Millat Zagh

@millatzagh


که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ نشرات ژوندي واورئ👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676

Millat Zagh

22 Oct, 14:01


د بنګله دېش خلاف د افغانستان نوملړ اعلان سو
د افغانستان کرکټ بورډ د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلي په وړاندي د درو ۵۰ اوريزه لوبو له پاره د ملي لوبډلي ۱۹ کسيزه نوملړ اعلان کړ.
دې نوملړ کي حشمت الله شاهدي لوبډلمشر، رحمت شاه زرمتی، رحمن الله ګربز، اکرام علي خېل، عبدالمالک، رياض حسن، صديق اتل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، محمد نبي عیسی خېل، ګلبدين نايب، راشد خان، ننګيال خروټی، الله محمد غضنفر، نوراحمد، بلال سميع، فضل الحق فاروقي، نويد ځدراڼ او فرید ملک شامل دي.
ټاکل سوې د افغانستان او بنګله دېش ملي لوبډلو ترمنځ د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کي د درو ۵۰ اوریزو لوبو لوبلړۍ ترسره سي چي، لومړۍ لوبه به ئې د راتلونکي نومبر میاشتي پر شپږمه، دوهمه لوبه به ئې د یادي میاشتي پر نهمه او وروستۍ لوبه به ئې هم د هغې میاشتي پر ۱۱مه نېته ترسره سي.
#MillatZagh

Millat Zagh

22 Oct, 13:49


د سبا (چهارشنبې) ورځي د یو شمېر ښارونو د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوخي لوړه درجه ۲۹، کښته ۱۷
هلمند: اسمان لمر، د تودوخي لوړه درجه ۳۰، کښته ۱۷
روزګان: اسمان لمر، د تودوخي لوړه درجه ۲۱، کښته ۹
هرات: اسمان وریځ، د تودوخي لوړه درجه ۲۲، کښته ۸
زابل: اسمان لمر، د تودوخي لوړه درجه ۲۳، کښته ۱۲
کابل: اسمان ګل، ګل وریځ، د تودوخي لوړه درجه ۱۹، کښته ۸
ننګرهار: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوخي لوړه درجه ۲۵، کښته ۱۶
مزارشریف: د باران اټکل، د تودوخي لوړه درجه ۱۷، کښته ۱۱
مقبوضه وطن کوټه: اسمان لمر، د تودوخي لوړه درجه ۲۵، کښته ۱۳
#MillatZagh

Millat Zagh

22 Oct, 13:46


افغانستان له هانګ کانګ څخه ماته وخوړه
د افغانستان الف کرکټ لوبډلي په اسيا ايمرجينګ ۲۰ اوريزه سياليو کي تر دوو بريا و وروسته نن (سه شنبه) په خپله درېيمه لوبه کي له هانګ کانګ الف کرکټ لوبډلي څخه په پنځو وکټو ماته وخوړه.
په دې لوبه کي افغانستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو د صديق اتل ۵۲ تر نورو زياتو منډو په جوړولو هانګ کانګ ته ۱۳۲ منډي هدف ورکړ او د هانګ کانګ له پاره په توپ اچونه کي انس خان شپږ لوبغاړي وسوځول.
هانګ کانګ لوبډلي ياد هدف په وروستي اور کي د پنځو لوبغاړو په سوځېدو د نزاکت ۶۱ تر نورو زیاتو منډو په جوړولو پوره کړ او د افغان لوبډلي له پاره په توپ اچونه کي عبدالرحمن درې او قيس احمد دوه لوبغاړي وسوځول.
#MillatZagh

Millat Zagh

22 Oct, 11:10


کابل کي د سترګو ناروغانو وړیا درملنه پیل سوې
افغاني سرې میاشتي ټولني ویلي چي، په کابل کي د البصر خیریه بنسټ له خوا د سترګو ناروغانو وړیا درملنه پیل سوې ده.
یادي ټولني په یوه خبرپاڼه کي لیکلي چي، دا درملنه د افغاني سرې میاشتي ټولني په مرکزي روغتون کي نن (سه شنبه) پیل سوې او د رواني لړم میاشتي تر ۱۱مي نېټې پوري به دوام وکړي.
په خبرپاڼه کي ویل سوي چي، په دغه لړۍ کي به د اتو زرو کسانو د سترګو معایناتونه او د ۸۰۰ کسانو جراحي عملیاتونه د یاد بنسټ له خوا په وړیا ډول وسي.
#MillatZagh

