځانونه د دین مدافعین ګني، په حقیقت کې د دې خاورې د دښمنانو د لاس آله دي چې د افغانستان وحدت او امنیت زیانمن کړي، عام خلک، دیني عالمان او مشران د ددې ډلې د ظلم او جنایت قربانیان دي او د دوی د فعالیتونو ناوړه اغېزې د هېواد په هرځای کې احساسېږي.

دغه ډله يواځې داعش ده او د دې ډلې اصلي څېره له فساد، فتنې او د پردیو د ابزار پرته بل څه نه ده.

د افغانستان د پخوانۍ ادارې مشر، حامد کرزي، چې د پردیو د شومو نقشو په اړه له دننه معلومات لري، په دې اړه وایي:
. «داعش په افغانستان کې د امریکا پروژه ده.»
«ما ډېر ځله په ښکاره ویلي چې په افغانستان کې د داعش شتون او فعالیتونه د بهرنیو ځواکونو له ملاتړ پرته ناشوني دي.»
. «زه باور لرم چې داعش د امریکا د بهرني سیاست یوه آله ده چې غواړي سیمه ناامنه کړي.»

داعش د خپلو بې‌رحمانه وژنو او ظلمونو له لارې له ځان یوه غیرانساني او غیر اسلامي څېره څرګنده کړې، دوی د بې‌ګناه خلکو په نښه کولو او د هېواد د وحدت او امنیت د ختمولو په هڅه کې دي، څو خلک له خپلو دیني او ملي ارزښتونو لېرې کړي.

خو د دې ظلم او فتنې په وړاندې، د اسلامي امارت اتل ځواکونه د پولادي ارادې او ټینګې عقیدې سره میدان ته راوتلي، د دوی بریالي عملیات د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې نه یوازې د امنیت سبب شوي، بلکې د دښمن د افغانستان د کمزوري کولو پروژه یې هم ناکامه کړې، د اسلامي امارت د ځواکونو هڅې د ستاینې وړ دي، ځکه دوی په خپلې سرښندنې سره خلکو ته سکون او ډاډ ورکړی چې امنیت او آرامي د دوی لومړنۍ موخه ده.

داعش سره له خپلو ټولو دروغجنو ادعاوو، یوه پروژه ده چې د پردیو له خوا د افغانستان د وحدت او پرمختګ د زیانمنولو لپاره ډیزاین شوې ده، خلک او دولت باید په هوښیارۍ او اتحاد سره د دې شومې پروژې په وړاندې ودریږي او نړۍ ته وښيي چې دا خاوره هېڅکله د دښمنانو فتنو او سازشونو ته تسلیمېدونکې نه ده.

په پای کې، یو ځل بیا د اسلامي امارت د ځواکونو له مخلصانه او اغېزناکو هڅو څخه د داعش په وړاندې مبارزه کې مننه کوو او د دعا په لپه یوو چې په ټول افغانستان کې د سولې او آرامۍ فضا رامنځته شي.

موږ دلته وڅاری ترڅو د نن عصر خوارج دروپيژنو👇👇
👇
https://chat.whatsapp.com/Jvj4ljCLEQMGYgEiMUiL9B

خوارج څوک دي؟

01 Jan, 18:32


‏له نېمروزه تر واخان

قاري عبدالستار سعيد

د اجمل خټک زوی ایمل خټک په اردو ژبه لیکلي چې ( پاک فوج واخان کوریڈور پر قبضہ کی کوشش کرسکتا ہے) یو خو به دغه د (دوه سره خانانو) اوسني نسل لکه افراسیاب، ایمل و غیره ته ووایو، چې خدای ومنئ ، نور بس دی مړه، چیرې په تبلیغ کې لاړ شئ.
تاسو یو ځل خپل د تېرو اویا کلونو سیاست او ناکام کردار ته وګورئ، چې څه مو ویل او څه مو ترې جوړه کړه. په دين خو تاسو باور نه لرئ مګر پښتونواله او انسانیت مو هم د دوه پیسو کړ. اجمل خټک دېرش کاله د هند او شوروي اوپراتيفي پیسې وخوړې. داود خان یې له پنجاب سره دښمنۍ ته وتاړه، ویل يې آزاد پښتونستان جوړوم. خو په پای کې يې د نر غوندې له پرویز مشرف سره بیعت وکړ او شعار یې پورته کړ چې مضبوط پاکستان غواړم. د دې نورو لکه افراسیاب، ایمل ولي وغیره یې تر اوسه دا نه شوه معلومه چې هګۍ اچوي که بچي راوړي، د کومې خوا دې او څه غواړي. د اجمل خټک زوی ته په دې خاصو جنګي شرائطو کې د پنجاب لخوا د رواني جنګ محاذ سپارل شوی او وایي پاک فوج به واخان ونیسي. ده ته به ووایو چې که ناپاک فوج په واخان برید کاوه، کیدای شي ته او افراسیاب هم په غنیمت کې افغانستان ته په لاس ورشئ.
که راشو واخان ته. واخان یو وخت یوه هېره سیمه وه. خو له تېرو دریو کلونو راهیسې د افغانستان دې ټوټې مالک پیدا کړی. هلته په لومړي ځل د دفاع وزارت کنډکونه فعال شوي، د وزیرانو په کچه چارواکو له ورځو ورځو پياده مزلونو وروسته د واخان لویشت لویشت ته ځان رسولی. خلکو ته یې مکتب، مدرسه، کلنیک، لارې او نور خدمات رسیدلي. د دفاع وزارت د قوه کار په برکت له چین سره تر صفري نقطې سرک غځول شوی. واخان اوس مالک لري. لکه مخکې چې ویل شوي، په واخان برید په ټول افغانستان برید دی. او په ټول افغانستان د برید پایلې دې په تاریخ کې وپلټل شي چې دغه مړۍ په سکندر، چنګیز، ګورګین، انګریز، شوروي او امریکا باندې څنګه لګېدلې ده.

خوارج څوک دي؟

30 Dec, 19:03


د المرصاد خبري رسنۍ د راپور له مخې، نن ماښام په کونړ ولایت کې د داعش ډلې یو غړی د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی.

المرصاد زیاته کړې، د سید ملا (حماس) په نوم د داعش ډلې دا غړی د کونړ ولایت د ماڼوګۍ ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و چې نرنګ ولسوالۍ ته د تخریبي کړنو ترسره کولو په موخه راغلی و چې د امنیتي ځواکونو له خوا پرې عملیات شوي او د مقاومت پر مهال وژل شوی دی.

المرصاد په خپل راپور کې وړاندې لیکلي، نوموړی د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو له ډاره، د د اعش ډلې د نورو غړو په څېر، پاکستان ته تښتېدلی و او په بلوچستان کې د انفجاراتو د زده کړې له ترلاسه کولو وروسته تازه هیواد ته راستون شوی و.

خوارج څوک دي؟

30 Dec, 18:39


https://almirsaad.com/%d8%af-%d8%ac%d9%87%d8%a7%d8%af%d9%8a-%d8%ba%d9%88%d8%b1%da%81%d9%86%da%ab%d9%88%d9%86%d9%88-%d9%be%d9%87-%d9%88%da%93%d8%a7%d9%86%d8%af%db%90-%d8%af-%d8%af%d8%a7%d8%b9%d8%b4-%d8%a7%d9%81%d8%b1-2/


*د جهادي غورځنګونو په وړاندې د داعش افراطي دریځ!*
*دوهمه او وروستۍ برخه*
*عبود بلخي*

٤:- د حماس جهادي غورځنګ په وړاندې دریځ:
د داعش په اند حماس یوه تروریستي ډله او له اسلام څخه لرې غورځنګ دی او حکومتولي یې د اسلام له کامل دین سره اړخ نه لري، دوی له حماس جهادي غورځنګ سره خپل مخالفت آن تقریباً له ٢٠١٥ م کال څخه هغه مهال را پیل کړ، کله چې داعشیانو په غزه کې د څو حماس پلوو کسانو سرونه پرې کړل او ویې ویل چې دوی له "اصلي اسلام" څخه اوښتي دي.

دوی په خپلو تبلیغاتي پیغامونو کې پر حماس نیوکې کړې او هغوی یې د "کافرانو دوستان" بللي دي، د داعش له نظره، حماس په نړیواله توګه یوه خپلواک اسلامي خلافت ته ژمن نه دی او د فلسطین د مسئلې حل د دوی له هدفونو سره په ټکر کې دی، په داسې حال کې چې حماس اوس هم د بیت المقدس او فلسطیني خاورو په آزادۍ کې له یهودو سره عملاً جګړه کې ښکېل دی.

٥:- د تحریک طالبان پاکستان په وړاندې دریځ:
د داعش او تحریک طالبان پاکستان (TTP) تر منځ اړیکې ډېری وختونه د تضاد او دښمنۍ پر بنسټ ولاړې دي، داعش د تحریک طالبان په څېر ډله په اسلامي نړۍ کې د خپل کنټرول او نفوذ لپاره یوه سیاله ډله ګڼي او هڅه کوي چې خپله نظریه او خپل نظام په سیمه کې پراخ کړي.

دوی (داعشیان) خپل ځانونه د نړیوال خلافت په توګه پېژني او د یوه نړیوال اسلامي حکومت د جوړولو ادعا کوي، برعکس تحریک طالبان پاکستا په ځانګړي ډول په پاکستان کې د اسلامي حکومت د جوړولو لپاره مبارزه کوي او د ملي موخو لپاره فعالیت کوي، دا توپیر د دواړو ډلو ترمنځ بنسټیز نظریاتي تضاد رامنځته کوي، ځکه چې داعش یوازې خپله نظریه برحقه ګڼي او نورې ډلې کمزوري او منحرفه بولي.

٦:- د الشباب په وړاندې د داعش دریځ:
داعش او الشباب د یوه او بل په وړاندې سیالانه دریځ لري، الشباب چې په صومالیا او ختیځه افریقا کې فعاله ډله ده د القاعده سره تړاو لري، په داسې حال کې چې داعش ځان د یو نړیوال خلافت غوښتونکي ګڼي او غواړي چې ټولې اسلامي ډلې تر خپلې ولکې لاندې راولي.

الشباب د القاعده سره بیعت کړی او د هغوی په عقایدو او لارښوونو عمل کوي، په داسې حال کې چې داعش له القاعده سره پخوانۍ او پخه دښمني لري او غواړي چې الشباب یې د خلافت برخه وګرځي، دغه راز داعش په افریقا کې د خپل نفوذ د پراخولو لپاره هڅې کوي او غواړي تر څو په الشباب باندې فشار راولي چې د دوی بیعت ومني. لیکن الشباب د خپلې خپلواکۍ ساتلو ته ژمنه ده، د داعش د نفوذ او د خلافت د پراخولو پر وړاندې جدي ولاړه ده.

٧:- د انصار الاسلام په وړاندې د داعش دریځ:
داعش او انصار الاسلام یو د بل سیالان ګڼل کېږي او دا سیالي په ځانګړي ډول له هغه وخت راهیسې زیاته شوه، کله چې داعش په ٢٠١٤ مېلادي کال کې په عراق او سوریه کې خلافت اعلان کړ، له هغې راهیسې داعش هڅه وکړه چې ټولې جهادي ډلې د خپل جعلي خلافت تر چتر لاندې راولي، خو انصار الاسلام د دوی بیعت او کنټرول رد کړ او خپله خپلواکي یې وساتله.

داعش غوښتل تر څو ټولې جهادي ډلې د خپل جعلي خلافت برخه وګرځوي، په داسې حال کې چې انصار الاسلام د خپلواک فعالیت او سیمه‌ییزو اهدافو ته ژمنه پاتې ده او د داعش د خلافت د مشروعیت ادعا نه مني او ځان خپلواکه اسلامي ډله ګڼي.

دغه راز داعش یو سخت افراطي دریځ لري او د جهاد لپاره یې په زیاتره مواردو کې بې رحمانه تاکتیکونه غوره کړي، په داسې حال کې چې انصار الاسلام د دې سخت او فراطي دریځ مخالفت کوي او غواړي تر څو نرم او د اسلامي اصولو مطابق دریځ غوره کړي.

په ټوله کې داعش یوه خارجي او افراطي ډله ده، د مسلمانانو له وژلو پرته بل هېڅ کار هم نه لري، په مساجد، مکاتبو، مدارسو، بازارونو او هوټلونو کې ملکي خلک هدف ګرځوي او مالي منابع او ملاتړ یې موساد، cia او isi کوي.

موږ دلته وڅاری ترڅو د نن عصر خوارج دروپيژنو👇👇
👇
https://chat.whatsapp.com/Jvj4ljCLEQMGYgEiMUiL9B

خوارج څوک دي؟

30 Dec, 09:49


https://almirsaad.com/%d8%af-%d8%ac%d9%87%d8%a7%d8%af%d9%8a-%d8%ba%d9%88%d8%b1%da%81%d9%86%da%ab%d9%88%d9%86%d9%88-%d9%be%d9%87-%d9%88%da%93%d8%a7%d9%86%d8%af%db%90-%d8%af-%d8%af%d8%a7%d8%b9%d8%b4-%d8%a7%d9%81%d8%b1%d8%a7/

*د جهادي غورځنګونو په وړاندې د داعش افراطي دریځ!*
*لومړۍ برخه*
*عبود بلخي*

داعش د نړیوالو جهادي غورځنګونو په وړاندې باطل او افراطي دریځ لري او ډېری جهادي ډلې منحرفې او د کافرو دوستان یادوي، دوی د اسلامي امارت، جبهة النصر، قاعدة الجهاد، حماس، الشباب، انصار الاسلام او تحریک طالبان پاکستان په وړاندې د خپل افراطي فکر په اساس جګړه روا او د مجاهدینو وژل مشروع ګڼي.

موږ دلته د داعشي خوارجو هغه ادعاوې په لنډه توګه بیانوو د کومو ادعاوو پر بنسټ چې دوی له مجاهدینو سره په جګړه کې ښکېل دي.

١:- د اسلامي امارت پر وړاندې دریځ:
د داعش په وینا اسلامي امارت په افغانستان کې د یو ملي حکومت په جوړولو ټینګار کوي او د داعش د نړیوال خلافت په نوم د وحشت او بربریت نظریې ته ژمن نه دي، ځکه یې په وړاندې جګړه کول واجب او د داعش زمه واري ده.

په داسې حال کې چې اسلامي امارت په لومړیو کې هم د شر او فساد په وړاندې صادقانه جګړه وکړه، هيواد یې له تجزیې وژغوره، زورواکۍ او سرزورۍ یې ختمې کړې، امنیت یې تأمین کړ او بشپړ اسلامي نظام یې تأسیس کړ او له هغې وروسته یې هم د اشغال په وړاندې شل کاله جهاد وکړ او په افغانستان کې یې د دوهم ځل لپاره اسلامي نظام نافذ او بشپړ امنیت تأمین کړ.

٢:- د القاعده په وړاندې دریځ:
داعش خپل سازمان یوازینی مشروع اسلامي خلافت بولي او ادعا کوي چې ټول مسلمانان باید له دوی سره بیعت وکړي، دوی القاعده ته په دې نظر ګوري چې ګویا د خلافت د جوړولو اصلي هدف ته وفادار نه دي او یوازې په محدودو سیمو کې فعالیت کوي، په داسې حال کې چې داعش په نړیوال خلافت ټینګار کوي.

دغه راز د القاعده تګلاره "نرمه" ګڼي او هغوی باندې نیوکه کوي چې ګویا دوی له کفري هېوادونو سره اړیکې جوړوي او په سیاسي او اوږدمهاله مبارزه باور لري، القاعده له بریدونو مخکې د عامو مسلمانانو ملاتړ ته ډېر ارزښت ورکوي، خو داعش پر دې باوري دی چې یوازې تاوتریخوالی او فزیکي جګړه باید لومړیتوب وي، پرته له دې چې د عامو مسلمانانو ملاتړ ته پام وکړي.

په داسې حال کې چې القاعده د نړیوال جهاد لپاره د مسلمانانو د ویښولو او له کفري ځواکونو څخه د اسلامي سیمو د دفاع لپاره یو مهم غورځنګ ثابت شوی.

٣:- د جبهة النصر یا تحریر الشام په وړاندې دریځ:
جبهة النصر چې په اصل کې د القاعده یوه څانګه وه، دوی په سوریه کې له محلي ډلې او خلکو سره ګډ کار ته ترجیح ورکوي او د سوریې جګړه د خپل محلي جهاد په توګه مشروع ګڼي، د داعش نړیوال خلافت ته د یوې استخباراتي پروژې په سترګه ګوري او د سیمه ییزو خلکو ملاتړ ته ارزښت ورکوي.

دوی هڅه کوي چې د خپلو کړنو له لارې د سوریې خلکو او نورو اسلامي ډلو ملاتړ تر لاسه کړي، لیکن په مقابل کې یې داعش د عامو خلکو ملاتړ ته ډېر پام نه کوي او په تاوتریخوالي او سخت دریځۍ باندې ټینګار لري، له همدې امله جبهة النصر یا تحریر الشام د نرمې لارې پیروان بولي، د هغوی سیاسي کړنې او محلي تړونونه غندي او په وړاندې یې جګړه جهاد ګڼي.

په داسې حال کې چې تحریر الشام د خپلې خاورې د آزادۍ او اسلامي نظام د اقامې په لار کې تر اکثریت جهادي غورځنګونه ښه ثابت شوي.

موږ دلته وڅاری ترڅو د نن عصر خوارج دروپيژنو👇👇👇

https://chat.whatsapp.com/Jvj4ljCLEQMGYgEiMUiL9B

خوارج څوک دي؟

29 Dec, 04:52


https://almirsaad.com/%d8%b1%d9%88%d8%b3%db%8c%d9%87-%da%a9%db%90-%d8%af-%d8%af%d8%a7%d8%b9%d8%b4%db%8c%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%af-%d8%a8%d8%b1%db%8c%d8%af-%d9%be%d9%84%d8%a7%d9%86-%d8%b4%d9%86%da%89-%d8%b4%d9%88%db%8c/?amp=1

*روسیه کې د داعشیانو د برید پلان شنډ شوی*

د روسیې دولتي رسنیو پرون جمعه خبر ورکړی چې په مسکو کې د داعشیانو د یوه برید پلان شنډ شوی دی.
ټاس خبري اژانس د امنیتي ادارو له قوله لیکلي چې د منځنۍ اسیا د هیوادونو اتباعو، چې له داعشیانو سره یې تړاو درلود، غوښتل چې په مسکو کې دننه د کورنیو چارو وزارت اړوند یو دفتر په نښه کړي، خو کشف شول او په عملیاتو کې له منځه یووړل شول.

راپورونه وايي چې دې کسانو یو موټر اخیستی و، ګاز ډبې یې پکې ځای پرځای کړې وې او ترڅنګ یې د بم جوړولو کار هم روان کړی و.

روسي چارواکو د له منځه وړل شویو اتباعو دقیق هویت نه دی ښکاره کړی، خو په روسیه او نوره نړۍ کې له تاجکستاني ځوانانو د داعشیانو د استفادې مخکنیو قضیو ته په کتلو غالب ګومان دا دی چې دا کسان دې هم د تاجکستان اتباع وي.

هېره دې نه وي چې د روسیې او غربي نړۍ ترڅنګ، په افغانستان او د سیمې په نورو هیوادونو کې په ترسره کېدونکو بریدونو کې ښکېل زیاتره داعشیان تاجکستاني اتباع دي. سرچینې وايي چې په دې وروستیو کې تاجکستاني اتباع د ترکیې له لارې لومړی پاکستان ته راځي او هلته تر روزنې لیدو وروسته افغانستان او نورو ګاونډیو هیوادونو ته لېږل کیږي.

خوارج څوک دي؟

29 Dec, 04:43


#بروکنيافاسو_خوارج_عاجل
#ده_القاعدې_تنظیم_په_اسلامی_مغرب_کې
#جماعةنصرة_الإسلام_والمسلمين

خوارج څوک دي؟

29 Dec, 03:04


#صومالیه
#نړیوال_جهادي_تنظیم
د #القاعده څانګي حرکة الشباب مجاهدینو
د #صلیبیانو سره مخامخ غزا

اللهم انصرالمجاهدین فې کل مکان یارب🤲

خوارج څوک دي؟

28 Dec, 11:00


#شرقي_افريقا

له نوي اصـ.ـدار څخه
د نړیوال جهاد القاعــده تنظـ.ـيم د شرقي افريقا څانـ.ـګې حرکـ.ـت الشباب مجاهـ.ـدینو له نوي اصدار څخه يوه لنډه برخه، له تـ.ـرور، استـ.ـشهادي، انغـ.ـماسی، کميـ.ـنونو، مايـ.ـن بريـ.ـدونه او جبهي جګـ.ـړو لنډي صحي شاملي دي.
په ټوله کې دغه ستر اصـ.ـدار چې په څو برخو کې نشر شوي د اسـ.ـلام دښمـ.ـنانو ته ستر ستر پيـ.ـغامونه لري.
نوټ: په ويډيو کې رايـ.ـة عقـ.ـاب(تور بيـ.ـرغ) د القاعـ.ـدې تنظيم د شرقي افريقا، غربي افريقا جزيرة العرب څانـ.ـګو رسمې بيـ.ـرغ ده او له داعشـ.ـې خـ.ـوارجو سره هيڅ تړاو نلري هغوي لکه څنګه چې د اسـ.ـلام له نوم سؤ استفاده کوي همداسې له بيـ.ـرغ څخه هم کوي.

