د شاعرانو ادبي جونګړه

@jonghara_233


https://t.me/Jonghara_233
مخکنی چينل بلاک سو همدا نوی چینل ترخپلو ملګرو ورسوۍمننه دلته به تاسو ته، دمشهورو ،شاعرانو شعرونه نشریږې،زموږ دټيليګرام چېنل درسره جوائن کړئ! مننه!

دشعرونو دنشرولو لپاره شخصې کې رابطه وکړۍ
@Umar876

د شاعرانو ادبي جونګړه

23 Oct, 01:29


د،دردشپه !

لکه لمرداسي ډوبیږمه !په شپه کې
ویده نیم خورالویږمه !په شپه کې

چي رایاده ستاغزل غزل ځوانې شې
ترنم کوم  ږغیږمه !په شپه کې

مادي دومره انتظاردراتلو کړۍ
ستړۍ شوی یم ځنګیږمه !په شپه کې

دخزان سیلۍ مي بیاپرهیلوراغله
مړاوۍ ګل یمه رژیږمه !په شپه کې

ستافراق مي پرزړه دومره اثرکړۍ
زړه مي درد کوي کړیږمه !په شپه کې

مهاجرچي دي رایادکړم ورکه یاره
بس له ځان سره ژړیږمه !په شپه کې

مهاجرهروي

د شاعرانو ادبي جونګړه

23 Oct, 01:28


غــزل

د چا انـځور ته څڅومه تر سهاره اوښکې
رخصتوم یې له دردو سره قراره اوښکې

په ظاهر کړم ورته خندا په ځان څوک نه پوه کوم
په تنهايي کې تویوم بیا بې اختیاره اوښکې

کړي یې سودا نې پاکوي ښیم یې نه هر چا ته
سترګو کې ځکه کله کله کړم حصاره اوښکې

په چا باور وکړم او چاته ورکړم زړه حیران یم
اکثره خلک تویوي بې اعتباره اوښکې

یو وخت به راشي ته به هم شې زما په پشانې اشنا
یو وخت به رسم کړې ته هم په دغه لاره اوښکې

د دې نړۍ خلکو یم دومره ځورولی خدایه
ځکه ساتمه عبیده له هر یاره اوښکې

د شاعرانو ادبي جونګړه

22 Oct, 14:30


صبر کړه د ښکلو نه خبر به شې
کله چې خبرېږي برابر به شې

مينه کې بازي هم چا ګټلي ده؟
تشه ځولۍ پاڅې به ترور به شې

ته به په خپل عقل باوري ښه يې
بار يې که دې وکتو اوتر به شې

ښکلے چې در وکسي پخلا به شې
بل پله چې ګوري مرور به شې

لافې د پۍ مخو مخ کې څه معنى
لر و بر چې کېږې لاسي بر به شې

سر د پاسه سر دې اورېدلے دی
ته مې د زړه سر ته ګوره سر به شې

مه اچوه لاس مجذوبه ښکلو ته
در به په لاس نه شي در په در به شې

عبدالرحیم مجذوب

د شاعرانو ادبي جونګړه

22 Oct, 02:53


‏د حال په ژبه، د ډرون او قومندان مکالمه

قومندان په دوړو پټ په سوفه ناست دی
له راسته لاسه یې سرې وينې بهیږي
درد هم شته، خو دی په دې فکر کې ډوب دی
بې تورزن لاسه به څنګه نور جنګيږي؟

قومندان دوه شپېته کاله راتېر کړي
په هجرت، په هتکړو کې په جګړو کې
د ایمان په زور یې هر آزمون مات کړی
د سندان غوندې پوخ شوی ګوزارو کې

نن ټپي دی، نن ترې ګرمه وینه څاڅي
بې وسلې دی، تنهایي ده، کلابند دی
مګر بیا هم څوک نږدې نه شي ورتللای
که هر څو لکه زمری په جال کې بند دی

صهيوني لښکريان لور په لور خزه دي
فولادي ټانګونه هره خوا غوریږي
جرأت نشته په هیچا کې چې ورمخ شي
له ناکامه، کوچنی ډرون ورلېږل کیږي

