پښتو شعرونه

@pashto_love


دلته ستاسو لپاره شعرونه، لیکنې، لنډې کیسې، پندونه، ټپې او په زړه پورې معلومات د پښتو په خوږه ژبه خپرېږي

هیله کوم د ملتيا تر څنګ مو له نورو ملګرو سره شریک کړئ🔝
🇦🇫

🔄 شخصی رابطه 🔄

⬇️د چټ گروپ لینک⬇️
@Pashto_Afgh

پښتو شعرونه

22 Oct, 04:15


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د اسلامي دين ښیګري او فايدي

د اسلامي دين بله ګټه دا ده چې له ناکاره او بدو خبرو او بد زبانی نه خلک منع كوي،

نبي كريم صلى الله عليه وسلم فرمايي: «لَيْسَ الْمُؤْمِنُ بِالطَّعَانِ، وَلَا اللَّعَانِ، وَلَا
بِالْفَاحِشِ، وَلَا بِالْبَذِي». [١٩٧٧]

ژباړه مومن انسان په خلکو عيب نه لګوي او نه لعنت ويونکي وي،او نه کنځلمار وي او نه بي حياء وي.
ـــــــــــــــــــ
(۲)برخه

پښتو شعرونه

21 Oct, 09:45


اکثره وخت موږ خپله د ځان لپاره هغه خنډونه پیدا کوو چې موږ له آزاد فکر کولو او عمل کولو څخه راګرځوي. دا زموږ د داخلي ویرې، شک او محدود فکر له امله وي.
په لنډو ټکو کې، موږ اکثره د خپل جوړ سوي قید په زنځیرونو کې بند پاتې یو.
یاد ولرئ، هېڅکله خپل محدودیتونه پخپله مه ټاکئ، ځکه تر ټولو لویه قید ذهني قید وي.

#ډاکټر_سعدي
#ژباړه_ډاکټر_خالد_سیدزاده


ــــــﮩ۸ــ
🌹ــ۸ـﮩـــــ :)❤️

خــــــالـٰٖٖٖٖٖٜ۬ـٰٰٖٖٖٖٜ۬ـٰٰٰٖٖٖٜ۬ـٰٰٰٰٖٖٜ۬ـٰٰٰٰٰٖٜ۬د
⭐️

💚❤️🖤🇦🇫
@PASHTO_LOVE
💚❤️🖤🇦🇫

پښتو شعرونه

21 Oct, 03:33


هغه څوک چې د بې خوبۍ سره مخ وي باید څه وکړي؟

هغه څوک چې خوب کول ورته مشکل وسیږی او د بستری څخه یو خوا او بلی خوا ته ګرځي او را ګرځي او خوب نشي کولی باید دا کارونه وکړي.

(۱)-شرعی ذکرونه{ألَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ}[الرعد: ۲۸] په حقیقت کې د خدای په یاد سره زړونه آرامیږي.

(۲)-د ورځې په اوږدو کې دی خوب نه کوئ، پرته له دې چې بله لاره نه وي.{وَجَعَلْنَا النَّهَارَ مَعَاشًا}[النبأ۱۱]او ورځ مو په ژوند کې د هلو ځلو او هڅو وخت ګرځولی دی.

(۳)-د ویده کیدو پورې لوستل یا لیکل.{وَقُل رَّبِّ زِدْنِي عِلْمًا)[طه۱۱۴]او ووایه ای زما ربه زما علم زیات کړه.

(۴)-د ورځې په اوږدو کې د ګټورو شیانو په کولو سره بدن ستړی کول.{وَجَعَلَ النَّهَارَ نُشُورا}[الفرقان۴۹]او د کار او هلو ځلو په لور یې د منتشر کولو ورځ ټاکلې ده.

او دهغه شیانو لږ څښل چې د بې خوبۍ لامل ګرځي لکه چای او قهوه چې.

تفسير عون المنان جلد(۲۱)

پښتو شعرونه

20 Oct, 10:16


صداقت په معنا هغه څوک پوهیږی چې صداقت ولری!
د صداقت په قدر هغه څوک پوهیږی چې خیانت یې لیدلی وی

صداقت د هرې اړیکې هرې خبرې او د ژوند هر پړاو یوه مهمه برخه ده!
صداقت هغه څه انسان ته ورکوي چې د ژوند لذتونه پکې ټول وی
بیا هم وایم د صداقت په معنای هر څوک نه پوهیږی!!

