نبوي سيرت ﷺ || Live

@nabaviserat


په دې چینل کي به تاسو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارک ژوند اړوند صوتي درسونه په ژوندۍ بڼه خپریږي، هیله ده خپل دوستان او ملګري ورته رادعوت کړی.

نبوي سيرت ﷺ || Live

22 Oct, 04:15


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د اسلامي دين ښیګري او فايدي

د اسلامي دين بله ګټه دا ده چې له ناکاره او بدو خبرو او بد زبانی نه خلک منع كوي،

نبي كريم صلى الله عليه وسلم فرمايي: «لَيْسَ الْمُؤْمِنُ بِالطَّعَانِ، وَلَا اللَّعَانِ، وَلَا
بِالْفَاحِشِ، وَلَا بِالْبَذِي». [١٩٧٧]

ژباړه مومن انسان په خلکو عيب نه لګوي او نه لعنت ويونکي وي،او نه کنځلمار وي او نه بي حياء وي.
ـــــــــــــــــــ
(۲)برخه

نبوي سيرت ﷺ || Live

21 Oct, 03:33


هغه څوک چې د بې خوبۍ سره مخ وي باید څه وکړي؟

هغه څوک چې خوب کول ورته مشکل وسیږی او د بستری څخه یو خوا او بلی خوا ته ګرځي او را ګرځي او خوب نشي کولی باید دا کارونه وکړي.

(۱)-شرعی ذکرونه{ألَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ}[الرعد: ۲۸] په حقیقت کې د خدای په یاد سره زړونه آرامیږي.

(۲)-د ورځې په اوږدو کې دی خوب نه کوئ، پرته له دې چې بله لاره نه وي.{وَجَعَلْنَا النَّهَارَ مَعَاشًا}[النبأ۱۱]او ورځ مو په ژوند کې د هلو ځلو او هڅو وخت ګرځولی دی.

(۳)-د ویده کیدو پورې لوستل یا لیکل.{وَقُل رَّبِّ زِدْنِي عِلْمًا)[طه۱۱۴]او ووایه ای زما ربه زما علم زیات کړه.

(۴)-د ورځې په اوږدو کې د ګټورو شیانو په کولو سره بدن ستړی کول.{وَجَعَلَ النَّهَارَ نُشُورا}[الفرقان۴۹]او د کار او هلو ځلو په لور یې د منتشر کولو ورځ ټاکلې ده.

او دهغه شیانو لږ څښل چې د بې خوبۍ لامل ګرځي لکه چای او قهوه چې.

تفسير عون المنان جلد(۲۱)

نبوي سيرت ﷺ || Live

20 Oct, 02:37


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د اسلامي دين ښیګري او فايدي

د اسلامي شريعت ګټه دا ده چې د مسلمانانو په عیبونو، شرمونو او ګناهونو باندې د پردې اچولو امر كوي،

نبي كريم صلى الله عليه وسلم فرمایي: وَمَنْ سَتَرَ مُسْلِمًا سَتَرَهُ اللهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ».[صحيح البخاري: ٢٤٤٢]

ژباړه: اوڅوک چې پر مسلمان پرده واچوي نو د قيامت په ورځ به پرې الله پرده واچوی

(۱)برخه

نبوي سيرت ﷺ || Live

16 Oct, 03:10


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دبل په نسب کی طعن بیانول
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د بل په نسب کی طعن بيانول یوه کبیره ګناه ده او لوی جرم دی، بلکه اکثر په بهتان باندی مشتمل وی، او د الله په وړاندی دا بد ترین جرم دی.


الله جل جلاله فرمایی :( وَالَّذِينَ يُؤْذُوْنَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُّبِينًا)(الاحزاب: (٥٨).

او کوم خلک چه مومنانو سړو او مومنانو ښځو ته په غير د څه قصور نه ضرر رسوی، دوی بهتان تړی او دَ ښکاره ګناه بوج اوچتوی.

