نصرت الله دحافظ امین الله زوی دهلمند ولایت دنادعلی ولسوالی دمرجی اونادعلی دوراهی کی کوردی بازار سافیانو کی مدرسه ده دشنبی په ورځ مدرسی ته تله خومدرسی ته ندی تللی ورک دی که هر مسلمان ورور لیدلی وی یایی په اړه معلومات لری دهمدردی له مخی په دغه شماره زنګ اوواټساف کارکوی 0706803815 👆 0707379401 👆 0767403858 👆
ورک استاد یاسر به ویل: چی له پښتون قوم نه ج..هاد مه اخلی ځکه چی پرته له ج..هاد نه پښتون قوم یو بدماش او باغی قوم ده او ج..هاد یی یواځینی د کنټرول لار ده
*د استیناف غوښتنه اپیل اپیل* *پوره ولولئ ملګرو* *د ټولې نړۍ له مسلمانانو څخه غوښتنه کیږي چې دا فلم په هند کې جوړ کړي....الله بنده* *چې په هندي سینماګانو کې خپور سوی باید په هند کې ودرول سي الله پاک په قران کریم کې فرمایي: *"که تاسو ما د خپلو خلکو په وړاندې رد کړئ، زه به تاسو په خپلو سترګو رد کړم."* *په دې فلم کې زموږ محبوب د رسول الله صلی الله علیه وسلم په کردار کې د لعنتي کس انځور را روان دی چې زمونږ د آقا صلي الله عليه وسلم ستر سپکاوی دی. د ټولې نړۍله مسلمانانو غوښتل شوي چې دا فلم ونه ګوري. دا پیغام ژر تر ژره خپور کړئ، تاسو باید لږترلږه هغو شمیرو ته ورسیږئ څومره چې ستاسو په تلیفون کې دي. مهرباني وکړئ زما لخوا نه دا پوسټ د خپل ګران پیغمبر د مینې په خاطر شریک کړئ* *یادونه :که دا فلم کوم مسلمان وویني چې له دې نه خبر نه وي موږ به د هغه د شرک مسؤول یو، ځکه چې موږ په دې پوهیږو خو نورو ته یې نه سو رسولی.!* 😓💔
کله چې طاغوتي امریکا په دې پوهه شوه، چې د جمهوریت اجیران نور د اسلامي امارت پر وړاندې نه شي درېدلی او د کابل ادارې بې کفایتي ورته، تر بل هر وخت ډېره څرګنده شوه؛ نو په یوه بل مکر یې لاس پورې کړ.
له همدې امله یې داعش خراسان جوړ کړ او د دې سرطاني ډلې د ودې لپاره یې هره لاره هواره کړه، تر څو وکولای شي له دې نوې قُوې څخه، د مجاهدینو د مخنیوي لپاره ګټه پورته کړي، د جمهوریت زوړ شوی نظام او د هغه نا مبارکې لاسته راوړنې وساتي.
خو لله الحمد! لکه څنګه چې د جمهوریت غلامان د مجاهدینو پر وړاندې تسلیم شول؛ همدا راز د خوارجو د مکتب غولېدلي کسان هم د اسلام د اصلي بچیانو پر وړاندې د مبارزې توان پیدا نه کړ او تر هغه څه ژر دړې وړې شول؛ چې دوی یې هیله لرله.
د افغانستان تر فتحې وروسته، سره له دې چې داعش خراسان په بشپړه توګه مات شو او د افغانستان پر خاوره حتی یوه ټوټه ځمکه هم پاتې نه شو؛ خو بیا هم کفري نړۍ په سر کې امریکا؛ له دې نااهله زوی ته له تبلیغاتو څخه لاس نه دی اخستی، په هر مجلس او پېښه کې د دې ډلې له خطره نړۍ ته خبرداري ور کوي.
حال دا چې، داعش خراسان د دې ډلې د نورو پیروانو په پرتله ډېر کمزوری دی او په کفري هېوادونو کې د دې ډلې فعالیتونه تر افغانستان زیات دي.
له هغه وخته چې په افغانستان کې اسلامي نظام را منځته شوی؛ د داعش خوارجو ترڅنګ د بغاوتګرو او جمهوریت پاتې شوني هم کله کله تخریبي کارونه کوي، چې د دوی د هلاکت سبب ګرځي.