پښتو شعرونه

20 Oct, 02:37


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د اسلامي دين ښیګري او فايدي

د اسلامي شريعت ګټه دا ده چې د مسلمانانو په عیبونو، شرمونو او ګناهونو باندې د پردې اچولو امر كوي،

نبي كريم صلى الله عليه وسلم فرمایي: وَمَنْ سَتَرَ مُسْلِمًا سَتَرَهُ اللهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ».[صحيح البخاري: ٢٤٤٢]

ژباړه: اوڅوک چې پر مسلمان پرده واچوي نو د قيامت په ورځ به پرې الله پرده واچوی

(۱)برخه

پښتو شعرونه

19 Oct, 03:33


ملکه مې راته وايي:
"پخوا به مې هر وخت ویل چې زه پرته له تا د هیچا حوصله نه لرم. خو اوس چې ګورم په حقیقت کې زه یوازې تا لرم. زه پرته له تا بل د هیڅه په اړه فکر نه‌کوم. زه غواړم چې پرته له تا هيڅوک او هيڅ شی ونه وینم او نه یې واورم. غواړم هر ځل چې هر چاته زنګ ووهم، يوازې او يوازې ته ځواب ورکړې. کله چې هر خوا مخ واړوم، تنها تا مې په وړاندې ووينم."

#Khan_Safi

پښتو شعرونه

16 Oct, 16:42


https://t.me/Sayedzada19/s/43

پښتو شعرونه

16 Oct, 03:09


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دبل په نسب کی طعن بیانول
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د بل په نسب کی طعن بيانول یوه کبیره ګناه ده او لوی جرم دی، بلکه اکثر په بهتان باندی مشتمل وی، او د الله په وړاندی دا بد ترین جرم دی.


الله جل جلاله فرمایی :( وَالَّذِينَ يُؤْذُوْنَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُّبِينًا)(الاحزاب: (٥٨).

او کوم خلک چه مومنانو سړو او مومنانو ښځو ته په غير د څه قصور نه ضرر رسوی، دوی بهتان تړی او دَ ښکاره ګناه بوج اوچتوی.

(۱)-په نسب کښي طعن بيانول د جاهليت د کارونو نه دی:

د ابو مالک الاشعرى رضى الله عنه نه روایت دی هغه فرمایی : رسول الله ﷺ به فرمایل : څلور کارونه زما په امت کی د جاهلیت د کارونو نه دی هغی لره نه پریدی، د خپل پلار په کارنامو فخر کول د بل په نسب کی طعن او عیب بیانول، په ستورو باندی د باران طلب کول او په مرے باندی ویر کونکی.
(اخرج مسلم،وابن ماجة:).


(۲)-د بل په نسب کښے طعن بيانول كفر دی:

د بل په نسب کی طعن بیانول دومره لویه ګناه ده چه ديته كفر ويل شوی دی او شریعت کی کله ډیری لوی ګناه ته هم کفر ویل کیږی.

د ابو هريرة رضى الله عنه نه روايت دى هغه فرمائی : رسول الله ﷺ فرمایلی دی : دوه کارونه زما په امت کی دی هغه کفر دی، یو د چا په نسب کی طعن بيانول او بل په مړی باندی ویر کول.
(رواه مسلم (۶۷)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دژیے عبادتونه او گناهونه

پښتو شعرونه

15 Oct, 14:42


اخر هم پښتو او پښتنو زما صحرا مړه کړله!

خدای مې بار ـ بار امتحان د صبر اخلي؛
د خلیل غوندې یې څو ځله قرباني کړم!!

