پښتو شعرونه،غزلونه،ټپی او ښایسته لیکنی 🥰

@https89l4bwhrtcrhytu1


دلته به تاسو ته ڪله نا ڪله نوې خوندور ښڪلې شعرونه ،غزلونه، ټپې او ښایسته لیکنی نشریږی


لــــه ډيـــره وخــته مــې يــو چــا ســره #لـيـدلــي نــه دي🍃
لـه ډيـره وخـته مـې يـو څـوک🍂 پـه زړګـى سـخـت وريـږي😓

پښتو شعرونه،غزلونه،ټپی او ښایسته لیکنی 🥰

22 Sep, 07:36


غلې غونــــدې خپل ســـــوري ته وايمــــه
ته خــــو به مے نيمــــه لار کې نـــه پريګـــدې💔

پښتو شعرونه،غزلونه،ټپی او ښایسته لیکنی 🥰

22 Sep, 07:25


د وخت یاران لکه تومن د ایران
درسره ډیر به وی ډاډه به نه یی

پښتو شعرونه،غزلونه،ټپی او ښایسته لیکنی 🥰

22 Sep, 07:18


له زوره که د زړۀ د ماتېدو چېرته خبر شوې
د سر په ماتېدو به شکر وباسې فرهاده!

پښتو شعرونه،غزلونه،ټپی او ښایسته لیکنی 🥰

22 Sep, 07:14


هـغه پـوهېږي چې د څڼو څنډ مې ډیر خوښېږي
ځکه وربل کې سیخکي وهي چې ټال ونه خوري

پښتو شعرونه،غزلونه،ټپی او ښایسته لیکنی 🥰

07 Sep, 17:15


په زړه کې مې لوی غر د حوصلې وو خو اوس نه دی
له تاسره مې تار د یارانې وو خو اوس نه دی

یو ځل په ماشومتوب کې وو یو زړه رانه مات شوی
ازار يې تر ځوانۍ په ما پسې و خو اوس نه دی

هو! ګرانه پرې بې حد او اندازې ومه اوس نه یم
هو! ګران راته بې حد او اندازې و خو اوس نه دی

ته خویندو کې وې ښکلې او زه ورونو کې حسین وم
اوف څه وخت وو؟ څه نوم مو د جوړې و خو اوس نه دی

د مور د قبر سر ته وو ولاړ ماشوم ویل يې
رڼا زمونږه کور په دې ډیوې وو خو اوس نه دی

منم موږ دوه وجوده وو خو ساه راکې یوه وه
یو څوک مې زړه ته دومره ډېر نږدې وو خو اوس نه دی

نن ته هم پرې بې پامه بې سلامه شولې تېره
همدا زړه مې پاچا د زمانې وو خو اوس نه دی

فطرت مې یو وخت ځمکه وو یاران به ګرځېدل پرې
فطرت مې یو وخت دومره د فایدې وو خو اوس نه دی

❤️❤️❤️❤️

پښتو شعرونه،غزلونه،ټپی او ښایسته لیکنی 🥰

07 Sep, 17:12


غزل:

ته   چې   دغسې   پخې   غزلې  لیکې
زه    پوهېږم     ماسېزې     غزلې   لیکې

ای ته ووایه چې څوک درباندې ګران دی
ای ! ته  چاته  دومره  ښې  غزلې  لیکې

پښتو شعرونه،غزلونه،ټپی او ښایسته لیکنی 🥰

17 Aug, 08:45


ماو جانان به سره ناست وڅنګ په څنګ په شپه کي
عطـــــــــــر ورینه  وه  فضا لـــکه  لونګ  په شپه کي


مایـی دهري  یوي خندا تـکـــرار په  بار  بار غوښتــی
بیګاه جــوړ شــوی وم ملګرو ســم ملنګ په شپه کی


څومره یی کیف وو په ریشتیاچي پري خمارماتي دی
چي بـه یـــی ورکړو تورو  زلفو لره شرنګ په شپه کي


نه موسقــي وه  نـه  شراب  وو  نـه  څه  بله نـــــشه
مونږ غـږه ولو دخپل خوږ ژوندون اهنګ په شپه کي


ده ښکولاحد یـــی نه وو بل یــــی و دحُــسـن څــراغ
پري سوځيـــدم  زه عرفانــي لــکه پتنګ په شپه کي

پښتو شعرونه،غزلونه،ټپی او ښایسته لیکنی 🥰

17 Aug, 08:41


پر ځان مي چوپ کړه کلیمه چرته شهید مي نکړي
جانان ویل راته راځه ده ستـرګو جنــــګ کوو نن

پښتو شعرونه،غزلونه،ټپی او ښایسته لیکنی 🥰

14 Aug, 05:01


(فلسطین)

