ابوبکر خپلواک @afgwriter1 Channel on Telegram

ابوبکر خپلواک

@afgwriter1


کاتب الأفغاني.

ابوبکر خپلواک (Arabic)

هل تبحث عن مكان لتستمتع بقراءة أعمال أدبية رائعة؟ إذا كانت الإجابة نعم، فقناة "ابوبکر خپلواک" هي المكان المثالي لك! تأتي هذه القناة بعنوانها الفريد لتقديم مجموعة من أروع الأعمال الأدبية الأفغانية، حيث يمكنك الاستمتاع بقراءة قصص مشوقة وشعر ملهم ومقالات مفيدة. يقوم "ابوبکر خپلواک" بتقديم أعمال كاتب الأفغاني، الذي يتمتع بموهبة استثنائية في كتابة النصوص الأدبية التي تلامس القلوب وتثري العقول. فإذا كنت من عشاق الأدب الأفغاني أو تبحث عن تجربة جديدة ومميزة في عالم الكتابة، فعليك بالانضمام إلى قناة "ابوبکر خپلواک" اليوم وتجربة هذا العالم الساحر من الإبداع الأدبي الأفغاني. اكتشف المواهب المبدعة واسمع أصوات ملهمة، وتمتع بعبق التراث الأفغاني من خلال قناة "ابوبکر خپلواک" الرائعة!

ابوبکر خپلواک

14 Feb, 06:11


کال وړاندې مې لیکلي و

ابوبکر خپلواک

14 Feb, 06:09


‏په اسلام ځارېدنه د افغانانو یو منلی صفت دی، د امریکایي خرس په وړاندې د دریدونکو زلمو پلرونو په همدې میدان روسي درنده هم را څملولی. نن د پردیو اجنټانو د عبرت ورځ ده.
‎#دلو۲۶

ابوبکر خپلواک

14 Feb, 06:08


‏حلقه بګوشه غلامان دې د پردیو د بیا راتګ خوبونه هېڅ نه ویني، دلته پردی یقیني پردی او بېګانه دئ. فکر او جسم دواړو ته ئې د بیګانه په نظر کتل کیږي. د غرب او لودیځ سره مسلمانه دوښمني د افغانانو یو بل دیني وياړ دئ.
‎#دلو۲۶

ابوبکر خپلواک

14 Feb, 06:08


‏هغوي نامُراده دي چې خپل بری نن هم د غرب بغل کې ګوري. کیڼ اړخي نور د تاریخ یو تړلی او تور باب شول، دلته باطل تر هر نوم او لباس لاندې ناکام او مردود دئ. د ژمي دغه نن ورځ ثبوت او مثال ده.
‎#دلو۲۶

ابوبکر خپلواک

14 Feb, 06:08


‏اعتراف:
په افغانستان کې د شوروي ځواکونو ستر جنرال الکساندر ماياروف وايي: د افغانستان جګړه د شوروي اتحاد له خوا تر سره شوې وروستۍ جګړه ده، دا له هغو وروستیو ځان وژونکو ماینونو څخه یوه راوختله چې یو لوی دولت پرې والوت او دړې وړې شو.
‎#دلو۲۶

ابوبکر خپلواک

14 Feb, 06:08


‏په تېره یوه پېړۍ کې الله تعالی د افغانانو په لاس او قیادت د مارکسیزم او سیکولریزم دبدبې دلته ایره کړې. د اسلامي حاکمیت په دفاع کې دغه زموږ د عزیز اولس عالي کارنامې دي.
‎#دلو۲۶

ابوبکر خپلواک

14 Feb, 06:08


‏اتحاد شوروي که یرغل وکړ خو خپله هم د دې يرغل پر اور وسوځېد، دلته یې ايډيالوژي ماته، اتحاد یې ړنګ او د ان برلېن دېوال ونړېد، ددې لویو کارنامو کريډيټ زموږ د پرون ویاړلی باب دی.
‎#دلو۲۶

ابوبکر خپلواک

14 Feb, 05:16


‏خپل لارې او منهج ته نه ژمنتیا او پر بریا یې نه باور د ” افغان واکمنو “ بنیادي ستونزه تکرار شوې، هغه مورد چې الحمدلله د ا.ا. مشرتابه یې نلري
امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله بیا صف په قول او عمل پالي!

ابوبکر خپلواک

14 Feb, 05:16


‏الله تعالی دې د صف هر فرد او مجاهد ته دومره علم او بصیرت ورکړي چې د خپل عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله شخصیت ورباندې درک او د ادب يې خیال وساتي!

ابوبکر خپلواک

14 Feb, 05:16


‏تاسو د امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله تمامې ویناوې واورئ او بیا یې د یو منصف کس په حیث وارزوی
کوم اطمنان، اعتماد به‌نفس او شريعت ته پابندي چې یې له اقوالو څرګندیږي بې جوړې ده

ابوبکر خپلواک

12 Feb, 16:39


‏د ا.ا. د دښمن په صف کې که یو داسې مشترک صفت را ګوري چې دوی ټول پکې شریک وي، هغه به کذب، درواغ او افترا جوړول وي
د خدای تعالی دغه دښمنان په ګناه کبیره معتاد دي.

ابوبکر خپلواک

12 Feb, 16:39


‏ټوکه هله جوړه وي کله چې د صف یو دانسته مجاهد او مبارز د دښمن له ” رسنیز جادو “ متأثر ګورې. پداسې حال کې چې ښه خبر دي چې کذب او درواغ د اربکي پیشه ده.

ابوبکر خپلواک

12 Feb, 16:38


‏د ا.ا.ا زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی نن ورځ د کندهار پوهنتون څخه د لیدنې ترڅنک د یاد پوهنتون رهبري، استادانو، کارکوونکو او محصلانو ته په یوه لویه غونډه کي وینا وکړه.

د لوړو زدکړو وزارت ویاند

ابوبکر خپلواک

12 Feb, 16:38


‏سمعاً وطاعةً يا أمير المؤمنين!
په ټول اخلاص، محبت او دلچسپۍ به هر ځای کې خدمت کوو. منصبونه ټول له ما لوړ دي.زه چې پر کوم ځای ټاکل شوی يم،دلته تر ما ښه انسان،تر ما مشر،تر ما تجربه کار،تر ما سابقه دار او تر ما ډېر مهم شخص دا درې کاله مصروف و نو تر دې ډېر ووړ خدمت ته هم لبيک وايو!

لطف الله خیرخواه

ابوبکر خپلواک

11 Feb, 15:28


‏کابل ټاور چې له لس پوړه لوړ دی اوس يې برق تللی، اطاقونه یې تیاره ولې په اخر منزل یې نصب شوې لوحه له میل کدرې فاصلې روښانه ښکاري. حتمن به یې مالک رسنیز فهم لري ځکه یې خپله هویتي لوحه دغسې مدام روښانه ساتلې!
١٤٠١ د حمل ٤م - د شپې لس بجې - د یادداشت کتابچه

ابوبکر خپلواک

11 Feb, 15:27


.

ابوبکر خپلواک

01 Feb, 12:52


📌 د قاري صاحب عبدالستار سعید تازه مقاله چې تر اوسه عامه پر خواله رسنیو نده خپره شوې.
.
https://shorturl.at/XhTP3

ابوبکر خپلواک

28 Jan, 15:03


‏دا اشتباه برداشت دی چې ګواګې د فتحې په راتګ سره ستونزې تمامې شوې، حقیقت دادی چې ابتلا او ازمیښت فقط څېره بدله کړې، باقي هر څه شتون لري. ځان‌له نُصرت او استغنا طلب کړی، د دربار او موقفونو له چوپړ د نجات دعاوې وکړئ!

ابوبکر خپلواک

28 Jan, 15:03


‏نه یوازې په دار الحرب کې د سمارټ فون زیات استعمال تاواني، بلکې د هر ځوان لپاره چې د بریا هیله لري د سکرین غلامي؛ وژونکې ده.

ابوبکر خپلواک

28 Jan, 04:54


گفت دل‌ها.

ابوبکر خپلواک

28 Jan, 04:45


د قران کریم توهین.

ابوبکر خپلواک

28 Jan, 04:41


‏با احد در لحد تنګ بګویم کای دوست!
آشنایم تویی و غیر تو بیګانه ما

سالک

ابوبکر خپلواک

28 Jan, 04:40


‏خاک شو خاک تا بروید ګل
که بجز خاک نیست مظهر ګل

زمین زاده بر آسمان تاخته
زمین و زمان را پس انداخته

مقدمة التصوف/ ٦٩ص

ابوبکر خپلواک

28 Jan, 04:39


ډېرو ته نغوته ده؛

ابوبکر خپلواک

27 Jan, 16:17


‏بریا
.
د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وایي، له څه باندې څوارلس زره شکایتونو یې (۵۷۵۵) په بریالیتوب سره حل شوي، (۲۷۲۰) تر څېړنو لاندې دي او (۱۶۳۲) د حل په موخه اړوندو مراجعو ته لېږل شوي دي.

ابوبکر خپلواک

27 Jan, 06:28


‏علامه ابوالحسن ندوي صاحب وایي، ما په (١٩٧٣م) کې د افغانستان او ایران د سفر پر مهال دا مرکز (قلعه جواد) ودان او ښکلی لیدلی و او د مولانا محمد ابراهیم مجددي په بزرگانه شفقتونو باندې مشرف شوم!

٣٥٥ص/ حاشيه - د مجدد الف ثاني ژوند

ابوبکر خپلواک

27 Jan, 06:28


‏د مجدد صاحب کورنۍ له ٤م او ٥م پشت وروسته له سرهند نه ووتله او د نړۍ په مختلفو سیمو کې خپره شوه
د مجدد کورنۍ یوه پښه په کابل کې هم شته چې اخيري مرکز یې قلعه جواد دی!

٣٥٥ص/ د مجدد الف ثاني ژوند

ابوبکر خپلواک

27 Jan, 06:28


‏خواجه صاحب له ” امر بالمعروف او نهی عن المنکر “ سره خاصه مینه درلوده او په کې به یې زیاتې هڅې کولې
تر دې چې پلار ده ته ” محتسب الامة “ لقب ورکړ.

٣٤٢ص / د مجدد الف ثاني ژوند

ابوبکر خپلواک

27 Jan, 06:27


‏سلطان اورنګزیب عالمګير د خواجه محمد معصوم نه بیعت وکړ او د هغه مرید شو. سلاطین او امیران به معمولاً د ده په مجلس کې ډېر په ادب او احترام سره ولاړ و!

٣٤٢ ص / د مجدد الف ثاني ژوند

ابوبکر خپلواک

27 Jan, 06:27


‏د شیخ محمد معصوم مکتوبات په دری ټوکه کې دي او د خپل پلار مجدد الف ثاني رحمه الله د مکتوباتو په څېر له اسرارو او لطائفو ډک دي، زیاتره یې د مجدد صاحب د دقيقو علومو او معارفو د تفسیر او تشریح حیثیت لري.