خوارج څوک دي؟

26 Dec, 12:14


#د_جدي6

له عبرت نه ډک درسونه مو ورکړي
چـې پـه بـد نظر افغان تـه چا کتلي

دلته مات شوه د نړۍ ستر طاقتونه
دی انګریز مغول که روس په ګونډو شوي

موږ ګټلی خپل حُریت تل په جهاد کې
دی شاید تاریخ چې ډېر مو پرځولي

د اُمــت د بــقــا هـیلـې او سمبول دی
تــل ویــاړلي تـاریخــونه یــې ساتلي

چـې راغلي پــه مستۍ زموږ وطن ته
و حـقمـل شاعره موږ په ملا مات کړي

✍🏻جلال الدین حقمل
0793048066 واټساپ

خوارج څوک دي؟

26 Dec, 11:57


د مرغومي شپږمه؛
د افغانستان په زرین تاریخ کې توره ورځ!

*#حاجي_شریف*
*#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
t.me/subaubsub

خوارج څوک دي؟

26 Dec, 03:07


نړی پرمختللی خبرونه او معلومات له مونږ سره👇
https://t.me/Afghan_Midia
https://t.me/Afghan_Midia
https://t.me/Afghan_Midia

خوارج څوک دي؟

26 Dec, 03:07


2⃣دوهم لیست درنو قدرمنو لیدونکو اوګډون والو
الخُبیب خپرندویه اداره به وخت پروخت ترانې شعرونه کتابونه غوره ویناوی حدیثونه فکري روزنه ژوند بدلون جالب معلومات اډیټ شوی ویډیووی تازه خبرونه او داسې نورڅه درته نشروو إن شاء الله
#الخبیب_خـپـرنـدویـه_اداره☟👇
https://t.me/ALKhobaibcom
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
جنسی اوطبی معلومات دشریعت له نظره👇
https://t.me/GeensyMalomat
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رابطه لیست مدیرسره👈 @SAODRHMAN

خوارج څوک دي؟

24 Dec, 08:58


د ابو عمر البغدادي او ابو حمزه المهاجر په وژلو کې ابوبکر البغدادي لوی لاس درلود.
د جبهة النصره یا اوسنۍ تحریر الشام ١٤٠٠ غړي د داعشو له لوري په شهادت رسول شوي او په دې کې هغه کسان هم شامل وو چې غربیانو یی په سر میلیونونه ډالر انعام ایښئ وو، کومه ضربه چې اسلامي جهاد ته غربیانو ونشوه رسولی دغو دواعشو ورسوله!
کتاب: داعش له موصله تر ننګرهاره

خوارج څوک دي؟

24 Dec, 03:27


معززو مؤمنانو دا کتاب درسره ډانلوډ کړی
د داعشی خوارجو اړوند معلومات

خوارج څوک دي؟

24 Dec, 03:25


داعش له موصله تر ننګرهاره
لیکوال: قاري سعید خوستی

خوارج څوک دي؟

21 Dec, 17:23


د مرحوم ثالث عمر سپیڅلي یاد ته


د کفري نړۍ په سترګو کې ازغئ ؤ
ده امـت مـسلـمـه د ســر ســړئ ؤ

بـغــاوت یـې د جهاد پـه نـره وکړو
پــه یــوازي تـنهـا سـر لکه زمـری ؤ

که عرب دې که عجم ورباندې ویاړي
و ثالث عـمـر غـازي وو مـیـړنی ؤ

وه دنیا ګوته په غاښ ورته حیرانه
د پاک دین عظیم عسکر وو ننګیالی ؤ

بـت شکـن کفر شکـن ازاد ضمیره
د صـدیـق عــمــر د لاري لاروی ؤ

چې یې ماته په خالي لاس ناټوګۍ کړه
نصرت مل یې الهي وو بریالی وو

له ننګ ډک یې تاریخونه دې را پاتې
وو سپین ستوری د اسمان لکه غمی وو

وو مؤسس د امارت د غیرت لمر ؤ
د غــزاو مــعــرِکــو تـکړه زلمی ؤ

ګـران امیـرالـمـؤمنین محمد عمره
ستا فراق کې د هر چا زخمي زړګی ؤ

ستا شان لوی دی د حقمل قلم به څه وي
یـو ملـنـګ وو قلـندر وو توریالی وو

جلال الدین حقمل
0793048066 واټساپ

خوارج څوک دي؟

21 Dec, 02:04


2⃣دوهم لیست درنو قدرمنو لیدونکو اوګډون والو
الخُبیب خپرندویه اداره به وخت پروخت ترانې شعرونه کتابونه غوره ویناوی حدیثونه فکري روزنه ژوند بدلون جالب معلومات اډیټ شوی ویډیووی تازه خبرونه او داسې نورڅه درته نشروو إن شاء الله
#الخبیب_خـپـرنـدویـه_اداره☟👇
https://t.me/ALKhobaibcom
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
جنسی اوطبی معلومات دشریعت له نظره👇
https://t.me/GeensyMalomat
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رابطه لیست مدیرسره👈 @SAODRHMAN

خوارج څوک دي؟

21 Dec, 02:04


نړی پرمختللی خبرونه او معلومات له مونږ سره👇
https://t.me/Afghan_Midia
https://t.me/Afghan_Midia
https://t.me/Afghan_Midia

خوارج څوک دي؟

20 Dec, 18:16


https://almirsaad.com/%d8%af-%d8%ac%d9%87%d8%a7%d8%af%d9%8a-%d8%ba%d9%88%d8%b1%da%81%d9%86%da%ab%d9%88%d9%86%d9%88-%d9%be%d9%87-%d9%88%da%93%d8%a7%d9%86%d8%af%db%90-%d8%af-%d8%af%d8%a7%d8%b9%d8%b4-%d8%a7%d9%81%d8%b1%d8%a7/

*د جهادي غورځنګونو په وړاندې د داعش افراطي دریځ!*
*لومړۍ برخه*
*عبود بلخي*

داعش د نړیوالو جهادي غورځنګونو په وړاندې باطل او افراطي دریځ لري او ډېری جهادي ډلې منحرفې او د کافرو دوستان یادوي، دوی د اسلامي امارت، جبهة النصر، قاعدة الجهاد، حماس، الشباب، انصار الاسلام او تحریک طالبان پاکستان په وړاندې د خپل افراطي فکر په اساس جګړه روا او د مجاهدینو وژل مشروع ګڼي.

موږ دلته د داعشي خوارجو هغه ادعاوې په لنډه توګه بیانوو د کومو ادعاوو پر بنسټ چې دوی له مجاهدینو سره په جګړه کې ښکېل دي.

١:- د اسلامي امارت پر وړاندې دریځ:
د داعش په وینا اسلامي امارت په افغانستان کې د یو ملي حکومت په جوړولو ټینګار کوي او د داعش د نړیوال خلافت په نوم د وحشت او بربریت نظریې ته ژمن نه دي، ځکه یې په وړاندې جګړه کول واجب او د داعش زمه واري ده.

په داسې حال کې چې اسلامي امارت په لومړیو کې هم د شر او فساد په وړاندې صادقانه جګړه وکړه، هيواد یې له تجزیې وژغوره، زورواکۍ او سرزورۍ یې ختمې کړې، امنیت یې تأمین کړ او بشپړ اسلامي نظام یې تأسیس کړ او له هغې وروسته یې هم د اشغال په وړاندې شل کاله جهاد وکړ او په افغانستان کې یې د دوهم ځل لپاره اسلامي نظام نافذ او بشپړ امنیت تأمین کړ.

٢:- د القاعده په وړاندې دریځ:
داعش خپل سازمان یوازینی مشروع اسلامي خلافت بولي او ادعا کوي چې ټول مسلمانان باید له دوی سره بیعت وکړي، دوی القاعده ته په دې نظر ګوري چې ګویا د خلافت د جوړولو اصلي هدف ته وفادار نه دي او یوازې په محدودو سیمو کې فعالیت کوي، په داسې حال کې چې داعش په نړیوال خلافت ټینګار کوي.

دغه راز د القاعده تګلاره "نرمه" ګڼي او هغوی باندې نیوکه کوي چې ګویا دوی له کفري هېوادونو سره اړیکې جوړوي او په سیاسي او اوږدمهاله مبارزه باور لري، القاعده له بریدونو مخکې د عامو مسلمانانو ملاتړ ته ډېر ارزښت ورکوي، خو داعش پر دې باوري دی چې یوازې تاوتریخوالی او فزیکي جګړه باید لومړیتوب وي، پرته له دې چې د عامو مسلمانانو ملاتړ ته پام وکړي.

په داسې حال کې چې القاعده د نړیوال جهاد لپاره د مسلمانانو د ویښولو او له کفري ځواکونو څخه د اسلامي سیمو د دفاع لپاره یو مهم غورځنګ ثابت شوی.

٣:- د جبهة النصر یا تحریر الشام په وړاندې دریځ:
جبهة النصر چې په اصل کې د القاعده یوه څانګه وه، دوی په سوریه کې له محلي ډلې او خلکو سره ګډ کار ته ترجیح ورکوي او د سوریې جګړه د خپل محلي جهاد په توګه مشروع ګڼي، د داعش نړیوال خلافت ته د یوې استخباراتي پروژې په سترګه ګوري او د سیمه ییزو خلکو ملاتړ ته ارزښت ورکوي.

دوی هڅه کوي چې د خپلو کړنو له لارې د سوریې خلکو او نورو اسلامي ډلو ملاتړ تر لاسه کړي، لیکن په مقابل کې یې داعش د عامو خلکو ملاتړ ته ډېر پام نه کوي او په تاوتریخوالي او سخت دریځۍ باندې ټینګار لري، له همدې امله جبهة النصر یا تحریر الشام د نرمې لارې پیروان بولي، د هغوی سیاسي کړنې او محلي تړونونه غندي او په وړاندې یې جګړه جهاد ګڼي.

په داسې حال کې چې تحریر الشام د خپلې خاورې د آزادۍ او اسلامي نظام د اقامې په لار کې تر اکثریت جهادي غورځنګونه ښه ثابت شوي.

موږ دلته وڅاری ترڅو د نن عصر خوارج دروپيژنو👇👇
👇
https://chat.whatsapp.com/Jvj4ljCLEQMGYgEiMUiL9B

خوارج څوک دي؟

20 Dec, 18:15


https://almirsaad.com/%d9%be%d9%87-%da%a9%d9%88%d8%b1-%da%a9%db%90-%d8%a8%db%90%da%a9%d8%a7%d8%b1%d9%8a%d8%8c-%d9%be%d9%87-%d9%85%d8%b3%da%a9%d9%88-%da%a9%db%90-%d8%b3%d8%ae%d8%aa%d9%8a%d8%9b-%d9%87%d8%ba/


*"په کور کې بې‌کاري، په مسکو کې سختي"؛ هغه عنوان چې د المرصاد ادعاوې یې تایید کړې*
*فرهاد فروتن*

المرصاد ادارې څه موده وړاندې د "مهاجر ساپي" په نوم د یوه لیکوال لیکنه "داعش ته د تاجک اتباعو د تلوسې د ډېرښت لاملونو" تر عنوان لاندې په داسې حال کې خپره کړه چې په مکرر ډول یې د داعش له خوا د تاجک اتباعو د استخدام موضوع تحلیل کړې ده.

لیکوال په دې لیکنه کې ادعا کړې چې: "فقر، استبداد او مذهبي محدودیتونه په تاجکستان کې د هغو عمده عواملو څخه دي چې ځینې تاجک وګړي يې د داعش خراسان څانګې ته مایل کړي دي."

لیکوال د فقر په اړه زیاتوي: "تاجکستان چې شاوخوا لس میلیونه نفوس لري، د منځنۍ آسیا له فقیرترینو هېوادونو څخه ګڼل کېږي، د دې هېواد په سلګونو زره وګړي د خپل ژوند د اړتیاوو پوره کولو لپاره نورو هېوادونو ته، په ځانګړي ډول روسیې ته مهاجر شوي دي."

د دې ليکنې ليکوال ليکلي چې "روسیه د تاجک مزدورانو لپاره لومړنی هدف دی، هغه ځای چې پراخ تعصب، ټیټې تنخواوې، انزوا او ځینې نورې ستونزې د افراطي اسلامپالو لپاره د جذب زمینه برابروي، له همدې امله تاجک اتباع د غوره معاشونو ترلاسه کولو لپاره د داعش خراسان څانګې سره یو ځای کېږي."

یوه بله رسنۍ چې د طالبانو له مخالفینو سره تړاو لري، تازه د المرصاد دغه ادعا تایید کړې او ویلي یې دي چې "په تاجکستان کې خراب اقتصادي وضعیت خلک داعش ته اړ کوي، دغه رسنۍ ليکلي: "د تاجکستان چارواکي او امنیتي کارپوهان وایي چې په دې هېواد کې د اقتصادي وضعیت خرابېدنه د داعش خراسان څانګې لپاره د سربازانو د استخدام زمینه برابروي."

همدارنګ جیمز ټاون بنياد، چې د نړۍ په کچه د ترهګریزو ډلو فعالیتونه څاري، په یوه تحلیلي لیکنه کې ویلي دي چې داعش هڅې زیاتې کړې دي ترڅو د تاجک ټولنو په منځ کې خپل بالقوه اهداف پیدا او هغوی د استخدام په مټ جذب کړي.

المرصاد دا موضوع څو ځله څرګنده کړې چې د افغانستان په هغو بریدونو کې چې د داعش ډلې له خوا ترسره کېږي، د تاجکستان اتباع مهم رول لري، د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد څه موده مخکې په یوه خبري غونډه کې وویل: "د خوارجو پروژه په افغانستان کې ریښه نه لري؛ دوی په خپلو بریدونو کې له بهرنیو اتباعو کار اخلي او د تاجکستان اتباع په دې برخه کې په لومړي صف کې دي."

خراب اقتصادي وضعیت هغه مهم لامل ګڼل کېږي چې د تاجکستان اتباع داعش ته اړ باسي؛ ډېری تاجک ځوانان د کاري فرصتونو د کمښت او سختو اقتصادي شرایطو له امله د چټکو حل لارو په لټه کې وي چې افراطي ډلې لکه داعش د مالي مرستو، ثابتو معاشونو او د ژوند اسانتیاوو وعدې ورکوي او په دې توګه هغوی دغسې خلک ځان ته جذبوي.

البته هېره دې نه وي چې په تاجکستان کې پراخ فساد او په دولت بې‌باوري د دې لامل شوې چې دغه هېواد له جدي اقتصادي بحران سره مخ شي، او خلک یې له شدید فقر سره لاس او ګريوان وي، د سولې نړیوال مرکز په دې اړه لیکي: "تاجکستان په ۲۰۲۳ کال کې د فساد د درک په نړیوال شاخص کې له ۱۸۰ هېوادونو څخه په ۱۶۲ نمبر ځای کې و."

په تاجکستان کې د لرې پرتو سیمو پراخه بې‌وزلي کورنۍ له سختو فشارونو سره مخ کړې ده، داعش د مالي مرستو، میاشتني معاشونو او کورنیو ته د مالي ملاتړ وعدې ورکوي، چې له کبله یې بې‌وزله وګړي دې ډلې ته جذبېږي، د سخت فقر په شرایطو کې دغسې وعدې ډېرو خلکو ته زړه‌راښکونکي ښکاري.

له همدې امله راپورونه ښيي چې ډېری هغه تاجکان چې داعش سره یو ځای شوي، د هېواد له هغو سیمو دي چېرې چې اقتصادي فرصتونه ډېر محدود دي، په پای کې په لنډ ډول ویلاى شو چې اقتصادي کمزورتيا هغه محرک عامل ګڼل کېږي چې تاجکان د داعش خراسان څانګې سره یو ځای کېدو ته هڅوي، که څه هم دغه موضوع د افغانستان د چارواکو له خوا مطرح شوې، خو په وروستیو کې د طالبانو مخالفو رسنیو هم دغه حقیقت منلی دی.

موږ دلته وڅاری ترڅو د نن عصر خوارج دروپيژنو
👇👇👇
https://chat.whatsapp.com/Jvj4ljCLEQMGYgEiMUiL9B

خوارج څوک دي؟

20 Dec, 18:15


د یلدا شپه د مسلمانانو نه بلکی د زردشتیانو مربوط ده!
شرم دی وکړي هغه کسان چې تر اوسه هم د کفارو رواجونه پر مخ وړي.

"من تشبه بقوم فهو منهم."
(ژباړه: څوک چې د کوم قوم سره مشابهت وکړي، هغه له هغوی څخه دی.)

(سنن أبي داود، کتاب اللباس، باب في لبس الشهرة، حدیث: 4031).
د یو حقیقي مسلمان لپاره همدا حدیث کفایت کوي.

خوارج څوک دي؟

18 Dec, 19:08


https://almirsaad.com/%d8%af%d8%a7%d8%b9%d8%b4%d9%8a-%d8%ae%d9%88%d8%a7%d8%b1%d8%ac%d9%88-%d8%af-%d8%b3%d9%88%d8%b1%db%8c%db%90-%d8%af-%d8%ac%d9%87%d8%a7%d8%af%d9%8a-%da%89%d9%84%d9%88-%d9%be%d8%b1-%d8%b6%d8%af-%d8%af/


*داعشي خوارجو د سوریې د جهادي ډلو پر ضد د جګړې چټکولو ګواښ کړی*

په ۲۰۲۱ز کال کې چې کله د افغانستان اسلامي امارت صلیبي اشغالګره ټلواله له افغانستانه وتلو ته مجبوره کړه او کابل فتحه شو، نو داعشي خوارجو وویل چې دوی به د فاتحو مجاهدینو پر ضد خپل جنګ ته دوام ورکړي او عملًا یې هڅې هم زیاتې کړې چې په افغانستان کې د نوي حاکم شوي اسلامي نظام پر ضد جګړه چټکه کړي.

تازه چې د سوریې جهادي ډلې د بشار الاسد د خونخوار رژیم په رانسکورولو بریالۍ شوې او دمشق یې ونیو، داعشي خوارجو بیا ګواښ کړی چې دوی به د جهاد تر مقدس نوم لاندې د بریالۍ شویو جهادي ډلو پر ضد خپلې جګړې ته دوام ورکړي.

د خوارجو رسمي اوونیزې النباء د خپلې وروستۍ ګڼې په سرمقاله کې ویلي چې په سوریه کې د بشار رژیم رانسکور شوی، خو دوی به بیا هم د خپلې ډلې او خپل فکر تر بریا پورې جنګ ته دوام ورکوي. د دمشق له فتحې سره همدا توقع وه چې داعشي خوارج به د ځان مطرح کولو او د جهادي ډلو د کمزوري کولو لپاره حتمًا لاس پکار کیږي، چې د النباء وروستي ګواښونه د همدې خبرې تصدیق کوي.

کفار پرېښوول او د مسلمانانو وژل د خوارجو همېشنی عادت پاتې شوی او داعشي خوارج په خپلو اقوالو او افعالو خپله دا نښه نوره هم مؤمنانو ته په وضوح سره ثابتوي.

موږ دلته وڅاری ترڅو د نن عصر خوارج دروپيژنو👇👇👇
https://chat.whatsapp.com/Jvj4ljCLEQMGYgEiMUiL9B

خوارج څوک دي؟

18 Dec, 10:12


المرصاد جهت تنویر اذهان جوانان امت اسلامی، افشای چهره واقعی خوارج معاصر و جلوگیری از افتیدن جوانان مسلمان با احساس در دام خوارج؛ درس چهارم از سلسله درس های دینی و جهادی را تحت عنوان المهتدون تقدیم مینماید.

بخش چهارم(4)

*#حاجي_شریف*
*#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
t.me/subaubsub

خوارج څوک دي؟

18 Dec, 00:17


#پاکستان

زہ د جھاد مسافر(8)
دې وېډیو کې د مجاهدینو د تشکیلاتو خوندوره عکاسي ښودل شوې.

ښکته کولو لپاره منځنی کیفیت: (64 ایم بی)
https://archive.org/download/may-j-ihd-ka-musafir-08-pashto/May_J_ih%40d_Ka_Musafir_08-Pashto-LQ.mp4

https://www.mediafire.com/file/t7t20tmntswui03/May_J_ih@d_Ka_Musafir_08-Pashto-LQ.mp4/file

خوارج څوک دي؟

17 Dec, 06:38


https://almirsaad.com/%d8%b4%d9%87%d8%a7%d8%af%d8%aa%d8%9b-%d8%af-%db%8c%d9%88%d9%87-%d9%85%d8%ac%d8%a7%d9%87%d8%af-%d8%af-%d9%85%d8%a3%d9%85%d9%88%d8%b1%db%8c%d8%aa-%d9%be%d8%a7%db%8c/


*شهادت؛ د یوه مجاهد د مأموریت پای*
*عبدالمالک رحیمي*

شهادت یوه ښکلې کلمه ده چې په خپله غېږ کې د ایثار، سرښندنې او ځان‌ تېرېدنې ژورې او پراخې معناوې لري، دا کلمه په اسلامي فرهنګ کې نه یوازې د عقیدې او ایمان په لاره کې د مرګ لپاره کارول کېږي، بلکې د الهي قربت لوړې درجې ته د رسېدو او یوې پاکې او تلپاتې نړۍ سره د یوځای کېدو نښه هم ده.

