مهربانه پلار او ناروغه ماشوم
د ریل ګاډي د سفر پر وخت یو لس کلن ماشوم په ناڅاپي توګه چېغې کړې«
پلاره! ونو ته وګوره، هلته وګوره؛ شاته روانې دي…»
پلار یې د زوی په دې خبرو مسکی شو. د هو! زویه،
هو! یې ورته وویل او په سر یې لاس ورتېر کړ.
نورو ناستو خلکو هم د مهربانۍ په دود ماشوم ته ولیدل. هلک بیا چېغې کړې«پلاره! اسمان ته وګوره، وریځې هغسې منډې وهي. ډیرې په چټکۍ…»
پلار یې بیا وخندل. ویې ویل«هو زویه!». په سفر روان د ناستو خلکو له منځه یې یو راپورته شو. د ماشوم پلار ته یې په ترخه ژبه وویل:«
زوی دې رواني ناروغ دی. هغه کوم ډاکتر ته بوځه چې په داسې چېغو نورو ته مزاحمت نه کوي».
د هلک پلار په ډیر عاجزانه توګه وویل:«وروره!
مونږ همدا اوس له روغتون راغلو. زوی مې له پیدا کېدو وروسته د سترګو ستوتزه لرله او نظر یې سم نه و.
نن یې لومړنۍ ورځ ده چې سترګو یې د لیدلو ځواک پیدا کړی، او نظر یې سم شوی.
هغه خوشاله دی او هېڅ نه پوهیږي».
هدف دا چې هر څوک د ژوند یو داستان لري.
وړاندې له دې چې د یو چا په اړه بشپړه معلومات ونه لرئ، په اړه یې ژر قضاوت مه کوئ؛
شاید د هغوی ژوند تر شاه داسې کیسه پرته وي چې په اورېدو یې حیران شئ او ته له خپله ځانه خجالت شی چی څه بد مې وکړل چی دا قضاوت مې کاوه .
#ژباړه