Success/بریا

@sssssssssscc


له بریا وروسته تر ټولو خوندور احساس، ستاسو د دوښمنانو چوپتیا ده.

(https://t.me/sssssssssscc)

https://t.me/dndbdbhb

Success/بریا

18 Oct, 08:25


د جمعه مبارکه ورځ ده لیږ وخت وروسته به لمونځونه کیږي، نو هیله کړو چې د امت مجاهدین،شهیدان، علماء، یتمان، کونډې، فقران، قرضداره، مریضان او محتاجین په نیکو دعاګانو کې مه هیروئ.

خصوصې دعاګانې د غزې مظلمانو ته کوي.

الله تعالیﷻ دی ستاسو ټولو شرعي حجتونه پوره کړه

Success/بریا

17 Oct, 17:41


زمونږ ځینې مــبـارزین د شهرت ترلاسه کولو لپاره د امت منارونه نړوي او د اقـصی دافعین شـهیـدانوي.
😥
حـماس چپ دی، خو دی د هغوی ترجماني کوي.

Success/بریا

16 Oct, 14:14


مه پریږدئ چي ماشومان او اولادونه مو غربي سټايل او غربي تمدن خپل کړي، د هغوی د نجات ذريعه جوړ شئ، نه د هلاکت.!!!

Success/بریا

16 Oct, 14:08


ځوانانو خپلي ارادي مو ځواکمني، عقیده مو فولادي، او عزم مو ځوان ساتئ، تر څو د غرب هیڅ طوفان مو په خپلو ګردونو کي راښکیل نکړې.!

Success/بریا

13 Oct, 15:41


ما ډېر شتمن خلک ولیدل چې په کرایه موټرو کې ګرځېدل، ښه پاخه مئینان مې ولیدل خو هېڅ سټوري یې نه اېښودهٔ، تر ټولو سخي خلک مې ولیدل مګر هېچا نه پېژندل، ډېر ژمن ملګري مې ولیدل چې هېڅکله یې د ملګرتیا اظهار/تمثیل نه و کړی، د هېڅ شي په ظاهر مه تېروځئ، واقعي شیان اکثراً نه ښکاري..

Success/بریا

13 Oct, 15:38


د ملګری توب اُصل
معاذ بن جبل رضي الله عنه وايي
که ته (د الله لپاره) کوم دوست يا ملګری لرې نو د هغه په هکله د هيڅ چا بې ځایه خبره مه اوره.
ځکه؛ ښايي هماغه يوه خبره ستا او د ملګري ترمنځ بېلتون یا خفګان رامنځته کړي"

Success/بریا

25 Sep, 01:35


کومه توره شپه چي تاسو په تهجد لمانځه سره روښانه کړی، باور اوکی ټوله ورځ به مو په خوشحالي او آرامي کي تیره شي.!

Success/بریا

23 Sep, 02:32


فکرونه به هله د اصلاح لار مومي چي کله په اسلامي روش باندي پرمخ ولاړسي.!!

Success/بریا

22 Sep, 04:44


په سهار کې یوه ورځپاڼه په ٢٠ افغانۍ وي؛ خو ماښام یا سبا بيا همدا ورځپاڼه د وزن په اساس کیلو په ٢٠ افغانۍ وي. نو دا مانا چې اصل قیمت د توکو نه وي؛ بلکې د وخت وي.
انسان هم د وخت له مخې خپل قیمت لري؛ که په خپل وخت کې یې ځانته لوړ قیمت ټاکلی وي؛ د وخت له تېرېدو وروسته به يې هغه ټيټ قیمت هم ارزښتمن وي. ژوند هر انسان ته دا فرصت ورکوي، چې خپل وخت ته قیمت وټاکي؛ بریالی هماغه څوک دی، چې خپل نوبت کې ځان ارزښتمن کړي او خپل قیمت لوړ کړي.
فرصت ته مو انتظار وکړئ! او که فرصت درکړل شوی وي؛ اعظمي ګټه ترې پورته کړه.
#خبره

Success/بریا

21 Sep, 14:41


په عقیده مين خلګ باید خپل ځانونه لکه دغه کوچيني حیوانات د خپلي عقیدي لپاره قرباني کړي.!!!

Success/بریا

19 Sep, 13:06


د مجازي يا د ليرې او اوږد واټڼ اړيکو عمده ستونزې دا دي؛ مثلآ ته يې اوس غيږې ته اړتيا لرې، خو هغه وجود نه لري، غواړې زنګ ور ووهې او ورته ووايې چې پنځه دقيقې بعد دې څنګ ته درپسې درځم، خو هغه وجود نه لري، غواړې ترمنځ اختلافات او خپګانونه مو له نږدې حل کړئ، خو هغه وجود نه لري، غواړې هره شيبه يې ښکل کړې، خو هغه وجود نه لري.
«د ليرې يا اوږد واټڼ اړيکې يعنې؛ لکه د وجود نيمه ټوټه مو په بل ځای کې وي.»