(۱)-په نسب کښي طعن بيانول د جاهليت د کارونو نه دی:

د ابو مالک الاشعرى رضى الله عنه نه روایت دی هغه فرمایی : رسول الله ﷺ به فرمایل : څلور کارونه زما په امت کی د جاهلیت د کارونو نه دی هغی لره نه پریدی، د خپل پلار په کارنامو فخر کول د بل په نسب کی طعن او عیب بیانول، په ستورو باندی د باران طلب کول او په مرے باندی ویر کونکی.
(اخرج مسلم،وابن ماجة:).


(۲)-د بل په نسب کښے طعن بيانول كفر دی:

د بل په نسب کی طعن بیانول دومره لویه ګناه ده چه ديته كفر ويل شوی دی او شریعت کی کله ډیری لوی ګناه ته هم کفر ویل کیږی.

د ابو هريرة رضى الله عنه نه روايت دى هغه فرمائی : رسول الله ﷺ فرمایلی دی : دوه کارونه زما په امت کی دی هغه کفر دی، یو د چا په نسب کی طعن بيانول او بل په مړی باندی ویر کول.
(رواه مسلم (۶۷)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دژیے عبادتونه او گناهونه

نبوي سيرت ﷺ || Live

15 Oct, 05:22


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دقضائی حاجت سنت (۳)آخره برخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۷)-په غسل خانه يا حمام کې دبولو څخه ځان ساتل:

د عبد الله بن مغفل رضى الله عنه څخه روایت دی چې نبی صلى الله عليه واله وسلم ددي څخه منع کړی ده چې يو
سړی دی په حمام کي بول وکړي،[اخرجه الترمذي وصححه الالباني في صحيح الجامع رقم / ٦٨١٥/]

نبي صلى الله عليه واله وسلم منع فرمایلی ده ددي نه چې يو سړي دی په غسل خانه کی بول وکړي[ابوداود /۲۸/ وصححه الالباني في صحيح ابي داود/٢٢/]

(۱۸)-په ولاړو اوبو کې متيازي نه کول:

د جابر رضی الله عنه نه روایت دی چې نبی صلى الله عليه واله وسلم منع فرمایلی ده ددی څخه چې یو سړی دی په ولاړو اوبو کې بول وکړي .[مسلم /۲۸۷/]

(۱۹)-) په ګودر کې دقضائی، حاجت څخه ځان ساتل:

دمعاذ رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلى الله عليه واله وسلم فرمايلي دي ددريو اسبابو دلعنت څخه ځان وساتئ په ګودر کی قضاء حاجت کول په عامه لاره او په سیوري کې[رواه ابوداود وابن ماجة حسنه الالباني]

(۲۰)-) داستنجا نه روسته لاس نه دبدبوی ختمولو لپاره لاس په ځمکه مږل:

ابوهريرة رضى الله عنه فرمائی: چې نبی علیه السلام چې کله به قضاء حاجت ته تلله ما به ورته په مشکیزه کی او به راوړی هغه به استنجاء اوکړه او بیا به یی لاس په ځمکه مسحه کړو،[النسائي]

(۲۱)-داستنجا نه روسته خپل لنگ پرتوګ ته پوګنه اوبه ورشیندل کول:

ابن عباس رضى الله عنهما فرمائی : چې رسول الله صلى الله عليه واله وسلم يو ځل اودس وکړو نو خپل پرتوګ ته یی پوګنه وکړه[اخرجه الداري /۷۱۱]

(۲۲)-دخپلو بولو څخه ځان ساتل:

نبی علیه السلام دوه کسان دقبر په عذاب لیدلی وو نو ویی فرمائل دی یو کس دخپلو بولو نه ځان نه ساتلو[البخاری]

(۲۳)-د بیت الخلا ، نه د راوتلو په وخت کې ((غُفْرَانَكَ)) ويل :یعنی یا الله دتانه مغفرت طلب کوو.

احمد ابوداود وصححه الحاكم وابن خزيمة والألباني في صحيح الجامع

(۲۴)-او دادعاء ویل

الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَذْهَبَ عَنِّي الْأَذَى وَعَافَانِي

ابن ماجة وصححه وكاني في السيل الجرار
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۳)=درس نور بیا اِنْ شَاءَاللّٰهُ

نبوي سيرت ﷺ || Live

14 Oct, 03:08


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په خپل نسب فخر كول
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شریعت ددی بدترین عمل نه منع فرمایلی ده او ددی وجه داده چه دا عمل د انسان نه د تواضع بهترین صفت ختموی په انسان کی د تکبر صفت را ولی او ددی په وجه باندی بیا بنده د الله بندګان سپک ګنی او نسبی تفاوت ته د توجه ورکولو په وجه باندی دتقوی او د مینی نه انسان غافل کیږی.

