جالبه معلوماتي ټولګه

@gaalebatoolghh


دنړی له ګوډ ګوډ نه هراړخيز جالب اوپه زړه پوري ليکني اونشرات له همدي ادرس نه تعقيبولای شی
تبادلی لپاره دلته میسج کولایی سی
@sBb313

@Oziar

@Gaalebatoolghh

جالبه معلوماتي ټولګه

18 Oct, 08:25


د جمعه مبارکه ورځ ده لیږ وخت وروسته به لمونځونه کیږي، نو هیله کړو چې د امت مجاهدین،شهیدان، علماء، یتمان، کونډې، فقران، قرضداره، مریضان او محتاجین په نیکو دعاګانو کې مه هیروئ.

خصوصې دعاګانې د غزې مظلمانو ته کوي.

الله تعالیﷻ دی ستاسو ټولو شرعي حجتونه پوره کړه

جالبه معلوماتي ټولګه

17 Oct, 17:42


زمونږ ځینې مــبـارزین د شهرت ترلاسه کولو لپاره د امت منارونه نړوي او د اقـصی دافعین شـهیـدانوي.
😥
حـماس چپ دی، خو دی د هغوی ترجماني کوي.

جالبه معلوماتي ټولګه

16 Oct, 14:14


د دښمن د راتګ انتظار مه کوه، بلکي دښمن ته د ورتګ انتظار کوه.!

جالبه معلوماتي ټولګه

16 Oct, 14:14


د ماشومان چلند او تربیت په تاسو پوري اړه لري، د هغوی دوست او دښمن ورپيژندل په تاسو پوري اړه لري، هغوی د غربي فکر څخه راګرځول ستاسو دنده ده.!!!

جالبه معلوماتي ټولګه

11 Oct, 16:24


د وچو شيدو يو شيطاني شرکت Nestle's Darkest Secret

په افغانستان کې د سته اقتصادي ناخوالو تر څنګ زموږ په ټولنه کې داسي اضافي مصرفونه سته چې هم په اقتصادي ډول خورا زیان رسوونکې دي او هم موږ ورته مجبوره کړل سوي یو تر څو همدا اضافي مصارف پوره کړو.
د دې اضافی مصارفو د جملې څخه یو هم د ماشومانو شودې او چوټې دی. ماشومان په دومره زیاته اندازه وچو شودو ته اړتیا نه لري ځکه چې د مور شودې د هر ماشوم دپاره کافي دي، خو دا چې ولې اوسني ماشومان د خوړو له لحاظه پر وچو شودو متکي دي دا د یوه ستر شیطاني پلان یوه برخه ده چې په دې پلانو نو کې د اعلاناتو او موسیسو پراخ لاس دی. دا چې حقیقت څه دی نور معلومات په انځوریزه کې راسره وګورئ.

جالبه معلوماتي ټولګه

11 Oct, 12:01


د نړۍ تر ټولو لوی قرآن شریف چې ۲.۲۸ متره اوږدوالی او ۱.۵۵ متره سور لري د افغانستان په پلازمېنه کابل کې موقعیت لري.

دغه قران کريم چې يو نيم ميليون ډالره لګښت پرې راغلی، ۲۱۸ مخونه لري، ۵۰۰ کيلوګرامه وزن لري او له ورقو او ټوکر څخه جوړ دی.
د دې قرآن کریم پوښ د وزې له پوستکي څخه جوړ شوی او په ابدي شکلونو سینګار شوی دی.
خطاط محمد صابر یعقوتي له خپلو شاګردانو سره په ۲۰۰۴ کال کې د دې قرآن خطاطۍ پیل وکړ او د ۲۰۰۹ کال په سپټمبر کې یې د قرآن کریم ۳۰ برخې ختمې کړې.

جالبه معلوماتي ټولګه

08 Oct, 10:38


اغلۍ د خپل عزت ملونه دي د شوخ آس د ملونو په شان د هرچا لاسته مه سپاره.!

جالبه معلوماتي ټولګه

08 Oct, 10:36


ځان مسلمان ګڼل او اسلامي قانون نه غوښتل، په ښکاره ډول د غرب غلامي کول دي.