مدرسې ته لاړم له مدرسې چې ووتم د پوهنتون په لور مې تکل وکړ را باندې ناوخته شوی هم و؛ خو
خدای خبر ولې زړه مې داسې ناخواله و خلق مې په ښار کې تنګ و دې وخت کې مې یو دوست زنګ وکړ راته یې ویل:
وه هلکه!
څنګه پوهنتون ته نه یې راغلی؟
ما وویل:
لږ ناوخته شو را روان یم!
خبره یې را غبرګه کړه:
مه راځه! موږ یو ساعت واخیسته نور ساعتونه خالي دي موږ هم راوځو!
ما وویل:
ډېره ښه ده زه ځم کور ته!
وه یې ویل:
لا خو د دوشنبې ورځ ده څنګه کور ته ځې؟
ما ورته وویل:
کور کې لږه مریضتیا ده او زړه مې سم تنګ دی!
څه یې و نه ویل همداسې یې زنګ قطع کړ زه هم را روان شوم زړه تنګون نخرې کولې موټر ته وښتم؛ او
د کور په لور مې حرکت وکړ.
ماښام اذان شروع و چې کور ته را ورسېدم د مور خوله مې له خندا ډکه وه؛ خو
زما خوله خندا ته نه جوړېدله!
مور مې وویل:
څنګه بې وخته راغلې؟
ما وویل:
ولې خپل کور ته نه شم راتللای؟
مور مې وویل:
نه ځویه!
ته پوهه نه شوې مطلب مې کله داسې په رسمي ورځو کې نه یې راغلی ځکه!
ما هېڅ و نه ویلی اودس مې وکړ او جومات ته لاړم.
چې لاړم لومړي دوه رکعاته رانه تېر شوي و مونځ مې وکړ او له جوماته ووتم.
کور ته چې راغلم ما وویل:
خوب راځي!
یو خورکۍ مې وویل:
لا خو سرې ماښام دی د هغوي له خاطره ور سره کیناستم.
د ماسخوتن له لمانځه وروسته ټول خپلو ـ خپلو خوب ځایونو ته لاړل زه هم لاړم او ځان مې واچوه!
پروت وم خو سترګې مې نه ور تللې سپوږمۍ هم د څو ورځو تېرېدو نیمه کړې وه؛ او
کله به یې ځان وریځو کې پټ کړ او کله به راښکاره شوله!
زه هم د سوچونو په دنیا کې ډوب وم او ټکی خوب نه راته.
شېبه په شېبه به مې ساعت ته کتل؛ خو
ثانیه ګر بیخي حرکت نه کوو.
زه هم همداسې پروت وم پوهه نه وم چې څومره وخت به تېر و دې وخت کې مې په موبایل زنګ راغی زړه مې بې واره ودرزېده ما وویل:
خدایه! خیر دې وخت کې به څوک وي!

