پوهنې وزارت|وزارت معارف|Ministry of Education

@minstryof


د پوهنې وزارت د تلګرام رسمې چینل
کانال رسمی تلگرام وزارت معارف

پوهنې وزارت|وزارت معارف|Ministry of Education

22 Oct, 09:25


د پوهنې وزارت د 1403 ښوونیز کال د تلې/مېزان میاشتې مهم فعالیتونه:
د کابل ولايت د شکردرې او ميربچه کوټ ولسواليو د پوهنې مسئولينو، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو د مسئولینو په همکارۍ، د یادو ولسواليو د مدارسو او ښوونځيو د 995 تنو زده کوونکو ترمنځ د ا/مارت پېژندنې سيالۍ په لاره واچول شوې؛ چې له دې ډلې 670 تنه زده کوونکي د شکردرې او پاتې 325 تنه نور زده کوونکي د میر بچه کوټ ولسوالۍ څخه دي.

پوهنې وزارت|وزارت معارف|Ministry of Education

22 Oct, 09:24


د پوهنې وزارت د 1403 ښوونیز کال د تلې/مېزان میاشتې مهم فعالیتونه:

د پوهنې وزارت له لوري په کابل ښار پوهنې ریاست کې له 262 تنو د افغان کډوالو له زده کوونکو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي دي، د سویې د تثبیت آزموینه واخیسته.

پوهنې وزارت|وزارت معارف|Ministry of Education

22 Oct, 09:24


د پوهنې وزارت د 1403 ښوونیز کال د تلې/مېزان میاشتې مهم فعالیتونه:

د پوهنې وزارت له لوري د هرات ولایت مرکز اړوند د غیاث الدین غوري او محجوبه هروي ښوونځیو په انګړ کې د 1700 تنو زده کوونکو ترمنځ علمي سیالي تر سره شوه.د یادې سيالۍ د تر سره کولو موخه، د زده کوونکو ترمنځ سالمه سيالي، د علمي کچې لوړول او د هغوى هڅول دي.

پوهنې وزارت|وزارت معارف|Ministry of Education

22 Oct, 09:23


د پوهنې وزارت د 1403 ښوونیز کال د تلې/مېزان میاشتې مهم فعالیتونه:

پوهنې وزارت د یو همکار بنسټ په مرسته د نیمروز ولایت مرکز اړوند ښوونځیو ته 35 زره 274 ټوکه کتابونه له لومړي څخه تر درېیم ټولګي پوري ولېږل.

پوهنې وزارت|وزارت معارف|Ministry of Education

22 Oct, 09:23


د پوهنې وزارت د 1403 ښوونیز کال د تلې/مېزان میاشتې مهم فعالیتونه:

پوهنې وزارت له لوري، د ملي سوداګرو او معارف دوسته خلکو په مالی ملاتړ، د 7 مېلیونه افغانیو په لګښت د بدخشان ولایت په کشم ولسوالۍ کې د پوهنې آمریت ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

پوهنې وزارت|وزارت معارف|Ministry of Education

22 Oct, 09:22


د پوهنې وزارت د 1403 ښوونیز کال د تلې/مېزان میاشتې مهم فعالیتونه:

د پوهنې وزارت د مالي او حسابداري رئیس مولوي صدر الدین «سعد» د مالي، اداري او ساختماني چارو څېړلو په موخه بدخشان او تخار ولایتونو ته د رسمي سفرونو پرمهال، د یادو ولایتونو د پوهنې له مسئولینو سره په کتنه کې، د ښوونځيو د ودانيو د کموالي او د ښوونکو د قرضې صندوق د پرانیستلو او د هغو ښوونکو، کارکوونکو د معاشونو په اړه چې له تېرو کلونو راهیسې پاتي وو خبرې وکړې.

پوهنې وزارت|وزارت معارف|Ministry of Education

22 Oct, 09:22


د پوهنې وزارت د 1403 ښوونیز کال د تلې/مېزان میاشتې مهم فعالیتونه:

د پوهنې وزارت د معلوماتو او احصائیې رئیس د الحاج مولوي بسم الله نعماني له لوري د لوګر، خوست، کاپیسا او پروان ولایتونو د مرکز او ولسوالیو د پوهنیزو بنسټونو د 2137 تنو مسئولینو، د کیفیت تضمین آمریت کارکوونکو، مدیرانو او غړو لپاره د ارقامو او احصائیوي معلوماتو راټولولو په برخه کې د وړتیا لوړونې روزنیز سیمینار پرانیستل شو.