جالبه معلوماتي ټولګه

07 Oct, 03:57


د اکتوبر ۷مه: د اشغال پیل او د مقاومت زرینه پاڼه!

ليکنه: ناصر ناياب

د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۷مه نېټه، هغه ورځ چې د ظلم او وحشت سمبول امریکا پر افغانستان وحشیانه یرغل وکړ او یو اسلامي شرعي نظام یې ړنګ کړ.

دا یرغل یوازې د افغانستان پر ځمکه نه و، بلکې د افغانانو پر دین، کلتور، او ملي هویت یو ناتار و، چې شل کلونه یې دوام وکړ.

امریکا د خپلو بي ۵۲ بم غورځونکو الوتکو په واسطه د افغانستان هر کونج او څنډې ته د مرګ او ویجاړۍ اور واچاوه.

کلیوالې سیمې، ښاري ودانۍ، ودونه، جوماتونه، ښوونځي او حتی شفاخانې یې د خپلو ظالمانه بمبارونو قرباني کړل، او هر څوک چې یې مخې ته راغلل، يا يې شهیدان او یا یې هم بې‌ ګناه په زندانونو کې واچول.

په دې شلو کلونو کې د بشر حقونو نړيوالو سازمانونو او غربي رسنیو د افغانستان پر دې وحشت سترګې پټې کړې وې.

د دې پر ځای چې د امریکایي ظلمونو او د دوی له لوري د ترسره شويو جنایتونو څيړنه او پوښتنه وکړي، د پردې تر شا په دې هڅو بوخت ول چې څه ډول پدې جنايتونو پرده واچوي.

هغه خونړي او وژونکي وسایل چې باید هېڅکله نه وای کارول شوي، دلته په افغانستان کې وازمویل شول، او بې ګناه خلک يې خوراک وګرځيدل.

خو سره له دې ټولو ستونزو او مشکلاتو، افغان مجاهدینو د خپل دین، وطن، او ملي وقار د ساتنې لپاره د خپلو سرو وینو قرباني ورکړه.

هغه سپېڅلي او مخلص مجاهدین چې د اشغال پر وړاندې یې ټینګه مبارزه وکړه، ډيری یې شهیدان او يا یې د اشغالګرو په ظالمانه زندانونو کې سختې شکنجې وګاللې.

مګر د دوی د عقیدې، ایمان او باور په کيفيت کې کمی رانه غی، بلکې لا هم په خپل مسير ثابت قدم پاتې شول.

دوی د الله تعالی په مرسته او د اسلامي نظام په دفاع کې خپل ټینګ عزم هماغسې ټينګ وساته او هیڅکله یې له خپلې مقدسې مبارزې لاس وانه خیست.

بالاخره، شل کاله وروسته په ۲۰۲۱ کال کې، هغه امریکایي ځواکونه چې د خپل ځان په فخر او غرور سره راغلي وو، د نړۍ پر وړاندې په ډېر ذلت او شرمندګۍ سره له افغانستانه وویستل شول.

د دې مبارکې خاورې مجاهد ولس خپلواکي ترلاسه کړه او یو ځل بیا یې اسلامي نظام اقامه کړ. دا بریا، چې د شلو کالو سختیو، قربانیو، او سرښندنو نتیجه وه، افغانانو ته د یو نوي ژوند او سوکالۍ پیغام شو.

اوس مهال، دا زموږ دنده او مکلفيت دی چې د دې تاریخ زرینې پاڼې خپل راتلونکي نسل ته په امانتي ډول ورسوو، ترڅو دوی له دې مبارزو او سرښندنو څخه خبر شي.

د امریکایي اشغالګرو ظلم او د افغانانو مقاومتي جهاد زموږ د تاریخ یو ویاړلی باب دی چې راتلونکي نسلونه به پرې ویاړي.

د اکتوبر ۷مې ثابته کړه چې ظلم که هر څومره اوږد وي، پای یې ناکامي ده، او هغه کسان چې د حق او عدالت لپاره وسله پورته کوي، په نهایت کې به بریالي کیږي.

والسلام!