شهادت د الله تعالی سره د ابدي مینې څرګندونه او د دیني ارزښتونو د دفاع معنا لري، شهادت په حقیقت کې له ټولو دنیاوي اړیکو تېرېدنه ده؛ هغه شېبه ده چې یو مٶمن په ژور ایمان سره خپل ژوند خالق ته ډالۍ کوي ترڅو په خپله وینه د آزادۍ او عدالت ونه خړوبه کړي.

شهید هغه څوک دی چې په بشپړ اخلاص د حقیقت او آزادۍ په لاره کې ګام اخلي او له هېڅ ډول سرښندنې ډډه نه کوي، شهادت د ژوند پای نه دی، بلکې د لارې پیل دی چې پکې د انسان روح د کمال او پاکۍ لوړو څوکو ته رسېږي؛ د هر شهید په زړه کې د ظلم وړاندې د مقاومت کیسه، د وطن او خلکو سره مینه او د انساني اصولو د ساتنې لپاره یوه پولادي اراده پرته ده.

شهادت د سرښندنې تر ټولو ښکلې څوکه ده چې انسان د وخت او ځای له محدودیتونو څخه تېروي او د تلپاتې عاشقانو په کتار کې يې دروي، دا مقام د الله امر ته د بشپړې تسلیمۍ نښه ده او د انساني کرامت او لوړو دیني ارزښتونو د ساتنې هڅه ده، شهید هغه هنداره ده چې د حق رڼا د نړۍ په تیاره کې منعکسوي.

شهادت د بندګۍ اوج دی؛ داسې مقام چې یوازې پاک زړونو او د حق عاشقانو ته نصیب کېږي، شهید هغه ستوری دی چې په تیارو کې ځلیدنه کوي او د نورو لپاره د حقیقت لاره روښانه کوي.

د شهید مقام ډېر لوړ او د عادي انسانانو له تصور څخه پورته دی.

شهید د استقامت، ایمان او حقیقت سره د مینې سمبول دی، په ناب اسلامي فرهنګ کې شهادت د سرښندنې تر ټولو لوړه درجه او الله تعالی ته د نږدې کېدو نژدې لاره ګڼل کېږي، شهید د خپل ځان په قربانۍ سره هغه لوړې درجې ته رسېږي چې نوم او یاد یې د بشریت په تاریخ کې تلپاتې پاتې کېږي.

شهید خلیل الرحمن حقاني خپله وینه هدیه کړله ترڅو د عدالت او د آزادۍ ریښې خړوبه شي؛ هغه د مبارزې ډګر کې په مينه حاضر شو، له دنیا یې زړه واخیست او خپل ژوند یې د الله تعالی په دربار کې د یوې قیمتي ډالۍ په توګه وړاندې کړ.

د هغه وینه د ویښتابه یو اواز دی؛ هغه څراغ چې د ناپوهۍ په تیارو کې روښانه شو او هغه لمبه چې هېڅ توپان یې نشي مړه کولی، د شهید حاجي خلیل الرحمن حقاني نوم به تر ابده د تاریخ په زړه کې ځلیدونکی وي او د هغه لار به د راتلونکو نسلونو لپاره الهام‌ بښونکي وي.

شهید خلیل الرحمن حقاني له خپل ځان تیر شو او په پوره اخلاص یې د حق او عدالت دفاع تر هر څه غوره وبلله؛ د هغه شهادت یوازې د جسمي مرګ په معنا نه دی، بلکې په یوه ژوره معنا د تاریخ په زړه او د خلکو په ذهنونو کې د شهید د روح ژوندي پاتې کېدو ته اشاره لري.

شهادت ته د مجاهد رسېدل هغه هيله ده چې د هر مجاهد په زړه کې یې لمبې بلې کړي دي؛ دا لار د هڅو، سرښندنې او ځان‌تېرېدنې ډکه ده چې یوازې د ټېنګ ایمان او د الله تعالی او انساني آرمانونو سره د مینې په ډک زړه پاى ته رسيږي.

هغه شهیدان چې خپل ژوند یې د لوړو آرمانونو لپاره قرباني کړ، یوازې يې د خپلو اهدافو د تحقق لپاره هڅه نه ده کړې، بلکې نړیوالو ته یې د آزادۍ، عدالت او حقیقت درسونه ورکړي دي، شهیدانو په خپل وینه پرېنښودل چې حقیقت د ظلم په سیوري کې پټ پاتې شي، بلکې هغوی د تاریخ او د خلکو په زړونو کې ژوندي شول او د حق اواز یې ټولو ته ورساوه.

خوارج څوک دي؟

16 Dec, 11:08


#الخبیب_خپرندویه_اداره 👇
https://t.me/ALKhobaibcom

خوارج څوک دي؟

16 Dec, 11:08


2⃣دوهم لیست درنو قدرمنو لیدونکو اوګډون والو
الخُبیب خپرندویه اداره به وخت پروخت ترانې شعرونه کتابونه غوره ویناوی حدیثونه فکري روزنه ژوند بدلون جالب معلومات اډیټ شوی ویډیووی تازه خبرونه او داسې نورڅه درته نشروو إن شاء الله
#الخبیب_خـپـرنـدویـه_اداره☟👇
https://t.me/ALKhobaibcom
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
جنسی اوطبی معلومات دشریعت له نظره👇
https://t.me/GeensyMalomat
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رابطه لیست مدیرسره👈 @SAODRHMAN

خوارج څوک دي؟

15 Dec, 11:42


لوڅ فلمونه او دهغو تاوانونه 👇
@GeensyMalomat/5220

خوارج څوک دي؟

06 Dec, 07:34


2⃣دوهم لیست درنو قدرمنو لیدونکو اوګډون والو
الخُبیب خپرندویه اداره به وخت پروخت ترانې شعرونه کتابونه غوره ویناوی حدیثونه فکري روزنه ژوند بدلون جالب معلومات اډیټ شوی ویډیووی تازه خبرونه او داسې نورڅه درته نشروو إن شاء الله
#الخبیب_خـپـرنـدویـه_اداره☟👇
https://t.me/ALKhobaibcom
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
جنسی اوطبی معلومات دشریعت له نظره👇
https://t.me/GeensyMalomat
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رابطه لیست مدیرسره👈 @SAODRHMAN2

خوارج څوک دي؟

06 Dec, 07:34


الخبیب نشراتي اداره👇
https://t.me/ALKhobaibcom

خوارج څوک دي؟

06 Dec, 07:34


عاجل خبرونه نړۍ ګوډ ګوډ خبرونه یوځل کلیک وکړۍ👇
💯🫳 @Afghan_Midia @Afghan_Midia 👈

خوارج څوک دي؟

05 Dec, 10:05


لوڅ فلمونه او دهغو تاوانونه 👇
@GeensyMalomat/5220

خوارج څوک دي؟

05 Dec, 10:05


2دوهمه ټولګه رســمـــی ارزښتناک چینلونه
افـــــــغــــــــان مـــــــــیــــــــډیــــــــا👇💯
https://t.me/Afghan_Midia
مولوی سعودالرحمن خبیب(M.S.K)👇💯
https://t.me/MullahKhobaib

رابطه لیست مدیرسره👈 @SAODRHMAN

خوارج څوک دي؟

04 Dec, 09:03


2دوهمه ټولګه رســمـــی ارزښتناک چینلونه
افـــــــغــــــــان مـــــــــیــــــــډیــــــــا👇💯
https://t.me/Afghan_Midia
مولوی سعودالرحمن خبیب(M.S.K)👇💯
https://t.me/MullahKhobaib

رابطه لیست مدیرسره👈 @SAODRHMAN

خوارج څوک دي؟

04 Dec, 09:03


نړی پرمختللی خبرونه او معلومات له مونږ سره👇
https://t.me/Afghan_Midia
https://t.me/Afghan_Midia
https://t.me/Afghan_Midia

خوارج څوک دي؟

03 Dec, 11:40


2دوهمه ټولګه رســمـــی ارزښتناک چینلونه
افـــــــغــــــــان مـــــــــیــــــــډیــــــــا👇💯
https://t.me/Afghan_Midia
مولوی سعودالرحمن خبیب(M.S.K)👇💯
https://t.me/MullahKhobaib

رابطه لیست مدیرسره👈 @SAODRHMAN

خوارج څوک دي؟

03 Dec, 11:40


لوڅ فلمونه او دهغو تاوانونه 👇
@GeensyMalomat/5220

خوارج څوک دي؟

03 Dec, 05:49


🔻تمکین: نیروهای بعثی-رافضی که از ترس مجاهدان در حال فرار هستند اما برای آنان تله‌های انفجاری کار گذاشته و خانه‌ها و دیگر اماکن را مین‌گذاری کرده‌اند.

یکی از این تله‌های انفجاری بر روی قرآن کار گذاشته شده تا اگر کسی این مصحف شریف را باز کرد بمب در صورتش منفجر شود.

این‌ها همان‌هایی هستند که ادعای آزادسازی قدس را دارند اما به قرآن کریم بی‌احترامی می‌کنند و مشروب می‌خورند.

جای تعجب نیست کسانی که قرآن را تحریف شده می‌دانند احترامی هم برای آن قائل نیستند.

خوارج څوک دي؟

02 Dec, 06:05


القاعدې تنظیم جزیرة العرب څانګې په یوه تازه اعلامیه کې "رد العدوان "په نوم د روانو عملیاتو مبارکي ټول امت مسلمه ته وړاندې کړې ده. په اعلامیه کې د نصیري رژیم (د بشار الاسد حکومت)جنایتونه د صهیونیستي رژیم له جنایتونو سره تشبیه شوي دي. او دواړه یې داسلام او مسلمانانو پر وړاندې ستر خطر بللي دي.
همدارنګه په اعلامیه کې د مجاهدینو تر منځ د اتحاد بر اهمیت ټینګار شوی او یادونه شوې چې د اسلامی امت بریالیتوب په وحدت او یووالي کې دی. دوی د مسلمانانو د ګډ دښمن پر وړاندې د یووالي ضرورت ته اشاره کړې ده.
دغه اعلامیه د القاعدې د اوږد مهاله پالیسۍ څرګندونه کوي چی د اسلامي امت په منځ کې د یووالي او د بهرنیو دښمنانو پر وړاندې د مقاومت موضوع ته لومړیتوب ورکوي.

خوارج څوک دي؟

02 Dec, 05:40


#شـام
جـزيــرة_الـعـرب__عاجل
#أنـصـارال_شـریـعة
#ده القاعدې_تنظیم_په_جزیـرة_العـرب_کې
د تحریر الشام د مجاهدینو په اړه د یوالی او مبارکی اعلامیه

خوارج څوک دي؟

02 Dec, 05:21


د داعش او جمهوریت اړیکې!
د ترکانو په لاس د عثماني خلافت له ماتېدو وروسته د امریکا او غربي هېوادونو له لوري د اسلامي هېوادونو د وېشنې، سېکولرېزم ته د میلان او کفري موخو یا ګټو ته د ژمنو دولتونو د رامنځته کولو لپاره د دولت او حکومت ګڼ طرزونه رامنځته شول، چې تر ټولو مشهور یې «جمهوریت» و، چې په اصطلاح په پنځوس جمعه یو یا اکثریت نظریه باندې ولاړ دی، خو په حقیقت کې د ۴۹ سلنه وګړو پر حق په مېړانه د سترګو پټولو معنی لري.

په ګڼو اسلامي هېوادونو کې به ښايي دا نظام څه ناڅه د جمهوریت پر هغو اصولو برابر و، خو په افغانستان کې له ۲۰۰۰م نه تر ۲۰۲۱ م مېلادي کال پورې رامنځته شوی جمهوریت د هغو اصولو خلاف و چې جمهوریتپالو د یوه جمهوریت لپاره اړین ګڼل، بلکې پر جمهوریت یې ریشخند او ملنډه هم بللی شو، ځکه چې دلته په جمهوریت کې هم جمهوریتونه او جمهور رئیسان موجود و.

د جمهوریت دا کمزورۍ د څه لپاره وې؟ ښايي ډېرې موخې به ولري، خو یوه تر ټولو مهمه یې د اشغال او اشغالي ګټو لپاره د داسې ډلو رامنځته کول و، چې په هر ډول شرایطو کې د دوی چوپړ وکړي او هغه مجاهدین ورباندې وځپي چې پر اسلامي عقیده او ولسي ملاتړ د اشغال پر وړاندې پر ناڅيزه امکاناتو د سر په بیه جنګېږي او د اشغال د رېښو ټېنګېدو مخنیوی یې کړی دی.

د داسې ډلو له منځه یوه هم افغانستان کې د خراسان داعش ډله وه، چې د عراقي داعش په تقلید رامنځته کړل شوه، هغه خارجي ډله چې رېښې یې د جمهوریت په خاوره کې وې او اوبه د امریکا او ګاونډیو هېوادونو استخباراتي لوښو کې ور کول کېدې.

که څه هم امریکا او جمهوریت په ظاهره له دغه ډلې سره مخالفت درلود، زرګري جګړه یې هم ورسره کوله، خو حقیقت دا دی چې له بشپړ پوځي او مالي ملاتړ څخه یې برخمنه وه، تر څو له یوې خوا ورباندې خپلې اشغالي او فکري موخې عملي کړي او له بلې خوا ورباندې طالب مجاهدین وڅپي، هغه مبارزین چې جمهوریت د امریکا له بشپړ پوځي او استخباراتي ملاتړ، معاصرې پوځي ټکنالوژۍ یا امکاناتو سربېره هم ورسره د جګړې توان بایللی و.

که څه هم غربي رسنیو په خپلو تبلیغاتو کې داعش ته پراخ کمپاین کاوه او پر وړاندې یې د جمهوریت د پوځیانو «جدي» مبارزه ستایله، خو د پردې شاته د جمهوریت او داعش د ټینګې یارانې کیسې روانې وې، چې د امریکا د مهربانۍ سیوری ورباندې غوړېدلی و، دلته به ددې یارانې د ثبوت لپاره څو ټکي وړاندې کړو:

خوارج څوک دي؟

26 Nov, 17:47


پوره ليکنه ټويټر کي ولولی!

خوارج څوک دي؟

24 Nov, 19:06


‏یه! تاریخي اندلسه تا ته وایم!
علي أنصار

هغه وخت چې نړۍ د یوه لوی اسلامي برم درلودونکې وه، د اندلس پر منارونو د اسلام توغ رپېده، په جماتونو کې د حی الفلاح ازانګې وې، په کوڅو کې د بریاو زيري غږېدل او د جنګ په میدانونو کې د جهاد نغارې غږېدې.

هغه وخت چې نړۍ اسلامي جلال درلود؛ زمونږ مېړني محمد الفاتح، طارق ابن زیاد، محمد بن باسم، قتیبه بن مسلم او یوسف بن تاشفین وه، هغه وخت د مدیترانې پر ساحلونو د غزا اسونه اوبه کېدل، له هرې نباته مجاهد سپاهي زېږېده، هرې مورکۍ یو او دوه زامن جهاد ته نذرانه کول، د هرې خورکۍ ورور سپاهي و.

هغه وخت چې نړۍ بشپړه مسلمانه وه؛ یوازې د خدای جل جلاله د وحدانیت خبرې کېدې، یوازې د توحید کلمه وه، کلیسا چوپه وه، مندر مات و، بوتان را نسکور وه، غوايي ته سجده نه کېده، د اور عبادت نه و، چیغې یوازې د اسمانونو خالق ته وهل کېدې، مرسته مو یوازې له خدایه غوښته، خیر او شر مو یوازې د لوی خدای ج فیصلې بللې.

هغه وخت چې نړۍ د جهاد په څپو کې وه؛ هره غزاء د خدای ج لپاره وه، شهادتونه ویاړونه و، مېړنیو په سلګو له خدایه غوښتل، جهاد اعزاز و، که به څوک له غزاء پاته کېدل لوی عار او شرم به بلل کېده، جهاد ته تږي و، پل په پل د جهاد سنګرونه و، معرکې تودې وې، د جهاد نغارې غږېدې، د کتب علیکم القتال فریضه ادا کېده.

هغه وخت چې نړۍ په اسلامي انګېزې سمباله وه؛ هر زلموټی په اعداد بوخت و، اعداد و چې تل به سپاهیان د کفر پر څټونو ور ختل، ځوان نسلونه په یوه اسلامي عقیده سمبال و، د ماډرنیزم او ډیموکراسۍ سېلۍ لا نه وه را الوتې، د ځوان نسل عقیدې مظبوطې وې، اتلس کلن محمد به هندو فتح کاوه، هر ځوان طارق او بدر مغیره و.

يه! تاریخه اندلسه!!

مونږ په خپل تېر برم پسې خفه شوي یو، مونږ تېر اسلامي جلال غواړو، را وګرځه، بیا را وګرځه!!
دا ځوانان هغسې د غزاء سپاهیان کړه، شهادت بیا سعادت وګڼه، د بتانو راج مات کړه، بیا را وګرځه!!

خوارج څوک دي؟

24 Nov, 04:56


https://almirsaad.com/%d8%af-%da%a9%d8%b1%d8%af%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d9%84%d9%be%d8%a7%d8%b1%d9%87-%d8%af-%d8%af%d8%a7%d8%b9%d8%b4%db%8c%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%a7%d9%85%db%8c%d8%b1-%da%98%d9%88%d9%86%d8%af%db%8c/

*د کردستان لپاره د داعشیانو امیر ژوندی نیول شوی*

د عراق د ملي امنیت سرویس نن شنبه ویلي چې په کرکوک ولایت کې یې د عملیاتو پر مهال د داعشیانو یوه شبکه له منځه وړې او د کردستان لپاره د دې ډلې امیر یې ژوندی نیولی دی.
د عراق رسمي دولتي اژانس د یادې ادارې د ویاند له قوله خبر ورکړی چې دا عملیات په سلیمانیه ښار کې ترسره شوي، چې په نتیجه کې یې د داعشیانو یو اووه کسیز ګروپ شنډ کړل شوی او د کردستان لپاره د خوارجو امیر *ازاد سخي* ژوندی نیول شوی دی.

عراق د داعشي فتنې د منشأ حیثیت لري، خو دمګړۍ پخپله د داعشیانو ترمنځ د جاسوسانو د ځالې په نوم مشهور دی او هره میاشت یې لسګونه کسان ژوندي پکې نیول کیږي او یا هم وژل کیږي.

خوارج څوک دي؟

21 Nov, 11:59


السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
ګرانو ملګرو الله ج دي وکړي چي روغ جوړ به ياست.
ملګرو زما د واټساف دغه 0731156834 نمبر مسدود سو په واټساف کي چي کوم ګروپان وه له هغو څخه وتلی يم که کوم ملګری کوی سي چي خلاص يې کړي په ډيري مهربانۍ سره دي ټليګرام ته پيام راوليږي.
د ټليګرام نمبر 👈0731156834

ستاسو ورور حيدري طالب الأفغاني

خوارج څوک دي؟

17 Nov, 10:18


اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎
ملګرو دې نړۍ هرډول چینلونه دلته ترلاسه
ناویل شوۍ رازونه چینل مو👇👇
https://t.me/Khobaib_channel
https://t.me/Khobaib_channel
https://t.me/Khobaib_channel
ارواپوهنه اوفلسفه نړۍ دلته چینل👆
تر ټولو بهترين ليست ليست کانال په ليست کي ده ګډون لپاره دلته کليک وکړی 👇👇
@saodrhman @saodrhman @saodrhman

خوارج څوک دي؟

17 Nov, 10:18


لوڅ فلمونه او دهغو تاوانونه 👇
@GeensyMalomat/5220

خوارج څوک دي؟

13 Nov, 19:52


ستاسو په خیال کې زما لپاره په خپله کورنۍ د لعنت ویلو او ترې د برأت کولو هېڅ ځای او چاره نشته؟ که په ګنهګار لعنت کول همداسې وي، نو د خوارجو استازو تاسو ووایئ؛ په فرعون او هامان مو کله او څو ورځې کیږي چې لعنت ویلی؟
عاصم وویل: نه یم خبر!

عمر بن عبدالعزیز وویل: ډېره د افسوس خبره ده، چې له تاسو سره په فرعون د لعنت ویلو وخت نشته او زما لپاره مو له دې پرته چې په خپلو اسلافو لعنت ووایم او یا هم ترې برأت اعلان کړم د بلې خبرې ځای نشته، نن تاسو هغه څه منی کوم چې رسول الله علیه وسلم به ردول او هغه څه ردوﺉ چې رسول صلی الله علیه وسلم به منل.

بیا یې ورته وویل: آیا ستاسو حالت دا نه دی چې چا بت پرستي پرې اېښې ده، د توحید او رسالت اقرار یې کړی دی او مسلمانان دي، تاسو یې قتلوﺉ او له هغوی څخه مو برأت اعلان کړی، د هغوی مال او ژوند ځانته حلال ګڼی؛ اما د یهود او نورو غیر مسلمانانو سره هېڅ نوعه مشکل نه لرﺉ او په امن کې ژوند ورسره تېروﺉ.

