فکري پوهنځی

@ahmed_bigzad


د اسلامي امت د مجد او عظمت د اعادې په تکل جوړ شوي هغه فکر دي چې اسلامي امت له خپل تېر تاریخ خبروی او د غربی افکارو مخنیوی کوي، خصوصا خپل ملت د اختلاف له مفتن ګردابه یوې سالمې لارې ته راباسی او په مستقیمه لار یې په یو واحد صف کې د حاکمیت لپاره راټولوي.

فکري پوهنځی

22 Oct, 20:55


🧬🧬🧬🧬🧬 زیــــــــــــــــری 🧬🧬🧬🧬🧬

تر ټولو قوي لیست لپاره یواځي هغه چینلان راوليږئ چي ممبر ( ڪسان ) يي تر ( 1000 ) څخه زیات وي

په ليست کي د ګډون لپاره دلته مسيج وکړئ 👇🏻

👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇

@Khadim_brother . خادم ورور
@Khadim_brother . خادم ورور

☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️

فکري پوهنځی

22 Oct, 15:50


حماس څوک دي؟ د دوی جهاد او مذهبي پیروۍ په اړه وضاحت

۱. حماس (حركة المقاومة الإسلامية) څه ته ویل کېږي؟

حماس یو اسلامي مقاومت او سیاسي تنظیم دی چې په ۱۹۸۷م کال کې د فلسطین په غزه سیمه کې رامنځته شو. د دې تنظیم موخه د فلسطین د ازادۍ لپاره د اسرائیلي اشغال پر وړاندې مقاومت کول او د فلسطین د خاورې بشپړ خپلواکول دي. حماس ځان ته د اسلامي جهادي تحریک نوم ورکوي او د خپلو هڅو اساس یې د سیاسي او نظامي مقاومت د لارې څخه د اسرائیل د اشغال پای ته رسول او د فلسطیني خلکو د ازادۍ لپاره مبارزه ده.
---
۲. د حماس جهاد څه ډول دی؟

د حماس مبارزه په لاندې دوو اصلي برخو ویشل شوې ده:

1. نظامي جهاد:

حماس په نظامي ډول د اسرائیلي پوځ او میشت ځایونو پر وړاندې وسله‌وال مقاومت کوي.

دوی په راکټونو، ځانمرګو بریدونو او چریکي جګړو کې فعاله دي، په ځانګړي ډول په غزه سیمه کې.

2. سیاسي او ټولنیزه مبارزه:

حماس یو سیاسي او ټولنیز جوړښت هم لري چې په غزه کې د روغتونونو، ښوونځیو، او خیریه ادارو له لارې خدمات وړاندې کوي.

دوی په ۲۰۰۶م کال کې په پارلماني ټاکنو کې برخه واخیسته او اکثریت څوکۍ یې وګټلې.
---
۳. حماس د کوم مذهب پیروان دي؟

حماس د سني اسلام پیروان دي، او د دوی فکري بنسټ په ځانګړې توګه د اخوان المسلمین له تحریک څخه اغېزمن شوی دی. اخوان المسلمین یو نړیوال اسلامي تحریک دی چې د سیاسي اسلام او د شریعت د نافذولو لپاره کار کوي.

فقهي لحاظ: دوی د اهل سنت والجماعت عقیده او د اسلامي شریعت د اصولو پیروي کوي.

مذهبي تمرکز: د حماس مبارزه د اسلام د ارزښتونو پر بنسټ ده، خو دوی په ځانګړي ډول ځان د یو ځانګړي فقهي مذهب (لکه حنفي، شافعي) سره نه محدودوي.
---
۴. د نړیوالو سره اړیکې:

د اسلامي نړۍ ملاتړ: حماس په ډېری اسلامي هیوادونو کې ملاتړ لري، په ځانګړې توګه له ایران، قطر، او ځینې نورو اسلامي خوځښتونو څخه.