(۱)-قرآن كريم او نسبونو ترمینځ تفاوت:

قرآن کریم مونږه ته په خپلو تعلیماتو کی داخبره رازده کوی چه د نسبونو ترمینځ تفاوت ته توجه مه ورکوی بلکه تفاوت او فرق او بهتری د تقوی به بنیاد باندی ده.ټول مسلمانان ورونه دی د ټولو مسلمانانو اصل يو آدم عليه السلام دی او هغه د خاوری نه پیدا دی نسبونه او قبیلی صرف د تعارف لپاره دی.

{يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ}[سورة الحجرات- آية (13)]

ای خلکو! مونږ تاسو د سړی او ښځی د ملاویدو نه پیدا کړی یی، او مونږ تاسو په قومونو او قبیلو کی ځکه ویشلی یی دی دپاره چه یو بل وپیژنی، بیشکه د الله په نیز په تاسو کی د ټولو نه زيات معزز هغه دی کوم چه د ټولو نه زيات پرهیزګار وی، بیشکه الله ډیر زیات پوهه د هر یو شئی خبر لرونکی دی.

(۲)-نبوي احاديث او د نسبونو ترمینځ تفاوت:

دغه شان احادیث د نبی ﷺ هم د نسب د تفاوت نه مونږه منع کوی او زمونږه توجه بنیادی مقصد ته راوړی چه هغه تقوی ده.

د ابو هريرة رضى الله عنه نه روایت دی هغه فرمائی : د رسول الله ﷺ نه پوښتنه وشوه چه په ټولو انسانانو کی عزتمند څوک دی ؟ هغه وفرمايل:د الله په وړاندی عزتمند هغه انسان دی چه هغه پدی خلکو کی ډیر تقوی دار دی.[(اخرجه البخاري: ٣٣٥٣).]

د ابو ذر رضی الله عنه نه روایت دی هغه فرمائی : نبی ﷺ هغه ته فرمایلی دی : خبر شه بیشکه ته د هیڅ سور او تور نه غوره نه یی مګر که ته د هغه نه په تقوی سره بهتر شی).[(اخرجه احمد: ٥، ١٥٨،]
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ژبی عبادتونه او ګناهونه

نبوي سيرت ﷺ || Live

12 Oct, 04:04


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سر ويښتانو ځنې برخې اوږده پریښودل او ځنې خریل يا كمول حرام دی

ځکه چې ددې څخه منع شوي ده « انْ ابْنِ عُمَرَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ « نَهَى عَنْ الْقَزَعِ» "

ابن عمر روايت كوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم له قزع څخه منع کړې قزح داسې چې د سر يوه برخه وخريلي او بله پريږدي نو داسې كول مكروه د سنتو خلاف دي مګر که د کافرانو او فاسقانو سره د تشبهه په نيت وي حرام دي.

قال الشيخ ابن عثيمين رحمه الله : " والقزع مكروه : لأن النبي صلى الله عليه وسلم رأى غلاماً حلق بعض شعره وترك بعضه ، فنهاهم عن ذلك .
وقال : (احلقوا كله أو اتركه كله إلا إذا كان فيه تشبه بالكفار فهو محرم
، لأن التشبه بالكفار محرم ؛ قال النبي ﷺ : ( من تشبه بقوم فهو منهم )
" انتهى .