پوهنې وزارت|وزارت معارف|Ministry of Education

22 Oct, 07:33


د پوهنې وزارت د 1403 ښوونیز کال د تلې/مېزان میاشتې مهم فعالیتونه:

د پوهنې وزارت ، همکارو بنسټونو او معارف دوستو خلکو په مالي ملاتړ، د 242 مېلیونه 270 زره افغانیو په ارزښت د کابل، هلمند، غزني، بغلان، بلخ، بامیان، دایکنډي، سرپل، کاپیسا او پکتیکا ولایتونو کې د 11 ښوونځیو او 2 بابه مدارسو لپاره د بنسټ ډبرې، د 21 بابه ښوونځيو د بیارغونې پروژې پیل او د 3 بابه ښوونځيو ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

پوهنې وزارت|وزارت معارف|Ministry of Education

22 Oct, 07:33


د پوهنې وزارت د 1403 ښوونیز کال د تلې/مېزان میاشتې مهم فعالیتونه:

د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج مولوي شهاب الدین «ثاقب» په مشرۍ پلاوي، د لوګر ولایت له پوهنې مسئولینو سره د یو شمېر ښوونځیو د غصب شویو ځمکو په اړه د ناستو ترڅنګ، د پوهنې اړوندو ملکیتونو په اړه چې په دغه ولایت کې تر عدلي تعقیب لاندې دي، د ستونزو د حل په موخه مشورتي غونډه وکړه.

پوهنې وزارت|وزارت معارف|Ministry of Education

22 Oct, 07:32


د پوهنې وزارت د 1403 ښوونیز کال د تلې/مېزان میاشتې مهم فعالیتونه:

د پوهنې وزارت له لوري، مفتي شفیع الله منصور د یاد وزارت د اداري لوی ریاست د رئیس په توګه، مفتي محمد یوسف ثاقب د اساسي او ثانوي زده کړو د ریاست د نوي رئیس په توګه او مولوي محمد رحیم ایوب د اسنادو، هدایاتو او احکامو د تعقیب ریاست د نوي رئیس په توګه معرفي کړل.

پوهنې وزارت|وزارت معارف|Ministry of Education

22 Oct, 07:31


د پوهنې وزارت د ۱۴۰۳ ښوونیز کال د تلې/مېزان میاشتې مهم فعالیتونه!

• د پوهنې وزارت د استخدام رئیس مولوي محمد صادق «صدیقي» ننګرهار او بغلان ولایتونو ته د خپلو رسمي سفرونو په ترڅ کې، د مختلطو ښوونځیو د وضعیت د ارزونې په موخه د پوهنې له مسئولینو سره وکتل.

پوهنې وزارت|وزارت معارف|Ministry of Education

22 Oct, 07:31


د پوهنې وزارت د ۱۴۰۳ ښوونیز کال د تلې/مېزان میاشتې مهم فعالیتونه!

• د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو او د سرچینو او ادارې معینانو د یو شمېر ښوونیزو چارو د ترسره کولو په موخه فاریاب، تخار او بلخ ولایتونو ته د رسمي سفرونه وکړل.
د یادو سفرونو موخه، د مدارسو او ښوونځيو د ښوونیزو او روزنيزو ستونزو ارزونه، د عمومي او کليوالي مدارسواو ښوونځيو د درسي نصاب وېش، د مدارسو د طلابو د اعاشو او د مدرسینو د مسلکي پراختیا غړو لپاره د وړتیا لوړونې سیمینارونو برابرول وو.

پوهنې وزارت|وزارت معارف|Ministry of Education

22 Oct, 07:31


د پوهنې وزارت د ۱۴۰۳ ښوونیز کال د تلې/مېزان میاشتې مهم فعالیتونه!

• د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا د هرات، بادغیس، کونړ او غور ولایتونو د خپلو رسمي سفرونو په ترڅ کې د یادو ولایتونو پوهنیز وضعیت له نېږدې وارزاوه.
نوموړي د دغو سفرونو پر مهال، د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د ۸ مېلیونه ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د یو باب مدرسې ودانۍ پرانیسته او د کونړ ولایت په مرکز کې یې د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ د ۱۸ مېلیونه افغانیو په ارزښت د یو باب ښوونځي لپاره د ودانۍ بنسټ ډبره کېښوده.
د پوهنې وزارت سرپرست د پوهنې مسئولینو او استادانو ته وویل: په لرو پرتو سیمو کې د ښوونیزو مرکزونو رغونه او پراختیا د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه دی.

پوهنې وزارت|وزارت معارف|Ministry of Education

17 Oct, 09:07


د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ فعالیتونه!

۱۴۴۶/۴/۸ ـــــ ۱۴۴۶/۴/۱۴ هـ ق کال

• د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا د هرات او بادغیس ولایتونو پوهنیز وضعیت وارزول.
د یادو سفرونو په ترڅ کې د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د ۸ مېلیونه ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت سره یو باب مدرسه هم پرانیستله.
د پوهنې وزارت سرپرست د پوهنې مسئولینو او استادانو ته وویل: په لرو پرتو سیمو کې د ښوونیزو مرکزونو رغونه او پراختیا د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه دی.