Millat Zagh

22 Oct, 08:30


افغانستان د هانګ کانګ په وړاندي
د اسيا ايمرجینګ په ۲۰ اوریزه سیالیو کي د افغانستان الف کرکټ لوبډله تر دوو برياو وروسته نن (سه شنبه) غرمه يوه نيمه بجه له هانګ کانګ الف کرکټ لوبډلي سره لوبه کوي.
د دې لوبي توپ په توپ جريان په کندهار کي له ملت ږغ راډيو څخه پر ۹۹ اف ام څپو او نورو ولایتونو او نړۍ کي له ملت ږغ اپليکېشن څخه اورېدلای سی.
د پلې سټور لینک:
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
د آپ سټور لینک:
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
ملت ږغ، د ملت ږغ.
#MillatZagh

Millat Zagh

22 Oct, 08:02


کندهار کي له ۵۰ کروندګرو سره مرسته سوې
د کندهار په معروف ولسوالۍ کي د یوه خصوصي بنسټ له لوري له ۵۰ تنو بېوزلو کروندګرو سره کرهڼیزه او نقدي مرسته سوې ده.
د کرهڼي ریاست مطبوعاتي دفتر نن (سه شنبه) رسنیو ته ویلي چي، په دغه مرسته کي هر کس ته ۱۰۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح سوی تخم، ۲۰۰ کیلو ګرامه سپینه، ۱۰۰ کیلو ګرامه توره کېمیاوي سره او شپږ زره نقدي افغانۍ ورکړل سوي دي.
د سرچینې په حواله، دا مرسته هغو کسانو ته ورکړل سوې چي، څلور جریبه مځکه ولري؛ خو د کښت توان نه لري؛ ترڅو بیرته کرهڼي ته مخه کړي.
دا خبر داسي مهال ورکول سوی چي، نن (سه شنبه) د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کي هم له پېښو سره د مبارزې ادارې له طرفه له ۶۳ بېوزلو او سېلاب ځپلو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو او نقدو پیسو مرسته سوې ده.
#MillatZagh

Millat Zagh

22 Oct, 07:50


سږ کال د غنمو تولیدات ۱۰ سلنه زیات سوي
د احصائيې او معلوماتو ملي اداره وايي، په روان ۱۴۰۳ لېږدیز لمریز کال کي ۴،۸۳ ملیونه مټریک ټنه غنم تولید سوي چي، د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی په کښي راغلی دی.
یادي ادارې نن (سه شنبه) په یوه خبرپاڼه کي لیکلي چي، دا تولیدات له ۱،۳۸ ملیونه هکټاره ابي او ۷۳۶ زره هکټاره للمي مځکي څخه ترلاسه سوي دي.
د سرچینې په حواله، د تولید سوو غنمو تر ټولو ډېره برخه په کندهار، هلمند، فراه، هرات، کندز، بادغیس او فاریاب ولایتونو کي کرل سوي وو.
د یادي ادارې د شمېرو پر اساس، افغانستان سږ کال ۶،۸۳ ملیونه مټریک ټنو غنمو ته اړتیا لري او شاوخوا دوه ملیونه مټریک ټنه غنم له وارداتو څخه لاسته راوړي.
#MillatZagh

Millat Zagh

22 Oct, 07:26


نن منځنۍ د لړم میاشتي لومړۍ نېټه، کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۱۰۰، ۱۱۵۰ او ۱۲۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۱۷۰۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۸۶۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۲۹۰ افغانۍ.
سېله اولي وریجي ۲۵ کیلویي: په ۱۹۰۰ افغانۍ.
سېله دوهمي وریجي ۲۵ کیلویي: په ۱۶۵۰ افغانۍ.
میده سېله اولي وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۵۰ افغانۍ.
میده سېله دوهمي وریجي ۲۵ کیلویي: په ۱۱۵۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۱۳۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۱۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۳۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود من: په ۶۸۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۵۲۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۴۳۰ افغانۍ.
مالګه: من په ۶۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۳۰۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۳۳۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوړه ۴۰ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، علي شاه مارکېټ، د احسان زبیر پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۲۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د عام بازار نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۵۵ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۵۸ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۴۳ او په عام بازار کي کیلو په ۴۵ او ۴۶ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۶،۲۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۰،۷۰ پنجابۍ.
یو ریال: ۱۷،۵۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۲۴۲ پنجابۍ.
زر پنجابۍ: ۲۳۵ افغانۍ.
زر تومان: په کندهار او هرات کي ۱ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh

Millat Zagh

22 Oct, 06:29


له کندهاره د رومیانو صادرات ۳ برابره زیات سوي
د کندهار د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست خبر ورکړی چي، سږ کال له کندهار څخه د رومیانو په صادراتو کي د تېر کال په پرتله څه کم درې برابره زیاتوالی راغلی دی.
د دغه ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کي ویلي، سږ کال تر دا مهاله له کندهار څخه پاکستان او ځینو نورو هیوادونو ته شپږ زره او ۳۶۸ ټنه رومیان صادر سوي چي، د تېر ۱۴۰۲ لېږدیز لمریز کال په پرتله ۲،۹۴ برابره زیاتوالی په کښي راغلی دی.
که څه هم یاد دفتر د دغه صادراتو د زیاتوالي لاملونه نه دي رسنیز کړي؛ خو وايي، له کومه راهیسي چي، د نشه يي توکو پر کښت بندیز لګېدلی نورو بوټو ته د کروندګرو توجه ډېره سوې ده.
د دغه دفتر د معلوماتو پر اساس، تېر کال له کندهار څخه پاکستان ته یوازي ۱۶۱۶ مټریک ټنه رومیان صادر سوي وو.
#MillatZagh

Millat Zagh

22 Oct, 06:22


د غنمو د زېرمه کولو له پاره ځانګړی پلاوی ټاکل سوی
د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د غنمو د زېرمه کولو او زیاتولو په خاطر ئې یو پلاوی ټاکلی دی.
دغه وزارت نن (سه شنبه) پر خپله ویبپاڼه لیکلي چي، په دې پلاوي کي د مالي، څارني او اروزني او ځنګلونو رئیسان، امنیتي سلاکار، د کرهڼي معینیت سلاکار او د پلټني ریاست استازی شامل دي.
په دغه بیان کي راغلي چي، دغه پلاوی به د غنمو د تخلیې او زېرمه کولو بهیر څاري او د غنمو د نرخونو کنټرول به هم کوي.
دا پلاوی داسي مهال ټاکل سوی چي، تر دې مخکي د سرپرست حکومت د مشرتابه له خوا د ۵۰ زره مټریک ټنو غنمو رانیولو او زېرمه کولو حکم صادر سوی او یاد پلاوی به په د دغو غنمو د زېرمه کولو بهیر څاري.
#MillatZagh

Millat Zagh

22 Oct, 05:59


له ایران او پاکستانه ۲۶۶ کورنۍ راستنې سوي
د کډوالو ستونزو ته د رسېدو او مرستو رسولو کمېسیون وايي، پرون (دوشنبه) له ایران او پاکستان هیوادونو څخه ۲۶۶ کورنۍ راستنې سوي دي.
دا کمېسیون په خپل ورځني راپور کي لیکلي چي، دا کورنۍ د کندهار پر سپین بولدک، د ننګرهار پر تورخم، د هرات پر اسلام کلا او د نیمروز پر ورېښم پل له یادو هیوادونو څخه په خپله خوښه یا هم په زوره راستنې سوي دي.
په راپور کي ویل سوي چي، په دغو کورنیو کي ۳۹ کورنۍ له پاکستان او ۲۲۷ کورنۍ نوري له ایران څخه راستنې سوي دي.
#MillatZagh

Millat Zagh

22 Oct, 05:08


سمنګان کي ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د سمنګان د امنیې قومندانۍ مسؤلینو ویلي چي، د یاد ولایت په رباطک سیمه کي د یوې ترافیکي پېښي له امله یو کوچنی وژل سوی او د کوچنیانو او ښځو په ګډون شپږ کسان نور ژوبل سوي دي.
د یادي قومندانۍ ویاند حشمت الله رحماني کورنیو رسنیو ته ویلي چي، پېښه پرون (دوشنبه) ماپښین د یوه فورنر د چپه کېدو په نتیجه کي رامنځ ته سوې او لامل ئې د موټر چلوونکي بې احتیاطي یاده کړې ده.
د رحماني په وینا، ژوبل سوي کسان د سمنګان ولایتي روغتون ته لېږدول سوي؛ خو د هغوی د روغتیايي حالت په اړه ئې د دې خبر تر لیکلو څه نه دي ویلي.
#MillatZagh

