"داسې ژوند وکړئ" کتاب څخه څو کرښې!!
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
• ښايي ټول خلک باور درباندې ولري، خو د یوه باور هم تر هغه نه دی مهم، څو چې تاسې پر ځان باور ونه لری.
• هېڅکله مه تسلیمېږئ؛ تاریخ تل د هغه چا په اړه خبرې کوي چې هېڅ وخت نه دي تسلیم شوي.
• هېڅکله مو ځان له نورو سره مه پرتله کوئ، لمر او سپوږمۍ له یو بل سره هېڅ د پرتلې وړ نه دي، هر یو په خپل وخت ځلېږي.
• که دا فکر کوی چې«د خوشاله ژوند لپاره دلیل ستاسو له وجود څخه بهر دی» هېڅکله به هم د ښه ژوند خاوند نه شی.
• دا په یاد لرئ؛ «ستوري پرته له تیارو نه ځلېږي».
• که غواړی چې غرونه بې ځایه کړی، نو له کوچنیو شګو یې پیل کړئ.
• ځینې وخت باید ماشوم شی، ماشوم کېدل د وړکتوب په مانا نه دي، ماشومتوب یانې«له ژوند څخه خوند اخیستل».
• دا مه هېروئ؛ «ښه ژوند کول له هغو خلکو ښه انتقام دی چې د ښه ژوند کولو لیاقت نه لري».
• دوام ورکړئ؛ تر هغه مو له خپلو موخو مه په شا کېږئ، څو چې ورته رسېدلي نه یی.
• فقط هڅه وکړئ، هېڅکله پر چانس باور مه کوئ.
• پر دې باور ولرئ؛ «هغه څه چې په لاس راوړی، تر هغو دوه برابره غوره دي چې په بدل کې مو له لاسه ورکړي دي».
• د خپلو موخو لپاره مو وجنګېږئ، وجنګېږئ، وجنګېږئ.... که اړتیا وه بیا هم وجنګېږئ، تر هغه چې خپلو موخو ته نه یی رسېدلي.
• هېڅکله د هغه چا دوستي او ملګري مه کوئ چې تر تاسو غوره نه وي.
• د هر بریالي شخص تر شا د کلونو ناکامۍ دي، مه ناهیلی کېږئ، حرکت ته مو دوام ورکړئ.
• پام مو وي؛ ښايي د تاسو په اړه د خلکو خبرې جالبې وي، خو مهمې نه وي، ارزښت مه ورکوئ.
• کله چې وایی نور نه کیږي او پر ځمکه ځان خطا کوی، دا ووایئ: «دا هغه شېبې دي چې خلک پکې بریالي کېږي».
• د هغو کسانو پر ضد هڅه او سخت کار وکړئ چې غواړي ماتې مو وګوري.
• جرئت وکړئ چې متفاوت و اوسی، ژوند تر هغه ډېر کم دی چې وخت په تکراري شیانو او تقلید تېر کړی.
• دا مه هېروئ؛ «که پر ځان تمرکز وکړی، تاسې لویېږی؛ که پر ستونزو تمرکز وکړی، ستونزې مو لویېږي».
• په یاد یې لرئ؛ که پنځه داسې ملګري لری چې بریالي نه دي، نو شپږم ناکام ملګری یې تاسو یاستی.
ژباړن: حسیب نورمل