سیاسي ستونزې: د لویدیځو هیوادونو په نظر، حماس یو ترهګریز تنظیم ګڼل کېږي، خو په اسلامي نړۍ کې ورته د ازادۍ د مبارزینو په سترګه کتل کېږي.
---
۵. پایله:

حماس یو سني اسلامي مقاومت دی چې د فلسطین د ازادۍ لپاره د اسرائیل پر وړاندې وسله‌وال جهاد کوي. د دوی جهاد د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ دی او سیاسي، ټولنیز او نظامي اړخونه لري. دوی د فلسطین د خلکو په منځ کې یو اغېزمن رول لري او د نړیوالو اختلافاتو او ملاتړونو سره مخ دي.

والله أعلم بالصواب.

یادونه :
د حماس په اړه ډېر تفصيلي معلومات په اکادمیکو، تاریخي، او سیاسي کتابونو کې موندل کېږي. لاندې د ځینو معتبره کتابونو او سرچینو یادونه شوې ده چې د حماس د تاریخ، مبارزې، او عقیدوي څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کوي:
---

۱. "Hamas: A History from Within" – Azzam Tamimi

دا کتاب د حماس د تأسیس، فکري بنسټ، او داخلي جوړښت په اړه مفصل معلومات وړاندې کوي.

لیکوال د اخوان المسلمین پر اغېز او د حماس د سیاسي جهاد څرنګوالی هم څېړي.
---

۲. "The Making of Hamas" – Beverley Milton-Edwards

دا کتاب د حماس د سیاسي او ټولنیز جوړښت په اړه دی. لیکواله په دې کتاب کې د حماس په جهادي نظریه او د فلسطین د اشغال پر وړاندې د دوی په مبارزه بحث کوي.
---

۳. "Hamas: Politics, Charity, and Terrorism in the Service of Jihad" – Matthew Levitt

په دې کتاب کې د حماس په نظامي او خیریه فعالیتونو تمرکز شوی او د لویدیځ په نظر د دوی پر ترهګریز اړخ بحث کوي.
---

۴. "Resistance: The Essence of the Islamist Revolution" – Alastair Crooke

په دې کتاب کې د اسلامي مقاومت د فلسفې په اړه معلومات وړاندې کېږي، په ځانګړي ډول د حماس په جهادي فعالیتونو تمرکز کوي.

---

۵. د اسلامي خوځښتونو په اړه فقهي او تاریخي کتابونه:

الفقه الإسلامي وأدلته" – د وهبة الزحيلي لیکنه چې په کې د جهاد او اسلامي مقاومت د اصولو په اړه تفصیلي بحثونه راغلي دي.

"الحركات الإسلامية في فلسطين" – دا کتاب د فلسطیني اسلامي تحریکونو (په ځانګړي ډول حماس) تاریخ او جوړښت څېړي.
---
خلاصه:
پورته کتابونه د حماس په اړه د سیاسي، تاریخي، او فقهي اړخونو له مخې مفصل معلومات وړاندې کوي. د حماس د مبارزې او د دوی د مذهبي بنسټ په اړه څېړونکي له دې ډول اکادمیکو سرچینو څخه کار اخلي. د جهاد فقهي اصول او د مقاومت په اړه نور معلومات په کتابونو لکه "بدایة المجتهد" او "المغني" کې هم موندل کېږي.

زیات ملګری دحماس ډلې پوښتنه کوله نو ځکه مو په دې لیکنه کې دهغوی دجهاد وضاحت بیان کړ

فکري پوهنځی

22 Oct, 15:37


الله تعالی ته تر ټولو خوښ عملونه:
رسول أكرم ﷺ فرمایلي: الله تعالی ته تر ټولو غوره عملونه هغه دي چي بل مسلمان ورور ته خوښي ور ورسوي، یا یې له غم څخه خلاص کړي، یا یې پور پرې کړي او یا یې لوږه ماته کړي.
تشریح: په دې حدیث کي رسول الله ﷺ خلکو ته د ښه چلند او د نورو د ستونزو په حلولو ټینګار کړی او هغه عملونه یې ذکر کړي چي الله تعالی ته ډېر خوښ دي لکه :
۱- مسلمان ورور ته خوښي رسول.
۲- د مسلمان ورور ستونزې حل کول.
۳- د مسلمان ورور پور پرې کول.
۴- او لوږه یې ختمول .
پدې حدیث کي د مسلمانانو ترمنځ د ورورګلوۍ او مرسته کولو اهمیت او فضیلت بیان سوی.
(صحيح الجامع رقمـ۱۷۶).
لیکنه : مفتي حكيم الله صابر صاحب

فکري پوهنځی

21 Oct, 05:36


شيخ محمد الصغير: څوک چې د ‎#سنوار په شهادت خوشحالېږي د مسلمانانو څخه نده!