د خوارجو له استازو څخه حبشي عاصم وویل: عمره ما تر نن پورې ستا له دلایلو واضح او قوي دلایل نه وو لیدلي، زه شاهدي ورکوم چې ته په حق یې او نور له هغو ډلو پرېکون اعلانوم چې ستا په وړاندې باغیان شوي.

لیکن شیباني وویل: چې زه تر څو له مسلمانانو (خوارجو) سره مشوره ونه کړم او د هغوی خبره وا نه ورم؛ تر هغې په دې اړه خپل نظر نه شریکوم، عمر بن عبدالعزیز ورته وویل: بیا ته پوه شه کار دې پوه شه!

وروسته حبشي عاصم ته د عمر بن عبدالعزیز لخوا په دولت کې وظیفه ورکړل شوه او هغه بل شیباني د یوې جګړې پر مهال د خوارجو په صف کې ووژل شو.

خوارج څوک دي؟

13 Nov, 19:52


https://almirsaad.com/%d9%84%d9%87-%d8%ae%d9%88%d8%a7%d8%b1%d8%ac%d9%88-%d8%b3%d8%b1%d9%87-%d8%af-%d8%b9%d9%85%d8%b1-%d8%a8%d9%86-%d8%b9%d8%a8%d8%af%d8%a7%d9%84%d8%b9%d8%b2%db%8c%d8%b2-%d9%85%d9%86%d8%a7%d8%b8%d8%b1%d9%87/

*له خوارجو سره د عمر بن عبدالعزیز مناظره*
*یحیی زهار*

د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله په وخت کې، په الجزیره سیمه کې، خوارجو د شوذب حروري په مشرۍ بغاوت وکړ، عمر بن عبدالعزیز محمد بن زبیر حنظلي ته د دوی په نامه یو لیک ورکړ.

کله چې خوارجو ته لیک ورسېد؛ نو د عمر بن عبدالعزیز حضور ته یې د مناظرې په پار خپل دوه لایق او با استعداده کسان چې یو حبشي عاصم او بل یو شیباني و، را ولېږل.

عمر بن عبدالعزیز ترې پوښتنه وکړه: ولې مو د مسلمانانو د حکومت پر خلاف بغاوت وکړ؟
له دوی څخه یوه یې چې عاصم نومېده وویل:
عمره! په الله قسم ستاسو په سیرت مو هېڅ نیوکه نشته، ځکه ته د الله پر ځمکه عدل او انصاف نافذوې، البته زموږ او ستاسو تر منځ یوه خبره د اختلاف عامل ده، که هغه ومنې نو موږ ستاسو او تاسې زموږ یاستی، خو که یې ونه منی بیا زموږ او ستاسو تر منځ هېڅ اړیکه نشته.

عمر بن عبدالعزیز وویل: ووایئ هغه خبره څه ده چې تاسو یې بغاوت ته اړ کړي یاست؟
عاصم وویل: موږ وینو چې تاسو د خپل خاندان د طرزالعمل مخالفت کوی، له طریقو او چلند یې خلاف ځی او د هغوی تګلاره له ظلم سره تعبيروﺉ، که ته په خپل فکر په سمه روان وې او رښتیا هم هغوی ګمراه وو؛ نو په زغرده ترې پرېکون اعلان کړﺉ او لعنت ورباندې ووایئ، بس همدا یوه خبره ده چې موږ او تاسې بېلولی او یو ځای کولی شي.

عمر بن عبدالعزیز وویل: بې له شکه ستا د خبرې له مقصد څخه زه دومره پوه شوم، چې تاسو د دنیا د طلب په خاطر بغاوت نه دی غوره کړی، تاسو د آخرت غوښتونکي یاست، مګر تاسو یې له لارې اوښتي یاست.

زه له تاسو یوه خبره پوښتم؛ الله تعالی ﷻ حاضر او ناظر وګڼئ، د خپل علم سره سم رښتیا رښتیا ووایئ:
آیا ابوبکر او عمر ستاسو له مشرانو څخه نه وو؟ آیا تاسو له هغوی سره مینه نه لرﺉ؟ په حق کې یې د نجات شاهدي نه ورکوﺉ؟
عاصم وویل: بلکل ابوبکر او عمر له موږ څخه و او موږ یې په حق کې شاهدي ورکوو.

عمر بن عبدالعزیز وویل: کله چې عرب د رسول الله ﷺ له مړینې وروسته مرتد شول، ابوبکر رضی الله عنه جهاد ورسره وکړ، وینه یې توۍ شوه، د کفارو ښځې او ماشومان یې بندیان کړل او مالونه یې غنیمت کړل
عاصم وویل: بې له شکه همداسې شوي دي.

عمر بن عبدالعزیز وویل: تاسو پوهېږئ چې د ابوبکر رضی الله عنه له شهادت وروسته عمر رضی الله عنه خلیفه شو او هغه دا ټول بندیان خوشي کړل او بېرته یې خپلو قبیلو ته ولېږل.
عاصم وویل: بې له شکه همداسې ده.

عمر بن عبدالعزیز وویل: نو بیا ابوبکر له عمر او عمر له ابوبکر رضی الله عنه څخه برأت اعلان کړ؟
عاصم وویل: نه
عمر بن عبدالعزیز وویل: ایا تاسو له دې دواړو له کوم یوه څخه د برأت اظهار کوﺉ؟
عاصم وویل: نه، هېڅلکه هم نه

عمر بن عبدالعزیز وویل: ښه دا ووایئ چې اهل نهروان ستاسو اسلاف نه دي؟ تاسو ورسره مینه نه لرﺉ او د نجات شاهدي نه ورکوﺉ؟
عاصم وویل: هو زموږ اسلاف دي او د نجات شاهدي یې ورکوو.

عمر بن عبدالعزیز وویل: تاسو پوهیږﺉ چې کله اهل کوفې په اهل نهروان پسې لښکر وکړ، نو هغوی خپل لاسونه له ظلم او ستم څخه ایسار کړل، نه یې کوم سولییز شخص ووېراوه او نه یې وینه توۍ کړه
عاصم وویل: هو همداسې ده.

عمر بن عبدالعزیز وویل: تاسو ته معلومه ده، چې کله د بصرې خلکو په اهل نهروان پسې لښکر وویست، ډېر خلک یې د ظلم او ستم ښکار کړل، د رسول لله ﷺ صحابي عبدالله بن خباب یې هم شهید کړ، بیا یې د عربو یوه قبیله بنو قطیعه قتل عام کړه او زیات شمېر خلګ یې بې ګناه ووژل
عاصم وویل: بې له شکه همداسې ده.

عمر بن عبدالعزیز وویل: آیا ستاسو ډله له دې دواړو ډلو څخه له کومې یوې د برأت څرګندونه کوﺉ؟
عاصم وویل: نه، هیڅ کله هم نه
عمر بن عبدالعزیز وویل: ښه دا ووایئ چې دین یو دی که دوه؟
عاصم وویل: دین یو دی
عمر بن عبدالعزیز وویل: نو آیا په دا یوه دین که چې زما لپاره د کوم څه ځای نشته ستاسو لپاره پکې شته؟
عاصم وویل: نه

عمر بن عبدالعزیز وویل: نو بیا څه ټکه را پرېوته چې د ابوبکر او عمر دواړو سره مینه ولرې، هغوی دواړه هم یو د بل سره مینه ولري، سربېر پر دې چې روش کې یې ښکاره اختلاف موجود و.

د دې ګنجایش له کومه راغی چې اهل بصره له اهل کوفې سره مینه ولري، خو په طرز او عمل کې یې دې شدید اختلاف موجود وي؟ له دې مو بیا غرض څه دی چې تاسو دې د اهل کوفې او اهل بصرې سره مینه ولرﺉ، خو په طریقه، کړو وړو، ژوند او د مال په څېر لویو چارو کې مو اختلاف بلکل تضاد پاتې شوی.

خوارج څوک دي؟

13 Nov, 19:50


د اسلامي امارت پر وړاندې، د داعشي خوارجو د تبليغاتو او نیوکو شرعي ارزونه! پنځمه 5 برخه
مولوي احمد علي


دا چې خوارج په دین نه پوهېږي، نبي کریم علیه السلام د دوی په باره کې فرمایي: چې خوارج “سفهاء الاحلام” او “حدثالاسنان” یعنې بې عقله وي او عمرونه يې هم ډېر نه وي، نو طبيعي خبره ده چې یو څوک بې عقله هم وي او د عمر په اعتبار سره هم پوخ نه وي، نو هغه کې فقاهت نه وي.

له همدې امله د تاریخ په اوږدو کې، چې نورې څومره باطلې ډلې تېرې شوې دي، د هغوی تفصیلي تاریخ معلوم دی، طبقات يې معلوم دي، لوی لوی علماء پکې تېر شوي دي؛ خو خوارج يوازینۍ باطله ډله ده چې جید او ممتازه علماء نه لري، دوی همیشه په ستونزو کې وخت تېروي او ډېره بقا هم نه مومي، شر یې ډېر تیز وي خو بقا او وجود يې ډېر کم وي.

لکه څرنګه چې نبي علیه السلام فرمایلي دي چې “کلما طلع قرن قطع” چې کله هم سر را پورته کړي نو پرې کېږي به، نو له همدې امله د دوی مرتب تاریخ، افکار او عقائد نه دي ذکر شوي؛ البته په مجموع کې ټول خوارج که اوسني دي او که زاړه دي، په دې یوه خبره کې متفق دي چې په غیر مکفِّره شيانو باندې د مسلمانانو تکفیر کوي.

کله به هغه غیر مکفره شی ګناه کبیره وي او کله به ګناه هم نه وي، بلکه امر مشروع به وي؛ لکه د صحابه کرامو په دور کې چې وجود ته راغلل او د علي رضي الله تعالی عنه، د هغه د ملګرو او د معاویه رضي الله تعالی عنه او د هغه د ملګرو تکفیر يې شروع کړ.

چې هغه کبیره ګناه نه؛ بلکې يو امر مشروع او مطلوب و چې مصالحت بین المسلمین و، خو داچې دوی په دین زیات نه پوهېږي، کم عمره، بې عقله او جذباتیان خلګ وي؛ نو د “ان الحکم الا لله” نعره یې پورته کړه او له خپل ځان نه پرته یې د هغه دور د ټولو مسلمانانو تکفیر یې شروع کړ او د هغوی خلاف یې مسلح فعالیت پېل کړ.

دوکتور مصطفی حلمي په خپل کتاب “الخوارج” کې د دوی په باره کې وايي: ومن العسیر الوقوف علی معتقدات الخوارج من واقع کتبهم فالغالب ان مکتبات المسلمن عاریة عن مؤلفاتهم.

“ډېره مشکله ده چې د دوی عقائد د دوی د خپلو کتابونو څخه معلوم کړل شي، ځکه د مسلمانانو کتب خانې د دوی د مؤلفاتو څخه خالي وي، ځکه دوی همېشه په سختو حالاتو کې ژوند کوي”

د لیکلو او تصانیفو فرصت ورسره هم نه وي، له همدې امله د هر دور خوارج په فکري او عقیدوي اعتبار سره د بل دور د خوارجو څخه څه ناڅه توپیر لري، البته په یوه خبره کې متفق وي؛ چې په غیر مکفِره شيانو باندې د مسلمانانو تکفیر کوي.

یعنې داسې خبره، عقیده او عمل چې هغه کافر کونکی يعنې مخرج عن الملة نه وي، دوی یې کافرونکی او مخرج عن الملة بولي، لکه حافظ ابن تیمه رحمه الله هم فرمایي: “وكذلك الخوارج لما كانوا أهل سيف وقتال ظهرت مخالفتهم للجماعة حين كانوا يقاتلون الناس وأما اليوم فلا يعرفهم أكثر الناس وظهرت الخوارج بمفارقة أهل الجماعة واستحلال دمائهم وأموالهم.”

ژباړه: دا مسلح او جنګيالي خلګ و، د مسلمانانو د جماعت سره د دوی مخالفت هغه وخت راښکاره شو چې د خلګو سره په جنګ شول او نن سبا اکثره خلګ دوی نه پېژني، خو بس داسې ښکاره شول چې د مسلمانانو د جماعت څخه ووتل او د مسلمانانو وینه او مال يې ځان ته مباح وګڼل.

مطلب دا چې د خوارجو پېژندل اصلاً د هغوی د کړنو او اعمالو څخه کېږي، یعنې چې کله د مسلمانانو تکفیر کوي او د هغوی وینه او مال مباح ګڼي، نو بس هم دغه خواج دي، ګنې هيڅ څوک به هم داسې پېدا نه شي چې ځان ته خارجي وايي؛ بلکې ځان ته به کلک سني وايي.

کله کله به يې لیکل هم د اهل السنة د عقیدې سره موافق وي، خو د هغه تطبیق بلکل په مختلف شکل سره وي، لکه العلامه الدکتور اویس المظهر لیکي:

“فالخوارج یتم الحکم علیهم من استقرار الاحوال و تتبع المواقف ولن تجد رجلاً منهم یصرح لک انه خارجی بل قد یکون کتبه التی یکتبها کلها موافقة لعقیدة أهل السنة و عند التنزیل یکون الأمر مختلفاً.”

ژباړه: ترڅو پورې چې د دوی د احوالو او موقفونو پوره څېړنه او تحقیق دې نه وي کړی، په دوی پوره حکم څوک نه شي لګولی، چې دا خارجي دی؛ ځکه هيڅ څوک هم ځان ته خارجي نه وایي؛ بلکې کله کله خو یې ليکنې هم د سني عقیدې مطابق وي، لیکن عملاً صورت حال او تطبیق یې له دین نه مختلف وي.

دکتور اویس المظهر بل ځای فرمايي: چې د معاصرو خوارجو سره زمونږه مشکل او اختلاف په هغه اصل او مرجع کې نه دی، د کوم څخه چې دوی استدلال کوي؛ بلکې که معاصر خوارج دي او که زاړه خوارج دي، دوی چې د کومو عموماتو څخه استدلال کوي، هغه صحیح دي لیکن تطبیق خطا کوي.

اصل اختلاف ورسره زمونږه په تطبیق کې دی؛ چې په چا تطبیق کوي، هغه یې مصداق نه وي، لکه ابن عمر رضي الله هم فرمایي: چې خوارج هغه آیاتونه چې د کفارو په باره کې راغلي، په مسلمانانو یې تطبیق کوي؛ نو د دوی سره اصل مشکل د دوی د غلط فهمۍ او تاویل په وجه دی، لکه دکتور اویس المظهر داسې فرمایي:

خوارج څوک دي؟

13 Nov, 19:50


“ونؤکد أن المشکلة لیست فی التاصیل، فالعمومات التی یستدل بها الخوارج قدیما و حدیثاً هی عمومات صحیحة ولکنهم ینزلونها علی غیر واقعها، فالمشکلة فی التنزیل کما جاء عن السلف فی وصف الخوارج أنهم ینزلون الآیات التی نزلت فی الکفار علی المؤمنین و لذالک فمشکلتهم فی التأیل الفاسد.”

حافظ ابن حجر رحمه الله هم فرمايي: “وکان یقال لهم القراء لشدة اجتهادهم فی التلاوة والعبادة الا أنهم کانوا یتأولون القرآن علی غیر المراد منهم و یستبدون برأهم و یتنطعون فی الزهد والخشوع و غیر ذالک.”

ژباړه: د ډېر تلاوت او عبادت په وجه به دوی ته قرآ ویل کېدل، (بعضي روایاتو کې ورته نساک ويل شوي دي، نساک معنا ډېر عبادت ګزار) مګر ګمراه په دي و، چې د قران کریم مطلب او تفسیر به یې داسې کاوه چې هغسې به نه و.

لکه مصالحة بین المسلمین یې د ان الحکم الا لله آیت په تناظر کې د الله سره په صفت د حاکمیت کې شرک ګڼلو او په خپله رایه کلک ولاړ و، تر دې چې ځانونه يې ور باندې قرباني کول او د دغه رایې مخالفین یې مرتدین او واجب القتل ګڼل.

نني داعشي خوارج هم دغه شان دي، د کتاب الله او سنت رسول صلی الله علیه وسلم د نصوصو په مطلب او تفسیر کې خطا کېږي، په علمي لحاظ سره سطحي معلومات لري، متبحر او جید علماء ورسره نشته، د کتاب او سنت د نصوصو غلطه تشریح کوي او په خپله رایه باندې کلک وي، لکه حافظ ابن تیمیه رحمه الله فرمايي: “و لکن بدعة الخوارج کما یقولون کان قصداهلها متابعة النص والرسول لکن غلطوا فی فهم النصوص و کذبوا بما یخالف ظنهم من الحدیث ومعانی الایات.”

ژباړه: دخوارجو بدعت لکه څرنګه چې ویل کېږي، په دې شکل و، چې د دوی موخه د نص د کتاب الله او سنة د رسول الله صلی الله علیه وسلم اطاعت او تابعداري وه؛ خو د قران او سنت د نصوصو په فهم کې غلط شوي و، یعنې دوی د نصوصو د کتاب الله او سنت رسول نه یو خطا فکر او عقیده اخيستې وه او د دغه بدعي عقیدې او فکر نه به چې کوم حدیث مخالف و، د هغه تکذیب به یې کاوه.

همداسې د قران کریم د کوم آیت فهم او مطلب به چې د دوی د ځان نه د جوړ کړل شوي فکر او عقیدې مخالف و، د هغه تفسیر به یې هم تکذیب کاوه؛ نن سبا هم دغه شان ظاهراً د کفر نه برأت کونکي دي، لېکن د قرآن او حدیث په فهم کې خطا شوي دي.

هر هغه عالم چې د دوی د رايې سره موافق نه وي، هغه ته عالم سوء وایي او باطل پرسته ورته ښکاري، هر هغه حدیث چې د دوی د باطلې عقیدې او مفکورې خلاف وي، د هغې تضعیف کوي او د قرآن کریم د هر هغه تفسیر تکذیب کوي، چې د دوی د فکر او عقیدې خلاف وي؛ لکه د ډېرو مسلمانانو، اسلامي جماعتونو او تحریکاتو تکفیر په مباح، معصیت یا حتی په مشروع او مطلوبو کارونو کوي.

خوارج څوک دي؟

13 Nov, 19:49


5 برخه

خوارج څوک دي؟

09 Nov, 10:49


https://almirsaad.com/%d8%af-%d8%af%d8%a7%d8%b9%d8%b4-%d9%86%d8%a7%da%a9%d8%a7%d9%85%db%90-%d9%87%da%85%db%90-%d8%a7%d9%88-%d8%af-%d8%a7-%d8%a7-%d8%a7-%d8%a8%d8%b1%db%8c%d8%a7%d9%84%db%8c-%d9%85%d8%af%db%8c%d8%b1%db%8c/
*د داعش ناکامې هڅې او د ا.ا.ا بریالی مدیریت!*
ډاکټر حامد

دا ښکاره ده، چې خدای جل جلاله تل بریا حق او رښتینو خلګو ته ور کوي، په ځانګړې توګه هغه چا ته چې د خدای جل جلاله پر پاکه ځمکه د هغه شریعت او د رسول الله صلی الله علیه وسلم نبوي تګلاره پلي او عملي کوي.

داعش چې د خدای جل جلاله د همدې سپیڅلي دین او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوي تګلارې مخالفین دي او نه غواړي چې د الله تعالی قانون پر ځمکه پلي شي، تل هڅه کوي چې د دې شرعي نظام او مسلمان ملت په وړاندې ودرېږي، زیان ور ته ورسوي او د مخته تګ خنډ یې وګرځيږي.

د اسلامي امارت له راتلو وړاندې، د جمهوریت د اجیرې ادارې د واکمنۍ پر مهال داعش خپل بربریت اوج ته رسولی و، د هیواد په ګڼو سیمو کې یې بې ګناه انسانان، ماشومان ښځې او ځوانان په شهادت رسول، له هيڅ ډول شرارت څخه یې مخ نه اړاوه، د خلګو شتمنۍ یې لوټلې، غلا او چور یې تر اندازې اوښت؛ په دې کارونو کې د جمهوریت ادارې او امریکايي فوځونو ور سره ښکاره همکاري درلوده.

خو د اسلامي امارت له راتلو سره د داعش بربریتونو پای وموند او د داعش دا هیلې؛ چې دا اسلامي نظام ړنګ کړي او دا ملت د تیارو او جهالتونو غېږ ته یوسي، تل له منځه تللي؛ د اسلامي امارت بریالی مدیریت دی چې د تیارو لارویان په پرلپسې توګه له درنو ماتو سره مخ کېږي، وژل کېږي، نېول کېږي او یا د جنګ له میدانه تېښته کوي.

داعش نه د مذهب پر بناء ولاړ دی، نه د خاورې او نژاد په بناء؛ له همدې امله یې افراد ګډوډ او نا معلومه بې کوره و بې ځایه خلګ دي؛ له بېلابیلو بهرنیو هیوادونو، بېلابیلو سیمو او بېلابیلو کلیو شریر افراد غولول شوي او د داعش په ناوړه لیکو کې ځای پر ځای شوي دي.

د ا.ا د ځواکونو په دې وروستیو عملیاتو کې په پراخه کچه بهرني اتباع شتون لري، د دوی په وینا؛ له بېلابیلو هیوادونو د پیسو او مادیاتو په نوم غولول شوي او ښکېل شوي دي، په ګاونډیو هیوادونو کې روزنه ور کول کېږي، وروسته افغانستان ته د جنایت، ترهګرۍ او د بې ګناه انسانانو د وژلو لپاره را استول کېږي.