چې زنګ مې پورته کړ یو چا په ژړغوني غږ خبرې کولې زما وارخطایي نوره هم ډېره شوله ما وویل:
ته ـ ته ـ ته څوک یې؟ او ژاړې ولې؟
همداسې یې ژړل وه یې ویل:
ما څه کوې چې هر څوک یم خو یو څه درته وایم چې څنګه یې درته ووایم هېڅ نه پوهېږم!
نېږدې و چې زما له خولې چغې ووځي نیمه شپه نابلده شماره او داسې کنایي خبرې!
وه یې ویل:
سکونه!
یو څه درته وایم خو ځان سمبال کړه بیا یې وویل:
زه د هغې ورور یم!
ما وویل:
زه پوه نه شوم د چا ورور؟
خبرې یې نختې ـ نختې کولې په ژړا کې یې وویل:
د بدبختې صحرا ورور!
ما وویل:
څه! څه! د صحرا ـ صحرا ورور!
وه یې ویل:
هو!
خو صحرا نوره په دې دنیا کې نه شته!
ما وویل:
څه؟ څه؟ صحرا نه شته؟
زما له خولې داسې چغې ووتلې چې ستونی مې وسوځېده هغه هم په چغو ـ چغو ژړل بیا یې وویل:
سکونه!
زما خبره واوره!
صحرا تاسره ډېره مینه لري!
ته خبر یې؟
هغه دا ډېره موده کېدله چې ناروغه وه چاته یې هېڅ نه ویل له واده وروسته هغه په مکمل ډول بدله شوې وه ژوندۍ وه؛ خو
د ژوندو نښې په کې نه وې!
زه په دې هر څه تېره ورځ پوهه شوم!
وړمه ورځ یې راته زنګ ووهه راته یې وویل:
زه خو ناروغه یم درتللی نه شم ته که لږ زموږ کور ته راشې ډېره به ښه وي!
ما وویل:
خیر خو به وي!؟
راته یې وویل:
کار در سره لرم ژر راشه!
وه یې ویل:
زه سمدستي ورغلم؛
چې ورغلم دا په خپله خونه کې پرته وه رنګ یې ژیر تختېدلی و سترګې یې مخ کې ننوتې وې ما چې ولیدله زړه مې ور باندې وسوځېده ور نېژدې شوم په سر مې ښکل کړه ورته مې وویل:
خورې! څه خبره ده؟ زه خو دې وارخطا کړم!
وه یې ویل:
هېڅ خبره نه ده غواړم یو څه درته ووایم؛ خو
اول راته قسم وکړه چې دا خبره به زما ستا او د خدای تر منځه وي!
وایي:
ما ورته وخندل او ورته مې وویل:
زما ستا او د خدای تر منځه به وي ووایه! څه خبره ده!؟
راته یې وویل:
زما په زړه کې د یو داسې انسان مینه ده چې تر ننه یې ما څهره نه ده لیدلې او نه هغه زما څهره لیدلې؛ خو
ولې زما په زړه کې د هغه هر یاد هره خاطره او هره خبره یو مقدسه تابلو لري!
زه له هغه سره ډېره مینه لرم!
تر ننه ما د هغه له هر یاد سره ژوند وکړ زه د هغه په خبرو تر ننه ژوندۍ یم هغه زما د وجود دننه د ځان له پاره د مینې داسې کور ودان کړی چې شتون یې زما د وجود له پاره ابادي او ژوند دی!
دی وایي:
سکونه!
زه دې ته حیران وم چې یو څوک ـ څوک وویني او بیا ور باندې میئنه شي دا خو سمه ده؛ خو
صحرا په نالیدلو له تاسره داسې مینه درلوده چې ......
دې سره ژړا واخیسته ـ واخیسته ...
بیا یې وویل:
صحرا راته ویلې:
وروره!
تر ننه ما ستاسې او د پلار د عزت ډېر خیال ساتلی تر ننه ما د ددغه بې انتهاء محبت اظهار سکون ته هم نه دی کړی؛ خو
نن دا هر څه تاته ځکه وایم چې پته نه لکي زه به سبا یم/ به نه یم!

پښتو شعرونه

15 Oct, 05:21


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دقضائی حاجت سنت (۳)آخره برخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۷)-په غسل خانه يا حمام کې دبولو څخه ځان ساتل:

د عبد الله بن مغفل رضى الله عنه څخه روایت دی چې نبی صلى الله عليه واله وسلم ددي څخه منع کړی ده چې يو
سړی دی په حمام کي بول وکړي،[اخرجه الترمذي وصححه الالباني في صحيح الجامع رقم / ٦٨١٥/]

نبي صلى الله عليه واله وسلم منع فرمایلی ده ددي نه چې يو سړي دی په غسل خانه کی بول وکړي[ابوداود /۲۸/ وصححه الالباني في صحيح ابي داود/٢٢/]

(۱۸)-په ولاړو اوبو کې متيازي نه کول:

د جابر رضی الله عنه نه روایت دی چې نبی صلى الله عليه واله وسلم منع فرمایلی ده ددی څخه چې یو سړی دی په ولاړو اوبو کې بول وکړي .[مسلم /۲۸۷/]

(۱۹)-) په ګودر کې دقضائی، حاجت څخه ځان ساتل:

دمعاذ رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلى الله عليه واله وسلم فرمايلي دي ددريو اسبابو دلعنت څخه ځان وساتئ په ګودر کی قضاء حاجت کول په عامه لاره او په سیوري کې[رواه ابوداود وابن ماجة حسنه الالباني]

(۲۰)-) داستنجا نه روسته لاس نه دبدبوی ختمولو لپاره لاس په ځمکه مږل:

ابوهريرة رضى الله عنه فرمائی: چې نبی علیه السلام چې کله به قضاء حاجت ته تلله ما به ورته په مشکیزه کی او به راوړی هغه به استنجاء اوکړه او بیا به یی لاس په ځمکه مسحه کړو،[النسائي]

(۲۱)-داستنجا نه روسته خپل لنگ پرتوګ ته پوګنه اوبه ورشیندل کول:

ابن عباس رضى الله عنهما فرمائی : چې رسول الله صلى الله عليه واله وسلم يو ځل اودس وکړو نو خپل پرتوګ ته یی پوګنه وکړه[اخرجه الداري /۷۱۱]

(۲۲)-دخپلو بولو څخه ځان ساتل:

نبی علیه السلام دوه کسان دقبر په عذاب لیدلی وو نو ویی فرمائل دی یو کس دخپلو بولو نه ځان نه ساتلو[البخاری]

(۲۳)-د بیت الخلا ، نه د راوتلو په وخت کې ((غُفْرَانَكَ)) ويل :یعنی یا الله دتانه مغفرت طلب کوو.

احمد ابوداود وصححه الحاكم وابن خزيمة والألباني في صحيح الجامع

(۲۴)-او دادعاء ویل

الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَذْهَبَ عَنِّي الْأَذَى وَعَافَانِي

ابن ماجة وصححه وكاني في السيل الجرار
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۳)=درس نور بیا اِنْ شَاءَاللّٰهُ

پښتو شعرونه

14 Oct, 03:06


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په خپل نسب فخر كول
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شریعت ددی بدترین عمل نه منع فرمایلی ده او ددی وجه داده چه دا عمل د انسان نه د تواضع بهترین صفت ختموی په انسان کی د تکبر صفت را ولی او ددی په وجه باندی بیا بنده د الله بندګان سپک ګنی او نسبی تفاوت ته د توجه ورکولو په وجه باندی دتقوی او د مینی نه انسان غافل کیږی.

(۱)-قرآن كريم او نسبونو ترمینځ تفاوت:

قرآن کریم مونږه ته په خپلو تعلیماتو کی داخبره رازده کوی چه د نسبونو ترمینځ تفاوت ته توجه مه ورکوی بلکه تفاوت او فرق او بهتری د تقوی به بنیاد باندی ده.ټول مسلمانان ورونه دی د ټولو مسلمانانو اصل يو آدم عليه السلام دی او هغه د خاوری نه پیدا دی نسبونه او قبیلی صرف د تعارف لپاره دی.

{يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ}[سورة الحجرات- آية (13)]

ای خلکو! مونږ تاسو د سړی او ښځی د ملاویدو نه پیدا کړی یی، او مونږ تاسو په قومونو او قبیلو کی ځکه ویشلی یی دی دپاره چه یو بل وپیژنی، بیشکه د الله په نیز په تاسو کی د ټولو نه زيات معزز هغه دی کوم چه د ټولو نه زيات پرهیزګار وی، بیشکه الله ډیر زیات پوهه د هر یو شئی خبر لرونکی دی.

(۲)-نبوي احاديث او د نسبونو ترمینځ تفاوت:

دغه شان احادیث د نبی ﷺ هم د نسب د تفاوت نه مونږه منع کوی او زمونږه توجه بنیادی مقصد ته راوړی چه هغه تقوی ده.

د ابو هريرة رضى الله عنه نه روایت دی هغه فرمائی : د رسول الله ﷺ نه پوښتنه وشوه چه په ټولو انسانانو کی عزتمند څوک دی ؟ هغه وفرمايل:د الله په وړاندی عزتمند هغه انسان دی چه هغه پدی خلکو کی ډیر تقوی دار دی.[(اخرجه البخاري: ٣٣٥٣).]

د ابو ذر رضی الله عنه نه روایت دی هغه فرمائی : نبی ﷺ هغه ته فرمایلی دی : خبر شه بیشکه ته د هیڅ سور او تور نه غوره نه یی مګر که ته د هغه نه په تقوی سره بهتر شی).[(اخرجه احمد: ٥، ١٥٨،]
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ژبی عبادتونه او ګناهونه

11,567

subscribers

1,997

photos

189

videos