ډاکټر حنیف طبی معلومات @drhani_f Channel on Telegram

ډاکټر حنیف طبی معلومات

@drhani_f


لطفا زما د ټیلیګرام لینک خپلو ټولو د تیلیګرام ملګرو ، ګروپونو او چینلونو ته ولیګئ چې هغوي هم مونږ سره چينل کي داخل شي او په پښتو ژبه اسلامي و طبي معلومات ټیلیګرام چينل کي ترلاسه کړئ.
#مـنـنـه
زما د ټیلیګرام د چينل لینک👇
https://t.me/drhani_f

ډاکټر حنیف طبی معلومات (Pashto)

خوش آمدید! آیا شما به دنبال یک کانال تلگرامی پر اطلاعات پزشکی و طبی هستید؟ اگر جواب شما بله است، پس کانال ډاکټر حنیف طبی معلومات یک گزینه عالی برای شماست. این کانال شامل مطالب مرتبط با سلامتی، پیشگیری از بیماری ها، راهنمایی درمانی و سایر موضوعات پزشکی است. ډاکټر حنیف، مدیر این کانال، یک پزشک حرفه ای با سابقه است که برای اشتراک دانش و تجربیات خود در زمینه طب و بهداشت، این کانال را راه انداخته است. از انتقال اطلاعات موثق و قابل اعتماد توسط یک متخصص تجربه کار مطمئن شوید. برای عضویت در این کانال، می توانید از لینک زیر استفاده کنید. از این به بعد، همیشه به روز باشید و درباره ی موضوعات پزشکی مطلع شوید. لطفاً زمانی که فایل زبان پشتو بخصوص موجود نیست، زبان انگلیسی را جایگزین کنید.

ډاکټر حنیف طبی معلومات

27 Sep, 04:49


💊 ایپیمیډیم معجون !

🩺 ایپیمیډیم طبیعي معجون : نارینه او زنانه لپاره د استعمال وړ دی ، 43 او 240 mg ملی ګرام پکې رازي . د ترکی هیواد جوړ دی . یو ځل استعمال یې 48 ساعته دوام لري . که غواړئ چې تل پیاوړی او ځواکمن واوسئ او د کمزورئ اِحساس وُنکړئ نو بیا یی استعمال کئ .

🩺 استعمال طریقه : معجون شیدو سره استعمال کړي ، لمړی معجون وخورئ بیا ورپسې شیدی وڅکئ . سهار او ماښام یو کاشوغه وړه چي 5 ګرامه وي په تش نس یا په ماړه نس استعمالولی شئ ، یا له کوروالی 45 دقیقی مخکې له شیدو سره . معجون مخکې له خوړلو څخه له کاچوغې سره ښه مخلوط / حل یا مِکس کړی ، یعني کاچوغې سره ښه وښورول شي .

🩺 ترکيبات Ingredients :
Ginseng , Tribulus Terrestris , Ginkgo Biloba , Pollen , Sahlep , Cinnamon , Ferula Communis , Ginger , Turmeric .

🩺 کوم کسان کولی شی معجون استعمال کړې ؟

💊 هغه کسان چې ...

1 : جنسي کمزورتیا ولري او د کور‌والی په وخت کی ژر اِنزایل ته رسېږی .
2 : هغه کسان چې تر یو ځلې زیات کوروالې نشې کولی .
3 : هغه کسان چی د کور ‌والی نه مکمل خوند نشی تر لاسه کولی .
4 : هغو کسانو لپاره زیات اړین دي چې تازه نوی ودونه یی کړی وی او یا یې عمر یې له 40 کالو پورته وي او د کوروالی طاقت یې کمزوري وی .
5 : هغه کسان چې د فعال منی مشکل ولري اولاد یې نه کیږی .

🚫 شکر او قلبی مریضان یې نشی استعمالولی .

🩺 اصلی او با کيفيته معجون یواځي ګټه دا نده چې جنسی مشکل مو حل کوي ، بلکې د راتلونکي لپاره به تاسو له جنسی کمزورتيا او مُشکلاتو سره مخ ښه وکړي .

✍️ قیمت : کوچنی یې په 1800 افغ ، او غټ معجون 2700 .

💊 پام مو وي چې اول او بدل مطلب اصل Original او جعلی پکې شته ، کوشش وکئ اخیستلو وخت کې له باوري نفر څخه ترلاسه کئ . هر وخت هر زای مو اخیستلو اطمینان لپاره مونږ سره اړیکه ونیسئ . ددی معجون اړوند نور معلومات او د ترلاسه کولو لپاره یا نور کوم مشکل یا مریضی ولرئ ، تاسی کولي شئ مونږ ته په لاندي وټساپ شمارو او یا زمونږ فیسبوک پاڼي ته پیغام کولی شئ .

🟢 وټساپ دواړه شماري :
+93777025313 , +93777969313

*📲 اړېکو شماري :*
+93788069313 , +93777025313

🩺 هر درمل د ډاکټر په مشوره او مشکل درلودلو په صورت کې استعمال کئ .

ډاکټر حنیف طبی معلومات

17 Sep, 07:25


*💊 اعتماد درمل :*

1 - ایچ پایلوری ، معده درد ، ګیس کپسول .
2 : چاقی بدن او مخ کپسول .
3 : بواسیر خوني و بادي کپسول .
4 : سپینو وېښتانو ترکی شامپو .
5 : وېښتانو وتلو او قوی کولو شامپو .
6 : د زنانه مخ اضافی وېښتانو لری کولو قطره .
7 : د بدن ، ملا زنګون ، او نور دردونو تیل زانو .