ځمکه خاموشه ده اسمان ولي سلګۍ نه وهي
اسرافیل څه ته دی په تمه چي شپېلۍ نه وهي


باطل رسانه اوپه حق باندي یه سترګي پټي
ده بشریت نعري اوس ولي دا نړۍ نه وهی

پښتو شعرونه،غزلونه،ټپی او ښایسته لیکنی 🥰

13 Aug, 16:09


پۀ ډالۍ کې راته ځان راوړۀ چې ښه شم
ماته دوه سؤه ګلان راوړۀ چې ښه شم

نورې لارې دروغجنې راته ښکاري
ناروغۍ ته مې قران راوړۀ چې ښه شم

پښتو شعرونه،غزلونه،ټپی او ښایسته لیکنی 🥰

13 Aug, 16:08


#لیونۍ

دا زه چې ستا راتلو ته ناقرار یم لیونۍ
دا ډیره موده وشوله بیمار یم لیونۍ

دا زړه مې ستا په حسن باندې ندی بدل کړی
مین زۀ ستا په هر یوه کردار یم لیونۍ

🤭🫶🏻

پښتو شعرونه،غزلونه،ټپی او ښایسته لیکنی 🥰

09 Aug, 19:21


یواځې ســـتاپه هـیرولو کې لږ پاتـې راغلم

ګنـــي مغرور خلــک له ما څخه غرور زده کوي

پښتو شعرونه،غزلونه،ټپی او ښایسته لیکنی 🥰

09 Aug, 14:58


شـونــډی مــې وگــنــډه چــی بـیــا درتــہ فـریـاد ونـکــړی 🤐

دردمـنــد زړگــې کــی مــې بلا بلا گـیـلــی پــراتــې دی 💔

پښتو شعرونه،غزلونه،ټپی او ښایسته لیکنی 🥰

07 Aug, 07:30


جهنم ته مې تري پټ بوزي ځوریږې
دا چې غږ ده امتی کوی جانان دي🥀
صلی الله علیه وسلم

پښتو شعرونه،غزلونه،ټپی او ښایسته لیکنی 🥰

06 Aug, 20:37


په څهرو باندی بدرنګ یو , زړه مو سل رنګه سینګار دی
اعتبار حسن ته نه شته , زموږ زړونو سره کار دی

پښتو شعرونه،غزلونه،ټپی او ښایسته لیکنی 🥰

06 Aug, 20:13


د فِرعــــــــون تدبیر شنـډ دی، ‏د نمـــرود اور بــې أثــره!
موسی' روغ رمټ ستر شوی، خليل هسکه غاړه ګرځي!
#شاعر
💝

پښتو شعرونه،غزلونه،ټپی او ښایسته لیکنی 🥰

04 Aug, 18:11


څه کتاب کتاب خبری می په زړه دی😘
خو د سیند په شان خاموش یمه مزل کړم😩
👀

پښتو شعرونه،غزلونه،ټپی او ښایسته لیکنی 🥰

03 Aug, 16:18


چاپه غم چاپه قرار کی شپه ڪړه تیره
چا د یار په انتظار کی شپه ڪړه تیره

دچاټول بدن ازغـــــو سوری سوری کړ
چا د گلـــو په گلزار کی شپه ڪړه تیره

پښتو شعرونه،غزلونه،ټپی او ښایسته لیکنی 🥰

02 Aug, 16:33


یو وخت ؤ پـه هـمزولو کـې باچا وم خو اوس نه یم
یو وخت ؤ چې د هر محفل ښکلا وم خو اوس نه یم

یو وخت ؤ چـې زما نامــه هـمیش بـه دې پـه خـوله وه
یو وخت ؤ چې په زړه کې دې درزا وم خو اوس نه یم

یو وخت ؤ فــرعـونــیان مـــې لــه نامــې نـــه یـریـدله
یو وخت ؤ هـیـبـتـــي لکــه موسی وم خو اوس نه یم

یو وخت ؤ تــــــابـعـــدار لکــــه مـرید بـــه درپسې وم
یو وخت ؤ چې په خوۍ باندې بورا وم خو اوس نه یم

یو وخت ؤ چې المـــاس بـه درنـه غـونــډ در ځـاریدلـم
یو وخت ؤ چې مئین په تا رښتیا وم خو اوس نه یم

ـــــــــــــــــــــــ

پښتو شعرونه،غزلونه،ټپی او ښایسته لیکنی 🥰

02 Aug, 15:23


کله ګران کله زړګی به درته وایم
کله ګل کله لالــــــی به درته وایم
زه پوهیږم لیونی خـونه یې یاره
خــــو له نازه😍 لیونیِ به درته وایم🙈 ‌‌‌‎

‌‌‎‌‌‎‌‌‌‎‌‌‌‎‌‌‌‎

2,032

subscribers

10

photos

0

videos