٣٣٨ص / د مجدد الف ثاني ژوند او لارښونې

ابوبکر خپلواک

27 Jan, 06:27


‏خواجه محمد معصوم نقشبندي سرهندي د مجدد صاحب فرزند ارجمند دی، دی د خپل پلار د خاصو علومو ځانګړی حامل و
ويل کېږي چې ٩ لکه کسانو لده بیعت اخیستی و او د خلیفه ګانو تعداد یې تر ٧زره رسېد!

٣٣٨ ص/ د مجدد الف ثاني ژوند او لارښونې

ابوبکر خپلواک

27 Jan, 06:27


کابل - قلعه جواد

صالح مبصرین، قلعه جواد په هیواد کې د سلوک، تزکیې، احسان، ارشاد او تلقین منلی ادرس ګني.

په عکس کې مخامخ ګنبده د حضرت نورالمشایخ ” قدس الله سره العزیز “ مرقد مبارک دی.

ابوبکر خپلواک

25 Jan, 05:22


‏د قدس په جوار کې د کفر او اسلام دغه تازه جهاد او تقابل یوه ګټه دا وکړه چې نړۍ‌وال هغه ادرسونه چې ځانونو یې په بې طرفو کې وهل جهت یې جهان ته ور معلوم کړ
تازه لکه چې دغه مسخره شوو چاینلونو کومه بله ټوکه هم کړې.

ابوبکر خپلواک

24 Jan, 05:00


تهران

ابوبکر خپلواک

24 Jan, 04:59


‏د زړه خبره
شرعي نظام دی چې زموږ هویت او دیني تشخص را ساتي، موږ په خپل دغه تفاوت ویاړو؛ په جرئت سرهٔ خپل رهبر امیرالمؤمنین او خپل قلمرو دارالاسلام ګڼو!

ابوبکر خپلواک

24 Jan, 04:59


‏دریځ!
موږ نه ستونزې نفي کوو او نه د جهان او مطبوعاتو پلان شده روایت منو
بلکې خپل شرعي نظام ” ا.ا.ا. “ د رسول الله صلی الله عليه وسلم او نبوت سیاسي میراث ګڼو، پر مرام او بنیاد یې هر ملاحظه د دښمن کار بولو.

ابوبکر خپلواک

24 Jan, 04:58


‏مولوي جلال الدین حقاني د کابل له مجددي حضراتو سره د تصوف، سلوک او عرفان په نقشبندیه طریقې پیلی و.

شهرت ننګیال، لوی مصلح ستر غازی.

ابوبکر خپلواک

24 Jan, 04:58


‏د سید جمال افغان په تړاو کافي سوی تفاهمات بیا ـ بیا تکراریږي، ایرانیان یې خپل سړی او ځينې دیني اقشار یې بیا لامذهبه ګڼي.
کنه نوموړي سوچه افغان، صفا حنفي او یوه اهل عرفان څېره وه.

ابوبکر خپلواک

24 Jan, 04:58


‏د واک لومې یې تعامل ور مسخ کړی و، مست او نشه شانته و، ورته مې کړل، له سلطنتي موقف سره احتياط کوه هسې نه بدل دې کړي، چندانې التفات یې ونکړ. د خبرو انداز يې درباري شوی و. سره رخصت شو.

نیمګړی یادښت، ١٤٠٣ د جدي ٤م - کابل

ابوبکر خپلواک

21 Jan, 14:39


اهل‌کمال

أبوبکر خپلواک

19 Jan, 14:06


‏کرکټ هغه وخت زموږ لپاره زیات ګټور تمامیږي چې د اربکیانو تر مېنځ په اختلافي موضوع واوړي، یو بل ته ببر شي او له وجې یې یو بل سره وښکنځي، لکه نن سبا. برکت. 🤭

أبوبکر خپلواک

19 Jan, 13:39


‏فاعتبروا
.
په پوهنتون او تحصیلي نظام عامه نیوکه دا وه چې درسونه تر ډېره په نظري ډول تدریسېږي او محصل له عملي تجربې او مسلکي‌توب بې برخې فارغ شي
نن ا.ا.ا. د پوهنتونونو د لابراتوارونو د غني کېدو په موخه د ٢٧٠ میلیون افغانیو خريداري کړې.

أبوبکر خپلواک

16 Jan, 16:13


‏د دښمن له ادرسه کله ښکاره، کله تر ژبه لاندې او کله په تصادفي ډول د صف پر منلي وحدت او بې جوړې اطاعت موږ د اعتراف اطلاعات مومو
د الله تعالی دښمن به وي چې د خپل شخصي مفاد په خاطر د صف دغه جوهر ګواښي!

أبوبکر خپلواک

16 Jan, 16:13


‏زموږ باور او عقیده دا ده چې د اسلامي امارت په تهذيبي صف کې د لویو او بنیادي خدمتو توفیق الله تعالی یوازې خپلو مقربو، نژدې او متقي بندګانو ته نصیب کوي. عبادت؛ بدون د پروردگار له توفیق ممکن ندی !

أبوبکر خپلواک

16 Jan, 16:13


‏د سعید قاري صاحب دروند، خاموش، سنگین او منلی کرکټر دی چې د نوموړي پیاوړې ليکوالي او منلی قلم يې نور هم تقویه کړی. اللهم ثبت.

أبوبکر خپلواک

16 Jan, 15:08


منصور غزنوي د غزې او اسلامي مقاومت په اړه تازه ترانه ویلې.

أبوبکر خپلواک

16 Jan, 15:01


‏واقعیت دا دی چې له قیادت او مشرانو سره د صف د مجاهدینو تړاو او اړیکه په مالي حرص، مادي هیلې، قوم، سمت او ژبې نده بناء، بلکې لدې فوق د اطاعت او وحدت په یو مظبوط تار تړلي !

أبوبکر خپلواک

16 Jan, 10:00


‏” ا.ا.ا. مانند گذشته به نمایندگی از ملت افغانستان به حمایت از یک دولت و ملت مستقل فلسطین ادامه می‌دهد “
.
متن بالا قسمت از اعلامیه وزارت امور خارجه ا.ا.ا. است که به تازگی منتشر شده است.
‎#غزه_تنتصر

أبوبکر خپلواک

16 Jan, 10:00


‏” د ا.ا.ا. به د تېر په څېر د افغان ملت په استازولۍ د یو خپلواک فلسطیني دولت او فلسطیني ولس ملاتړ ته دوام ورکړي “
.
پورته متن د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزارت د تازه خپرې کړې اعلامیه برخه ده.
‎#غزه_تنتصر

أبوبکر خپلواک

15 Jan, 17:32


‏د صهیونستي رژیم د امنیت وزیر بن ګویر: " د اوربند اوسنی توافق حماس ته د تل ابیب د تسلیمۍ په مانا دی " دوکتور قانت.

أبوبکر خپلواک

15 Jan, 17:30


‏د جهادي صف په ملتیا کې موږ ته یوه تجربه دا وشوه؛ چې د شنونکو له هغه تحلیل چې په ناقصو معلوماتو او هسې نفسي اټکل بنا وي د یو عادي مجاهد د زړه هغه ګفت چې له ایماني منبع سېرابه وي، زیات وزن او ځای نیسي، موږ نن عملاً وینو !

أبوبکر خپلواک

15 Jan, 16:55


‏که مو صف کې کوم داسې عنصر لیده چې د نفس یې منلې وه، هوس یې پر چکرونو سړاوه او د بیت المال پر خساره يې خوله لګولې وه، د مبارزاتي جریان دغسې بېلګې د پند په خاطر ورلېږلئ، چې له وجدان سره په شخړه واوړي.

أبوبکر خپلواک

15 Jan, 06:35


‏د اګسټ پر ١٥م چې د کابل ادارې د ګنهګارانو اودس مات شوی بیا تر اوسه لکه چې همداسې بې‌دمازه ګرځي، رنګې یې اوښتې، خبرې یې نامتمرکزې او اټکولونه یې پاشلي. زه اوس اوس د فتحې په عظمت پوهېږم.

أبوبکر خپلواک

15 Jan, 06:35


‏ترتیب، ملاقات، ډالۍ او ... د مجاهدینو تر مینځ د خپل منځي بنډار او تعامل پر متحد المال او تکراري اصطلاحاتو اوښتي
نن سبا يې استعمال زیات ولې په نتیجه یې شک د تواتر حد رسېدلی. مؤمن باید د زړه خبره وکړې، کليشې خبریالانو او غټانو ته ور پرېږدئ.

أبوبکر خپلواک

14 Jan, 06:31


‏رباني د دوستم په ضد د جهاد او الحاد فتوا بېرته واخیسته، نازل شوي ایتونه او نبوي احادیث منسوخ شول ... ؟ ١٩٩٥م د مارچ میاشت

٦٧٣ص / دولس ګرامه ماغزه - پای.

أبوبکر خپلواک

14 Jan, 06:31


‏کابل راډیو د ګلبدین او دوستم په اړه تبلیغاتو ته زور ورکړی، ګلبدین منافق او دوستم ملحد او کمونسټ بولي. ١٩٩٥م د جنورۍ ١١م.

٦٤٥ص/ دوولس ګرامه ماغزه

أبوبکر خپلواک

14 Jan, 06:31


‏حکمتيار او رباني پاکستان کې د خپلو زامنو په ورا کې له ګډون بې برخې شول، د احمدشاه مسعود کورنۍ په اسلام اباد کې مېشت ده، مسعود اسلام اباد کې د خپل پلار په جنازه کې چې په ترافیکي پېښه کې ومړ برخه وانخیسته. ١٩٩٥ د فبرورۍ ١٨م.

٦٥٨ ص / دوولس ګرامه ماغزه

أبوبکر خپلواک

10 Jan, 07:22


‏ځينې دوه مخې سکې د خپل چلښت په خاطر د واک، اقتدار او فاسد شخصي مزاج چوپړ وهي او خپل همدې شوم عمل ته د اطاعت نوم ورکوي، له اطاعت سوی استفاده وايي همدې ته.
دوکان یې د شخصي ګټې او مفاد خلاص کړی وي، نوم بیا د ... ورکوي. جمعه پخیر.

أبوبکر خپلواک

10 Jan, 07:19


‏تبلیغاتي بړبوکۍ دي چې چلیږي، یوه تمامه نه‌وي بله راولوزي، زما د همزولو سترګې یې له خاورو ور ډکې کړې، هر ورځ د غم یو څه لري چې پرې ویر وکا، دغه ناولو سیلیو د دوی نظر تت کړی، توري نه پرې وینې له کتاب مرور دي. موبایله ورک شې زلمي دې جعلي کړل !

