د ایګزیټ ازموینې لپاره د طب پوهنځیو فارغانو نوم لیکنه
د طبي برخې (معالجوي او ستوماتولوژي) څانګو ټولو هغو فارغانو ته چې په ۱۳۹۷ کال او له هغه وروسته فارغ شوي دي، خبر ورکول کیږي چې د ایکزیټ ازموینې لپاره نوم لیکنه وکړي!
د نوم لیکنې شرایط:
• هغه ډاکټر صاحبان نوم لیکنه کولی شي چې ستاژ دوره یې بشپړه کړې وي او د فراغت اسناد یې لوړو زده کړو وزارت ته رسېدلي وي.
• نوم لیکنه د الکترونیکي پېژندپاڼې پرته نه ترسره کیږي.
• ثبت شوي معلومات به د ازموینو ملي ادارې له لورې د تصدیق لپاره لوړو زده کړو وزارت ته استول کیږي.
• هغه کسان چې معلومات یې درست نه وي او یا فراغت یې د لوړو زده کړو وزارت له لورې تصدیق نه شي؛ ازموینه نه شي ورکولی.
• هر داوطلب باید نوم لیکنه پر خپل برېښنالیک ترسره کړي چې وروسته به د همغه برېښنالیک له لارې داوطلب سره اړیکه نیول کیږي.
• په فورم کې یو قطعه انځور(۳×۴) په سپین بګراونډ سره اپلوډ کول، د انځور سایز باید 1MB زیات نه وي.
• د ازموینې حق الشمول (۵۰۰) افغانۍ دی چې د بایومتریک معلوماتو ثبت پر مهال اخیستل کیږي.
د ازموینې منابع چې پخوا د طبي شورا له لورې مشخص شوې وې، او د ازموینې د نوملیکنې فورم، په لینک کې شتون لري.
د نوم لیکنې وروستۍ نېټه: ۱۴۰۳ عقرب/لړم ۳ مه، وروسته له ټاکلې نېټې په هیڅ ډول نوم لیکنه نه کیږي.
https://nexa.gov.af/ps/exitexam