يرموك خپرندويه اداره

@hozaifa313


https://t.me/hozaifa313

يرموك خپرندويه اداره

21 Oct, 14:52


حضرت مالک بن دینار ؒ فرمایي: کله چې بنده علم د عمل لپاره حاصل کړي، نو دا علم یې زړه نرموي او متواضع یې کوي. او کله چې بنده علم د بل مقصود لپاره ترلاسه کړي، نو دا علم یې په غرور کې اخته کوي.

"إذا طلب العبد العلم ليعمل به كسره، وإذا طلبه لغير العمل زاده فخراً."
(رواه الخطيب في اقتصاء العلم العمل: 33)

دا وینا موږ ته د علم او نیت په اهمیت ټینګار کوي، چې هدف مو باید د الله تعالیٰ رضا او د هغه دین عملي کول وي، نه د دنیاوي فخر او ځان ښودنې لپاره ...

يرموك خپرندويه اداره

18 Oct, 15:29


شهيد سهار

د مسلمه امت محسن او لوی سالار شهيد دی
د دين زمری، د غيرت غر، يحيی سينوار شهيد دی

لسيزې وشوې پر ميدان لکه زمری جنګېدۀ
د وخت خالد دی، که طارق دی، که ضرار شهيد دی

څه جنتي رنګ يې خپل کړی دی معصومې څهرې
لکه ګلاب په خپلو وينو شو سينګار شهيد دی

اخ په فراق يې فلسطين يتيم يتيم ښکارېږي
د حق سنګر، د حق منبر، د حق منار شهيد دی

له اسارت، تر قيادت، تر شهادته پورې
ثابت قدم و او د حق پر سپينه لار شهيد دی

په هسکه غاړه، جګې سترګې خدای ته ورغی ګران
ستړی ستومان، ټپی ټپي، پرهار پرهار شهيد دی

څه د غم شپه وه (فيصاني) په مؤمنانو باندې
هر خوا تياره ښکاري د مينې سپين سهار شهيد دی

تقبله الله تعالی

ليکوال : م رضوان الله فيضاني
۱۴۴۶/۴/۱۵ هـ ق

يرموك خپرندويه اداره

17 Oct, 10:09


د اسلام د دوه لويو امامانو قبرونه:

دا ځای د تهران په جنوب طرف کي د (رَیْ) په نامه يو ښار کې موقعیت لري چې دلته د اسلام د دوه لویو امامانو يو ځایي قبرونه دي:

۱- امام محمد بن الحسن الشیباني چي د حنفي فقهي لوی امام او د امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله شاګرد و.

۲- امام ابو الحسن الکسائي چي د کوفې
د نحو او د قُراء سبعه ؤ اووم امام و.

دوی دواړه په یوه ورځ د ۱۸۹ هـ ق کال په ورځ وفات شول؛ هارون الرشید رحمه الله یې په مړینه ډېر زیات غمجن شو او ویې ویل:
ما په (رَی) ښار کې فقه او نحوه دواړه خاورو ته وسپارل. رحمهم الله تعالی.

#منقول

https://www.youtube.com/@FaizaniAshna

يرموك خپرندويه اداره

10 Aug, 17:18


د خلکو له نیوکو سره د معاویه چلند

   د جمعې په خطبه کې معاویة بن ابي سفیان رضي الله عنه خلکو ته وویل: بیت المال زموږ دی، غنیمتونه زموږ دی، چا ته مو چې خوښه شي ورکوو به یې، که مو خوښه نه شوه نه یې ورکوو. نو خلکو هیڅ هم ورته ونه ویل. بله جمعه کې یې هم همدا خبره وکړه او هیچا څه ورته ونه ویل. په دریمه جمعه یې هم همدا خبره وکړه! نو جومات کې د ناستو خلکو له جملې یو ورته پورته شو او ورته ویې ویل:

    هیڅکله داسې نه ده! بیت المال زموږ ده او غنیمتونه هم زموږ دي! څوک چې زموږ او زموږ د بیت المال تر منځ خنډ ګرځي؛ په تورو به فیصله ورسره کوو! کله چې لمونځ وشو، معاویة امر وکړ چې هغه سړی راولئ، سړی یې وروست او له ځان سره یې کېنوه! بیا یې امر وکړ چې خلک دې دلته راشي، خلک چې ورغلل معاویة ورته وویل:

   اې خلکو! ما چې په اوله ورځ خبرې وکړې هیچا هم ځواب رانه کړ! دویمه جمعه کې هم چا ځواب رانه کړ، خو په دې دریمه جمعه کې دې سړي له هلاکته وژغولم، الله دې دی وساتي.