أبوبکر خپلواک

09 Jan, 14:49


‏بلاخره د دیدن نیټه راورسیده، حکمتيار او دوستم یو بل ته د مينې غیږ خلاصه کړه، د یو بل لاسونه يې ټینګ کړل، یو بل ته موسکا شول او د دوی تر منځ په جګړو کې د وژل شویو زرګونو افغانانو ارواوې آسمانو کې وتنېدې. ٦١٩ مخ - دولس ګرامه ماغزه

أبوبکر خپلواک

09 Jan, 14:37


‏له جبرئیل عمر سره لکه چې یوازې ما مشترک عکس ندی اخیستی. الله تعالی دې یې ابدي سفر پخیر کړي. له ما یې څو کرته غیبت شوی، ملګرو ته به مې ویل؛ ددې سړي خبرې، اقوال او تعامل د یو علمي کادر ندي. ا.ا.ا. ډېر پرې مشفق و. اروا دې یې ښاده وي !

أبوبکر خپلواک

08 Jan, 16:49


‏شپه مو پغمان کې د استاد سیاف تر کار لاندې ماڼۍ کې تېره کړه، سهار استاد رباني او سیاف راغلل، ربانې پټه خوله تسبې اړولې، پرتوګ یې په څټ اغوستی و.
دوولس ګرامه ماغزه - ٤٤٧م مخ

أبوبکر خپلواک

08 Jan, 16:48


‏جمعیت ایډیالوژۍ ته شاه کړه، له سید قطب، حسن البناء او مودودي نه په مخ اړولو یې په قومي او ژبنۍ کچه بيلا بيل عناصر پر ځان را ټول کړل.
خو حزب بیا له خپلې ایډیالوژیکي او سیاسي کلابندۍ نه وتلای شو.

٤١٦ م مخ - دوولس ګرامه ماغزه

أبوبکر خپلواک

08 Jan, 16:48


‏د کابل له دروازو له یو من زیات اوړه او یوه کیلو زیات غوړي نه شوی تېرېدی، کرۍ ورځ په کتارونو کې تېرېده... وحیدالله سباوون، قاضي وقاد، فیض محمد او حزب يو شمير قوماندانانو او مخورو په دغه سوداګرۍ کې چاغه ونډه لرله.
دوولس ګرامه ماغزه - ٣٩١م مخ

أبوبکر خپلواک

08 Jan, 16:47


‏مسعود غوره کړې وه چې دا ځل به د حکمتيار قوتونه دومره په شاه وتمبوم چې توغندي یې کابل ته راونه رسیږي.
مسعود ویل حکمتيار ته یې دار او قفس دواړه جوړ کړي، په سر چوک کې به یې را ځوړند کړي.
دوولس ګرامه ماغزه - ٣٩٩م مخ

أبوبکر خپلواک

08 Jan, 16:46


څو جالب يادداشتونه!

أبوبکر خپلواک

08 Jan, 16:44


‏” ډېر ژر ان شاءالله“
پورته جمله انوار العلوم خپرندويه ادارې له لاندې ویډیو کلیپ سره نشر کړې، دوی د زيري تر عنوان لاندې له خپلو مینوالو سره ژمنه کړې چې ډېر ژر به د جلسې ټول جریان رسنیز کړي.

أبوبکر خپلواک

08 Jan, 16:42


‏وویاړېدم. ان شاءالله دا اطمنان موجود دی چې متقيان او حُر افغانان به د ا.ا.ا. په انتخاب پښېمانه نشي. له خبرې او عمل همداسې ښکاري!

أبوبکر خپلواک

08 Jan, 16:41


‏٤ کاله وړاندې عام تبلیغاتي روايت دا و چې د ا.ا.ا. مشران د سولې او سیاست خلک نه دي ځکه د دوی ژوند او طبيعت د جنګ، جګړې او تشدد رنګ اخیستی
ولې د اسد له ٢٤مې را وروسته روايت بدل وخوت، خبره د ” اشدا علی الکفار رحما بینهم “ وه.

أبوبکر خپلواک

05 Jan, 05:21


فاعتبروا

که څه هم کارمل نوره بایللې وه، په وروستيو کې د حیرتان ښار ګوټي په یو کانتینر کې میشت و، په همدغه کانټينر کې ومړ. حامد علمي لومړنی افغان ژورنالیست دی چې د حیرتان ښارګوټي په لمنو کې یې د امو په غاړو پرتو تودو شګو ولاړ کانټينر کې د کارمل پل موندلی.

سوځنده لمر، یوازیتوب، دوپجن کانتینر د کارمل ژوند ته د پای ټکی کیښود. د علمي په وینا د کارمل په څېره د ناکامۍ، وېرې، غوسې، نهیلۍ، وحشت او یوازیتوب کږې وږې کرښې ځغلیدلې وې.
روسانو ته په غوسه، له خپلو ملګرو شاکي، له ژورنالیستانو ګیله من، کارمل په مات زړه علمي ته وايي: د روسانو په بنديخانه کې هیچا دده لپاره غږ پورته نکړ.

خپلو رټلی، پردیو شړلی، کارمل هیڅ لوري ته د مخ اړولو ځای نه درلود.

دوولس ګرامه ماغزه - ٣٥٤ ص

أبوبکر خپلواک

05 Jan, 05:20


"د افغاني هندوانو پر مال او عزت د تیري خبره تر دې حده ورسېده، چې په ځينو ځايونو کې يې زاړه هندوان سنت (ختنه) کول. "
داسې ويل کیږي چې دا کار د استاد سیاف جنګياليو کاوه.

دوولس ګرامه ماغزه - ٣٦٥ ص

أبوبکر خپلواک

05 Jan, 05:12


استاد محمد اصف صميم:

د مجدد صاحب د مکتوباتو تعداد په دوه ټوکو کې ٥٣٦ ته رسي، د امام رباني دغه مکتوبات زما د معلوماتو له مخې په لومړي ځل ښاغلي فقیر محمد عباس قادر پښتو ته را واړول، چې په لومړي ځل پر ١٩٩٨م او بیا پر ٢٠٠٠م کال د مکتبة القران له خوا د چاپ ډګر ته را ووتل.

ددغو دواړو ټوکونو د ټولو مخونو شمېر ١٤٤٥ ته رسي، خو له بدمرغه ددغې ژباړې ژبنی اغیز او ارزښت په لهجوي محدویت کې دومره لنډ، تنګ او نامعیاري دي چې د استفادې سیمه یې لدې سیمې څخه بهر ته نه وځي.

أبوبکر خپلواک

04 Jan, 14:03


‏پداسې حال کې چې له شرق او غرب څخه د کفر او الحاد سیلۍ په قوت سره زموږ په جهت چلیږي، ولې هیواد مو بیا هم لکه یوه ” ناتسخیر شوې “ جزیره اولسونه یې غوڅ اکثريت دین دوسته، د مذهب او اهل‌بیت سره مینه لرونکي دي. الحمدلله.

أبوبکر خپلواک

04 Jan, 14:03


‏یو خو د غربي مطبوعاتو او د دوی د شنونکو نظر، برداشت او احصایې دي، کنه د سنت او شريعت حمایت، له کفر او الحاد څخه بیزاري او له بدعتونو او منکراتو سره مخالفت زموږ افغانانو بنیادي مشترکات دي !

أبوبکر خپلواک

03 Jan, 11:55


‏د مطالعې په جریان کې له کتابونو څخه ځینې اخیستي يادداشتو دلته پدې نیت شریکوم، تر څو مې د همزولو ورته تلوسه شي، په کتاب پسې کتابتون ته لاړ شي، کتاب ولولي او بلآخره د کتاب ملګرتیا پیل کړي. توکل په الله.

أبوبکر خپلواک

03 Jan, 11:52


‏په میرویس میدان ٤لاري کې پر يوه ټانګ د خمیني تصویر لګیدلی - له پغمان د عرب جنګياليو د پک اپ په رسېدو یو عرب پر ټانګ د راکټ ډز وکړ، ټانګ ونه لګېد، خو د جګړې اور یې بل کړ. همدا د اتحاد او وحدت د ښکر په ښکر کېدو پیل و.

دوولس ګرامه ماغزه - ٣٤٥ ص

أبوبکر خپلواک

03 Jan, 11:51


‏د حزب او اتحاد په جګړو جمعیت او نظار شورا هم ور ګډ شول، چند اول او افشار یې دوړه کړل، وحدت خپلو پوستو او قرارګاوو کې د خمیني تصویرونه لګولي، مزاري د ملت غرب کابل شعار پورته کړ.

دوولس ګرامه ماغزه - ٣٤٤ ص

أبوبکر خپلواک

03 Jan, 11:51


‏غوڅه خبره ګرانه ده. غټان رښتیا نه وایي، اضافي خبرې کوي، له ګیډې او کولمو درته ګډ وي ... د ځان درنه د بل سپکه وایي.

دوولس ګرامه ماغزه - ٣٤٤ ص

أبوبکر خپلواک

02 Jan, 16:44


‏د چاپې سهار کتاب ٣ ټوک مې پیل کړی ملګري دې د یرغلګرو جنایات، د اتلانو کارنامې، د شهیدانو کرامات، دردمن یادونه راسره شریک کړي، تر څو د تاریخ پاڼو کې خوندي شي.
داړتیا په وخت به ان شاءالله سفر هم کوو تر څو پیښې مستندې شي، په لاندې واټساپ راسره اړیکه ونیسئ!
٠٧٦٦٠٥٢٨٤٤
ضیاءالحق حسان

أبوبکر خپلواک

02 Jan, 16:24


‏ملګري را باعث شول، وېل ټول افغانان ” ا.ا.ا. “ په وټس‌اپ کې سره مصروف دی ته د اېلن ماسک په ټویټر کې لګیا یې. نور مې WhatsApp channel جوړ کړ. لاندې يې لینک دی. الله تعالی مو راوله.
.
https://whatsapp.com/channel/0029VaoPvlA4yltL7BYlhV1u

أبوبکر خپلواک

01 Jan, 11:00


‏ارقام
د صلیبي ښکېلاک ضد جهاد کې یوازې د سيداباد ولسوالۍ ٧٢٩ د مکتب زدکوونکي او د ولایت په کچه بیا له ٤ ولسوالیو څخه ٤٦٥ تنه د پوهنتون محصلین شهیدان شوي. تقبلهم الله.

أبوبکر خپلواک

01 Jan, 10:59


‏٢٠١٣م کال دی، د اسلام زامنو په میدان وردګو ولایت کې د صلیب یو دروند ټانګ دغسې استقبال کړی. نوش جان.