خو تر څو چې د اسلامي امارت دا زړور سرتیرې وي، هیڅکله به دا د طاغوت او شیطان لښکر خپلو شومو موخو ته پرې نه ږدي، د دوی په سرونو به د ابابیلو غوندې نازلېږي، څټونه به یې وهي او وژل کیږي به. ان شاءالله

خوارج څوک دي؟

08 Nov, 11:24


د اسلامي امارت پر وړاندې، د داعشي خوارجو د تبليغاتو او نیوکو شرعي ارزونه! څلورمه برخه
مولوي احمد علی
هرماس الافغاني


#image_title

اسلام د ژوند یو اجتماعي نظام دی، د شریعت په رڼا کې د کفارو سره د مختلف قسمه تعلقاتو اجازه ورکوي، نبي علیه السلام هم د کفارو مرسته کړې، د نورو کافرانو پر خلاف لکه؛ د قريشو خلاف يې د خزاعه مدد وکړ.



همدارنګه د اسلام د تقویت او فايدې لپاره یې، له کفارو څخه مرسته غوښتلې او د دې په اړه په سیرت الرسول صلی الله علیه و سلم کې ډېر مثالونه شته، لکه یو څو مثالونه يې موږ دلته ذکر کوو.



۱:- د نبي علیه السلام د طائف د سفر په مقاصدو کې یو اهم مقصد دا و، چې د هغه ځای د اوسېدونکو کفارو څخه پناه او مرسته وغواړي؛ لیکن هغوی د مرستې څخه انکار وکړ او نبي علیه السلام ته يې ډېر تکلیف ورساوه او زخمي يې کړ.



۲:- په بېرته ستنېدو کې، رسول الله صلی الله علیه وسلم د حرا د غره په لمن کې حصار شو او د خزاعه قبیلې یو کس أخنس بن شریف ته يې د مرستې پېغام ولېږلو، چې ماته پناه راکړه؛ خو هغه معذرت وغوښت.



۳:- بیا یې د سهل بن عمر نه پناه وغوښته، هغه هم معذرت وکړ.



۴:- بیا يې مطعم بن عدي ته پېغام ولېږه، هغه پیغام قبول کړ؛ خپل زامن او قبیله يې را وغوښته او ورته و یې ويل؛ د بیت الله شریف پر کونجونو باندې مسلح کښېنئ، ما محمد صلی الله علیه وسلم ته پناه ورکړې، بيا يې نبي علیه السلام ته پېغام ولیږه، چې اوس مکې ته داخل شه، له دغه پناه وروسته، نبي علیه السلام د زید بن حارثه سره مکې ته داخل شو.



نبي علیه السلام د مطعم بن عدي دا احسان په یاد و، کله چې په بدر کې د مکې کفار بندیان شول؛ نو د مطعم بن عدي زوی جبیر بن مطعم د بعضي بندیانو د آزادۍ لپاره راغی، نبي علیه السلام وفرمايل: “لوکان المطعم بن عدی حیاّ ثم کلّمنی فی هؤلاء النتنی لترکتهم”

که چېري مطعم بن عدي ژوندی وای او زما سره يې د دغه مردارانو په اړه خبره کړې وای، نو ما به ټول د هغه له وجې آزاد کړي وای.



۵:- نبي علیه السلام دغه لاندې مختلفو قبیلو ته ورغلی و، چې زما مرسته وکړئ او ما ته پناه راکړئ لکه؛

بني عامر بن صعصعه، محارب بن خصفه، فزاره، غسان، مره، حنیفه، سٌلیم، عبس، بنوالنضر، بنوالبکاء، کلب، حارث بن کعب، عذره، حضارمه.



۶:- په شعب بن ابي طالب کې، د نبي علیه السلام سره چې په مرسته او همکارۍ کې کوم خپلوان ولاړ و، اکثر کافران و؛ د نبي علیه الصلوة والسلام ور سره هیڅ ډول معاشرتي بایکاټ او ټولنیز پریکون نه و.



۷:- عقبه کبری یوه مهمه موقع وه، د مدینې منورې د مشرانو څخه نبي کریم صلی الله علیه وسلم خفیه بیعت اخيسته؛ چې صرف ایمان راوړل نه و، بلکې د دې خبرې بیعت هم و، چې مدینې منورې ته نبي کریم صلی الله علیه وسلم او اهل اسلام هجرت وکړي، نو تر اخري قربانۍ پورې به د دوی څخه دفاع کوي؛ نو په همدغه مهمه او رازداره موقع کې عباس رضي الله تعالی عنه هم موجود و؛ چې لا کافر و او ایمان يې نه و راوړی.



۸:- د هجرت په موقع؛ نبي علیه الصلوة والسلام عبدالله ابن ارقیط لیثي خپل رهبر وټاکه، حال دا چې هغه لا کافر و، دغه شان نور ډېر مثالونه دي په سیرت کې چې نبي علیه السلام عملاً د کفارو څخه مرسته اخيستې ده او اړیکې يې ورسره ساتلي دي.

ادامه لري..

خوارج څوک دي؟

08 Nov, 11:12


اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎
ملګرو دې نړۍ هرډول چینلونه دلته ترلاسه
ناویل شوۍ رازونه چینل مو👇👇
https://t.me/Khobaib_channel
https://t.me/Khobaib_channel
https://t.me/Khobaib_channel
ارواپوهنه اوفلسفه نړۍ دلته چینل👆
تر ټولو بهترين ليست ليست کانال په ليست کي ده ګډون لپاره دلته کليک وکړی 👇👇
@saodrhman @saodrhman @saodrhman

خوارج څوک دي؟

08 Nov, 11:09


الحَمْدُ ِلله
په غور کې دداعش ​​دوه تنه غړي داسلامي امارت دځواکونو له خوا مردار شول .

خوارج څوک دي؟

05 Nov, 05:18


#شـــام_الحبیـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــب
#سوريه_إدلب

🎥 اصدار جدید از تمرینات مجاهدین هیئت تحریر الشام با عنوان "أشعل النار في جبينك"



🏳 ڪانال خبــرے جهـــادے مـــــــحمود ڪــــــاروان ⬇️
https://t.me/moodKarawan

خوارج څوک دي؟

04 Nov, 10:15


اوس کولای شۍ چې جنسۍ مشکلات مو حل کړۍ👇
👉 https://t.me/GeensyMalomat 🤍
👉 https://t.me/GeensyMalomat 🩷
👉 https://t.me/GeensyMalomat ❤️
👉 https://t.me/GeensyMalomat 💯
👉 https://t.me/GeensyMalomat 💎

خوارج څوک دي؟

04 Nov, 10:15


اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎
ملګرو دې نړۍ هرډول چینلونه دلته ترلاسه
ناویل شوۍ رازونه چینل مو👇👇
https://t.me/Khobaib_channel
https://t.me/Khobaib_channel
https://t.me/Khobaib_channel
ارواپوهنه اوفلسفه نړۍ دلته چینل👆
تر ټولو بهترين ليست ليست کانال په ليست کي ده ګډون لپاره دلته کليک وکړی 👇👇
@saodrhman @saodrhman @saodrhman

خوارج څوک دي؟

02 Nov, 10:14


نړی پرمختللی خبرونه او معلومات له مونږ سره👇
https://t.me/Afghan_Midia
https://t.me/Afghan_Midia
https://t.me/Afghan_Midia

خوارج څوک دي؟

31 Oct, 18:07


https://almirsaad.com/%d8%af-%d8%a7%d8%b3%d9%84%d8%a7%d9%85%d9%8a-%d8%a7%d9%85%d8%a7%d8%b1%d8%aa-%d9%be%d8%b1-%d9%88%da%93%d8%a7%d9%86%d8%af%db%90%d8%8c-%d8%af-%d8%af%d8%a7%d8%b9%d8%b4%d9%8a-%d8%ae%d9%88%d8%a7%d8%b1-3/
*د اسلامي امارت پر وړاندې، د داعشي خوارجو د تبليغاتو او نیوکو شرعي ارزونه!*
درې یمه برخه
مولوي احمد علي

د عقیدې په باب کې، هم داعشي خوارج د مخکينیو خوارجو په څېر د اهل السنة و الجماعة د معتدلې عقیدې او منهج څخه منحرف شوي دي، په هغه شیانو د مسلمانانو او مجاهدینو تکفیر کوي، چې هغه کافرونکي نه دي، بلکې بعضي پکې شرعاً جائز او مشروع دي.

لکه د علي رضی الله عنه په زمانه کې، خوارجو د صحابه کرامو په داسې یوه موضوع کې تکفیر شروع کړ، چې هغه ګناه نه؛ بلکې مشروع او مطلوب کار و، چې د مسلمانانو تر منځ مصالحت و.

داعشي خوارج هم په داسې کارونو د اسلامي امارت تکفیر کوي، چې یا خو هسې پروپاګند وي یا په داسې څه باندې تکفیر کوي چې هغه مکفره څه؛ چې ناجائز هم نه وي، لکه د وائس آف خراسان په ۳۹مه ګڼه کې وايي:
طالبان د نړېوال کفري سيسټم اجیران دي، اوس دا خبره مکمله د حقايقو برخلاف یو درواغجن پروپاګند ده او بدیهي البطلان ده.

د اسلامي امارت قیادت او مشرتابه د نړۍوال سیسټم او طرز العمل مطابق چې عمومي جمهوري ټولټاکنې دي، نه دی منتخب شوی؛ بلکې د مجاهدینو د رهبري شورا (شوری اهل الحل و العقد) د شرعي بیعت له لارې الحمدلله ټاکل شوی دی.

ټولې اجتماعي پريکړې او فيصلې يې د پارلماني رایو پر ځای، د شریعت په رڼا کې د مشاورت لاندې کېږي، محاکم یې د حنفي فقهې د تشریحاتو په رڼا کې د قرآن او سنت مطابق فيصلې کوي، عزل او نصب یې د مشاورت څخه وروسته د اهلیت او کارکردګۍ په اساس؛ په شرعي امر باندې کېږي، نه ورباندې کوم جمهوري پارلمان کې رايه اچونه کېږي او نه هم د تصویب لپاره کوم جمهوري پارلمان ته وړاندې کېږي.

په تعلیمي میدان کې یې په مخلوط نظام پابندي ده، هغه مضامین په تعلیمي ادارو کې نه لوستل کېږي، چې د اسلام سره متصادم وي او مسلمانو نسلونو ته نعوذ بالله فقط اسلام د یو انفرادي معاملې په طور معرفي کوي.

په هغه ادارو او منظماتو پابندي ده، چې هغه په ټولنه کې سیکولرېزم، لیبرالیزم، لادینیت، جمهوریت، اباحییت، فحشاء، همجنسبازۍ، زندقت او الحاد ته کار کوي؛ بلکې دغسې منظمات چې د دغه کارونو لپاره فعالیت کوي، د نړېوال کفري سېسټم په اند باندې دا د موجوده عالمي نړېوال نظام او سېسټم حسن دی او دغه شان ټولنې ته نړۍوال کفري سېسټم مهذبه ټولنه او معاشره وايي.

الحمدلله اسلامي امارت د نړۍ په سطح مبارک اسلامي نظام دی، چې د دغه ګند او خباثت نه پاک دی، دلته هر هغې تبلیغي ټولنې، مدرسې، د ارشاد، احسان او تزکیې مرکز او تعلیمي ادارې ته اجازه ده؛ بلکې حوصله آفزايې يې کېږي، چې په ټولنه کې معروفات خپروي او د منکراتو ازاله کوي.

د اسلامي امارت په مبارک نظام کې ټولې خارجه او داخله پالیسۍ د شریعت په رڼا کې جوړېږي او تطبيقېږي، مونږ ته داسې کوم قانون یا کومه پالیسي په نظر نه راځي چې د شریعت خلاف وي؛ اما په انتظامي معاملاتو کې په شریعت کې توسیع ده، د زمان او مکان په اعتبار سره يې شکلونه بدلېدلای شي.

البته په انتظامي معامله کې هم داسې یو شکل اختیارول چې د اسلامي هدایاتو او لارښوونو سره په تصادم او ټکر کې وي؛ جواز نه لري، نو په انتظامي معاملاتو کې هم داسې څه په نظر نه راځي چې د اسلامي هدایاتو او اصولو سره په ټکر کې وي.

اما د ملګرو ملتونو په څېر د نړېوالو سازمانونو رکنیت او عضویت اخيستل او په هغه کې شرکت کول؛ که د شریعت په چوکاټ کې دغه عضویت اخيستل وي او په دغه غونډو کې شرکت وي، نو په دې کې کوم شرعي حرج نشته، د جائزو او مشروعو اهدافو او مقاصدو د حصول لپاره د کافرانو په اتحادیه او سازمان کې شاملېدل صرف جائز نه بلکې کله مستحسن او غوره کار وي.

لکه نبي علیه السلام لا مبعوث شوی نه و، خو په مکه مکرمه کې د عبدالله بن جدعان په کور کې یوه غونډه جوړه شوه او بعضي قریشي قبائلو په دغه غونډه کې یوه اتحادیه جوړه کړه، نبي علیه السلام هم د بعضي ترونو (کاکاګانو) سره پکې شریک شوی و، دغې اتحادیې ته حلف الفضول وايي.

نبي علیه السلام به د بعثت نه وروسته؛ هم د دغې اتحادیې او اتفاقیې (راټولېدنې) ستاینه کول او فرمايل به یې؛ چې په دغه اتحادیه کې شاملېدل ماته د سرو اوښانو نه، یعني قیمتي اموالو نه زیات محبوب دي او که د دغه عهد او پیمان لپاره زه اوس چېرته په اسلامي دور کې ور وبلل شم، نو لبیک ورته وايم.

نو د دې څخه معلومه شوه، چې د کافرو قوتونو سره د جايزو مقاصدو د حصول لپاره د هغوی په سازمانونو کې شرکت کول او د هغې برخه جوړېدل ناروا نه دي، البته د ناجايزو مقاصدو د حصول لپاره، یا د هغوی غیر مشروع غوښتنې او اصول منل شرعاً جائز نه دي، نو دلته اسلامي امارت د ملل متحد یا بل کوم نړېوال سازمان غیر شرعي غوښتنې او اصول

خوارج څوک دي؟

31 Oct, 18:07


کله منلي دي؟

مطلق اړیکه ساتل، يا د جايزو او مشروعو کارونو لپاره د هغوی په غونډو او سازمانونو کې شرکت کول؛ د نبي علیه السلام د سیرت څخه ثابته ده، لكه په الرحيق المختوم كې علامه مبارک‌پوري رحمه الله فرمايي:

"وقع حلف الفضول في ذي القعدة في شهر حرام، تداعت إليه قبائل من قريش: بنو هاشم، وبنو المطلب، وأسد بن عبد العزى، وزهرة بن كلاب، وتيم بن مرة، فاجتمعوا في دار عبد الله بن جدعان التيمي لسنه وشرفه، فتعاقدوا وتعاهدوا على ألايجدوا بمكة مظلوما من أهلها وغيرهم من سائر الناس إلا قاموا معه، وكانوا على من ظلمه حتى ترد عليه مظلمته، وشهد هذا الحلف رسول الله صلى الله عليه وسلم، وقال بعد أن أكرمه الله بالرسالة: لقد شهدت في دار عبد الله بن جدعان حلفا ما أحب أن لي به حمر النعم، ولو أدعي به في الإسلام لأجبت"

ژباړه: د عزت په میاشت ذی القعده کې حلف الفضول راغلی، د قریشو څو قبیلې لکه بني هاشم، بني مطلب، بني اسد بن عبدالعزي، بني زهره بن کلاب او بني تیم بن مرّه د دې اهتمام کړی و، دا خلګ د عبدالله بن جدعان تیمي په کور کې راجمع شوي و، ځکه هغه د عمر او شرف په اعتبار سره یو امتیاز درلود او په خپلو کې یې دا عهد او پیمان وکړ:

که په مکه مکرمه کې که هر څوک مظلوم په نظر راغی، هغه که د مکې مکرمې اوسېدونکی وي، که نه وي؛ نو مونږ ټول به د هغه مرسته او ملاتړ کوو، هغه ته به د هغه حق ورکوو، په دغه اجتماع کې رسول الله صلی الله علیه وسلم هم تشریف فرمایلی و او بیا چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم په رسالت او پیغمبرۍ باندې مشرف شو، نو فرمايل به یې:

زه د عبدالله بن جدعان په کور کې په یوه داسې معاهده کې موجود وم، چې ماته هغه د سرو اوښانو يعنې قیمتي مالونو نه هم زیاته خوښه او محبوبه ده او که د اسلام په دور کې ماته څوک په دغه عهد او پیمان کې د شرکت دعوت راکړي، نو زه ور ته لبیک وایم.

دغه شان کله چې د حدیبیې صلحه وشوه د قریشو سره، نو خزاعه قبیله مشرکه قبیله وه خو د نبي علیه السلام اتحادیان شول او بني بکر قبیله د قریشو اتحادیان شول او باقي قبائلو ته هم اجازت ورکړل شو چې څوک د چا ډلې ته ځي لکه زاد المعاد کې علام ابن قیم رحمه الله فرمايي:

وَدَخَلَتْ خُزَاعَةُ فِي عَقْدِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَعَهْدِهِ، وَدَخَلَتْ بَنُو بَكْرٍ فِي عَقْدِ قُرَيْشٍ وَعَهْدِهِمْ، وَكَانَ فِي الشَّرْطِ أَنَّ مَنْ شَاءَ أَنْ يَدْخُلَ فِي عَقْدِهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ دَخَلَ، وَمَنْ شَاءَ أَنْ يَدْخُلَ فِي عَقْدِ قُرَيْشٍ دَخَلَ.

ژباړه: خزاعه قبیله د نبي علیه السلام په عقد او پیمان کې داخل شوه، یعنې د نبي علیه السلام ملګري شول، قریش به د دوی خلاف نه اقدام کوي او نه به د هغه چا مرسته کوي چې په خزاعه یې برید کړی وي؛ بنو بکر د قریشو په عقد او پیمان کې داخل شول، يعنې مسلمانان به د بني بکر خلاف نه اقدام کوي او نه به د هغه چا مرسته کوي، چې په بني بکر یې برید کړی وي او باقي قبائلو ته اختیار ور کړل شو، چې د مسلمانانو اتحادیان کېږي او که د قریشو.

څه وخت وروسته؛ یوه شپه بنو بکر په بنو خزاعه باندې حمله وکړه، ځکه د دوی ترمينځه دښمني تېره شوې وه او په دغه حمله کې د بنو خراعه څه خلګ ووژل شول او قریشو په دغه حمله کې د بنو بکر پټه مرسته کړې وه، نو بنو خزاعه د شعر په ژبه د نبي علیه السلام څخه مرسته وغوښته او په خپل عهد او پیمان باندې یې د وفادارۍ غوښتنه ترېنه وکړه.

دا چې دا د قریشو لخوا نقضِ عهد (د تړون ماتېدل) و، نو نبي علیه السلام په مکې مکرمې باندې د حملې تیاریانې شروع کړې؛ چې بالاخره يې له همدې امله په مکې مکرمې حمله وکړه او فتحه يې کړه.

مقصد د دې ټول بحث دا و، چې د کفارو سره هر قسم اړیکه نه کفر دی او نه حرام؛ نه د کافرانو لخوا په یوه موضوع کې د مسلمانانو ښه تذکره کول کفر دی.

ادامه لري...

خوارج څوک دي؟

31 Oct, 17:50


د اسلامي امارت پر وړاندې، د داعشي خوارجو د تبليغاتو او نیوکو شرعي ارزونه! ( 2 ) برخه
مولوي احمد علي

داعشي خوارج هم د خپلو اسلافو په څېر؛ د خپلو منحرفو افکارو په اساس، د اهل السنة والجماعة ټول جهادي تحریکات او ډلې لکه؛ اسلامي امارت، القاعده، جبهة النصره، تحریک طالبان پاکستان او داسې نور تکفیروي او مباح الدم يې ګڼي.

په مسلسله توګه د دوی خلاف منفي تبلیغات کوي، تازه يې د وائس آف خراسان مجلې په ۳۹مه ګڼه کې د اسلامي امارت، امریکا او اسرائيلو د پټو رابطو ادعا کړې او کشمیریان یې د پاکستان او هند خلاف جهاد ته هڅولي دي.

دوی د جهاد په نوم باندې جهادي صفونو او محاذونو ته تاوان رسوي، دوی د عقیدې له لحاظه هم د اهل السنة والجماعة د معتدل منهج څخه خارج دي او د عسکري پالیسۍ، طریقه کار او تګلاره يې هم د نبي علیه السلام او همداراز د سلف صالحینو د طریقه کار سره سمون نه خوري.

ځکه دا یو حقیقت دی، چې د ضعف د وخت احکام بېل وي او د قوت د وخت احکام بېل؛ په یوه وخت کې، د هر چا سره، په هر ځای کې د جنګ اعلان کول؛ چې کمزوري او ضعف هم وي، د نبي علیه الصلوة والسلام د سیرت خلاف کړنلاره ده.