معاویة رضي الله عنه زیاته کړه:
ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه اوریدلي هغه فرمایل: داسې خلک به راشي چې خبرې به کوي، هیڅوک به څه نه ورته وایي، دوی به د بیزوګیانو په رقم جهنم ته لوېږي! نو زه وویریدلم چې له دې خلکو ونه ګرځم! (ځکه خبرې مې کولې چا ځواب نه راکوه) خو دې سړي چې ځواب راکړ؛ زه یې له هلاکته وژغورلم، الله دې دی له هلاکته وژغوري. اوس نو امید لرم چې الله به مې د هغو خلکو له جملې نه، ګرځوي. قال الهيثمي في مجمع الزوائد: رواه الطبراني في الكبير والأوسط وأبو يعلى، ورجاله ثقات.

يرموك خپرندويه اداره

09 Aug, 17:14


د اشبیلیة د تُندخویه قاضي کیسه

   د اندلس اشبیلیة کې یو ډېر سخت او تندخویه قاضي و، خپل دفتر ته به چې راغی د هغه د سختي له امله به د ناستو  خلکو که خوښه وه یا نه، ټول به ورته پاڅیدل، مګر د ابومحمد بن جمهور (592هـ) رحمه الله په نوم یو عالم به نه ورته پاڅیدی! خلک به ټول پاڅیدل مګر دی به پر خپل ځای ناست و، ان ښوریدی به هم نه! یوه ورځ قاضي په ډېر قهر او سختي سره ورته وویل: دلته ناست ټول خلک زما په راتګ ولاړیږي، ته ولې نه ولاړیږې؟!

    ابن جمهور په زغرده ورته وویل: له کله نه چې زه پوهیدلی یم تا ته د خلکو ولاړیدا خوند درکوي او له خلکو د ولاړیدا غوښتنه کوې، نو له دې کاره دې کرکه او نفرت کوم او له امله یې ستا نه هم نفرت کوم! ځکه حدیث کې راغلي: رسول الله ﷺ فرمایي: څوک چې مینه لري خلک ورته ولاړ شي؛ هغه دې جهنم کې پخپله ځان ته ځای جوړ کړي. من أحب أن یتمثل له الناس قیاماً فلیتبوّأ مقعده من النار. رواه أحمد وابو داود

    ابن جمهور زیاته کړه: که زما په شاهدي پورې د مسلمانانو حقوق نه وی تړلي؛ قسم دی که مې پل هم راخیستی وی، ځکه ستا لیدل خوند نه راکوي. راوي زیاتوي دې تُندخویه قاضي ته د ابن جمهور دې خبرو خلکو ته سخت خوند ورکړ او ټول اندلس کې به خلکو خوله په خوله ګرځولې، ان چې تر موږ راورسیدلې. صلة الصلة لابن الزبیر الغرناطي (708هـ)، د الکناشة البیروتیه 73 په حواله.

   
      په دې کرښو کې د هر دا ډول قاضي او بل هر دا رقم تُندخویه چارواکي لپاره د پند لوی درسونه او عبرتونه پراته دي، په دې هیله چې پند ورنه واخلي. باید ووایم چې یواځې پاڅیدل نه، بلکې عامو خلکو سره هر ډول سخت او متکبرانه چلند په دې کتار کې راځي.

يرموك خپرندويه اداره

30 Jul, 09:53


‏رسول الله ﷺ فرمایلي:
هغه کس ته به الله ﷻ د قیامت په ورځ د خپل رحمت په سيوري کې ځای ورکړي چې په ځوانۍ کې يې د الله ﷻ عبادت کړی وي•

(رواه البخاري)

اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ، وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ.

يرموك خپرندويه اداره

28 Jul, 04:09


عبدالله ابن عمر رضی الله تعالی عنه او يو غلام

یوه ورځ عبدالله بن عمر (رضي الله تعالی عنه) پر لار روان و ګوري چې یو غلام ناست دی او غلام ته نيږدې یو سپی هم پروت دی، غلام د خورما سره مړۍ خولې ته کړه بېرته یې راوویستله او سپي ته یې وروغورځوله.
عبدالله ابن عمر (رضی الله تعالی عنه) ورته وویل دا سپی ستا دی؟
غلام ځواب ورکړ چې نه زما نه دی.
عبدالله ابن عمر (رضی الله تعالی عنه) ورته وویل نو بیا دې ولې له خپلې خولې څخه مړۍ راووېستله او سپي ته دې ورکړه؟
غلام ځواب ورکړ چې د سپي له غبرګو سترګو څخه حیا راته دریږي چې زه یې خورم او سپی راته ګوري.
عبدالله ابن عمر (رضی الله تعالی عنه) ورته وویل چې ته ازاد يې.
غلام ورته وویل چې زه د بني غاضرة غلام یم، عبدالله ابن عمر (رضی الله تعالی عنه) هغوی ته ورغی او پوښتنه یې ترېنه وکړه چې دا غلام د چا دی؟
د غلام خاوند ورته وویل چې دا زما دی.
عبد الله ابن عمر (رضی الله تعالی عنه) ورته وویل چې دا پر ما خرڅ کړه!
هغه ورته وویل چې بس ستا شو.
عبد الله ابن عمر (رضی الله تعالی عنه) ځواب ورکړ چې نه په خدای مې دې قسم وي چې یا به یې پیسې اخلې او یا به غلام بیرته ستا کیږي.
بیا ېې غلام په پیسو واخیست او ویې ویل چې تاسې شاهدان ګرځوم چې دی د الله ﷻ د رضا لپاره ازادوم.