💊 1 - ایچ پایلوری ، معده درد ، ګیس کپسول :

نوم : H - Pylori Defence 500 / 60 Mg .
استعمال : سهار او ماښام یو یو کپسول په نهاره .

*نتیجه : 100 % . خه او دائمی علاج لپاره بائید 3 نسخی استعمال شي . قیمت : 2200 افغ .*

💊 2 : چاقی بدن او مخ کپسول زنانه و مردانه .

نوم : Black Gumbo Golden Plus .
استعمال : سهار او ماښام یو یو کپسول په مړه .

*💊 خه او دائمی علاج لپاره بائید 3 نسخی استعمال شي . نتیجه : 100 % قیمت : 2000 افغ .*

💊 3 : بواسیر خوني و بادي کپسول :

نوم : ( Gamno ( Piles Care :
استعمال : سهار او ماښام یو یو کپسول په مړه شودو سره .

*نتیجه : 100 % خه او دائمی علاج لپاره بائید 3 نسخی استعمال شي . قیمت : 1550 افغ .*

💊 4 : سپینو وېښتانو ترکی شامپو :

نوم : Brazil Sac Shampoo .
استعمال : هر سهار عادی شامپو په رقم استعمالېږي .

*💊 خه او دائمی علاج لپاره بائید 3 نسخی استعمال شي . نتیجه : 100 % قیمت : 1600 افغ .*

💊 5 : وېښتانو وتلو او قوی کولو شامپو :

نوم : Keratin Shampoo .
استعمال : هر سهار عادی شامپو په رقم استعمالېږي .

*نتیجه : 100 % قیمت : 1600 افغ .*

💊 6 : د زنانه مخ اضافی وېښتانو لری کولو قطره :

نوم : Safe Pure Homeo :
استعمال : دری وخته 15 قطري نيم ګیلاس اوبو څکښل کيګي . یو وخت کې 15 قطری .

*نتیجه : 100 % خه او دائمی علاج لپاره بائید 3 نسخی استعمال شي . قیمت : 950 افغ .*


💊 7 : د بدن ، ملا درد زنګون ، او نور دردونو تیل زانو .

نوم : Zano Oil :
استعمال : کوم زای درد وي په همدغه تیل 3 څخه تر 5 دقیقی مساج یا مالش کول .

*نتیجه : 100 % قیمت : 1100 افغ .*

🟢 وټساپ شماره :
+93777969313
📲 اړېکو شماري :
+93788069313 +93777025313
*📢 هر درمل د ډاکټر په مشوره استعمال کئ ، هر ولایت ته delivery ډیلیوري هم کېږي ، عُمده او پرچون ترلاسه کولی شئ .*

ډاکټر حنیف طبی معلومات

17 Sep, 07:25


زوی ته د پلار نصيحتونه:

📗خپل اوښکې پخپله پاکې کړه،هيچا ته مه په تمه کېږه،ټول لارويان دې، يوازي تماشا دې کوي.
📗 ژبه هډوکی نلري،لېکن دومره غښتلې ده،چې په ډېرې اسانۍ سره کولی سي يو زړه مات کړي؛خپلو خبرو ته دې پام کوه.
📗د هغه کسانو په اړه هيڅ فکر مکوه، چې ستا تر شا درپسې غږېږي،ځکه د هغوئ ځای ستا شا ته دی،مخ ته دې ځای مه ورکوه.
📗کله کله الله ج ځيني کسان او ځيني شيان درنه اخلي،هيڅکله يې د بيرته ستنيدو غوښتنه مکوه،چې پښيمانه به سې،دا‌ ومنه چې الله هر څه ستا په خير کړي،دالله ج حکمت ته ځان تسليم کړه.
📗زما اتيا(۸۰) کاله عمر داسې راباندې تير سو لکه اته دقيقې،عمر مې پای ته رسيدلی.
نو پوه سه!چې دا لنډ عمر په دې نه ارزي،چې خلکو ته ازار او کړاوونه ورسوې.
📗 نه سپين رنګ د ښايست او نه تور رنګ د بدرنګوالي نښه ده،کفن سپين دې،خو ډاروونکی دی،کعبه توره ده اما مينه ناکه او زړه وړونکې ده.
📗 که بربنډتوب د ښځې د پت او عزت نښه وای،نو بيزوګاني به تر ټولو درنې او پتمنې وای.
📗 انسان په ښو اخلاقو ښايسته دی،نه په ظاهرې بڼه،نو تل غوره اخلاق ولره.
📗که لوړ غږ د نارينتوب نښه وای،نو سپي به د نارينو سرداران وای.
📗مخکې له دې چې له الله نه د خپل بدبختيو ګيله وکړي ،يو ځل خپل شته نعمتونه وشمېره.
📗انسان د‌ عمر په وسيله نه لوېږي(غټېږي) بلکې انسان د خپل فکر په وسيله لوېږي(غټېږي).

ډاکټر حنیف طبی معلومات

17 Sep, 07:25


په کاروبار کې دهوکه مکوئ :

✍️ يو سړي خالصې شېدې يې خرڅولې او په شېدو کې به يې اوبه نه ګډولې ، له همدې امله يې د شيدو اخیستونکی ډېر وو او پرې پوره ډاډمن وو .