ابن عثيمين رحمه الله وايي : قزح مكروه دى ځكه نبي صلى الله عليه وسلم يو ماشوم وليد چې ځني ويښتان يي خريلي او ځنې پريښي وو نو د هغه څخه منع کړ او ویې فرمايل : يا ټول وخريه او یا ټول پریږده . مگر که په دې د کفارو سره تشبه او مشابهت وي حرام دی ځکه د کفارو سره مشابهت حرام دی ، نبی صلى الله عليه وسلم فرمايلي : څوک چې کوم قوم سره مشابهت کوي نو هغه د هغوی څخه دی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بدعات خرافات ناوړه دودونه

نبوي سيرت ﷺ || Live

09 Oct, 02:36


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پیغور ورکول
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پیغور ورکول کله د نسب د کمزوری په وجه وی کله د مال او دولت د کمزوری په وجه وی، او کله د یوی ګناه په وجه باندی وی چه هغه تری توبه ويستلی وی، اوکله د پلار نیکه د يو نقصان او کله د يو بد صفت په وجه باندی وی.

پیغور ورکول یو نقصائی صفت دی چه قرآن او سنت کی د هغی نه منع شوی ده، او دایی د جاهلانو فاسقانو کافرانو صفت بللی دی.

ځکه شریعت اسلامی په نصیحت خیر خواهی او پرده اچولو باندی حکم کړی دی، او شریعت د پیغور او د چا په نقصان باندی د خوشحالیدو نه منع فرمایلی ده.

د عبد الله بن عمر رضى الله عنه نه روایت دی هغه فرمائی : رسول الله ﷺ فرمایلی دی :ای د هغه چا ټولګیه چه هغوی په ژبه ایمان راوړی دی او ایمان یی لا زړه ته نه دی داخل شوی تاسو مسلمانانو ته اذیت مه ورسوئ او هغوی ته پیغور مه ورکوئ، او د هغوی په پټو عیبونو پسی مه کیږی ځکه څوک چه د مسلمان په عيبونو پسی شو الله به دده په عیبونو پسی شی، او د چا د عیبونو پسی چه الله شی نو هغه به د خپل کور په مینځ کی وشرموی.ترمذی

د پیغور ګناه د پیغور کونکی لپاره ده.

که یو سری چاته پیغور ورکړی نو د پیغور ګناه په دغه انسان باندی بارده.

دجابر بن سلیم نه روایت دی هغه فرمائی:نبی ﷺ په خپل نصیحت کی وفرمایل که یو کس تاته کنځل وکړی او تاته په هغه ګناه پیغور درکړی چه هغه ته معلومه وی ستا په باره کی، نو ته ورته په هغه ګناه پیغور مه ورکوه چه ته ئی په هغه کی پیژنی ځکه دا کار به ستا لپاره اجر او په هغه ګناه وی.
اخرجه احمد: ۶۳/۵، أورده الالباني في الصحيحة : ٧٧٠، وصححه في صحيح الجامع الصغير: (۹۸)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دژبی عبادتونه او گناهونه

نبوي سيرت ﷺ || Live

08 Oct, 02:09


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دقضائی حاجت سنت (۲)برخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۹)-داری کاڼو څخه په کمو باندی استنجاء نه کول:
(۱۰)-په خوشائی استنجاء نه کول :
(۱۱)-په هدو کی استنجاء نه کول:
(۱۲)-په سکورباندی استنجاء نه کول:

د سلمان رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایی چې مونږه نبی صلى الله عليه واله وسلم ددی څخه منع کړی یو چی ددریو کاڼو څخه دی په کمو باندی استنجاء وکړو او یا په خوشانی او هډوکی باندی استنجاء وکړو[اخرجه مسلم(٢٦٢)]

عبد الله بن مسعود رضى الله عنه فرمایی:چي رسول الله صلى الله عليه واله وسلم منع کړی ده ددینه چې استنجاء وکړی شي په خوشایی یا سکور[ابوداود وصححه في صحيح الجامع /٦٨٢٦)]

(۱۳)-که د دریو کانو نه زیات ته ضرورت پیښ شی نو طاق عدد کانی استعمالول:

دابو هريرة رضى الله عنه څخه روايت دی هغه فرمایی چی رسول الله صلى الله عليه واله وسلم فرمایلی دی : څوک چې اودس كوي خپله پوزه دسون کړی او څوك چې په کاڼو استنجاء كوي نو طاق عدد دى استعمال کړي.[البخاري (٢٢) بحواله شاملة]

(۱۴)یا په اوبو استنجاء کول:

دانس رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایی : چې نبی صلی الله علیه واله وسلم چی به کله بیت الخلاء ته داخلیدو نوما او زما په شان یو بل غلام به ورسره داوبو مشکیزه او امسا وړله نو په اوبو به ئی استنجاء کوله[البخاري (١٥١) ومسلم /٢٧٠)]


(۱۵)دخبرو څخه ځان ساتل اگر چی که دسلام جواب هم وی:

د ابن عمر رضى الله عنهما څخه روایت دی هغه فرمایی : چې یو سړی دنبی صلى الله عليه واله وسلم په خوا تیریدلو او هغه بول کول نو هغه پری سلام واچولو نبی علیه السلام ورته د سلام جواب ورنه کړو.[اخرجه مسلم (۳۷۰)]

(۱۶)په لاره او دخلکو په سوری کې دقضاء حاجت نه ځان ساتل:

دابو هريرة رضى الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایی تا سود دوه اسبابو دلعنت څخه ځان وساتئ صحابه کرامو عرض وکړو څه شی دی ؟ هغه وفرمايل: يو هغه کس دی چې دخلکو په لاره کې قضاء حاجت کوي او بل هغه كس دی چې دخلکو په سوری کی قضاء حاجت کوي ،

نوت:مطلب دسوری څخه مطلب سایه ده
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۲)=درس نور بیا اِنْ شَاءَاللّٰهُ

نبوي سيرت ﷺ || Live

07 Oct, 02:23


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
چاته د خپلي پټي ګناه حال احوال ويل داسي دى لكه ښكاره ګناه كول
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
څوک چې ګناه وکړي او بيا ئي خلكو ته حالونه وائي، د خپل ځانه هغه پرده لري کوي کومه چې پده باندي الله تعالى اچولي وه نو دا د ښکاره کولو کولو متراف ګرځيږي!! د داسي اشخاصو متعلق د شریعت قانون واورئ

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي:((كُلُّ أُمَّتِي مُعافى) زما دا ټول امت معاف دى د امت نه(أُمَّةُ الإجابة) يعني مؤمنان مراد دي، مطلب چا چې په رسول الله صلى الله عليه وسلم ایمان را وړی دی نو دوی به الله تعالی معاف كوي الله تعالى به ئي د خپل عذاب او سزا لاندي نه را ولي.

إلا الْمُجَاهِرِينَ) سيوا د هغه چانه چی هغوی ښکاره ښکاره ګناهونه كوي.

او بیشکه د ښکاره ګناه د انواعو او صورتونو نه دا هم دی چې يو شخص د شپي په پټه د ګناه يو عمل وكړي، حال دا چې پده باندي الله تعالی پرده را اچولي وه، نو دی په صبا خلکو ته وایي: فلانيه ما بیګاه دا دا ګناه وکړه حال دا چې د ده رب د شپي ورباندي پرده را اچولي وي، او دی په سهار د خپل ځان نه د الله تعالى پرده لري كوي!!. (رواه البخاري ومسلم).

د دوی په باره کي د الله تعالى قانون دا دی چې دوی ته بخښنه نه کوي، د دي وجه دا ده چې څوک ښکاره ګناهونه کوي نو پده کي نه د الله تعالى نه (حياء) شته او نه د مخلوق نه پكښي حیاء شته! نو څوک چې نه د الله څخه حیاء کوي او نه د مخلوق نه حیاء کوي نو دا ډير پریوتی او غورځیدلی انسان دی نو ځکه ورته بخښنه نه کیږي!!
نـــــــــــــــــــــوت
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
انسان عاجزه او کمزورې دی،معصوم خو صرف انبیاء کرام دي نور انسانان خو معصوم نه دي.نو که د بشریت په تقاضائې،دشیطانی وسوسو او دنفسي خواهشاتو دغلبې په وجه ورنه ګناه وشي نو ده ته پکار ده چې په وخت ورنه توبه اوباسي او په همدې کې دانسانانو کامیابې هم ده

(نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمائي:دهر انسان نه ګناه کیږي خو بهترین په دوی کې هغه دي چې توبه اوباسي)رواه الترمذی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شرح اسماءالله الحسنی

نبوي سيرت ﷺ || Live

06 Oct, 02:09


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دقضائی حاجت سنت (۱)برخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱)-دقضاء حاجت لپاره پناه ځای ته تلل:

