النبوي بصري څانګه @abawynat88 Channel on Telegram

النبوي بصري څانګه

@abawynat88


النبوي بصري څانګه دهیواد دپرمخ تللو ادب فوهانو
اوشـــاعرانو په جالیبوموضوعاتو جوړاشعار ستاسی
درانه حضــــور ته وړاندي کوؤ زمـــوږ سره پاتي شئ
په درنښت دمسؤل رابطه
https://t.me/abawynat88

النبوي بصري څانګه (Pashto)

د النبوي بصري څانګه یوه تللو کانال ده چې د پرمخ تللو ادب، فوهانو او شعرانو په جالبوموضوعاتو کې جوړې شوي. دا کانال یوازې یوه نړې حضور ته وړاندې کولو او پاڼې شي چې دا خلکه د خوندي رابطه له لاره وړاندې کوې. موږ دا تاسو ته پیش کولو ده چې دا کانال د تل دفتر په هېواد او وخت کې د پرمخ شعرونو، ادبياتو او فوهانو اړخیز بحثونو او ورکړې وایې. چې هم د دغه کانال سره پېژندل شئ، کولای شه عضو شوئ او به د هغوی ټکړې پیژندل کېږي. د کانال ته د لینک له خوا پیوسته کوئ شئ: https://t.me/abawynat88

النبوي بصري څانګه

19 Jan, 15:39


جنتو کـې هم جانان له خدایه غواړم
خپل ملګري او یاران له خدایه غواړم

زه د واړه جـنـتـونـــــو پــه بــدل کـې
پکې خپل افغانستان له خدایه غواړم

خړ سنګر خړه چانټه او تور ټوپک زه
تلاوت د سپین قرآن له خدایه غواړم

هسمایه یې چي جنت کې شمه ربه
زه نـبـي آخـر زمان له خدایه غواوم

پـه اتـیـا زره عــالــم کــې زه مـلګرو
نـازولـی طالب جان له خدایه غواړم

خادمین چي شي د حورو د سردارې
ځکه حوري او غلمان له خدایه غواړم

یـو شـفــاعت لوګـری بـه ورسـره وي
بـل ښـاغـلي شاعران له خدایه غواړم

شفاعت لوګری
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

19 Jan, 15:38


ستړي دادنیاده ځکه خلګ یې هم ستړي دي
ښکلي هادنیاده ځکه خلګ یې هم ښکلي دي

ټوله مشرکان دي له وحدت څخه انکارکوي
ډیري سجدي وبتانولره کړي دي

لاړبه شي مکي اومدیني لره هغه کسان
څوک چي په دربارکي دمولا انتخاب شوي دي

ای ګرانه مسلمه دشیطان متابعت پریګده
داسي مخلوقات وذلالت ته رسیدلي دي

ته غفوررحیم یي دګناهو مغفرت غواړم
خیردی که مي څومره ګناهونه درته کړي دي

ډیرکوښښ کومه چي عاشقِ  حقیقي جوړشم
داپالتوعشقونه حذیفه تجربہ  کړي دي

فریداحمدحذیفه
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

19 Jan, 15:38


نړۍوال شکست'''

د مسلمانو کارنامې دي، تاریخه ویې لیکه
د نړۍوال شکست کیسې دي، تاریخه ویې لیکه

د فلسطین غیرت دې ولید، کنه تاریخه
د قربانیو نتیجې دي، تاریخه ویې لیکه

د مظلومانو دعاګانې، تر عرشه لاړې
په ختمیدو تورې تیارې دي، تاریخه ویې لیکه

په ازادۍ مین زلمي دي، کړه ثبت په زړه کې
دا سر سپارلي د غزې دي، تاریخه ویې لیکه

په ننګ یې سترګې پټې نکړې،خیانت ونکړې
د تکبیرونو انګازې دي، تاریخه ویې لیکه

دې مهاجر بدر! د زړه غږ، در ورسؤی
هغه که شعر که ترانې دي، تاریخه و یې لیکه

محمد بدر
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

19 Jan, 15:38


وخت هم لکه بخت راسره نکړي یاري
چه مي خوږمن زړګی مدام زوره وي

دهجـــردردپه مخــــه کړی آشــنا
شولــه بــي یـاره راتــه اورزنــدګي

ځانګم راځانګــــمه خوب نه لرمه
شهیده ستا انځورمي لیک په زړګي

چه کله ستـادمزارشنختي ګورم
نوشم مایوسه له دي سـتړي فاني

مینه کول مینه پالل ګوره آسانه نده
ملاهیوادتنهایِیَ سړی په اورسوځوي

نورګل هیواد
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

19 Jan, 15:38


د هجر توره شپه تيريږي کله
اوښکې له سترګو نه بيليږي کله

ورک مسافر به راستنيږي کله
د وصال زيری پرما کيږي کله

دا تشنه لب مې اوبه کېږي کله
د هجر سرې غرمې تيريږي کله

د يار بيلتون لکه شبخون راغلی
د وصل څرک به راټوکيږي کله 

د فراق تنده به ختمیږي کله
باران د وصل به وریږي کله

زړه له دردونو نه خلاصيږي کله
ډيوې د هيلو به بليږي کله

خپه خپه ښکاري حارث فراهي
د خوښۍ ټال کی به ځنګيږي کله

حارث فراهي!
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

19 Jan, 15:38


زموږزړه یی زموږتن یی زموږځان یی زموږسایی
ای وطـنه راته ګـران تــردي څـور کنـجـه دنـيا يـی

ته ده ګران مرحوم عمرهم ده منصوراو جلال کور یی
کـورده ورک استاد یاسر یی اوکورده نر دادالله یی

تاکی ماتشوله ده رب فه نصرت ډیر غربي فوځونه
دبــاتــورو زلــمــوکــوریی ته زړه دټوله آسـيایــی

دســـرو په قــربـــانه یو کــړي ازاد غازي زلـمـــيو
ته ده للیـــو شُـــهداؤ په وينــو رنګ اوزيـــبایــــی

آبادي ته دی په مينه اوس زلمو مټي رانغښتی
ای غـــازي افــغانــســتانه ته وياړلي اریــانایی

اوس دي سپــين بیــرغ فه غيږ کي لراوبر وزرونه
زه احسان درنه قربان شم ته کور ده طالب مُلا یی

شاعرطالب احسان
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

19 Jan, 15:37


غزل

زه په تشکیل ځم روانېږمه، یار مه خبروئ
رخصت به رانکړي ویرېږمه، یار مه خبروئ

د یار د یوځل ملاقات په هیله پاته یمه
ناوخته کیږي ترې تیرېږمه، یار مه خبروئ

داخو مرګونی انقلاب دی بېلوي مو سره
تر څو هدف ته ورسېږمه، یار مه خبروئ

زما په تګ به رقیبان پر خلکو زېرې ویشي
زه خو له هرڅه نه خبرېږمه، یار مه خبروئ

بخشش کوی د مهاجر بدر! د زړه یارانو
دخدای پامان درنه بیلېږمه، یار مه خبروئ

محمد بدر
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

19 Jan, 15:37


وزیرستانه

دا ستا  په  غېږه  کې  اوسېږي بهادر زلمي
ښکلي څڼېور زلمي
جار وزیـــــــــرستانه
درته  به  راوړي  آزادي  انشاءالله زر زلمي

په تور لینګیو جوړ محشر دی
ورته هر خـــوا خطر خطر دی
کړي پرې بریدونه د پیکاوو او لانچر زلمي

له جنګ جګړو به په امان شې
جوړ به د ګــــلو   ګلستان شې
چې لرې داسې ننګیالي او تېر له سر زلمي

کمین کمین مورچل مورچل یې
هر یـــو دښمن لره اجــــــــل یې
غرو  ګړنګو  کې دې اوسېږي  زړور زلمي

رنګ به راوړي د شهیـــد ویني
سرې څاڅکي څاڅکي ګلورینې
قربانـــــــي شوي دي په تا لکه نښتر زلمي

زار دې شم زار د غیرت کوره
اخلې ښکلا له طالب وروره
لکه زمــري جنګېږي تل په هر سنګر زلمي

ورته ښایسته اشعار لیکمه
حافظ عاجزملنګ ستایمه
د جهادونو غـــــــورځنګونو زلمي نر زلمي

حافظ عاجزملنګ
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

19 Jan, 15:37


کابل جانه



سپین توغ دی رسېدلی دی اوږو ته کابل جانه
په تا کي کله ځای ستـه وه پردو ته کابل جانه

نړۍ دي پرزه ولې ده یؤ ځل نه څو څو واره
غیرت دي ورمعلوم دی ونــــــاټو ته کابل جانه

جنت جنت يې خپلو غیرتمنو شازلمو ته
دوزخ يې چي تا پلوري وهغو ته کابل جانه

سلام دي کوم غېږه کي رئس الوزرأ ته
سلام دي ټولو مېشتو پرګنو ته کابل جانه

زاهد دي اوس په اړه څه زرينې کرښې لیکي
زاهد دي مخه کړې ده ټپو ته کابل جانه

هدایت الله زاهد
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

19 Jan, 15:37


ای دخپل عصر ابدالي زلمیه
ای پـــه ملت ابراهمي  زلمیه
دتقوا زغره په سینه ساته تل
پــه لاره ځـه د ایوبي زلمیه

په تدبيراخله هرقدم مخته ځه
په حقه لاره ښه محکم مخته ځه
پام به کوې په دې زخمي ولس تل
زخمونه کړه ورته ملهم مخته ځه
اوس له پخوا دی درته سترمسولیت
کــومک غواړه له الهي زلمیه

دې ازادۍ ته مو ورکړي زړګي
د ژوندانه له هار وتلي غمي
دا اذادي او امارت امانت
ورقربان کړې شهید یار ګل ځواني
ټوک ټوک وجود شهیدان یاد کې ساتئ
تــرېنه دي پاتي یې بچي زلمیه

ماته دې کړه ستره بلا زړګیه
درسره مل یې وه دوعا زړګیه
تل یې پوښتنه ښه له زړه نه کوه
ستا په غم کړه ولس ژړا زړګیه
خلاصه کړه غېږه داخلاص دې ورته
کړه یې ملهم اوجود زخمي زلمیه

تاریخ وګوره د مشرانو قربان
ارمـان ساته د فیدایانو قربان
لا په سنګر یې وینې پاتې لمدې
خیال به ساتې د شهیدانو قربان
ضایع چې نه کړئ یې سپېڅلې وېنې
کــومه سوال قسیم بدري زلمیه

قسیم بدري
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

19 Jan, 15:37


ستــا بـیلتـون🥲


ستا بیلتون رنځور کړمه وتلی یــم له کار
ده زړه په درد اخـته یم زړګي مي ناکرار

ځــکـــه درنــه لاړم نـور نــوو وبــخـښـه
مه کښینه زړګیه اوس دي نه دی هغه یار

خیر دی سر کړه پورته سترګي پاکي کړه
مـه ژاړه زړګـیـه تـه یـی هسـي انتـظـار

ولــي دي هــیـر کـړی یـــم زمــا ګــرانــه؟
زه خـو بـدل نه شـوم زه ولاړ لـکـه چـنار

وخــت دا تـقاضا وکـړه زه ګـرم نـه یـم
ځکه بیا راستون نشوم چي تللی پر دا لار

دا غُــرور دي ولــي تـر پـخـوا کــم دی؟
اوس آا بشـرمـل نـه یـی وتـلـی لـه کــار

#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

19 Jan, 15:37


عزل

اوښکي مې له سترګو نه ګریوان ته رسیدلي دي
تاپسی مې ګرانه بیګا دومره ډیر ژړیدلي دي

هغې ورځې وروسته مې ارام ګله ورک شوی دی
ما چې ستا خوږې سترګې  له کله نه لیدلي دي

ګرانه دژوندون سکون می ورک دی خوشالی ورکې
واوره ارمانونه مې دزړه ټوله وژلي دي

دا یو څو بیتونه ګران حافظ روښان ډالۍ درته
یاره په ډیر درد کې مې دا څو کرښې لیکلي دي

روښان صبری
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

19 Jan, 15:37


زه پوهېږم ملګرتیا مو لاتازه ده او خوږه ده
مینه زما اوستا زړګیه لاړنده ده او خوږه ده

زه پـه تـا کـړمـه باور ته په ما کـړې اعـتـمـاد
هـمـد غـه مـو دمـینې سلسله ده او خوږه ده

نوپه دې کې څه خبره چې یې کړمه پټه پټه
دمـلـګـرو دمـیـنـې یــو دمـــه ده او خوږه ده

یوله بله سره مرسته او یوالۍ مو ښکاره دی
دنـړی پـر مـخ څپیړه لا درنـه ده او خوږه ده

حکمت الله هلمندیه هـمـدغه می توصیه ده
ای ملګرو چې وفـا وې اجازه ده او خوږه ده

#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

19 Jan, 15:36


دباران څاڅکي!


لوی رحمتونه دباران څاڅکي دي
دیار یادونــــه دباران څاڅکي دي

زموږ عملونه دصحرا ځوځان دي
لکه ګلونه دباران څـاڅــــــکي دي

اوبه وي تږې زمکې دښتې میرې
نڅيږي غرونه دباران څاڅکي دي

راشـــــنه کوي مینه اولفت عاطفه
رغــوي زړونه دبـــاران څاڅکي دي

زاهد دمینې له غـــــــزل شعر څخه
وايــــــــــې بیتونه دباران څـاڅکي

هدایت الله زاهد
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

19 Jan, 15:36


نن مي د جوړ کړی په ګلونو کي
څنډي د دسمال په ګلدوزونو کي

ځکه يي له نوم مچکي اخلمه
ثبت مي دی د شونډو په سرونو کي

زه يي تصور کي جوړوم تصویر
ساتم یی د زړه په دیوالونو کي

توري خماري سترګي او جګ باڼه
نقش به يي کړم ټولو کتابونو کي

تاو راتاو وریښمین ولیل ځلفان د یار
خوند کړي د قران په ایاتونو کي

ور دي کړه دیدن شهکار شپونکي لره
یاره د ښکلا دي په خوبونو کي

شهکار شپونکی
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

19 Jan, 15:36


ده زمونږ خوښه د پګړۍ لاره
مونږ ته دې نه ښیي نړۍ لاره

دار یې د نوي ژوندون پیل ګاڼۀ
منصور وهله ګړندۍ لاره

څوک چې په سپینو باندې تور لګوي
کړﺉ یې وربنده د مرۍ لاره

هر څه مو تېر کړله د رب لپاره
اغزن مزل،د تروږمۍ لاره

که خپله نه کړو د نېکۍ لاره
پر دوږخ جوړه ده نرۍ لاره

یارمله!! رسي به د مرګ ساحل ته
د ژوندانه ددې بېړۍ لاره

یارمل کندزي
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

19 Jan, 15:35


غـــزل:

پښې دښایستـونو له محله اړوي
ستړي ستړي پلـونه تر منزله اړوي

بیا لکه چې کړې رقیب خپله قصدمندي
بیا ولې لالی سترګې په  بله اړوي؟

کله اړولی شمه سترګې ستا له مخ
کله مُچۍ مخ له زېړه ګله اړوي

تل دګریوانونو تڼۍ خلاصې ګرځوي
دا خلک ځانونه په غم خپله اړوي

ګوره! په هر چا پسې دروغ، غیبت، بهتان
ګوره! په بل مخ دنیکۍ تله اړوي

داسې د دُنیا په ټولَولُو دي اخته
ته وا چې عُمرونه له اجله اړوي

نور به مبارز څومره دردونه تېروي
پاڼې دیادو به دې تر کله اړوي

مبارز اریوبي.
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

19 Jan, 15:35


تلاوت

نور دی رڼا ده د قرآن تلاوت
ذکر ثنا ده د قرآن تلاوت

د هر مرض او هر رنځور لپاره
دم او دوا ده د قرآن تلاوت

ډوډۍ اوبهْ خو د جسد غذا ده
د روح غزا ده د قرآن تلاوت

که د الله رضا غوښتونکی وي څوک
د خدای رضا ده د قرآن تلاوت

لهْ ټول مخلوق به بې پروا شې واوره
د زړهْ غِنا ده د قرآن تلاوت

دي بختور چې یې صبا پهْ همدې
هم یې بېګا ده د قرآن تلاوت

که غواړې رب ته شې نږدې یاسینه
قُرب د مولا ده د قرآن تلاوت

یاسین عبیده
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

19 Jan, 03:00


غزل

نه به آزار شي د چا زړه نه به ګیله وکړي
که څوک په خپلو شتو او خپل حال ګوزاره وکړي

هم به خوشحاله کړي لوی خدای هم به کړي زړونه صفا
که سر له ننه څوک له بدو کړو توبه وکړي

زه مې دا زړه چې نیمَومه او ویشم یې دومره
زه نه پوهیږمه چې دا به بیا فایده وکړي

زما په فکر او په زرو رګو نه راتلل آن
چې مادیات به پر موږ دومره غلبه وکړي

نه به د چا چا ته ورپام وي نه به کار پرې لري
که څوک د خپلو ګناهونو اندازه وکړي

یار ناروا کړي ماته ګرم وایي ځان ګرم نه بولي
که مو ترمنځه آن شلم هم فیصله وکړي

ټکه راولویږي په مخه کې یې پېښه وشي
مخبت چې هر وخت د راتللو اراده وکړي

مخبت وردګ
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

18 Jan, 04:48


غزل

زه په دا دومره کړاؤنو کې ژوندی پاته سوم
د لايزال رحم ته ګوری میړنی پاته سوم

نه مړ او مات نه يې له خپل دريځه واړولم
يوه زره هم بدل نسوم پخوانی پاته سوم

په خليلي عزم مې مړه کړل سره اورونه دغرب
د اور په غېږه کې لوګی او سپېلنی پاته سوم

د ليونۍ مينې مزل مې سر ته ورسؤی
د رب! په مينه ليونی وم ليونی پاته سوم

زمانې خپل ټوله اسباب راباندې ستړي کړله
زه ستړی نسومه څپانده ګړندی پاته سوم

وخت کړه ثابته بدره! درستې نړۍ وپېژندم
چې مسلمان ستر مجاهد او افغانی پاته سوم

محمد بدر
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

26 Dec, 08:03


د جدې شپږمې ته

دا وطـن و مـوږ ته ګران له خپل وجود دی
موږ یې غیږ کي  نسکور کړی هر نمرود دی
دلته روس د خــپل ارمان جنازه وکړه
اوس یې نوم د ناکامۍ لیست کي موجود دی

د دي ګران وطن ساتنې ته تل ژمن یو
یو چنګ خاوره خرڅول یې پر موږ سود دی

دا ده سترو جهاد پالو خلګو کــور دی
د عمر او د منصور او د محــمود دی

حق ته حق وایو باطل وهو په توره
دلته حق دی او باطل همېش مردود دی

ټول جـــهان بانــــدي شاهد مـــلا الیاسه
زموږ دوښمنه تل هېر سوی خپل مقصود دی

الیاس حقاني
#النبوي_بصري_څانکه

النبوي بصري څانګه

26 Dec, 08:03


مات دلته د کبر او غرور نه ډک سرونه شول
خاورو سره خاورې ډېر سرزوري قوتونه شول

لوړې او ژورې ورته شوې د رودِ نیل څپې
غرق پرق پکې واړه د فرعَون لښکرونه شول

روس وو که انګرېز وو که ناټو ټوټه ټوټه شوله
دلته یې په صفر بدل سوپر طاقتونه شول

جوړه هدیره شوه دا وطن امپراطوریو ته
اور ورته ټول غرونه دښتې شاړې ګړنګونه شول

مونږه  اوس ګټلی په سرو وینو قربانیو دی
خپل وطن دی ګل وطن آزاد مو ولسونه شول

هر تاریخ ګوا دی په ننګونو غیرتونــــــو مو
ای عاجزملنګه پاتې نسل ته درسونه شول

حافظ عاجزملنګ
#النبوي_بصري_څانکه

النبوي بصري څانګه

26 Dec, 08:02


حمزه راغلی..

بوتان یې مات کړه ورنسکور یې ټول پلانونه کړل
دمشق یې فتح کړ پر شام یې تکبیرونه کړل

ته وه حمزه راغلی دلته اوس د حق نعرې دي
سجده د شکر وه په ځمکه یې سرونه کړل

لو معرکه ده او د کُفر اسلام جنګ دی روان
اِسلام کامیاب ورسره خدای خپل نصرتونه کړل

اسمان شاهد دی د دې لويې او عظیمې فتحې
داِيماني قوت جزبې دي پرې   وارونه کړل

یوځلې بیا خالد راووتی د جنګ ډګر ته
فرعون تښتي پر  بچو یې  بل اورونه کړل

د هر مُؤمن له  خولګۍ اورمه اللهُ أكبر
جامِي مُبارکه په لوړو آوازونه کړل

قاري جامِي مُبارک
#النبوي_بصري_څانکه

النبوي بصري څانګه

26 Dec, 08:02


کلکه عقیده

چې وي قادِره په ګناه او بیا هم ځان وساتي
بېشکه پاک مؤمن هغه دی چې ایمان وساتي

رب به یې ونغاړي د خپل عظیم رحمت پردو کې
څوک چې حیا ناموس خوندي د مسلمان وساتي

د فسادونو او فتنو څخه به لــــــرې وي چې
عقیده کلکه په سنت او په قــــــرآن وساتي

هر یو انسان باید هر حال کې رب حاضر وګڼي
وېره او خوف زړه کې له یو اللهﷻ سبحان وساتي

په سخته ورځ د حشرګاه به یې مومِي شفاعت
کوم امتي چې زړه کې مینه د جانان وساتي

د مور دعا چې درپسې وي ای! عاجزملنــــــګه
رب به دې تل له هر ضرر او له تاوان وساتي

حافظ عاجزملنګ
#النبوي_بصري_څانکه

النبوي بصري څانګه

26 Dec, 08:02


پــرهــرونـه دي ګـنـډوافـغـانستانـه
پـه هــنــردي جـــوړووافـغـانستانـه

راپیل کــړي مــوکـارونـه نـوي نـوي
نـــــــوربــه تـاابـادوافـغـانـسـتـانـه

ورځ تـربـلـي ښکولااخـلې نظرنشې
هیلي سـتـاپـوره کـووافـغـانستانـه

عـلـم خـپوردی تـرهـرکـوره رسیدلی
عـلـم پــوهـه زیـاتـــووافـغـانستانـه

وخدمت ته دي ځوانانولیڅي نغښتي
په وحدت دي پرمخ وړوافغانستانه

دښتي غرونه به دي هم په ځلاراشي
سـره ګـولان درکي کـروافـغـانستانـه

ده نـقیب الله الــهـــام ولـي وطــنــه
زړه کـي ستامینه لــــروافـغـانستانـه

نقیب الله الهام ولي
#النبوي_بصري_څانکه

النبوي بصري څانګه

26 Dec, 08:01


د پرهر دردونه څرنګه کرار کړم؟
ماښامیه دا شپه څرنګه سهار کړم

باور داسې له ګړنګه را ګوزار کړم
فکر نه کوم چې بېرته یې تکرار کړم

بیا به کله هم له خپل مسیر وانه وړم
که نصیب مې ؤ او خدای چېرته په لار کړم

خاموشي څه وه خو رنځ یې د زړه راکړ
او ژړا څه وه، په سترګو یې بېمار کړم

ډېر په تېر عمر مې عقل سر ته راغی
د ژوندون څپېړو بل رقم اوښیار کړم

بل څه نه لرم غربت دی هجرانکه
دا یوسر دی په اخلاص به یې در ځارکړم

نذیرالله هجران
#النبوي_بصري_څانکه

النبوي بصري څانګه

26 Dec, 08:01


تللی یار😢

ډیر مي درپسې وه ژړل یاره نن
ستا پاتي انځور ته بې اختیاره نن

غم دي لکه ډرون داسي ګزار کوي
وه یې کړ زما په زړګي واره نن

کله چي دي یاد شي را تازه غوندي
زه پر ملا سم کوږ لکه چناره نن

اې د خدای ظالمه ته ویرېږې نه
څنګه دي شهید کړ دنګ مناره نن

شپه چي را تاریکه شي کرار کرار
اوښکي تویومه تر سهاره نن

تللې یاره کله خو په خوب راځه
ړنګ قدم اېږدمه تر مزاره نن

ګل ځواني دي اور کي لولپه کړله
لاړې آبدي ژوند ته خماره نن

ستاسو قربانیو رنګ راوړی دی
تاسو ګټه وکړه بې شماره نن

نه رسیږي هر چاته امدادالله
جام د شهادت او دلداره نن

امدادالله مهاجر طالب
#النبوي_بصري_څانکه

النبوي بصري څانګه

26 Dec, 08:01


غمجن شعر وطن ته.

ستا په وجود د ګل کرل ناروا
تا کي په امن ژوند کول ناروا

تاته ژړل ژړل ژړل دي همیش
تاته په ډکه خوله خندل ناروا

تاته نیتونه له نفرته ډک دي
په تا کي مینه خپره ول ناروا

وطنه خداي (ج) درملنه وکړه
زموږ ستا خواته در کتل ناروا

خپله مو خپل لاس ته زنځیر واچول
دلته ازاد پرواز کول ناروا

راباندي وار کړه ګاونډی قریبه
ستا په ما سترګي لګیدل ناروا

منصور خپلواک.

النبوي بصري څانګه

26 Dec, 08:00


د ملا او د ډاکټر قدر دې وشي
اهلِ کار د هر هنر قدر دې وشي

متعلم اوکه معلم دی که ساینسپوه دی
د دې ټولو برابر قدر دې وشي

چې لګیا دي په جوړښت د ګران وطن مو
د معمار او انجینر قدر دې وشي

چې محنت کاندي وطن په آبادۍ کې
د تڼاکو د بزګر قدر دې وشي

وي ابادې دې مکتب او مدرسې تل
دمسجد او دممبر قدر دې وشي

په قېمت چې دسرو ازادي خپل کړه
د دې سپین ښکلي لښکر قدر دې وشي

داچې برم د هیواد ساتي قسیمه!
سل په سل دهاغه سر قدر دې وشي

قسیم بدري
#النبوي_بصري_څانکه

النبوي بصري څانګه

26 Dec, 07:58


انتظار به یم وژلـی.

د زړه درد د زړه پــرهـار به یم وژلی
نــور یم ستــړی انتـــظار به یم وژلی

زه ســاده ملنګ او دا دوه رنګه خلک
دغــو خلکــو دغــه ښــار به یم وژلی

ته به لاړشې خو زما به حال بدل وي
ستـا د هجــر سخت ګذار به یم وژلی

سـل غمونه تنهایــي تــرخــو وختونو
داســـې ورو قــرار قـــرار به یم وژلی

زړه مې مات دی زړه دې نشمه ساتلی
بیــا نـــو ســـتا د زړه ازار به یم وژلی

دمرګي لامل مـې وپوښتـــی له ده نه
زه حامدبــلال خپــل یــار به یم وژلی

حامدبلال
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

25 Dec, 07:21


قدم په قدم
دی روان منظم
لښکر دې عمره
ولاړ دی محکم
ساتي ګرانه ولس به
له ظلم ستم

سپړيږي غوټۍ
شولې پيل خوشحالۍ
را وړی وحدت دی
همدې آزادۍ
اوس نکړي ژړا
هاغه  بوره مورکۍ
شو ورک د یتیم
له زړه غم سترګو نم

شو امن قرار
دهېواد هر یو ښار
د جنګ له اورونو
دجنګ له بمبار
شوخلاص ګران هېواد
له وحشي استعمار
په  امن  شو شکر
ولس نور له غم

په ستر تکلیفو
د زلمو په سرو
نافظ امارت شو
په  وینو  هډو
هېر نکړئ ارمان
ها  د تللو زلمو
په یاد کې یې ساتئ
ارمان یې هر دم

له غېږ د هېواد
ورکوي شرفساد
راټول به ولس
کړي په ښه اتحاد
دي ټول لکه ورورنه
دی ورک نور تضاد
يو بل ته شيندي به
پر زړونو ملهم

په مینه زلمي
ګران وطن به ساتي
رانغښتي يي مټي
خولې تويوي
کلک هوډ یې دی کړئ
هېواد رغوي
شي جوړ به قسیمه
هېواد مو نور هم

قسیم بدري
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

25 Dec, 02:58


د جدې د شپږمې په پار

دلته په دې خاوره کې هیلې د نړۍ خاورې شوې
دلته د وخت سترې غربي امپراطورۍ خاورې شوي

غرونو رغونو د هیواد یې کړې لښکرې هضم
د هر تاړاک له غرور ډکې ککرۍ خاورې شوې

روس، امریکا، انګریز یې مات کړلو د ننګ په ټپو
هر انقلاب ته د خپل عصر ملالۍ خاورې شوې

د شریعت قانون نافذ شو د افغان پر خاوره
څنګه شوې څه شوې ای د غرب ډیموکراسۍ خاورې شوې

د سپوږمۍ خورې سکنۍ آزادۍ ستا راتلو ته
له ننګه ډکې له غیرت ډکې پګړۍ خاورې شوې

مونږ چې د ژوند نیمګړې هیلې پوري وتړلې
مُلا جابره بس را ړنګې شوې ځوانۍ خاورې شوې

مولوي عبدالحنان جابر
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

25 Dec, 02:57


غزل! لارویانوته
ــــــــــــ
زما د ټول عمر ارمان ښه وساتئ
له مانه پاته کاروان ښه وساتئ

د سپین جنون نه برخمنو زلمو
عشق د دار او زندان ښه وساتئ

زما په پل باندې راځئ ملګرو
د قربانیو میدان ښه وساتئ

د انتقام غشي تیرې وساتئ
د خالد عهد او پیمان ښه وساتئ

زما قاتل له خپله وار معلوم دی
خراب مو نه کړي ازهان ښه وساتئ

د همسفر لاروي بدر! سره
مینه د نورو په شان ښه وساتئ

مهاجـــر بدر
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

25 Dec, 02:57


خدایه ته مي د سینې هیلې پوره کړه
هم زما،   هم د  هغې هیلې پوره کړه

سپین څادر  دازادۍ  ورسره خوند کړي
هم د  شام، هم د غزې هیلې پوره کړه

ستا لیقا، وي هم جـنت وي  او جانان وي
خیردی زما دغه دوه، درې هیلې پوره کړه

نور توبه کړم خپل پر کړونو  پښیمان یم
کړم زارۍ، کړمه  سجدې هیلې پوره کړه

هره پــاڼه یي    په غـــــــم باندي لړلې
زما د خــــواري  کتابچې هیلې پوره کړه

ستا په دومره بادشــاهۍ کي ذالجلاله
د سخي سعید    وړې هیلې پوره کړه

سخي سعید
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

25 Dec, 02:57


بیا دي دستا په لمن نه لــــــږيــــږي بم وطنه
خدای خودې نور نو راته وساته له غم وطنه