✍️ يوه ورځ يې له ځان سره فيصله وکړه ، چې ورځينۍګټه بايد زياته کړم ، نو په شېدو کې يې اوبه ګډې کړې او شېدې يې لکه پخوا پخپلو د شيدو اخیستونکی خرڅې کړې . د شيدو اخیستونکی په هغه ډاډمن وو ، نو دغه شېدو ته چې اوبه ورسره ګډې شوې وي ، متوجه نشول . د هغه ګټه په دې ورځ دوه چنده شوه ، هغه د دوه چنده ګټې نه خوشحاله وو او په خوشالۍ کور طرف ته بېرته روان شو . په لاره کې ستړي شو نو د لارې سره خوا کې د يوې وُنې لاندې د اِستراحت لپاره کېناست . دغې لارې سره نږدې د اوبو يو نهر هم بهيده . هغه سړي د پيسو کڅوړه په ځمکه کېښوده .

✍️ لږ وخت وروسته ناڅاپي يو بيزو را ښکاره شوه او د پيسو په کڅوړه يې ور ټوپ کړل او کڅوړه يې وتښتوله . هغه بيزو ته ډېره عاجزي ښکاره کړه ، چې کڅوړه بېرته ورکړي خو بيزو دا کار ونکړ . بيزو د پيسو کڅوړه خلاصه کړه او يوه درهم به يې هغه ته غورځوله او بل درهم يې د اوبو نهر ته غورځوه . په دې ترتيب کڅوړه له پيسو تشه شوه . هغه کور ته ستون شو او پاتې پيسې يې وشمارلې .

✍️ ويې ليده چې هغومره پيسې ورته پاتې دي څومره يې چې مخکې ګټلې : د خالِصو شيدو پيسې پاتې وې او د اوبو پيسې نه وې پاتې .

( مال الحليب للحليب ومال الماء للماء ) .

✍️ هغه په خندا شو او ويې وئیل : د شېدو پيسې شيدو ته پاتې شوې او د اوبو پيسې اوبو ته ولاړې .

📢 د خلکو اِعتماد او ډاډ ستا لپاره لويه خزانه ده . د خلکو سره داسې معامِله کوه چې الله ﷻ هم درنه خوښ وي او خلک هم خوښ وي . د خلکو سره دهوکه مکوه ، د هغوي د باور او ډاډ نه غلطه اِستفاده مکوه .

⭕️ که زمونږ لیکنه مو خوخه شوي وي هیله ده خپلو نورو ټیلیګرام ملګرو او ګروپونو کې یې نشر share کئ او هم خپل ملګري مو زمونږ سره ګروپ ته را دعوت کئ . مننه

لیکوال : ډاکټر حنیف تائب ❤️

ډاکټر حنیف طبی معلومات

01 Sep, 02:41


د حیاتي علایمو څخه تنفس Respiration

تنفس په عموم کې په لاندي ډولونو دي:
Eupeneoaیا Normal breathing :
هغه ډول تنفس ته ویل کیږي چې یو نورمال روغ انسان یې په یوه دقیقه د ۱۶-۲۰ واري په دقیقه کي اخلي.
Apnea:
هغه ډول غیر نورمال تنفس ته ویل کیږي چې دتنفس له ډیري وقفی بعد یوار وسی بیا ورک وي تر ډیره وخته.
Bradypnea:
هغه ډول غیر نورمال تنفس ته ویل کیږي چي په یو دقیقه کې تر ۱۲ واري کم وي.
Tachypnea ټکيپینیا:
هغه ډول غیر نورمال تنفس ته ویل کیږي، چې په یوه دقیقه کي تر 20 ځلی زیات سي.

Hyperpnea:
هغه ډول غیر نورمال تنفس ته ویل کیږي کله چې یو ناروغ په ډیري سختی سره ساه اخلی اما په اساني سره یې خارجوي.

Dyspnea:
هغه ډول غیر نورمال تنفس ده چې په سختي سره ساه اخلی او په سختی سره یې خارجوي .
Orthopnea:
هغه ډول غیر نورمال تنفس ته ویل کیږي، کله چې یو څوک ستونی ستغ پریویزي او په سختي سره ساه اخلي.

Kussmal breathing:
هغه ډول تنفس ته ویل کیږي، چې په سختی سره ژوره ساه اخلي اما ژر ژر یې خارجوي.
Chame-Stock شیم سټوک:
هغه ډول غیر نورمال تنفس ته ویل کیږي یوځلی یې ژر ژر خارجه کړي بیا یو څه وخت تنفس ورک وی ......بیا تنفس وکړی ژر ژر یی واخلی هم یې ژر ژر خارجه کړي.

ډاکټر حنیف طبی معلومات

14 May, 03:20


⭕️ که تاسو غواړئ چې وزن مو زیات شي ، اننګي ، نري ، غټ لاسونه او قوي جسم ولري او یوازې چاغ نه بلکې صحتمند اوسئ دا خواړه استعمال کئ .

🩺 د وزن د زیاتوالي لپاره 5 کورني درمل :

1 - یوه دانه اصلي هګۍ راواخلئ ، ښه یې مِکس معنیی یوځای کړئ او بیا یې په یو ګیلاس ګرمو شیدو کې ګډ کړئ . سهار یی استعمال کړئ . په دوه میاشتو کې به ستاسو بدن له نوي قوت سره ډک شي .

2 - د شپې لخوا 10 بادام په اوبو کې واچوي ، سهار یې ميده کړي او د اړتیا مطابق 30 ګرامه کوچ او بوره یا چیني ور اضافه کړئ ، دا پروسه مو چاغښت ژر زياتوي .

3 - د شپې لخوا درې انځر په یوه پیاله اوبو کې واچوي ، سهار له خوبه پاڅېږئ او انځر د همدې اوبو سره وخورئ . څو ورځې وروسته به وزن زیات شي او د بدن د عضلاتو وده به ښکاره شي . د ښې پایلې لپاره کشمش یا ممیز د انځر سره وکاروئ .