د جابر رضی الله عنه څخه روايت دى هغه فرمائی: چې نبی صلى الله عليه واله وسلم به كله قضاء حاجت اراده لرله نو هغه به لاړو تردی چې هیچا به هغه لره نه ليدلو[أبوداود /٢/ ابن ماجة /٣٣٥/ ]

(۲)-دقضاء حاجت لپاره لری تلل:

دبلال بن الحارث رضى الله عنه څخه روايت دى هغه فرمائی : چې رسول الله صلى الله عليه واله وسلم چې کله به یی اراده دقضاء حاجت لرله نو لری ځای ته به تللو [بحواله شاملة رواه احمد صححه الالباني في صحيح الجامع / ٤٦٥١/]

(۳)-بيت الله الخلاء ته د داخلیدلو نه مخکی بسم الله ویل:

د على رضى الله عنه څخه روايت دی هغه فرمایی چې رسول الله صلى الله عليه واله وسلم فرمایلی دي دپیرانو دسترګو او دبنی آدم دعورتونو ترمنځ پرده داده چې کله یو تن په تاسو کي بيت الخلاء ته داخليږي نو بسم الله ووایی[رواه احمد والترمذي وصححه الالباني في صحيح الجامع /٣٦١١/]

دادعاء ویل:[ اَللّٰهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْخُبْثِ وَالْخَبَائِثِ]يا الله بيشکه زه پناه نیسم په تا پوری دنارينه شيطانانواو ښځو شیطانانو څخه[اخرجه البخاري / ١٤٢ / ومسلم/ ٣٧٥/]

قبلی ته مخ او شانه ګرځول:

دابوايوب الانصارى رضى الله عنه څخه روايت دى هغه درسول الله صلى الله عليه واله وسلم نه روايت كوي فرمائی: چې کله تاسو قضاء حاجت ته راتللی نو تاسو قبلی ته مخه او شا مه ګرځوی[اخرجه البخاري / ٣٩٤ / ومسلم / ٢٦٤/]

(۶)-ځمکی نه دنژدی کیدلو څخه مخکی جامی نه راوچتول:

دانس بن مالك رضى الله عنه څخه روايت دى هغه دنبی صلى الله عليه واله وسلم څخه روايت کوي چې هغه وو چې کله به یی قضاء حاجت اراده لرله نو هغه به جامی نه را وچتولی تردی پوری چی هغه به ځمکی ته نژدی شو[رواه ابوداود والترمذي صححه الألباني في صحيح الجامع /۴۶۵۲)

(۷)-دقضاء حاجت په وخت کې شرمګاه په ښی لاس نیولونه ځان ساتل:

(۸)-په ښی لاس داستنجاء کولونه ځان ساتل:

دابوقتادة رضی الله عنه څخه روايت دی هغه فرمائی : چې رسول الله صلى الله عليه واله وسلم فرمايلي دي : يو تن دى ستاسونه خپله شرمگاه په ښی لاس نه نیسی پداسی حالت کې چې دا بول کوي او نه دي استنجاء په ښي لاس كوي[البخاري / ١٥٣/ ومسلم/ ٢٦٧/]
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

نبوي سيرت ﷺ || Live

05 Oct, 02:40


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بـــدعـــت
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د بدعت تعریف:(بدعت په لغت کې هر هغه نوي پيدا شوي شي ته وايې چې مخکې يې کومه نمونه او مثال نه وي)البدعة ضوابطها وأثر السيء في الأمة ص۱۳

په اصطلاح کې په داسې طريقه عبادت کول چې اسلامي شريعت يې په اړه حكم نه وي کړی.

يعنې په دین کې بدعت داسې عمل کولو ته وايي چې د هغه په اړه په قرآن
او سنتو کې د وجوب او يا هم د استحباب هيڅ حكم نه وي.نور السنة ص۱۸

او يا په داسې طريقه عبادت کول چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم اوخلفای راشدینو په طریقه نه وي بدعت بلل كيږي.