څه موده وړاندې، د دې دواړو ډلو تر منځ د يووالي خبر خپور شو، هغه یووالی چې د دوی د بېلابېلو نظریو او نازکو شعارونو له امله هیڅ یوه تمه نه درلوده؛ خو د دوی د بادارانو یووالی د دې سبب شو، چې د دې دواړو ډلو فریب خوړلي کسان، سره له ټولو اختلافاتو، د اسلامي نظام پر وړاندې ودرېږي.
که څه هم د دې یووالي له لارې یې، نه کوم پرمختګ وکړ او نه یې د کفر نقشه د اسلامي نظام د کمزوري کولو لپاره پلې کړای شوه؛ خو بیا هم کله ناکله دوی د یو بل د ګټو لپاره ناکامي هڅې کوي.
په وروستي اقدام کې، هم د بغاوت جبهې د امریکا په تقلید د خپل متحد داعش، تبلیغاتي کمپاین پر غاړه اخیستی او په یوه اعلامیه کې یې د دې ډلې پرمختګ ښودلی، دوی د افغانستان د خلکو ترمنځ د وېري او وحشت خپرولو لپاره ادعا کړې، چې په نږدې ورځو کې به پر ډیپلوماټیکو ځایونو او د سیمې د هېوادونو پر استازولیو بریدونه وشي.
دا ادعا پرته له تبلیغاتي اړخه بل هېڅ حقیقت نه لري او په پوره باور سره ویلای شو؛ چې اوس د ټولو ډیپلوماټیکو ځایونو امنیت تر بل هر وخت ډېر خوندي دی او هېڅ فاسد ته به د تخریبي کړنو د ترسره کولو فرصت ور نه کړای شي.
داعش یوه جنګ سالاره ډله ده، چې په منځني ختیځ او د نړۍ تر ټولو زیاته غني نفتي حوزه کې ابر قدرتونو جوړه او تمویلوي یې، تر څو خپلو اهدافو ته ځان پرې ورسوي، دوی په لومړیو کې تش په نوم د شریعت د نفاذ لپاره مبارزه پیل کړې وه؛ خو په صفوفو کې یې د ګډوډۍ او بې نظمۍ له امله، چې هیڅ له دیني ارزښتونو څخه خبر نه و؛ له یوه نا معلوم برخلیک سره مخ شول.
د دوی مشران هیڅ معلوم نه دي، د دوی د رهبری هيڅ ځای نه معلومیږي، حتی هیڅ جنګیالی یې په دې نه پوهیږي چې دی څوک، د څه لپاره او په څه ډول رهبري کېږي؟
د دوی ښکته طبقه په عیاشي کې غرقه او په هغه وضعیت کې قرار لري؛ چې هر څه یې بایللي دي، دوی خپله د کورنیو په غړو د نورو ملګرو له خوا جنسي تیري ولیدل، د دوی تر منځ یوه میرمن څو جنګیالیو ته په نکاح کیږي، اولاد یې هیڅ نه معلومیږي؛ چې د چا زوی دی او د راتلونکي لپاره د دوی جنګي کتله به همدا بې پلاره ځوانان وي؛ چې د بلاک واټر په څیر وحشي او ځناوره جنګي قطعه ترې جوړیدای شي.
د دوی د راتلونکو جنګیالیو انګیزه یوازې او یوازې همدا کیدلی شي، چې څنګه شهوت پوره کړي، څنګه مادیات لاسته راوړي او همدا انګیزه به له دوی څخه یو ړوند او جاهله پوځ جوړ کړي.
نه کورنۍ لري، نه ژوند لري او نه هم راتلونکی؛ نو حتمن به د استخباراتي لوبو لپاره بهترین خاشاک وي؛ چې نړیوال یې استفاده کړي، اوس مهال دوی په سیمه او نړۍ کې د خپل جاهلیت او شهوت پرستۍ له امله ډیر بې علمه ځوانان ځان ته جلبوي؛ خو د ټولو انګیزه همدا شهوت پرستي او مادیت پرستي ده.