نور دې له سترګو څخه اوښکې پاکوم وطنه
نور یې دامـــــــن په رانجو در توروم وطنه

نور هیڅوک نه پریږم چې تابیا راته ونه ړوي
دخدای په مرسته بدي نـــــور آبادوم وطنه

دآزادۍ سحار مې راوړلو دسر په قیمت
درب په نَصَر درنه ورک مې کړ تورتم وطنه

ای دمرحوم ملاعمر اود منصور هیواده
دحقاني جلال الدین اویاسر چــــم وطنه

که داځل بیا درته په بده سترګه چا وکتل
رانړوم یې په دا سر سر یې وهــــم وطنه

لکه ایمان راباندې ګران یې په دفاع کې به دې
سعد منقاد ځان سترګې او زړه درځاروم وطنه

سعد منقاد
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

25 Dec, 02:56


منزل
خیر که هرڅومره لار ستونزمنه ده منزل یی ښه دی
یون په اغزو دی که اغزنه ده منزل یی ښه دی

هر یو مشکل په زان منم زان رسوم تر یاره
که ده اوږه او که تاوجنه ده منزل یی ښه دی

قرباني غواړي چې منزل ته رسیدل غواړې ته
وړې به دردونه که دردمنه ده منزل یی ښه دی

بس د بلال غوندې هر درد ته زان تیار ونیسه
مخکې دې ګوره لار شګلنه ده منزل یی ښه دی

دا لاره تللې په اورو ګوره چې ترس ونه خورې
خیر که هر څومره زهرجنه ده منزل یی ښه دی

ناصرخوشحاله چې په وینو کې لت پت شې ګرانه
هیڅ پروا نه کړي که خوږمنه ده منزل یی ښه دی

ناصرخان خوشحال
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

25 Dec, 02:56


په دنیا کې چې دي څومره موجودات
درود سلام دې پرجانان وي له دې زیات
چي دي څومره حیوانات او نباتــــات
درود سلام دې پرجانان وي له دې زیات

په قرآن کې چې دي څومره آیاتونه
اودي څومره ټکي څومره حروفونه
که دې څومـــره سکنات او حـــرکات
درود سلام دې پرجانان وي له دې زیات

که داڅومره انبیاء او رسولان دي
او نازلې صحفې پرې له اسمان دي
که دي څومره صحابه او صحابیات
درود سلام دې پرجانان وي له دې زیات

چې دي څومره ونې بوټي پردې ځمکه
اوهـــــوا ده لــــه مــــرغانو څخه ډکـه
او په غرو کې چې دي څومره جمادات
درود سلام دې پرجانان وي له دې زیات

که  دا څومـــره دي جملې دکتــابـونو
اودي څــــومره حـــــاشیــــې دکتابونو
اوکه څومره یې دي تورې اوصفحات
درود سلام دې پرجانان وي له دې زیات

چې دا څومره دانسان وي ارمانونه
اوپه زړونو کي وي څومره امیدونه
چي دسعدمنقاد وي څومره تمنیات
درود سلام دې پرجانان وي له دې زیات

سعد منقاد
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

25 Dec, 02:56


ترخې ورځې!

بې لهْ تا زندګي
بیخي نهْ تېرېږي
وه اشنا زندګي
بیخي نهْ تېرېږي

زړهْ مې تهْ یې ګله
تهْ چې نهْ یې ګله
بیا نو زما زندګي
بیخي نهْ تېرېږي

وړمه رنځ پهْ زړګي
خوري مې ستا جدایي
پهْ والله زندګي
بیخي نهْ تېرېږي

تل دې غواړي زړهْ مې
راته ژاړي زړهْ مې
پهْ ژړا زندګي
بیخي نهْ تېرېږي

کړم لهْ ژونده بې زار
یاره ستا انتظار
نور نو دا زندګي
بیخي نهْ تېرېږي

را پخلا شه قربان
بېرته راشه قربان
ده تنها زندګي
بیخي نهْ تېرېږي

ورځې شپې یاسینه
دي ترخې یاسینه
راشه بیا زندګي
بیخي نهْ تېرېږي

یاسین عبیده
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

25 Dec, 02:56


د ویاړ بګړی دي مبارک شه د زړه سره
قربان دي شم دلبره په ناز یې تاو کړه
لــه دنیــا ښکلی سوې وارث د پیغمبره
قربان دي شم دلبره په ناز یې تاو کړه

مـوري مـلا شومه عـالم شوم
د نبوي لاري خـــــادم شــــوم
ستا د دعـا په تول سالم شوم
ورځ په قیامت ستا په سر وي تاج د لمره
قربان دي شم دلبره په ناز یې تاو کړه

نن دي انوار په ټنډه ښکاري
بل دي ملکي لـه پاس څـاري
تـاتــه درګــوي او تــا غـواړي
پــه سر دي کېښودو میراث د بختوره
قربان دي شم دلبره په ناز یې تاو کړه

ستا محنتونه خدای قبول کړه
ګرمی یخونه خدای قبول کړه
ستړي مزلونه خدای قبول کړه
نښه یـې دا ده چـي مــلا شوې برادره
قربان دي شم دلبره په ناز یې تاو کړه

چي را په یاد درس د قاعدې شي
د مـاشــــوم د وخــت قیصې شي
اوښکي ګــریـــوان تـه راپسې شي
چیرته راګرځي تیر دوران په مال و زره
قربان دي شم دلبره په ناز یې تاو کړه

بخشه بــه ډیــره کـوې ګــرانـه
زمـــــــــا استــــــــاده مهربــانه
نور درنه ځم د خدای پــه مانه
پای ته رسيږي نن ارمان تر خپل ثمره
قربان دي شم دلبره په ناز یې تاو کړه

غوټی مي ګل هیلي پورا شوې
سترګي مي پورته د کاله شوې
ډیـري دعـاوي راســـره شـــوې
یو وخت به هم امداده وي داسي اختره
قربان دي شم دلبره په ناز یې تاو کړه

امدادالله مهاجر طالب
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

25 Dec, 02:55


زمونږ د نوي نسل تربیت وکړۀ فاضله
په هرباب په ټولنه کې خدمت وکړۀ فاضله

اول تر هر څه وړاندي د خپل ځان اصلاح پکار ده
بیا وروسته له هغه نه دجهان اصلاح پکار ده
ټول ژوند په طریقه د شریعت وکړۀ فاضله

وارث الانبیاء شوي دغه څومره لوی وقار دی
احسان درباندي شوی د غني رب الغفار دی
د دې مورثې قدر او عزت وکړۀ فاضله

محتاط هر قدم اخله پړاوونه درته ګوري
د ژوند په ستړي لار کې کګلیچونه درته ګوري
د فاع د دین مذهب په هر قیمت وکړۀ فاضله

له کبر او غرور له خودبینۍ څخه ځان ژغورۀ
تعصب د قومیت سمپرستۍ څخه ځان ژغورۀ
د خدای لپاره مینه محبت وکړۀ فاضله

رحمت الله ادیب د زړه له تله درته وایم
تبریک شه ګرانه وروره په څو ځله درته وایم
په دي سپېڅلي لار استقامت وکړۀ فاضله

رحمت الله ادیب
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

29 Nov, 12:51


مینه کې انګار ته مې در و غواړه
خدایه ستا دیدار ته مې در و غواړه

خدایه دا ارمان که مې ترسره کړې
څنګ کې د خوږ یار ته مې در و غواړه

زما د سر سودا ربه قبوله کړه
بیا د حورو ښار ته مې در و غواړه

زه لکه منصور مجرم د وخت یمه
راشه نو لږ دار ته مې در و غواړه

زه به یم راضي ستا په قضا باندې
دغه یو اظهار ته مې در و غواړه

مست د موټربم ګوزار مې کړه نصیب
یا د واسکټ وار ته مې در و غواړه

یو بدري طالب نه دی أسیر د عشق
سم د عشق بازار ته مې در و غواړه

#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

28 Nov, 09:43


*الفلسطين* 😭

نادت فلسطين والاطفال تحــت الركام
والله المستعـــــان على شعــوب العرب

خلاص لا تكثرون من الخطب والكلام
ما با تدخّلكم الجنـة حـــروف الخُطب

لا بارك الله في صلــــواتنــا والصيـــام
و نساء غــــزة امـــام عيوننــا تغتصب

والدم يسفك و اعراض العروبه.تُضـــام
اين الغضب يا بني الاسلام اين الغضب

ان لم يكن في النفوس وفاء عليها السلام
والله غالــب على امـــره و مـــا يغتـلب

ابو محمد آغا
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

28 Nov, 09:43


دماتـو شــویو هډو دي قربان
دسوو سوو پرهـارو دي قربان

دشهادت جام دی په سر واړوه
دویلی شویو اندامو دي قربان

تا دالله راضـاءحاصـل کـه یـاره
په زنکدن کی له سلګو دي قربان

تاخپلو وعدو ته ځوانې که خزان
د تورو څڼـــو له ګــردو دي قربان

تا په اخـلاص تقـوا معرکه وکړله
د تکبیر تکبیر ډکو نعرو دي قربان

ستا هر ارمان ته رسـیدنه غواړم
له ښکلـو ښکلـو ارمـانو دي قربان

الیاس بدري ستا یادو سره اشنا دی
تانه د پاتي  ګل یادګـارو دي قـربان

الیاس بدری
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

28 Nov, 09:43


حوصله ولره

ځینې وختونه لږ تـرخه شي حوصله ولره
نــو خامخـا سـړی خفــه شي حوصله ولره

شاته دې پریښودل لالیه څـه اوږده مزلونه
بایـد لــږ نــور صبر هم وشي حوصله ولره

ولې فریاد کوې زړګیه دا قسمت دی دستا
وایــه له چانه دې ګیلــه شي حوصله ولره

تـه چې خفه خفه ګرځیږې زما زړه زوروې
ان شاءالله هرڅه به ښه شي حوصله ولره

مونږه عاجز یو خو مدد مو وکړې پاکه ربه
راتـــه جنجال وړه کیسه شي حوصله ولره

حامدبلاله بیا دې زړه کې وایه څه تاویږی
خبر کې مـړاوي دې باڼه شي حوصله ولره

حامدبلال
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

28 Nov, 08:04


نعت شریف

راپیدا یې د یو څوک پر جهان سیال کا
عالمونه یې خبرې په جمال کا

معجزې یې د ګمراه بشر ناجي شوې
تاریخونه یې کیسې د هر کمال کا

حقیقي عشق یې ثبوت د محبت دی
توصیف مینه د حمزه او د بلال کا

ګل یې چیرته رسیدلی شي ښایست ته
دا خبره خلک هسې د مثال کا

مئینان یې ده دیدن لپاره درومي
نذرانې او قربانۍ یې په وصال کا

عالي شان یې دي صفات او هم یې زات دی
چې ستاینه یې د شان رب لایزال کا

زما مخبت پر خپل جانان دومره باور دی
خامخا به په محشر پر ما احوال کا

مخبت وردګ
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

28 Nov, 03:13


غزل

خالی جسم ناست یم ستا پاتی انځور ته
درګــې درګــې اندامونـه وړم تنور ته

دا خاورین بدن په یو شړشپه وران شي
ناتوان ښکارم د اوښکو سیلاب ږور ته

نن یو بل مئین تسل غوښتو له مانه
لکه روغ روان تاوان شی بیا رنځور ته

درد مې غوښې رانه وشکولې ډیرې
ورکړه تار اوسپنیز خوله کې امبور ته

عشق اظهار کوم په څو قسمه ملګرو
د لمبو غیږ ګورم بیا د وخت منصور ته

افسانې د شاهین زړه کې لا بیدې دې
سهار شوي پاڅه وګوره عصفور ته

~ شاهین حمزه
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

27 Nov, 18:53


غزل

مـاتــه پــه نغمو کې استغفار راوړه
زړه قربان سکون واخله قرار راوړه

مانعرو ته مه باســـه په نیمه شپه
خپل په ګونګه ژبه نوم دیار راوړه

دلته له مرغانو پرتـه څـــوک نشته
تـــه وایـې جنډې یې دمـزار راوړه

زه درتـه اذان کـوم تـــه صبـر شــه
څــو ځله درود بانـدې تکـرار راوړه

بس دی دځوانې دوره دې تیره شوه
ویــــره لــه دوزخـــه دبــــادار راوړه

زړه لږڅه خاطر خو د اسحاق کــوه
رحم شفقت دې په ما خــوار راوړه

صالح محمد اسحاق
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

27 Nov, 18:53


غزل

له تاورسته د درد راباندي پام دی او ماښام دی
دپاک او دسپيڅلې عشق الزم دی او ماښام دی

یو څوک ده راته ګران ده داڅه موده هم کیږي
زما هم ده زړګي دکور امام دی او ماښام دی

دي ښار کي چانه زړه هم امانت نه ورکوای شو
دي ښارکي خوپه هرچاباورخام دی او ماښام دی

په هر ارمان په هرې هیلې خاوري اوړوم لالیه
زما د‌ه ارمانونو‌ قتلې عام دی او ماښام دی

له دي نه مخکي داسي خو زه نه وومه خُبیبه
بس داخو دناکام عشق انجام دی او ماښام دی

خُبیب ملا
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

27 Nov, 18:53


وطــنه ســتـا له غـیــږي مـو شــړلي دي زاغـــان
ګټلی مو میدان
ګټلی مو میدان
دننګ شمله موهسکه درته کړل په درست جهان
ګټلی مو میدان
ګټلی مو میدان

کوؤ دي مونګ سـاتـنه
که سـر مو ځي له تنه
خدمت ته دي ولاړیـو
وطـــنـه آ ي وطـــنـه
ته کـور دآبدالي یی اوته کـور دمیرویس خان

ته مو روح اوته موځانه
مونګ یـو له تا قـربـانـه
ستـا غیږه کي اوسيږي
شایسته ښکلي غازیانه
بریا دي شوه په برخه شول ناکام دي دُښمنان

مسـکن د مـیـړنـو یی
ټـاټـوبـی د زمــرو یی
ميډال دي دننګ وړی
تاریخ مو د نـیکو یی
ساتنه دي فرض بولومونګ دي یواصلي بچیان

خدمت وکړۍ ځـوانانو
ده دې هیـواد بـچـیـانو
نړۍ سره یی سیال کړۍ
را پـاڅـۍ افــغـــانـانـو
قلم باندي یی رحـمـاني زابلی یم صفت خوان

قاري رحماني زابلی
#النبوي_بصري_څانکه

النبوي بصري څانګه

27 Nov, 18:52


*مورجـاني*

ځمکـــــې پر سر یې فرشته مورجاني
ماتـه جنــــــــــت ماته کعبه مورجـاني

په تامي وران کور ټول ودان دی موري
ته مـــــــي د کــور بله ډیـوه مورجاني

تــــر قدمــــونو دې جـنت لاندي دی
ته مي د ژوند یـــې سرمایه مورجاني

کــــــــوم دي قـــدر قدرداني موري
یي له ګبین شاتـــــو خوږه مورجاني

څومـــره په مېــنه دي روزلی یمه
ته مي د ژوند یې مدرسه مورجاني

یي د الله یو ستــر نعمت یي ماته
زما ژوندون په تا ښایسـته مورجاني

نصرت آغا چي یم.کمیاب هر ځاﺉ کې
ستــا  د دوعــا ده نتیجــه مورجاني

*نصرت آغا طالب*
#النبوي_بصري_څانکه

النبوي بصري څانګه

27 Nov, 18:52


شهیده ستا تر مزاره درځم

ګېډی ګېډی ګلان دروړم ستا تر مزاره درځم
شهیده یاره قدم  ږدم ډیر په قراره درځم

یاد دي دشپې راشي آسمان ته په کتو ژړیږم
بس روڼ سهار کي دي په بیړه تر دي دیداره درځم

