دبریـا رازونه ❤ @baryarazona Channel on Telegram

دبریـا رازونه

@baryarazona


له دي ادرسه تاسو ته ژوند، بريا، ارواپوهنې، کامیابۍ، پرمختګ، روغتیا، او إسلامي معلومات درته خپروو.








د اډمین سره رابطه@QudaRtullahBawary@ 🇦🇫

دبریـا رازونه ❤ (Pashto)

د دې چینل په عنوان کې د دبریـا رازونه د موضوعاتو په اړه پوه شوی کولو لپاره داسې موادونو او معلوماتو په ځانګړی شکل کې مرسته کولای شي. دا چینل د تصوراتو او پوهاندو د جمع کولو په اړه د لومړن تکنیکونو او معلوماتو په علاقو او له لګه ورته مرسته کېدای شي. دبریـا رازونه د سلامي, زنده, اروپايي، پرمختګ او راغت زیاتو موضوعاتو په اړه معلوماتو پر احساس کولای شي. د دروازه هم وټاکېدو تاسو کولای شي که دا چینل د تصویر او ویډیو کمپانيونو وړاندې، پرمختګ او روغتیا، په خصوصي سفر کولو او د اسلامونو پر اوسېدونو له لاره داسې په اړه معلومات پرمختګ رسوي. د دبریـا رازونه چینل د ادمین سره په اړه مرسته کولو لپاره د رابطې پته موندلای شي: @QudaRtullahBawary 🇦🇫

دبریـا رازونه

10 Jan, 13:18


🖋رسول الله ﷺ فرمایلي دي:📖

"کله چې بنده ووايي: (یَا رَبِّ لَکَ الحَمْدُ
کَمَا یَنْبَغِي لِجَلَالِ وَجْهِكَ وَعَظِيمِ سُلْطَانِكَ)،

نو ملائکې عاجزي کوي او وایي: موږ
نه شو کولای چې د دې دعا ثواب ولیکو."

ملایکو ته اللّٰه ج وفرمايل چې زه به دغه بنده ته دقیامت په ورځ په خپله د دغې دوعا ثواب ورکوم سبحان الله څومره مهربانه ربه لرو❤️

🍁(سنن ابن ماجه: 3801)🍁


❤️😘

دبریـا رازونه

10 Dec, 06:21


۱ روغ صحت هر څه دي.
۲ کله دې چې خپله ژبه او زړه پخپل واک کې سوه پوه سه چې بريالي سوی.
۳ له چا څخه چی حیا ولاړه خوشحالی یی ولاړه.
۴ هغه څوک چې عقل يې زيات وي د هغوی غمونه هم زيات.
۵ کنجوس انسان هميشه فقير وى.
۶ د انسان د ښه توب او غوره والي ریښه نرمي او ښه اخلاق دي.
۷ انسان تر خپل طبيعت ټولنيز انصاف ته همیش غاړه ږدي.
۸ درواغ د ټولو ګناهونو سرچینه ده.
۹ همیش پر خپل نصیب تکیه کوه، د بل پر هستی بغض مکوه.
۱۰ همیش ښه ګومان کوه ځکه چي دا یو ډول د خوښی موندولو لار ده او په خګلو کي د میني او محبت څښتن به يي.


> ♡ㅤ ❍ㅤ ⎙ㅤ ⌲
ˡᶦᵏᵉ ᶜᵒᵐᵐᵉⁿᵗ ˢᵃᵛᵉ ˢʰᵃʳᵉ

📢 که مو لیکنه لوستلی وي ، لائیک Like او نشر Share کئ . مننه`

دبریـا رازونه

07 Dec, 06:20


سهارنۍ دعا

دبریـا رازونه

22 Jun, 03:12


اصیل او رښتینی دوست
که هر څومره کمزوری هم شي،
هیڅ کله مو نه غورځوي یا نه پریږدې!!






💌🥰❤️

دبریـا رازونه

22 Jun, 03:12


د ګټو په اساس د اړیکو جوړول
د کمزورو خلکو نښه ده..!!

دبریـا رازونه

20 Jun, 10:46


دَ نفس دَ اصلاح لپاره څلور اصول!!!

1- مشارطه :
دَ خپل ځان سره شرط ولګوه چې ګناه به نکوم!

2- مراقبه :
ایا ګناه خو به مې نه وي کړې؟

3- محاسبه :
له خپل ځان سره حساب وکړه چې څومره گناه مې کړې او څومره نېکي؟

4- مواخذه :
که نفس مو په ورځ کې کومه نافرماني کړې وي ، هغه ته سزا ورکړه ، او سزا دا ده چې په هغه باندې د عبادت بوج واچوه .

امام غزالی رحمة اللّٰه علیه






😌💧🌈

دبریـا رازونه

20 Jun, 10:32


ټول دردمن يو
ځينې بېکاري ژړوي
ځيني د اولاد خوږ او درد
ځينې د ناروغۍ په درد اخته دي
ځينې په جېب کې د سبا د ازوغ مايه نه لري
ځينې پوروړي دي او ځينې د وطن او وطنوالو بېوسي ژاړي.