نبي علیه السلام په یوه وخت کې، د هر چا سره، په هر ځای کې د جنګ په حالت کې نه و؛ بلکې الأهم فالأهم ته به متوجې و، په يوه وخت کې به ډېر محاذونه نه و خلاص؛ ځکه چې د ضعف په وجه یې مسلمانانو تحمل نه شوای کولای او د ګڼو جنګي محاذونو ګټه د هغه وخت مهم دښمن قریشو ته رسېده.

نو مسلمانانو د مدینې منورې په قرب و جوار (شاوخوا) کې، د نورو قوتونو سره خبرو اترو، معاهداتو او جنګ نه کولو ته ترجیح ورکوله، د احزابو په جنګ کې نبي علیه الصلوة والسلام د غطفان قبیلې سره د مدینې منورې په درېمه حصه پیداوار باندې صرف په دې خاطر مذاکرات روان کړي و، چې د غطفان د قریشو د اتحادیې څخه وزي؛ ځکه د نبي علیه الصلوة والسلام سره دا غم و، چې مسلمانان به د دومره لوی متحد قوت د مقابلې تحمل او برداشت ونه کړای شي.

اسلام د فطرت دین دی او د انسانانو لپاره د الله سبحانه و تعالی په نزد؛ د ژوند د تیرولو يو ښهٔ قانون او منظم چوکاټ دی؛ د جنګونو، معاهداتو، صلحو او همدا راز د مختلفو قومونو، مذهبونو او قوتونو سره په مختلف وختونو کې؛ د ژوند تېرولو او ګزارې کولو مستقل نظام، قانون او منهج لري.

دا چې خوارج د نبي علیه الصلوة والسلام د فرمانونو مطابق سفهاء الاحلام وي؛ دیني فقاهت پکې نه وي، ځانونه ورته ډېر تقودار او په دین پوه ښکاري، د امت په غوره خلګو بدګمانه وي؛ تر دې چې مشر او مؤسس یې نعوذ بالله د نبي علیه السلام په تقوا او فقاهت باندې هم بدګمانه و او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته يې ویل چې ("اعدل یا محمد").

دوی د خپل حماقت له امله داسې کارونه او فعالیتونه کوي، اما ګمان يې دا وي چې مونږه ښه کارونه کوو، د اسلام او مسلمانانو د ګټې کارونه کوو، خو په حقیقت کې اسلام او مسلمانانو ته نه جبرانېدونکی تاوان رسوي، له همدې امله دغه آیت کریمه (الَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعًا) په تفسیر کې چې مفسرين بحث کوي، نو مختلف مصداقات يې بیانوي؛ خو د علي رضي الله تعالی څخه دا تفسیر نقل کوي، چې هغه رضي الله تعالی عنه فرمايي: مراد د دې آیات څخه خوارج دي، لکه علامه قرطبي رحمه الله چې نقل کوي: وَقَالَ عَلِيٌّ: هُمُ الْخَوَارِج.

ابن عطیة رحمه الله هم په خپل تفسیر کې فرمايي:
"وقال علي بن أبي طالب هم الخوارج" په همدې وجه امام احمد بن حنبل رحمه الله فرمايي: چې دا خوارج ډېر بد خلګ دي او د ځمکې په سر د دې څخه شریر خلګ ماته بل څوک نه دي معلوم، لکه د مجموع الفتاوی د ۱۹ جلد په ۷۲مه صفحه کې شیخ الاسلام علامه ابن تیمیه رحمه الله د امام احمد بن حنبل رحمه الله دغه قول راوړی چې: "الخوارج قوم سوء، لا أعلم في الأرض قوماً شرًّا منهم"

حافظ ابن تیمیه رحمه الله فرمايي: چې دوی مسلمانانو ته د کافرانو څخه هم زیات شر او نقصان رسونکي دي، "و شرهم علی المسلمین یفوق شرور الکفار"
حافظ ابن حجر رحمه الله فرمایي: "الخوارج شر الفرق المبتدعة من الأمة المحمدیة و من الیهود و النصاري"

حافظ د ابن هبیره نه نقل کړی چې: (أن قتال الخوارج أولی من قتال المشرکین، والحکمة فیه أن في قتالهم حفظ رأس مال الاسلام، و في قتال أهل الشرک طلب الربح، و حفظ رأسړ المال أولي)
ژباړه: د خوارجو سره جنګ کول؛ د مشرکانو د جنګ څخه غوره دی، ځکه د خوارجو په جنګ کې حکمت دا وي چې په دې کې د اسلام د رأس المال حفاظت وي او د مشرکانو په جنګ طلب د زیاتې ګټې او نفعې وي او حفاظت د رأس المال أولی او غوره دی.

خوارج څوک دي؟

31 Oct, 17:50


حافظ ابن تیمیة رحمه الله د منهاج السنة النبویة د پنځم جلد په ۲۴۳ صفحه کې چې د خوارجو اړوند بحث کوي، فرمايي:
وَقَدِ اتَّفَقَ الصَّحَابَةُ وَالْعُلَمَاءُ بَعْدَهُمْ عَلَى قِتَالِ هَؤُلَاءِ ; فَإِنَّهُمْ بُغَاةٌ عَلَى جَمِيعِ الْمُسْلِمِينَ، سِوَى مَنْ وَافَقَهُمْ عَلَى مَذْهَبِهِمْ، وَهُمْ يَبْدَءُونَ الْمُسْلِمِينَ بِالْقِتَالِ، وَلَا يَنْدَفِعُ شَرُّهُمْ إِلَّا بِالْقِتَالِ، فَكَانُوا أَضَرَّ عَلَى الْمُسْلِمِينَ مِنْ قُطَّاعِ الطَّرِيقِ. فَإِنَّ أُولَئِكَ إِنَّمَا مَقْصُودُهُمُ الْمَالُ، (فَلَوْ أُعْطُوهُ لَمْ يُقَاتِلُوا، وَإِنَّمَا يَتَعَرَّضُونَ لِبَعْضِ النَّاسِ) وَهَؤُلَاءِ يُقَاتِلُونَ النَّاسَ عَلَى الدِّينِ حَتَّى يَرْجِعُوا عَمَّا ثَبَتَ. بِالْكِتَابِ وَالسُّنَّةِ وَإِجْمَاعِ الصَّحَابَةِ إِلَى مَا ابْتَدَعَهُ هَؤُلَاءِ بِتَأْوِيلِهِمُ الْبَاطِلِ وَفَهْمِهِمُ الْفَاسِدِ لِلْقُرْآنِ.

ژباړه: صحابه کرامو او د هغوی څخه وروسته علماء کرامو د خوارجو پر خلاف په جنګ اتفاق کړی؛ ځکه خوارجو د ټولو مسلمانانو خلاف بغاوت کړی دی، پرته له هغه چا چې هغوی د دوی سره په خارجي عقیده کې ملګري وي، دوی د مسلمانانو خلاف د جنګ ابتداء او پېل کوي او د دوی شر پرته له جنګ نه؛ په بل څه نه دفع کېږي.

دوی د مسلمانانو لپاره د قطاع الطریق یعنې د غلو او ډاکوانو نه هم زیات نقصاني دي، ځکه د قطاع الطریقو او ډاکوانو مقصود مال وي؛ که مال ورکړل شي نو بیا د مسلمانانو سره جنګ نه کوي او ډاکوان او قطاع الطریق فقط په بعضو خلګو حمله کوي، خو خوارج د خلګو سره په دین جنګېږي، د دې لپاره چې خلګ د هغه دین څخه واوړي؛ کوم دین چې د کتاب، سنت او د صحابه کرامو د اجماع نه ثابت دی او هغه دین ته يې واوړي کوم چې خوارجو د ځان څخه د خپل باطل تاويل او د قران کریم نه د فاسد فهم په واسطې جوړ کړی دی.

دوی دومره بدتر خلګ دي، چې نبي کریم صلی الله علیه و سلم د دوی په باره کې فرمايي: (لئن أدرکتهم لأقتلنهم قتل عاد) که ما پیدا کړل، زه به يې د عادیانو په څېر قتل کړم او په بل روایت کې راځي، نبي کریم صلی الله علیه و سلم فرمايي: "أفلح من قتلهم أو قتلوه" ډېر کامیابه دی هغه څوک چې خوارج قتل کړي او یا خوارج هغه قتل کړي.

ادامه لري
...

خوارج څوک دي؟

27 Oct, 18:39


‏ته د هغه غيرتي ذات غيرتي مکان یې چې تا به کله هم بی ننګو ته پرې نږدي خو زمونږ غیرت او ننګ آزمويی!😔

خوارج څوک دي؟

26 Oct, 10:48


ځوان نسل د هلاکت پر لور.!

اوسني ځوانان فلمي اداکاران، ممثلين،
ډمان، نڅاګر، لوبغاړي او سندر غاړي
ډېر ښه پېژني او متأسـفانه
په اتلولی يې قائل دي؛
أما خـپل مقدسـات، ارزښتونه
او شـعائر يې قبر او ډېری يې لا پېژني نه.😥

فحــش فلمـونو، ویډيــــوګانې، سـاز ســرود
او موســيقۍ تـه ساعــتونه ــ ساعــتونه وخت لري، اما يـو "دين پوه" يا عالِم ته چې په شــريعت پوه وي لس (۱۰) يا أقلاً پيــنځه (۵) دقيــقې وخت نه لري، چې ديني مـسـائل ترې زده او په شرعي امورو ځان پوه کړي

د فحاشــۍ او مجازي فحاشــې عشق بازۍ داستانونه ډېر په شـوق، ذوق او ولولو لوســـتلی شي خو قرآن کريم، ســـيرت، تاريخ او د نبوي احادیثــو د کتاب مـطالعې ته يې ملا ماته او زر بهانې ورته قطاروی

الله تعالی دي موږ ټولو ته
د نيکۍ هدايت وکړي. آمين
😢

خوارج څوک دي؟

22 Oct, 18:47


کابل ټکی کام مهم خبرونه ټلګرام چینل👇
https://t.me/ahshshga

کابل ټکی کام واټساف چینل👇
https://whatsapp.com/channel/0029VamCqK4HrDZatH8Whk0Y


الجهاد_نشراتي_اوفرهنګي_څانګه👇
https://t.me/qasas2024




په ليست کي دګډون لپاره دلته رابطه وکئ👇
@Hosseinisaheb35

خوارج څوک دي؟

21 Oct, 18:11


په فتح الباري کې ابن حجر رحمه الله فرمايي:
وَكَانَ بن عُمَرَ يَرَاهُمْ شِرَارَ خَلْقِ اللَّهِ إِلَخْ.
ژباړه: ابن عمر رضي الله تعالی عنه به دوی په ټول مخلوق کې تر ټولو بد خلګ ګڼل؛ ځکه د کافرانو متعلقه آیاتونه یې په مسلمانانو چسپول.

وَصَلَهُ الطَّبَرِيُّ فِي مُسْنَدِ عَلِيٍّ مِنْ تَهْذِيبِ الْآثَارِ مِنْ طَرِيقِ بُكَيْرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ الْأَشَجِّ أَنَّهُ سَأَلَ نَافِعًا كَيْفَ كَانَ رَأْيُ بن عُمَرَ فِي الْحَرُورِيَّةِ قَالَ كَانَ يَرَاهُمْ شِرَارَ خَلْقِ اللَّهِ انْطَلَقُوا إِلَى آيَاتِ الْكُفَّارِ فَجَعَلُوهَا فِي الْمُؤْمِنِينَ قُلْتُ وَسَنَدُهُ صَحِيحٌ وَقَدْ ثَبَتَ فِي الْحَدِيثِ الصَّحِيحِ الْمَرْفُوعِ عِنْدَ مُسْلِمٍ مِنْ حَدِيثِ أَبِي ذَرٍّ فِي وَصْفِ الْخَوَارِجِ هُمْ شِرَارُ الْخَلْقِ وَالْخَلِيقَةِ.
(خوارج په انسانانو او حیواناتو کې د ټولو نه بد تر دي).
وَعِنْدَ أَحْمَدَ بِسَنَدٍ جَيِّدٍ عَنْ أَنَسٍ مَرْفُوعًا مِثْلَهُ وَعِنْدَ الْبَزَّارِ مِنْ طَرِيقِ الشَّعْبِيِّ عَنْ مَسْرُوقٍ عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ ذِكْرُ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الْخَوَارِجَ فَقَالَ هُمْ شِرَارُ أُمَّتِي يَقْتُلُهُمْ خِيَارُ أُمَّتِي.

(خوارج زما په امت کې شریره طبقه ده او زما د امت غوره طبقه به يې وژني).

وَسَنَدُهُ حَسَنٌ وَعِنْدَ الطَّبَرَانِيِّ مِنْ هَذَا الْوَجْهِ مَرْفُوعًا هُمْ شَرُّ الْخَلْقِ وَالْخَلِيقَةِ يَقْتُلُهُمْ خَيْرُ الْخَلْقِ وَالْخَلِيقَةِ وَفِي حَدِيثِ أَبِي سَعِيدٍ عِنْدَ أَحْمَدَ هُمْ شَرُّ الْبَرِيَّةِ وَفِي رِوَايَةِ عُبَيْدِ اللَّهِ بْنِ أَبِي رَافِعٍ عَنْ عَلِيٍّ عِنْدَ مُسْلِمٍ مِنْ أَبْغَضِ خَلْقِ اللَّهِ إِلَيْهِ.
( د الله په خپل مخلوق کې تر ټولو زیات د الله بدي اېسي). وَفِي حَدِيثِ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ خَبَّابٍ يَعْنِي عَنْ أَبِيهِ عِنْدَ الطَّبَرَانِيِّ شَرُّ قَتْلَى أَظَلَّتْهُمُ السَّمَاءُ وَأَقَلَّتْهُمُ الْأَرْضُ.

(د زمکې په سر او د اسمان لاندې تر ټولو بدتر مقتولین دوی وي).

وَفِي حَدِيثِ أَبِي أُمَامَةَ نَحوه وَعند أَحْمد وبن أَبِي شَيْبَةَ مِنْ حَدِيثِ أَبِي بَرْزَةَ مَرْفُوعًا فِي ذِكْرِ الْخَوَارِجِ شَرُّ الْخَلْقِ وَالْخَلِيقَةِ يَقُولُهَا ثَلَاثًا وَعند بْنُ أَبِي شَيْبَةَ مِنْ طَرِيقِ عُمَيْرِ بْنِ إِسْحَاقَ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ هُمْ شَرُّ الْخَلْقِ.

خوارج په ټولو زنده سرو کې بدتره مخلوق دی، ځکه چې دوی د ارتداد او تکفیر په نوم د مسلمانانو وینه تویوي، نو د مسلمان تکفیرول او وژل ډېر لوی جرم دی.

حدیث کې راځي، نبي علیه السلام فرمايي: عن ابن عمر رضي الله عنهما قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: إذا قال الرجل لأخيه يا كافر فقد باء بها أحدهما فإن كان كما قال وإلا رجعت عليه. (متفق علیه)

ژباړه: کله چې یو څوک خپل ورور مسلمان ته ووايي:
چې اې کافره! نو اخته کېږي په دې کفر باندې یو د دې دواړو نه؛ که چيرې رښتیا کافر وي، خو صحیح خبره یې وکړه او که کافر نه وي نو دغه ویونکی خپله کافر کېږي، یعنې دغه خبره هغه ویونکي ته واپس راګرځي.

همدارنګه د مسلمانانو وینه ډېره محترمه ده، دې کې ډېر احتیاط په کار دی، حدیث کې راځي، نبي علیه السلام فرمایي:
أول مایٌقضَی بین الناس یوم القیامة في الدماء.
ژباړه: په ورځ د قیامت به تر ټولو اوله فیصله د ناحقه وینې په باره کې کېږي.

دغه شان نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي:
اِنّ من ورطات الامور الّتي لَا مخرج لمن أوقع نفسه فیها سفک الدم الحرام بغیر حلّه.
ژباړه: یو د هغه هلاک کونکو کارونو څخه چې یو انسان یو ځل خپل ځان پکښې وغورځوي او بیا ور څخه د وتلو څه لار نه وي؛ بغیر د کوم شرعي جواز نه حرامه وینه تویول دي.

نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي:
لوأَنَّ أَنّ أهل السماء و أهل الأرض اشترکوا في دمِ مؤمنٍ لأَکَبّهم الله في النار.
ژباړه: که د ټولو آسمانونو او ځمکې والا د یو مؤمن مسلمان په قتل کې شریک شول، نو بیا به هم الله تعالی خامخا دغه ټول پړمخې دوزخ ته غورځوي.

“أفمن زيّن له سوء عمله فرأه حسنا” د دغه آیت په تفسیر کې علامه ابو حفص الحنبلي رحمه الله لیکي: فقال قتادة: منهم الخوارج الذین یستحلون دماء المسلمین و أموالهم‌.
ژباړه: چې د داسې خلګو د جملې څخه خوارج هم دي، چې د مسلمانانو وینه او مالونه ځان ته روا بولي.

نور بیا…

خوارج څوک دي؟

21 Oct, 18:11


د اسلامي امارت پر وړاندې، د داعشي خوارجو د تبليغاتو او نیوکو شرعي ارزونه لمړی برخه( ۱ )
مولوي احمد علي
عاصم جلال 1 ورځ مخکې


#image_title

خوارج چې د تاریخ په اوږدو کې يې همېشه مسلمانانو ته نه جبرانېدونکی نقصان رسولی؛ چې کله هم راپورته کېږي نو د امت غوره خلګ د دوی له لاسه په شهادتونو رسول کېږي، لکه څرنګه چې روایاتو کې راځي “یقتلون خیار المسلمین”.

علامه ابن حجر رحمه الله فرمايي:
أَمَّا الْخَوَارِجُ فَهُمْ جَمْعُ خَارِجَةٍ أَيْ طَائِفَةٍ وَهُمْ قَوْمٌ مُبْتَدِعُونَ سُمُّوا بِذَلِكَ لِخُرُوجِهِمْ عَنِ الدِّينِ وَخُرُوجِهِمْ عَلَى خِيَارِ الْمُسْلِمِينَ.
ژباړه: خوارج جمع د خارجة ده، دا یو قوم دی چې بدعتیان ګڼل کېږي او خوارج ځکه ور ته وايي چې د دین څخه ” د دین له صحیح فهم” وزي او د غوره مسلمانانو پر خلاف را وزي.

یادونه: د طاغوتیانو په وړاندې، چې په کومو محاذونو باندې مجاهدین مسلح فعالیتونه او جهادونه کوي، نو بعضي خلګ هغه مجاهدینو ته خوارج وایي؛ نو دغه تعریف چې ابن حجر رحمه الله کړی، په دې مجاهدینو نه صادق کېږي، ځکه مجاهدینو د خیار المسلمین په وړاندې خروج او قیام نه دی کړی، بلکې د کفر د غلامانو او د کفري قوانینو د محافظینو په وړاندې یې جهاد پېل کړی.

بله دا چې مجاهدین د دین څخه نه دي وتلي؛ هغوی خو د دین نفاذ غواړي، د دین څخه خوارج وتلي دي، چې دا يوه بدیهي او ښکاره خبره ده.

د “الخوارج عقیدة و تاریخ وحاضر” نومي کتاب په ۲مه صفحه کې ليکوال د خوارجو په اړه داسې لیکي:

فقط ظهرت بوادرها في زمن رسول الله صلى الله عليه وسلم، عندما طعن عبدالله ذو الخويصرة التميمي بقسمة رسول الله صلى الله عليه وسلم وقال فيها -ولبئس ما قال-: هذه قِسمة ما أُريد بها وجه الله .

وقال أيضاً، إعدل يا رسول الله، فقال الصادق الأمين: (ويلك، إن لم أعدل فمن يعدل؟)
ثمّ قال فيه: يخرج من ضئضئ هذا قوم تحقرون صلاتكم إلى صلاتهم وصيامكم إلى صيامهم يمرقون من الدين كما يمرق السهم من الرمية. أنظر كامل القصّة في البخاري ومسلم.

أمّا من حيث كونها فرقة لها تجمّع وعقائد وشوكة، فقد ظهر هذا بعد التحكيم الذي حدث بطلب منهم (وكانوا في جيش عليّ رضي الله عنه وأرضاه وطالبوه بالتحكيم) بين عليّ ومعاويةرضوان الله عليهم جميعاً، ثمّ قاتلهم عليّ رضي الله عنه حتّى كان قتله رحمه الله ورضي عنه على أيديهم الخبيثة.

ژباړه: د خوارجو اول تېغ د نبي علیه السلام په زمانه کې په هغه وخت کې راښکاره شو، چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم غنیمت تقسیماوه، نو عبدالله ذو الخویصره نعوذ بالله د نبي علیه السلام په تقسیم اعتراض وکړ؛ چې دا ستا وېش د الله تعالی د رضا مطابق نه دی.

اې د الله رسوله انصاف وکړه! نو نبي علیه الصلوة والسلام ورته وفرمايل؛ تباه شې، چې زه انصاف نه کوم نو څوک به انصاف کوي او بیا نبي علیه السلام وفرمايل؛ چې د ده په سلسله کې به داسې خلګ پېدا کېږي، چې د هغوی د لمونځونو او روژو مقابله کې به تاسو خپل لمونځونه او روژې کمې او کمزورې ګڼئ، خو د دین نه به داسې وزي لکه غشی چې د ښکار نه وزي.