• د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده د یو شمېر ښوونیزو چارو د ترسره کولو په موخه فاریاب ولایت ته د یوه رسمي سفر پرمهال، د یاد ولایت د مقام له مرستیال سره وکتل او د پوهنې وزارت د پلانونو په اړه یې خبرې او نظرونه تبادله کړل.

• د پوهنې وزارت د معلوماتو او احصائیې رئیس د الحاج مولوي بسم الله نعماني له لوري د کاپیسا ولایت د مرکز او ولسوالیو د پوهنیزو بنسټونو ۳۱۰ تنو مسئولینو، د کیفیت تضمین آمریت کارکوونکو، مدیرانو او غړو لپاره د ارقامو او احصائیوي معلوماتو راټولولو په برخه کې د وړتیا لوړونې روزنیز سیمینار پرانیستل شو.

• د پوهنې وزارت د استخدام رئیس مولوي محمد صادق «صدیقي» بغلان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت د مختلطو ښوونځیو د وضعیت د ارزونې په موخه د دغه ولایت د پوهنې له مسئولینو سره وکتل.

• د پوهنې وزارت مالي او حسابداري رئیس مولوي صدر الدین «سعد» د پوهنې اړوندو مالي، اداري او ساختماني چارو څېړلو په موخه، تخار ولایت ته رسمي سفر وکړ.

• د پوهنې وزارت د نصاب او مسلکي پراختیا لوی ریاست له لوري، د ښوونځیو د مدیرانو، آمرینو، سرښوونکو، ښوونکو او اداري شوراګانو غړو د مسلکي مهارتونو د دویم پړاو سروې د تلې میاشتې په ۱۴مه نېټه د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې ترسره شوه او په پلان کې ده چې د ۲۰ زرو تنو لپاره ښوونیز سیمینارونه جوړ کړي.

• پوهنې وزارت د سوداګرو او معارف دوستو خلکو په مالی ملاتړ، د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د بدخشان ولایت په کشم ولسوالۍ کې د پوهنې آمریت ودانۍ جوړه او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارله.

• پوهنې وزارت د معارف دوسته خلکو په مالي ملاتړ د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د یو میلیون افغانیو په ارزښت د فاروقیه مدرسې لپاره ۳ درسي ټولګي او احاطوي دېوال جوړ وي.

• د پوهنې وزارت له لوري، د مالیې وزارت د ګمروکونو، د کلیو پراختیا وزارت، د امارتي قضیو او د ارشاد، حج او اوقافو په ریاستونو کې د خدماتي کارکوونکو او اجیرانو لپاره د سواد زده کړې ۴ بابه کورسونه جوړ او په رسمي ډول یې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې خپل فعالیت پیل کړ.

• د بامیان ولایت په ورس ولسوالۍ کې د نسپتان عالي لېسې لپاره د ۲۶۰ زره افغانیو په لګښت ۲ بابه درسي ټولګي جوړ شوي، چې اوسمهال د اداري څانګې او کمپیوټر خونې لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.

• د پوهنې وزارت له لوري د کندهار ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د یوه منځني ښوونځي ځمکه چې له تېرو ۱۵ کلونو را په دېخوا غصب شوې وه، له غصب څخه را وګرځول شوه.

• د پکتيکا ولايت ګومل ولسوالۍ علم پروره اوسېدونکو، په ياده ولسوالۍ کې ۲ جرېبه ځمکه د (ضياء المدراس مدرسې) لپاره ځانګړې کړه.

• د بامیان ولایت پوهنې ریاست له خوا د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د دولسمو ټولګيو له ۲۶۱۱ تنو زده کوونکو څخه د کانکور آزمویښتي آزموینه واخیستل شوه.

پوهنې وزارت|وزارت معارف|Ministry of Education

17 Oct, 09:06


‏عکس از ذبیح الله همت

پوهنې وزارت|وزارت معارف|Ministry of Education

17 Oct, 07:34


‏سند از طرف ذبیح الله همت

پوهنې وزارت|وزارت معارف|Ministry of Education

16 Oct, 11:02


پوهنې وزارت:

پوهنې وزارت د معارف دوسته خلکو په مالي ملاتړ د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د یو میلیون افغانیو په ارزښت د فاروقیه مدرسې لپاره ۳ درسي ټولګي او احاطوي دېوال جوړ وي.
یادې مدرسې ته د تېر کال په اوږدو کې د سیمې د خلکو له لوري ۲ جرېبه ځمکه وقف شوې وه، چې اوسمهال پکې ۸۰ تنه طالب العلمان په زده کړو بوخت دي.

2,041

subscribers

1,656

photos

35

videos