په فتح الباري کې ابن حجر رحمه الله فرمايي:
وَكَانَ بن عُمَرَ يَرَاهُمْ شِرَارَ خَلْقِ اللَّهِ إِلَخْ.
ژباړه: ابن عمر رضي الله تعالی عنه به دوی په ټول مخلوق کې تر ټولو بد خلګ ګڼل؛ ځکه د کافرانو متعلقه آیاتونه یې په مسلمانانو چسپول.
وَصَلَهُ الطَّبَرِيُّ فِي مُسْنَدِ عَلِيٍّ مِنْ تَهْذِيبِ الْآثَارِ مِنْ طَرِيقِ بُكَيْرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ الْأَشَجِّ أَنَّهُ سَأَلَ نَافِعًا كَيْفَ كَانَ رَأْيُ بن عُمَرَ فِي الْحَرُورِيَّةِ قَالَ كَانَ يَرَاهُمْ شِرَارَ خَلْقِ اللَّهِ انْطَلَقُوا إِلَى آيَاتِ الْكُفَّارِ فَجَعَلُوهَا فِي الْمُؤْمِنِينَ قُلْتُ وَسَنَدُهُ صَحِيحٌ وَقَدْ ثَبَتَ فِي الْحَدِيثِ الصَّحِيحِ الْمَرْفُوعِ عِنْدَ مُسْلِمٍ مِنْ حَدِيثِ أَبِي ذَرٍّ فِي وَصْفِ الْخَوَارِجِ هُمْ شِرَارُ الْخَلْقِ وَالْخَلِيقَةِ.
(خوارج په انسانانو او حیواناتو کې د ټولو نه بد تر دي).
وَعِنْدَ أَحْمَدَ بِسَنَدٍ جَيِّدٍ عَنْ أَنَسٍ مَرْفُوعًا مِثْلَهُ وَعِنْدَ الْبَزَّارِ مِنْ طَرِيقِ الشَّعْبِيِّ عَنْ مَسْرُوقٍ عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ ذِكْرُ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الْخَوَارِجَ فَقَالَ هُمْ شِرَارُ أُمَّتِي يَقْتُلُهُمْ خِيَارُ أُمَّتِي.
(خوارج زما په امت کې شریره طبقه ده او زما د امت غوره طبقه به يې وژني).
وَسَنَدُهُ حَسَنٌ وَعِنْدَ الطَّبَرَانِيِّ مِنْ هَذَا الْوَجْهِ مَرْفُوعًا هُمْ شَرُّ الْخَلْقِ وَالْخَلِيقَةِ يَقْتُلُهُمْ خَيْرُ الْخَلْقِ وَالْخَلِيقَةِ وَفِي حَدِيثِ أَبِي سَعِيدٍ عِنْدَ أَحْمَدَ هُمْ شَرُّ الْبَرِيَّةِ وَفِي رِوَايَةِ عُبَيْدِ اللَّهِ بْنِ أَبِي رَافِعٍ عَنْ عَلِيٍّ عِنْدَ مُسْلِمٍ مِنْ أَبْغَضِ خَلْقِ اللَّهِ إِلَيْهِ.
( د الله په خپل مخلوق کې تر ټولو زیات د الله بدي اېسي). وَفِي حَدِيثِ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ خَبَّابٍ يَعْنِي عَنْ أَبِيهِ عِنْدَ الطَّبَرَانِيِّ شَرُّ قَتْلَى أَظَلَّتْهُمُ السَّمَاءُ وَأَقَلَّتْهُمُ الْأَرْضُ.
(د زمکې په سر او د اسمان لاندې تر ټولو بدتر مقتولین دوی وي).
وَفِي حَدِيثِ أَبِي أُمَامَةَ نَحوه وَعند أَحْمد وبن أَبِي شَيْبَةَ مِنْ حَدِيثِ أَبِي بَرْزَةَ مَرْفُوعًا فِي ذِكْرِ الْخَوَارِجِ شَرُّ الْخَلْقِ وَالْخَلِيقَةِ يَقُولُهَا ثَلَاثًا وَعند بْنُ أَبِي شَيْبَةَ مِنْ طَرِيقِ عُمَيْرِ بْنِ إِسْحَاقَ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ هُمْ شَرُّ الْخَلْقِ.
خوارج په ټولو زنده سرو کې بدتره مخلوق دی، ځکه چې دوی د ارتداد او تکفیر په نوم د مسلمانانو وینه تویوي، نو د مسلمان تکفیرول او وژل ډېر لوی جرم دی.
حدیث کې راځي، نبي علیه السلام فرمايي: عن ابن عمر رضي الله عنهما قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: إذا قال الرجل لأخيه يا كافر فقد باء بها أحدهما فإن كان كما قال وإلا رجعت عليه. (متفق علیه)
ژباړه: کله چې یو څوک خپل ورور مسلمان ته ووايي:
چې اې کافره! نو اخته کېږي په دې کفر باندې یو د دې دواړو نه؛ که چيرې رښتیا کافر وي، خو صحیح خبره یې وکړه او که کافر نه وي نو دغه ویونکی خپله کافر کېږي، یعنې دغه خبره هغه ویونکي ته واپس راګرځي.
همدارنګه د مسلمانانو وینه ډېره محترمه ده، دې کې ډېر احتیاط په کار دی، حدیث کې راځي، نبي علیه السلام فرمایي:
أول مایٌقضَی بین الناس یوم القیامة في الدماء.
ژباړه: په ورځ د قیامت به تر ټولو اوله فیصله د ناحقه وینې په باره کې کېږي.
دغه شان نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي:
اِنّ من ورطات الامور الّتي لَا مخرج لمن أوقع نفسه فیها سفک الدم الحرام بغیر حلّه.
ژباړه: یو د هغه هلاک کونکو کارونو څخه چې یو انسان یو ځل خپل ځان پکښې وغورځوي او بیا ور څخه د وتلو څه لار نه وي؛ بغیر د کوم شرعي جواز نه حرامه وینه تویول دي.
نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي:
لوأَنَّ أَنّ أهل السماء و أهل الأرض اشترکوا في دمِ مؤمنٍ لأَکَبّهم الله في النار.
ژباړه: که د ټولو آسمانونو او ځمکې والا د یو مؤمن مسلمان په قتل کې شریک شول، نو بیا به هم الله تعالی خامخا دغه ټول پړمخې دوزخ ته غورځوي.
“أفمن زيّن له سوء عمله فرأه حسنا” د دغه آیت په تفسیر کې علامه ابو حفص الحنبلي رحمه الله لیکي: فقال قتادة: منهم الخوارج الذین یستحلون دماء المسلمین و أموالهم.
ژباړه: چې د داسې خلګو د جملې څخه خوارج هم دي، چې د مسلمانانو وینه او مالونه ځان ته روا بولي.
نور بیا…