البته په داسې ډلیېزه توګه، چې دوی یوه منظمه ټولګه وي او خپل عقائد، شان و شوکت ولري، دوی په داسې شکل کې د هغه تحکیم نه پس وجود ته راغلل؛ کوم تحکیم چې د دوی په غوښتنه شوی و، دوی د علي رضي الله عنه په لښکر کې وه او د علي رضي الله عنه نه یې د ده او د معاویه رضي الله عنهما ترمنځ د تحکیم مطالبه وکړه او بیا يې د علي رضي الله تعالی عنه سره جنګ وکړ؛ تر دې چې علي رضي الله تعالی عنه هم د دوی د خبیثو لاسونو څخه په شهادت ورسېد.

نو د خوارجو اصطلاح یا د خوارجو نوم کوم نوی نوم نه دی، بلکې دا زوړ نوم دی؛ د ټولو نه وړاندې په دې باندې نبي کریم صلی الله علیه وسلم تلفظ کړی وو او فرمايلي يې و؛ چې: (الخوارج کلاب النار) درې ځلې یې په دغه کلماتو باندې تلفظ فرمايلی و، چې خوارج د جهنم سپي دي.

دغه شان نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي و: (هم شرار الخلق عند الله) د الله تعالی په آند؛ خوارج په ټول مخلوق کې ضررناک او شرير خلګ دي، بل روایت کې راځي چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (أولئک لهم النار) د دغه خوارجو لپاره جهنم دی.

علامه شوكاني رحمه الله د نیل الاوطار د اووم جلد په ۱۸۷ صفحه کښ فرمايي:
بَابُ قِتَالِ الْخَوَارِجِ) هُمْ جَمْعُ خَارِجَةٍ: أَيْ طَائِفَةٍ، سُمُّوا بِذَلِكَ لِخُرُوجِهِمْ عَنْ الدِّينِ وَابْتِدَاعِهِمْ أَوْ خُرُوجِهِمْ عَنْ خِيَارِ الْمُسْلِمِينَ.

ژباړه: خوارج د خارجة جمعه ده، دوی ته خوارج ځکه وايي؛ چې د دین د صحیح فهم څخه وتلي دي او بدعت یې اختیار کړی دی، يعنې د اهل السنة والجماعة، سلفو یعنې صحابه کرامو، تابعینو، تبع تابعینو او أئمه مجتهدینو چې دین څرنګه فهم کړی او تشریح کړی دی؛ دوی د هغه تشریح او فهم څخه خلاف دي او بدعت یې کړی دی او خروجهم عن خیار المسلمین” د غوره خلګو څخه دوی وزي.

خوارج څوک دي؟

20 Oct, 13:30


الاقصی خپرندویه اداره یی وړاندی کوې

تصویر ته دي ګیلي کومه.!


کسر..


په نیمه شپه کې ګونګ تصویر ته دي ګیلي کومه
سپینې سپوږمۍ ته مې د مات زړګي کیسي کومه


ترنم‌ / حافظ‌ مزمل‌ شیندنی
شاعر / جلال‌الدین‌ حقمل

#الاقصی_خپرندويه_اداره
#دترانو_سترمرکـــــــــــز

خوارج څوک دي؟

20 Oct, 13:30


#الاقصی_خپرندويه_اداره
#دترانو_سترمرکـــــــــــز

خوارج څوک دي؟

19 Oct, 18:43


الخالد اداري لخوا وړاندی کیږی

د اقصئ په ننګ شهید یحیي سنوار تقبله الله

کسر..

حمزه دی که خبیب یو دنګ منار میدان کې پروت
سرو وینو کې ګولګون یحیي سنوار میدان کې پروت

ترنم‌ / حافظ‌ مزمل‌ شیندنی
شاعر /جلال‌الدین‌ حقمل

#الخالد_ترانو_سترمرکز
https://t.me/Al_Khalid_com

خوارج څوک دي؟

14 Oct, 17:35


https://almirsaad.com/%d8%af-%d8%af%d8%a7%d8%b9%d8%b4-%d9%be%d9%87-%d9%86%d8%a7%d9%85%d9%87-%d9%88%d8%a8%d8%a7-%d8%b7%d8%a7%d8%b9%d9%88%d9%86-%db%8c%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%85%d9%87-%d8%a8%d8%b1%d8%ae%d9%87-%d8%a7%d8%a8/

د داعش په نامه وبا (طاعون) یولسمه برخه
ابوهاجر الکردي

د داعش جنایتونه په دیرالزور کې:
دیرالزور د سوریې په ختیځ کې یو ولایت دی، چې د دې هېواد د کورنۍ جګړې په جریان کې، په ځانګړې توګه د داعش د تسلط پر مهال؛ د وحشتناکو جرمونو لویه سیمه وه.

دې سیمې د خپل ستراتیژیک موقعیت او طبیعي منابعو له امله، د داعش پام ځانته اړولی و او له ۲۰۱۴ مېلادي څخه تر ۲۰۱۷ مېلادي کلونو پورې د دوی تر کنټرول لاندې وه.

۱:- عام اعدامونه، د مجاهدینو او ملکي خلکو د حقوقو نقض؛
د داعش تر واک لاندې عام اعدامونه د ویرې خپرولو او ټولنیز کنټرول وسیله وه، هغه کسان چې د کفر، جهادي ډلو سره همکاري یا مخالفت په تور نیول کېدل؛ په عام محضر کې اعدام کېدل، دا اعدامونه په ښکاره ځایونو کې ترسره کېدل تر څو نورو ته د عبرت درس وي.

وحشیانه وژل:
ډېر کسان په بې‌رحمۍ سره د مرمۍ، سر پرې کولو، یا سوځولو له لارې وژل کېدل.

د کورنیو د حقونو نقض:
د وژل شویو کسانو کورنۍ نه یوازې د غم نیولو حق نه درلود؛ بلکې د وېرې او چوپتیا په حالت کې به یې ژوند کاوه.

۲:- یرغمل او اختطاف؛
د خلګو تښتول؛ په ځانګړې توګه ځوانان او فعالان، د داعش یوه ستراتیژي وه چې په دوه اساسي موخو ترسره کېده:

۱؛ باج اخیستل: داعش به د تښتول شویو د آزادولو په بدل کې له کورنیو پیسې غوښتلې.

۲؛ بشري سپر کارول: تښتول شوي کسان به د جګړو پر مهال د بشري سپر په توګه کارول کېدل او د داعش مخالفینو پر ضد به په خطر کې پاتې کېدل.

۳:- جنسي زور زياتی او د ښځو استثمار؛
غیر مسلمې ښځې او نجونې په دیرالزور کې د سیستماتیک جنسي تاوتریخوالي ښکار شوې؛ داعش د ښځو د جنسي استثمار لپاره د جګړې د غنیمت په توګه اقدام وکړ.

د ښځو سوداګري: ایزدۍ او نورې غیرمسلمې ښځې د غلامۍ په بازارونو کې پلورل کېدې او د جنسي غلامانو په توګه کارېدې.

تاوتریخوالی او شکنجه: ډېری ښځې د جسماني او رواني شکنجې ښکار وې او که د تېښتې هڅه به یې وکړه؛ نو سختې سزاګانې به ورکول کیدې.

۴:- د افراطي قوانینو تحمیل؛
داعش د خپلو افراطي قوانینو په تحمیل کې د خلکو پر وړاندې د سختو جزاګانو ګواښونه کارول.

۵:- د اقتصاد او زېربناوو ویجاړۍ؛
داعش د دې سیمې اقتصادي منابعو، په ځانګړې توګه د نفتو له سرچینو ګټه پورته کړه؛ تر څو خپل فعالیتونه پرې تمویل کړي.

د زېربناوو ویجاړتیا:
اقتصادي زېربناوې لکه بازارونه او ښوونیز مرکزونه د جګړو او داعش حکومت له امله ویجاړ شول، ډېری فابریکې او زراعتي سیمې تباه شوې.

بیکاري او فقر:
د اقتصاد د تخریب له امله، بیکاري زیاتوالی وموند او خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شول.

۶:- د تاریخي او فرهنګي آثارو ویجاړول؛
داعش په دیرالزور کې تاریخي او فرهنګي آثارو په ویجاړولو عملي ګام پورته کړ:

د تاریخي ودانیو ویجاړي: مساجد او نورې تاریخي ودانۍ چې د سیمې خلکو لپاره یې ډېر ارزښت درلود؛ ویجاړ شول، دې نه یوازې د تاریخ د له منځه وړلو معنا لرله، بلکې فرهنګي هویت ته هم جدي زیان و.

د فرهنګي فعالیتونو بندیز: هر ډول فرهنګي او هنري فعالیتونه سخت منع شوي وو او هر ډول سرغړاوی به د سختو جزاګانو سره مخ و.

غبرګونونه او پایلې:
په ۲۰۱۷ مېلادي کې د داعش له ماتې وروسته؛ په دیرالزور کې د دې جنایتونه نښې ښکاره شوې او سلګونه ټولیز قبرونه وموندل شول، چې د داعش د تاوتریخوالي پراخوالی ښیي؛ اکثریت قربانیان یې اهل السنة او مجاهدین و.

خوارج څوک دي؟

09 Oct, 05:30


د داعش پټه څېره!
مالک احراري

داعش چې په دې وروستیو کې یې، ناسمې لارې ته پر سمې لارې ډېر لومړیتوب ورکړی؛ خپله پټه څېره یې د افغانستان او نړۍ خلکو ته ښکاره کړې، د هغوی پټه څېره يا د داعش بله څېره؛ يوه کرغيړنه څېره ده چې اوس ټول خلک پرې پوهېدلي دي.

د هغوی پټ پلانونه او موخې بربنډ شوي او ټول پوهېږي، چې د دوی د دې شومو پلانونو تر شا څه ډول مکر او فتنې نغښتې دي، هغه ترهګرانه کړنې، وېره او وحشت چې دوی خپور کړی او له بلې خوا هغه ظلم او بې رحمۍ چې دوی په خپلو تر ولکه لاندې ټولنو باندې تحمیل کوي؛ ټول خلګ پرې پوهیدلي او درک کړی یې دی.

په اصل کې د داعش ظلم او بربریت ښکاره دی، هغه القاب او نومونه چې دوی ځان ته ټاکلي، ټول بې معنا او بې مفهومه دي، په هغو ځایونو کې چې داعش يو وخت تر خپل واک لاندې کړي وو؛ په ښکاره او روښانه توګه معلومه شوه چې دا سازمان او دا خوځښت د يو نظام او دولت جوړولو په هڅه کې نه دی، بلکه دا يو موقتي پروژه ده چې عمر یې ډېر لنډ دی.

ظلم او وحشت د دوی په هر پلان او حرکت کې ځای لري، هغه نظریې چې د دوی په باور او اندېشه باندې حاکمې شوي، د هغوی واک او کنټرول داعش په خپل لاس کې نيولی او هغوی ته یې د اسلامي جهاد مقدسه لاره يو سخت او بې ثباته مسیر ښکاره کړی، له همدې امله دوی له دې مقدسې او پاکې لارې څخه په ډېره اوږده فاصله کې پاتې دي.

هغه لاره چې باید پکښې له ځان، مال او هر څه څخه تېر شې؛ هغه لاره ده چې پايله یې د دنيا او آخرت نېکمرغي ده، خو دا منفي اندېشه ډله له خپلو ناوړه افکارو سره؛ خپله لاره د دنيا په تباهۍ او په آخرت کې په شقاوت کې ښکېل کړې.

عقل او شعور په دوی کې ځای نه لري او حقيقت دا دی، چې د دوی باورونه هغه دي چې نړیوال استخبارات او استکبار د دوی په مغزو کې ځای پر ځای کړي.

د دوی منفي نظر صلحې او يو بل منلو ته، د دوی فکرونه لړزولي دي او د تکفير لاره یې خپله کړې او هر څوک چې له دوی سره مخالفه وي؛ له اسلامه یې لرې بولي.

هر فکر او باور چې له دوی نه وي او د دوی پر خلاف وي، دوی یې ګمراه او منحرف بولي، دا فکر او باور په حقيقت کې له اسلامي ارزښتونو او اصيلو ښوونو ډېر لرې دی او په اسلامي باور کې هېڅ ځای نه لري.

خوارج څوک دي؟

08 Oct, 18:00


‏د شر او فساد ډلې یو نږدې همکار او د آی ایس آی جاسوس امنیتي ځواکونو نیولی

د هغه اسنادو او ويډیو له مخې چې هندوکش‌غږ ته رسېدلي، یاد کس د آی ایس آی او بغاوت جبهې سره له خپلې همکارۍ څخه پرده پورته کړې.

نوموړي د کرنل شاهد او لیاقت علي باچا په ګډون له پاکستاني چارواکو سره لیدنې کړې؛ د افغانستان په ځانګړي ډول په مرکزي ولایتونو او واخان سیمه کې یې د ناامنیو د رامنځته کولو پلانونه ورته وړاندې کړي دي.

همدارنګه هڅه یې کړې چې د ځایي قوماندانانو او د مقاومت د جبهې له مشرانو سره د اړیکو له لارې د باغیانو(شر او فساد) شبکې پیاوړې کړي.

نور جزیات په ویډیو کې...

#ڪـــابل_ټکـى_کام
#ټليگرام_رسمـي_چیـنل 🤝
   https://t.me/ahshshga

خوارج څوک دي؟

28 Sep, 16:47


څلورم : عثماني خلافت
د دې خلافت مده تقريبا (۶۴۴) کاله وه ، ټول خلفاء يې (۳۷) تنه وو ، مؤسس يې عثمان غازي بن ارطغرل و ، چې له نوموړي سره د نسبت له امله دوی ته عثمانيان او واکمني ته يې عثماني خلافت وای.

١/ عثمان غازي بن أرطغرل  له  ٦٩٨ - ٧٢٦ هجري پورې.
٢/ أورخان غازي بن عثمان له  ٧٢٦ -٧٦٣ هجري پورې.
٣/ مراد الأول بن أورخان  له ٧٦٣ - ٧٩١ هجري پورې.
٤/بايازيد الأول             له ٧٩١ تر ٨٠٤ هجري پورې.
٥/ محمد جلبي الأول  له ٨١٦  تر ٨٢٤ هجري پورې.

٦/ مراد الثاني            له ٨٢٤  تر ٨٥٥ هجري پورې.
٧/ محمد الثاني  '' الفاتح '' له ٨٥٥ تر ٨٨٦ هجري پورې.
٨ / بايازيد الثاني          له ٨٨٦  تر ٩١٨ هجري پورې.
٩ / سليم الأول             له ٩١٨  تر  ٩٢٦ هجري پورې.
١٠ / سليمان القانوني   له ٩٢٦   تر ٩٧٤ هجري پورې.

١١ / سليم الثاني          له ٩٧٤  تر  ٩٨٢ هجري پورې.
١٢/ مراد الثالث          له ٩٨٢  تر ١٠٠٣ هجري پورې.
١٣ / محمد الثالث     له ١٠٠٣  تر ١٠١٢ هجري پورې.
١٤ / أحمد الأول          له ١٠١٢ تر ١٠٢٦ هجري پورې.
١٥ / مصطفى الأول    له ١٠٢٦ تر ١٠٢٧ هجري پورې.

١٦ / عثمان الثاني     له ١٠٢٧  تر ١٠٣١ هجري پورې.
١٧ / مراد الرابع          له  ١٠٣٢ تر ١٠٤٩ هجري پورې.
١٨ / إبراهيم عصبي  له  ١٠٤٩  تر ١٠٥٨ هجري پورې.
١٩ / محمد الرابع        له ١٠٥٨ تر  ١٠٩٩ هجري پورې.
٢٠ / سليمان الثاني    له ١٠٩٩ تر ١١٠٢ هجري پورې.

٢١ / أحمد الثاني       له ١١٠٢  تر ١١٠٦ هجري پورې.
٢٢ / مصطفى الثاني  له ١١٠٦ تر ١١١٥ هجري پورې.
٢٣ / أحمد الثالث        له ١١١٥  تر ١١٤٣ هجري پورې.
٢٤ / محمود الأول     له  ١١٤٣  تر ١١٦٨ هجري پورې.
٢٥ / عثمان الثالث      له ١١٦٨ تر ١١٧١ هجري پورې.

٢٦ / مصطفى الثالث  له ١١٧١  تر ١١٨٧ هجري پورې.
٢٧ / عبدالحميد الأول له ١١٨٧ تر  ١٢٠٣ هجري پورې.
٢٨ / سليم الثالث        له ١٢٠٣ تر ١٢٢٢ هجري پورې.
٢٩ / مصطفى الرابع   له ١٢٢٢ تر ١٢٢٣ هجري پورې.
٣٠ / محمود الثاني   له ١٢٢٣   تر ١٢٥٥ هجري پورې.

٣١ / عبدالمجيد الأول  له ١٢٥٥ تر ١٢٧٧ هجري پورې.
٣٢ / عبدالعزيز الشهيد له ١٢٧٧ تر ١٢٩٣ هجري پورې.
٣٣ / مراد الخامس       له ١٢٩٣ تر ١٢٩٣ هجري پورې.
٣٤ / عبدالحميد الثاني  له ١٢٩٣ تر ١٣٢٧ هجري پورې.
٣٥ / محمد رشاد الثاني  من ١٣٢٧-١٣٣٦ هجري پورې.

٣٦ / محمد وحيد السادس له ١٣٣٦-١٣٤١هجري پورې.
٣٧ / عبدالمجيد الثاني  '' د مسلمانانو وروستی خليفه '' له ١٣٤١ تر ١٣٤٢  هجري پورې..

د عثماني خلافت له نسکورولو وروسته اسلامي هېوادونه د انګريزانو تر استعمار لاندې راغلل ، دوی په خپل شيطاني سياست مسلمانان دوکه کړل ، له عربو سره کړي ژمنې يې ترپښو لاندې کړې او هغه عرب مسلمانان چې پر دوی خوشباوره وو خپل لاسپوڅي وګرځول.

د مسلمانانو ترمنځ يې نوې جغرافيې حدود رامنځ ته کړل او په لسګونو هېوادونو يې ووېشل ، د دوی ترمنځ يې د قومي ، نژادي او ژبني نفاق تخم وشېنده ، چې په پايله کې اسلامي امت د تاريخ تر ټولو بد حالت سره مخ شو چې اوس هم همدا حالت دوام لري او تر څو چې اسلامي امت متحد نه شي تر هغو به دا حالت دوام مومي ، د اسلامي امت د ويښتابه او يووالي په هيله

خوارج څوک دي؟

28 Sep, 16:47


د رسول الله صلی الله عليه وسلم له وفاته تر دې دمه ، څلور ستر او مشهور خلافتونه تېر شوي:

   لومړی : د راشدينو خلافت
د دې خلافت ټوله مده تقريبا (۳۰) کاله وه ، ټول خلفاء يې (۴)  تنه وو او دوی د اُمت تر ټولو غوره لارښودان و ، ځکه ورته راشدين وای.

۱:- أبوبكر الصديق : له  ١١  تر ١٣ هجري پورې.
۲:- عمر بن الخطاب: له ١٣ تر ٢٣ هجري پورې.
۳:- عثمان بن عفان: له ٢٣ تر ٣٥ هجري پورې.
۴:- علي بن أبي طالب: له ٣٥ تر٤٠ هجري پورې.

دويم : د امويانو خلافت
ددې خلافت ټوله مده تقريبا (۹۳) کاله وه ، ټول خلفاء يې (۱۴) تنه وو ، مؤسس يې معاويه ابن ابي سفيان رضی الله عنهما و ، د معاويه دويم نيکه اميه و ، چې له همدې امله دوی ته امويان او واکمني ته يې امويه خلافت وای.
 
۱:- معاوية بن أبي سفيان: له  ٤١  تر  ٦٠هجري پورې.
۲:- يزيد بن معاوية: له ٦٠  تر  ٦٤ هجري پورې.
۳:- معاوية بن يزيد: څلور يا پنځه  مياشتي.
۴:- مروان بن الحكم: له ٦٤  تر ٦٥ هجري پورې.

۵:- عبدالملك بن مروان: له  ٦٥  تر ٨٦ هجري پورې.
۶:- الوليد بن عبدالملك: له  ٨٦  تر ٩٦ هجري پورې.
۷:- سليمان بن عبد الملك: له ٩٦  تر ٩٩ هجري پورې.
۸:- عمر بن عبدالعزيز: له ٩٩  تر  ١٠١ هجري پورې.

۹:- يزيد بن عبدالملك       له ١٠١  تر ١٠٥ هجري پورې.
۱۰:- هشام بن عبدالملك    له ١٠٥  تر ١٢٥ هجري پورې.
۱۱:- الوليد بن يزيد: له ١٢٥  تر ١٢٦ هجري پورې.
۱۲:- يزيد بن الوليد:  يو څو  مياشتي.

۱۳:- إبراهيم بن الوليد: له  ١٢٦ تر ١٢٧ هجري پورې.
۱۴:- مروان بن محمد: له ١٢٧  تر ١٣٢ هجري پورې.