زړ مي ټو ټوک زره زره دي یاره تا غواړي خو
بس چي نشتون دی خو غمجن  دي تر درباره درځم

له سترګو اوښکي مي نم نم راشي
ګریوان ته شي توې
وچ ګریوان وړمه لوند راوړمه ستا د پاره درځم

د شل کلن انقلاب ستر فاتح غازي شهیده
بس زه راشد ولي داستا پر سپینه لاره درځم

راشد ولي فراهي
#النبوي_بصري_څانکه

النبوي بصري څانګه

27 Nov, 18:52


ای له مودو ورکه زړه مې درد کوي
تاپسې زړګڪه زړه مې درد کوي

ستا یاد مې دزړه په صفحه لیک دی او
تا یـــادوي ځکه زړه مې درد کوي

چیرته دې پیدا کړم چېرته اوسې ځار
راشه نا درکه زړه مې درد کوي

هیلي مې بې شمار درپسي ماتي شوې
وزما لالکه زړه مې درد کوي

سوی آه مې خولې څخه راووځي
ولویږم پرځمکه زړه مې درد کوي

مینې او وفا ته ضرورت دی ډیر
ورکه دې شه کرکه زړه مې درد کوي

نه صبریږي څومره یې چې للو کړه
زمامنقاد سعدکه زړه مې درد کوي

سعد منقاد
#النبوي_بصري_څانکه

النبوي بصري څانګه

27 Nov, 18:52


له چاودو شندو خندا نه راوزي
له ګونګې ژبې ریښــتیا  نه راوزي

چی تصور د مینی بل رقم وو
له هغه زړه نه اشنا نه را وزي

د زړه تنګون او جدايي له یاره
دا تنهایي دې له ما نه را وزي

ښکلا يو غيري اختياري سبب دی
دچا د سترګو ښکلا نه را وزي

بعضو سرونه زار کړه دې لار کې
بعضي په نيت د عقبا نه راوزي

لارې څاري چې ګوندې ويې وينم
مجنون ديدن ته  لیلا نه راوزي

هسې ځان ولې زوروي حماده
وفادار يار په دنيا نه راوزي

احسان الله حماد
#النبوي_بصري_څانکه

النبوي بصري څانګه

27 Nov, 03:51


توري شپې خدای تېري کړې وروسته یې سهار راغی
زمونږ په دې مؤمن اولس امن او قرار راغی

شپې د اشغال ورکي شوې،رُود د وینو وچ شولو
په وینو لَژن وطن بیرته په سنګار راغی

زمونږله پاکي خاوري نه،ټول شو د وحشت ټغر
په وران او ویجاړ وطن ،وخت د استعمار راغی

نشته هیڅ مشکل نشته سل فیصده امن دی
سل فیصده سپین نظام،د اسلام غمخوار راغی

لا به یې ور زیاته کړي نوره د وطن ښکلا
هر درد ته ټکور به شي،داسي یو سالار راغی

ماته شوه غربي نړۍ حق پر باطل پورته شو
بیا د (هلالي آغا) ماته قلم په کار راغی

هلالي آغا
#النبوي_بصري_څانکه

النبوي بصري څانګه

26 Nov, 02:07


امام اعظم صاحب محترم ته !

راښودلې مونږ ته لار ده د رڼا امام اعظم
وؤ د درست جهان لپاره رهنما امام اعظم

په ځیرک ذهن او فکر یې راټول کړل احادیث
مقصد یې کړو حاصل او شو رسا امام اعظم

ستر کان یې غټ مثال دی چې راپیښوده فقه
د خدای ج لویه تحفه وه په دنیا امام اعظم

روښانه زمانه یې کړه په خپل ګفتار روښانه
تګ لاره باندې لاړ د خپل اقا امام اعظم

د دین لپاره تیر یې کړل په سر ډیر زخمتونه
چې شو د هر عالم په خوله دعا امام اعظم

په ډیرې هوښیارتیا سره ولاړ کلک مبارز وؤ
نو ځکه به یې خپله کړه بریا امام اعظم

شاهین حمزه د ټوله مسلمه امت غمخوار وو
مفیده مستفیده ستا وینا امام اعظم

~ شاهین حمزه
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

25 Nov, 16:41


قتلِ عام

بې وسه وم د ټولې زمانې راباندي پام وو
په وړاندي مي زما د ارمانونو قتلِ عام وو

تعجب دی د شهید لاس ټوپک یې وو په لاس کې
پرون چې یې اخیستي د طالب پر سر انعام وو

یتیم چې  تړمې اوښکې څڅولې یې په قبر
د تللي شهید روح به خدایګو څومره نا ارام وو

پرون چې یې سیالي کول د وخت د زورورو
جوړ کړی خواهِشاتو له هغه سړي غلام وو

سودا وه د خالِق سره یو څه عجیب بازار وو
چا رانیول د خدای لقاء او څوک پکښي ناکام وو

یو څو پر دین مین سړي بیا هم پر دین وه
ساتلی یې صد افرین سپېڅلی پاک نظام وو

مزاج یې چاپلوسي او بوټ پاکي نه خوښوله
مشهود ملنګ په دې خبره خپلو کې بدنام وو

مشهود ملنګ
#النبوي_بصري_څانکه

النبوي بصري څانګه

25 Nov, 16:40


خوږ  پلار جان

په هر حالت کې درسره دی لوی ملاتړ دی پلارجان
خدای دې همیش لري په شان لکه د غر دی پلار جان

چې شپه او ورځ یې وي نارامه صرف زمونږ لپاره
په ملا را مات دی اوپه زړه پرهر پرهر دی پلار جان

د ژوند بهار دی خدای دې نه خزان کوي دا بهار
د ژوندون خوند دی هم د ټولو د زړه سر دی پلارجان

داسې مېوه ده د حیات چې پیدا کېږي نه بیا
تل دې آباد وي ړنګ دې نشي ډېر نادر دی پلارجان

په خوله یې مسکا او زر غمونه یې په زړه کې پراته
په هره سخته کې ولاړ دی یو اتل دی پلارجان

د ناصرخان خوشحال ټول ژوند دې صدقه وي ترينه
خدای دې هېڅ کم نکړي د ژوند یو مهم زر دی پلارجان

ناصرخان خوشحال
#النبوي_بصري_څانکه

النبوي بصري څانګه

25 Nov, 16:40


د مدرسي طالبه ،خړي حجرِي طالبه
تا کړه نسکوره ناټو، اي د کاپي طالبه

دلته په ځور راغلي، ول دا سورمخي کافر
تاهم په ځور وشړل، د معریکي طالبه

ستا شجاعت ته سلام، ستا لوړ همت ته سلام
په دوه لاسو لالیه، زار د مرچي طالبه

دآ اِلَاهِي نصرت وو، د رنه غورور ونه شي
خدای ته سجده باندي شه، وکړه توبي طالبه

د دي غویور اولس زړه، پام درنه مات چي نشي
ده آَیِنيِ غوندي بی، هیلي ساتي طالبه

شهکار شپونکی دي ګله، په تاریخو پخر کړي
ته د افغان تاریخ کي، وه ځلیدي طالبه

شهکار شپونکی
#النبوي_بصري_څانکه

النبوي بصري څانګه

25 Nov, 16:40


فلسطین دشهداوو وینې رابه وړي رنګونه
مروره اذادي به یې په غیږه کې دمه شي
ولس ټول به یې هم ساه ده ارام واخلي
لــه غباره ســتــړې پــاکــه بــه غـزه شي

پـکـې بـل بـه شـي ده امــن څـرا غـونـه
پـر لـمـنـو بـه ده غـرو شـنه شي ګلـونـه
ده حریت لمر به په سر یې شي راپورته
غــــزه ټوله بــه حریت په لمر توده شي

پـه اقـصـی' کـې بــه اذان ده اذادۍ وي
پـه مـمـبـر بـه هــم بـیـان ده اذادۍ وي
ملت ټول بـه یې راټول شـي لکه موټئ
مینه بیرته به یې زوړونوکې خپره شي

ده یتیم پــر شـونډو رابــه شــي مسکا
بـر خـمــن بـه شـي لــه میـنې ده ښکلا
ژوند هوسابه یې په غیږکې دغزې شي
کــه یــوار یــې اذادي بـیـا مېلمنه شي

خدایه ته یـې په نصیب ورته نور کړې
خوشالي چـې شـي په بـرخـه ده غـزې
هـیـبـتـي ملـنـګ بـه کـــړمـه دا دوعــا
اذادي چـې ده غزې غیږ کې ویده شي

هیبتي ملنګ
#النبوي_بصري_څانکه

النبوي بصري څانګه

25 Nov, 16:40


د طالب پل

نقَش د ګل يې په اوربل ځل کا
د وطن دښتو کې مورچل ځل کا

پکې پرتې دي روایات خبرې
دیوان یې پروت د لوی اتل ځل کا

د شهامت او شجاعت له بچو
زرین داستان د سپین کابل ځل کا

د وطن سپینه لمن سپینه پاته
په قربانۍ د زلمي ګل ځل کا

څاڅکو د وینو مو مسیر ټاکلی
پاس په پامیر د طالب پل ځل کا

خالد تسله! آمن لوی ویاړ دی
ویاړمن وطن لکه سنځل ځل کا

خالد تسل
#النبوي_بصري_څانکه

النبوي بصري څانګه

22 Nov, 04:13


زما د زړه زخمونه به ټکور او هم دوا شي
ژوند کې به خوښۍ ډېرې شي یاره که ته راشي

دا د نفرتونو کور دې ړنک شي یو په بل پسې
اوښکې دې قيمت ولري مینه دې وړیا شي

زما د ژوند خواږه ته یې سکون ته یې ارام ته یې
دا ژوندون نيمکړی دی که چېرته بېله تا شي

ما دړنو اوښکو جرګه تاته در لیږلې ده
مه وايه چې نه درځمه غم به مې سیوا شي

غواړم دې له ربه! په دعاء کې صدیقي مدام
چیرته که قبوله زماد خوار عاجز دعا شي

صديقي
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

21 Nov, 11:03


غزل

نه سکون شو نه د هیڅ کوم درد دوا شو
محبت زموږ په بدو کې سودا شو

د ځوانۍ موسم چې راغی غریبي شوه
د ځوانۍ موسم زموږ خوارانو دا شو

دا متل دی چې یې پړی په شا ورکړئ
چې په سخت وخت کې مویار په بله خوا شو

ټول کفار به هلته زموږ پښو ته رالویږي
خو په موږ کې که یو بل ایوب پیدا شو

چې موږ کوم د آزادۍ خوب ؤ لیدلی
د هغې خوب تعبیر هم دا دی ریښتیا شو

هغه وخت یې بیا د مخې له جیب باسم
که شوم پوه چې مې قلم راته بلا شو

مخبت وردګ
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

19 Nov, 16:04


مینه!!!!!



مینه دومره وشیندئ چي هرځای کي راشنه سي
کرکه دي له پښو ولويږي  کرکه دي ړنده سي

ټينګه دوحدت رسۍ کړئ یؤ بل ته لاس ورکړئ
ژوند داخوة تر چتر لاندي بائيد وه سي

قــــــدر دسپېڅلې ازادۍ بائيد چي وکړو
نه يې پرېږدو داځلي ملګرو چي خپه سي

څاڅکی څاڅکی وینې دشهید مو بائيد يادې وي
هېري  مو بائيد په لوړېدو دمنصب نه سي

وساتئ زهنو کي دزاهد دقلم سرې کرښې
هر دوښمن دخاوري دي په خپل اوجود اخته


هدایت الله زاهد
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

19 Nov, 16:04


اوښکې مې توئ پر ګریوانه شي
ده سترګو تور چې راپه زړه شي
یاد یـې زمـا زړه کـې ویده شي
ترڅـو بـه دا ترخه وختونه تیرومه

رنګ مې تک تورلکه سکاره شو
مـړ مـې هـم زړه له بېلتانه شو
ورک چې جانان په ژوندانه شو
اوس یې غمونه پر اوږو بارګرزومه

زړه مې خوړلی ده یار غم دی
ورپـسـې مـات لـکـه غـنَـم دی
لـه شـور لـوېـدلی زړه قلم دی
کله به راشي زما یار ورپسې مرمه

زور مې ده زړه پسې ختمیږي
یـار بـه مـې کـلـه راسته نیږي
چـې مـازدیګر شـي رایـادیږي
تللی جـانـان په کمه لار وه لټومه

ایـستـلی یـمـه دې لــه کـاره
ای ده جــانـان غـمـه وزګـاره
پرېمېګده نـور تـه پـه کـراره
داستاد لاسه هروخت اوښکې تویومه

پوره ده زړه به مې ارمان شي
که رانصیب دید ده جانان شي
داخوار زړګی به مِ بیاځوان شي
په کمه ورځ چې د جانان دیدن کومه

چې وګورم دې ګونګ انځوره
درپـســې روغ شـمـه رنځوره
رابـانـدې شــي دونـیـا تـنـوره
ورکـه لالیه تا هـر وخـت زه یادومه

هیڅ نه تېرېـږي مې ژوندونه
خـوړلـی یـم ده یـــار بېلتونه
وه مــې ژړل یې پــه نشتونه
زه هیبتي ملنګ یـې کـلـه هېرومه

هیبتي ملنګ
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

19 Nov, 16:04


غزل
خبره به دمات زړه له ازاره نه کیده
دسوي زړګې چیغه له پرهاره نه کیده

راتلوته دي وس هم لا انتظاریمه هغسې
له کاله خبر واوښته له شماره نه کیده

دا ځکه مي دیار په نامه غږ درپسي وکړ
په پټه نوره دا خبر قراره نه کیده

دمئيني خوږقانون به دپښتو ریواجو مات کړ
خبره به دکلي وه تر ښاره نه کیده

په تلو دي یوچادومره ډیر ژړلي وو خبیبه
د اوښکو یې لیمو باندي هم لاره نه کیده

خبیب ملا
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

19 Nov, 16:03


~خدای دي اوبښه~

ستړي هیلی ارمانـونه دي نیمګړي
رانه لاړی خداي دي اوبښـه رهبره


په دنیا کـی دي ژوندون وو نا ارامه
خداي قبول کړي دا ابد په لوی سفره


د تاریخ په صفحه لیک دي هر یادګار شو
خړ ټوپــک جانټــــه دي پاتې هم سنګره

د اقصي لیمي په اوښکو بیا لمدي دي
ته چــي لاړي له دنــــیا نه مــــروره

جنــتي وي د جــنــت د خلګو یاره
جنــتونو کي مــیلمه شوې بختوره

سپین هدف او سپین لاره دې تعقیب کړه
د ذاکـــر ملنــګ ده هــیــلو مــاځــیګره

ذاکر م زابلی
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

19 Nov, 16:03


اوس مې تل په سترګو کې د چا د سترګو تور وي
ځکه مې په زړه بـــاندې دردونه دومـره زور وي