فکري پوهنځی

19 Oct, 15:39


مسلمان مبارزه!
خپل مسؤلیتونه وپېژنه او نور خلک هم خپلو مسؤولیتونو ته متوجه کړه.
ځکه د کوم امت لارښوونکي او مشران چې بې مسؤلیته ژوند کوي هغه امت بیا هیڅکله د پرمختک او لوړوالي پر لور قدم نشي اخیستی!
او په دې پوه شه چې حقیقي رهبر هغه څوک دی چې خپل مسؤلیت پیژني او په سرته رسولو کې یې ځنډ نکوي.

فکري پوهنځی

18 Oct, 15:11


جواد څارګر:
‏نکته
د شهید سنوار د شهادت قضیه کاملا متفاوته ده، اشغالګر نظامونه همیش د مقاومت د رهبرانو پسې په مصؤونو ځایونو کې لا لهانده وي، او د تعقیب لپاره یې تمام استخباراتي ارګانونه او ماشینونه په کار اچولي وي.

خو شهید سنوار بیا د معرکه په لومړۍ کرښه کې د یوڅو نورو ابطالو ترڅنګ لاس په لاس د صهونیزم د لښکرو سره په جګړه اخته ؤ چې بالاخره تیره ورځ د امت دا تللی اتل د خپلو ملګرو سره په شهادت ورسیده او یو ورځ وروسته چې کله اسرائیلي فوځیانو بررسي شرو کړه د شهید سنوار مبارک جسد یې هم ومونده، او بیا اعلان وکړ .

د دې قضیي څخه د فلسطین د مقاومت د رهبرانو قرباني او شجاعت ښه معلومیږي او د دوی د کامیابۍ چانسونه هم له دې زاویي باید تحلیل شي.

فکري پوهنځی

18 Oct, 15:11


عبدالحی قانت:
‏له شهید سنوار مخکې دې مقدسې مبارزې ته د شیخ یاسین، رنتیسي او هنیه په شان رهبرانو خپل ځان، مال او ژوند نظرانه کړی دی. د تاریخ پر مخ د کامیابو مقاومتونو او د اشغال پر ضد مبارزه د همداسې رهبرانو په وینو خړوب ده.

شهید رهبر د خپل ژوند په بدل کې د فلسطین مسئله د نړیوال سیاست سر ته راپورته کړه.

الفاظ نشته، زړونه مات دي، عامُ الحُزن دی خو دومره به ووایم چې د سنوار وینه به د مقاومت په ژوند کې نوی روح پیدا کوي. دا د حماس د تاریخ روایات دي.

دا مبارزه به تر قیامته ژوندۍ او تر سوبې روانه وي.

فکري پوهنځی

18 Oct, 15:11


‏غزه او د ازادۍ د مزله سړي!
لیکوال: وحیدالله مصلح

د ازادۍ لاره معلومه ده، دا لاره پر ګلانو نه ده پوښلې، دا پر سکروټو مزل دى، دا پر ماتو وزرونو الوت دى، دا په مقابل جهت پرواز دى او دا اګاهانه انتخاب دى... دا د سمو او واضحه موخو پر لور، د اخلاص، عمل، قربانۍ او د سوک ورکولو هڅې او مبارزې دي.

د دې لارې مزل پر ذوق نه بلکه په تعهد وهل کېږي، د اخلاص او مبارزې دا مزل په داسې خاين چاپېريال کې وهل کېږي چې د ګاونډ ټول واکمن عرب د اقصى په خرڅون او د فلسطين په نابودۍ له اسر ا ئيل سره په معامله پراته دي، دا واکمنه حلقه په دې دووسه معامله کې د وينځې په مقام ده.