دريم: عباسي خلافت
د دې خلافت ټوله مده تقريبا( ۵۲۴ ) کاله وه ، ټول خلفاء يې (۳۷) تنه وو ، مؤسس يې ابراهيم ابوالعباس و ، د ابوالعباس دريم نيکه العباس ابن عبدالمطلب رضی الله عنه و ، چې له نوموړي سره د نسبت له امله دوی ته عباسيان او واکمني ته يې عباسي خلافت وای. 


١ / أبوالعباس                 له ١٣٢ تر ١٣٦ هجري پورې.
٢ / أبوجعفر المنصور      له ١٣٦ تر ١٥٨ هجري پورې.
٣ / أبوعبدالله المهدي     له ١٥٨ تر ١٦٩ هجري پورې.
٤/ موسى الهادي            له ١٦٩ تر ١٧٠ هجري پورې.
٥ / هارون الرشيد           له ١٧٠ تر ١٩٣ هجري پورې.

٦ / الأمين بن هارون       له ١٩٣ تر ١٩٨ هجري پورې.
٧ / المأمون بن هارون    له ١٩٨ تر ٢١٨ هجري پورې.
٨ / المعتصم بن هارون   له  ٢١٨  تر ٢٢٧ هجري پورې.
٩ / الواثق بالله              له ٢٢٧  تر ٢٣٢ هجري پورې.
١٠ / المتوكل على الله     له ٢٣٢ تر ٢٤٧ هجري پورې.

١١ / المنتصر بالله           له ٢٤٧ تر ٢٤٨ هجري پورې.
١٢ / المستعين بالله         له ٢٤٨  تر ٢٥٢ هجري پورې.
١٣ / المعتز بالله              له ٢٥٢  تر ٢٥٥ هجري پورې.
١٤ / أبواسحاق المهدي    له ٢٥٥ تر ٢٥٦ هجري پورې.
١٥ / أبو العباس المعتمد  له ٢٥٦  تر ٢٧٩ هجري پورې.

١٦ / المعتضد بالله           له ٢٧٩ تر ٢٨٩ هجري پورې.
١٧ / المكتفي بالله             له ٢٨٩  تر ٢٩٥ هجري پورې.
١٨ / المقتدر بالله               له ٢٩٥ تر ٣١٧ هجري پورې.
١٩ / ابو الفضل                له ٣١٧ تر ٣٢٠ هجري پورې.
٢٠ / أبو منصور القاهر      له ٣٢٠  تر ٣٢٢ هجري پورې.

٢١ / الراضي بالله            له ٣٢٢ تر ٣٢٩  هجري پورې.
٢٢ / أبوالعباس المتقي بالله له ٣٢٩  -٣٣٣ هجري پورې.
٢٣ / المطيع لله          له ٣٣٤ تر ٣٦٣هجري پورې.
٢٤ / الطائع لله            له  ٣٦٣  تر ٣٨١ هجري پورې.
٢٥ / القادر بالله          له ٣٨١ تر ٤٢٢ هجري پورې.

٢٦ / القائم بأمر الله        له ٤٢٢ تر ٤٦٧ هجري پورې.
٢٧/ المقتدي بالله               له ٤٦٧ تر ٤٨٧ هجري پورې.
٢٨ / المستظهر بالله          له ٤٨٧ تر ٥١٢ هجري پورې.
٢٩ / المسترشد بالله         له ٥١٢  تر ٥٢٩ هجري پورې.
٣٠ / الراشد بالله             له ٥٢٩ تر ٥٣٠ هجري پورې.

٣١ / المتقي لأمر الله        له ٥٣٠ تر ٥٥٥ هجري پورې.
٣٢ / المستجير بالله         له ٥٥٥ تر ٥٦٦ هجري پورې.
٣٣ / المستضيئ بالله       له ٥٦٦ تر ٥٧٥  هجري پورې.
٣٤ / الناصر لدين الله      له ٥٧٥ تر ٦٢٢ هجري پورې.

٣٥ /الظاهربأمر الله         له ٦٢٢ تر ٦٢٣ هجري پورې.
٣٦ / المستنصر بالله        له  ٦٢٣ تر ٦٤٠ هجري پورې.
٣٧ / المستعصم بالله      له  ٦٤٠  تر ٦٥٦ هجري پورې.

          د عباسي خلافت تر ړنګېدو وروسته اسلامي نړۍ پر بېلابېلو واکمنيو او کوچنيو خلافتونو ووېشل شوه ، مسلمانان په خپل منځ کې بې اتفاقه شول او هغه تورې چې دوی به د دښمن پر سرونو تېره کولې په خپلو کې يې د يو بل پر خلاف را ووېستلې او په يوه امت کې لسګونه فرقې رامنځ ته شوې ، چې دې حالت (۴۲ )کاله دوام وکړ او بيا په (۲۹۸) هجري کال کې الله جل جلاله پر امت رحم وکړ ، مسلمانان سره يو شول او عثماني خلافت رامنځ ته شو.

خوارج څوک دي؟

28 Sep, 16:47


*‏درباري عالمان*
قاري عبدالستار سعيد

د ټوېټر فضا خو له ما بهتره تاسو ته معلومه ده، چې له هره اړخه بې خونده شوې. او په دې نه ارزي چې سړی په کې ډېر مصروف شي. اما کله چې سړی کومه ناروا واوري یا وويني نو بیا تاب نه لري چې یو څه ونه ليکي:
تحريريانو یا بالقوه خوارجو په ځينو لیکنو کې هغه ټول علماء کرام درباریان ګڼلي، چې د ځمکې پر مخ یوازينی اسلامي نظام ( سپيڅلی امارت) یا مني، یا ورسره همکاري لري او یا یې د اطاعت په رسۍ منګولې ښخې کړې دي.
راځئ دغه اصطلاح ( درباري عالم) لږ جراحي کړو، چې چا ته وایي، څنګه خلک دي او په څنګه حکومتونو کې وي.
د تاريخ په اوږدو کې کله کله واک د اهل حق، متدينو حاکمانو او علماء کرامو په لاس کې پاته شوی. لکه خلفاء راشدين، عمر بن عبدالعزیز، بیا د عباسيانو، عثمانیانو او مستقلو خلافتونو تر هغو صالحو امراوو پورې چې یا خپله ديني علماء وو او یا ديني شریعت ته تسليم او د اسلامي واکمنۍ امتثال یې وړاندې کړی و. د دغسې صالحو او مصلحو نظامونو دفاع او اطاعت پر هر عالم او غیر عالم واجب ده. د یوه واقعي اسلامي نظام حمایتګر او مدافع عالم ته درباري ویل داسې دي لکه مودودي صېب چې د الله تعالی عبادت ، الله پاک ته د بنده چاپلوسي(!) ګڼي. د اسلام له رویه نه عبادت چاپلوسي ده او نه اطاعت درباريتوب دی. بلکې عبادت او اطاعت دواړه واجب امور دي او ټول امت په دې اتفاق لري. غرض دا چې په واقعي اسلامي نظام کې درباریتوب نشته. مسلمانان د اولوالامر په اطاعت مأمور دي. او د ابن عمررضی الله عنه په روایت موږ ته له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه دا پیغام را رسیدلی چې: السلطان ظل الله في الأرض من أكرم سلطان الله في الدنيا أكرمه الله يوم القيامة . . . رواه البیهقي.
که راشو د درباري علماوو اصطلاح ته. دغه اصطلاح هغه وخت پیدا شوه چې واک به د ظالمو، فاجرو او يا کافرو طواغیتو په لاس کې و. اسلامي نظام به شتون نه درلود چې مسلمانان يې په بیعت او اطاعت مأمور شي. په داسې وخت کې د ټولنې د نورو اقشارو غوندې علماء هم په دوو برخو ویشل کېدل. ځينې چې ضعیف الايمانه به و، هغه به لاړل د کفر او ظلم په اړخ کې به ودرېدل او کوموچې به راسخ عزم او ایمان درلود، هغو به یې په وړاندې جهاد او مقابله شروع کړه.دغسې بیلګې په اسلامي نړۍ د صلیبي او مغولي یرغلونو په مرحله کې ډېرې لیدل شوي دي.
د بېلګې په توګه کله چې په نولسمه پیړۍ کې په اسلامي هیوادونو د اروپایانو استعماري بریدونه پيل شول. د افريقا ډېرې سیمې اشغال شوې. د افريقا علماء په دوو برخو وویشل شول. ځینې د مصر د شيخ خليل البکري په شان و چې د حاکم او اشغالګر طاغوت په بغل کې ودرېدل نه یوازې يې د فرانسوي یرغل پر خلاف جهاد ناروا وګاڼه بلکې خپله پیغله لور یې هم ناپليون ته ډالۍ کړه. خو ډیر نور د افريقا د سترو مبارزينو لکه عبدالقادر الجزائري، شیخ محمد مهدي، عمر مختار او نورو په شان وو چې د یرغلګرو خلاف په میړانه ودرېدل.
بناء نتیجه اخیستلای شو چې د (درباري عالم) تصور یوازې هغه وخت کیدلای شي چې غیر شرعي نظام واکمن وي، هغه چې اطاعت یې لازم نه وي، بلکې په وړاندې یې قیام فرض ګڼل کیږي. په دغسې حال کې که څوک د حاکم ظلم یا کفر تر څنګ دریږي، درباري څه بلکې د سیاف په شان ( مفتي آیساف) هم ورته ویلای شو.
که په تاريخ کې وګورو، له خوارجو پرته چې حتی د حضرت عثمان او علي رضی الله عنهما په راشده خلافتونو یې لا د بطلان(!) او نفی کرښه راتېره او د اطاعت ربقه یې له غاړې وغورځوله. بل هیڅ عالم هم دومره ستر جسارت نه دی کړی. حتی د ستر امام احمد بن حنبل رح په شان علماء که څه هم د خلق القرآن په مسئله کې د مأمون د اعتزالي عقیدې خلاف یې غږ پورته کړ او ډېر وهم ځورېده، مګر دا يې ونه ویل چې د عباسي سلطنت او رومي امپراتورۍ هیڅ فرق نشته.
بناء د ټويټر تحريریان دې لږ سړه خوري، نه والله که دوی د احمد بن حنبل رح په مصلا ناست وي او نه امارت د معتزله وو حکومت دی چې دوی به يې د ټويټر په لیکنو سمې لارې ته راولي. په یاد ولرئ دغه نظام د زمانې تر ټولو پاکترينو غوښو او هډوکو څخه رغېدلی دی. په الله قسم چا یې چې سپکه کړې رب تعالی سپک کړي او چا یې چې د ورکې چورت وهلی رب تعالی ورک کړي.

موږ دلته وڅاری ترڅو د نن عصر خوارج دروپيژنو.👇👇👇
https://chat.whatsapp.com/Jvj4ljCLEQMGYgEiMUiL9B

خوارج څوک دي؟

28 Sep, 16:46


https://almirsaad.com/%d8%af%d8%a7%d8%b9%d8%b4-%d8%a7%d9%88-%d8%af-%d8%a7%d8%b3%d9%84%d8%a7%d9%85%d9%8a-%da%81%d9%88%d8%a7%da%a9-%d9%84%d9%87-%d9%85%d9%86%da%81%d9%87-%d9%88%da%93%d9%84/

*داعش او د اسلامي ځواک له منځه وړل*
*فرهاد فروتن*

تاریخ ته یوه کره او لنډه کتنه دا ثابتوي چې اسلامي خاوره ډېر کله د هغو ډلو له خوا اغیزمنه شوې چې ظاهراً د اسلام تر کسوت لاندې راغلي خو په حقیقت کې د دښمنانو اهداف تعقیبوي.

سره له دې چې دښمنان د اسلامي خاورو د تسخير کولو او خپلو شومو موخو ته د رسېدو لپاره بېلابېلې لارې لري، خو «اسلامي کسوت او جامه» یوازینی راز او په ورته وخت کې یو قوي منفذ دی چې د اسلام دښمنان د اسلام د دوستانو او خواخوږو په توګه اسلامي ټولنو ته دننه کولاى شي.

داعش ډله د دښمنانو د دغه ناوړه پلان یوه څرګنده او عملي بیلګه ده چې د اسلام په ظاهري ښکلا غوره کولو سره د اسلامي شعائرو او ارزښتونو پر وړاندې په تر ټولو ناوړه ډلې بدله شوې ده.

که څه هم داعش په نړۍ کې د اسلامي خلافت د تأسيس او بيا رامنځته کولو ادعا کوي، خو په حقیقت کې له دغه غولوونکي شعار څخه د لېواله ځوانانو د ځپلو لپاره کار اخلي.

که موږ دې قضیې ته لږ تفصیل ورکړو، نو معلومه به شي چې داعش د متدينو ځوانانو انرژي د اسلام پر ضد کاروي؛ هغه ځوانان چې کلونه کلونه د اسلامي نظام د حاکمیت په لټه کې وو او د غیر اسلامي حکومتونو له کړاوونو سره مخ وو، د داعش په ظاهري ښکلو تبلیغاتو کې راګیر شول او ډېر ژر ورسره یوځای شول، خو له یوځای کېدو وروسته یې چې کله حقیقت درک کړ چې د دوی انرژي د اسلام او مسلمانانو خلاف مصرفيږي، هڅه يې وکړه چې ژر تر ژره دا غلطه لاره پریږدي.

په عین حال کې داعش تکفیري _ترهګرې ډلې له دې منفذ څخه خپلو بادارانو ته خپله وفاداري ثابته کړى ده. د اسلام دښمنان د دې پر ځای چې د اسلام ځواک (ځوانان) په بېلابېلو لارو له منځه یوسي تر څو په راتلونکي کې د هغوی په لاره کې خنډ ونه ګرځي، د داعش په وفادارۍ سره دغه ځواک په ډیره اسانۍ له منځه تللی دی.

دا چې داعش د سیمې د استخباراتو په غوڅ ملاتړ سره مخې ته راغلل او په لومړي سر کې یې یو چټک خوځښت درلود، احساساتي ځوانان یې ډېر ژر جلب کړل، خو په دې وروستیو کې ثابته شوې چې ډېری دغه ځوانان د خپل دیني او اسلامي منابعو څخه د ناخبرتيا له امله د جاهلیت او استبداد د کاروان ملګري شوى دي.

خوارج څوک دي؟

27 Sep, 15:07


العصر نشراتي او فرهنګي انجمن یې وړاندې کوي

دا اسلامي برم ساتل غواړي زلمو،
تېر عظمت بیا إحیا کول غواړي زلمو.

ترانه ویونکی:
قاري محمد منصور غزنوي
شاعر: عبدالمجید جواد

دا چې د شعر موضوع ويښونکې او د امت ځوانانو ته خورا لوی پيغام ورکوي، نو د ټولو بااحساسه ځوانانو څخه په درنښت غوښتنه کوو چې د ترنم په تکثير کې پوره ونډه واخلي.
يادونه: په ويډيو کې د شعر ژباړه په عربي او انګلیسي ژبو کې هم شوې ده.

https://t.me/alasaracpa

خوارج څوک دي؟

25 Sep, 05:02


السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
ملګرو الله ج دي وکړي چي د صحت او عافيت جامي مو په تن کي وي.
دغه کتاب ( روزل سوی مجاهد د نړۍ د څارګرو ادارو په وړاندي ) ډير ضرور راته په کار دی که د هر ملګري سره وي په ډيره مهربانۍ سره يې په شخصي کي راوليږی
۰۷۳۱۱۵۶۸۳۴

حيدري طالب الأفغاني

خوارج څوک دي؟

24 Sep, 20:26


داعش له پیله تر پایه!
لومړۍ 1 برخه
طاهر احرار

2003 م کال د عراق په تاریخ کې تر ټولو بد کال بلل کيږي، لکه څنګه چې د ناټو ځواکونو په افغانستان په 2001 م کال یرغل وکړ او د افغانستان اسلامي امارت يې ړنګ کړ؛ همداسې یې په 2003 م کال په عراق هم یرغل وکړ.
 
د امریکا له یرغل سره جوخت، عراق ميشتو شيعه ګانو هم د عراق په سني حکومت، چې د بعث ګوند په مشرى جوړ شوی و؛ بريدونه پيل کړل او په غير مستقيمه توګه یې د امریکا د بريدونو ننګ وکړ، خو وروسته بیا په مستقیمه توګه د ناټو د ځواکونو سره مټ په مټ جګړى ته ولويدل او د صدام حسين له حکومت سره په جګړه کې شول.
 
سني ډلو د حکومت د خوندې ساتلو او د امريکا د ماتولو پوره هڅه وکړه، خو و نه توانېدل، چې بالاخره د عراق حکومت نسکور شو، غربيانو د دغه هيواد شيعه ګانو ته د حکومت جوړولو موقع په لاس ورکړه او په لوى لاس یې زیاته سلنه سنیان له صحنى بهر کړل.
 
دغه حالت عراقي سنیانو او د عراق ګاونډيو هېوادونو ته د منلو نه و، چې په نتيجه کيې عراقي سنيانو د حکومت په مقابل کې پاڅون اعلان کړ، سني ځواکونو په شيعه ډلو او په شيعه حکومت، چې د امریکا او ناټو له پراخ ملاتړ برخمن و؛ بريدونه پيل کړل، يو لړ لوړ پوړي شيعه مشران یې ووژل، د پاڅون موخه دا وه، چې نړۍ ته وښايي؛ چي عراقي شيعه حکومت نه دى توانېدلی؛ چې د خلګو امنيت وساتي.
 
په دغه موده کې د جګړې دواړو خواوو ته وړو-وړو ډلو ظهور وکړ او مستقيماً په جنګ کې شاملې شوې، له همدې امله جنګ خونړۍ بڼه واخيسته او د هيواد ګوټ – ګوټ ته ورسېد، چې دواړو خواوو ته پريمانه مالي او ځاني تلفات ورسيدل.
 
د صدام حسين غير عادلانه محاکمې او بيا د هغه په دار کول؛ جګړه نوره هم سخته کړه، امریکايي ځواکونه د جګړې لپاره په ټول هیواد کي تيت شول او د انسانيت د توقع خلاف ظلمونه یې وکړل؛ خو جګړه يې مهار نه کړه، بلکې نور زور يې واخیست، له همدې امله د امريکايي جنګي ځواکونو کموالى محسوس شو.
 
خو په 2007-2008 م کال کې بارک اوباما عراق ته د جګړې د مهارولو لپاره زیات شمېر فوځيان وليږل؛ تر څو د جګړي فشار را ټيټ کړي، له دې سره په عراق کې، د امریکا د متحدو ایالاتو د عسکرو شمېر نور هم زيات شو او په څنګ کې يې تلفات او مصارف تر اندازې زيات لوړل شول.
 
په پایله کې جګړه يو څه مهار شوه، خو ور سره – ور سره د امريکايي ځواکونو له عراقه وتل هم پيل شول، د ځواکونو د انخلا سلسله له همدغه وخته پیل شوه او په 2011 م کال رسماً پاى ته ورسېده، خو د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته عراق د جګړې یوې بلې مرحلې ته داخل شو.
 
نور بیا..

خوارج څوک دي؟

24 Sep, 20:24


داعش د اوسنۍ زمانې په هنداره کې
عثمان خالد

په تیرو ۱۴ کلونو کې چې کله هم خوارج را ښکاره شوي؛ مسلمانانو او اهل السنة والجماعة یې مخه نیولې او له دې سترې فتنې یې امت ته نجات ورکړی دی.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیث مطابق؛ خوارج له کفارو سره کار نه لري، نو ځکه هم په تیرو وختونو کې به کفارو له خوارجو سره کار نه درلود.

خو دا ځلې خبره سرچپه ده، عصري خوارج (داعش) چې کله را ښکاره شول؛ د خپلو اسلافو په څېر یې لومړی په مسلمانانو مخ را وګرځاوه، د مجاهدینو مقاومتونه یې له ستونزو سره مخ کړل، تر منځ یې اختلافات راوستل، ډلې یې جوړې کړې، خلګ یې ترې بیل کړل او د وخت کفارو ته یې په اسلامي برم د بیا یرغل چانس ور کړ.

هم هغه و؛ چې نړېوالو ور ته په لویه کچه تبلیغات وکړل، عصري خوارجو (داعش) ته یې په لږ وخت کې زیاته لابي وکړه او دنیا ته یې ور وپیژندل، نړیوالو کفري طاقتونو له داعش څخه ببو جوړ کړ او خلګ یې پرې ووېرول، د دوی په نوم یې خپلې نا ازمایل شوې اسلحې استعمال کړې، خپل اقتصاد یې چې د افغانستان او عراق په جګړه کې ځپل شوی و؛ بیرته جوړ کړ.

لڼد مثال یې افغانستان دی، چې اوس پکښې د داعش په نوم د خوارجو فتنه نشته، مراکز او لوړ پوړي چارواکي یې یا وژل شوي او یا هم له صحنې تښتیدلي، خو نړیوالې رسنۍ او کفري مستعمره هیوادونه اوس هم خلګ له افغانستان څخه؛ د داعش په نوم وېروي او خلګو ته دا باطله انګېزه ور کوي؛ چې داعش اوس هم په افغانستان کې فعال دی او مراکز لري.

خو دوی دا هېروي، چې داعش هغه وخت په افغانستان کې مراکز او فعالیت درلود؛ چې دلته یې تمویلونکي د واک پر ګدۍ ناست وه، اوس چې په افغانستان کې اسلامي امارت حاکم دی؛ داعش هم ختم دی
.

1,786

subscribers

389

photos

103

videos