راشـه یــــاره نن د زړګي راز درتــه ښکاره کړمه
خدای خبــر چې بـیا به دیدنونه په کوم لور وي

ســـتا د بلتانه خـــزان زه دومره ځوره ولی یم
تل مې په ګریوان باندې د اوښکو قطار خپور وي

زه چـې هـر میدان کې لکه ستوری ځلیدلی وم
دا خــو راتــه کــړې دوعا ګانې خوږې مور وي

مـــا درته دا نه ویل چــې نه درځـم دیدن ته
ستا ده مړه کـاته راته په کور کې هم پيغور وي

زه راحـــل د یار کـلي کې لــور په لور ګرځيږمه
نه یــم ترې خبر چې د آشنا به مې کوم کور وي

زبیر راحل
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

19 Nov, 16:03


د ګلالیو طالبانو غوښې
مه هېروئ د فدایانو غوښې

پۀ بمباريو کې چې لولپه سوې
د ننګياليو اتلانو غوښې

پۀ تصور کې یې مدام راولئ
د زخمي سویو اسیرانو غوښې

ګورئ لۀ ذهن نه یې ونه باسۍ
ها د سپینږیريو او ځوانانو غوښې

پام درنه هیڅکله بې قدره نه سي
د تورسریو ماشومانو غوښې

څنګه د یو بل سره ګډې سولې
زما د سپېڅلیو مؤمنانو غوښې

یو د فقیر نه دي چې خاورې به سي
سي به تراب هم د شاهانو غوښې

هیڅ چا ته نه لري ارزښت احسانه
پۀ دې نړۍ د صالحانو غوښې

ابوبکر احسان
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

19 Nov, 16:03


د ستړیا احساس و نکړی اوږد مزل دی
له افغانه تر اقصی پوری منزل دی
۔۔۔۔۔
دا رپاند چي پری سپين توغ محمدی دی
له اسلامه برخمن ښکلئ کابل دی
۔۔۔۔۔
دلته خم سوی ککرۍ د يرغلګرو
و مغرورو نړیوالو ته اجل دی
۔۔۔۔۔
غم و نکړی ګران هیواده طالب جان دی
سختو سختو مراحلو کی دی مل دی
۔۔۔۔۔
ستا د امر تعبیداره یو امیره
ځمه وړاندي ستا پر پله مي ايښئ پل دی
۔۔۔۔۔
درنه جار شه ستاله نوم افغانستانه
د (حافظ ياسر) ټپه ده که غزل دی

یاسر کندهارئ
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

19 Nov, 16:03


د دین چینه مدرسه

ده ستورو بڼ دی او ده علم خزانه مدرسه
د دین چینه مدرسه د دین چینه مدرسه
ده دِن ګولان پکي غوړیږي باغیچه مدرسه
د دین چینه مدرسه د دین چینه مدرسه

د تاریکی څخه یستل دي درڼا طرف ته
قران په لاس کي واخلي لاړ شي د-الله طرف ته
دښکلاګانو او د نور بله ډیوه مدرسه
د دین چینه مدرسه د دین چینه مدرسه

د مدرسو نور رسیدلی تر اسمانه پوري
جهان یې نشي رسیدلای تر ایمانه پوري
جوړه دخدای او درسول پر فیصله مدرسه
د دین چینه مدرسه د دین چینه مدرسه

دا د دِن ښکلي مدرسې دي وي ابادي مدام
په قال الله قال الرسول دي وي سرښادي مدام
راشدولي په دعا یاد لره ښایسته مدرسه
د دین چینه مدرسه د دین چینه مدرسه

راشد ولي فراهي
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

17 Nov, 18:23


د النبوي بصري څانګې ټولو ګډونوالو ته :
          .اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎!

له ټولو د قدر وړ او معززو شاعرانو  ملګرو څخه مو په دروند احترام هیله او غوښتنه ده هغه داچې هغه شعرونه چې تاسو یې له مونږ سره شریکوئ نو باید د النبوي خپرندویې ادارې په لاندې شرایطو برابر وي .

۱-  ستاسې د شعر ، نظم او غزل وزن، سېلابونه ، قافیه او ردیف باید په بشپړه معنی معیاري وي .

۲ـ له نشر شؤو شعرونو څخه مطلق ډډه وکړئ.لومړی باید مونږه شعر نشر کړو روسته یې بیا شاعر په خپل کانال کې نشرولی شي که چیرته د شاعر په کانال کې له مونږ مخکې شعر نشر شي هغه شعر مونږ نه نشرو د بلې ادارې نشر شوی شعر بیخي نه نشرو

نوټ : ستاسې شعرونه زمونږ د کره کتنې کمیټې له خوا کتل کیږي او وروسته د معیار له مخې نشر ته سپارل کیږي .
هیله ده اصول مراعت کړي

      د رابطې نمبر 
                     
 +93792162066 
@S_Hamza_313

په درنښت
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

17 Nov, 07:48


ته وخت په وخت نوی حمدونه، نعتونه او حماسي تراني، اشعار او ادبي لیکني وړاندي کوي.
https://t.me/abawynat131

👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇
https://youtube.com/@alnabawiproduction?si=DhNMxmwBK8SK0vC7
واتساپ گروپ
https://chat.whatsapp.com/GedZUdC7sFZ9cQIndnUnnR

النبوي بصري څانګه

17 Nov, 02:22


د بیت المقدس فاتح تاریخي داستان د اوریدلو لپاره لاندې لینک باندې راشئ
👇👇👇👇👇
https://t.me/Osmanikhalafet

النبوي بصري څانګه

16 Nov, 18:41


غــزل
هغه څنګه در په در کړي
چې بیلتون په چا زور بر کړي

تنهایي داسې عذاب دی
ځان له ځانه مرور کړي

څه دښکلو او مړو سترګو
په کونجونو کې نظر کړي

څومره ښه، ښه راته ګوري
خدای دې نور توفیق هم ورکړي

راشه دم دې کړم لالیه
هسې نه څوک دې نظر کړي

بس ددې سړي خبرې
په ما ډېر ښکلی اثر کړي

اې! په تا خو مې دې ښکلیه
رب زړه نور هم منوَر کړي

څه دا ځیني ځیني خلک
ژوند په چل او په هنر کړي

څوک به وي چې مې له حاله
هغه تللی یار خبر کړي

دچا هجر سړی څنګه
له خپل ژونده لاس په سر کړي

مبارز دشعر په ژبه
درد له زړه نه را بهر کړي

مبارز اریوبي
#النبوي_بصري_څانکه

النبوي بصري څانګه

16 Nov, 18:41


عــ،،،ــشــ،،،،ق :

عشق ! یعنې دمینې ابتدا
عشق ! یعنې پالـل ترانتها
عشق ! یعنې دسراومال سودا

عشق ! یعنې دټوله ژوند تفسیر
عشق ! یعنې په مینه کې اسیر
عشق ! یعنې عاشق وې پراقا

عشق ! یعنې یو چالپاره تلل
عشق ! یعنې په اورکي ګډیدل
عشق ! یعنې په تمه د لقا

عشق ! یعنې ګلاب ګلاب ځوانې
عشق ! یعنې ودین ته قربانې
عشق ! یعنې کوثرجنت مأوا

عشق ! یعنې چي ته مې شې مرشید
عشق ! یعنې چي زه دي شم مرید
عشق ! یعنې د دواړو خانقا

عشق ! یعنې  بدله کې یې جنت
عشق ! یعنې رسان تر شهادت
عشق ! یعنې تردار تلل په خندا

عشق ! یعنې جامِي مُبارکه
عشق ! یعنې په درد مي شریکه
عشق ! یعنې هم ته مي یې شِفا

قاری جامی مبارک
#النبوي_بصري_څانکه

النبوي بصري څانګه

16 Nov, 18:41


د ارمــــــــان تر څـــلي بیا یمه راغلی
ورکــــه یاره پـــر زړګي یمــــه داغلی

ورکه یاره زړه مي ډک دی زړه دردیږي
ورکه یاره تاپــــسې زړه ژړېـــــدلی

ورکه یاره د نشتون احساس خوړلی
ورکه یاره په فـــراق دي ځورېـدلی

ورکه یاره ستـــــا دردونو یم ځپلی
ورکه یاره رنګ مي تور دی او زبېښلی

ورکه یاره ما د زړه په جـــماعت کې
ورکه یاره ما د درد لمــــونځ ګـذارلی

ورکه یاره ټــوله شــپه یمه شبګیره
ورکه یاره ورځـــــو ډېر یمه ځپلی

ورکه یاره ستا نصرت آغا طالب یم
ورکه یاره په شعرو کي مي ژباړلی

نصرت آغا طالب
#النبوي_بصري_څانکه

النبوي بصري څانګه

16 Nov, 15:12


تاسره مې زړۀ بند دی، لۀ تاسره مې مینه ده
مینه ده شیرینه ده او مینه ده شیرینه ده

وادې خلم بلا، درنه قربان مې سر او سترګې شه
تاته نذرانه شه که مې تن دی که مې وینه ده

دښتو دې راوړي بیا شهید ـ شهید ګلونه دي
ستا فضا پۀ وینو د شهید عطرورینه ده

دوست د وطن دوست بولو، دښمن یې دی زموږ دښمن
دا زموږ اعلان دی، زموږ دا خبره سپینه ده

وریې قربانۍ کړې ځوانان ستا پۀ حُریت خاورې شول
ځکه دې فضا د آزادۍ پۀ رنګ رنګینه ده

ستا پۀ کارنامو دي پۀ تاریخ کې کتابونه ډک
ستا د تاریخ هره پاڼه ستا پۀ ننګ زرینه ده

کور مو یې او ګور مو یې، د پلار، نیکه ټاټوبی یې!
ځکه ستا پالنه تر هر څۀ راته اړینه ده

کړی یې اظهار دی د وطن د حقیقي مینې
ځکه د مخبت وردګ غزل دومره حسینه ده.

مخبت وردګ
#النبوي_بصري_څانکه

النبوي بصري څانګه

15 Nov, 19:46


غزل

دنده سپيڅلې ده شخصي اړيکې لرې ساتئ
مینه اخلاص ساتئ، پۀ تن د تقوا زغرې ساتئ

عقل غالبه کړئ پر نفس او خواهشاتو باندې
عقيدې صافې ارادې لکه ډبرې ساتئ

عدل انصاف او محبت ته زړۀ کې لاره ورکړئ
زړۀ کې دننه د ثالث عمر خبرې ساتئ

کلي، ښارونه، تر څارنې لاندې ټينګ ونيسئ
له هر خطره د هیواد لوړې ژورې ساتئ

دوهمه مینه مو هيواد دی ايماندارو راځئ
قدر يې وکړئ د وطن هیلې به سترې ساتئ

ستا پۀ ساده الفاظو بدره! سر ته نۀ رسيږي
بېړۍ د‌ هيلو ارزوګانو مرغلرې ساتئ

مهاجر بدر
#النبوي_بصري_څانکه

النبوي بصري څانګه

15 Nov, 19:46


زه خبر نه وم سوداګانې ددی ښار تړلي
چي ارمانونه مي دزړه پر اوږو بار تړلي

زړه بیخې نه منې چي څوک دي درته وګوري بس
لیک درلیږمه ګوره سترګې روبار تړلي

بس مجرمان دزړه ازاد کړه نور دخولی له لارې
ولي لفظونـه دې جـانانه داظـهار تـړلي

په ډاډه زړه صبر کولای نشم نه رسیږي
څمـره درنۍ اړیکي څه پـه نرې تار تـړلي

که ستا سلام  راسي نو زه به خامخا درځمه
د وجود غړي ستا خبرو بې اختیار تـړلي

ځیني اړیکې شته اسحاقه تر مطلبه پوري
ماښام خرابې دي که څه دي نن سهار تړلي

اسحاق
#النبوي_بصري_څانکه

النبوي بصري څانګه

15 Nov, 14:14


زړه بی تاب دی

ستا ورستۍ ځل ملاقات راته عذاب دی
ستا نشتون کي مي لالیه زړه بی تاب دی

څه بی یاره بی له خونده بی له شوره
دا نیمګړۍ ژوند مي ګوره چي غرقاب دی

دغه سوی او ستومانه زړه ستا غم کي
د هجران اورو سوځلی چې کباب دی

ستا له پاره دي ما دومره ډیر ژړلي
چي جوړ شوی مي له اوښکو آن سیلاب دی

سرنګون سر په زنګون یم فکر وړی
چي دا ژوند دي ولي جوړ د غم ګرداب دی

خپل د میني د افق په دام کي خلکو
اخته شوی اباسین بیخي نایاب دی

اباسین منصوري
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

15 Nov, 10:10


له ډیري مودی وروسته یوڅوغمجني ټپي

سترګي می ځکه تک سري دي نو
وی دغم قیصی دی
جانانه راوړه دیدنونه نو مرمه نه رغیږم

په چادیارغم میلمه مکړي نو
وی دسړي خوري وۍ
اخ خوري دزړګي وینه نو مرمه نه رغیږم

په زړه مي ستادغم اثرده نو
وۍ زیړماذدیګرده
اوپه ژړا کورته راځمه نومرمه نه رغیږم

زه دی ملنګ دتورو غرو کړم نو
وی لالیه څنګه
اوبه دی خدای ښادولرينه نومرمه نه رغیږم

دخدای لپاره مینه نسته نو
وی نن ترمطلبه
بس هرسړی درسره وینه نومرمه نه رغیږم

ځان ته تعویذ دنظر وکړه نو
وۍتورسترګی یاره
هسي نظرنسي ګلپامه مرمه نه رغیږم

په مــــــینه مه نازیږۍ خلکونو
وي مینه تل اخلي
اوټول دژوندخواږه خوندنه نومرمه نه رغیږم

جانانه راسه دیــــــدن راوړه
وی دګلاب ګله
اوپه ژړا دی یادومه نومرمه نه رغیږم

حسن خوخدای درکړۍ یاره نو
وی نوغرور ولی
اوپه ځان تل کوی مینه نومرمه نه رغیږم

دباراني موسم هوا ده
وی زړه په درزا ده
دجانان غم می دردوینه مرمه نه رغیږم

هجرت ملا دعشق له درده
وه یاره نامرده
اوژوند تنهامدام کوینه مرمه نه رغیږم

هجرت ملا

النبوي بصري څانګه

15 Nov, 06:21


دا ورځ تر بلې ورځ چې شوې بې لارې زمانې
حساب به څنګه ور کړئ ګناهګارې زمانې

د عدل او انصاف تله کږه کږه کیدله
ظالم شو برایت مظلوم سنګسارې زمانې

په غیږ کې دې معصوم فلسطین پروت کنډر کنډر دی
ته ګوره ننداره کوه قرارې زمانې

له څوکې د نیزې دې تل مظلومې وینې څاڅي
په خپل کفر کې ډیره یې هوښیارې زمانې

نور وېښ شه لا تر څو به یې غالفه خوبه وړې
په رنځ د أمت نه رنځیږي زواني زمانې

په ننګ د ګران أمت توره نیزه درسره واخله
نور ختم تور تمونه کړه سهارې زمانې

دفاع ته د أقصیٰ بدري طالب خدای در بوله
دا لوړې او ژورې کړه هوارې زمانې

#بدري طالب
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

15 Nov, 03:09


وخت به راځي چې بد رنګۍ به د دنیا ووژني
سپیدې به راشي تور تمونه به سبا ووژني

د شیطاني لښکرو ځالې به اورونه واخلي
په شهابونو به راڼه ستوري بلا ووژني

د قرطبې، د آذان غږ به مو تر کلي راشي
د اقصٰی پیر به لوی راهب د کلیسا ووژني

د امارت سپیڅلی نوم به مو تر شامه رسي
ساحر د مصر به د وخت غازي موسٰی ووژني

تتې یې نه شي رڼاګانې در نه خدای مکړه چې
بلې ډیوې مو د ایمان نفس او هوا ووژني

تر جزیرې د نجات وساته کښتۍ د عمل
جابره هسې نه څپې د خواهش تا ووژني

جابر
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

15 Nov, 03:09


غزل)010)

