🔸د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر اعلامیه وايي، په دغو بریدونو کې القرض الحسن مالي ټولنې پورې تړلي تاسیسات په نښه شوي دي.
🔸د یکشنبې په ورځ اسراییلي ځواکونو په بیروت، د ختیځې بقاع درې او جنوبي لبنان کې د دې ادارې پر څانګو بریدونه وکړل.
🔸دا مالي شرکت، چې په رسمي ډول د خیریه بنسټ توګه ثبت شوی د ۱۹۸۰ کلونو راهیسې خپلو پېرودونکو ته د سرو زرو د ګروۍ په بدل کې له سود پرته پور ورکوي.
🔸د دې موسسې ډېری مراجعین شیعه مسلمانان دي، خو سني مسلمانان او عیسویان هم د دې ادارې له خدمتونو ګټه اخلي.
🔸امریکا پر دغه بنسټ بندیزونه لګولي او د لبنان حزبالله یې تورن کړی چې له دغه بنسټ څخه د خپلو مالي فعالیتونو د پټولو او نړیوال مالي سیستم ته د لاسرسي لپاره کار اخلي.