4 - هره شپه 2 کیلې وخورئ او یو ګیلاس شیدې وڅښئ ، دا عمل کمزوری بدن هم چاغوي .

5 - پنځه دانې خَرما راواخلئ او زړي لري کړئ ، دغه خرما په یو ګیلاس شیدو کې واچوئ او شیدې جوړې کړئ او روزانه یې استعمال کړئ ، څو ورځې وروسته به یې بدن په ډکیدو پیل وکړي .

🔴 هدف مو خدمت ده ، او ستاسی د کامِل روغتیا په هیله .

☜ که پورتنۍ لیکنه مو پوره لوستلې وي ؛ نو لُطفاً په کمِنټ کې ولیکئ چې پوره ولوستل شوه . داسی نورو طبی ، اسلامی او اصلاحي لیکنو لپاره زمونږ فیسبوک پاڼه page ډاکټر حنیف طبی معلومات لائیک Like کئ .

وټساپ :
078 806 9313
077 702 5313

ډاکټر حنیف طبی معلومات

13 May, 03:41


⭕️ د جنسي کمزورۍ لامولونه !

🩺 سړی د کومو اسبابو د وجې جنسي طور کمزوری کیږي ، نو د هغو د جواب لپاره زه په مختصره توګه هغو اسبابو ته اشاره کول غواړم چی د هغې له وجې نارینه جنسي طور کمزوری کېږي .

1 - د سحر یا جادو له وجې هم یو سړی جنسی طور کمزوری کېږي .
2 - ډېر د لاس زنا د وجې هم نارینه جنسي طور کمزوری کېږي .
3 - د هګیو پړسوب ، د چا په هګۍ کې چې پړسوب وي هغه هم جنسي طور کمزوری وي ، او ددې مرض کامیاب علاج شته خو متخصص ډاکټر ته رجوع وکړئ .
4 - د اعصابو بیماري ، بي خوبي .
5 - وسوسې او تشویش هم سړی جنسي طور کمزوری کوي .
6 - په یو کار کې ډېر فکر مند کیدل ،تشویش ورته کول .
7 - د یو کار د کولو یا د نه کولو له وجې په دماغو کې یوه غوټه پیدا شي چې د هغې د وجې هم سړی جنسي کمزوری کېږي .
8 - د ښځې د آلې یا د سړي د ذَکر نه کرکه کول ، هم په جنسي اړیکه بده اغیزه لري .
9 - وزن ډېر زیات کمیدل ، او ډېر زیاتیدل ، هم په جنسي اړیکه بده اغیزه لري .
10 - د شکر ناروغۍ ، سګرټ څکل ، الکول څکل ، نصوار کول ، او د وینې فشار مرض دوایانې خوړل هم په جنسي اړیکه ډیر بد اثر لري .
11 - ځای او وخت چې کله د جماع لپاره مناسب وي نو سړی ښه جماع کوي ، او که د ماشومانو چیغې او ژړا وغیره موجود وی ، نو نارینه ژر خلاصیږي .

✍️ جنسي اړوند کومه پوښتنه وي ، هر مشکل جنسی حل او تداوي لپاره له مونږ څخه اطمینانی معلومات ترلاسه کولي شئ . صفحي ته پیغام وکئ یا په لاندي وټساي شماره رابطه وکړئ . مننه

078 806 9313

ډاکټر حنیف طبی معلومات

ډاکټر حنیف طبی معلومات

13 May, 03:41


⭕️ د ماشومانو لپاره مناسب څښاک کوم دي ؟

✍️ د المان د ماشومانو او ځوانانو ټولنې ویلي چې د یوه میرمنې لپاره پکار دي خپل ماشوم ته لږ تر لږه تر شپږو میاشتو پرلپسې شېدې او هغه خواړه ورکړي چې د ماشوم لپاره مناسب وي . ماشوم په پېل کې د مور شېدو ته خورا زیاته اړتیا لري تر څو د بدن مایعات په مناسب ډول بشپړ کړي ، خو له شپږو میاشتو وروسته کولای شي اوبه وڅښي .

✍️ یاده ټولنه زیاتوي چې له دوه کلنۍ وروسته ماشوم کولای شي عامې شېدې وڅښې خو چې غوړ ونه لري او یا هم په ډيګېره کمه اندازه ولري . که چیرې ماشوم د غوا شېدو څښلو سره حساسیت لري او یا هم د لاکتوز ماده نشي برداشت کولی ، دغه مهال دې نورو شېدو ته د ډاکټر له سپارښتنې وروسته مخه کړي ، تر څو ډاکټر ورته داسې څه غوره کړي چې پروټین ، کلشیم او ویټامن ډي ولري .

✍️ که چېرې تاسې غواړئ ماشوم ته جوس ورکړئ نو بایده ده چې دغه جوس له 100 سلنه تازه میوې څخه جوړ شوی وي او اضافي خوږه ونه لري ، او دغه ډول په کې د اوبو اندازه هم باید په جدي ډول په پام کې ونیول شي .

🔴 هدف مو خدمت ده ، او ستاسی د کامِل روغتیا په هیله .

☜ که پورتنۍ لیکنه مو پوره لوستلې وي ؛ نو لُطفاً په کمِنټ کې ولیکئ چې پوره ولوستل شوه . داسی نورو طبی ، اسلامی او اصلاحي لیکنو لپاره زمونږ فیسبوک پاڼه page ډاکټر حنیف طبی معلومات لائیک Like کئ .

وټساپ :
078 806 9313

ډاکټر حنیف طبی معلومات

12 May, 03:15


⭕️ د اېشول شوې هګۍ 🥚 ګټې !