أبوبکر خپلواک

01 Jan, 10:58


‏هر احمق چې په دنیا خاوند د جاه شي
نور وتلی ځنې نشي جاه يې څاه شي

( ... )

أبوبکر خپلواک

01 Jan, 03:36


‏همزولو! ژمی دی، شپې ناآشنا اووږدې شوې، که کوم عذر او ناروغي نلری له کتاب سره پاتې شی. که چېرې د ٢٤ ساعتو په جریان کې یوازې سل صفحې کتاب هم ولوستل شي، تر پسرلي پورې به مو دری زره مخه مطالعه کړې وي
زموږ د مکتب د استاذ خبره، له خولې به مو بیا اوور بادیږي.🤭

أبوبکر خپلواک

01 Jan, 03:36


‏جلال اباد - ١٩٩١م: کوز ترې هوايي ډګر دی، چې ایله دوې چورلکې پکې پاتې، پر یوه لیکلي: ” این طیاره از خود حضرت علي است، هر کس دعوا کند ...“
وايي قوماندان حضرت علي په دغه چورلکه کې کلي ته د خپلې ماڼۍ لپاره پخې خښتې او سمینټ وړل.
دوولس ګرامه ماغزه - ٢٥٥ ص

أبوبکر خپلواک

01 Jan, 03:36


‏د پاکستان فاسد رژیم چې د یوې ټول‌شموله داخلي ناراضۍ له څپې سره مخ دی، غواړي د خپل رسنیز ماشین پر مټ یرغمل رعیت اغفال او بیا مصروف کړي
له ا.ا.ا. سره یې تازه دغه څو ورځنی تبلیغاتي جګړه ددغه لوبې یو بل پړاو و!

أبوبکر خپلواک

30 Dec, 09:04


‏د رواني جنګ په صنفونو کې تدریسېږي، کله چې عامه ذهنيت ستا پر ضد بسیج شي، له ټولیزې ملامتیا او یا شکست سره مخ شې، کوشش به دې دا وي چې ډبره واړوې، حساسه خبره مطرح کړې او یا متفاوت خبر را میدان ته کړې. ولې دا حربه یوازې د عوامو د تېر ایستلو لپاره کافي بلل کیږي!

أبوبکر خپلواک

30 Dec, 09:04


‏د پاکستان میډیايي فعالانو کار ویست، د رواني جنګ ماهرین ورباندې پوهيږي، دغه ځانګړی او تکرارېدونکی تکتیک دی چې د خپلې ماتې پر وخت یو بله حساسه موضوع مطرح کړې، تر څو بحث واوړي او خپل شکست پټ شي. هغه کار چې نن ریاست د ‎#واخان شایعې په خپرولو سره وکړ !

أبوبکر خپلواک

29 Dec, 15:54


‏بدلون🤭
.
1370 لمريز کال کې ښاغلی رباني د چترال له لارې افغانستان ته ولاړ، ده له چترال نه بدخشان ته پر ختلې لار (کافر کوتل) باندې د اسلام کوتل نوم کېښود. لدې مخکې حکمتيار هم هيواد ته د خپل سفر په ترڅ کې (سرخ پُارسا) پر سبز پارسا اړولی و.
دوولس ګرامه ماغزه - ١٣٩ ص

أبوبکر خپلواک

08 Dec, 16:21


‏که مو پخوا د شام مجاهدینو ته عامه دعا کوله، لدې وروسته يې په خاصو او ځانګړو دعاګانو کې یادوی
د ابتلا او ازمیښت دوره یې سهار پیل شوې، ثبات، غنا او قناعت ورته طلب کړئ.

أبوبکر خپلواک

05 Dec, 16:14


‏مرحوم ملا محمد عمر مجاهد نظام او ادارې له کمونستانو او سیکولرو عناصرو پاکې کړې. هغه له ملا او مجاهد څخه بيا امیر، وزير، ډيپلوماټ، والي، پوځي او امنیتي قومندان، مدیر، قاضي، څارنوال، ولسوال، استاذ، سیاستوال، لیکوال، ادیب او مبصر جوړ کړ.

مدرسه او مبارزه - ٤٤٦ مخ

أبوبکر خپلواک

05 Dec, 16:14


‏تذکر
د را روانې اونۍ یک شنبې ورځ به د ارغندۍ خلیفه صاحب مبارک دوی په مدرسه ” انوار العلوم “ کې د دستار فضیلت مراسم او ختم بخاري وي!

أبوبکر خپلواک

05 Dec, 15:28


‏دری کاله وړاندې چې دلته جهاد کامیاب او جهان د څو قطبه کېدو خوا ته لاړ، تر بل هر وخت جهادي تحريکونه را فعال او باانگیزه شوي
په غزه او سوریه کې اسلامي مقاومتونو په بسیاري ډول د ویښتابه دروازه ټکولې. کوندې نور انسانیت د حزب شيطان له قیدو بند آزاد شي!

أبوبکر خپلواک

05 Dec, 15:28


‏د صف ځينې ملګرو د فتحې په راتګ سره یو اشتباه ذهنیت خپل کړ
دوی داسې انګیري چې نور ستونزې، مشکلات او ابتلاوې تمامې شوې، پداسې حال کې چې یوازې بڼه او کيفيت يې بدل شوی، باقي جریان لري. نصرت طلب کړئ.

أبوبکر خپلواک

03 Dec, 15:49


‏یوازې فلسطین او سوریه نه! بلکې کشمير، چیچنیا، قبرص، مینمار، برما او د شرقي ترکستان سیمې او محکوم مسلمانان یې، دا ټول د ” اُمت “ د قضیې برخه دي
موږ يې که نن عملي تعاون نشو کولای ولې په دعا کې مو یاد دي، بدون له شکه له داعیو يې ملاتړ زموږ دیني او اخلاقي مسؤلیت دی!

أبوبکر خپلواک

03 Dec, 15:49


‏زموږ د مدرسې طالبان چې د اسلامي مبارزې لپاره يې روزو باید په دې پوه شي چې اسلامي نړۍ چیرته ده؟ له کومه ځایه شروع کیږي او په کوم ځای ختمیږي؟ کوم هېوادونه یې قوي او کوم یې کمزوري دي؟ اسلام ورکې حاکم دی او که محکوم؟

مدرسه او مبارزه - 323ص

أبوبکر خپلواک

01 Dec, 16:17


‏همیم نامي ځوان د وطن د کوم سپین ږیري په اړه یو شی لیکلي. د کتاب نوم یې ورکړی. زما همزولي یې د پشتۍ عکسونه په کثرت سره خپروي، ولې یو یې هم د منځپانګې او محتوا په اړه نه غږیږي.
له مطالعې او د کتابونو له مېنځ سره زموږ د ځوان کهول تړاو له همدې در قیاس کړئ. لاحوله و.

أبوبکر خپلواک

01 Dec, 16:17


‏د ابن خلدون مقدمه چې د پاچاهانو په اولاد په مختلفو تعبيرونو سره نقد او نیوکې کوي، سبب دا بیانوي چې شهزادګان د ژوند د مختلفو مراحلو تجربه نلري له همدې وجې یې مشاهدې کمې او برداشتونو یې فاسد وي، هر څه ورته د خپل فردي روزګار په څېر سم ښکاري
د معرفت لپاره باید د سختې او مصیبت څکه وشي

أبوبکر خپلواک

01 Dec, 16:17


‏يکنواخته زندگي چې ورځې یې د ساعت د عقربې په شان تکراریږي د کوشش باوجود بیا هم پکې د معرفت برخه کمزورې وي
تر څو چې مو په ژوند ټوکه نه وي کړې، تر هغې به زیات جعلي موارد هم درته اصلي ښکاري او تر حجاب د لاندې درواغجنو به احترام درنه شوی وي. د بدلون جرئت وکړئ!

أبوبکر خپلواک

01 Dec, 16:15


‏په جامعه شمس العلوم کې د دستار فضیلت د مراسمو امنیت مثالي دی، له مدرسې او خانقاه سره د شرعي نظام د دوستۍ او رفاقت دغه اړیکه به د ا.امارت عمر ور دراز او مټ مظبوط کړي. ان شاءالله.

أبوبکر خپلواک

01 Dec, 16:15


‏دعای غائب در حق غائب مستجاب است

أبوبکر خپلواک

01 Dec, 16:15


‏هیچ کس از پیش خود چیزی نشد
هیچ آهن خنجر تیزی نشد

” سعدی شیرازی “

أبوبکر خپلواک

01 Dec, 16:15


‏قرب حق نه پست و‌ بالا رفتن است
قرب حق از قید هستی رستن است

” مثنوی مولانا “

أبوبکر خپلواک

01 Dec, 16:14


‏حافظ که در عالم جان رسید
چو از خود برون شد به جانان رسید

به جامی برون او رندت ز خویش
به وحدت رسی پرده افتد زپیش

” حافظ “

أبوبکر خپلواک

28 Nov, 15:25


‏خبرتیا
د را روانې اونۍ د یک‌شنبه‌ې په ورځ به په ” شمس العلوم روحانیه جامعه “ کې د دستار فضیلت مراسم او ختم بخاري وي
څرنګه چې د خلیفه صاحب مبارک مريدان او متعلقین له ولایتونو ماسوا په سیمه او ګاونډ کې هم مهاجر او مسافر دي، ښه ده چې جریان کې شي، ايله رسیدګي وکړي.

أبوبکر خپلواک

27 Nov, 14:07


‏له خپل تاریخ، خپل ماضي، خپلو مشاهیرو او د تاريخي حوادثو له باریکو څخه نه شناخت زما زیات همزولي ډېر کله د فاسد برداشت، غلط انتخاب او اشتباه قضاؤت مرتکب کوي، دا جفا ده چې موږ دې د خپل غفلت او نه مطالعې له وجې منلي ارزښتونه او قربانۍ مسخره کړو. ولولئ!

أبوبکر خپلواک

27 Nov, 14:07


‏زموږ تاریخ زموږ د غفلت له وجې خوار زار دی، ما پکې د حضرت ضیاءالمشایخ ”قدس الله سره “ د شهادت د حادثې جزيات له ډېر کوشش وروسته هم پیدا نکړل
کنه زموږ په معاصر تاریخ د راست د ایثار او د چپ د جنایت لویه حادثه ده، ته اوسه دغه غفلت جبيره کوه.🙂

أبوبکر خپلواک

27 Nov, 14:07


‏دغه بیت حضرت ضیاءالمشایخ ” قدس الله سره “ له شهادت لږ شېبه وړاندې ویلی، چې د پيغمبر صلی الله علیه وآله وسلم سره د زیات عشق له وجې له یو ډول حسرت ماله‌مال دی.

أبوبکر خپلواک

27 Nov, 07:30


الهي امین,

ابوبکر خپلواک

23 Nov, 10:07


‏د ونو ډکې مراندې حتمي ډبرې خوري، تاسو به هم ضرور د خپلې وړتیا او استعداد له وجې له تقابل سره مخ کېږی، دا زموږ د ټولنې دستور دی. ولې ناهیلي نده پکار، الله تعالی تاسو د سختو لپاره چمتو کوي. د خپل عزت نفس خاطر مو وکړئ!