درد نيولی قومندان چې ډرون ته ګوري
ورته وایي: ته لا څه یې؟ دلته څه کړې
ها اصلی بدي داران دې شي رامخکې
تښته! ځان به په پردي جنګ کې لمبه کړې

ډرون بُنګيږي ورته وایي زه جاسوس يم
رالېږلی یمه، ستا بدي دارانو
مګر ته راته شناخته غوندې معلوم شوې
راته ښکاري له ټولۍ د مسلمانو

زه هم تاسو نه پردی نه یم، خو های چې!
اوس مې واک د بل لاسو ته دی لوېدلی
زه د علم د حکمت وروستی مولود یم
زما زړی ستا اسلافو دی کرلی

زه د هغه علم جوړ یم، مؤسس چې ــ
ــ یې جابر بن حیان، ابن هیثم دی
خوارزمي، البيروني چې دی پاللی
د کِندي او ادريسي په نُسخو تم دی

د عربو د رېګزارو فارِسان چې
د نړۍ په لر او بر باندې خپاره شول
ورسره شوه هم په دين نړۍ روښانه
هم هر ځای د تمدن زړي راشنه شول

ها غازيان چې د طارق له ابنا تېر شول
اروپا ته ښکلی دين یې و راوړی
تمدن، ساینس او حکمت هم ورسره و
له علومو ډک خورجين یې و راوړی

د علومو څراغ بل شو اندلس کې
راز او رمز د طبيعت په لوڅېدو شو
د حکمت، د عناصرو علوم دود شول
یو عجيب نوی جهان په کشفېدو شو

لکه شرق چې د علومو خزانه وه
په ديني او دنيوي حساب رهبر و
د یورپ په منځنو تیاره پېړیو
اندلس نه په ختو د علم لمر و

ها نهال چې تاسو کېښود اندلس کې
درنه پاتې شو همالته، بيا مو هېر کړ
ها چې تاسو وې د زړه وينې ورکړې
دښمن خپل کړلو او لاس یې پرې راتېر کړ

غرب هماغو فارمولو ته وده ورکړه
ګاليله و، که جيمز واټ و، که نيوټن و
د طوسي، د زهراوي په پلونو تلل، خو
دغه وخت تاسو پرې ایښی دغه فن و

نن چې غرب په ټول جهان باندې خاني کړي
ستا له لاس لویدلې توره یې ده لاس کې
دا سورسترګی ما ته ډېر ښه رامعلوم دی
بې له دې يې نشه نشته په ګیلاس کې

قومندان لرګي ته لاس کړل ډرون ته وایي
ځغله! ته اوس دلته چا ته لارې ښایې؟
ورشه! مړ امت له خوبه رابيدار کړه
دلته څه کړې چې دردمنو ته لګيا یې

څه چې وايې واړه سم دي مګر واوره!
تنها توره هم کافي نه ده په جنګ کې
ايمان غواړي، عزم غواړي، احساس غواړي
توره بې عزمه ده اوسپنه په څنګ کې

د الوت لپاره دوه وزر په کار دي
هم ايمان او هم کمان به درسره وي
د دنيا کار د دنيا په تدبير کیږي
خو رڼا د پاک قرآن به درسره وي

حيف، چې نن چا په ايمان منګولې ایښي
ځينو ځينو یې کمان دی غورځولی
ځينو نورو په کمان ايمان راوړی
له سينو یې حق ايمان دی غورځولی

قومندان کرار کرار له جوشه لويږي
غږ يې ټيټ خو د زړګي دربی یې لوړ دی
اراده يې د صخرې غوندې پړکا، کا
که هر څو يې ځان په خاورو باندې خړ دی