✍️ د چرګې 🐣 هګۍ د ګټورو خوړو په ډله کې په لومړي سر کې ځای لري ، ځکه چې هګۍ د مغذي موادو او پروټينونو غوره سرچېنه ده . د چرګې هګۍ د بدن د اړتیا وړ ډېر ګټور مواد لري چې دغه ګټور مواد په آسانۍ سره په نورو خوړو کې نه موندل کېږي .

✍️ که د چرګې هګۍ په هر ډول پخه شي جدي روغتیايي ستونزې نه پېښوي ، او د وجود د معدني موادو اړتیاوې پوره کوي خو که چېرې د چرګې هګۍ واېشول شي او وخوړل شي روغتیا ته یې ګټه ډېره زیاته ده او د وجود د معدني موادو اړتیاوې پوره کوي .

🩺 د هګیو اېشول د هګیو د پخولو له نورو ډولونو څخه آسانه لاره ده ، او د اېشول شوې هګۍ په پخولو ډېر کم لګښت راځي او یا هم بېخي لګښت پرې نه راځي ، نو ولې بیا اېشول شوې هګۍ ، د هګیو د پخلي د نورو ډولونو په پرتله ډېره ګټه لري ؟

✍️ د دغې پوښتنې په ځواب کې باید ووایو چې پرته له غوړیو څخه د هګۍ د خوړلو يواځينۍ لاره د هګۍ اېشول دي . د چرګې هګۍ په ډېره کچه کلسټرول لري خو د چرګې د هګۍ کلسټرول بدن ته زیان نه رسوي . که چېرې هګۍ په غوړیو کې پخه شي او وخوړل شي د وینې کلسټرول لوړوي او روغتیا ته زیان رسوي .

✍️ د ځینو څېړنو پایله دا هم ښيي چې په سباناري کې د اېشول شويو هګیو خوړل د بدن غوړ اوبه کوي او د وزن د کمېدو لامل کېږي . یوه اېشول شوې هګۍ د خورا ډېرو معدني موادو څخه ډکه ده . د اېشول شوې هګۍ معدني مواد په لاندې ډول دي :

1 - یوه اېشول شوې هګۍ 6 سلنه A ویټامین لري ، چې د A ویټامین په هګۍ کې د سترګو په پیاوړتیا کې ډېره مرسته کوي .
2 - یوه اېشول شوې هګۍ 5 سلنه فولیک اسیډ لري .
3 - یوه اېشول شوې هګۍ 5 سلنه B7 ویټامین لري .
4 - یوه اېشول شوې هګۍ 12 سلنه B9 ویټامین لري .
5 - یوه اېشول شوې هګۍ 2 سلنه B15 ویټامین لري .
6 - یوه اېشول شوې هګۍ 9 سلنه فسفر لري .
7 - یوه اېشول شوې هګۍ 22 سلنه سلنیوم لري .

✍️ د دغو ټولو معدني موادو ترڅنګ یوه اېشول شوې هګۍ د D, E ,K او B6 ویټامینونه لري او همدارنګه ۷۷ سلنه کالوري، ۶ ګرامه پروټین او ۵ ګرامه تصفیه شوي غوړ لري.
ــ دا مه هېروئ چې د ورځې په لړ کې د یوې اېشول شوې هګۍ خوړل د وجود نیمه برخه د معدني موادو اړتیاوې پوره کوي او د ماشومانو لپاره د ورځې په لړ کې د یوې اېشول شوې هګۍ خوړل اړینه ده، نو هڅه وکړئ چې د ورځې په لړ کې ارومرو یوه اېشول شوې هګۍ د خپلې روغتیا ساتنې لپاره وخورئ.
ــ د لیکنې په ورستيو کرښو کې باید یادونه وکړو، که چېرې د اېشول شويو هګیو د پر له پسې خوړولو څخه ستړي شوي یاست او نه غواړئ چې نور په خپلو خوړو کې د اېشول شويو هګیو څخه ګټه واخلئ نو د اېشول شويو هګیو پورتنۍ در یادې کړئ، نو بیا به په خپله د اېشول شويو هګیو خوراک ته مخه کړئ او په ډېرې علاقې سره وخورئ.

🔴 هدف مو خدمت ده ، او ستاسی د کامِل روغتیا په هیله .

☜ که پورتنۍ لیکنه مو پوره لوستلې وي ؛ نو لُطفاً په کمِنټ کې ولیکئ چې پوره ولوستل شوه . داسی نورو طبی ، اسلامی او اصلاحي لیکنو لپاره زمونږ فیسبوک پاڼه page ډاکټر حنیف طبی معلومات
لائیک Like کئ .

وټساپ :
078 806 9313

ډاکټر حنیف طبی معلومات

12 May, 03:15


🖊 غوره او اِصلاحی ویناوی !

✍️ 1 - ستا د کامیابئ یوه نښه داده چې ته هیڅکله زده کړه نه پرېږدې ، حتی که اتیا کلن هم شې . له کتابونو ، له خلکو او له چاپیریال څخه زده کړه کوې .

✍️ 2 - که دي پیسې ولاړي شي ، که ناروغه شې ، که یو څه تاوان وکړې ، که دي یو ملګری یا دوست ولاړ شي ، نو هیڅ دي هم له لاسه نه دي ورکړي .، خو که دي په هره ورځ شخصیت او عزت ولاړی ، نو هرڅه دي د لاسه ورکړل .

✍️ 3 - په نړۍ کي تر ټولو خطرناکه جمله همدا یوه جمله ده : " سبا بې وکړم " همدا جملې خورا لوی لوی خلک تېرایستلي . ته هوښیار یې ، ته داسي مکوه .