عبد الله ابن عمر (رضی الله تعالی عنه) غلام ته ورغی او زیری یې ورکړ چې مبارک شه الله ﷻ ازادي درنصیب کړه او دا باغچه هم ستا په ملکیت کې شوه!
حبشي غلام ډیر خوشحاله شو او ویې ویل چې بس نو د دې باغچې ټوله میوه د مدینې منورې د فقیرانو لپاره خیرات ګرځووم.
عبدالله ابن عمر (رضی الله تعالی عنه) ډیر حیران شو او غلام ته یې وویل چې درته حیران یم، ټوله باغچه دې خیرات کړه، سره له دې چې ته پخپله هم فقیر او ورته محتاج یې.
غلام په ډیر قوي ایمان سره ځواب ورکړ چې له الله ﷻ څخه شرمیږم چې هغه پر ما سخا کوي او زه بیا په هغه کې بخل کوم.

يرموك خپرندويه اداره

27 Jul, 09:20


د امام ابن الجوزي اغېزمنه کیسه

امام أبو الفرج عبد الرحمن بن الجوزي (510هـ/ 597 هـ) رحمه الله مشهور فقيه، محدث او مؤرخ و، دی لکه څومره چې ښه عالم او ښه مصنف و همدومره ژبور خطیب او واعظ و. یوه ورځ د بغداد ګڼ شمیر غلامان ورته راغلل او ورته ویې ویل: موږ د بادارانو له کارونو او خدمتونو سخت په تنګ شوي یو، که په دې جمعه کې د غلامانو د ازادولو په ثواب خطبه ووایې، دا به دې زموږ سره لویه مرسته وي، ده ورته وویل: سمه ده.

جمعه چې راغله امام په بله موضوع خبرې وکړې، غلامانو وویل شاید له یاده یې وتلې وي، خیر بله جمعه به یې وکړي، بله جمعه هم امام ابن الجوزي د غلامانو ازادولو په موضوع خبرې ونه کړې، غلامان ډېر خپه شول او یو ځل بیا ورغلل، خپله هیله یې ورته تکرار کړه او ویې پوښته چې زموږ په غوښتنه مو ولې خبرې ونه کړې؟! ده ورته وویل: دا څو شپې زه د پیسو په جمعه کولو بوخت یم، څو د یوه غلام د بیې پیسې برابري کړم، غلام واخلم او بیا یې ازاد کړم، او له هغه وروسته به خلکو ته د غلامانو ازادولو په موضوع خبرې کوم، ځکه ما چې کوم د خیر کار پخپله نه وي کړی هغه ته د خلکو له هڅولو نه کرکه لرم! بله جمعه یې چې خپله غلام ازاد کړی و خلکو ته یې د غلام ازادولو په موضوع بلیغ او مؤثر وعظ وکړ او خلکو په سلهاوو غلامان ازاد کړل.

پایله: په علم د عمل همدا غوښتنه ده.

يرموك خپرندويه اداره

25 Jul, 18:10


غلو ته دعا !

    معاش یې واخیست او کور ته روان شو، له خلکو ډک بس ته وخوت، هلته یې غلۀ جیب وواهۀ، خو دی خبر هم نه و، د بس کلینر له سپرلیو پیسې ټولولې، چې ده ته راورسید او ده جیب ته لاس کړ؛ لاس یې تش ولاړ او جیب یې لوټل شوی و! کلینر کرایه ورنه وغوښتله، خو د ده مخ له شرمه سور او ژبه یې ونښتله! کلینر په ریشخند ورته وویل: څومره دروند سړی ښکارې! خو جیب کې دې د بس کرایه نشته؟!

   هماغه غل چې د ده جیب یې وهلی و؛ هماغلته ولاړ و، د کلینر خبرو یې غیرت! وپاروه او ورته ویې ویل: د استاد کرایه زه درکوم! دروند استاد موسکی شو، غلۀ ته یې وویل: "الله دې برکتي کړه ښاغلیه! او ستا په څېر ځوانان دې الله زیات کړي (!)"، هلته ولاړو نورو سپرلیو هم د غلۀ ستاینه پیل کړه او کټمټ د استاد دعا یې تکرار کړه!

   ګومان کیږي د غلو په اړه دا ډول دعاګانې کېدلې او قبلیدلې! ان تر دې چې اوس هر ځای غلۀ ګرځي ډلې ډلې! فعلاً ځینې غلۀ زموږ نه غلاوې کوي؛ موږ یې مننه کوو او دعاګانې هم ورته کوو!