جالبه معلوماتي ټولګه

27 Sep, 15:40


عصاب په څه شي کمزوري کیږي؟

د انسان په وجود کې اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولې چارې او فعالیتونه د همدغې ناحیې څخه کنټرولېږي.

لاندې ځینې مهم ټکي دي چې په پام کې نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کې مرسته کوي .

۱:- هغه خلک چې د سهار چای نه څښي په بدن کې یې د شکرې اندازه راښکته کېږي، په نتیجه کې یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوري کېږي.

۲:- زیاته ډوډۍ خوړل:

هغه کسان چې زیاته ډوډۍ خوري د هغوی دماغي قوت ضعیفه کېږي.

۳:- د سګرټ څکول:

د سګرټ او نورو نشه يې موادو استعمال دماغي قوت راکموي او د الزایمر یا هېرېدو ناروغي پیدا کوي.

۴:- د بورې څخه زیاته استفاده:

د بورې زیاته استفاده د پروتینو او نورو خوراکي موادو د استفادې مخنیوی کوي او په نتیجه کې یې دماغي رشد سوکه کېږي.

۵:- ککړه هوا:

د انسان دماغ په وجود کې تر ټولو زیات اکسېجن مصرفوي او ککړه هوا د دې سبب کېږي چې دماغ په کافي اندازه اکسېجن تر لاسه نه کړي، په همدغه دلیل د دماغ مؤثرتیا راکمېږي.

۶:- د خوب څخه محرومتیا او د خوب کموالی:

خوب دماغ ته اجازه ورکوي چې استراحت وکړي او د اوږدې مودې له پاره د خوب نه کول، د دې سبب کېږي چې د دماغ حجرې مړې شي.

۷:- د خوب پرمهال د سرپټول:

کله چي د استراحت پرمهال د انسان سر پټ وي؛ نو په دماغ کې د اکسېجن کچه راښکته کېږي او د کاربن دای اکساید کچه لوړېږي چې پر دماغ سخت تاثیرات غورځوي.

۷:- د ناروغۍ پرمهال د دماغ څخه کار اخیستل:

د ناروغۍ پرمهال د دماغ څخه کار اخیستل یعنې مطالعه کول او پر دماغ باندې فشار راوړل، د دماغ په مؤثروالي کې کموالی راولي.

۹:- د هڅوونکو فکرونو نشتوالی:

انسان تل باید هڅوونکي فکرونه په ذهن کې ولري، تر څو ذهن تربیه کړي، د دغو هڅوونکو فکرونو د نشتوالي په صورت کې ذهن کمزوری کېږي.

۱۱:- لږ خبري کول:

ادبي او علمي محاورې د ذهن په انکشاف کې مرسته کوي؛ نو له بېځایه خبرو ډډه وکړئ او له ښو او علمي شخصیتونو سره ناسته وکړئ.

جالبه معلوماتي ټولګه

26 Sep, 16:03


اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ
اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ 

جالبه معلوماتي ټولګه

25 Sep, 06:19


وخت ډېر ارزښت لري خومتأسفانه چي په اوسني عصرکي دډېرو خلګو وخت انټرنيټ داسي سوځي لکه کاغذ چي اورته ونیسې.

جالبه معلوماتي ټولګه

25 Sep, 01:37


که غواړئ دښمن لار او مقصد اوپیژنی، نو لومړی باید د هغه تاریخ ژور مطالعه کړئ، د هغه فکري میلان معلوم کړئ، د هغه فرهنګ مطالعه کړئ چي سرچینه یې له کومه ځایه ده.!!!

جالبه معلوماتي ټولګه

23 Sep, 02:33


عقیدي مو پياوړي او وداني وساتی ځکه په کمزورو او ضعیفو عقیدو باندي میدان نه ګټل کیږي.!

جالبه معلوماتي ټولګه

22 Sep, 03:35


السلام علیکم.
ګرانو ملګرو ده ټویټر اکونټ ته ضرورت لرو
په تاسو کي یو ملګري ده ټویټر بلابود اکونټ که لري موژ ته یې راکړي ستاسو به ثواب سي

4,102

subscribers

6,149

photos

200

videos