ابوبکر خپلواک

23 Nov, 10:00


ځواب,

ابوبکر خپلواک

23 Nov, 09:57


عالیقدر,

ابوبکر خپلواک

23 Nov, 07:03


‏یعقوب یسنا نومي، ځان د اسلامي نظام په مخالف قطب کې وهي، د اربکیانو د پاچاهۍ په وخت کې د البيروني پوهنتون استاد و،
نن يې لیکلي، ” زما د ژوند ښه شېبه هغه وي چې شراب څښم او د پلانکۍ آهنګ اورم. “
موږ یو کرت بیا د پند په خاطر تکرارو چې، فاعتبروا یا أولی الألباب.

ابوبکر خپلواک

16 Nov, 06:26


ځوانانو.

ابوبکر خپلواک

12 Nov, 16:16


‏تصحیح!
”د لاس په اشاره سره یې وویل، تر څو چې د ارتجاع دغه سنګر "قلعه جواد" موجود وي، تاسو په ټولنه کې نفوذ نشی کولای“
.
ډيری ليکوالان پورته خبرې ح. امین ته منسبوي، ولې دغه جک سردار داود خان د صدارت په اوله دوره کې هغه وخت وهلي، چې دهمزنګ ته نژدې یې د حقوق محصلینو ته وینا کوله.

ابوبکر خپلواک

12 Nov, 15:59


‏تذکر
یو کرت د روسي او بیا د امریکايي اشغال په جریان د کابل د ”مجددي حضراتو“ د مدرسې او خانقاه خدمت په موقتي توګه درېدلې، باقي پيړۍ کیږي چې په متواتر ډول د افغاني جامعې د متقي قشر د علم او معرفت اړتیا له دغه ادرسه تغذیه کیږي.

ابوبکر خپلواک

12 Nov, 15:37


‏د روانې عقرب میاشتې په ٢٤مه نېټه چې د ٥شنبې ورځ راځي، د مجددي حضراتو په مرکزې خانقاه، کابل - قلعه جواد کې د دستار فضیلت مراسم ترسره کیږي
د یادونې وړ ده چې د علم او عرفان دغه منلی ادرس په افغاني ټولنه کې د احترام فوق العاده ځای لري!

ابوبکر خپلواک

12 Nov, 15:18


‏ما فکر کاوه چې له امریکايي بادارانو سره د افغاني سیکولرانو ملګرتيا د اسد په ٢٤مه تمامه شوه
ولې د ټرمپ د انتخاباتو په بهیر کې مو ولیدل چې د چپیانو ادبیاتو یوار بیا له غلامۍ او ورته له امید ماله مال و. دغه خلک یقیني په غلامۍ معتاد دي!

ابوبکر خپلواک

12 Nov, 15:18


‏په اسلام باندې د معاملې تمه دې څوک نه راڅخه لري؛ اسلام، استقلال او زموږ خاوره زموږ سره کرښه ده او هیڅ چاته حق نه ورکوو چې زموږ سره کرښه باندې معامله‌ وکړي، دا خبرې یوازې حُر خلک کولای شي!

- د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال -

ابوبکر خپلواک

12 Nov, 15:18


‏د لاندې خبرتیا له لوست وروسته مې له ځان سره تکرار کړه؛ یارب لک الحمد کما ینبغي لجلال وجهک وعظیم سلطانک.
.
سبا سهار چهارشنبه اته بجې به د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ورزشي سټډیوم کې په یو تن قاتل الهي حکم (قصاص) تطبیق شي.

ابوبکر خپلواک

12 Nov, 15:18


‏ډېر عالي
.
بې له دې یوه تکیه بله پيدا کړه
ستا چې تمه ده، دنیا هغسې نه ده

تش رواج دی، تش له غاړې اړول دي
مينه شته خو، نن سبا هغسي نه ده

محمودي چې غزلونه الوني دي
جذبه شته، مګر فضاء هغسې نه ده

م. انصار -

ابوبکر خپلواک

08 Nov, 16:35


‏زیاتره صالح ادبیانو د ”نور المدارس“ جامعه ديوبند ثاني بللې، دغه منلی دارلعلوم چې د بنسټ ډبره يې شهید ضیاءالمشایخ ”قدس الله سره“ اېښې، پرون ورڅخه ٣٧٠ تنه فارغ شول، د دستار په مراسمو کې یې د کابینې غړو هم ګډون کړی و!

ابوبکر خپلواک

08 Nov, 16:35


‏مهم.
د ملي پراختیا شرکت مسٶلين وايي، چې د قوش تېپې کانال د دویم فاز چارې ۸۱ سلنه او د دغه کانال د سربند چارې بیا ۶۴ سلنه پرمخ تللې دي. د قوش کانال د دویم فاز د جوړولو ټول لګښت ۲۰ میلیارده افغانۍ کېږي، چې له کورنیو سرچینو څخه ورکول کېږي.

ابوبکر خپلواک

08 Nov, 07:08


شاعر محمد علیم بسمل تازه د مجدد صاحب ٤٠ مکتوبات ترجمه کړي، پداسې حال کې چې له عرفان او طریقت سره د ځوان کهول تړاو پر بې سابقې بې‌باکۍ، سوچه سوی تفاهم او جهل ولاړ دی، دا یو نېک خبر دی.
کوندې یې له وجې څه ځوانان د نجات لور ته سوق او دیني معرفت حاصل کړي. مبارک شه.

ابوبکر خپلواک

08 Nov, 06:54


‏” در پناه مرشد و ذکر خدا
یافت انسان راه او، از هر خطا “

سنايي غزنوي

ابوبکر خپلواک

08 Nov, 06:54


‏دلته یې یو ”منلی ادرس“ لنډ هدف بیانوي!

ابوبکر خپلواک

07 Nov, 03:52


‏د ملا او عالم د نن "قیادي حیثیت" د سېکولر او بل هر چپي د شور، ژړا او مزاحمت سبب جوړ شوی، دوی له دیني علمای کرامو سره هغه وخت نسبي جوړ جاړی کوي چې د قیادت او حاکمیت له موقف څخه محروم وي. دغه فرصت باید تقویه؛ شي!

ابوبکر خپلواک

07 Nov, 03:23


‏د فقر ليري کولو نبوي علاج!
دابن مسعود رض څخه روايت دئ چي رسول الله صلی الله تعالی عليه وسلم فرماييلي: څوک چي هره شپه د واقعه سورة تلاوت کوي، هغه به هيڅکله فقير نه سي، ابن مسعود رض به هره شپه په خپلو لوڼو د دغه سورت تلاوت کوئ. نقل.
بيهقي في شعب الايمان ۲۲۶۹

ابوبکر خپلواک

07 Nov, 03:18


‏د وطن په تاریخ کې به ډېر کم پیدا کړی چې دربار دې له دیني علمای کرامو سره واقعي اړیکه پاللې وي
ا.ا.ا نه یوازې دا چې د هېواد له علماوو او بانفوذه روحانیونو سره صمیمي تړاو لري، بلکې عملا یې په هسته او چارچاپېره را ټول دي. دا فرصت جالب دی!

ابوبکر خپلواک

07 Nov, 03:18


‏د علم او معرفت له ادرسونو سره د دربار دغه ډول نژدې تړاو موږ ته دا امېد راکوي چې دا نظام به نظام باقي پاتيږي،
شرعي سیاست به چارې سمبالوي او امارت به کله هم نه مالګه کمه او نه رخ بدل کړي. بعون الله.

ابوبکر خپلواک

07 Nov, 03:18


‏که تحصیلي او تحقيقي نهادونه په خپلو څېړنو او محصلین په خپلو پایلیکونو کې د امارت د رسمي ادرسونو د ژبې او ادبیاتو په تړاو څېړنې وکړي، دا به نوې او جالبه موضوع وي. تقریبا دری لسیزې پرله پسې د ادب، ثبات، سیاست او تهذیب عجبه مظاهره شوې، ولې د چا سي ورپام ندی!

ابوبکر خپلواک

06 Nov, 05:48


‏مجاهدین باید خپل عبادت ته زیات پام وکړي، زموږ والد مرحوم به ویل، د روسانو د جهاد پر مهال څو شپې زیات ستړی وم، تهجد به رانه پاتې کېدو، په ملګرو کې اختلافات او مشکلات را پیدا شول، کله مو چې تهجد بیرته پیل کړ، هغه ستونزې خپله حل شوې.

- خلیفه صاحب سراج الدین حقاني -

ابوبکر خپلواک

06 Nov, 05:47


‏کله چې په یو صف کې خپلو قربانیو ته د قدردانۍ اراده وي، هغه بيا په هر ډول شور کې خپل تشخص نه ضایع کوي، همداسې مستقیم او ثابت باقي پاتې کیږي. ان شاءالله دغه د شور مزل به د امارت رنګ ور بدل نکړي. توکل په الله.

@afgwriter1

ابوبکر خپلواک

06 Nov, 05:46


‏دغه د وطن د نن انځور دی چې امن، نظم او اصولو ته پابندي تمثیلوي
ترافیک پولیس د سيداباد په یو چک پاینټ کې د موټرو سرعت کنټرولوي تر څو حوادث را کم شي!

@afgwriter1

ابوبکر خپلواک

05 Nov, 16:31


‏په پوهنتون، د ټولګیوالو مېنځ او د چپیانو په بل هر مجلس کې ما بنده د امارت تمامه ننګه کړې او د سوچه اسلامي نظام واحد ادرس مې معرفي کړی. د فتحې پیل کې فکرمند وم. اوس اطمنان دی. مشکلات نشي نفي کیدای، ولې امېد موجود او د مشرتابه ژمنتیا بې جوړې ده!
@afgwriter1

ابوبکر خپلواک

05 Nov, 16:30


‏موږ یوازې زیات لوستي لرو. باقي د علم قحطي ده. د عصر شور ځوانان پسې اخیستي، یوازې تظاهر کوي. دغه کوم ډول جهل چې نن پر جهان مسلط دی پخوا نه و، شاید ملګري تعجب وکړي، ولې زه ور یادوم چې له علم مې تعریف بېل دی!
@afgwriter1

ابوبکر خپلواک

05 Nov, 16:30


‏د جواد بدر د څنګ ملګرو ته د ثبات دعا کوی، دوی د یو عجب امتحان شپې سبا کوي، چې پل ږدي پر مادياتو لګي، ٤ خواو ته یې شور دی. استغنا ورته طلب کړئ!
@afgwriter1

ابوبکر خپلواک

02 Nov, 03:57


‏یادونه
اسلامي امارت د نظام او مواقفو په حیث د اسلامي فکر او برجسته دیني علماوو له دیده جوړ او جوګه نظام دی
يوازې موږ؛ ته بويه چې خپل پیغام بليغ، فعالیت را مؤثر او د معاصرو قضایاوو په اړه استدلال منطقي کړو!