قاري عبدالستار سعيد

د شاعرانو ادبي جونګړه

22 Oct, 01:11


غزل

تاسې يې حال واخلی داڅوک دی چي تنهاګرځې
زړه يې په لپو کې نيولی په ژړا ګرځې

دخپلي ورانې زندګی کيسه کې ندی درومې
نازکې پښي دژوند په ستني غوندې ملا ګرځې

بيرته راتګ ته به دي دامعنا په مخ وليکم
لکه تياره ښار ته چي بيا ځلي رڼا ګرځې

دومره هم مه تړی په چاپسې مؤمنو زړونه
شته خلک نه پاتيږې نن وې که صبا ګرځي

دهمسفرو زخمي ګوتو ته لاس مه وهه چې
ژوند دی روان دی په هر رنګ لکه دنيا ګرځي

زموږ دوصال کيسه لا هغسې پيچلې ايښې
زړه مې لا هغسې ددرد پرکربلا ګرځي

ته يې په حقه لار در وغواړه خالقه خدايه
درمل عرفان چي کله بيرته ستا په خوا ګرځي

درمل عرفان

د شاعرانو ادبي جونګړه

21 Oct, 14:16


ستړی یمه ستړی یم

بــس له انتظاره نور ستړی یمه ستړی یم
ای د مـینی یاره نور ستړی یمه ستړی یم

نـــــشــتـــه دی له ما څخه قرار ورک دی
چیرت یې قراره نور ستړی یمه سټری یم

تـــــا راســــــره کــــړی وعــــده مات کړه
نه راځې په لاره نور ستړی یمه ستړی یم

مــــا دی د یــــاري نه لاس اخیستی دی
پـرمیږده عداره نور ستړی یمه ستړی یم

تا نه زمـــــا زړه داســــې تـــور شـوی دی
نه دی ستا لپاره نور ستړی یمه ستړی یم

زړه مــــې پـــه ســینه کې درد نیوالی دی
ستادغم له واره نور ستړی یمه ستړی یم

مــــا مــنــهــــاج الله زهــیر هم پریښودو
نـه یمه بی کاره نور ستړی یمه ستړی یم

            منهاج الله زهیر

د شاعرانو ادبي جونګړه

20 Oct, 16:25


غمجنې ټپې

شهیده یاره هیرمي نه یی
دهرلمانځه پسي دوعا درته کومه

غم دي هرځای کي راسره دۍ
په نیمه شپه کي مي لَخوبه پاڅوینه

سترګي مي ستادلاروڅارکړي
زه دي په هجرلکه شمعه ویلي سومه

دمازدیګرنری شماله
زماترشهیدلالي مي یوسه سلامونه

زړه مي له غمه راته ساته
لکه طالب چي دوطن کوي ساتنه

جانانه دومره رایادیږې
چي نوم دي واورم غلی غلی وژاړمه

ډیرګیله من له شهادت یم
سړی تنهاکړي یارترحورو رسوینه

دسمال دي جیب کي راسره دی
شهیده یاره تامدام پري یادومه

دقبرسرته دي ولاړ یم
سردي راپورته کړه ترتاراغلی یمه

حجري ته راسم په ژړاسم
راته یادیږي دشهیدلالې وختونه

چي ته به کټ کټ په خنداسوي
مابدي واخسته په غلاڅوانځورونه

کتاب مي خلاس سو ته رانغلې
زه دي لااوس هم دراتلو په طمه یمه

دانقبلاب وزور ته ګوره
پرشازلمیو موجنډې ولاړي دینه

ومورته یودانه ځوي پاته
له ډیره نازه یه پرټنډه ښکوله وینه

آزادی مه مغروره کیږه
ستاپه ولورکي موورکړي دي سرونه

نه  مي هیریږې څنګه وړم
له ډیره درده په زړه ونیسم لاسونه

ستادڅادرتر حاشو ځارشم
طالب لالیه ځه په تا فخر کومه

غم دي لاځوان دی زه یی زوړ کړم
زه دي له غم سره وختونه تیره ومه

ماته دي ټوله ژوندون اورکړ
ستانصیب شوي دي دحورومجلسونه

زړه کي مي بلي لمبي تاوشي
چي راپه زړه شي ستا ټوټي ټوټي هډونه

دمهاجر دحجري یاره
رب دي نصیب کړه ښکلې ښکلې جنتونه

زمامهاجرشفاعت غواړه
ورځ دمحشرکي چي کوي شفاعتونه

مهاجرهروي

د شاعرانو ادبي جونګړه

20 Oct, 16:24


غزل

په ژوندکي مي پوره نشوې ارمانه !ځواني مرګه
پرنیمه لاردي پریښودم جانانه !ځواني مرګه

داهجردی که داداسرافیل دشپیلی غګ دۍ
قیامت دي راته جوړکړلو هجرانه !ځواني مرګه

له درده مي په ستوني کي ساه لنډه لنډه کیږې
خومړدي کړمه مړدي کړم خفګانه !ځواني مرګه