د ازادۍ په قيمت هغوى نه پوهېږي چا چې ذهني ماته خوړلې ده،دا د هغوى لار نه ده چا ته چې د خپل کور، سرک، پارک او ښار ودانۍ د ازادۍ په قيمت ګرانې او محبوبې وي، دا د هغوى لار نه ده چې په ارزښتي بحثونو کې د خپل تاريخ، تمدن او دين سره په جنګ دي، دا له ماضي نه د شکېدلو او له خپلو ارزښتونو نه د بېګانه و لار نه ده، بس دا د خپل ماضي په جوهر کې د راڼه راتلونکې لپاره د لمبو لار ده.

دا د لمبو لاره داسې ده چې په هر ګام د وفا ثبوتونه او تعهدونه غواړي، د غزې په دې ثبوتونو کې په هره مرحله کې قايد مخکې او جندي ورپسې پر لار ګامونه اخلي، دا څومره ډېر زعامتونه د دې لارې په پړاوونو کې راونېږي خو د دې په ځاى چې خاورې شي؛ د دې لارې منزلونه شي او ورپسې جندي د قايد په عزم کې د بل منزل په لور د مزله ګامونه واخلي، دا د دې صف خاصه ده چې وروستى جندي يې هم بولندوى او قايد دى.

نن چې په غزه کې د ازادۍ ستر قايد د نورو تلليو قايدينو او بولندويانو د شهادتونو، شهامتونو او شجاعتونو پر روايت وروستى مهر وواهه، دا وروستى نه دى، بلکه دا د ازادۍ د اوږده سفر پر لار د يو ټاکلي منزل نښه شوه چې تر ځان وروسته د ازادۍ مبارزينو ته يې د تګ لورى رڼا کړى دى.

د وياړ مقام دا دى چې د ازادۍ دا لوى مبارز پر شا نه بلکه پر تندي، په کوم تونل کې نه بلکه په ميداني جګړه او د جنګ پر لومړۍ کرښه مخامخ لګېدلى، او دى د خوب په جامو کې نه بلکه د جګړې په نظامي لباس کې شهيد شوى، بس دا د سرونو په بولۍ کې تر ټولو قيمتي نرخ دى او ازادي همداسې قيمتي نذرانې غواړي.
آزادي تر پاچاهیه لا تېری کا
چې د بل ترحکم لاندې شي زندان شي
خوشحال خان خټک
پاى

فکري پوهنځی

18 Oct, 10:22


دوې لا تر اوسه پورې هم مؤمنان نه دي پيژندلي!

د هرقل نه نيولی تر اسرا ويلو پورې يي سلګونه جکړې راسره کړي دي، خو دوی لا تر اوسه پورې پدې نه دی پوه شوي چه په مؤمنانو هر حالت راتلای شي لکن کله هم دښمن ته د تسليمئ لاسونه نه پورته کوي.
خو بيا هم د بايډن بيزوګې نه نيولی تر جوزيف بوريل او نورو داسی فکر کوي چه نوره نو د غزي غا زيان مات شول، او قصه ختمه شوه.
خو تر ټولو يي د جرمنی د بهرنيو چارؤ د وزير څرګندونې احمقانه دي چه وايي : اوس بايد ح م ا س فورا ټول بنديان خوشې کړي، وسله په مځکه کیږدي، او...
خو دا يي نه دي اوريدلي چه يتيم په ژړا پوخ دې،
هغه څوک چه خپل دښمن ته وايي( هل تربصون بنا الا احدی الحسنيين) هغوې د تلسيمئ په نوم څه نه پيژني.

فکري پوهنځی

18 Oct, 08:25


د جمعه مبارکه ورځ ده لیږ وخت وروسته به لمونځونه کیږي، نو هیله کړو چې د امت مجاهدین،شهیدان، علماء، یتمان، کونډې، فقران، قرضداره، مریضان او محتاجین په نیکو دعاګانو کې مه هیروئ.

خصوصې دعاګانې د غزې مظلمانو ته کوي.

الله تعالیﷻ دی ستاسو ټولو شرعي حجتونه پوره کړه

فکري پوهنځی

17 Oct, 17:42


زمونږ ځینې مــبـارزین د شهرت ترلاسه کولو لپاره د امت منارونه نړوي او د اقـصی دافعین شـهیـدانوي.
😥
حـماس چپ دی، خو دی د هغوی ترجماني کوي.