ابوبکر خپلواک

01 Nov, 16:04


‏رحیم سکندر هم بلا سړی دی، د اربکیانو ټول حساس رګونه ور معلوم دي، لکه ددغه برخې متخصص او مسلکي چې وي،
دائم یې په يوه ټویټ او تبصره دوی ټول راپارولي وي، سره و شنه کیږي او خپلو کې سره داړي.🤭

ابوبکر خپلواک

01 Nov, 16:04


‏اوس د کابل سرکونه زورواکان نه بندوي بلکې ورځ تر بلې د پراختیا او د ترمیم په پلانونو کې راځي، د ښار ګلدانونو کې معتادین نه وي پراته بلکې تر درملنې لاندې د ارام ساه اخلي.
اوس څوک نه شي کولای چې د ازادۍ تر سرلیک لاندې د ډمتوب او غربي فرهنک ودې ته کار او په اسلامي فرهنګ ملنډې ووهي. نقل.

ابوبکر خپلواک

01 Nov, 16:04


‏تیره شپه یو منافق ویلي: “زمونږ نشنلستان او سیکولران ولي خپل مینځ کي تعصب کوو. دا تعصب باید جنرال مبین او خلیفه سراج الدین مینځ کي وي.”

دا بدبخته ذات خبر ندي چي مسلمانان تعصب نکوي خپلو مینځو کي. تعصب د منافقینو او د بي دینه خلکو کسب او پیشه ده. نقل.

ابوبکر خپلواک

01 Nov, 05:02


‏امارت ته منسوب ليکوالان چې ډیری یې "فرهنګي مبارزین" بولي، دوی نه فرصت طلبه مداحان دي او نه عقدیي منتقدین
کوم شناخت چې زه لدوی لرم، دوی د خپل جوړ نیت، ښه اخلاص او ژوندي احساس له وجې د وطن او امارت قلمي ملاتړ کوي!

ابوبکر خپلواک

31 Oct, 11:22


‏اسرائيل څه دی؟
قاري عبدالستار سعید

ځيني کسان اسرائيل فقط یو نهه ميليوني هيواد ګڼي چې په محدوده جغرافيه آباد په ورڅېرمه اسلامي هيوادونو باداري چلوي او یو نيم میليارديز مسلمان امت يې په وړاندې عاجز دی.
خو خبره دومره ساده هم نه ده. دلته هڅه کوو د اسرائيلو د دې اوسني موقف شاليد راوپلټو او د موضوع تاريخي سوابق رڼا ته کړو.
د آخرين نبوت له زمانې وړاندې نړیوال نظم د فارس او روم له امپراطوريو تشکيل شوی و، خو د اسلام په راتګ سره چې د فارس امپراطوري ونړېده، اسلامي امت په شرق کې د غربي تمدن سیال شو. غرب چې د پخواني یونان او مقدوني سکندر له زمانې بیا د مسيحي روم تر وخت یې په نړیواله کچه د یوه مطرح قوت په حیث خپل سياسي، نظامي او فرهنګي هژموني راساتلې وه اسلام او اسلامي امت ته یې په داسې نظر کتل چې په هر لحاظ ورسره سيالي کولای شي.
له هماغه وخته داسلام او غرب شخړه راپیل شوه. په تېرو ۱۴ پيړیو کې دا شخړه له څلورو مراحلو تېره شوې چې کله یو اړخ د برلاسۍ او تهاجم په حالت کې وي او بل دفاع کوي او کله برعکس. لومړنيو پیړيو خصوصا د راشده او اموي خلافتونو په وخت کې چې مسلمانانو د غرب پر خوا فتوحات کول او غرب ګام پر ګام شاتګ کاوه د دې شخړې اوله مرحله وه. صليبي جنګونه چې غرب څه کم دوه سوه کاله په اسلامۍ نړۍ مسلسل بریدونه وکړل او ځیني سیمې یې اشغال کړې دوهمه مرحله وه. له صلیبي جګړو وروسته د مصر د ممالیکو او عثمانیانو په لاس د صلیبيانو شړل، په مدیترانه واک بشپړول او د بالقان په شمول د شرقي اروپا د سیمو فتوحات یې دریمه مرحله وه، له رنسانس وروسته په شرق او ټوله اسلامي نړۍ د اروپايانو استعماري حملې یې څلورمه مرحله و چې تر اوسه په یو شکل دوام لري.
خو په دې ټولو مرحلو کې اسلامي امت که څه هم کله کمزوری شوی، اما داسې حالت ته نه دی تللی چې په نړیواله کچه د لويو پریکړو له سټيج څخه وغورځي. په هر څومره پاشلي حالت کې یې بیا هم د غرب سره سیالي روانه ساتله.
خو سل کاله پخوا د عثماني دولت له سقوط وروسته مسلمانان په لومړي ځل د زبرځواکۍ له منصب نه وغورځېدل. په شرق کې د زبرځواکۍ منصب شوروي اتحاد اشغال کړ او بیا که به شرق او غرب يادېدل مطلب به ترې شوروي اتحاد او امريکا و. دا وخت نو د مسلمانانو غربي سيالانو لکه امریکا، برتانیه، فرانسه، المان وغیره چې د پخواني روم میراثخواره دي، دې ته یې اړتیا نه درلوده چې پاشل شوي، بې څوکه او بې ځواکه اسلامي امت سره ځان په سیالۍ کې مصروف کړي. دوی د مسلمانانو د تحقير، تذليل او د غرب په نیابت سیالۍ پاللو لپاره ورک يهودان سره راټول کړل، دولت یې ورجوړ کړ او د عربو په منځ کې یې د مطلق سياسي، نظامي او هراړخيز ملاتړ په مټ ځای پر ځای کړل.
صهيونست رژيم ته د هغه خروړي سپي کار وسپارل شو چې د کلي خان په خپله دروازه کې تړلی وي او یا هغه ناظر چې د کلي د خان په حمايه او نیابت خلکو ته ښکنځل کوي یا ورسره شخړې کوي.
اسرائیل لکه څنګه يې چې وجود د برتانيې د بهرنيو چارو د وزیر آرتور بالفور لخوا اعلان شوی او د غرب په حمايه له عدم نه وجود ته راغلي، دغه راز یې د پایښت ذمه هم غرب اخیستې. په ملل متحد کې د امریکا د ويټو حق د اسرائيل د دفاع چتر دی، د ټول شرق لپاره په اسرائيلو کې د امریکا د وسلو او نظامي وسايلو ډېپو صهيونست رژیم د نظامي تدارکاتو له اړخه بشپړ په ځان متکي کړی.
ستاسو به یاد وي چې تېر کال د غزې د جنګ له پيل سره د امریکا جنګي بیړۍ په حرکت راغلې او پنټاګون اعلان وکړ چې که هر چا په دې جنګ کې مداخله وکړه د امریکا له سخت ځواب سره به مخامخ شي.
بناء د غزې جنګ د اسلام او غرب د هماغه یو نیم زرکلن تقابل دوام دی، خو فرق دا دی چې پخوا به له اصلي غربيانو سره شخړه وه مګر اوس په حیث د امت د غرب په دروازه کې له تړلي سپي سره شخړې ته پاته شوي یو.

ابوبکر خپلواک

31 Oct, 09:48


‏د خپل او پردي هر هغه برداشت چې بدلون نفي کوي فاسد او اشتباه دی، فتحې چې کومې ګندګۍ په اوله ورځ ورسره جارو کړې شمارل یې کار غواړي
اسلامي نظام نعمت او بدلون په ټولو حواسو حس کېدونکی دی!

ابوبکر خپلواک

31 Oct, 09:48


‏لودیځ میشته اربکیان چې سهار او ماښام د اسلامي نظام په وړاندې د ګستاخۍ مرتکب دي، اساسي ستونزه يې داده چې دوی کوم بنیادي مشترکات نلري چې پرې را ټول شي، د هوا او هوس دغه ډله همدا اوس هم يو بل سره رټي او مصروف دي. برکت شه.

ابوبکر خپلواک

31 Oct, 09:48


‏تاسو کله د اسلامي امارت د مخالفینو ژبې او لهجې ته پام وکړی، د دوی غوڅ اکثریت د کوڅې په ژبه غږیږي او مدام سپکې خبرې کوي. د حیاء او وقار دغه دښمن قشر زه له احترامه(!) اربکیان بولم.

ابوبکر خپلواک

30 Oct, 05:41


‏یعنې که مو شته د میرویس عزيزي په‌شان شي، بیا هم تقدیر نشو بدلولی، مرګ حتمي او انسان دومره کمزوری دی چې د خپل یو مریض معالجه نشي کولای. دا ټول حوادث باید زموږ د معرفت لپاره سبب جوړ شي، ځان او نابوده وپېژنو او حیثیت ته په کتو يې خپل تعامل عیار کړو. "حُب د دنیا" د مشکل مور ده!

ابوبکر خپلواک

29 Oct, 02:39


د نجات جالبه نسخه ده.

ابوبکر خپلواک

29 Oct, 02:37


‏د عالیقدر
ژمنتیا

ابوبکر خپلواک

29 Oct, 02:37


‏د عالیقدر
مهرباني.

ابوبکر خپلواک

28 Oct, 15:56


‏د امیرالمؤمنین حفظه الله د تازه فرمان پر اساس ټولې دولتي ادارې مکلفې دي چې له کورنیو تولیداتو او صنایعو څخه استفاده وکړي. چې په دې سره به د کورنيو تولیداتو کچه زیاته شي، پانګوال به لا زیاتې پانګونې ته وهڅیږي او په ټوله کې به د دې فرمان په برکت پر ځان بسیا افغانستان ته نور هم ور نږدې شو. نقل.

ابوبکر خپلواک

28 Oct, 15:55


‏هغه صحنه مې سترګو ته ولاړه ده چې مرحوم والد صیب مې راډیو ته غوږ و او په خبرونو کې راغلل چې خلیفه صاحب په تور لېست کې شامل او ٥میلیونه ډالر جایزه یې پر سر کېښودل شوه. پلار مې موسک شو: سراج ته حال ورکړئ چې الله ج دې جهاد قبول کړ، مبارک دې شه!

- انس حقاني -

ابوبکر خپلواک

27 Oct, 17:16


‏د لوبې له دغسې میداني بریاو معلومیږي چې په افغان ځوانانو کې د پایټ او سیالۍ ښه وړتیا شته
هیله ده یوه ورځ یې د علم او تهذیب تر څنګ د پوځي صنعت، ټکنالوژۍ او اقتصاد په برخو کې پېشرفت همدغسې حس شي، دا هیله یوازې له خپل "اسلامي نظام" کېدلی شي!