په سخته ورځ کې درنه ګرځي ياران لرې لرې
لکه له ستړي فلسطين عربان لرې لرې

أفغانستانه چاچې زور ستا دايمان وليدو
چې څومره وو هومره شول نور دښمنان لرې لرې

زمونږ د مينې ښایسته کور افغانستان جانان دی
ټول دې خبر وي لر او بر رقيبان لرې لرې

خدای دې زمونږ د محبت ټولنيز کلک وساتي
خدای دې زمونږ له مينځه کړي شيطانان لرې لرې

د ابادۍ جهاد شروع دی ضرورت دی ورته
بلخوا دې نه ځي زمونږ د خاورې ځوانان لرې لرې

د بدر! هیله ده فکري سنګر دې هم وپالي
ارام دې نه کېني زاړه شاعران لرې لرې

مهاجر  بدر
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

15 Nov, 03:09


ژمن دي یو هیواده و ساتنې ته
ستا و هر خدمت او رغونې ته

مونږ دي یو بچې ته مو یې مور خاورې
یو ولاړ چمتو ستا و پالنې ته

ستا دفاع لازمه مونږ پر ځان ګڼو
تل یو اماده و سرښندنې ته

غواړو چي ښکلا دي په څو چنده کړو
ټول دي لاس پکار یو بسیاینې ته

بیا به له ناخوالو سره مخ نشي
نه پریږدو دښمن دي تیروتنې ته

نور به دي ناثور زخمونه وګنډو
اوس یو فارغ شوي تار او ستنې ته

سیال به د نړۍ شي نور ادیب ملا
ګورو د زلمو چي هرې کړنې ته

رحمت الله ادیب
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

15 Nov, 03:07


ژمن دي یو هیواده و ساتنې ته
ستا و هر خدمت او رغونې ته

مونږ دي یو بچې ته مو یې مور خاورې
یو ولاړ چمتو ستا و پالنې ته

ستا دفاع لازمه مونږ پر ځان ګڼو
تل یو اماده و سرښندنې ته

غواړو چي ښکلا دي په څو چنده کړو
ټول دي لاس پکار یو بسیاینې ته

بیا به له ناخوالو سره مخ نشي
نه پریږدو دښمن دي تیروتنې ته

نور به دي ناثور زخمونه وګنډو
اوس یو فارغ شوي تار او ستنې ته

سیال به د نړۍ شي نور ادیب ملا
ګورو د زلمو چي هرې کړنې ته

رحمت الله ادیب

النبوي بصري څانګه

15 Nov, 03:06


اوباران دی

څه عجیبه هنګامه ده اوباران دی
څه دمیني ننداره ده اوباران دی
خیرکه ته راسره نه یی ورکه یاره
خوستا یاد زما میلمه ده اوباران دی

زه په خپله غم په غم خورم ای عالمه
ورانه شوی مي سینه ده اوباران دی

څاڅکي څاڅکي سیلابونه ترینه جوړشي
دابشارو شر شره ده اوباران دی

ستا دنوم ذکرونه کیږي زه یی اورم
هلته بره یوه دیره ده اوباران دی

راشه ته هم  تکبیرونه پکي وایه
زمادهیلو جنازه ده اوباران دی

اباسینه سرخوړلیه څه به کیږي
بی لالي دي ګذاره ده اوباران دی

اباسین منصوري
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

15 Nov, 03:05


سترګې راواړوه په شونډو دې مسکا راوله
رور رور قدم وهه په زلفو دي نڅــا راوله

سپین ګلابي څهره دي څومره خوندوره ښکاري
توره بګړۍ دي کړه پرسر راج په دنیا راوله

مـټـي را بـډ وهۍ وطن مو رغونه غواړي
دا ویـجـاړشوې ځمکه نوره په ښکلا راوله

راځي پوهنې او روزنې ته هم لاس په کار شـو
پرېـږده نـور آمـن دي هیواد کي مو رڼا راوله

دا دردېـدلی زورېـدلی اولـس میـنـه غواړي
اوښکي يې پاکې کړه و زړونو ته یې سا راوله

تېرې سحنې چي هیري نکړې شهیدان یادوه
نورالله حنیفـه ته پخپل ځان کې وفـا راوله

م نورالله حنیف
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

14 Nov, 14:36


څه عظیم خلک دي چې لرې وړي له ښاره سترګې
کړي د جهاد په مورچلو کې  پیره داره سترګې

څه شبګیرونو زورولي،څه غبار پرې پروت دی
ته یې خوږې په فتوحاتو کړه باداره سترګې

د ژوند په حال یې بیا پوهیږم، ته بس دا ووایه
د هغه دنګ جانان مې څنګه وې ریباره سترګې

ښایي چې حورې یې لیدلي وي شهید اشنا مې
نیمې یې پټې وې او نیمې یې بیداره سترګې

چې نړیوال کفرته سپر یې نړیواله ملنګه
د مظلومانو انتظار درته  په لاره سترګې

آه! لویه خدایه د امت د مظلومانو په درد
څنګه ونه ژاړم او څنګه کړم قراره سترګې

یو  د قرآن په پاڼو بل د والیدینو په دید
ګله حسان کوچیه تل ساته خماره سترګې
حسان کوچی
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

14 Nov, 07:53


د مور دعا

د زړه سکون او ارمتیا
د مور دعا د مور دعا
هم کامیابي او هم بریا
د مور دعا د مور دعا

د پښو د لاندې یې جنت
دا لوی نعمت دی په راحت
رضامنـدي د پاک الله
د مور دعا د مور دعا

پیدا به نه کړی حقیقت
په دی دنیا کې محبت
فقد د مور مینه رښتیا
د مور دعا د مور دعا

که غواړی شان دی شي وچت
وه پاله ژوند په صداقت
له ګدایۍ به شی پاچا
د مور دعا د مور دعا

شی به خاوند د ستر زینت
که په سر ستا وې شفقت
وې هره لار به ستا صفا
د مور دعا د مور دعا

شاهین حمزه دا ستر قوت
چې چاته ونه کړې محنت
امر د خوږ رسول الله
د مور دعا د مور دعا

~ شاهین حمزه
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

13 Nov, 19:30


ختم نبوت

په احادیثو او قرآن دی ثابت
نبوت ختم پر جانان دی ثابت

کاذِب دی هغه چې دعوه یې کوي
لانبيَّ بعدِي فرمان دی ثابت

زمونږ پېشوا خو آخِري نبي دی
دغه ارشاد د پاک سبحان دی ثابت

خیر! که صورت کې مؤخر راغلی
خو تقدم یې تر جهان دی ثابت

أسود عنسي، مُسَیلَمه او مِرزا
واړه مختور شولو داستان دی ثابت

د مسلمه أمت شي زړونه ټکور
پر هر ګستاخ مردِ میدان دی ثابت

یو ژوند، یو تن، وینې، هډونه لري
دا حسني تر تا قربان دی ثابت

حسني مستغفر
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

13 Nov, 19:29


مینارې ته دحرم


ارمانونه مې په شــــــــا دي مینارې ته دحرم
تازه مړاوې هيلې زمـــــا دي مینارې ته دحرم

پس له ډيري مودې وروسته به ديار کلي ته ورسم
له خوښۍ مي مړه اعضا دي مینارې ته دحرم

پر مقام ابراهیم به رب ته لپې کـــــــړم لاسونه
تمـــــــــناوې مي هم دادي مینارې ته دحـــــــرم

چي طواف پر روضه وکړم هغه وخت به څنګه وخت وي
ستــــــــــــــرګې ډکې له ژړا دي مینار ته دحرم

سپېرې خاورې بې رانجه کړم کاڼي بوټي به يې ښکل کړم
تلــــــــــــــــوسې مې له پخوا دي مینارې ته دحرم

که نیمګړي ارمانونه له زاهـــــــد سره وو پاته
نــــو هغه ګـــــــرانه آشنا دي مینارې ته دحرم

هدایت الله زاهد
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

04 Nov, 02:29


زما دخوږ زړګې قراره
وه نازولې ګل نګاره
لتا قربان شم حُسنداره
ده مدني نبي سر داره

تر ټول جهان راته بالا یې
زما د هر مرض دوا یې
زما هرڅه یی زما دنیا یې
ګران محمد رسوالله یې

لتا قـربان شم محمده ﷺ
زوی دعبدالله یه احمده ﷺ
ًپه تا شیدا په تا مین یم
درسره  مینه مي بې حده

محبوب دپاک رب الاکبره
نـــورالبشر نور البصره
ته مــکرم ته معــتبره
په مخلوقاتو کي بهتره

ستا له حُسن پیدا شوي
ګرانه ټول ښائستونه
ستا ښکلا ته دي عاجزه
ګلابونه  غاټولونه

نور دي را اوري له جبینه
ای ښکليه ښکليه نازنینه
د سیحان زړه ته تسکینه
درنه لوګۍ شمه حسینه

طالب سیحان
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

04 Nov, 02:26


غمگیـــــنه وه له ما سره چـې تله تر دروازې
مورکۍ به اوښکې توی کڔلې خفه تر دروازې

سلگۍ به یي په ستونکې راغونډي شولې اله
پـه چم کې دخـندا چې ژڔیـــــده تر دروازې

زما هـــــم دخوښـی پاڼه لویـدلي وه له غمه
چـي ما ویــــــل له ماسره راځه تر دروازې

لاسونه مي يي ښُکل کړله ویل یی رب دي مل شه
راوامي خیستل خـــــڔه بیستره تر دروازې

چې کله دا د دین او دوطن خبره راغله
مورکۍ شپه کې راواخیستل ډیوه تر دروازې

هغه وخت دمسجون مُلا پر زڔه دردونه راغلل
لگ لگ چې یي په مینه راکاته تر دروازې

مولوی ذاکر مسجون
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

04 Nov, 02:25


له اوښکو سره لاړل مې له سترګو نه رانجه
دانه وانه راپـــرېـــــوتل  له سترګونه  باڼه

خلاصون مې ترېنه نشته ته یې لاره راته ښایه!!
پـه دوه سترګو راګیر شولو زما دانازک زړه

نُوپرېګده چې ویده وي ولې بیاتازه کوې یې
اوس غلی په قراردی مایوس زړه له بېلتانه

کميږي نه بس وار په وار زیاتیږي نه پوهېږم
دردو پسې دردونه بس په زړه کې شي راشنه

هغه کلی پرې ابښی د سحرا په لور روان دی
یوسف ترېنه ورک شوی که له درده ژړېـده

په زړه باندې لاس ایښی او وړې وړې سلګۍکړي
دچـــا غموزبېښلی چې یې آه وځي له خوله

بس هسې مې قسیم بدري مسکاکې درد پټ کړی
شبنم په شان پـه زړه باندې دردونه مې پراته

قسیم بدري
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

04 Nov, 02:09


غزل!!!!!

دمرګ لــــــپاره زهـــــــــر ښه په لوړه بییه راکړه
ساقي دیار په مینه کي غرقاب مي کړه ښه ډېر

اورونو ته دتللــــــــــو لار ه کـــــــــوم لوري ته ده
ته پوه په دې خبره يه جــــناب مي کړه ښه ډېر

په عشق مي یـــــــــــؤ ځل لپاره تنده کړه راماته
اوبه مي کړه خو ياره پـه خناب مي کړه ښه ډېر

ویار ته په ورتلـــــــــوو کي مي تر دغه لا جدي کړه
رنځور مي کړه بې سېکه او بې تاب مي کړه ښه ډېر

يا ما کړه دسفر ملګری نن دهــــــــــــــــــــــغه دنــګ
او يا مي نوو پانسۍ کړه او خراب مي کړه ښه ډېر

زاهد مي کړه او بو مي زه دعـــــــشق تر دنګ آسمانه
په څنـــــــګ کي دمهتاب اود سهراب مي کړه ښه ډېر

هدايت الله زاهد
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

04 Nov, 02:02


د تورو شپو سینه کړه څیرې سپین سبا راوله
لکه سپوږمۍ تر خپل مداره ځه رڼا راوله

د بد رنګیو ماښام ووژنه تیارې ووژنه
لکه سپیدې طالبه راشه او ښکلا راوله

چې مروره نه شي ولاړه له دې کلي نه شي
د آزادۍ پر شونډو بیا خفه مسکا راوله

چې پرې را ټول شي لکه وروڼه د امت ګلونه
د کاروان مخې ته د عصر مسیحا راوله

د وخت مهدي د ایوبي د بچو چیغي واوره
لښکر د فتحې او حریت دې تر اقصٰی راوله

جابره بیا چې امارت پر شرق او غرب حاکم وي
د عمري خلافت وخت خالقه بیا راوله

جابر
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

03 Nov, 17:20


غزل

د ژوند له ولولو څخه غمونه را لویدل
د زړه له پرهرو څخه دردونه را لویدل

خزان بیا په بهار ګلونو غیږه رانه تاو کړه
له څانګونه یې رنګا رنګ ګلونه را لویدل

د زړه هیلې مې ټولې د بیلتون خنجر وهلې
پر تن مې د هجران چې سره اورونه را لویدل

د ژمې لنډي ورځي او دا ستا د فراق زور
له خولي مې سوي څړیکي او اهونه را لویدل

دا خپله زنده ګي مې د یو چا له سر لوګی کړه
نو ځکه  مې د ژوند ټوله خوندونه را لویدل