ربه! موږ ټول له دردونو خلاص کړه!












🌸❤️

دبریـا رازونه

18 Jun, 09:59


د نیکمرغه لوی اختر مبارکي تاسو او ستاسو کورنۍ ته وړاندي کوم
الله ج مو عبادات او قربانیانی په خپل دربار کي مقبول وګرځوي
دا اختر دی  رب ج د سولي امن او خوښي اختر وګرځوي او خدای ج دي مو د هر ډول پيښو او بد امنیو څخه وساتي ...




🌸🍂💐

دبریـا رازونه

10 Jun, 03:09


🖋رسول الله ﷺ فرمایلي دي 📖

که څوک غواړئ چې دایمان په خوند پوه شي،
نــوهــغـه دي یوازې دالله تعالی د رضاء لـــپاره
دمسلمان سره محبت کوي.

🍁(مسند احمد۱۰۷۴۹)🍁


❤️😘

دبریـا رازونه

31 May, 02:29


🖋رسول الله ﷺ فرمایلي دي📖

که مو په ریښتینې توګه پر الله ﷻتوکل وکړ!
نو داسې رزق به درکړي لکه مرغان چې سهار
وږي ځي او ماښام ماړه راځي!

🍁(رواه ابن ماجه: ۴۱۶۴)
🍁

❤️😘

دبریـا رازونه

29 May, 03:18


🖋️رسول الله ﷺ فرمایلي دي 📖

مَنْ قَامَ لَيْلَةَ الْقَدْرِ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ. متفق علیه

ژباړه: څوک چي د قدر په شپه د ايمان سره د ثواب په نيت عبادت وکړي الله جل جلاله به مخکني ټول ګناهونه وروبخښي.


یا الله ج دا دبراکت شپه دهر مسلمان په نصیب کړی امین🤲🏻

دبریـا رازونه

03 May, 05:27


يو مسکين ځوان يوې کورنۍ ته د نکاح په موخه مرکه وکړه ، د هغوي خوښه نه سوه ، بيا يو شتمن فاسق ځوان مرکه ورته وکړه ، د دوي خوښه سوه ، ویل ! الله به هدايت ورته وکړي .
د هغه مسکين ځوان په باره کي دی ولي نه ويل چي الله به رزق ورکړي ؟
آيا هغه ذات چي (هدايت کوونکی) دی هم هغه ذات (رزق ورکونکی) نه دی؟
څه یوه منافقه نړۍ ده 😢







🍂😢

دبریـا رازونه

14 Mar, 08:15


چا چې یو ځل خیانت درسره وکړ، زر وارې هم درسره کوي؛ اړینه نه ده چې د سمندر  ټولې اوبه ددې لپاره وڅکئ چې مالګینې دي که نه.

❤️❤️❤️

دبریـا رازونه

14 Mar, 08:15


په دنيا کې تر ټولو خطرناکه ناروغي انديښنه او خفګان دى، د دې ناروغۍ لپاره تر ټولو ښه نسخه ځان خوشاله ساتل دي او د ځان د خوشالۍ ښه لاره قناعت کول دي.


🌸💐🖇

دبریـا رازونه

11 Mar, 08:56


ځيني خلګ د ځان وژني جرأت لري، لیکن د ژوند کولو جرأت نلري.









🧠👀

دبریـا رازونه

11 Mar, 08:50


ژوند د هغه رود (سیند) په ډول دی چي همیشه مخ پر وړاندي روان وي،  او هیڅکله یې اوبه در یوه پله لاندي دوهم واري نه تیریږي،
ولاړ سه او د کامیابی خواته حرکت وکړه،ځکه کوښښ هیڅلکه نه بي نتیجي کیږي،
نوټ: په ژوند کي باید د هري موقع څخه استفاده وسي، ځکه چي دوهم ځل موقع بیا نه برابریږي.

دبریـا رازونه

11 Mar, 08:50


څــومره چی دی جیب خالی سـی مخامخ مخــونه به بدلـــېږی
دادنــیا دســتور دی
دومــره اندېښنې ته اړتــیا نــسته
وخانده☺️

دبریـا رازونه

11 Mar, 04:51


🖋رسول الله ﷺ فرمایي📖

مسلمان بنده چې کله د الله د رضا لپاره پر لمانځه ودرېږي، نو ګناهونه یې داسې رژېږي لکه د ونې څخه چې پاڼې رژېږي.

🍁(صحيح الترغيب ٣٨٢)🍁

دبریـا رازونه

10 Mar, 14:58


د يو پلار 32 نصيحتونه خپل اولاد ته.....