له وخته یه راکړي دوصال وعده خوداچې
دریږې نه اوس څنګه کړم بارانه !ځواني مرګه

دزړه له پرهرومي په څک څک ویني راڅاڅي
نوکله به درمل راوړې درمانه !ځواني نرګه

کَوَمه مهاجردرته زاری چي نوریی پریږده
قیصه یه نوره مه کوه ګومانه !ځواني مرګیه

مهاجرهروي

د شاعرانو ادبي جونګړه

20 Oct, 15:48


یو وخت و ښه اباد وې ما لیدلې به چناره
مرغۍ قطار قطار درته راتللې به چناره

ښه یاد مې دي چې دلته کله جنګ نه و راغلی
د امن په بادونو ځنګېدلې به چناره

ګودر کې به هم شور و ستا به وخت ورسره تیر و
د ځان سره مُسکی وې خندیدلې به چناره

سیلۍ سره چې کله به دې څانګې په مستۍ شوې
څه ښکلي ترنم کې غږیدلې به چناره

ستا سیوري ته به ناست چې دوه مئین چرته خفه شو
ته څومره مینه ناک وې ژړیدلې به چناره

اخ ګرانه ستا د ډیرو احسانونو په بدل کې
خفه به شوم چې کله سوځیدلې به چناره

هاشم به دخپل ژوند ستړې کیسې چې درته راؤړې
په څومره خاموشۍ تا اوریدلې به چناره
ـــــــــــــــــــــــ
هاشم سادات

د شاعرانو ادبي جونګړه

20 Oct, 13:55


یم راغلی دې تر دره ډیر عاصي یم
ګناهونو باندې بار یا الهې یم
ستا د رحم په طلب یم پاک سبحانه
عفوه غواړم په هر حکم دې راضي یم

درته نیسمه ستا روۍ وکړه بخښنه
خطاکار یم ګنهګار یمه څښتنه
کړه پرده مې ستا د خپل رحم لمنه
توبه باسم لایزاله پس له ننه
ته قادِر او مهربان خدای زه سوالې یم

خیال او فکر مې بندي ستا په اعمال کړه
هدایت دې راپېرزو د ستر کمال کړه
ستا رحمت سیوري کې پټ مې لایزال کړه
ښایسته مې زندګي ستا په جمال کړه
ستا وصال پسې لوګی او قربانې یم

کړه محبوب مې ستا په عشق کي چې بې حال شم
ستا په مینه کې چې تیر له سر او مال شم
دا سې مرګ را کړه چې بس یې کلیوال شم
د حبیب ﷺ په جنتو کې انډیوال شم
تېر له خپلې دې ځوانۍ او زندګې یم

انسُ جن دې ثناء وا یې پاک غفاره
ته مالک یې د هر څه پروردیګاره
یم راغلی تاته نه لرمه چاره
په ګرېوان مې اښکې درومې بې اختیاره
لپه لاس درته نیولی أیوبې یم

آیوبي الهام

د شاعرانو ادبي جونګړه

20 Oct, 12:50


غزل

په ژوندکي مي پوره نشوې ارمانه !ځواني مرګه
پرنیمه لاردي پریښودم جانانه !ځواني مرګه

داهجردی که داداسرافیل دشپیلی غګ دۍ
قیامت دي راته جوړکړلو هجرانه !ځواني مرګه

له درده مي په ستوني کي ساه لنډه لنډه کیږې
خومړدي کړمه مړدي کړم خفګانه !ځواني مرګه

له وخته یه راکړي دوصال وعده خوداچې
دریږې نه اوس څنګه کړم بارانه !ځواني مرګه

دزړه له پرهرومي په څک څک ویني راڅاڅي
نوکله به درمل راوړې درمانه !ځواني نرګه

کومه مهاجردرته زاری چي نوریی پریږده
قیصه یه نوره مه کوه ګومانه !ځواني مرګیه

مهاجرهروي

د شاعرانو ادبي جونګړه

20 Oct, 12:01


نعت شريف

له درستې نړۍ غوره قدردان رسول الله
جانان رسول الله
سید المرسلین دی زما ګران رسول الله
جانان رسول الله