ابوبکر خپلواک

27 Oct, 14:58


‏افغانان په دين باندې د ننګ په برخه کې پياوړي مسلمانان دي، خو د معاملاتو د سموالي او پاکوالي په برخه کې د اندېښنې وړ کمزورۍ لري او دا کمزورۍ مستقیماً په تقوا او مسلمانۍ اغېز کوي، چې له همدې امله بيا نه په مال کې برکت پاتې کيږي او نه په ژوند کې راحت وي. نقل.

ابوبکر خپلواک

27 Oct, 13:31


‏جواد بدر محصل او پوهنتون له انګړه د امارت ملګری او مجاهد و، په صف کې ددغه میدان ځوانان چې په خورا اخلاص او شعور یې د امارت انتخاب وکړ، د ناز او شفقت وړ دي
دا به زیاته ناځواني وي چې د خپل "فاسد مزاج" له وجې دوی تحقیر او انګیزه یې ووژنو. شکر امارت دغسې اراده نلري!

ابوبکر خپلواک

27 Oct, 13:29


‏په ټولي د شهــیدانو کې مې غواړه
له سر تاو به مې همغه خړ څادر وي
.
جواد بدر "تقبله الله"

ابوبکر خپلواک

22 Oct, 05:12


‏د الوت لپاره دوه وزر په کار دي
هم ايمان او هم کمان به درسره وي
د دنيا کار د دنيا په تدبير کیږي
خو رڼا د پاک قرآن به درسره وي

حيف، چې نن چا په ايمان منګولې ایښي
ځينو ځينو یې کمان دی غورځولی
ځينو نورو په کمان ايمان راوړی
له سينو یې حق ايمان دی غورځولی

ق. عبدالستار سعید

ابوبکر خپلواک

20 Oct, 14:36


‏ملګري شاهد دي، ما څو کرته د دوی په مجلس کې تکرار کړې چې؛
"له اکټرر جاوید مومند نامي اربکي مې ښه نه راځي، د الله تعالی په خاطر ورسره کینه او دښمني لرم. "
تاسو هسې زما برداشت او پېریان نه منی، سړی مو ولید چې داخل کې څومره ککړ او مریض وخووت.😂

ابوبکر خپلواک

20 Oct, 09:44


‏عجبه د امتحان زمانه شوه. مسلسلې ابتلاوې دي او موږ یو. "عام الحزن" بیا راباندې تکرار شو. د امت د شهید غم په تمام وجود حس کیږي. د ماتم ددې سنګینۍ مثال بخي نشته. هېڅ په لاس نه راځي. محاصره یو. یهودي راج ګوره. لاحوله و...
‎#یحیی_السنوار

ابوبکر خپلواک

06 Oct, 17:39


‏زما سره سوال. ايله حل شو. د "ابو یوسف شهید" د شجاعت او تهذیب په علت پسې ګرځېدم. اوس پوه شوم چې د اسلام ددغه زوی ابتدایي نمو او پرورش د غزني په "نور المدارس" کې شوی. هغه د هېواد د علم او معرفت مشهور ادرس دی!
‎#7October

ابوبکر خپلواک

06 Oct, 17:39


‏اې د اسلام زامنو!
د امارت د یو ادنا مجاهد سلام قبول کړی. نن پر هاغه اکتوبر ۲۳ کلونه اوښتي. استقلال اعاده شوی او شریعت چارې سمبالوي. نه د ناټو عسکر شته او نه یې ملګري اربکیان. د اطمنان دغه متن مې هم د دوی پر کمپیوټر ټایپ کړ. دعا او درناوی.
‎#7October

ابوبکر خپلواک

06 Oct, 04:13


یو عام مشکل دا دی چې ملګري له مسائلو سره احساساتي چلند کوي، کنه اکثره موارد استدلال، فکر او سوچ غواړي.
د راشد خان له واده را نیولې بیا له تحرریانو سره تر اختلافه، په دواړه مواردو کې یوه عامه او نرمه شانتې "رواني بې‌ثباتي" حس کېدله!

ابوبکر خپلواک

06 Oct, 04:13


د هېوادوالو نن ورځ پدې خبر سره پيليږي. "فلایټ راډار ٢٤" وایي د افغانستان له هوايي فضا څخه نړیوالې الوتنې زیاتې شوې چې له وجې یې په کلني ډول ٣٧ میلیونه ډالر عواید د دولت بودیجې ته ځي!
یا رب لک الحمد

ابوبکر خپلواک

05 Oct, 05:06


تر څو چې مو د کندهار په شاوليکوټ، د هلمند په مارجه، د غزني په ګیلان، د وردګو په سیدآباد، د لوګر په برکي برک، د کندز په امام صیب، د بادغیس په مرغاب د فارياب په شرین تګاب او...
کې ترسره شوې سرشندنې نه وي قلمبند کړې د سبا نسل دا صف (ا.ا.ا) سم نشي پېژندی!

ابوبکر خپلواک

03 Oct, 14:38


‏د انگليسي ژبې د زدکړې په مراکزو کې د مجاهدینو شتون حس کیږي، ښکاري داسې چې د "امېد صف" پر معاصر شور کې د ذوب کېدو پر ځای ځان جوګه کوي او د سیال کېدو تصمیم لري. توکل په الله.

ابوبکر خپلواک

03 Oct, 14:38


‏پر خپلو فردي وړتیاوو کار کول ځکه لازم دي تر څو موږ د خپل "شته تشخص" سره په ښه ډول جوګه شو. ددې به ګټه دا وي چې عزیز ملت به بیا سېکولر لچکانو ته نه اړ کیږي او میدان په د تل لپاره د راست جهت سره محفوظ وي!

ابوبکر خپلواک

03 Oct, 14:38


‏د عقل خاوندان باید نور پند واخلي او د "اسلامي نظام" د شفقت، مهربانۍ او عظمت په مورد خپل شکوک رفع کړي.
دغه جالب تلاوت تازه یو معالجه شوي معتاد کړی!

ابوبکر خپلواک

03 Oct, 14:37


‏پر دغه ادرس (امربالمعروف) د خپل او پردي اکثره نیوکې د یو اېجاد سوی‌تفاهم له وجې دي، هیله ده خپل مشکل مو ددغه مرکې په اورېدو سره حل کړئ!

ابوبکر خپلواک

02 Oct, 06:45


م. حکیم مظهري شیخ صاحب ته دې الله تعالی اوږد عمر او ښه صحت ورکړي، د مکتوبات امام رباني مقدمه؛ په صفا پښتو او اجمال سره جالبه تشریح کوي، سبا به غالبا د ١٨٩م نمبر درس خپريږي.
.
youtube.com/@ismat313/videos

ابوبکر خپلواک

02 Oct, 06:44


امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایت اورېدو وزارت:
کندهار کې څلور تنه مسلکي کوډګر نیول شوي دي.

تبصره:
دغه صفایي د شاروالۍ تر هغې بهتره او لازمه ده، کور یې د امربالمعروف ودان چې د تهذیب دښمن پسې اخلي!

ابوبکر خپلواک

01 Oct, 18:24


برکت

ابوبکر خپلواک

01 Oct, 17:50


‏مرشدی را جوی کو باشد تمام
تا شوی اندر حضورش نیک نام

مولانا ؒ

ابوبکر خپلواک

01 Oct, 07:05


په کومه نړۍ کې چې د بیان د ازادۍ تاوده شعارونه پورته کېږي، هلته صهیوني متجاوزینو تر یوه کال په کمه موده کې 174 ژورنالیستان وژلي او ټولې بشري ادارې ورته د خاموشۍ لاسونه پړقوي.
په حقیقت کې د بشر حقوق او د بیان ازادي هغه دي کوم چې د شیطان د ټلوالې مصالح تأمینوي او بس. نقل قول.

ابوبکر خپلواک

01 Oct, 07:04


تذکر
پورته دوه یاداشتونه د خپل ځانګړي اهمیت وړ دي، هیله ده خپله یې هم ولولی او د خیرخواهۍ پر بنیاد یې تر نورو هم وروسوئ.