Millat Zagh

22 Oct, 04:36


بامیان کي ۲ کسان په درو وهل سوي
ستري محکمې ویلي چي، په بامیان کي ئې د یوې ښځي په ګډون دوو کسانو ته تعزیري سزاوي ورکړي دي.
یادي محکمې پرون شپه پر خپل واټساف چېنل په یوه بیان کي لیکلي چي، دا کسان ئې د زنا په تور په درو وهلي او هر یوه ته ئې د بند ځانګړي مودې هم ټاکلي دي.
دا کسان داسي مهال په درو وهل سوي چي، تېره یک شنبه هم ستري محکمې په خوست کي دوو کسانو ته د تعزیري سزاوو ورکولو خبر ورکړی و.
#MillatZagh

Millat Zagh

21 Oct, 11:45


په ۱۲ ولایتونو کي د باران اټکل سوی
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند د هوا پېژندني ریاست سبا (سه شنبه) په ۱۲ ولایتونو کي د بارانونو، سېلابونو او توندو بادونو اټکل کړی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، دا اټکل په هرات، بادغیس، غور، فاریاب، سرپل، جوزجان، کندز، بلخ، بامیان، سمنګان، ننګرهار او کنړ ولایتونو کي سوی دی.
په خبرپاڼه کي ویل سوي چي، د باران اورېدلو کچه به په بېلابېلو سیمو کي له ۱۵ څخه تر ۴۰ ملي مترو او د باد سرعت به په یوه ساعت او بېلابېلو سیمو کي له ۵۰ څخه تر ۸۰ کیلو مترو پوري وي.
دا اټکل داسي مهال سوی چي، شاوخوا ۲۰ ورځي مخکي په کنړ کي د سېلابونو له امله یو کس ووژل سو او نهه تنه نور ژوبل سول.
#MillatZagh

Millat Zagh

21 Oct, 09:49


له کندهاره ۲۳ زره ټنه انګور صادر سوي
د کندهار د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، سږ کال له کندهار څخه ۲۳ زره او ۳۶۴ مټریک ټنه انګور صادر سوي دي.
د یاد ریاست ویاند محمد حنیف حقمل په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، دا صادرات تر ټولو ډېر هندوستان او پاکستان هیوادونو ته سوي دي.
دا خبر داسي مهال ورکول سوی چي، تر دې مخکي د کندهار یو شمېر کروندګرو ملت ږغ راډيو ته ویلي وو چي، سږ کال ئې د زیاتو بارانونو، ګرمیو او سېلابونو له امله د انګورو په حاصلاتو کي ۲۵ سلنه کموالی راغلی دی.
د کرهڼي ریاست د معلوماتو پر اساس، سږ کال په کندهار کي پر ۲۰ زره او ۵۰۰ هکټاره مځکه د انګورو باغونه شتون لري او د اټکل له مخي به ۱۹۵ زره مټریک ټنه انګور ځني ترلاسه سي.
#MillatZagh

Millat Zagh

21 Oct, 07:15


قزاقستان کي افغان- قزاق نندارتون جوړ سوی
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د قزاقستان په الماتا ښار کي افغان- قزاق درې ورځنی نندارتون پرانستل سوی دی.
دغه وزارت نن (دوشنبه) په یوه خبرپاڼه کي لیکلي چي، یاد نندارتون د سرپرست نورالدین عزیزي، د قزاقستان د لومړي وزیر سیریک زومنګارین او د افغانستان د خصوصي او دولتي سکټورونو له خوا پرانستل سوی او په ۷۰ غرفو کي بېلابېل افغاني تولیدات نندارې ته په کښي وړاندي سوي دي.
په خبرپاڼه کي راغلي، دغه نندارتون د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړیکو د پراختیا په خاطر جوړ سوی او تمه ده چي، د دواړو هیوادونو ترمنځ یو لړ سوداګریزي ناستي په کښي هم وسي.
#MillatZagh