ماته به یې تنده شي د ټول عمر جنت کې
اوبه چې پر کوثر کړي جنتیان رسول الله
جانان رسول الله

مسکا به یې په شونډو کې نرۍ ونڅیده
بلال چې به آذان کې کړ بیان رسول الله
جانان رسول الله

حالت د زنکدن کې د امت غم ورسره
له مور او پلاره ډیر و مهربان رسول الله
جانان رسول الله

ګلګون شو په سرو وینو په طائف کې ژړیده
احد کې و د خدای له دین قربان رسول الله
جانان رسول الله

جابر دې په امید د شفاعت دی مدني
د حشر او حساب پر لوی میدان رسول الله
جانان رسول الله

جابر

د شاعرانو ادبي جونګړه

20 Oct, 12:00


غزل

چي ستا دسترګو له طبيبه سوم پردی اوکنه
خدای!خبر جوړ به شي زما ناروغ زړګی اوکنه

څنګه دهغه ميني ګل نه زۀ پالنه وکړم
چي يې ترڅنګ وي راشین سوی ستر ازغی اوکنه

دغه سړي پر خپل وعده باندي وفا وکړله
دا ستا په مينه يې خپل ځان کړو سپېلنی اوکنه

څنګه به هغه قام يوبل ته دورور مينه ورکړي
چي يې په زړو کي نفرت پاته وي زلمی او کنه

ستاپه نشتون کي زۀ په ځان باندي ډاډه نه يمه
چي تر سبا به احساس پاتي سم ژوندی اوکنه

ابراهيم احساس

د شاعرانو ادبي جونګړه

20 Oct, 12:00


نعتیه غزل


څنګه به دې درشمه تر در دخدای حبییه
زړه مې له هجرانه دئ پرهر دخدای حبیبه

زه یې په ارمان یم په عجم کې محترمه
ستادچم دښکلي ماذیګر دخدای حبیبه

ستا دشفاعت مې دي ډیوې بلې ساتلي
ته مې شه شافع ورځ په محشر دخدای حبیبه

ستا څلور یاران داستا دسختو ورځو شپو مل وو
ګران صدیق عمر عثمان حیدردخدای حبیبه

ستا دغزاګانو ټول یادونه ډیر خواږه خواږه
بدر که اُحد وو که خبیر دخدای حبیبه

زړه مې دبیلتون په لمبو سوي دې جانانه
یمه له خوښیو مرور دخدای حبیبه

ستا امت کې شماریم بدرالدین ځلاند خوشحال یمه
ستا دلاس نصیب مې کړې کوثر دخدای حبیبه