الله سبحانه وتعالى فرمايي( أَمْ لَهُمْ شُرَكَاءُ شَرَعُوا لَهُمْ مِنَ الدِّينِ مَا لَـمْ يَأْذَنْ بِهِ اللهُ)الشوری۲۱

آیا دغه خلکو د الله پاک سره داسی شریکان نیسي چې د دوی د پاره د دین داسې طریقې غوره کړي چې الله پاک د هغه اجازه نه ده کړې .

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي(او تاسې باید زما په سنتو او د خلفاء راشدینو په سنتو چې هدايت شوي دي ټينګ ووسئ)[رواه أبو داود والترمذي]

د تعریف تشریح:

هر هغه عبادت د قبول وړ دی کوم چې د اسلامي شريعت د حكم موافق وي، له ام المؤمنين عایشه نه روایت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي(هر چا چې زمونږ په دین کې څه شی پیدا کړل چې له مونږ څخه نه وي (په اسلام کې نه وي ) پس هغه شی مردود دی ( د قبول وړ نه دی)[متفق عليه]

دا حديث شريف په دین کې يو ستره قاعده او ستر اصل دی ، هر هغه عمل چې د اسلامي شريعت د حکم او امر موافق نه وي ، يعنې په دین کې نوی پیدا شوی عمل چې په دین کې کوم اصل ونلري ( ځکه چې دین پوره شوی دی ) بدعت دی او هر بدعت ګمراهي ده (د دین څخه انحراف دی)حافظ ابن حجر رحمه الله وايي : دا حديث د اسلام له اصولو څخه يوستر اصل دی . او امام نووي رحمه الله وايي : ددې حديث ياد ساتل ضرور دي تر څو د ټولو منكراتو د بطلان لپاره د دلیل په توګه استعمال شي.

هر چا چې په دین کې د خپله ځانه یا د بل چا په حکم داسي عبادت اختراع کړ چې په دین کې اصل ونلري مردود او باطل دی ، ځکه فقهې قاعده ده چې (په عبادت کې اصل د اسلامي شريعت حكم دی مگر هر هغه عبادت چې د شرعي خلاف وي شرعي حکم پکې نه وي منع دى ، مردود دی د قبول ور نه دی.)[قواعد الفقهية - مجلة الاحكام .]

د بدعت د لغوي او اصطلاحي معنى تر مينځ فرق:

د بدعت لغوی معنی نو پیدا مګر شرعی معنی یې دا ده چې په دین کې د داسې څه را منځته کول چې شرعي اصل ونلري بدعت بلل كيږي مګر که دا نو پیدا شی په اسبابو ، اختراعاتو او نورو دنيوي امورو کې وي څه حکم لري؟

په شيانو او اسبابو کې اصل اباحت دی مګر دا چې په هغه کې شرعي ممانعت نه وي فقهي قاعده لرو چې « اصل في الأشياء الاباحة » ژباړه په شيانو او اسبابو کې اصل اباحت دی مګر دا چې په هغه کې شرعي ممانعت نه وي.

لقوله سبحانه وتعالى(أَلَـمْ تَرَوْا أَنَّ اللهَ سَخَّرَ لَكُمْ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَأَسْبَغَ عَلَيْكُمْ نِعَمَهُ ظَاهِرَةً وَبَاطِنَةً) لقمان ۲۰

آیا نه وينې چې الله تعالى د آسمانانو او ځمکې ټول شيان تاسې ته تابع کړي او خپل ښکاره او پټ نعمتونه يې ټول پر تاسی تمام کړي دي.

مثلاً : يو کس را ولاړ شو او وايي : په جومات کې قاليني او عصري فرش اچول بدعت دى . مونږ ورته وايو ولى ؟ هغه وايي ځکه دا شی په دور نبوت کې نه وو ، مونږ ورته وايو د جومات فرش عبادت نه دی بلکي د عبادت وسائل دي او وسائل د زماني په تیریدو سره فرق کوي او په وسائل کې اصل اباحت دی.

يعنې په عبادت کې اصل د اسلامي شریعت حکم دى مګر هغه عبادت چې دشرع خلاف وي شرعي حکم پکې نه وي منع دى ، مردود دی د قبول ور نه دی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بدعات خرافات ناوړه دودونه

3,405

subscribers

98

photos

3

videos