✍️ 4 - له داسي چا څخه لیري شه ، چې خپل ژوند یې ضایع کړی وي ، هغوی به ستا ژوند هم در ضایع کړي او هیڅ ښه کار ته به دي و نه هڅوي .

✍️ 5 - د خلکو تر منځ قضاوت د هغوی و لباس ته په کتلو سره مکوه . د موټر په ماشین پاک لباس والا مالک دونده نه پوهیږي ، لکه خیرن لباس والا مستري . دا نړۍ همداسي ده ؛ زر په غرنو کي پیدا کیږي ، په باغونو کي نه او طبیب ته کیمیاوي بوټي له سپېرو دښتو راځي . نو د خلکو قضاوت د هغوی له لباس څخه نه ، بلکي د هغوی له پوهي او هوښیاری څخه وکړه .

✍️ 6 - هر چاته مو ستونزي او کمزوری مه وایاست . سبا د ستونزو پېغور درکوي او ستا په کمزوریو بیرته تا غوټ ماتوي .

✍️ - که ستا پر شاوخوا دښمنان نه وي . دا په دې معنی نده ، چي دښمنان نشته ، بلکي دښمنان پټ دي ؛ څوک دي وخت در ضایع کوي ، څوک دي په زنا او فحشاء اخته کوي او څوک دي درست ژوند در ضایع کوي .

✍️ هیله ده اصلاح او ثواب په نیت یې نشر share کئ . مننه

ډاکټر حنیف طبی معلومات

ډاکټر حنیف طبی معلومات

12 May, 03:15


🟥 یوه خایسته مشوره او اصلاحی لیکنه !

✍️په تش جېب او وچي ډوډۍ لوړ هدفونه ترلاسه کړه . ته چې څنګه يې داسې مه پاتېږه ، د تغير لپاره حتمي کوښښ وکړه . سينه پراخه کړه ، د کورنۍ څخه نيولې د ټول ښار خبرې پرځان ومنه .

✍️ پرېږده چې خلک دي غيبت وکړي ، منفې ټکي دي درته وښيي . ته نو ژر غوسه مکوه دا ستا په ګټه کارونه دي چې نور يې ترسره کوي . دوي په دې سره تا لکه اوسپنه ښه ډېر ټکوي ترڅو پوخ شې او د بيا ماتیدلو امکان دي پيدا نشي .

✍️ ته اوس هم لوړ شخصیت يې ، د خپل فکر ، زړه او خيال بادشاه يې . ته يوازې دومره وکړه چې خپله بادشاهي مدیریت کړه ، نور خير خيريت دی .

ډاکټر حنیف طبی معلومات

12 May, 03:15


🟥 زناء کوونکي باندې اووه مصیبتونه !

1 - کورنۍ شرافت یی ختمیږي .
2 - رزق یی ترې کډه کوي .
3 - شتمني یی لمنځه ځي .
4 - زنا د آخرت پر ورځ زنا کوونکي ته لوی شرم دی .
5 - د الله ج د قهر او غضب سبب دی .
6 - د دوزخ د سخت عذاب سبب دی .
7 - د حساب او کتاب د سختۍ سبب دی .

📢 الله ج دی موږ ددغه عمل څخه وساتی . آمین .

✍️ ثواب په نیت یې نورو ملګرو سره شریک کړئ .

ډاکټر حنیف طبی معلومات

ډاکټر حنیف طبی معلومات

12 May, 03:15


🔴 د میرمنی او د خاوند شخړه !

✍️ میرمنې او خاوند په څه خبره شخړه وکړه او یو له بل سره خفه شول ، خاوند ورته وویل تر ماښامه دې په دې کور کې ونه وینم .

✍️ سهار وختي د خاوند او مېرمنې تر منځ زوروره جګړه وشوه ، مېرمنې د غصې په حالت کې وویل چې بسذ! ډېر مي وزغمل نور زه د یوې دقیقې لپاره هم ستاسره نشم اوسېدلی . خاوند هم له غصې څخه په ډک انداز وویل ... زه هم ستا د شکل له لیدلو نور تر پوزې راغلی یم … چې نور دې تر ماښامه په دې کور کې ونه وینم … پورته کوه خپلې غوټې او بسترې دې او له دې ځایه نورې پښې سپکوه . خاوند د غصې په حالت کې له کوره د کار پر طرف ولاړ .

✍️ مېرمنې مور ته ټیلیفون وکړ چې ما هر څه دلته پرېښودل او د ماشومانو سره د پلار کور ته در روانه یم ، زه نوره نشم اوسېدلی په دې جهنم کې . مور یې ورته وویل : له عقل څخه کار واخله او په خپل کور کې کښېنه . ستا مشري خور هم د خاوند سره جګړه کړې وه ، کور ته راغلل او باالآخېره خبره تر طلاقه ورسېده ، اوس تا هم هماغه ډرامه پیل کړل . خبردار ! که دې دلته قدم کښېښودۍ بیا دې خیر نسته ، نو… د خاوند سره دې سوله وکړه هغه دومره هم بد نه دی .

✍️ مور یې سره سترګه ورښکاره کړل ، د مېرمني هم لږ عقل ځای ته راغی او له ژړا یې له سترګو اوښکي راماتي شوې … له ښه اندازې ژړا وروسته یې زړه سپک شوی وو . د خاوند سره د جګړې منظر یې فکر کې راوست نو خپلي ډیرې غلطیانې په نظر ورغلې . مخ او لاسونه یې ومینځل او لږ تازه شول ، د خاوند د خوښۍ خواړه یې پاخه کړل او تر څنګ یې خوندوره فیریني هم تیاره کړه … فکر یې وکړ چې ماښام به له خاوند څخه بښنه وغواړم ، خپل کور بیا هم خپل کور وي .