بدرالدین ځلاند

د شاعرانو ادبي جونګړه

20 Oct, 07:02


کاش چې همغه وخت کوچنی   مړ وی
یـــــا لیـــونی وی   لیـــــونی    مړ وی

ما!! مسلمه  امت پــــــداسې حـــــالت
کاش!! لویه خــــدایه نه لیدی   مړ وی

اوس چې ژوندی یم د اقصی په ننګه
ټـــول په مرمـــو سوری سوری   مړ وی

که غـــیرتي وی د غـــزې خورجانې
ستا له فریاد قســـم په خدای   مړ وی

ځان دې غمــــخوار ګڼي  اقدام نکوي
غزې !!په ځـــای دې ګاونډی    مړ وی

زه چــې بربــــاد یم دا د ده له لاســـه
زما ګــــاونډ کې چې داسپی   مړ وی

کــاش متحد وی مســـلمان ملکونــــه
کاش! هر ورځ  یو  فرنګی    مړ وی

غمـــو به نــه خـــوړم حســان کوچیه
زه انقلاب کې ځای په ځای   مړ وی
حسان کوچی

د شاعرانو ادبي جونګړه

20 Oct, 06:12


په زړګي شومه بیمار اوازه راغله
شهید شوی دی سنوار اوازه راغله

مظلومیت مي د غزې زړګي ته راغلو
د ظالمو پـــــرې بمبار اوازه راغله

ربه نور يې له دي بد حالته خلاص کړه
تللــی بـــــل د ننــګ منار اوازه راغله

د غفلت خوبو په سر باندي اخیستي
ناست اُمة ورتـــه قرار اوازه راغله

یو غمجنه سلګکۍ مي خوله ته راغله
ای فاروقه چــــــي د یار اوازه راغله

سیف الفاروق رافع

د شاعرانو ادبي جونګړه

20 Oct, 05:32


ما زنګوي نری شمال د وطن
دی په زړه پورې استقلال د وطن

دا ګورګوتې څڼې پګړۍ د زلمو
طالب دی حسن او جمال د وطن

د مسلمه امت د سر سایه بان
خدایه ته وساته هلال د وطن

چي مستفید شي ترې نسلونه زمونږ
همداسې بل لرې مشال د وطن

دا سپین بیرغ چې پرې وزرې وهي
دی په څو چنده پرې جلال د وطن

ایوبي وکړه د الفت خبرې
اوس ختم شوی دی جنجال د وطن

م ایوبي

د شاعرانو ادبي جونګړه

20 Oct, 04:42


غزل

مینه اظهار که ماته وګوره سترګک ووهه
اې نازولې غمازان ټول په کوتک ووهه

په تورپېکي کي دي لونګ دی اوسنګاردي کړی
سترګي دي هم توري مامه وژنه عینک ووهه

راشه ترڅنګ کینه کوه خوږې کیسې دمیني
تبسم خانده رقیب زخم کي نمک ووهه

سترګي ردیف خندا قافیه اوستا خبري روي
زه به غزل غوندي تکرار وکړم ته پړک ووهه

که خزان یووړم د فراق غم ته تنها پاته شوې
په دیواله کي مي یادګار دا تصویر کلک ووهه

ستا دښایست لښکر جنګونه کوي زړونه وژني
عابد عُزیره قاتل حسن په ټوپک ووهه

عابد عُزیر

کندهار.   1403 -7- 17

د شاعرانو ادبي جونګړه

20 Oct, 04:18


د دوو زړو مجاهدینو مجلس......
بې مطلع غزل .....
س: یاره وایه کنه ژوند څنګه تیریږي ؟
ج: بس تیریږي ښه په سور ده انډیواله

س: نور زاړه ملګري چیرته دي نښکاري?
ج: دلګی تیت او لور په لور ده انډیواله

س: ته هغه ملګری ښایې چې زخمي وو ؟
ج: هغه فلج شو او په کور ده انډیواله

د مـــرمیو د تجار او هـــــا د تیلــــو
منــــې!! پاتې یـــې لا پور ده انډیواله

ستا تپوس رانه کـــــوي کله نــــا کله 
د جهـــاد د ورځـــــو مور ده انډیواله

س :ته د بر کلي شهید ماشومان ښایې ؟
ج :دوه خورګانې او یو ورور ده انډیواله 

س :د بګرام د ځنځیرونو به وي نښه ؟
دا مړوند دې چې تک تور ده انډیواله

س: ها زمونږ د کلي بد سړی دې پیژاند?
اوس هغه سره ام   ایم فور د انډیواله

ځه دکلي په چوپتیا کې بیرته ورک شو
پدې شار کې څومره شور د انډیواله

س: اوس شعرونه بیخي کم لیکې کوچیه?
ج: اوس اوبه مې د زړه زور ده انډیواله 

حسان کوچی

د شاعرانو ادبي جونګړه

19 Oct, 12:37


مهار کړه لېونۍ مینه هوښیارې زمانې
د ننګ په پاڼو پاتې شوې د وینو نذرانې

څه ځلند غمی ولوېدۀ له غاړې د اقصی
د ټولې اسلامي نړۍ شو زړۀ دانې دانې

د مرګ په پولو ګام اخلي په هیله د کوثر
په سرو لمبو ګډېږي د تنځارو پروانې

د وخت مصلحتونه به یو یو رانه ماتېږي
مونږ کله صبرېدای شو د امت له یارانې

د خپل باور لاسونه مې پخپلو وینو سرۀ دي
پرېمانه شوې مالت کې د بې لوظو بهانې

د مینې سوز مې واخله د ایمان له سویو ساندو
د زړۀ بې غږه غږه! بې جرسه ترانې

رضوانه! په دنیا کې خواخوږي او مینه شته لا
شهید قدس ته وژړل کابل او فرغانې

منتظر رضوان

1,727

subscribers

70

photos

1

videos