ابوبکر خپلواک

01 Oct, 07:00


شبه همدلته ده، ده راته کړه چي بدعت وایي څه ته؟ ما وویل د بدعت ګڼ شمېر تعریفونه دي خو خلص یې دا دی چي په دین کي داسي څه زیاتول چي په اړه یې شرعي دلیل وجود ونه لري.
په دې سره ده راته وویل چي ښا!
دا راته ووایه چي یو کار په دین مبین کي مقصود دی او په اړه یې د کولو امر سوی دی خو هغه د زمانې د بدلون په وجه په هغه طریقه نه سي ادا کېدلای په کومه طریقه چي د الله رسول صلی الله علیه وسلم او د هغه د اصحابانو په زمانه کي ترسره کېده،نو که اوس د زمانې د مقتضیاتو او خاصو شرایطو له وجي د هغه د ترسره کېدلو لپاره یوه ځانګړې طریقه ایجاد سي آیا دا به بدعت وي؟ د مثال په توګه د دین زده کول او نورو ته ښودل اړین او د دین د هدایت مطابق ضروري دي خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کي د دین د زده کړي لپاره یوازي صحبت کافي و، دتعلیم لپاره مستقل نظام وجود نه درلود، نه مدرسه وه، نه کتابونه او نه نور څه، خو وروسته زمانه داسي واوښته چي یوازي صحبت کافي ونه ګڼل سو نو د کتابونو او مدرسو ضرورت پېښ سو، په نتیجه کي یې کتابونه ولیکل سوه، د مدرسو قیام پیل سو او یوه لویه سلسله روانه سوه، آیا دغه سلسلې ته موږ تاسي اوس یوازي په دې وجه بدعت ویلای سو چي دا سلسله د الله د رسول صلی الله علیه وسلم او د هغه د اصحابو په وخت کي وجود نه درلود؟
ما (منظور نعماني) وویل چي نه! دې سلسلې ته موږ ځکه پر دین زیاتوب نه سو ویلای چي خپله یاده سلسله په دین کي مقصود نه ده، یوازي وسیله ده، که وسیله پخوانۍ سي او د اوس لپاره تاثیر ونه لري نو یو نوی ابتکار د جواز په چوکاټ کي بدعت نه بلل کیږي.
حضرت رائپوري رحمه الله راته وویل :
"مولوي صیب! دا ستا زړه چي کوم شیان بدعت ګڼلي دا ټول د همدې وسیلې له قبیله دي، د مثال په توګه د خدای رضا او محبت حاصلول، او یو ګړی د هغه څخه توجه نه اړول ددین یو مهم مقصودي او مامور به کار دی ،قرآن وسنت ددې امر کړی او له دې پرته ایمان نامکمل دی خو ددې کار لپاره په خیرالقرون کي یوازي صحبت کافي و، او کله چي استعدادونه پاته راغله نو ددې مقصد د حصول لپاره د "ذکر او فکر دکثرت" ټکی رامنځ ته سو او تجربې ثابته کړه چي دا پر ځای رامنځ ته سوی ټکی دی او ګټور دی".
همداسي ځیني مصلحینو د نفس د ماتولو او په هغه کي د نرمۍ پیدا کولو لپاره ځانګړي مجاهدې رامنځ ته کړې، ځینو بیا د ذکر د تاثیر د زیاتولو او د الهي میني په زړه کي د ځای پر ځای کولو لپاره پر سینه باندي د ضرب حل لاره را وایسته، خو دا هر څه مقصود بالذات نه دي، یوازي علاج او تدبیر دی، که مقصد ددې لارو پرته حاصلیږي نو ددې د ترسره کولو هیڅ اړتیا نسته او که مقصد په دې سره حاصل سي نو هم یې نور ضرورت نسته او هیڅوک دې ته د مقصد په نظر نه ګوري، د تصوف مشایخ د زمانې د بدلون او مقتضیاتو پر اساس، د خلکو د استعدادونو په ملاحظه کولو سره مختلف اشخاصو ته په بېلابیلو زمانو کي رقم رقم طریقې ښیي، ځیني کسان داسي هم یي چي ددې ټولو طریقو پرته ورته الله تعالی هرڅه نصیب کړي یي نو هغوی ته یې اړتیا هم نه پیښیږي.
شیخ منظور نعماني رحمه الله لیکي چي د حضرت رائپوري رحمه الله په دې بیان سره ما ته راپیښي وسوسې لیري سوې او په زړه کي مي دا طلب پیدا سو چي زه هم باید په دې مقدسه سلسله کي شامل سم، نو مي ورغبرګه کړه چي حضرت صیب!
که د ذکر ددې خاصو طریقو مقصد دا یي چي د الله تعالی محبت او خشیت په زړه کي برقرار سي نو زه هم ددې کار محتاجه یم، البته زه دې کار ته مستقل وخت نه سم ورکولای، ځکه چي زما نور ددین کارونه روان دي او هغه په دې سره تر اثر لاندي راځي.
حضرت رائپوري رحمه الله راته وویل:
"مولوي صیب! دا تصوف ته تاسي ولي په دې نظر ګورئ چي تصوف به موږ د دین د نورو خدمتونو څخه ګرزوي؟ تصوف خو د دین په کارونو کي لا نور قوت راولي، بس دا نو د الله تعالی مشیت دی چا ته چي الله تعالی ښه استعداد وربښلی یي هغه تصوف ته توجه نه کوي، که دوی تصوف ته لږ توجه هم وکړي دوی به وګوري چي ددوی دیني مشاغل څومره پیاوړي کیږي، څومره تقویه کیږي او څومره روحیه ورته حاصلیږي؟ مجدد الف ثاني، شاه ولی الله او سید احمد صیب رحمهم الله چي څومره ددین خدمتونه د هندوستان په کچه ترسره کړي هغه پر هیچا پټ نه دي، د هغوی د خدمتونو راز تاسي وپلټئ نو درته ښکاره به سي چي په دې کي د هغوی د اخلاص او د زړه د هغه ځانګړي قوت دخالت و کوم قوت چي دوی ته د تصوف د لاري حاصل سوی و.
بیا یې وویل:
خدای خبر تصوف ته خلک په کوم نظر ګوري، تصوف خو یوازي د عشق او اخلاص رامنځ ته کولو یوه ذریعه ده، د عشق په قوت او د اخلاص په برکت چي څنګه کار مخ ته ځي د اخلاص او عشق د محرومیت په صورت د هغه تصور هم نسي کېدای.
نوټ: دا مکالمه د شیخ منظور احمد نعماني د کتاب " تحدیث نعمت" څخه ما رااخیستې ده.

دوهم نوټ:
یاده مکالمه ما د خپل فهم مطابق را اخیستې ده، تحت اللفظ ژباړه مي نه ده کړې.
(۲/۲)

ابوبکر خپلواک

01 Oct, 07:00


"د تصوف په اړه یوه جالبه مکالمه"
ژباړن: م. سید عبدالرزاق

د هندوستان مشهوره ملا او د حنفیت لوی مناظر شیخ منظور نعماني په خپل کتاب "تحدیث نعمت" کي لیکي:
زه د هندوستان د طریقت لوی او کثیر الجهت پیر او مرشد حضرت عبدالقادر رائپوري رحمه الله ته ورغلم، د هغه کارونه او د خپلو مریدانو سره د هغه تعلق مي له نژدې وڅاره، زما ژوند خو ټول دداسي استاذانو سره تېر سوی و چا چي یا خو دارالعلوم دیوبند کي سبقونه ویلي وه او یا یې د دیوبند د استاذانو سره ډېر قریب تعلق درلود، او آخري دوه کاله ما د تفسیر او حدیثو درسونه خپله دیوبند کي ویلي وه، ځکه مي د تصوف په اړه نظر داسي جوړ سوی و چي بې له شکه تصوف د دین یوه مهمه او ځانګړې شعبه ده خو د خانقاوو رائج الوقت طریقې زما نه خوښېدلې، په همدې نظر وم چي د رائپور خانقاه ته ورسېدم، د ماښام د لمانځه تر اداء کولو وروسته حضرت رائپوري رحمه الله زه د خپل ځان سره یو ځای کښېنولم، په دغه اثناء د حضرت رائپوري رحمه الله ځیني مریدانو د "نفی او اثبات" او ځینو نورو د "اسم ذات" ذکر کاوه او په یوه ځانګړې طریقه یې پر سینه ضربونه لګول، ددې حالت په لیدو زه په خپل ذات کي تنګېدم او زړه مي د انقباض حالت محسوساوه، ځکه مي جرات وکړ او حضرت رائپوري رحمه الله ته مي وویل:
"حضرت صیب! ما خو چي ټول عمر ددین په اړه څه لوستلي او کتابونه مي کتلي ما خو داسي فهم ترې اخیستی چي اصل دین هماغه دی کوم چي د الله رسول صلی الله علیه وسلم راوړی او وروسته د هغه د مبارکو اصحابانو په واسطه تر موږ رارسېدلی، خو دغه مخامخ چي ستا کوم مریدان څنګه ذکر په جهری طریقه کوي زما د معلوماتو مطابق نه خو د الله رسول خپلو اصحابانو ته ددې تعلیم ورکړی دی او نه صحابه کرامو امت ته داسي دین رانقل کړی دی، دې طریقې ته زما سودا ده چي دا دکوم ځایه ثابته ده؟ هیله ده تاسي زما د زړه سودا را وکاږئ!
په جواب کي حضرت رائپوري رحمه الله راته وویل:
"دغه خواران (ذکر کونکي مریدان) د بل کار نه دي، دوی ددین بل کار لکه تصنیف وتالیف، درس وتدریس او سیاست وتبلیغ نسي کولای؛ ځکه موږ دوی ته د الله تعالی د ذکر دغه طریقه ورښیو، او تاسي (منظور نعماني) خو ددین نور کارونه کوئ او ماشاءالله برحاله ددین په اړه تصنیف او تدریس مو مشغله ده، نو تاسي په دې کار کي سودا مه بندوئ!"
شیخ منظور نعماني رحمه الله فرمایي چي دغه خبره زما د پوښتني جواب بیخي نه وه خو حضرت رائپوري رحمه الله بیا هم پر دغه خبره بسنه وکړه او د بحث موضوع یې د هندوستان سیاسي حالاتو ته واړول، دوهمه ورځ بیا د ماښام تر لمانځه وروسته د حضرت رائپوري رحمه الله مریدانو هماغه ذکر په هماغه طریقه شروع کړ نو زما بیا تاب ونه سو او بیا مي هماغه پرونۍ پوښتنه تکرار کړ، په جواب کي یو ځل بیا هماغه جواب راته تکرار سو او د موضوع څخه د وتلو لپاره حضرت رائپوري رحمه الله د هندوستان پر سیاسي کړکیچ بحث شروع کړ، شیخ منظور نعماني لیکي چي کله زما د خوب وخت راغلی نو ما خپله د خپل ځان سره مباحثه او مناقشه شروع کړه، سائل هم خپله وم او جواب مي هم خپله جوړاوه، زما زړه راته ویل چي ستا پوښتنه او فهم بې معنی دی، دا زه چي په زړه کي دغه د ذکر مخصوصه طریقه بدعت ګڼم په حقیقت کي دا بدعت نه دی زه غلط تصور ته تللی یم، او دلیل ددې خبري دا دی چي مجدد الف ثاني، شاه ولی الله دهلوي، سید احمد شهید او شاه اسماعیل شهید ټول ددې مخصوصي لاري لارویان وه او ددې طریقې د تعلیماتو څخه یې کتابونه ډک دي، ددوی د ژوند تر ټولو لویه کارنامه همدا ده چي دوی خاص پر همدغه طریقه د خلکو اصلاح کړېده، نو که دا طریقه بدعت وي بیا خو باید اول پر دوی د بدعت طرف ته د دعوت ورکونکو ټاپه ووهل سي معاذالله! خو ددوی دیني خدمتونه، ددوی تفقه في الدین، ددوی اصلاحي انقلاب او ددوی تجدیدي کارنامو زه دې ته آماده کړم چي فکر مي خپل غلط دی او دوی په سمه وه، په دې خپل منځي مناقشه مي ذهني توازن لږ ځای ته راغلی ،البته دا فکر لا خپل پر ځای پاته و چي د یادي طریقې د اثبات لپاره باید دلیل وجود ومومي، او د حضرت رائپوري د غیر متعلقه جواب په هکله مي ذهن ته راغله چي شاید ده به زما پوښتنه ځکه صرف نظر کړې وي چي زما مقصد طلب د حق نه و، ما ته ددوی دا طریقه له ریشخنده ډکه ښکارېده او دا خبره پر حضرت رائپوري منکشفه وه چي حقیقت هم و.
د حضرت رائپوري رحمه الله یو معمول دا و چي د سهار د لمانځه تر ادایني وروسته یې دوه یا درې میله مزل کاوه نو زه هم ور پسې سوم او دغه د تګ په جریان کي مي ترې وپوښتل چي ما خو پر خپله پوښتنه خپله فکر وکړ او دې نتیجې ته ورسېدم چي زه په خپل فکر کي غلط یم، خو دا راته ښکاره نه سوه چي غلطي چیري واقع سوې ده؟
ده چي زما خبره واورېده نو مسکی سو او وې ویل:
مولوي صیب! تا ته به زړه کي همدغه شبه لاحقه وي چي یاده طریقه بدعت ده؟ ما ورته غبرګه کړه چي هو!
(۱/۲)