فکري پوهنځی

17 Oct, 02:48


ځینو د شهادت په تمه کلونه ژوند وکړ فکر کوي خدای ته قبول ندي چې تر اوسه ژوندي دي.
خو نه داسې نده انسان د خپل خیر او شر څخه ناخبره ژوند کوي. اصل کې قبولیت همدا دی چې د خدای بندګۍ ته دوام ورکړې او د جهادي بهیر یو ځلانده ستوری شې او ژوند دې ټول د دین په خدمت او دفاع کې تیر شي. الحمدلله


#ملا_طلحه

فکري پوهنځی

17 Oct, 02:48


دوی خپل تاریخ نه هیروي.!!!
کله چې فرانسوی جنرال ګوراود لشام ته ننوت، سمدستي د صلاح الدین قبر ته ورغی، او په پښه یې لغته ورکړه ویې ویل: (صلاح الدینه: موږ بیرته دلته راغلو).

کله چې فرانسوی جنرال لیوتی مراکش ښار ته ننوت، د یوسف ابن تاشفین قبر ته ورغی، او په پښه یې لغته ورکړه او د ګوراود په څیر یې ورته وویل: (یوسف ابن تاشفینه: موږ بیرته دلته راغلو).

کله چې صلیبیانو د اندلس واک ترلاسه کړ، قوماندان الفانسو د الحاجب المنصور قبر ته ورغی او د هغه پر قبر یې یوه خیمه ودروله خپلې مېرمنې ته یې ویل: (ایا نه ګورئ؟) چې نن زه د مسلمانانو په خاوره کې یم او د هغوی د سترو مشرانو په قبر ناست یم!!

کله چې جنرال سوفوکلس د عثماني خلافت د بورسا ښار محاصره کړ، د عثمان غازي قبر ته ورغی او په پښه یې لغته ورکړه په لوړ غږ یې چیغې وهلې: (پاڅېږه! پورته شه، د خپل لمسیانو حالت وګوره، هغه دولت چې تا جوړ کړی و، نن یې د وژلو لپاره راغلي یم)!

دوی تاریخ نه هیروي، موږ څنګه هیر کړئ.؟
په انځور کې سوفوکلس د سلطان عثمان غازي د مقبرې مخې ته په 1920 میلادي کال کې انځور اخیستي.
#فیج8
لیکوال:انجنیر نقیب الله توحیدیار

فکري پوهنځی

17 Oct, 02:48


کمونیستان.!!!
جوزف سټالين د کمونيستي دورې په ترڅ کې په روسيه او شاوخوا سيمو کې د مېشتو مسلمانو تاتاريانو له ډلې څه د پاسه ١١ ميليونه مسلمانان له هېواده شړل.
د کمونیستانو د بربریت او ظلم تاریخونه مطالعه کړي، له تاریخ څخه یې درس او عبرت واخلئ، زموږ ځینو افغانانو یې هم د فکر ډول غورځي.

لیکوال: انجنیر نقیب الله توحیدیار

فکري پوهنځی

17 Oct, 02:48


غفلت!!!
پوه شئ چې د غربي هیوادونو لکه انګلستان، فرانسې، روسیې، امریکا او برتانیې له خوا کوم اشغال نه دی رامنځته شوی، پرته له دې چې موخه یې خالصه مذهبي وي او د خپلو پلرونو غچ اخیستل وې، اوس یې د پخوا په پرتله د جنګ ډول او نوعیت تغیر کړي د نظامي سره یې فکري یرغل هم مهاله شروع کړي، ځکه دوی پوهیږي چې که مسلمانان په خپل دین عمل وکړي نو د ځمکې هیڅ ځواک به د هغو په ​​وړاندې ونه دریږي او نه به ورته هیڅ قوت ټینګ شي .

موږ به کله د غفلت له خوبه راویښږو؟!
هر کفري قوت چې په کوم مسلمان هیواد حمله کوي د کفارو علماء لومړي فکري او مذهبي روحیه ورکوي.
دا چاره اوس عملاً په غزه کې روانه ده چې صیهونستان دا جګړه مذهبي او مقدسه بولي.
#فیج6
لیکوال: انجنیر نقیب الله توحیدیار

3,812

subscribers

2,607

photos

197

videos