میرویسه د یو چا د دوعاګانو  برکت ؤ
پر ځمکه  له اسمان چي بارانونه را لویدل

{میرویس توحید یار}
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

03 Nov, 03:13


نعت شریف

راکړه يـو ځل د مـخ دیـدار رسـوله
درنـه قـربـان درنـه ځار ځـار رسوله

زړه مې بې واکه ستا وصـال لټـوي
یــم پــه عـجم کـې نـاقـرار رســوله

چې سـتا د کلی او کوڅو ملنګ وم
کچکـول مې وو د غاړې هار رسوله

زر کاله مخـکې کاش پـیـدا ومه زه
اوس به هیڅ نه وم په انګار رسوله

زه بـه سـوغـات د ژونـدانه ورکړمه
چې رانصیـب شی ستا بهار رسوله

چـې نـنداره وې د خـوبانـو سترګو
هلـته بـه وکـړم ټـول اظـهار رسوله

شاهین حمزه چې تل رنـځیږمه زه
ستـا محبـت کـې یـم خمـار رسوله

~شاهین حمزه
#النبوي_بصري_څانکه

النبوي بصري څانګه

03 Nov, 03:12


دزړه کلی مي ویـجــاړ دی کـي مـنـي
په کي شوی سخت بمبار دی کي مني

یـو دښـکــولــو یارانه ســړی تبا کــړي
بل غـــربت کـــړی اِظـهار دی کې منې

راشـه راشـه دغـمـو څـخـه یه یـوسـه
ســتــادیدن ته انـتـــظار دی کـې منې

هـم خــبرې دي خــوږې لکه شـــکــرې
ستــاویـصــال لکه خــمار دی کې منې

پر زخمې زړګې مې مالګې دوړه وه مه
ده  دردونــو کارو بــار دی کــې مــنـې

چې خوندونه دژوندون څخه یو یو وړې
دا دمـیــنې اول کــار دی کـــې مـنـې

محــافــظ شـبـابه چا درته غم جوړ کړو
دغـه ښـکـولی خـو دې یار دی کې منـې

محافظ شباب
#النبوي_بصري_څانکه

النبوي بصري څانګه

03 Nov, 03:12


د وطن کلي کوڅې او  هره لار امن امن
د امن څادر  خپور دی په هر ښار امن امن

اوس نه اوري بمونه په خټین کورونو یاره
وګــړي مو خلاص شوي له بمبار امن امن

ډاډه اوس دچنار سوري ته کینو په ارامه
مړ شوی  د  جګړې اور دی چنار امن امن

فضا د امنیت ده هیواد وال له ژوند راضي دي
له ژوند څخه خوند اخلي په قرار امن امن

هېواد ته  راستانه مو شول ها تللي بلبلانه
نــغـــمې ده ازادۍ وایــي بهار امن امن

اوس وېره دچاپو نشته قسیم بدري هېوادکې
دي شپې  مو امن امن او سهار امن امن

قسیم بدري
#النبوي_بصري_څانکه

النبوي بصري څانګه

03 Nov, 03:12


د پګړیوال جانان سپېڅلی سپین مسیر ښکلی دی
ددې وطن فرد مجاهد،غازي امیر ښکلی دی

تا چې د مرګ په لاره بل ژوندون ته کډه یووړه
د زړه په کور کې مې ساتلی ستا تصویر ښکلی دی

د ښکلي خدای ښکلی کلام او ستا سپېڅلې سینه
تا چې یې کړی دی پخپله هر تفسیر ښکلی دی

د مکرجن بازار په شپو کې لمر روښانه وینم
د تور زندان په پنجرو کې دا اسیر ښکلی دی

د جنتي ښکلا توصیف یې په لفظونو نه شي
زموږ شمشاد،زموږ سپین غر،زموږ پامیر ښکلی دی

یارمله! دار وي که زندان په هسکه غاړه ورځو
د خدای لپاره مو په پښو کې پروت زنځیر ښکلی دی

یارمل کندزي
#النبوي_بصري_څانکه

النبوي بصري څانګه

03 Nov, 03:12


لکه ځان لکه جهان لکه ایمان دی راته ګران
لکه زړه لکه باڼه لکه چشمان دی راتـه ګران

لکه ژوند یم بیله ژونده مړ! وجود پر دې دنیا
لکه رزق او لکه څاڅکې دباران دی راته ګران

لکه خوب لکه ارام! یـــم بې ارامه بیله یـــار
لکه لمونځ لکه سجده لکه آذان  دی راته ګران

لکه پیر! یم بیله پیره! یــو مرید پـــاتـــه تنها
لکه سوال لکه زارې لکه جانان دی راته ګران

لکه عشق لکه وصال له دې نه زیات اسحاقه یاره
لکه دنیا لکه جنت لکه آرمـــان دی راته ګران

اسحاق
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

02 Nov, 13:39


غزل:

که وي همداسې په ما ورانه! کیسه ختمه بوله
ژوند که وي دغسې ستومانه! کیسه ختمه بوله

زموږ د روان حال پړاوونه له یو بل سختیږي
که وو همداسې سرګردانه! کیسه ختمه بوله

اوج ته به رسي دا ویدې جذبې د هر مسلمان
بیا د یاغي باغي جهانه! کیسه ختمه بوله

څوک چې د نورو غلامي کوي ایمان به پلوري
ځان چې چا خلاص کړ له ایمانه! کیسه ختمه بوله

زندګۍ ما به د جنون تر پولې ورسوې
که وې همدغسې روانه! کیسه ختمه بوله

ستا سر کول شول ناممکن غُربت څپېړه راکړه.
نیمګړی پاتې شوې ارمانه! کیسه ختمه بوله

ته چې مخبت یې ده دې لوی کاروان پر سر مخبت! یې
ته که شوې بیل! له دې کاروانه! کیسه ختمه بوله

مخبت وردګ
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

02 Nov, 05:32


خادم د دین او د أمت زعیم سالار دی شهید
د فلسطین بل هنیه یـــحیٰ سِنوار دی شهید

د فراق درد د هجر شپه تاندې سلګۍ او اوښکې
د مسلمهْ أمت رهبر د عشق پر لار دی شهید

عرب عجم دې د بېلتون په غم غمجن ښکاریدل
زړه د مؤمنو ولسو په ډېر ازار دی شهید

لکه ټپې زمری پروت ښکېل وو د لیوانو دام کې
وو جنګیدلی تر روستۍ سلګۍ فرهار دی شهید

د عزمت دنګ منار دې و نړید شهیدې أقصیٰ
د وخت یهود پرې مسلط ډېر ناقرار دی شهید

بیا یې له درده څو غمجن تورې پېلي دي چې
بدري طالب خو د أمت په غم بار بار دی شهید

#بدري طالب
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

01 Nov, 18:53


غزل

فراق دې وخوړم اشنا درپسې ولوېدمه
د بېلتانه له زوره بيا درپسې ولوېدمه

ستا درخصت هغه ساعت وو قيامت جانانه
را ودې نه کتل ترشا درپسې ولوېدمه

څيرې ګرېوان ماتې تڼۍ لکه ملنګ ګرزمه
او د مجنون غوندې ليلا درپسې ولوېدمه

د بيا راتلو دې اطمينان هيڅ سړی نه راکوي
بيابه راستون نه شې ترما درپسې ولوېدمه

ته لکه بدر مهاجر لاړلې خپل وطن ته
زه لکه پاته پښتونخوا در پسې ولوېدمه

مهاجر م
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

01 Nov, 18:53


ټپي!😰

اور چې بلیږې دود ترې خیژې
دغه بې دوده لمبې زما له زړه نه ځینه

بېلتون د زړه په سر سوری کړم
له مرګ نه بچ سوم قیامتې رنځور یې کړمه

رنګ مې په تا پسې خراب شو
یاره بېلتون دې د زړه وینه رانه خورینه

د هجر اور ایرې ایرې کړم
چاته نعرې کړم چاته وکړم پر یادونه

په جدایې دې زه اخته کړم
په خپله ولاړې زه دې غم ته پریښودمه

جدایې راغله زړه مې مات شو
اوس به په مات زړه زندګې څنګه کومه

انګار مې بیا د زړه تازه شو
څه موده پس مې د یار وکړل دیدنونه

یو ځل خو راشه دیدن راکړه
له مانه هیر کړه د بېلتون ترخه وختونه

له تا به هیر یم له مانه یې
راته په زړه یې هم دې غواړم دیدنونه

چې مې رایاد شې ورکه یاره
نو په ورو ورو مې د زړه څړیکې زیاتې شینه

په بېلتانه دې زه دردیږم
ستا جدایې مې پر اورونو کړوینه

له سترګو اوښکې شې روانې
چې کله ګورمه دا ستا ګونګ تصویرونه

ژوندون مې تېر شو په غموکې
پر ما رانغله د خوښيو ماښامونه

چې ته جدا شوې رانه ولاړې
شاته دې پریښودل نړۍ نړۍ غمونه

اوس خلاصېدلی ځنې نه شم
سترګو دې بند پر بند تړلی یم مینه

زړه مې مات مات زرې زرې دی
په هر طبیب یې ګرځوم نه جوړیږینه

زما د زړه په حال خبره
په زړه کافره لا پر ما کوې ظلمونه

ای د حارث خواره قسمته
کله به سم سي چي دې ووینم خوندونه

حارث فراهي
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

01 Nov, 18:53


عزل

هیر دکړم چې هیره درنه تورو غرو لمنه شوه
مینه بازاري دې په زړګي باندې واکمنه شوه

زه او تا دیو سنګر ملګري وو پخوا یاره
څه باندې مو دومره فاصله منځ کې دننه شوه

ویل یې چې ته څوګ یې غورځیدم دومره حیران شومه
ولې دې زما اشنا څهره هلته په زړه نه شوه

ته چې دزري موټر خاوند شوې تا خوشال غواړم
زه درنه بس لاړم نوره زما ستا رابطه نه شوه

ستا ددفتر مخ ته انتظار ومه حافظ روښان
اې دڅنګ ملګریه څومره ګرانه ستا لیدنه شوه

روښان صبری
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

01 Nov, 18:52


ده غمـونو ډک دســـــتار دی
عشق دزړونوو پـه پرهار دی

هسي زه په رنځ اخــــته یم
کنه هرڅوک پــــــدې لار دی

وِصال ښه دی خوبیا وروسته!
دبلتـون ډېر سخــــت ګزار دی

چي خندا نه راځي خولیته
نَیَم پـــــوه دچــــا ازار دی

دګلوونوو په قـــــــطار کي
داغزیــــوو هم پټ کـار دی

ستا دســتــرګوو له اثــــره
نړيــــدلی دزړه ښـــــار دی

یوملنګ دي په لټــــون ویښ!
له ماښـــــامـه  ترسـهار دی

پــوه سوم برته نـــه راګــرځي
پروت پر پلـونوو دي غبــار دی

که مرګ ندی دمـرګ ورور دی
دُمره سخــــت دي انتظـار دی

زندګـــي په بــیــــــړه درومي
زما له څنـګـــــه ورک قرار دی   

عـرفانــي خـــــزان خـزان دی
ستا یـــاد وړی تري بــــهـار دی

محمد نسیم عرفاني
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

01 Nov, 04:18


نعت شریف
ــــــــــــــــــــــ

وخشت وو جـــهالـــت باندې سینګاره وه دنیا
حـبیـبـه! ستا راتلـو تـه! نــاقـــــــراره! وه دنـیا

دخـــدای له ښکـلي دینه ناخـبـره ټول جهان وو
محرومه چې دستا له سپین روخساره وه دنیا

تـمـامـه ده په تا بانـــدې ښکلا دستـرګــــو توره
پـیــدا خـــالــق څــښتن! دستـا لـپـاره وه دنیا

دستـا پـیـدا کیدو سره تمام جــهان رنګیـن شو
قــــربان! بـغـیـر لـه تـا څـخـه بې یاره وه دنیا

روښان! ستاله روضې څخه قـربان شم محمده
ستـا هــــر حــکــم! مـنـلـو تـابـعـداره وه دنیا

حافظ روښان صبری
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

01 Nov, 04:17


وو د دښمن سترګو کې خار شهید سنوار
شو د القدس په ننګه زار شهید سنوار

د عشق همدغه ده معنا
چې یار له یاره شي فدا
لکه سنوار  او هنیه
ددي پڅېر نور شهدا
ټوک ټوک وجود فرهار فرهار شهید سنوار

له خواهشاتو مرور
د دین دفاع ته لکه سپر
لاړو له دې مسلم امت
ډیر ګیلمن او مرور
قربان دحق په سپینه لار شهید سنوار

په تا ودان په تا را ټول
وو خپل کار وان او خپل کهول
یو موټی خاوره د غزې
تاته دسرو زرو په تول
نشته نن دا سپه سالار شهید سنوار

ځانګړي پوهه او کمال
درکړي وه رب ذالجلال
ته وې ثاني صلاح الدین
د اقصی اوښکو ته دسمال
پاتي تاریخ ته شو یاد ګار شهید سنوار

په لومړی کرښه کې دجنګ
په مقابل کې د فرنګ
په ونه دنګ لکه چنار
احمد تکله شو را ړنګ
شو په امت غمجن سهار شهید سنوار

احمد تکل
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

01 Nov, 04:17


مظلومه غزه

پاکه ربه د مظلومي غزې غیږ  ڪي
یوه ماشومه ڪړي نعري د ادې غیږ ڪي

ته خو ولیږي لښڪر دابابیلو
چی یه خلاص ڪي له پنجو داسرائیلو

د ظالمو پري لاس بر دی ذوالجلاله
د بریا هیله یې پره ڪړي لایزاله

ته یې وڪړی نصرتونه له هر لوري
له درد ډڪي څو معصومي څهري ګوري

پاڪه ربه ته عظمت د فتحي ورڪړي
د نړۍ په هر یو کونج ڪي یې سر برڪړي

څو مومیني هیلی سپاري تر لحده
غیرتي غږ یې خاموش شي تر ابده

عمري زَابْلَیّّه سوال ڪړه هر سحره
د بارت لوخړو وخوړ هر بشره

حافظ عمري زابلی
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

23 Oct, 02:12


د پام وړ
هعه شاعران ملګري چې د (ی)ګانو استعمالولو کې ستنځه لري
نو هیله ور څخه کوو
چې ساده (ی) دې استعمالوي

النبوي بصري څانګه

22 Oct, 19:34


ستا یادونه

ټوله شپه ویرونه دي
مل مې ستا یادونه دي
ستا لهْ بېلېدو سره
تللي مې خوبونه دي
زړهْ باندې رنځور یمه

ستا تېرهْ باڼهْ ګله
وتي زما لهْ زړهْ ګله
ځکه مې هیریږي نه
ستا خمار کاتهْ ګله
زړهْ باندې رنځور یمه

زغم نهْ لرم یاره نور
ولویدم لهْ کاره نور
ستړی یم قربان دې شم
ستا لهْ انتظاره نور
زړهْ باندې رنځور یمه

ستا د هجر غم ګرانه
کړمه پر ملا خم ګرانه
تهْ چې کله تللی یې
ژوند مې شو تورتم ګرانه
زړهْ باندې رنځور یمه

ستا د در ملنګ یمه
مینه کې دې رنګ یمه
تهْ لکه د شمعې یې
زهْ لکه پتنګ یمه
زړهْ باندې رنځور یمه

وسوم ستا د هجر اور
خلاص شومه د زړهْ لهْ زور
ګرانه غورځیدلی یم
نور د زندګۍ لهْ شور
زړهْ باندې رنځور یمه

دی د جنتو مثال
ستا د خوږ جمال وصال
هجر دې خبر کړمه
زهْ د جهنم لهْ حال
زړهْ باندې رنځور یمه

تا باندې اباد یمه
بې لهْ تا برباد یمه
ځکه خو مالت کې نن
ستا پهْ میئن یاد یمه
زړهْ باندې رنځور یمه

بېل کیف او اغاز لري
ژوند یې هم امتیاز لري
چا ویل چې سپکه ده
مینه لوی اعزاز لري
زړهْ باندې رنځور یمه

ډېر وکړېدلمه
ډېر وزؤرېدلمه
ستا پهْ بیلتانهْ یاسین
ډېر وژړېدلمه
زړهْ باندې رنځور یمه

یاسین عبیده
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

22 Oct, 19:34


د قــوي ایــمان جــذبې خبرې وې
د کلـک عـــــزم  عقیدې خبرې وې

نن تعرُض دی نن کمین دی ځو ملګرو
څــــه خوږې خوږې خوږې خبرې وې

د لمبو په څوکو دود غــــوندې اتڼ وو
د سپین عشق سپینې دعوې خبرې وې

شـهادت یا شریعــت زمونږ شعـار وو
زمونږ مقصود همدغه دوې خبرې وې

سابقه ، مست پرونـر ، فیلډر هیلکسې
ته او خـدای د تصفـيې خبرې وې؟

د دلبرﷺ او ربﷻ رضا نه بغیر ته وای
ځه" شـــمشـــادَه د پیــــسې خبرې وې؟

محمد حڪیم شمشاد
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

22 Oct, 19:33


د،دردشپه !