1. د سګرټ څکولو څخه ځان ساته.
.
2 – د ښځی په انتخاب کي د ډېر احتیاط څخه کار واخله؛
. ځکه چې ښځه ۹۰٪ ستا د خوښۍ او خفګان مسولیت لري.
.
3. ارځانه سامان(بې کيفيته) مه اخله.
.
4 – خپل بچيان څنګه چې دوی دي اومنه نه هغسې چې ته یې غواړئ.
.
5. د نيوکو په ځواب کې خپل وخت مه ضایع کوه.
.
6. په هيڅ سياسي باور مه کوئ.
.
7 – خپل کار تر هغی پوری مه پريږده تر څو چې دې بل پیدا کړي نه وي.
8. کله چې د ملګري موټر امانت راوخلي، د تسليميدو وخت کې یې بیرته ورته د تیلو ډک کړه.
9 – موبایل فون ته اجازه مه ورکوه چې ستا دژوند ښکلي شیبې وخورئ، ځکه هغه ستاسو د اسانتیا لپاره دي نه د ځان لپاره.
10 – هیچا ته باید پیسې ورنکړي مخکې له دېنه چې خپل کار ترسره کړي.
11 – د هغو کسانو سره چې ستا څخه زيات مالدار وي يا ستا څخه ډیر زیات بې وزله وي د مادياتو په اړه بحث مه کوه.
12- خپل ملګرو ته د پیسو دپور ورکولو دمخه معلومات وکړه داسې نه چې دواړه له لاسه ورکړی.
13 – د میاشتنی معاش د ارزښت په اړه پوښتنه مه کوه.
14- کله چې غواړئ یو کور واخلئ د ځای ګاونډی او اوبو پوښتنه يې وکړه.
15 – کله چې تاسو د خپل ځان لپاره مناسبه دنده پیدا کړه، او خوبونه مو رښتيا شو، د معاش په غم کې مه اوسه ځکه که تا خپل مسووليت ادا کړ پيسې خپله رازی.
16 – په حافظې باور مه کوه، هر څه په کاغذ باندې ولیکه.
17- ستا سزا بايد د هغه کار لپاره مناسبه وې چې ستا بچيانو سرته رسولي دی.
18- یوازې هغه کسانو ته پیسې پور ورکړه چې ته باور لري چې د غوښتنې پرته یې بیرته درکوي.
19 – هرڅوک ستاینه غواړي، د هیچا څخه مه سپموه.
20 – په یاد ولره چې ریښتینې بیه هغه نه ده کومه چې په توکو لیکل کیږي، مګر هغه ده چې ستا د جيب لپاره مناسبه ده.
21. د خپلو ماشومانو د هیڅ غلط چلند څخه سترګې مه پټوه، ځکه دهغوي روزنه ستا مسووليت دی.
22. په شخړو کې، په یاد ولرئ چې د خپلو حقوقو لپاره خپل اخلاق له لاسه ورنکړي.
23 – خپل معلومات شریک کړه، شاوخوا خلکو ته درس ورکړه، ځکه دا د امر کولو لپاره یوازیني ښه لاره ده.
24. خپل شخصي او مالي معلومات مه ښکاره کوه، مګر دضرورت مطابق.
25. کله چې تاسو د خپل ملګري په هکله ښه خبره واوريده، هغه خبر کړه.
26- که د سبا ورځ لیوالتیا لرئ، د نن شپې په خوب کې ځنډ مه کوه.
27 – که هغه څوک چې تاسو سره یې ناوړه چلند کړی دی خجالته کوي د هغه د بچيانو سره ښه رويه وکړه.
28 – هغه چا سره واده وکړه چې تاسره په اقتصادي او ټولنیز کچه برابره وي یا لږ ټېټه.
29. که دوه ځله يو شئ د چا نه امانت واخلي، نو بیا دې ضرورت دی، دځان لپاره خپل واخله.
30- کله چې ستا اطاق ته مشر څوک درغي نو د احترام لپاره ورته اودرېږه.
31 – کله چې هر څوک خاموش وي، پاڅه او خپل نظر څرګند کړه.
32- هره ورځ نیم ساعت په خپو ګرځه.


🌸🍂🍁

دبریـا رازونه

08 Mar, 14:41


صالحه ښځه څه ځانګړتياوي لري؟

ورځنى حديث

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: مؤمن د تقوا څخه وروسته تر دغه غوره شی لاس ته نه دی راوړی چي دی صالحه ښځه ولري. داسي صالحه ښځه چي دی امر ورته وکړي او دا يې اطاعت کوي او چي دی خپلي ښځې ته وګوري دا يې خوشحاله کوي او چی دی خپلي ښځې ته قسم ورکړي نو دا قسم نه پر اړوي او چی کله دی ځني غايب سي (په سفر ولاړ سي) نو دده ښځه هم په خپل ځان کي او هم دده په مال کي خيانت نه ورسره کوي (هم د خپل ځان او هم د خاوند د مال حفاظت کوي). رواه ابن ماجه

#څاڅکۍ

دبریـا رازونه

06 Mar, 11:44


میړه / خاوند هغه وخت پیژندل کیږي کله چې میرمن یې ناروغه وي .

#څاڅکۍ


🌸🖇💐

دبریـا رازونه

06 Mar, 11:43


ښځه هغه وخت پیژندل کیږي کله چې میړه غریب وي .

#څاڅکۍ
🍁🖇🕊

دبریـا رازونه

06 Mar, 11:43


وروڼه هغه وخت پیژندل کیږي کله چې د پلار پاتي مال میراث تقسیم شي .

#څاڅکۍ

❤️‍🩹🍁💐

2,477

subscribers

171

photos

14

videos