قومندان په دوړو پټ په سوفه ناست دی
له راسته لاسه یې سرې وينې بهیږي
درد هم شته، خو دی په دې فکر کې ډوب دی
بې تورزن لاسه به څنګه نور جنګيږي؟
قومندان دوه شپېته کاله راتېر کړي
په هجرت، په هتکړو کې په جګړو کې
د ایمان په زور یې هر آزمون مات کړی
د سندان غوندې پوخ شوی ګوزارو کې
نن ټپي دی، نن ترې ګرمه وینه څاڅي
بې وسلې دی، تنهایي ده، کلابند دی
مګر بیا هم څوک نږدې نه شي ورتللای
که هر څو لکه زمری په جال کې بند دی
صهيوني لښکريان لور په لور خزه دي
فولادي ټانګونه هره خوا غوریږي
جرأت نشته په هیچا کې چې ورمخ شي
له ناکامه، کوچنی ډرون ورلېږل کیږي
درد نيولی قومندان چې ډرون ته ګوري
ورته وایي: ته لا څه یې؟ دلته څه کړې
ها اصلی بدي داران دې شي رامخکې
تښته! ځان به په پردي جنګ کې لمبه کړې
ډرون بُنګيږي ورته وایي زه جاسوس يم
رالېږلی یمه، ستا بدي دارانو
مګر ته راته شناخته غوندې معلوم شوې
راته ښکاري له ټولۍ د مسلمانو
زه هم تاسو نه پردی نه یم، خو های چې!
اوس مې واک د بل لاسو ته دی لوېدلی
زه د علم د حکمت وروستی مولود یم
زما زړی ستا اسلافو دی کرلی
زه د هغه علم جوړ یم، مؤسس چې ــ
ــ یې جابر بن حیان، ابن هیثم دی
خوارزمي، البيروني چې دی پاللی
د کِندي او ادريسي په نُسخو تم دی
د عربو د رېګزارو فارِسان چې
د نړۍ په لر او بر باندې خپاره شول
ورسره شوه هم په دين نړۍ روښانه
هم هر ځای د تمدن زړي راشنه شول
ها غازيان چې د طارق له ابنا تېر شول
اروپا ته ښکلی دين یې و راوړی
تمدن، ساینس او حکمت هم ورسره و
له علومو ډک خورجين یې و راوړی
د علومو څراغ بل شو اندلس کې
راز او رمز د طبيعت په لوڅېدو شو
د حکمت، د عناصرو علوم دود شول
یو عجيب نوی جهان په کشفېدو شو
لکه شرق چې د علومو خزانه وه
په ديني او دنيوي حساب رهبر و
د یورپ په منځنو تیاره پېړیو
اندلس نه په ختو د علم لمر و
ها نهال چې تاسو کېښود اندلس کې
درنه پاتې شو همالته، بيا مو هېر کړ
ها چې تاسو وې د زړه وينې ورکړې
دښمن خپل کړلو او لاس یې پرې راتېر کړ
غرب هماغو فارمولو ته وده ورکړه
ګاليله و، که جيمز واټ و، که نيوټن و
د طوسي، د زهراوي په پلونو تلل، خو
دغه وخت تاسو پرې ایښی دغه فن و
نن چې غرب په ټول جهان باندې خاني کړي
ستا له لاس لویدلې توره یې ده لاس کې
دا سورسترګی ما ته ډېر ښه رامعلوم دی
بې له دې يې نشه نشته په ګیلاس کې
قومندان لرګي ته لاس کړل ډرون ته وایي
ځغله! ته اوس دلته چا ته لارې ښایې؟
ورشه! مړ امت له خوبه رابيدار کړه
دلته څه کړې چې دردمنو ته لګيا یې
څه چې وايې واړه سم دي مګر واوره!
تنها توره هم کافي نه ده په جنګ کې
ايمان غواړي، عزم غواړي، احساس غواړي
توره بې عزمه ده اوسپنه په څنګ کې
د الوت لپاره دوه وزر په کار دي
هم ايمان او هم کمان به درسره وي
د دنيا کار د دنيا په تدبير کیږي
خو رڼا د پاک قرآن به درسره وي
حيف، چې نن چا په ايمان منګولې ایښي
ځينو ځينو یې کمان دی غورځولی
ځينو نورو په کمان ايمان راوړی
له سينو یې حق ايمان دی غورځولی
قومندان کرار کرار له جوشه لويږي
غږ يې ټيټ خو د زړګي دربی یې لوړ دی
اراده يې د صخرې غوندې پړکا، کا
که هر څو يې ځان په خاورو باندې خړ دی
قاری عبد الستار سعید صاحب
۳۰/۷/۱۴۰۳ هـ ش
کابل
#السنوار