لکه لمرداسي ډوبیږمه !په شپه کې
ویده نیم خورالویږمه !په شپه کې

چي رایاده ستاغزل غزل ځوانې شې
ترنم کوم  ږغیږمه !په شپه کې

مادي دومره انتظاردراتلو کړۍ
ستړۍ شوی یم ځنګیږمه !په شپه کې

دخزان سیلۍ مي بیاپرهیلوراغله
مړاوۍ ګل یمه رژیږمه !په شپه کې

ستافراق مي پرزړه دومره اثرکړۍ
زړه مي درد کوي کړیږمه !په شپه کې

مهاجرچي دي رایادکړم ورکه یاره
بس له ځان سره ژړیږمه !په شپه کې

مهاجرهروي
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

22 Oct, 16:43


غزل

لمرلویده ته رانه تلي ماځیګری ؤ
زما او ستا دا ملاقات  اخیرنی ؤ

درد نیولی درد زپلی مې زړګی ؤ
دفراق په غشوټول سوری سوری ؤ

اخیرې مسکا د یار مې په زړګي ده
له دنیا څخه روان ؤ ګړندی ؤ

هيلې مړې وې او له ځان سره زګیروي ؤ
ستا دیاد ترسیوري لاندې یوسړی ؤ

تاج محل مې دزړګي ورو ورو راولویده
رانه تلی مې له څنګه خوږلالی ؤ

{میرویس} دي دبیاراتلو په تمه تمه
ستاپه نوم باندي تراوسه لاژوندی ؤ

{میرویس توحید یار}
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

22 Oct, 03:35


فراقت د یاره .. !

بیا در روان یم د غمو د لاسه شپه دروړمه
یاره مزار تـه دی د درد ډکـه سـېنه دروړمه

تیریږي کله پر ما وخت د فراقت شیبو کې
د سـتړی ژونـد نه ناقـراره فسـلفه دروړمه

د درد څــپه کې راحصــاره یمــه وه زړګیه
زکه بیلتون د لاسه زړه تېکه تېکه دروړمه

انځور دی ګوري خو یو غږ د تسلي نه کوي
خود به لالیه ورنه تــاتـه یـو ګېله دروړمه

څو کاله ووتل خو غم دی لا تازه دی ګرانه
د یاد سیلۍ څخه وجود زره زره دروړمه

شاهین حمـزه په ټوله لاره ژړیدم زوریـدم
وه ګوره یاره بیا د ګلو ګل دسته دروړمه

~ شاهین حمزه
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

22 Oct, 03:24


:: دحق غوښتونکي ::

عمر دي د دوشپېته کلن جزبه دي ځوانه وه
ټوله اسلامي نړۍ دي میني ته حیرانه وه

خپله پرې تاریخه قضاوت وکه په دې خبر
څومره پاکه وینه وه او څومره قدر دانه وه

دا یي زغمی نه شوه چې اقصی دي یرغمله وي
صرف په دي خبر یې له جهانه سره ورانه وه

پاتي دې راتلونکي زمانې ته یو یاد ګار به وي
مرسته صرف يواځي ددي خلکو له آسمانه وه

ربه هنیه او او هم سنوار دي ترینه وا خیسته
دوی د حق غوښتونکي وو نړۍ پرې بد ګمانه وه

ای احمد تکله یوسف نه لري ارزښت دلته
ماته داخبر څرګنده ستا له دې داستانه وه

احمد تکل
النبوي بصري څانګه

النبوي بصري څانګه

22 Oct, 03:24


لمررا ولویدی سپوږ مۍ ده ترنځ نیولې
ستوري مړه سوه دنیاګۍ ده ترنځ نیولې

دغزې له غیږې بله هستې درومې
په فراق یې ټول نړی ده ترنځ نیولې

توره شپه ده ګرد غُبار ځمکه اخیستې
نه را خیژې سهارګۍ ده ترنځ نیولې

دافغان منصورپه رنګ سینوارشهیدسو
ځکه ژاړم خنداګۍ ده ترنځ نیولې

خیر که لاړې په دوعا دهرچا یاد یې
سهیل ژاړي شاعرۍ ده ترنځ نیولې

سهیل درمل
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

22 Oct, 03:23


نعت شریف

دیار کلی د یار ښار راته یادیږي
دجانـــان قبر مزار راته یادیږي

چي سکون ورکوي زړوتـه په څو چنده
دمکي هغه دیـدار راته یادیږي

چي پــیدا دده له رویه همه واړه
محمــد نبي ســردار راته یادیږي

چي یې ختم جهالت کړ لـه دنیــاڅه
پیغمبر زموږ تاجدار راته یادیږي

دامت په غم چي څومــره ژړیدلی
دبي بي فاطمي پلار راته یادیږي

امیــدوار دشفاعت چي یې  انعام دی
ګران رسـول خیرالابرار راته یادیږي

انعام
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

22 Oct, 03:23


زړه مې ماشوم دی نه پوهیږي ښه نوڅه پرې وکړم
تــا یـــادوي نـــــه قــــراریــږي ښه نو څه پرې وکړم

ما هڅه وکړه چې بــه بیا چاپســــې زړه نـــه تــړم
خو بیا یوڅوک دی رایادیږي ښه نو څه پرې وکړم

ته ورته پـــام نکـــوې زما بیخي خبــــر نـــه منـــي
تا رانـــه غـــواړي تل زوریږي ښه نو څه پرې وکړم

ستـــا لیونــــي باڼــــه یې خــښ دي د زړګي دنـنـه
دستا رنځور دی نــه جوړیږي ښه نو څه پرې وکړم

چې رالیـــږل دې وخت پـه وخت تـــا دیادګار لپاره
ګونګ تصویران دي نه غږیږي ښه نوڅه پرې وکړم

شعر یـې څو ځلې تکرار واورمـــه ومــې یــاد شي
حامدبـلال چې نــه ښکاریږي ښه نو څه پرې وکړم

حامدبلال
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

22 Oct, 03:22


لکه اوښکه له لیمو درپسې ځمه
لکه وینه له رګو درپسې ځمه
ستاخواږه خواږه کاته چې راته یادشې
بس دژوندپه انديښنو درپسې ځمه

زه مې خپله زندګې درپسې خورم
اوس زړګیه په لویدو درپسې ځمه

هیره ول دي دزړګې په وسه نده
ځکه غم وړم له خوندو درپسې ځمه

نور پوره به شې لاکله زما ارمانه
زه په تورو ګړنګو درپسې ځمه

زه سهیل دي اشناسمدم لیونی کړم
داچې تل په فریادو درپسې ځمه

سهیل
#النبوي_بصري_څانکه

النبوي بصري څانګه

22 Oct, 03:22


غزل؟

دخيـال په دښتـه کی رمي سـتا دیـادو ګرځوم
ژوند دی ددید په انتـظار پاس پـر اوږو ګرځوم

زړه ته می ډاډ دبـیا راتــلـو ورکـوم څــه وکړمه
هــره شیــبه ئي ستـا پـر تـلــلـو قــدمـو ګرځوم

که می بیا ولیدی په دید دی مشــرف سـومه زه
درنجــو لیــکه بــه دی لانــدی لــه بڼــو ګـرځــوم

چی له نظره نه سئ حسن کی یوسف غونـدی یی
سپلـنی تا پسـی په جیب کی لـــه مـودو ګــرځوم

تکړه (زاهد) دی محبت کی داسی مات مات سومه
ځــکه لــه ځــان ســره درمـل د رغــیدو ګـــرځــوم

هدایت الله زاهد
#النبوي_بصري_څانکه

النبوي بصري څانګه

22 Oct, 03:21


غـ،،زل

د غمونو او دردو  سـره مـې ژوند دی
زخمي زړه مې ستا د یاد سره پیوند دی

ما چې فکر کې ساتلي، ورته څه وه
اوبو وړی اوس د هغو شګو بند دی

ستا بېلتون مې د ژوندن شیبې ترخي کړې
د وصال باران دې ما ته لکه  قند دی

بیا به ښکلو ته زړه  نه نږدې کومه
له پو هانومې اخیستی دغه پند دی

چاچې رب ته پنځه وخته دی سر ایښی
نو هغوی د عبادت څښلی خوند دی

که یو ځل یې ستا د سترګو دید نصیب سو
پر حارث د خوشحالی زیری څرګند دی

حارث فراهي!
#النبوي_بصري_څانکه

النبوي بصري څانګه

22 Oct, 03:21


دا ستا عشق سودایي کړمه جانانه
دښتو غرو کي زندګي کړمه جانانه

داچي زه څري ګریوان یم په بدحال یم
له بیلتون سره سیالي کړمه جانانه

درد ده هجر دي ځواکمن دی وه زړګکه
پر زړګي یي نمایي کړمه جانانه

ستا ده حسن ده کتاب مطالِعه کړم
ستا لفاره طالِبي کړمه جانانه

که مي یوځلي دَ سترګو په نظر شوي
ستا دیدن ته سلامي کړمه جانانه

بي هوشي راباندي راغله خو پوهیږم
ده بڼو غشو زخمي کړمه جانانه

چي دَ میني درد غالب عاصم آشنا سي
له خپل ځان سره ځګیروي کړمه جانانه

عاصم آشنا
#النبوي_بصري_څانکه

النبوي بصري څانګه

21 Oct, 10:06


د النبوي بصري څانګې ټولو ګډونوالو ته :
          .اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎!

له ټولو د قدر وړ او معززو شاعرانو  ملګرو څخه مو په دروند احترام هیله او غوښتنه ده هغه داچې هغه شعرونه چې تاسو یې له مونږ سره شریکوئ نو باید د النبوي خپرندویې ادارې په لاندې شرایطو برابر وي .

۱-  ستاسې د شعر ، نظم او غزل وزن، سېلابونه ، قافیه او ردیف باید په بشپړه معنی معیاري وي .

۲ـ له نشر شؤو شعرونو څخه مطلق ډډه وکړئ.لومړی باید مونږه شعر نشر کړو روسته یې بیا شاعر په خپل کانال کې نشرولی شي که چیرته د شاعر په کانال کې له مونږ مخکې شعر نشر شي هغه شعر مونږ نه نشرو د بلې ادارې نشر شوی شعر بیخي نه نشرو

نوټ : ستاسې شعرونه زمونږ د کره کتنې کمیټې له خوا کتل کیږي او وروسته د معیار له مخې نشر ته سپارل کیږي .

      د رابطې نمبر                      
 +93792162066 
@S_Hamza_313
@BadriTalib_313

درنښت
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

20 Oct, 17:04


غزه څوک وژغوري؟

بي وسه ناست یولاس تر زنه غزه څوک وژغوري
ترمنځ مو لار ډیر اغزنه غزه څوک وژغوري

صیهونیستي ځناور ګرځي پر اقدسه مکان
پکښي کوي نسل وژنه غزه څوک وژغوري

دا دومره ظلم باندې کیږي د اسلام په خاطر
دا حیاناکه او پتمنه غزه څوک وژغوري

دا یهودان وحشي طبیعیته تل بمبار پر کوي
خپل دبچو په غم غمجنه غزه څوک وژغوري

ستا جذبه هم نوره سړه صلاح دي زنګ نیولې
دمیړنو دکور تورزنه غزه څوک وژغوري

ته هم اخته یی د دنیا د ډیریدو غم کوي
ځان مخاطب کړه "هیله منه" غزه څوک وژغوري

شـیرآقا"هـیله من"
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

20 Oct, 17:03


د امت سالار

ای د ننګونو عظمتونو او عزیمت سالاره
تاته سر ټیټي یو قربان د ټول امت سالاره

تا ارمان سرکړ تا خو لاره د ایثار غوره کړه
مونږ درته پړ یو او ډېر زیات یو ملامت سالاره

ستا د میړانې به لهْ څهْ سره تشبې ورکړمه
پرتا خو اوج ته رسېدلی ؤ غیرت سالاره

نن چې د ټولې اسلامي نړۍ ضمیر ویدهْ دی
د دې پوښتنه به ترې کېږي پهْ قیامت سالاره

هېلې مو پاتې شوې نیمګړې او پهْ اور پسې شوې
همغه دم کله چې تا وکړ رحلت سالاره

درنه پهْ ډار ؤ کافران او رپېدل یې زړونه
درته درکړی ؤ الله داسې هیبت سالاره

درد مې سوا شو او کمکی زړګی مې وژړېدهْ
چې شوم خبر یاسین دا ستا لهْ شهادت سالاره

یاسین عبیده
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

20 Oct, 17:03


يحيی سنوار !!

په شهادت دي  لا پیاوړې دجهاد روحیيه کړه
سنواره  خدای دي مل سه خدای دي جتنونه درکړي

غزې ته هم مه خپه کېږه زه اومید لرمه
چي پريښتې به د نصرت تاته لاسونه درکړي

اقصی خلاسېږې له یهودو نه  دخدای په مرسته
په مینارو کي به دي  رنګارنګ ګلونه درکړي

داد خالد بن وليد غوندي زړه ور  زلمي به
هم خپل ځانونه درته دود کړي هم به زړونه درکړي

خبرې نه دي په کار دې لار کي عمل مهم دي
دزاهد هغه ځوانان خوښ دي چي  سرونه درکړي

هدايت الله زاهد
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

20 Oct, 17:02


غزل

چي ستا دسترګو له طبيبه سوم پردی اوکنه
خدای!خبر جوړ به شي زما ناروغ زړګی اوکنه

څنګه دهغه ميني ګل نه زۀ پالنه وکړم
چي يې ترڅنګ وي راشین سوی ستر ازغی اوکنه

دغه سړي پر خپل وعده باندي وفا وکړله
دا ستا په مينه يې خپل ځان کړو سپېلنی اوکنه

څنګه به هغه قام يوبل ته دورور مينه ورکړي
چي يې په زړو کي نفرت پاته وي زلمی او کنه

ستاپه نشتون کي زۀ په ځان باندي ډاډه نه يمه
چي تر سبا به احساس پاتي سم ژوندی اوکنه

ابراهيم احساس
#النبوي_بصري_څانګه

النبوي بصري څانګه

20 Oct, 17:02


تاته سجده
ــــــــــــــــــ

تاته ژړل تاته زارۍ خوند کوي
تاته سجده تاته سلګۍ خوند کوي

دا ستا لپاره پاڅیدل نیمه شپه
دا ستا ومخ ته عاجزۍ خوند کوي

دا ستا له لویو.نعمتونو څخه
شات لکه قند ازادۍ خوند کوي

داستا لپاره چي شم ځار څو واري
تاته څو واري قربانۍ خوند کوي

ته مي بل چاته هیڅ سر ټیټی مه کړې
خاونده تاته سرټیټۍ خوند کوي

وي چي ستاینه د الله او رسول
شاعره داسي شاعرۍ خوند کوي

دا چي زمیله یې مئین پرې بیا نو
مینه پاله مینه ژوندۍ خوند کوي

زمیل
#النبوي_بصري_څانګه

6,155

subscribers

37

photos

19

videos