✍️ خاوند چې یې کله ماښام کور ته راغی نو مېرمني یې ښه تود هرکلی وکړ ، لکه سهار چې بیخي هیڅ شوي هم نه وي . خاوند یې هم حیران او له خوښیو وپړسېد . له ډوډۍ خوړلو وروسته چې کله خاوند ورو ورو په کاشوغه فیریني خوړل نو مېرمني ته یې وویل چې ښځې ! کله ناکله زه هم زیاتی کوم ، ته یې پر زړه مه اخله ، بنده او بشر یم ، غصه راځي .

✍️ مېرمني تر بڼو لاندې په کاتو له خاوند څخه مننه کول او تر څنګ یې په زړه کې مور ته دعاګاني کولې … که نه جذباتي پریکړې یې کور تباه کړی وو .

🖊 سبق : که مور او پلار د واده کړي اولاد د هرې جائز او ناجائز خبرې تأئید پرېږدي نو ډیر قرابتونه او کورونه به وژغورل شي .

🌀 هیله ده اِصلاح او ثواب په نیت یې نشر Share کئ . مننه

ډاکټر حنیف طبی معلومات

10 May, 00:22


د انرژیو زیانونه !

د امریکا د زړه ناروغیو د ټولنې ژورنال : هغه نوشابه چې انرژي ولري د زړه ضربان زیاتوي . د وینې فشار لوړوي او آخره خبره یې د زړه حمله ده . عمده دلیل دا دی چې په دغو کې کافیین زیات دي . دغه راز په دوامدار ډول یې استعمال کولای شي انسان ته اضطراب ، تشویش ، بې خوبي ، د هاضمې ستونزې او په بدن کې د مایعاتو کموالی پیدا کړي .

📢 د مایو کلینیک تحقیق : که یو انسان په متوسط شکل هم له انرژیو استفاده وکړي ، بیا هم په ده کې د سټرېس او تشویش هورمون قوي کېدای شي .

د امریکا د پوځ تحقیق : که یو څوک په یوه ورځ کې دوه بوتله انرژي وڅښي ، دی به په رواني ناروغیو او د غوصې په عدم کنټرول ستونزې باندې اخته شي . په یو نیم بوتل انرژۍ کې له ۵۴ تر ۶۲ ګرامه اضافي قند موجود دی چې دا په یوه ورځ کې د یوه سالم انسان له پاره نه توصیه کېږي . د دغو انرژیو زیات څښل به وروسته انسان په " دیابت یا شکر " ناروغۍ اخته کړي .

ډاکټر حنیف طبی معلومات

08 May, 01:41


⭕️ د مېوو او سابو اوبه د پوستکي لپاره کومې ګټې لري ؟

✍️ لیکوال : Hanif Taib

🩺 د بدن ټول پوستکی په ځانګړي ډول د مخ پوستکی ډېر نازک او زیانمنونکی دی . د مخ پوستکی د بدن نورو غړو په څېر اوبو او معدني موادو ته اړتیا لري ، خو د کال په بېلابېلو موسمونو کې د مخ پوستکی په لوړه کچه اوبه او معدني مواد له لاسه ورکوي او د مخ د ګونځېدلو او تورېدلو لامل ګرځي .

🩺 نو د دې لپاره چې زموږ مخ زیان ونه ویني ، ګونځې او یا تور نه شي نو اړینه ده چې د خپل مخ پوستکي څخه په سمه توګه ساتنه وکړو او د هغو خوړو څخه ګټه واخلو چې زموږ د مخ پوستکي ته ګټه رسوي . دا یوه ښکاره خبره ده چې اوبه د مخ د پوستکي هر ډول وچ والی او ګونځې ليرې کوي د دې ترڅنګ مېوې او سابه هم د مخ پوستکي ته ډېره ګټه لري او د مخ پوستکی روڼ او تازه کوي .

✍️ په نننۍ لیکنه کې غواړم د هغو مېوو او سبو په اړه مالومات درکړم چې اوبه څښاک یې پوستکي ته ګټه رسوي ، د لیکنې تر پایه راسره پاتې شئ .

🩺 1 – د کېلې ، ګیلاس او کوپرې جوس : کله چې انسان خولې کوي ، د هغه بدن په ډېره کچه اوبه او ځینې نور مواد لکه سوډیم ، منیزیوم ، کلشیم او پوټاشيم له لاسه ورکوي ، او هغه کس له ډېرو روغتیایي ستونزو ، لکه د زړه ناروغۍ او نورو ناروغیو سره مخېږي . په همدې وخت کې د بدن پوستکی هم خپل تازوالی له لاسه ورکوي ، نو که غواړئ چې د خپل وجود له لاسه تللي مواد او اوبه بېرته ترلاسه کړئ نو د کوپرې ، کېلې او ګیلاسو شربت وڅښئ .

🩺 2 - کوپره په طبیعي بڼه یوه انرژي بښونکې مېوه او د پوتاشیم یوه ښه سرچینه ده : کولای شي ، ستاسو د بدن له لاسه تللې اوبه او پوټاشیم بېرته راوګرځوي .

🩺 3 - کیله هغه مېوه ده چې نه یواځې پوټاشیم بلکې په کافي کچه منیزیوم هم لري او کولای شي غړو لپاره ښه انرژي برابره کړي . د کوپرې او کېلې سربېره ګیلاس میوه هم د انټي اکسیدنټ غوره سرچینه ده او ستاسو بدن ته ډېره ګټه رسوي . هڅه وکړئ چې له دغو دریو میوو څخه جوس جوړ کړئ ، او د یوه ښایسته پوستکي درلودلو لپاره یې وڅښئ .