Millat Zagh

21 Oct, 06:44


نن دونۍ د تلي میاشتي ۳۰مه نېټه، کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۱۰۰، ۱۱۵۰ او ۱۲۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۱۷۰۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۸۶۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۲۹۰ افغانۍ.
سېله اولي وریجي ۲۵ کیلویي: په ۱۹۰۰ افغانۍ.
سېله دوهمي وریجي ۲۵ کیلویي: په ۱۶۵۰ افغانۍ.
میده سېله اولي وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۵۰ افغانۍ.
میده سېله دوهمي وریجي ۲۵ کیلویي: په ۱۱۵۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۱۳۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۱۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۳۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود من: په ۶۸۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۵۲۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۴۳۰ افغانۍ.
مالګه: من په ۶۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۳۰۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۳۳۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوړه ۴۰ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، علي شاه مارکېټ، د احسان زبیر پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۲۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د عام بازار نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۵۷ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۶۰ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۴۳ او په عام بازار کي کیلو په ۴۵ او ۴۶ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵،۳۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۰،۵۰ پنجابۍ.
یو ریال: ۱۷،۵۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۲۹۰ پنجابۍ.
زر پنجابۍ: ۲۳۳ افغانۍ.
زر تومان: په کندهار او هرات کي ۱،۱ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh

Millat Zagh

21 Oct, 06:09


له ایران او پاکستانه ۱۵۷ کورنۍ راستنې سوي
د کډوالو ستونزو ته د رسېدو او مرستو رسولو کمېسیون په یوه ورځ له ایران او پاکستان هیوادونو څخه د ۱۵۷ افغان کډوالو کورنیو د راستنېدو خبر ورکړی دی.
یاد کمېسیون په خپل ورځني راپور کي ویلي چي، دا کورنۍ پرون (یک شنبه) د کندهار پر سپین بولدک، د ننګرهار پر تورخم، د هرات پر اسلام کلا او د نیمروز پر ورېښم پل له یادو هیوادونو څخه په خپله خوښه یا هم په زوره راستنې سوي دي.
په راپور کي ویل سوي چي، په دغو کورنیو کي ۴۳ کورنۍ له پاکستان او ۱۱۴ کورنۍ له ایران څخه راستنې سوي دي.
#MillatZagh

Millat Zagh

21 Oct, 06:01


کندهار کي په ۱۷۸ ملیونه افغانۍ ۲۰ ښوونځي جوړېږي
د ملګرو ملتونو د کوچنیانو د ملاتړ صندوق (U.N.I.C.E.F) په مالي ملاتړ د کندهار په ۱۱ ولسوالیو کي په ۱۷۸ ملیونه افغانۍ ۲۰ ښوونځي جوړېږي.
د کندهار د اقتصاد ریاست ویاند کمال شاه سادات ملت ږغ راډيو ته ویلي چي، د دغو ښوونځيو جوړولو کارونه پرون (یک شنبه) پیل کړل سوي او تمه ده په شپږو میاشتو کي د ټولو کارونه بشپړ او ګټي اخستني ته به وسپارل سي.
د سادات په وینا، دا ښوونځي په پنجوايي، ارغنداب، لوړ شاولیکوټ، خاکرېز، میانیشین، نېش، ډنډ، دامان، ارغستان، معروف او سپین بولدک ولسوالیو کي جوړېږي او په هر یوه کي به پر یوه وخت ۲۴۰ کوچنیانو ته د زده کړو زمینه برابره سي.
#MillatZagh

Millat Zagh

21 Oct, 05:21


چین له افغانستان په لمریزه برېښنا برابرولو کي مرسته کوي
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چین له افغانستان سره د ۲۰ مېګا واټه لمریزي برېښنا په تولیدولو کي مرسته کوي.
یاد وزارت پر خپله ویبپاڼه په یوه بیان کي لیکلي چي، دا خبر ‎د یاد هیواد سفیر پرون (یک شنبه) د دغه وزارت له سرپرست عبداللطیف منصور سره بامیان ولایت ته د سفر کولو پر مهال ورکړی دی.
ټاکل سوې د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا په بامیان ولایت کي ۲۰ مېګا واټه لمریزه برېښنا تولید سي چي، اوس ئې لومړنۍ څېړني سوي او تمه ده ډېر ژر ئې د چین په همکارۍ عملي کارونه پیل سي.
#MillatZagh

2,306

subscribers

425

photos

13

videos