Success/بریا

18 Sep, 13:46


په ځواني کي ډير عبادت اوکئ، ځکه که چرته مو په بوډاتوب کي عبادت په طاقت نه وو، الله تعالی درته ددځواني د عبادت ثواب لیکي.!

Success/بریا

15 Sep, 19:04


کله چې ما د هغې لاسونه ونیول
په خندا یې وويل:
گرم لاسونه د وفا نښه وي.
ددې په اورېدو دومره خوشحاله شوم چې آن ما دا هم هېر کړل چې د هغه لاسونه څومره یخ وو.

Success/بریا

13 Sep, 06:22


په نړۍ کې تر ټولو بد، او ناوړه سوالګر د مینې سوالګر دی.



تعلیم_پرمختګ_دی

Success/بریا

10 Sep, 02:31


کله چې پروردگارﷻچاته د خیر اراده وکړي، نو په رسول اللهﷺ د درود ويلو توفیق ورنصیب کوي.
بستان الواعظين ج1 ص 200
اللهم صل وسلم علی سیدنا محمد واله وصحبه اجمعين.

Success/بریا

03 Sep, 15:10


زموږ ځيني ځوانان خپله ځواني په لاوبالي او بي شعوري کي تیروي، او د خپلي ځواني اصلي مسئولیت نه ادا کوي.!

Success/بریا

11 Aug, 14:08


ماشومان هغه څه نه کوي چې ورته وایئ یې، بلکې هغه څه کوي چې تاسو یې کوئ، یانې تقلید کوي؛ که د خپلو ماشومانو راتلونکی مو روښانه غواړئ، نو تل کوښښ وکړئ، چې د خپلو ماشومانو مخکې ښې کړنې وکړئ، هغوئ ته وخت ورکړئ، چې خپل نظرونه شریک کړي، له خپلو ماشومانو سره د یو کار په تر سره کولو کې مشوره وکړئ، په دې سره د ماشوم خپل ځان او عزت نفس ته په احترام قایلېږي، کله چې یو ماشوم د ماشومتوب له دورې، خپل عزت نفس ته په احترام قایل شي؛ نو دا ماشوم به د راتلونکی ژوند په ټولو چارو کې بریالی وي، بدبختانه زموږ ټولنه کې دا چاره ډېره ګړندۍ روانه ده، په خپلو لاسونو د ماشومانو وړتیا، په ځان باور او عزت نفس کمزوری کوو، همدا ماشومان د راتلونکي رهبران جوړېږي، هیله ده روحیه یې مه ځپئ بلکې لا مثبته روحیه ورکړئ.

Success/بریا

11 Aug, 14:07


په ناوخته رسېدو سره ناکامي نه راځي. ښايي دا د دې مانا ولري چې تاسو د یو لوی پیل لپاره چمتووالی نیسئ.

Success/بریا

11 Aug, 14:07


یو خو هغه ځوان واللهی که یا د دین شي یا د دنیا
چې شپه او ورځ په مجلسونو کې دخیل وي چې هروخت یې ګورې دده مجلسونه به نه تمامیږي...

دا دومره بیځایه خبرې او عبث مجالس دومره مضر دي
چې د انسان تر ټولو قیمتي برخه خوري لکه (وخت)
اصلا څوک په ځان نه پوهیږې
چئ څونره زیات عمر یې دې بیځایه مجالسو ضایع کړی دی.
نه به کار لري
نه به علم لري
نه به یوه لاسته راوړنه لري
نه به د خپل راتلونکي په اړه کوم پلان او برنامه لري
همداسې په مفتو کې به عمر پرې تېر شي، او په بوډاتوب کې به یې د کور زنانه و سره جنګونه نه خلاصیږي...!!

#عقابون

Success/بریا

11 Aug, 14:06


د نن خبره:
نن هغه سبا دى، چې مونږ يې پرون په تمه وو.
ډېر کارونه مو په دې بهانه
پريښودل،
چې ځه سبا به يې تر سره کړو، خو نن چې هماغه.
سبا رارسېدلى، د يو بل سبا په اميد پښې غځوو.
سبا هغه کلمه ده،
چې زمونږ.
دډېرو ارمانونو په وړاندې خنډ ګرځېدلې او مونږ يې د لټۍ په بسترو پورې سريښ کړي يو.