🩺 4 - د مڼې اوبه : د مڼې اوبه تاسو سره مرسته کوي چې یو ښه او تازه پوستکی ولرئ . دا چې مڼه د انتي اکسیډنټ غوره سرچینه ده ، د پوستکي هر ډول زیان رسوونکي مواد له منځه وړي او تاسو سره مرسته کوي چې پوستکی مو ځوان پاتې شي . د مڼې خوړل د پوستکي هر ډول ګونځې ، تور رنګه دانې و خالونه او نورې ستونزې چې د سن د زیاتوالي له امله رامنځ ته کېږي له منځه وړي او د وینې جریان هم ډېروي .

🔴 هدف مو خدمت ده ، او ستاسی د کامِل روغتیا په هیله .

☜ که پورتنۍ لیکنه مو پوره لوستلې وي ؛ نو لُطفاً په کمِنټ کې ولیکئ چې پوره ولوستل شوه . داسی نورو طبی ، اسلامی او اصلاحي لیکنو لپاره زمونږ فیسبوک پاڼه page ډاکټر حنیف طبی معلومات لائیک Like کئ .

وټساپ :
078 806 9313

ډاکټر حنیف طبی معلومات

07 May, 01:05


⭕️ د ویټامینونو کمي بدن کې کومې ناروغۍ رامنځته کوي ؟

🩺 په بدن کې د ویټامینونو پوره کولو لپاره هر ډوله خوراک کول مهم دي . که د پرهیز پر وخت څوک یو ډول خواړه خوري او له نورو ځان ساتي ، پر بدن منفي اغیز کوي او د نورو ویټامینونو کمښت سره مخ کیlېږي چې په بدن کې یو شمېر نورې ناروغۍ رامنځته کوي .

🩺 دلته د بدن هغه نښې او درملنه یې ذکر کوو چې له ورایه ترې د ویټامین کمی ښکاري .

🩺 1 - د ویښتانو تویېدل : د ویښتانو تويېدل او جړیدل بدن کې د ویټامین B7 نښه ده ، پخپلو خوړو کې بادام او خوټولي معنی جوش آلوګان شامل کړئ ، دا د ویټامن بي سیون کمي پوره کوي .

🩺 2 - د عضلاتو او بندونو درد : په عضلاتو او بندونو کې درد په بدن کې د کلسیم ، میګنیزیم او پوتاشیم کمي لامل دی ، دا منرالونه د خولې ( د بدن اوبه ) په وسیله له بدن څخه خارجیږي ، ددې پوره کولو لپاره کدو ، مڼه او کیلې غوره خواړه دي .

🩺 3 - د مخ دانې او حساسیت : پر مخ دانې راختل او یا حساسیت لرل د ویټامن B کمي نښه ده . بدن د نورو ویټامینونو لکه A-E او D ساتلو وړتیا لري خو د ویټامن بي پوره کولو لپاره باید اضافي کوښښ وکړل شي . ددې ویټامین پوره کولو لپاره آلو ، ځکمۍ غوښه ، پنیر ، بند ګوپي او شنه سابه ښه خواړه دي چې بدن کې ددغې ویټامین کمي پوره کولو کې مرسته کوي .

🩺 4 - په لاسونو او پښو کې دردونه : اکثره وخت د لاس بند یا مټ او پښه کې دردونه رامنځته کیږي ، ددې لامل بدن کې د ویټامین B12 او B6 کمښت دی . ددې ويټامینونو پوره کولو لپاره لوبیا ، دال ، دېته ورته خواړه ، چرګان او غوښه غوره خواړه دي .

🩺 - 5 د سترګو ژیړیدل : په سترګو کې ژیړوالی رامنځته کېدل هم د ویټامین B12 کمي نښه ده ، ددې پوره کولو لپاره د غوایي ځیګر ، غوښه خوړل او د شیدو څکل مرسته کوي .

🩺 6 - غاښونو ناروغي : په غاښونو کې یو شمېر ډوله ناروغۍ رامنځته کېدل بدن کې د ویټامین D کموالي نښه ده ، ددې لپاره د کلسیم ، فاسفورس Phosphorus او ویټامین ډي څخه ډک خواړه وخورئ ، لکه له شیدو څخه جوړ شوي خوراکونه ، وریجې او انګور . دغه خواړه مو د غاښونو یو شمېر ناروغیو څخه ژغوري .

🩺 7 - شونډه وتل / زخمي کېدل : د شونډو وتل یوه عامه ناروغي ده . په بدن کې د وسپنې کمښت دغه ناروغي رامنځته کوي ، ددې لپاره شنه سابه او نوره سبزي غوره خواړه دي ، همدا ډول لوبیا ، دال ، هګۍ او غوښه هم ددغه منرالونو کمي پوره کوي .

✍️ د یادونې وړ ده چې په بدن کې د ویټامین پوره کول د خوراک له لارې شونې دي ، که چیرې ستاسې خوراک سم او پوره وي ، او بیا هم یو له پورته ناروغیو سره مخ یئ نو پکار ده ډاکټر ته ورشئ او مکمله درملنه وکړئ !

📢 پورته معلومات نشر Share کئ . داسی نورو طبی او اسلامی معلوماتو لپاره زمونږ فیسبوک آیډی ډاکټر حنیف طبی معلومات لائیک Like کئ . مننه

🟢 وټساپ :
078 806 9313

1,104

subscribers

9

photos

1

videos